(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لـوَړبـابـا

[06.Mar.2016 - 05:55]

«لـوَړبـابـا»:د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

 

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

 

لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز)روښان پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت  هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون افغان د ملت سازۍ په ډګر کې  د سیاسي، کلتوري،اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې  هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ور کړي او د سیالانو په لـړ کې یې ودروي!مخکې له دې چې لوړبابا په شلمه پیـړۍ کې د پښتون روڼ آنـدتـیا او پښتـو ژورنالیـزم د مخکښ په څیر دروپـیـژنم ، روغه به وي چې د نولسمې  پـیـړۍ په دوهمه نیمایي کې په لـر افغانستان کې په ژورنَـلیزم  نوکې رڼا واچوم.

 

په لر افغانستان کې په نولسمه پیـړۍ ژورنالیزم  

                   

ډاکترمحّمد همایون هما په لـرافغانستان کښې په زییـزکال ۲۰۰۰ کې «دصحافـتي او ادبي مجلـو روایت» له۱۸۵۴تر۱۹۷۵ راسـپـړلی دیپه ۱۰۷ پښتواو شپـږنیم انګریزي مخونو کې، دا کتاب ګوټی د همایون هما د ډاکترۍ د تیـزس «ړومبی باب»(څپـرکی) دی چې د پیښور پوهـنتون د پښتوڅانګې لپاره یې د پښتو ادب په تـرقۍ کښې د «قـند» مجلې په برخه را څرخولی دی. دلته یې  له ۱۸۵۴  تر ۱۹۷۵ پورې  د سرحدي صوبې د هغـو ټولو خپرونو د «پلټنې تفصیل وړاندې کړی دی» چې محّمد همایون هُما ته پرې معلومات ورپه ګوتو شوي وو: 

د «اسـلام» په سرلیک میاشتنۍ  خپرونه د سرحدي صوبې «وړومبـۍ دیـني او نـیم ادبـي مجلـه وه» چې په ۱۸۵۴ زییز  کا ل کې پـیل شوې وه.  حضرت عبد الغفور چې په سیدو بابا یې شهرت لاره، د «اسلام» میاشنۍ مجلې «اجرا کړې وه». مدیر یې عبدالغفار پیښوری و. د د دغې خپرونې «طباعت او اشاعت په ډېره پټه طریقه کیده ـ او د دې ټول خرڅ به حضرت عبدالغفور سـیدو باباجي[ ۱۷۹۴تر۱۸۷۷زییز] پخپله کوو.» دغه صوفي شخصیت د اسلام په تبلیغ او له فـرنګي نه د پښتنو په ازادۍ پسې ملا تړلې وه. دغه دین او هیواد دوست شخصیت د میاګل عبدالودود نیکه و چې د سوات د پخواني ریاست موسس و. د «اسلام» میاشتنۍ  خپرونه «په بنیادي توګه» په پـښتو ژبه چلیدله، خو «یوه یوه پاڼه اردو او فارسۍ ته ورکړی شوې وه.» په صوبه سرحد کې دوهمه رساله «انجمـن» نومیدله چې د اجمل ملک په خیال په فارسي چلیدله. خو د فارغ بخاري په آند په «بنیادي توګه» اردو خپرونه وه. عبدالودود قمـر د یوې لیکنې په حواله کاږي چې «انجمن» په ۱۸۵۷زییز کې د عیسوي عبا دت ځای له خوا راوتلې وه، خـو په ۱۸۷۸ کـښې یې خپـرېـدا تـم شـوه. ډاکتر عبدالسلام خورشید په دې آنـد دی چې «انجمن» کلنۍ رساله په ۱۸۸۳ کې راوتلې وه. ډاکتر جیرالډ بیرر «انجمن» د فارسي اووه ورځنۍ ګڼلې وه  او په ۱۸۸۰ زییز کې پیل شوې وه. «پیام حق» د سرحـدي صوبې دریمه «عـلمي»  او لـومړۍ «قـلمي» میاشتنۍ وه چې په ۱۸۸۸ زییز کې پیل شوې وه. د  دغې میاشتنۍ مدیـر او خاونـد مولوي نصیر احمد و چې «په خپل قلم به یې لیکله او ځای په ځای به یې وېشله.» ډاکتر محّمد همایون هما مولوي نصیر احمد د سرحدي صوبې «وړومبی صحافي» [ژورنالیسټ] ګڼلی دی. د سرحدي صوبې  وروستنۍ مجله د نولسمې پیـړۍ  په وروستنې لسیزه کې، د «انجمن حمایت اسلام» پیښور څانګې رساله وه چې په ۱۸۹۲ زییز کې راووتله او «یو کال پـورې چاپ کـیده». ولولئ د ډاکتر هما رساله

 

باچا نه غـواړو، عـدالت او د ملت خـدمتګار غـواړو

 

لوړ بابا وایي: «که پوره وي، که سپوره وي په شریکه به وي.»لوړ بابا له زور نه کار نه  اخیست او  له همدې امله یې له «طبقاتي ټکـر» نه هم ځان لرې ساته. لوړ بابا «انجمن اصلاح الافاغنه» جوړ کړ، «افغان جرګه» یې جوړه کړه چې «پښتون» رساله خپره کړي. «خدایۍ خدمتګار» خوځښت یې په پښو ودراوه، او د جومات، ښوونځي(مدرسې) او دېـرې(  (هوجرې) ټلواله یې جوړه کړه.  لوړبابا د میروېس نیکه لار خپله کړې وه. لوړ بابا په دې آند و چې « په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خودغرضۍ نه پیدا کـیـږي.» لوړ بابا چې به کوم سازمان جوړ کړ، د هغه مشري به یې ملګرو ته ور سـپارله. لـوړبـابـا  د دیني مدرسو او رښتینو دیني عالمانو سره  ښې اړیکې پالـلې، په دې دلیل چې هغه د اسلام سره مینه لـرله او د دیـني عـالمانو د پـوهې په قــدر پوهـیدلـو.

لـوړبابا د خـپلې ژبې (پښتو) په درناوي کې ولاړ و: «چاته چې خپله ژبه سپکه شي هغه سپک شي، څوک چې خپله ژبه هیـره کړي هغه ورک شي.»[وګورئ د افغانستان صفوي مزاجه دربار او د دغه دربار ادارې ته، او پرتله یې کړئ د پښتون لوړبابا د ملنګۍ سره!]- ځیرکیار. د «انجمن اصلاح الافاغنه» په انتظام سره ۸۷ اصلاحې جرګې او آزادې مدرسې (ښوونځي) په لـر افغانستان/پښتونخوا کېرامنځته شوې. د لـوړبـابـا دوره د پـښتـنو په تـاریخ کې د روڼ آنـدتـیا(تنویر) دوره وه: مشاعرې، ډرامې، مدرسې، بحثونه، انـتـقادونه... او په سړه سینه جوابونه د لـوړبابا د لـوړ شعـور پیـرزوینې وې! لوی ښووانـد عبدالحۍ حبیبي د «پـښتون» مجلې په اړه داسې بـډېـره کړې وه: « د خدایي خدمتګار رسمي ترجمان یوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو [ د لوړبابا له کلي] څخه په پښتوخپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېـرښه خدمتونه وکړل.په پښتو کې د ساده نثـرلیکـنو او اصلاحي او سیاسي شعر لیکلو ور یې پرانیست او ځینې اصلاحي ډرامې یې هم په پښتو ادب کې زیاتې کړې. د دې مجلې  په لیکلو کې په خپله [لوړ بابا] یو بهترین ساده لیکونکی او سیاسي او اصلاحي لیکوال ګڼل کیـږي چې علاوه پر سیاسي تاریخ د پـښتو په ادبي تاریخ کې مهم ځای لري.»[ لوړبابا د پښتنو د کلتور او عـقیدې کوټلی استازی و او د دغه واقـیعیت په مټ د خپل ولس په زړه کې دېره شوی وو]- ځیرکیار

