(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که چرته زما په دعا کیږي

[16.Jul.2016 - 18:32]

تاج ولي غورځنګ
د لوی انسان، شاعر، لیکوال، ژورنالیست او نقاد استاد مصطفی سالک نوی کتاب ( له څاڅکي تر سیپۍ) راروان دی، ټولو باذوقو لوستوونکو ته دې مبارک وي؛ د استاد سالک لېکنې ډیر کمالات لري، زه به یې کوم، کوم ښایم؛ خو بیا هم له ډیرو کمالاتو څخه یې یو هم دا دی، چې استاد سالک په لوستوونکې خبره په کوتک نه، بلکې لوستوونکئ پر خپلو منطیقوي دلایلو رازي کوي؛ د خپلو منطقوي دلایلو خبره مې ځکه وکړه، چې په منطقو کې د قضیه شرطیه دریم رکن شرط دا دی؛ چې دلته ټول شیان د خپلې تجربې د لارې منل کیږي؛ لکه یو کس انار خوړلی وي، او بیا څو کاله وروسته د انارو په اړه یو بل څوک کیسې ورته کوي، چې داسې خوند و، داسې رنګ وو او داسې بوی و؛ نو دلته د مقابل لور دا خبره له خپلې تجربې د لارې منل کیږي؛ ځکه چې همدا انار د پخپله هم تجربه کړی او هم یې خوړلی دی.
نو دا کار د هر انسان وس خبره نده، دا کار یوازې هغه کسان کولای شي، چې په درجنو، درجنو کتابونو پر پاڼو باندې یې خپل نظریات او شرحې لېکلې وي.
استاد سالک د ادبیاتو ترڅنګ په تصوف او فلسفه کې هم ژور لاس لري، هغه د چا خبره له رګ، رګ څخه یې خبر دی، چې پدې رګ کې څه روان دي او په دا بل رګ کې څه ندي روان؛ نو ځکه خو یې لېکنې په تصوفي او فلسفي رنګونو ککړې او په خوا کې لوړې او ازادې دي، د ازادې کلمې سره یو راز غوټه ده، او هغه دا چې استاد سالک په هره لېکنه کې لوستوونکی ازاد پرېږدي، فرض کړه؛ استاد داسې نه وایې چې دا کار وکړه ګټه ده پکې او دا کار مکوه تاوان دی پکې؛ بلکې استاد برعکس لکه د نړۍ لویو، لویو لیکوالانو غوندې لوستوونکی ازاد پرېږدي؛ تر څو یې خیال او فکر ښه پرواز وکړي، د اوولسمې پېړۍ یهودي فیلسوف سپینوزا به ویل؛ چې زه هغه څه نه مطالعه کوم، چې زما خیال او فکر د ده په دام کې ګیر شي بلکې زه یوازې هغه څه مطالعه کوم چې زما خیال او فکر له دې دامونو څخه خلاص کړي؛ یوه بله ډېره مشهوره اصطلاح ده، چې مطالعه د خالي ذهنونو ډکول نه، بلکې د ذهنونو خلاصول دي؛ خو شکر استاد سالک هم د خیال او فکر په دام کې د ګیرولو پر ځای خیال او فکر له دام څخه ازادوي او هم د خالي ذهنونو ډکولو پر ځای ذهنونه خلاصوي.
بل یو مهم بحث چې د استاد سالک په لېکنو کې ماته ډیر جالب دی، هغه دا چې استاد لوستوونکي ته ټولې لارې شرحه کوي؛ ورته وایې که پدې لاره لاړ شي ګلان به مخ ته درته راځي، که پدې لاره لاړ شي ازغي او که پدې لاره لاړ شي وچې پاڼې؛ نو دلته لوستوونکی مجبوریږي چې د زړه ومني، نو خبره چې د زړه شوه؛ هغه د کاروان صیب! خبره د زړه خبر په زړه خوږه لګیږي؛ خو دا خبرې یوازې هغه څوک ښې منلی او احساس کولای شي، چې چا د استاد ( منشور او نورې خورې ورې) لېکنې مطالعه کړې وي.
یو بل مهم بحث چې د استاد سالک په لېکنو کې تر سترګو کیږي؛ هغه د وجودي فلسفې څرکونه دي، د وجودي فلسفې یو اړخ دا دی چې دلته انسان ازاد دی، دا اصطلاح په لومړي ځل ډنمارکي فیلسوف کیرکي ګارډ ( دا زا این) په نوم وکاروله، ( دا زا این) الماني کلمه ده، چې مطلب یې ( دلته ول) یا موجودیت ښایي، چې بیا وروسته فرانسوي پوهانو په همدې ( دا زا این) باندې کار وکړو، خصوصآ سارتر چې له همدې ( دا را این) څخه یې وجودي فلسفه رامنځ ته کړه؛ چې ورو ورو وجودي فلسفې ادبیاتو ته را مخه کړه، نو اوس چې څوک په ادبیاتو کې په ازادې خبرې کوي؛ نو د وجودي فلسفې بحث به حتمآ پکې ګډ وي؛ نو چې انسان ازاد شو، تاته اوس حدود نه دي ټاکل شوي؛ ته به پخپله ځان ته خپله لاره پیدا کوې؛ دا یوه ستونزه شوه، د دې ستونزې په منځ کې اوس ته د انسان په صفت ازاد یې؛ ازاد فکر کولای شي، ازاد کار کولای شي، ستا په کار کې نه ټولنه کار لري، نه تقدیر، نه وخت؛ ....
نو کله چې تاته د ازاد فکر، ازاد کار شېبه په لاس درغله؛ چې کله ستا فکر ازاد شو، نو ته خپلو منزلونو ته رسېدای شي؛ هغه د اپلاتون په وینا د ارمان ښار دروازه پخپله خلاصولی شي.
نو د استاد سالک د ډیرو کمالاتو څخه یو هم دا شو، چې ازاد فکر درکوي، خو د دې ازاد فکر مسولیت بیا ستا په غاړه شوو، ته مجبور یې چې په ځان کار وکړې او همدا کار دی؛ چې تا هم یو کمال ته رسوي.
د استاد سالک په لېکنو نورې ډېرې خبرې کیږي؛ لکه د ده په لېکنو کې فلسفي او تصوفي رنګونه او همدارنګه د ده په لېکنو کې لنډوالی همداسې نور....
نو موږ به دعاګانې ورته کوو، چې همداسې نور کتابونه او لېکنې راته وکړي؛ تر څو د پښتو ادب دا کوچنی کلی په لوی ښار بدل شي؛ خو دا کوچنی کلی هغه وخت په لوی ښار بدلېدای شې؛ چې د استاد سالک غوندې کسانو څخه ګټه واخستل شي، کاش چې استاد سالک څخه زموږ ټولنې او دولت ډېره ګټه اخبستې وای؛ خو افسوس........
زموږ ټولنې ته اوس هم استاد سالک یوازې یو شاعر او ژورنالیست ورمعارفې شوی او بس.
کاش چې د دې لوی انسان هغه نور اړخونه هم حس کړو او ګټه ورڅخه واخلو؛ نور نو زما په وس کې څه نشته بغیر له دې چې:
که چرته زما په دعا کیږي
رب دې پاچا که چې سلام له به درځمه
*******
تاج ولي غورځنګ
کابل

 

-
بېرته شاته