(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه او د پښتو دردونکی حالات

[24.Mar.2016 - 14:20]

لیک:  اسلام الدین حقاني
ځينو ويبپاڼو او ټولنيزو شبکو د ملي امنيت (خدمات صحی) لخوا داسی يو مکتوب خپور کړې چې ګويا له دری پرته په نورو ژبو مکتوب نه مني هغه که بريښنا ليک وي، فکس او يا هم به څه؟
حيران دې ته يو چې ملي امنيت خو د يو هيواد د ملا د تير حيثيت لري د هغوی لخوا داسی يو کار کول ډير د تعجب وړ عمل دی. مونږ دا خبره د تعصب په بنأ نه کوؤ ځکه چې دا زمونږ مسلم حق دي بايد دواړو ژبو ته په ټولو دولتي او غير دولتي آدارو کې برابر حق ورکړل شي، (پښتو او دری) د ګران هيواد افغانستان رسمي ژبې دي مونږ دواړو ژبو ته په احترام قايل يو.
ځينی کړۍ ډير کوشش کوي چې تعصب ته لمن ووهي او په ګران ټاټوبي کې يو ځل بيا د پښتو او دری کيسې شروع کړي، خو دا چې رسمي مکتوبونه ليکل کيږي او بيا خپريږي ډير د تأسف ځای دی له اړوند آدارو څخه هيله لرو چې ددې کار مخنيوی وکړي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره هغه مکتوب رد کړي.
په دې اړه نه د پښتنو مشرانو کوم غبرګون وښود چې د دولت په لوړو کرسيو ناست دی او نه پښتون ولس څه وويل: د پښتنو ددې خاموشۍ په اړه مې يوه کيسه په زړه شوه:
پخوا زمانه کې يو پاچا وو چې ډير هوښيار او عادل انسان وو خپل ولس ترينه خوشحاله وؤ، پاچا به هميش د خپل ولس په فکر کې وو چې دا ولس څنګه را ويښ کړي، د وخت په تيريدو ئې خپل ولس مطالعه کړ چې پدې ولس کې څومره پوهه، غيرتمند او د ميړانې خلک شته.
تر مطالعې وروسته ئې د خپلو وزيرانو سره مشوره وکړه چې زمونږ ولس کې څه نشته په دوی باندی حساب مه کوئ، دا د توري او ميړانې خلک ندي!
وزيرانو ئې ورته وويل: چې پاچا صيب همدې ولس تاسو دې مقام ته ورسولۍ ډير خلک ول په ټولو کې يي تاسو ددې پاچاهي وړ وګڼلۍاو تاسو ئې انتخاب کړي اوس ئې تاسو بد واياست.
پاچا ورته وويل: چې زه د خپلې تجربې له مخې درته وايم که يي نه منئ، ازميښت پرې وکړئ وزيرانو ورسره ومنله.
پاچا ورته وويل: ورشئ پدې ولس د يوې ورځې لپاره اوبه بندې کړئ که چيرې دې ولس په دې يوه ورځ بغاوت وکړ او د خپل حق غوښتنه يې وکړه نو پوهه شئ چې پدې ولس کې څه شته او که خاموش پاتي شول نو بيا همغه زما خبره ده، ټولو ورسره ومنله د يوې ورځې لپاره اوبه بندې شوې خو هيچا هم څه ونه ويل.
پاچا خپل وزيران راوغوښتل چې ګورئ همغه زما خبره شوه هيچا د خپل حق غوښتنه ونه کړه، وزيرانو ورته حيلې او بهانې جوړولې چې داسی نده ولس دا فکر کوي چې څه مشکل به پيښ شوی وي د يوې ورځې اوبه خو دومره خبره نده.
پاچا بيا ورته امر وکړ چې پدې ولس د دوو ورځو لپاره اوبه بندې کړئ، هماغسي ئې وکړ خو بيا هم چا غږ پورته نکړ، په ترتيب سره درې، څلور تر هفتې پورې خبره ورسيده خو ولس خاموش وو.
پاچا ورته وويل چې ګورئ وزيرانو هماغه زما خبره شوه، وزيرانو ورته وويل: پاچا صيب خلکو ذخيرې جوړې کړی دي يوه هفته دومره وخت ندی خلک خپل مشکل حل کولای شي، پاچا ورته وويل چې دا ځل داسی وکړئ چې د اوبو ټول نلونه بند کړئ له ښار څخه لری يو نل ورته جوړ کړئ او هرې کورنۍته به په يوه مياشت کې يو ځل اوبه ورکوئ، همداسی وشول خو د بې ننګه ولس اواز پورته نشو او نه ئې د خپل حق غوښتنه وکړه او نه د چا لخوا د بغاوت غږ پورته شو.
پاچا ورته وويل: دا خلک بې غيرته دي غيرت ئې نشته وزيرانو ورته وويل: چې داسی نده دا ولس فکر کوي چې کوم لوی مشکل به پيښ شوی وي نو ځکه خاموش پاتي دي.
پاچا ورته وويل: چې داسی نده دا ځل داسی وکړئ چې د اوبو پسې څوک راځي داسې سزا ورته وټاکئ چې د دوی ننګ او غيرت يې ونه مني د وزيرانو په مشوره يوه سخته سزا ‎ ورته وټاکل شوه (داسی سزا چې زما قلم ئې دلته له ذکر کولو څخه عاجز دی) همداسی وشول خلک راشي په مياشت کې يو ځل هغه هم خپله سزا وويني او بيا اوبه يوسي، خو ولس لا همغسې خاموش وي په ټيټ سر اوبه وړی خو غږ نه کوي  (او ټاکل شوی سزا هم ورکول کيږي)  هيچا د بغاوت غږ پورته نکړو وزيرانو پاچا ته وويل چې پاچا صيب تاسو صحی ويل پدې ولس چې څه وغواړۍ تحمل کولای يې شو پدوۍ کي نه د ننګ سړي شته او نه د خپل حق غوښتونکي.
خدای دي نکړي د پښتون قام همدا حال نشي يو ځل د اجرائيه رياست لخوا مکتوب صادر شو چې مونږ په پښتو مکتوب نه منو ، بيا ورپسې بله ليکنه وشوه چې (زبان انتحار در ګوګل اضافه شد، ګوګل انفجار نکند) دا دی بيا په رسمي ډول د ملي امنيت د ((خدمات صحی)) لخوا ټولو اړوند ارګانونو ته مکتوب صادر شوی چې د کال ۱۳۹۴حوت ۲۶ څخه وروسته له دری پرته په نورو ژبو مکتوب نه منل کيږي.
آخر ترکومه به دا ولس خاموش وي، کوم څوک خو به پيدا شي چې ددې ژبې پوښتنه وکړي، ځينی وروڼه پدې اړه مصروف دي خپلې هلې ځلې کوي خو د هغوی ملاتړي ډير کم دي الله تعالی دي دې وروڼه ته توفيق ورکړي چې خپلې هلې ځلې لا پسې ګړندي کړي.
د پښتون قام د ويښتابه په هيله

 

-
بېرته شاته