استاد اصف صمیم چې د کره پـښتو غمخور پولیس دی، «پښتـون» مجله داسې ارزولې ده:« پښتون مجله د پښتون صحافـت، پښتون ثـقافـت او قامي سیاست په اسمان کې د هغه ځلانـد ستـوری نـوم دی چې پـلوشې یې د یـوه ستـر پښتون او ریـښتیني انسان د افکارو له لمـره خپـرې دي.» لوړ بابا به دغه مجله چا ته وړیا نه ورکوله. ښووانـدمحّمد صادق ژړک په خپل کتاب (جنوري ۲۰۱۲ چاپ) کې کاږي چې «پښتون» رسالې علاقمندان لـرل او په پیسو  به یې رانیوله. ژړک زموږ پام را ګرځوي چې: « اوس که موږ و ننني پرمختللي دور ته وګورو او خپل چاپیریال په نظر کې وساتو، نو په لـر او بـر افغان وطن کې د پښتو ژبې یوه داسې رساله یا اخبار نشته چې د هغه تیراژ دې شل زره وي.» ژړک د «پښتون» مجلې درې غټو ځانګړتیاو ته زموږ پـام راګرځوي: « یو داچې دا مجله له یوې بـاڼـډې [د لوړ بابا له کلـي اتمانزو] څخه را وتله. بله دا چې د شل زرو په تیزاژ کې چاپـیدله، او دریمه ځانګړتیا یې داوه چې  دغه مجله په پښتو ژبه کې چاپیدله.» ښوواند ژړک زیاتوي چې  لوړ بابا ته « د ژبې ارزښت جَوَت [څرګند]و چې یو قام په پردۍ ژبه کې پـرمختګ نه شي کولای.» لوړ بابا  لومړی افغان دی چې په ۱۹۲۸ کې یې «پښتون» مجله په پښتو ژبه  خپره کړه او په ټول افغانستان (لـر او بـر افغانستان) کې « د پښتـو ژورنـالـیزم د پلار ویاړيې وګاټه.» لوړبابا په پـیل کې د «پـښتون» مجلې مسئول و.  لوړبـابـا چې د لیکـوال او شاعـر عـبدالخالق خلیـق ډرامه ولـیدله، نـو هغه ته یـې د «پـښتـون» مجلې مسئولیت ورپـه غـاړه کــړ.  

له «پښتون» مجلې وړاندې، په پیښور کې د «افغان» په نوم جریده په اردو ژبه  چلیدله. له ۱۹۱۱ زییز راهیسې یې پښتو ته هم برخه ورکړه. د بر افغانستان په کندهار کې  په «طلوع افغان» اخبارکې هم پښتو ته برخه ورکړل شوې وه. تاریخپوه او لیکوال ښواند حبیب الله رفیع د «طلوع افغان» په اړه دا سې کاږي: « په هره ګڼه کې به د پـښتو نظم یا نثر خپـریده، خو په ۱۳۱۰[۱۹۳۱] کې یې پښتو نیمایي ته ورسیده او د ۱۳۱۱ کال د وري له لومړۍ نیټې[۲۱ مارچ ۱۹۳۲= ۱۳ ذولقاعده ۱۳۵۰ ] څخه په پښتو خپور شو» او په بر افغانستان کې یې «د پښتو د لومړنۍ بشپـړې خپرونېویاړ وګاټه.» دلته وینو چې د لوړ بابا « پښتون» مجله له پښتو شوي «طلوع افغان» نه، څلور کالونه مشره ده . زه  ځیرکیارد ښواند محّمد صادق ژړک دریځ روغ ګڼم چې د ټول افغانستان(لر او بر افغانستان) ادبیات له یو بله بیل نکړو. یو ورځ ژړک ته د هغه  «نزدې ملګري» نعیم آزاد داسې ویلي وو: «يوه مذهبي فرقه ده چې که هغوی ته څوک ووایي چې خدای یـو دی، نو هغوی په دې خوا بـد وي چې تاسې ته دغه پوښته ولې درپیدا شوه چې خدای یو دی.» لوړ بابا دیته پام وه چې یو ملت بې له تعلیم او زده کړې پرمختـګ نشي کولی.  په پښتنوکې ناپـوهي (جهالت) ډېره برلاسې وه په کوم کلي کې به چې لومړنی (پرایمري) ښوونځې و، هغه ته بهملایانو مورچل نیولی و. لوړ بابا کاږي چې: پیـرنګیانود هندوستان د خلکو لپاره ښه ښوونځي جوړ کړي وو او لومړنۍ زده کړې به د زده کونکو په مورنۍ ژبه کې کید لې. خو د پښتنو په سیمه کې یې لږ شمیر، «تش په نامه» او په ټـیټه درجه  ښوونځي جوړکړي وو، او هلته به یې زده کړه په «پـرَدۍ ژبه» کې ورښودله. سربیره په دې، ملایان یې «ورپسې لمسولي وو چې که دا [پښتون] قوم تعلیم وکړي، ستاسو قـدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي .» ملایانو به تبلیغ کاوه «چې پښتو دوزخي ژبه ده او په دوزخ کې به پښتو ویلی شي».  لوړ بابا زیاتوي چې « د ملا صاحب نه هیچا  دا پو ښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخ نه کله راغلی یې او کوم دوزخي دا خبرې تاته رسولې دي. ملایانو به دا هم ویل چې څوک د مدرسې سبق وایي نو اووه پیـړۍ یې  په دوزخ کې  کيـږي او دا سندره به یې ویله»:

سبق د مدرسې وایي د پاره د پیسې وایي ....جنت کې به یې ځای نه وي په دوزخ کې به ګسې وهي
لوړبابا په خپل کتاب(۲۰۰۸/لمریز۱۳۸۷) کې د یوه ملا کیسه خوندي کړې ده چې په «چترالي ملا» یې شهرت لاره(چترال د باچاخان د کلي اتمانزو په میره کې یوه باڼډه وه). چترالی ملا د ښوونځیـو سره ټکر لاره: «نو زه راغلی یم د ده [لوړبابا]سره فیصله کول غواړم چې په کتاب راسره فیصله کوي که په ټوپک؟» لوړ بابا ورغبرګه کړه چې «ته ښه پوهـیـږې چې زه د ټوپک کار نه کوم او دغلته چې ته اتمانزو ته ځې، زما یو تر بور دی چې محمد خان یې نوم دی هغه ته د ټوپک نوم واخله نو په خپل ځان به پوه شې چې ته څومره سړی یې.» لوړ بابا  چترالي ملا ته ور زیاته کړه:«ملا صاحب علم خدای او رسول په موږ مسلمانانو فرض کړی دی  او چې تاسو، خلک د دې انګریزي مدرسو نه منع کوئ نو په کاردي چې هغو له په خپلهخو د تعلیم انتظام وکړئ. نو چې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ او موږ هم د دوی د خدمت نه منع کوئ نو د دې قام دې خدای مل شي.»  لوړ با با وړاندې ځي:«موږ بې همتو او خودغرضه خانانو،ملایانو او بابا ګانو تیارې ته کینولي یو، ځکه خو زموږ د قام دا حال شو. که چیرې دا کارونه په تش کُف او چُف، وظیفو او دعا ګانو کیدلی شوی نو زموږ خپل رسول(ص) به دومره کړاوونه ولې کول، دومره قربانۍ یې ورکولې، تکلیفونه او مصیبتونه به یې تیرول، خو د جماعت په ګوټ کې به ناست وی دعا به یې کوله، د هغه په شان دعا د چا کیدی شوه؟» لوړ بابا زیاتوي چې: «زموږ د سکولونو [ښوونځیو، مدرسو] مخالفت ملایانو شروع کړو او ویل به یې چې په دې کې اردو ویل کیـږي. اردو یوه بهانه وه، ګڼې د جوماتونو نه زموږ په سکولونو کې دیني تعلیم هم زیات و او هم په ښه طریقه و او هم ورسره دیني تربیه وه. دوی[مخالفوملایانو] د لمونځ معنی چا ته ښودلې نه ده، او مونږ په زرګونو بچو ته د لمونځ معنی ورزده کړې ده .... داسلام خو د علم د حاصلولو غرض و، که دا ملایان رښتیا په علم مین وي نو دوی به زمونږ ملاتړ کړی وی.» د لوړ بابا د کتاب ۶۳ تـر۶۵ مخـونه. لوړ بابا بې تاوه پاڅون («عدم تشـدد») غوره کړی و . ویل به یې چې «د عدم تشـدد سړی یم،خپل حق چا ته نه پرېـږدم، خو د نورو انسانانو وینې هم نه بـیوم.»

لوړبابا او یـو څو ملګري یې چیرې تلل. په لار کې طالب کاکا  نومې سړي څاروي څرول. لـوړ بابا به خپل کار پخپله کولو.  هغه له کوهي نه اوبه راووېـستلې چې خپله وچه ډوډۍ پرې له مرۍ تـیره کړي. طالب کا کا پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟ یـو تن ورغبرګه کړه چې  لوړبابا دی، د پښتنو مشر دی. خو لـوړ بـابـا ورتـه وویل چې «نه بچـیه! زه د پـښتـنو مـشـر نه یـم زه سـتاسې خـادم یـم.» لوړبابا به چې د خلکو د اصلاح لپاره دورې کولې، د بې وزله ملګرو په کورونو کې به یې شپه تـیروله، «او له دې پرته به یې په جوماتونو کې له طالبانو سره شپې  کولې.» لوړ بابا به ویل چې: « که پوره وي که سپوره وي په شریکه به وي.» لوړ بابا ساده او بې تکلیفه ژوند غوره ګنلی و:محمد صادق ژړک  داسې کاږي: لوړبابا چې به ژوند کښې «هر ځای تـلی نو د ډوډۍ  پر وخت به یې له ځانه سره تر ۳[درې] کسانو زیات نه پـرېـښوول، ده دا کار ځکه کاوه چې دی پر خلکو بوج نه شي او دغه ډوډۍ به یې هم د خوار غریب او بزګر کره خوړله او یا به یې په یوه جومات کښې له طالبانو سره شپه کوله.» د لوړبابا په «میلمستیا به غریبان ملګري زیات خوشحاله وو. هغه په دې چې لومړی خو ده د خانانو او سرمایه دارانو پر ځای غـریبانو ته ارزښت ورکاوه، دوهم داچې د ده او ۳ ملګرو خدمت د هرچا د وس خبره وه. یو ځل له کـوټـې[کویټې ښار]څخه غـوڅکۍ ( زیارت) ته له ملګرو سره په دوره تللی و. هلته په ریسټ هاوس [هوټل/استراحت ځای] کې د شپې بندوبست شوی و.» خو لوړبابا نه غوښتل چې هـلته ورشي. ملګرو ته یې ویلي وو چې «زه  په دې جومات کښې له طالبانو سره شپه کوم. تاسې ریسټ هاوس ته لاړ شئ.» لوړبابا چې « په جومات کښې له طالبانو سره شپه تـیره کړې وه، سهار یـو طالب ګوره له کومه ځایه لـږ بیسکټ ورته برابر کړي وو او چای سره یې ورته ایښي وو.» خو لوړبابا «ورته وویل چې طالبه! ته په بیسکټ باندې چا اموخته کړی». هغه ورغبـرګه کړه چې لوړبابا «دا مې تاله راوړل موږ بیسکټ چیرې خورو.» بیا لوړ بابا « هلته ښه نصیحت ورته کړی و چې له دې څیزونوو څخه ځانـونه ساتئ.»د لوړ بابا  په نظام کې د خان، غریب،... میا او ملا  توپیـر ځای نلري. لوړ بابالیکي چې: د ملت مشر به هغه سړی وي چې «نیک او ایماندار او د قوم او ملک خیر خواه وي. تکلیفونه او قـربانۍ او ډېر خدمت یې د قام او ملک کړی وي، او چې د دې مشرۍ اهلیت او پوهه هم پکې وي. زموږ حکومت به د جماعت تابع وي. جماعت به د حکومت تابع وي، بادشاهي خراب شی دی.... که چیرې نن یو باچا ښه هم وي، نو سبا به یې زوی پاچا وي. نو څوک ویلی شي چې ګوندې هغه به هم ښه وي.... دا ملک زموږ د ټولو پښتنو دی، نو موږ یو سړی نه خان کوو. زمونږ به کوشش دا وي چې ټـول خانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغه کې مساوات وي او د ټولو خلکو پکې یوشان خیر او فایده وي. که پوره وي او که سپوره وي په شریکه به وي، امن وي، انصاف وي. زمونږ به د ټول قوم یوه جرګه وي  او د هغوي [قوم/ملت] په خوښه به یو صـدر[ پریـزیډنټ= ولسمشر] وي

           ولولئ د ژړک کتاب

 

لـوړ بـا بـا آتـه لقـبـونه لـرل

 

لقبونو له  ۱۴۷۰ زییز راهیسې په انګلستان کې  چلن میندلی و. لقبونه عموما د علمي، دولتي او بشري  کلتوري موسسو له خوا وتلو او غښتلو شخصیتونو ته ورکول کیـږي. په لـرافغانستان کې وتلي او غښتلي شخصیت لـوړ بابا  تـه آته لقبونه د ولس له خوا ورکړل شوي دي ځکه چې  هغه « د ولس په زړونو باچاهي کوي.» عبدالغفار خان په خپل کتاب (زما ژوند او جد وجهد،۲۰۰۸) کې خپل لقب (باچاخان) داسې توضیحوي:  یوه شپه د ډوډۍ خوړلو په مهال یې د 

ډُول کړنګا واورېدله. ډڼډورچي به په جګ غـږ ویل چې سبا به د حاجي صاحب په جومات (عیدګاه)کې د «رولَټ اَکټ» په ضد جلسه وي[رولَټ اَکټ یا قانون په ۱۹۱۹ کې انګریزانو په هند کې د خپل قدرت د زیاتولو لپاره راوېستلی و او د هند خلکو به ورته «تورقانون» ویلو].  عبدالغفار خان په دې نه پوهیده چې جلسه چا رابللې وه. سبا یې ځان همغه جومات تهورساوه. د جلسې اعلا د لوړبابا د کلي محّمد اکرم خان کړی و. د دغه خان او د پولیس په مینځ کې تاوتریخوالی راولاړ شوی و او له دې امله یې د جلسې اعلان کړی و. خو د جلسې په مهال محمد اکرم خان د مردان د مرستیال ولسوال انګریز ګریفیټ سره و. لوړ بابا لیکي چې: «د جلسې نوم د کلي خلکو نه و اورېدلی. دا ورته یـو عجیب څيـز ښکارېدو، ډېـر خلک ورته » ورغلل. د کلي اکثرو غټانو او ملایانو پکې ګډون کړی و. عبد الغفار خان جګ شو او خلکو ته یې وړاندیـز وکړ چې «په دغه شان جرګـو کې د صدارت ضرورت وي.». یعنې یو مشر سړی دې د جلسې صـدر (مشر یا تنظیموونکی) وي.  خلکو پخپله عبدالغفار خان د صدر په څیر غوره کړ. عبدالغفار خان لیکي چې  «عام خلک د صدر په معنی نه پوهیدل.» هغوی دا اوازه «خوره کړه چې زه د پښتنو باچا شوم.» عبدالغفارخان کاږي چې تر دغې غوڼډې را وروسته دی «په باچاخان مشهور شو.» محّمد صادق ژړک کاږي چې  د باچا خان لقب «په پښتو شاعرۍ کې بیخي زیات راغلی دی.» په لـر افغانستان کې له استاد رحـمت شاه سـایل نه واورئ:

