(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنی مور چیغه او غږ

[01.Jun.2016 - 21:03]

لیک: رفیق الله بریالی

ای پښتنو بچیانو ای غیرتی او ویاړ منو بچیانو ای د احمد خان .میرویس خان. خان عبدالغفار خان بچیانو ای د باتورانو سرلوړو او پتمنو بچیانو دا پر تاسو کوم خزان راغلی . زما چیغی او سوری اوری او که نه؟زما له درده او غمونو ډک اسویلی اوری که نه؟ دا په لر او بر پښتنو بچیانو می د مرګ کوم طوفان راغلی دا هر څه څه دی هره ورځ زما په څیر یوه پښتنه مور بی ځویه کیږی یوه پښتنه پیغله سرتوریږی په سلګونو نیمګړی کیږی په بجیانو می د قتل لو ګډ دی د بچیانو چیغی می تر اسمان ورسیدی خو هیڅوک یی چیغی نه اوری . باغ می تالا شو د باغ ګلان می تالا شول ښګلی د نیکونو راپاتی چمن می په وینو رنګ شو . هغه سرشاره او دنګ غرونه او چینی می د اوبو پرځای دوینو سیلابونه ورکوی.د وطن په خاوره می اور بل دی انسانان لا څه چه د وطن کاڼی .بوټی او غرونه می هم د باروتو په لمبو کی سوځی .

