(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تورخم جګړه یا د تروریزم ملاتړ

[20.Jun.2016 - 06:29]

د تورخم جګړه یا د تروریزم ملاتړ د پټولو نوې هڅه!

لیک: سرلوڅ مرادزی

د پاکستان خاوره کې د القاعد د مشر بن لادن، د طالبانو د مشر ملاعمر او وروسته د ملا منصور په وژل کېدا سره، د اسلام اباد ټولې پلمې او درواغ چې ویل يي ترهګر د پاکستان خاوره کې نشته، یوځل بیا رسوا او بربنډ شول. د ملامنصور له وژلو سره هممهال، یوخوا په کور دننه او بلخوا د نړیوال فشار په وړاندې د یو ډول ځواب او د ځان سپيناوي لپاره، اسلام اباد هڅه وکړه په تورخم کې دروازه او کټارې ودروي او داسې وځلوي چې اوس د کټارو په درولو سره غواړي په ریښتیني توګه ترهګر له منځه یوسي!
په همداسې پلمه، د روان کال د جون په ۱۲ مه پاکستاني ځواکونو وغوښتل، د هېوادو ترمنځ د منل شویو اړیکو او ښه ګاونډيتوب او بلخوا د کابل او اسلام اباد ترمنځ  د ګډو ناستو او توافقاتو په خلاف او همدارنګه افغان دولت ته له مخکینۍ خبرتیا پرته، د شپې له تیارې په ګټه، ماښام ناوخته د غلو پشان په تورخم کې د دروازې او نورو تاسیساتو د جوړولو کار پیل کړي.
د اسلام اباد په داسې غلچکي اقدام سره چې د هغې ترشا نورې توطيې به يي د وخت په تېرېدو سره وروسته بربنډې شي، افغان ځواکونه اړ شول چې د دروازې او نورو تاسیساتو د جوړېدو مخه ډب کړي. د تورخم جګړه چې څلور ورځې يي په بېلا بېلو شېبو کې دوام وکړ او دواړو خواوو ته پکې ځاني تاوان واوښت، د پیل مسولیت يي د پاکستان پرغاړه دی!
په دې جګړه کې د وطن د سپېڅلو شهیدانو هر یو اتل ګل محمد، اتل ضیاالرحمن او اتل خوشال وکیلزاده ارواوو ته د دعا لاسونه لپه کوو او د لوړو جنتونو غوښتنه ورته کوو. همداراز د پاکستاني یرغلګرو په  ډزو، مومندرې ولسوالۍ کې دوه ماشومان شهیدان شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي چې د بېړنۍ روغتیا هیله ورته کوو.
خو دښمن هم بې غچه پاتې نه شو. دهغوی پیل کړې دروازه او کټارې هم په وینو ولړل شوې. د دوه افسرانو په ګډون يي ۲۵ تنه له تیغه تېرشول او د ۳۰ تنو په شاوخوا يی ټپيان ورکړل!
دغه جګړه کې افغان ځواکونو په  خورا بېساري ډول خپل جنګي چمتووالی او لوړافغاني مورال وښود چې د پنجابي دښمن اندامونه يي ولړزول!
اسلام اباد په تورخم کې د نویو تاسیساتو د جوړېدو په اړه، له کابل سره د خپلمنځي دوه اړخیزو ناستو له مخې چې مخکې دا ناستې د ناټو په ګډون درې اړخیزه وې او اوس دوه اړخیزه بلل کیږي، مخکینۍ سلا نه درلوده او په یوازې ځان يي غوښتل داسې تاسیسات جوړکړي.
ډیورنډ استعماري او تپل شوې کرښه ده چې د کرښې دواړه غاړو افغانانو هغه نه ده منلې او د افغانانو له ارادې پرته، پر دې کرښه پنجاب حق نه لري پخپل سر دروازې او تاسیسات جوړ کړي.
بلخوا د اسلام اباد د چارواکو دا ادعا چې وايی «سرتاج عزیز در گفتگو همچنان ابراز داشته که، کشوراش در مورد اعمار تاسیسات در تورخم به کابل خبرداده بود. اریانیوز» بیخي بېځایه او درواغ دي او افغان لوري ته داسې خبرتیا نه ده ورکړل شوې!
که داسې خبرتیا له مخکې وايی، جګړې ته اړتیا نه پېښېده!