چې عظمت ته یې د غیرو سترګې برېښي....هـر پښتون دې باچاخان غـوندې بد نام شي

د لوړ بابا ( عبدالغفار خان باچا خان) دوهم لقب  «فخر افغان» و. ژړک کاږي چې باچا خان «په درسته افغاني نړۍ کې  لومړنی انسان دی چې د فخر افغان لقب ورکول شوی دی.» باچا خان په  خپل کتاب (۲۰۰۸، مخ ۳۰۳) کې کاږي چې  دی «درې کاله» زنداني شوی و.  ژړک د «فخرافغان»  لقب په اړه د رحمت شاه سایل له کتاب (د باچاخان د افکارو معنوي تصویرونه، دسمبر ۲۰۱۰) نه دا اقـتباس راخیستی دی: «چې باچاخان د جیل نه راتلو نو د انجمن[اصلاح الافاغنه] خلکو یې دومره تود هرکلی وکړو چې د هغه بیمار هـډوکي  هـډوکي وجود له یې په زرګونو ساګانې ورکړې. هغه ته د انجمن خلکو جلسه جوړه کړه او دومره خلک ورته راغله چې شمار یې هم ممکن نه وو.... په دغه جلسه کښې  د خپل قام غیرتي او ننګیالو پښتنو ورته د فخـر افغان د لقب پګړۍ په سر کړه دا وړه پیرزوینه نه وه. دا د پښتون د شپـږو زرو کالو په تاریخ کښې وړمبی د یو قوم له خوا داسې پیرزوینه وه چې د بل چا په نصیب شوې نه وه. خو باچا خان په دغه لږه موده کې د خپل قـد او قامت نه هم دومره لوړشوی وو، چې دغه لوی او عظیم اعزاز هم پورې  وړوکی ښکارېـدو او دا هم عجیب تصور دی چې تر دغه وخته پورې  یو دغسې اعزاز ته په کروړونو پښتو[پښتنو]کښې او ډېرو لویولویو پښتنو کښې  هم داسې سر نه ښکارېدو چې دغه اعـزاز پرې ښکلی او مناسب ښکاره شوی وای.» پخپله له باچاخان نه هم واورئ: «انجمن اصلاح الافاغنه [له زندان نه] زما د راتلو په خوشحالۍ کې  د یوې لویې  جلسې انتظام  وکړو او د ټـولې [شمال غـربي سرحدي] صوبې خلکو ته یې د شرکت د پاره دعوت نامې ولـيـږلې. د جلسې په ورځ په زرګونو خلک په ډېر شوق او مینه محبت شریک شو. په اتمانزو کې د ټول قوم یوهعظیم الشانه لویه جلسه وشوه چې په هغې کې ماله د قوم د طرف نه یو سپاسنامه (ویلکم ادریس) راکړی شوه. یو تغمه او جوبه هم د قوم د طرف نه راکړی شوه او بله داچې د ټول قوم له طرف نه یې  ماله د فخرافغان خطاب راکړو.»

مولانا ابولکلام آزاد (۱۸۸۸تر ۱۹۵۸) په مکه کې زیـږیدلې و. موریې عـربه مسلمانه او پلاری یې هندي مسلمان و. ازاد  چې دیني عالم او خپلواکي دوست شخصیت و، د هند په خپلواکۍ کې یې روغ رول لوبولی و او د باچاخان سره «ډېـر نږدې پاتی شوی» و او په «ګډه یې د افغان او هند په آزادۍ کښې مبارزه کړې» وه. هغه عبدالغفار خان په «فخر اشیا» نازولی و. په دې اړه استاد عبد الروف بینوا په خپل «پښتونستان» نومې کتاب (کابل ۱۳۳۰لمریز= ۱۹۵۱زییز) کې کاږي چې  عبدالغفار خان ته  جواهـر لال نهرو د «فخـر هند» لـقب ورکړی و او مولانا ابولکلام آزاد ورته «فخر اشیا». باچا خان لومړی افغان و چې هندیانو یې نه یواځې د خپل مشر په څـیر درناوی کاوه، بلکې د هغه له بـرکته یې  د افغانانو سره ټولې پخوانۍ تربګنۍ پرېښودلې.[ په زییز  ۱۹۴۷ کې د  جواهـر لال نهرو په ابتکار، د هند نوم (اِینډیا) له« اِینډوس» یعنې اباسین نه راووت. د ټـول افغانستان طبعي پوله هم اباسین دی. زما په فکر، که باچاخان مسلمان نه وای، ډېـرپخـوا به ورته د سولې جایزه ورکړل شوې وای!] - ځیرکیار. د هـنـد ډېـر خلک با چـا خان تـه درنـاوی کوي او  «د سـرحـد ګانـدي» یې ګڼي. باچا خان په «سرتور بابا» هم مشهور شوی و، ځکه هغه به هرچیرې سـرتور سر تللو. هغه مبارزه هم په سرتور سرکـوله، ځکـه هغـه پـښتون و او د خـپل کلـتوري نظام (پښتونولۍ ) په اصولو پـوهـیدلو. په سرتور سر خلک بخښل کیـږي، ځکه چې سرتور سر د ننواتې ممثل دی. خلکو به باچاخان ته «سرتور بابا» هم ویلو. دغه مطلب تهفارغ بخاري په خپل کتاب («باچا خان»)کې په اردو ژبه ګوته نیولې ده، او پښتو ژباړه ېی  محّمد صادق ژړک کړې ده:«تاسو به هـر وخت په سرتور سر ګرځـیدلاست ځـکه مو په سرتور بابا شهرت وموند.» له محّمد امین ملنګ جان نه هم واورۍ

زلمــو تــیارشئ چــې ناکام نه شــو....... ډېـر دي نـژدې د امتــحان وخـتــونــه

ستاسو په غم کې خان پټکی نه تړي....... تـیـر شوو سرتـور د باچاخان وختونـه

د باچاخان نږدې شاعر ملګري او وتلي خدایي خدمتګار شاد محّمد میـږي هم د باچا خان سـرتور سر ته پام کړی دی

تا له راغلی باچا خان غازي سرتور دی ...... بلوڅ او پښتون وروردی لـږ پام وکړه پښتونه

یوه ښادي او یو یې غم او یو یې کور دی ..... بلوڅ او پښتون ورور دی لږ پام وکړه پښتونه

ځینې پښتانه جګ او دنګ ته «لوړ» هم وایي، ځکه خو به هغوی باچا خان «لوړبابا» باله. د خیبر- پښتونخوا « زیات خلک» باچا خان ته لوړ بابا وایي. فارغ بخاری هـم په اردو ژبه په خپل کتاب کې  باچا خان « لمبے قـدوالا» (لوړبابا) ګڼلی دی. په هند کې د دیوبند مدرسې له خو باچا خان ته د « رئیس الاحرار» (د ازادي غوښتونکو مشر) لقب ورکړل شوی و. «په ځانګړې توګه دیني علما یې هـر ځای د  رئیس الاحرار په نامه یادوي.» د ژړک کتاب ولولئ

 

باچاخان فخر افغان او ملنګ جان

 

ملنګ جان یو بې وزلی خو تیـز فکری او په شعـور غښتلی شاعر و. د ۱۹۹۴ کال  د پسرلي  لومړۍ ورځې وې. د امریکې له یو بل ایالت نه راته زما د ښونځي د مهال  سرښوونکي ارواښاد سیداګل غـریب یار ټلفون وکړ. موږ دواړه ډېـر خوښ شو چې د یو بل سره مو تماس رامنځته شو. استاد غریب یار را ته زیاته کړه چې  د محّمد امین ملنګ جان « د مشـر ورور محّمد ایوب زوم یم.»  د ملنګ جان د شعرونو یوه ټولګه یې راولــیـږله او د چاپ لګښت یې ومانه. د استاد په هیله مې د ملنګ جان د شاعرۍ په اړه یو کتابګوټې ولیکه. ډاکتر ضامن مومند او ډاکتر عبدالقیو مومند هر یو را ته د ملنګ جان د اشعارو  بیلابیل چاپونه راو لیـږل. ما دغـه کتابـونه ولوستـل او په ۹۶ مخونو کې مې  تنظیم کړل. د ټایپ او چاپ چارې یې ډاکتر عبد القیوم مومند په غاړه واخیستلې. په کتابګوټي استاد غریب یار سریزه و لیکله. ما  کتابګـوټی باچا خان فخر افغان ته ډالۍ کړ او ننتوځ مې پرې ولیکه. د پوهاند محّمد حسن کاکړ او ارواښاد قدرت الله حداد درنېتبصرې هم پکې خوندي شوې.

