(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بله نشته

د شعر او ادب په نړی کې د پښتو ژبې یوه شاعره چې بله نشته نومیده د کندهار د زمینداور په ګردي باغران کې د آغامحمد خان په کور کي دونیا ته سترګې غړولي . د نوموړي میرمنې د ژوند کره نیټه نه ده معلومه خو په غالب ګُمان د ۱۳۰۰ لمریز لیږدیز کال په شاوخوا کې يې ژوند کړی . بله نشته لا د شلو کالو وه چې مرګ ورباندې راغی او دا شاعره یې ځواني مرګه کړه هغه (غیري ) کوتل ته په لرګو پسې تللي او هلته له پاڼ څخه رالویدلي وه۰ دا چې د شاعرې پوره شعرونه په لاس کې نه لرو لاندې څو بیتونه یې د بیلکې په ډول وړندې کوؤ ملالې زرکې چې ګرځي په غرو کې پخپله خواښه الوزي شینلو کې ما خو هم درسره واله په پنجو چې وګورم د غرو سرونه بیا د دې شعر نورې کړۍ ورکې دي خو معلومیږي چې نوموړي په شعر کې د راوانې طبعې ځیښتنه وه دا هم د بلې بدلې دوه کړۍ راشه بنده خپل خدای ته عبادت کوه ٬ ښه یې په صداقت کوه شیطان کافر غلیم دی تهّ‏ پر ده باندې لعنت کوه ٬ د لوی خدای عبادت کوه د نوموړي شاعرې د ژوند حالت دا راښیي چې په یوه غریبه کورنۍ کې زیږدلي او د ژوندانه د مشکلاتو سره د مبارزې په حال کې مړه شوي ده . د بله نشتې په شعر کې د یوې خوا د بیلتانه د تعدي څخه ژاړه لیدل کیږي او له بلې خوا د وطن د لوړو غرو ٬ ارتې ورشو او هسکو سردرو سره د نوموړي مینه او علاقه تر سترګو کیږي اخیستنه (۱) عبدالروف بینوا - پښتنې میرمنې - ۲۶ مخ‏‏‏ Khost-web.net - بېرته شاته