هغه ښیرازه او شنو درو او هسکو غرونو نه چه مخکی به تری د بلبلانو د سولی او خوښیو ناری وهلی نن تری د معصومو ګلالیو ماشومانو د فریاد بوږنوونکی غږونه راپورته کیږی . هغه ګلشن چه به پکی بوراګانو د ازادی او خوشحالی د خواږو اوازونو او نغمو سرودونه غږول نن تری د نفرت او ژړاګانو انګازی راځی . د بابا د خاپوړو هغه ټاټوبی چه تل به پکی خوشحالیانی د دیرو بنډارونه او اتڼونه وه نن تری خوشحالیو کډه کړی نن پکی واویلا ده خوښیء مو په غم او بنډارونه مو په جنازو او فاتحو بدل شویدی.نن هغه ویاړمنه پتمنه پښتنه مور د خپل بچی خرڅ ته مجبوره شوی کومی چه به په خپله پښتنواله ویاړ کاوه .نن می د بچیانو نه ښونځی تړل کیږی او بی تعلیمه پاتی کیږی . نن می د بچیانو نه ژبه اخستل کیږی او د بل په ژبه خبری کوی. نن می د مذهب په نوم ځوان بچی تیر ایستل کیږی او بیرته د دښمن په ګټه استعمالیږی . نن می دښمن لر او بر بچیان په ناخبری کی له یو او بل نه جدا کوی . نن می دښمن د بچیانو وینه تر هر څه ارزانه ګڼی . نن می دښمن په لر او بر کی شملور مشران ، روڼد اندی او روشنفکران او ټوله هوښیاره طبقه په نښه کوی او په ډیر بی رحمانه ډول یی له منځه وړی تر څو تاسی نه ستاسی ټول بااحساسه او هوښیار مشران ختم کړی او خپل ورونه او تاریخ درنه هیر کړی .د تاریخ په اوږدو کی ټوله قربانی پښتون ورکړیده خو کله چه خبره د امتیاز راغلی نو بیا امتیاز نه دی ورکړل شوی او که د خپل حق غوښتنه یی کړیده نو بیا پری د متعصب ټاپه لګول شوی ده دا کوم عدالت او کوم انصاف دی . په نږدی لسیزه کی ټوله نړی ددی شاهیده ده چه په لر او بر کی د پښتنو جینو سایټ(نسل وژنه ) ، د تعلیم نه لریوالی ، بی کوره کیدل او ټولی زیربیناوی یی نړیدل . ګرانو بجیانو دا ټول هغه څه دی چه ویښتیا ته اړتیا لری تاسی ولی د غفلت او بی پرواهی په خوب ویده یی تر کومه به دا د غفلت خوب کویء .تر کومه به همداسی بی مانا دل کیږیء، ترکومه به ددی نادودو ښکار کیږیء ، تر کومه به دا د ذلالت ، غمونو او ویرونو ژوند کویء ، تر کومه به دا د یو او بل په ژبه خبری کویء، تر کومه به د واک او چوکی د لاسته راوړلو لپاره د بل غلامی کویء ، تر کومه به د تعلیم نه وروسته پاتی کیږیء ، تر کومه به د پردیو هیوادونو ته مهاجر کیږیء ،ترکومه به دا د سخت ژوند د زهرو ګوټونه کویء ، تر کومه به پخپل ټاټوبی کی بیکاره او بی روزګاره ګرځی ء ، تر کومه به د واک او چوکی د لاسته راړولو لپاره خبل ولس سره محافظه کاری کوی ، تر کومه به د دښمن ددسیسو پواسطه یو او بل پخپلو کی وژنیء ، تر کومه به تربګنیء او دشمنیء پالیء ، تر کومه به د ملا ، خلقی ، مجاهد ، کمونیست،حزبی او اسلام په نوم مړه کیږیء ، تر کومه به د یو او بل پښی وهیء ، تر کومه به د پردیو په لمسه خپل ورونه وژنیء ، تر کومه به د جهالت او ناپوهی په دی تورو تیارو کی ګرځیء ، تر کومه به دی دښمن قومی مشران وژنی ، تر کومه به دی خلک د ترهګر په نوم وژنی ، تر کومه به د ډیورڼد د کرغیړنی او راتپل شوی کرښی پواسطه په دوه چنډو تقسیم یی ، تر کومه به د بل په ژبه خبری کوی ، تر کومه به د ټوپک ناولی ملا راټینګوی ، تر کومه به د بی اتفاقی په ډلو او ټپلو ویشل کږیء ،تر کومه به بل ته د احتیاج شپی سبا کویء دا هر ځه به تر کومی پوری پر تاسی کیږی . راویښ شیء زما پښتنو بچیانو د یوی پښتنی مور غږ ، ستړی اسویلی ، د زړه درد او فریاد واوریء دښمن مو ډیر ځیرکه دی پخپلو کی مو جنګوی په یو او بل مو وژنی او هغه خپل هدف تر لاسه کوی . دا اوس چه په لر او بر کی څه روان دی دا ستاسی د جینو سایټ( نسل وژنی ) پراجیکټ دی چه دښمن مو په کار اچولی دی تر شا یی ډیر قوتونه کار کوی ډیری نقاب پټی څیری پدی کی لاس لری . ګرانو بچیانو که غواړی چه ددی مصیبوتونو نه خلاص او د نړی د نورو قومونو په څیر ارامه او سوکاله ژوند وکړی نو د یوی مور په توګه زما دا خبری په ځیر سره واوریء : ویښ شی پاڅی په حرکت شی خپل فرض اداکړی د لراو بر لپاره حل راپیدا کړی دی اوسنی ناورین ته د پای ټکی کیږدیء ستاسی بل هیڅوک خواخوږی نشته تر څو پخپله لاسونه سره ورنکړیء او دی کړکیچنو حالتو ته بدلون ورکړیء په تاسی کی اوس هم شملور مشران شته هغه متل دی وایی چه ( د باز د جالی باز پاڅی)په تاسی کی هر یو احمد خان ، میریس خان ، ایمل خان او دریاخان کیدلی شی په تاسی کی هره پیغله ملاله کیدلی شی په تاسی کی هره نیا نازو انا او زرغونه انا کیدلی شی په تاسی کی هر ځوان وزیر اکبر خان کیدلی شی بس فقط یوی انګیزی ته اړتیا ده د نړی ټول بدلونونه پخپله د همغه ځای ځایی خلکو راوستی دی بس کلک عزم غواړی او کلکه حوصله غواړی ستاسی نیکونو د نړی هر جابر او زبرځواک او فرعونی یرغلګر او ښکیلاګر ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی دی پدی تاریخ ګوا دی . او کچیر تاسی همداسی چپ او غلی ناست یی نو ګرانو بچیانو پدی پوهه شی چه تاسی هم بچ نه شی پاتی کیدلی ددی اور لمبی تر تاسی هر یو رسیدلی شی . زه تاسی ته دا نه وایم چه ټوپک راواخلی بلکی د ټوپک ملا ماته کړی قلم په لاس کی واخلی ، ټکنالوجی زده کړی یو بل ته د ورورولی لاسونه ورکړی خپل ګلشن او باغ مو بیا اباد کړی د علم او پوهی ګلان پکی وکریء تر څو د سیالانو سره سیال شیء د نن ورځی سیالی ټوپک نه بلکی قلم ده . او په لاندی ټکو کلک عمل وکړی تر څو ددی ناورین نه خلاص شیء :

۱-راغوڼد شی ، بیدارشی، جرګی جوړی کړی ، کلی په کلی وګرځی ، میډیا خبره کړی ، ټولنیزی رسنی خبری کړی په کور کلی ښونځیو مسجدونو کی اعلانونه وکړی د نړیوالو تر غوږونو دا ورسوی چه پښتون تر هګر نه دی بلکی د ترهګری شکار شوی دی .

پښتون امن غواړی پښتون تعلیم غواړی پښتون ټکنالوجی غواړی پښتون هم په دی نړی کی د نورو قومونو په ځیر په ارامه ژوند غواړی .

۲-ځان ځانی لویه بلا ده فقط د ځان په اړه فکر مه کویء ځکه هغه یوه خبره ده وایی د ځان په اړه یو لیونی هم فکر کولی شی کله چه وږی شی نو د یو دوکان نه ډوډی وتښتوی او فقط خپل ځان موړ کړی خو سالم او روغ انسان هغه دی چه د ځان نه غیر د خپل ولس ، د خپلی ژبی او وطن په هکله هم فکر وکړی .

۳-خپلی ژبی او خپل قوم ته خدمت وکړیء او ورسره مینه وکړی او د مشکلاتو په اړه ورته حل پیداکړی دا تعصب نه بلکی عبادت دی .

۴-پخپله ژبه مه شرمیږی ځکه ژبه ستا هویت دی ژبه ستا ناموس دی نو کله چه یو څوک پخپله ژبه شرمیږی نو ددی مانا دا ده چه دی د خپل اصلیت نه منکریږی .

۵-خپله ژپه مو راژوندی کړی خبری پری وکړی ویی لیکی ء ځکه چه ژبه مو ورکه شوه نو ټول ورکیږیء .

۶-یو او بل ته د یوالی لاسونه ورکړی تعلیم ته مخه وکړی او د بی وسو لاس نیوی وکړی .

۷-پخپلو منځونو کی تربګنی او دوښمنی پریږدی.

۸-د پښتو په کتاب کی د ناسمی پښتو هغه غلط بنسټونه ونړویء کوم چه ستاسی سبا تورتم کوی .

۹-د قوم او خیل په نوم د تکبر هغه ناسمی ارادی رانسکوری کړیء کوم چه ستاسی په منځ کی شخړی پیدا کوی .ځکه پښتو یوه پښتو او پښتون یو پښتون دی یو پر بل لوړوالی نه لری .

۱۰-د ځان ځانیء ، غرور ، لوی غوښتنی او هوس په بنیاد والاړی ماڼی‌ء ړنګی کړی ء ځکه دغه ستاسی د تباهی یواځینی لاره ده .

۱۱-د نفرت او ناپوهی ټولی هغه بی ځایه قاعیدی لری کړی کوم چه ستاسی د بیلوالی سبب ګرځی .

۱۲-د لر او بر یوالی خپل فرض وګڼی ځکه ستاسی ژبه ،کلتور، وینه ، حیا،ناموس،قوم، مذهب،جرګه،فطرت او نیا او نیکه یو دی .

۱۳-خپل راتلوونګی نسل ته د پوهی او ټکنالوجی لاره وښایه .

۱۴-د پښتو په کتاب کی د ناسم او غلط غیرت په نوم د خپلو معصومو خویندو تعلیم ته د نه پریښودلو اتګړیء ماتی کړیء ځکه دغه د ناسم غیرت په نوم اتکړیء تاسی ته ستاسی دښمنانو اچولی دی . هغه ځکه چه دښمن مو وایی چه پدی کی تعلیم یافته مور پیدا نه شی ځکه چه تعلیم یافته مور خپل بچی ته د ټوپک پر ځای قلم او د وطن مینه ورزده کوی .

۱۵-د مرحوم ډاکټر کبیر ستوری بابا د پښتنونولی په لاره روان شی ء .

۱۶-د خان شهید صمد خان بابا د غیرت په لاره روان شی ء.

۱۷-د عدم تشدد فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا د کړنلاری پیروی وکړی‌ء .

زما ګرانو او خوږو بچیانو اوس فیصله ستاسی په لاس کی ده چه خپل باغ بیرته ابادول غواړیء او که په همدی روان د باروتو په لوګو کی سوځیدل غواړی ‌ء.

په سپیڅلی پښتنه مینه

لیکوونکی : رفیق الله بریالی د کونړ د سیدجماالدین افغان پوهنتون د کمپیوټر ساینس د پوهنځی استاد.

نیټه : 05/19/2016

بریښنالیک: [email protected]

++49 (0)15215113216

 

-
بېرته شاته