محّمد امین ملنګ جان غښتلی ولسي شاعـر و. ملنګ جان په ځوانۍ کې نالوستی پا تی شو. وروسته یې ساده لیک او لوست دومره زده کړل چې خپل شعرونه پکې خوندي کړي.ښوواند عبد الله بختاني [خدمتګار] لیکلي وو چې ملنګ جان په شپـږ  ورځو کې «دومره د پښتوخط یاد کړ چې خپل اشعار په خپل خط لیکي او د پښتو رسم خط یې په طبیعي صورتهغه رسم خط دی چې نن سبا د بلوچستان خان عبدالصمدخان یې پیشنهاد کوي یعنې هغه عربي او فارسي لغات چې پښتو سره ګډ شوي دي په هغو حروفو لیکي چې پښتانه تلفظ ورباندې کوي. مثلاَ د (اعتراض) په ځای (اتراز)، د (میراث) په ځای (میراس)، د (خطر) په ځای (ختر) او د (صیاد) په ځای (سیاد) لیکي.» ملنګ جان هغه ولسي شاعـرو چې شعـر یې ملي  ډکـون لاره! ملنګ جان ته ټول افغانستان او عبد الغفار خان( باچا خان فخر افغان) ډېـرګران وو. د ملنګ جان «خوږو نغمو» به په موسیقي کې ملياتڼ کاوه. په کابل ریډیو کې  دپښتونستان پروګرام او د خپلواکۍ جشنونه د ملنګ جان په خوږو نغمو سمسور وو.

د لعـل پاچا ازمون په زیار، د  ملنګ جان د «خوږو نغمو» په دریم چاپ کې (لیندۍ ۱۳۷۰ هجري لمریز= دسمبر ۱۹۹۱ زییز) د نورو دوه چاپونو په کچه ډېر شعرونه خوندي شوي دي او د غټو ملي څیرو نومونه پکې ذکر شوي دي: عبدالغفارخان او دواړه لقبونه(باچاخان او فخرافغان) یې  ټول ۳۳(درې دېـرش) ځلې، خوشحال خان بابا ۱۹(نولس) ځلې ، عبد الصمد خان ۹ (نهه) ځلې، میروېس نیکه ۸(آته) ځلې،  احمد شاه بابا ۷ (اووه) ځلې....! ملنګ جان ولې په خپلو خوږو نغمو کې عبدالغفار خان او د هغه دواړه لقبونو(باچاخان او فخرافغان) ته له بل هرچانه  زیات درناوی ښودلی دی!؟ بې وزله، ځورېدلي، بـندي شوي،نوکر شوي، او د تعلیم ارمانجنملنګ جان خپل ارمانونه د عبد الغفار خان باچا خان په سیاست کې  تصور کولی شول.

باچاخان د خپلې مبارزې په اوږدو کې تعـلیمي، ادبي، اصلاحاتي، استدلالي، عدالتي او سیاسي کلتور رامنځته کړ.  د باچاخان ځامن عالمان او مبارزان وو. باچاخان به غـوڼډې(کنفرانسونه) او ښوونځي جوړول؛ ډرامې او مشاعرې به یې جوړولې چې نالوستي (بې سواده) پښتانه پکې زده کړه او بحث وکړي، دلیلونه وړاندې کړي، او د تربورولۍ او تربګنۍ  په ځای د سولې او جوړې لار غوره کړي. باچاخان په دې پوهیده چې د پښتنو غټ غلیم تاوتریخوالی (تـشـدد) د دوی په ذهـن کې جاله جوړه کړې ده. له دې امله باچاخان خپل ملت عدم تشدد او بحث ته راباله. باچاخان په دې پوهیده چې د ټولنې پرمختګ عصري علومو او د هغـوی استعمال (ټکنالوجۍ) ته اړتیا لري او د دغې عملیې بریالیتوب په تش لاس ناشونی کار دی! د باچا خان سیاست په خپلواکۍ ، ساده ژوند،  عـدم تشـدد،احترام، مساواتو، عقلانیت او سوله یـيزه هـمژونـدتیا ولاړ و. باچا خان به پښتنو ته ویل: ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهـم(الایه): هـسک څښتن په یو قوم کې بدلون نه راولي تر څو دوی په خپلو ځانونو کې د بـدلون اراده ونـکړي

 

د باچاخان پیغامونه تره کي، کارمل او اندیرا ګاندی ته

 

باچاخان د ۱۹۶۶ د اپریل په ۲۱ (۱ ثور ۱۳۴۵لمریز) د افغانستان  د خلکو دموکراتیک ګوند غوڼډې ته ورغلی و. هلته یې د ښکیلاک په ضد د «خدایي خدمتګـار» او د لَـر افغانستان (پښتونخوا) د افغانانو په مبارزه او د ټول افغانستان د قومونو په ورورولۍ رڼا واچوله. د ۱۹۷۸ د اپرېل په۱۷(۸ ثور ۱۳۵۷) د خلکو د ګوند د پرچمي برخې مهم مفکر عسکر ووژل شو. باچاخان د افغانستان د  جمهوري نظام « د ممانعت باوجود» د میر اکبر خیبر په فاتحه کې د ګډون لپاره له جلال آباد نه کابل ته راورسید

د ۱۹۸۲زییز د مارچ په شپـږمه (۱۵ کب ۱۳۶۰=۱۰ جمادی الاول ۱۴۰۲) د هند د هغه مهال صدراعظمې اندیرا ګاندي د خپل سفیر دیکیشت له لارې،  د کابل په عسکري روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي باچاخان ته د روغتیا هیله ورلیـږلی وه. د مننې سره باچاخان خپل پیغام اندیرا ګاندي ته د دغه سفیـر له لارې ور ليـږه: « ما تـا ته په څرګنده ژبه تشریح کړل چې ټول افغانان د کمیونستانو په ضد دي. ما تا ته هم ویلي دي چې په افغانستان کې  هیڅ وخت کمونیزم حاکم کیدای نشي. ته د [جواهر لال] نهرو لور یې او هم دې د ګاندي جي  او د هغه د ملګرو سره ژوند کړی دی، ته ماته د لور په شان یې. په افغانستان کې ماشومان، ښځې او سړي مري، تـه په خپل زړه کې هـیڅ رحم نـلرې؟ ... ته ډېـر څه کولای شې، ما له تا وغوښتل چې د [شوروي اتحاد د سکـرتري جنرل: ۱۹۸۲-۱۹۶۲] بریـژنف  سره زما په کتنه کې مرسته وکړه. ما [ببرک] کارمل ته هم دغه غوښتنه وړاندې کړه خو هغه بخښنه وغوښـتله. ته باید په دې اړه یو څه وکړې. زه باید بریژنف ته ووایم ٫٫ په افغانستان باندې رحم وکړه.[٬٬]. که ده زما خبره وانه ورېدله نو بیا به په نورو لارو چارو باندې فکر وکړم تر څـو د خپلو خلکو هم افغانانو او هم پښتنو، مشکلات حـل کړم.» ولولئ: د سید عـثمان سنجشکتاب. ښایي ډاکتر یحی وردګ دغه معلومات له دې کتاب نه لاسته راوړي وي

Rajmohan Gandhi, Ghafar Khan: Nonvolent Badshah of thePakhtuns. Viking (India), 2004

باچاخان د خلکیانو مشر نورمحّمد تره کي او د پرچمیانو مشـر  ببرک کارمل ته هم لیکونه استولي وو، په لاندې ډول

د نور محّمد تره کي په نوم

وروسته له القابو، دعا،سلام، نیکو هیلو او تعارفاتو!

«... لینن چه په روسیه کې انقلاب وکړ، نو په لومړیو ورځو کې یې د خپلو[خپلې] پارټۍ لیډران، د حکومت وزیران او ذمه وار کسان ځانته وروبلل، له هغوی نه یې جرګه جوړه کړه او ورته یې وویل: تر اوسه پورې دلته پادشاه ناست و او په دې ملک کښې شاهي نظام چلیده، هغوی له خلکو سره  بد سلوک کاوه، خلکو د هغه تخته واړوله او اوس پرې بد وایي او زموږ او ستاسو په راتګ خوشحاله دي، نو موږ او تاسو باید د دې واقعې نه د عبرت درس واخلو. خلکو سره ښه وچلـیـږو، ورته خدمت وکړو او خوشحاله یې وساتو چه د تل لپاره زموږ تر شا ودرېـږي. خیال ساتئ چې مونږ باید داسې و نه کړو چې خلک زمونږ د بد چلندۍ، ظلم اوستم په سبب بـیـرته د هماغو بادشاهانو  په ارمان شي چه دا به هم زمونـږ  او هم به د دې وطن لویه بـدبخي وي.

نو تره کي صاحب! ته هم يوځل دا د خپلې پارټۍ  لیډران او د حکومت لوی ذمه وار کسان ځانله وغواړه. هغوی ځان سره یو ځای کښیـنوه او دا د لینن خبره ورته وکړه چې ما درته وکړه او ورته وایه چه پام چه داسې بد کارونه، ظلمونه او نارواوې و نه کړئ چې سبا به بیا هم تاسې پښیمانه یئ او هم به خلک بیرته د پادشاهانو او شاهي نظام په ارمان شي... » ولولئ: سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار،  د باچا خان لیکونه، زییز۲۰۰۸کال. خدمتګار د ۲۰۰۸ چاپ په «یادونه او مننه» کې لیکلي دي چې: د باچا خان لیکونه، لومړئ برخه یې په ۱۳۶۳ هجري لمریز/۱۹۸۴ زییز کې « د کابل په دولتي مطبعه کښې د دریوزرو په تیراژ او دوهمه برخه یې په ۱۳۸۴هش/۲۰۰۵ م کال، زما (خدمتګار) له خوا په پیښور کې د دانش په مطبعه کښې د یوزر ټوکو په شمیره چاپ شوه.» په اوسني کتاب (۲۰۰۸/۱۳۸۷) کې دواړه ټوکونه خوندي شوي دي. 

په لویدیزه اروپا کې میشت محّمد اقبال وزیري په خپل کتاب ‎(د باچاخان اندونو او مبارزې ته لڼډه کتنه، ۲۰۱۰/۱۳۸۸لمریز) کې نور محمد تره کې او ببرک کارمل ته د باچا خان لیکونه خوندي کړي دي. په دې کتاب کې ( سر بیره په هغه لیک چې  سرمحقق خدمتګار پاس د تره کي په نوم خوندي کړی دی)، د ببرک کارمل په نوم د باچاخان لیک هم چاپ شوی دی 

 

«خواږه ببرک کارمل عُمر دې ډېـر، پام دې په ښه، روغ جوړ او خوشاله اوسې. 

ته اوس هغه کارمل نه یې چې ما لیدلی وې[.] ستا خو د دې ملک سره ډېـره مینه وه، ډېـر محبت او همدردي دې وه، ته خو دې خپل ملک او قوم ته وګوره اباد شو او که بربادشو، په دنیا کې چې په هر ملک کې انقلاب شوی دی یا کمونیزم راغلی دی هغه ملک اباد شوی دی، خو موږ پرې برباد شو، انقلاب بدلون ته وایي[.] دا انقلاب نه دی او نه کمونیزم دی[.] دا د دوو ډلـو په منځ کې جنګ دی یوې ډلې سره امریکا او بلې ډلې سره روس امداد کوي او د دواړو خواو نه تباه کـیـږو مـوږ، تا له په کار دي چې ته په دې مسله غور او فکر وکړې او علاج یې وسنجوې او د خپلې ډلې او قوم سره مشوره وکړې او دا مسله حل کړې. چې په دې وطن کې امن راشي، هم به ستا د نیک نامۍ سبب شي او هم به د قوم د ابادۍ  او ترقۍ لپاره میدان هوار شي، که زما خبره دې و نه منله او وخت تیـر شي بیا به ارمان کوې....» وزیري د دغه اقتباس حواله  د ډاکترمحمد حسن کاکړ د مقالو د ټولګې په کتاب (۲۰۰۷) ورکړې ده: ډیورنډ د واحد ملت د بیلتون کرښه 

 

 د ټول افغانستان لپاره د افضل خان لالا دریـځ

 

سیاستپوه او حقوقپوه افضل خان لالا(۱۹۳۱- ۱ نومبر ۲۰۱۵) ) په ټول افغانستان  کې زړه ور او منطقي واګـیالی( سیاستمدار)و. افضل خان لا لا د میـړانې او سولې په غیـږ کې لوی شوی و او له دې امله ورته  د ټول افغانستان پښتنو د «لالا» (مشر ورور) په سترګه کتل. د افضل خان لالا  سـر د ځینو نـورو په شان د خیټې لاندې نه و، بلکې د اوږو د پاسه و. زه ځیرکیار د منلي مشر افضل خان  لالا د «پښتون قامي وحدت» رسالې (نومبر ۱۹۹۶) سره موافق یم چې: « د یویشتمې صدۍ اغاز باید دا فرق راولي چې د پښتنو د وحدت مسله د جبر په ځای د امن، برداشت، افهام و تفهیم په قامي روادارۍ او زغـم تر سره شي نو په دنیا او خصوصاَ دې سیمه کې به د امن او خوشحالۍ یو نوی دور پیل شي.» افضل خان لا لا لیکي: «زه د  سکـول [ښوونځی] له وخته په دی ذهن یم اوداسیاسی مفکوره می ده چی پښتانه شته اوقام[ملت] نشته. قام په  ۱۸۹۳کال کی انګریزانوویشلی دی، دهغه خاوره یی تقسیم کړی ده....لراوبرچی زه اورَم ماته تری ډیردرد رارسیـږی اوددی نه دا معلومیـږی چی موږ په لاشعـوری توګه دغاصب هغه عمل منو. په افغانانو(پښتنو) کی لـراوبرنشته. اوس هم زه تاسوته وایم چی پښتون یوقومی وحدت و، یو قومی وحدت دی اویوقومی وحدت به په خپله ترلاسه کوی. دازمایقین دی ځکه چی دایی فطری حق دی، دایی قانونی حق دی، داتقسیم نورداسی نشی پاتی کیدای، داقوم به سره یوکیـږی، ځکه دایوواحد قوم دی. زه پښتون یم زه خپل تشخص غواړم». افضل خان لالا د  پاکستان د ولسمشر ایوب خان ځوی ته په پارلمینټ کې ویلي وو چې د پاکستان مفکر محّمد اقـبال د افـغانون لـیډرشیپ منلی و: «اسیا یک پیکر آب و ګل است* ملت افغان در آن پیکر دل است* از فساد او فساد اسیا* در ګشاد او ګشاد آسیا». په افضل خان لالا چغـه وشوه چې اعـدام دې شـي. خو هــغـه ورغـبرګه کـړه چې لـومـړی بایـد عـلامـه محّـمـد اقـبـال اعــدام شـوی وای ځکه چې د انګـریـزانو د واکمنۍ په مهال یې په خپل مشهـورشعـرکې د افغانستان مشري منلې وه]-ځیرکیار.