خو په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز د څرګندونو خلاف، د دغه رسنۍ په بله برخه کې لولو «اما وزارت دفاع پاکستان به ایجاد تاسیسات نظامی درمنطقه مورد منازعه با افغانستان تاکید دارد، موضوعی که سبب درگیری نظامیان دراین محل می باشد.»
بلخوا د پاکستان د دفاع وزارت ویاند هم وايی«ډګرجنرال عاصم باجوه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل، چې په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړېدل د دواړو هېوادو په ګټه دي. نوموړي زياته کړې: هر رنګه چې وي دروازه به جوړیږي. دا دروازه د پاکستان په خاوره کې ده. نژدې ۳۷متره د پاکستان په داخل کې ده، تاند»
په تورخم کې د دروازې او کټارې له شخړې مخکې هم، پاکستان د افغانستان په ډېرو نوروسیمو لکه پکتیکا، د کونړ دانګام، هلمند د ننګرهار په ګوشته کې تر ۲۵ کیلو مترو پورې د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه رامخته شوې!
په دې اړه پاکستان د افغانستان په اړه د انګریزانو زړه پالیسي( Forward policy ) مخته وړي.
د اسلام اباد دغه څرګندونه چې وايی په تورخم کې د دروازې په مټ د ترهګرو د ځپلو هڅه کوي نه یوازې د ترهګرو د له منځه وړلو په وړاندې تازه پلمه ده، بلکې داسې څرګندونې یوه خندنۍ ډرامه هم بلل کیږي. د ډیورنډ استعماري او تپلې کرښه د ۲۵۰۰ کیلومتره په خواوشاکې اوږدوالی لري او په دې کرښه ۲۳۰ کنډوونو او لارې شتون لري، یوازې په تورخم او یا سپین بولدک کې په دروازه او کټارو د ترهګرو د تګ راتګ کنترول نه شي کېدای!
ترهګر په ویزو او پاسپورټ د تورخم په دروازه نه تیریږي، بلکې د هغوی لپاره د تېرېدو په سلګونو لارې شته.
په دې اړه په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شا مومند هم وايي« ښاغلي رستم شاه مومند ویلي، د پاکستان دا دریځ چې دوي د ترهگرو د مخنیوي د پاره په تورخم دروازه لگوي او خلکو ته به یوازې د ویزو د لرلو په صورت کې اجازه ورکوي، د یو لنډ فکر او لنډ نظر فیصله ده. هغه وايي چې ترهگر ویزو او اجازو ته ضرورت نه لري او د دواړو ملکونو ترمنځ لس ګونه داسې لارې شته چې ترهگر پرې تېریدی شي. نوموړی زیاتوي افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لار د سلو کالو نه زیات وخت کیږی چې د خلکو ترمنځ خلاصه ده او دا له هغه وخته د ولسونو ترمنځ د تگ راتگ وسیله ده چې کله پاکستان لا جوړ شوی هم نه وو. امریکا غږ اشنا راډیو»
بلخوا پنجاب په تورخم کې جګړه چې د اسلام اباد په لمسون پیل شوه، د افغانستان او هند ترمنځ د خپلمنځي اړیکو سره تړي. په دې پلمه هم اسلام اباد غواړي د هغه رسوايۍ مخه بل پلو واړوي چې دې هېواد کې د ملامنصور د وژل کېدا په تړاو په سیمه او ټوله نړۍ کې رامنځه شوې ده!
اصلي خبره دا ده چې اسلام اباد په هغه هېواد کې د ترهګرو د روزلو او پاللو او د هغو د اډو د له منځه وړلو پرځای، د ولسونو د تېرییستلو او د نړیوالو د سترګو تورولو لپاره نن په تورخم او سبا به په سپین بولدک کې د دروازو او کټارو د جوړولو ډنډوره راپورته کوي!
خو پاکستاني واکمن باید په پرانیستو غوږو واوري، ترهګر په دروازو نه بلکې د هغوي د له منځه وړلو په اراده او اقداماتو له منځه ځي، هغه څه چې اسلام اباد يي هیڅکله هم پلي کولو ته ژمن نه دي!
د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته