(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ادبي ټولنې مطبوعاتي لاس ته راوړن

کله ،چې د ١٣٨٦ل کال د سلواغې په ١٩ ،چې د ٢� � ٨ع کال دفبرورۍ له اتمې سره سمون خوري؛ ماته د افغان ادبي ټولنې مطبوعاتي چارې راوسپارل شوې . ما په رسمي توگه د افغان ادبي ټولنې داوونيزو او ځانگړيو غونډو راپورونه د اس ، سي ،پي ،ارډي – ټول افغان –بېنوا-لر او بر او د پښتو ورځپاڼې خبرونه کښې په خپل وخت خپاره کړې دي،چې په دې کښې ما سره ښاغلي عبدالرزاق حبيبي ، نجيب الله اکرمي او خالد کاکړ ډېره مرسته کړې ،چې د مننې وړ يې بولم. د همدغو مطبوعاتي هلو ځلو پايله وه ،چې بهر ميشتو پښتنوله افغان ادبي ټولنې خواخوږي څرگنده کړه او مونږ ته يې نن ورځ د ښاغلي قتيل خوږياڼي په درنښت د غونډې د جوړولو زمينه برابره کړه. که رښتيا خبره وکړم ؛ نو په لومړيو ورځو کښې افغان ادبي ټولنې يوازې اوونيزې غونډه کولې ،چې راپورونه به يې په اخبارونو او نورو برېښنايې رسنيو کښې نه خپريدل. دا،چې د نظير الحق قريشي د مشرتابه پر مهال ماته د مطبوعاتي چارو دنده راوسپارل شوه ؛ نو ما هم په سمدستي توگه خپل مطبوعاتي کار پيل کړ . افغان ادبي ټولنې د اوونيزو غونډو سره سره څو ځانگړې غونډې کړي ،چې لومړۍ غونډه يې د وزير بابامحمد گل خان مومند په ياد وه،دوه يمه يې پسرلنۍ مشاعره وه،درېيمه يې د حضرت محمد )ص( د سيرت په اړه ځانگړې غونډه وه او څلورمه يې د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په ياد غونډه د يادولو وړ ده ،چې د دغو ټولو ځانگړيو غونډو راپورونه مې په برېښنا ليک او چاپي خپرونو کښې خپاره کړي او اوس ،چې د افغان ادبي ټولنې مشري اسلام گل شېرزاد په غاړه لري؛ زه ورته توفيق غواړم او غواړم ،چې خپلې هلې ځلې هم روانې وساتم . په درنښت فضل قادر “انډيوال” - بېرته شاته