د  ۱۸۹۳د ډیورنډ د تړون «عمل انګریزد ټول پښتون(افغان) سره کړی دی اوقامی وحدت یوازی د  لاندی پښتنومسله نه ده بلکی د ډیورنډ کرښی پوره قام ویشلی دی، دایوقامی مسله ده، دا یقیناً یوغورځنګ غواړی خو د دی دامطلب هیڅکله نه دی چی ګنی دغه غورځنګ به دلته[ په لَـر افغانستان کې] جوړیـږی اوفقط موږبه ورته وده ورکوو. دا د پورته افغانانوهم وظیفه ده چی خپل سیاسی رول ولوبوی.» که په ویزه بـاندې پښتانه «افغانستان ته ځی نوبیاخوپه غیری شعوری توګه موږ دغه استعماری کرښه خپل سـرحـد وټاکه.» د حامد کرزي د ګوډاګیتوب( ۲۰۰۲تر ۲۰۱۵) په مهال، افضل خان لاله په جلال اباد کی په خپله ویناکی داسې وویل: « ماته ډیرلوی افسوس دی چی زما دا دویم واردی چی خپل ملک اووطن افغانستان ته زه په ویزه راغلی یم. د دی نه مخکی زه د انګریزانوپه وخت کی هم راغلی وم په هغه وخت کی زه په  ویزه نه یم راغلی. زه افغان یم او افغانستان چی زه یی خپل  کورګڼم چی هغی ته زه په  ویزه راځم نو د هغی خو دا ښکاره او صفا مطلب دی چی زه دا حق نه لـرم  چی  افغانستان ته  خپل کـور ووایم.».ویښ ژورنالیسټ منلي محمداصف وردک دغه مرکه په جرمنی کی دافضل خان لالاسره د زییزکال ۲۰۰۷ د جون په دوهمه اونی کی کړی وه(۱۳۸۶غبرګولی).ولولۍ «لپه» درې میاشتنۍ. 

 

انګریزانو مسلم لیګ قدرت ته ورساوه


د لَـر افغانستان  تکـړه او مـفکر شخصیت، او  زړه ور سـیاست پوه محّمد افضل خان لالا په خـپله « پښتـون قـامـی وحـدت» نومې رسالـه (نومبر ۱۹۹۶) کې زموږ پام  یو مهم ټکي ته راګـر ځولی دی: « د ډیورنډ د کرښې د لاندې  ګڼو پښتنـو مشرانو د فـرنګي خـلاف یـو اوږد او مسلسل جـد و جهـد وکړو چې د فرنګي نه ازادی حاصله کړي. خـو زما پـه خـیال بنیادي  غـلطی دا اوشـوه چـې پښتـنـو د فـرنګی نه خپله ازادی د پښتـون د قامی[ملي] وحـدت په بـنیاد اونه غـوښـتــله چې د احمـد شـاه بـابـا افغانستان بیا قائـم شوی وی. دې ټـولــو مشرانـو د پښتـنو ازادی د هـندوستان په ازادۍ پورې وتــړله. او دغه رنګ د ډیـورنډ لانـدې د پـښتون مخـه ئې د ٫٫شمال٬٬ په ځای ٫٫جنوب٬٬ ته وګرځـوله.... د پښتون خاوره د هندوستان حصه نه ده»! دغې نیمګړتیا ته محمد اقبال وزیري هم په خپلکتاب (۲۰۱۰۱۳۸۸) کې ګوته نیولې ده: د خدایي خدمتګار او کانګرس له ټلوالې نه معلومیـږي چې خدایي خدمتګارانو د راتلونکې لپاره کوم ټاکلی پروګرام نه لاره.

په ۱۹۳۰ کې باچاخان  زنداني شو. مسلم لیګ د خدایي خدمتګار سره ټلواله نه غوښتله، خو کانګرس ورسره ټلوالهومنله. په ۱۹۴۶ کې په برتانوي هند کې انتخابات وشول. په صوبه سرحد کې کانګرس انتخابات (۳۰ تنه کانګرسیان، ۱۷ تنه مسلم لیګیان، او ۳ نورې ډلې=ټول ۵۰ تنه استازي) و ګټل او بشپـړ (۶۰٪) اکثریت یې په اسلامي ولایت کې په برخه شو، او د باچا خان مشر ورور ډاکتر خانصاحب د صوبه سرحد  وزیر اعلی وټاکل شو. دغه دیموکراتیک اوقانونی عمل وښودله چی په برتانوی هند کی مسلم لیګ د ټولو مسلمانانو استازولي  نشوه کولای. د صوبه سرحد ګورنر جنرل اولاف کیروپه خپل یوه لیک کی د برتانیی وروستنی وایسرا(۱۹۴۷) ماونټ بیټن ته په ګوته کړه چی ده(کیرو) په  ډاکتر خانصاحب باندی ټینګارکړی وچی له خپل وزارت نه دی هـندوان وشـړیاود کانګرس سره دې خپلې اړیکی غوڅی کړی. داولاف کیرودغه ټینګارغیری قانونی و اود دیموکراسی په ضدو. اولاف کیرو وایسرا ماونټ بیټن په دی قانع کړچی په صوبه سرحد کی دی بیاانتخابات وشی اوله دی لاری دی دپاکستان تحقق ته لاره هواره شید ۱۹۴۷ په اوړي کې انګرېزان له برتانوي هند نه وتل. په دغه کال کې په نور برتانوي هند کې د  ایالتي پارلمانونو د غړو په رای پریکړه وشوه چې د کانګـرس سره پاتي کیـږي که د مسلم لیګ سره. خو انګریزانو د صوبه سرحد پارلمان له دغه تعامل نه محروم کړ او يو ډول کودتا یې وکړه: له سره یې هلته په مسلم لیګ او کانګرس نوي انتخابات وکړل چې کنټرول یې د انګریزانو په لاس کې و، او په دې ډول یې مسلم لیګ ته لار خلاصه کړه چې پاکستان جوړکـړي.

 

پـــایـــــله

 

د عبدالغفار خان باچا خان(۱۸۹۰تر۱۹۸۸) په ابتکار او سـرتیرتیا په لـر افغانستان کې په ۱۹۲۱ کې د «انجمن اصلاح الافاغنه» په نوم اصلاحي او تعلیمي ډله رامنځته کول، په پښتو ژبه د ازادو ښونځیـو جوړول او چلول، په پښتو ژبه «پـښتون» مجله(۱۹۲۸) خپرول ، او د خپل ملت د سیاسي شعـور د پیاوړتیا او د ټولنیزو سمونونو د لا زیاتېغښتلتیا لپاره د «خدایي خـدمتګار» سازمان جوړول، او په بـر افغانستان کې  محمود طرزي او باچا امان الله خان په دولتي میچـن کې د پښتو ژبې چلـن ته هڅـول(۱۹۲۰) هغه واقعیتونه دي چې د دغه غریب پالونکي او عقل غوښتونکيفخر افغان ژور فکرونه، او د سولې او پـرمختـګ لپاره د هغه د زړه تـنده منعکسوي. ملنګ باچا خان پښتون قوم له شعورينابالغۍ نه راووېست. ملنګ باچاخان خپل قوم ته چې په نابالغۍ معتاد شوې و، د علم او عـقل ډیوه ور په لاس کړه او پښتون یې د مسئول او فکرمند انسان پـړاو ته جګ کړ. مفکر باچاخان پښتون له فکري تیار خورۍ نه راوویست او فکري خپلواکۍ ته یې سیخ کړ. د ملنګ باچاخان ژوند او کړاندو د پښتون د روڼ آنـدتیا ستنې جوړې کړې دي. باچا خان فخـر افغان د پښتنو د روڼ آندتیا موسس پلار و او په رښتیا خدایي خدمتګار و. باچاخان د کوزې خوا د افغان ملت  لـپاره داسې سـیاسي نظام  غـوره کړی و چې  د خـپل ملتروحیه پکې خونـدي شوې وه:

Zirakyar,1978

د بنوپه لویه جرګه کی پخپله باچاخان حاضرو. د دغی لویی جرګی پریکړه عبدالاکبرخان اکبرولیکله چی په صوبه سرحد کی د کانګرس« دعامل مجلس » لوی منشی (سکرتر جنرال)و. « لیکلی پـریکړه خان امیرمحمد خان وړاندی کړه، اومزید تائید (سیکنډ)یې میا جعفرشاه کاکا خیل وکړ.»( دپوهاندجهانزیب نیازسره زماټیلیفـونی مرکه، امریکه، ۴ سپټمبر ۲۰۰۷)-ځیرکیار.
په بنو  پریکړه کی پام وړټکی: دغه پریکړه د پښتنود سمسمکۍ  (مساوات طلبې)ټولنی څرګندوی ده. دغه پریکړه په ټول افغانستان کی دستری سیاسی موسسې یانې لویې جرګې له خوامنل شوی ده. په دغه پریکړه کی«دټولوپښتنو» یوداسی حکومت غوښتل شوی دی چی دهغه« دایین بنیاد به په اسلامی اصولو، جمهوریت، مساوات اوولسی انصاف باندی» ولاړوي. ښایي د «جمهوریت» او «مساواتو» ټکي  به پـه بـر افغانستان کې  د شاهي نظام  په شخـوند برابر نه وو؟!

 

 

یـادونـه: که څوک وغواړي په انګریزي ژبه د باچاخان فخر افغان په اړه معلومات تر لاسه کړي، زه ورته د پوهاند اِکنات اِسواران د کتاب سپارښتنه کوم. دا کتاب لومړی ځل په ۱۹۸۴زییز کې په دې سرلیک خپور شوی و:ٍ

Eknath Easwaran, A Man to Match His Mountains: Badshah Khan, Nonviolent Soldier of Islam. 1984

زماه سره د زییز ۱۹۹۵/ ۱۹۹۶ په شاوخوا کې، د شمالي کلیفورنیا یوه امریکایي میرمن (ګیل  زیمرمن ) مخامخ شوهچې زموږ په ګاوڼډ کې د خپلې مور د لیدنې لپاره راغلې وه، او د باچاخان په اړه یې راسره خبرې پیل کړې. ما چې ورته د باچاخان په اړه معلومات ورکړل، ډېره خوښه شوه او ما ته یېد کتاب پورتنئ لومړی چاپ راکړ. زما خوله ورته ګوړې ګوړې شوه. دوی غوښتل چې کتاب د یویشتمې پیـړې په پیل کې بیا چاپ کړي. زه ډېر خوښ شوم او وړاندیز مې ورته وکړ چې په راتلونکې چاپ کې دې  د کتاب سرلیک د اغیـزمنتوب لپاره مخکې  وروسته شي، په دې ډول:

Non-Violent Soldier of Islam:  Badshah Khan, A Man to Match His Mountains. Tomales, California, USA : Nilgiri Press, 2002

Phone: +800-475-2369; Fax: +707-878-2365

دا کتاب په روانه انګریزې لیکل شوی دی او په زړه پورې تاریخي مونې لري 

 

 

کارول شـوې چـیـنې

 

 

محّمـد افضل خـان، پښتون قامي وحدت. خورونکی: پښتونخوا پبلیکــشنـز- پیـښور. چاپوونکی:  ملت ایجـو کیشنل پرنـټرز  لاهـور، نومبر ۱۹۹۶. مخونه ۴۴تر ۴۵، او  ۲۷تر ۲۸

 

عبد الغفار خان (باچا خان)، زما ژوند او جد و جهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. لړ ۱۰۲. چاپکال ۲۰۰۸ زییز/ لمریز۱۳۸۷. مخونه: ۶۳تر ۶۵ ، ۵۴۸تر۵۴۹

 

ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار (راوېستونکی)، ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعـر. خپرنـدوی: ټول افغان. لومړی چاپ: سانتا باربرا، کلیفورنیا.  ۱۳۷۳ لمریز د کب میاشت؛ ۱۴۱۵ سپوږمیز د روژې میاشت؛ ۱۹۹۵ زییز د فبروری میاشت. د «ټـول افغان» نوم ما  ځیرکیارپه ۱۹۹۴زییز (۱۳۷۲ هجري لمریز) کې راوویستلی و، او د پورتني کتاب له لارې  په امریکه کې د «کانګرس لا یبرري » سره را جستر شوی دی.

 

Rahmat R. Zirakyar, Stammesgesellschaft, Nationalstaat und Irredentism am Beispiel der  Pashtunistanfrage. Frankfurt/Main,Germany: Haag+Herchen Verlag,1978, Seite 332  

 

د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په زیار، د باچاخان لیکونه. دوهم چاپ. خپـرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه-جرمنی. د خپرونو لړ: ۱۰۱. چاپځی: د دانش خپرندوی ټولنې تخـنیکي څانګه-اسد دانش مطبعه. کلوله پشته، کابل. ۱۳۸۷لمریز/۲۰۰۸ز. مخونه: ۱۵۳تر۱۵۴.

په  افغانستان کې په ګړندي ډول د باچاخان فخرافغان د ژوند سره د اشناکیدلو لپاره ولولئ د عبدالله بختاني خدمتګار دا کتاب: فخر افغان او افغانستان. خپرندوی: د افغانستان د کلتورې ودې ټولنه ـ جرمنی، کولن. چاپځای: دانش خپرندوی ټولنه، پبښور ۲۰۰۸

 

محمد صادق ژړک، د فخر افغان ځانـګـړنـې. خپروونکی: پښتو ادبي غورځنګ، کوَټه. چاپ ځای: لاهور، جنوري ۲۰۱۲. مخونه: ۴۸-۴۷، ۶۹-۵۴،۸۱-۷۲، ۸۵تر۹۲، ۹۴تر ۹۶[د باچا خان کتاب، ۲۰۰۸، ۵۴۸تر ۵۴۹ مخونه]- ځیرکیار

 

سید عثمان سنجش، باچا خان په افغانستان کې. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. لړ ۱۰۵. چاپکال: لمریـز ۲۰۰۸/۱۳۸۷. مخونه: ۶۲-۶۱

 

محمداصف وردک په جرمنی کی دافضل خان لالاسره  مره که: «خپل ملک او وطن ته په ویزه راغلی یم»، «لـپه» درې میاشتنۍ مجله. پرله پسی ګڼه اومه اواتمه، ۱۳۸۶ لمریز پسرلی او اوړی، ۲۰۰۷، مخونه: ۳۹تر ۵۲،او ۶۱. «لـپه» د څرک مدني او کلتوري ټولنې خپرونه وه.

 

محمد اقـبال وزیـری، د باچاخان انـدونو او مبا رزې ته لڼـډه کتنه. چاپځای: د دانش خپرندوی ټولنې تخنیکي څانګه[ کابل]. خپـرنـدوی: د پښتونخوا د پوهنې دېـره  پیښور،  ۲۰۱۰ زییز/۱۳۸۸لمریز، مخونه: ۱۳۶ ، او ۵۱

 

ډاکتر محّمد همایون هما، په سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روایت. (د ۱۸۵۴نه ۱۹۷۵ پورې). ناشر: شفـقت هما. د چاپ ځای: نیو سهیل پرنټينګ پریس مردان. ۲۰۰۰. مخونه ۱۸ تر ۲۷

 

 

 

-
بېرته شاته