(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولس نامه

[30.Jul.2016 - 21:42]

لاړې کډې لاړې
لیک:کرن خان
مونږ چې کله د کوز چم نه بر چم ته کډه يوړه، پنځلس شل کاله د پلار د تره په کور کې اوسېدلي وو او بره چم ته خپل کور ته لاړو، نو الله ګواه دى، چې پوره دوه کاله يا څه دپاسه دوه کاله، به زه هر ماښام د کوز چم په کوڅو کې ګرځېدم او پټ پټ به مې ژړل. 
دا خبره داسې وه، چې ما مور (ببو) ته هم نه شوه کولاى. ځکه چې هر څوک خپل کور ته خوشحالېږي او مونږ خو عمر له په پردو کورونو کې ژوند تېر کړى وو، نو ماله خو بېخي نه وه پکار، چې زه خپل نوي کور ته نه خوشحالېدم، خو زړه خو زړه دى نو هيڅ مې نوى کور خوښېدو نه او د کوز چم، د خپل چم، د وړوکوالي چم، د خاپوړو چم، د پولو، پټو او باغونو کوڅو نه مې زړه نه صبرېدو.
دا خو چې کله کراچۍ ته لاړم او څو کاله پس راغلم، نو د نوي چم سره مې ځان اشنا کړو او يو څو کاله په کور وم. اوس مې دا دى پېښور د زوړ چم په شان خوښ دى. خو پېښور مې هم ورځ په ورځ د زړه نه اوس وينه څښي.
تېره ورځ په نېټه ١٧، ٧، ٢٠١٦ع، راته ګران ملګري سليم صافي ټيليفون وکړو، چې هلکه! پاسپورټ دې شته؟
ما وې: ولې؟
ويل يې: ځو کابل ته.
زما پاسپورټ خو ما د يوې وېزې دپاره جمع کړى و، نه وو راسره، خو کابل ته په پاسپورټ تله راته هم لکه د کنځلو ښکارېده. يو کال مونږه د موسيقۍ ملګرو وېزې لګولې وې، کندهار ته تلو. د کابل د هوايي ډګر نه په جهاز کې تللو، نو مونږه دا فکر وکړو، چې وېزې لګول لازمي دي. دا ٢٠١١م کال يا مخکې وروستو و، خو ښه مې ياد دي چې د کابل په هوايي ډګر په يخه يخنۍ کې، سحر په توره خړه راته وېزه افسر په وېزه ډېر وقهرېدو، چې: کرن صېب! خپل کور ته څوک په وېزه نه راځي.
بيا دغه شان په واپسۍ کې په تورخم هم د راوتلو د مهر لګولو په وخت، راته دلته هم افسر بلا خبرې واورولې، چې تاته څوک وايي چې وېزه ولګوه؟
بس هغه ورځ شوه او او دا ورځ شوه، ما بيا وېزه نه ده لګولې.
بيا چې کله د کرزي صېب حکومت و، يو ځل د سليم صافي سره زه، اسرار اتل او عقيل يوسفزى تلي وو، هغه وخت هم ما وېزه نه وه لګولې، چې سليم صافي راته بلا خبرې اورولې وې. بلکې په يو کالم کې يې دا خبره ليکلې هم وه. بيا د ووټونو په دوران کې هارون باچا صېب د پراګ نه راتلو، په اريانا ټي وي او ملي ټي وي يې کنسرټونه وو، نو زه او زما د موسيقۍ ملګري يې راغوښتي وو. په هغه نازکو حالاتو کې هم مونږه بې وېزې تلي وو. دا اوس ماته پته ده، چې هلته راته په هوټل کې کوټه نه ملاوېده. ځکه چې حالات دومره نازک وو او د ملګرو خواله تلى نه شو، ولې چې قانوني بده وه.
خو هغه سخته مونږه څو شپې تېره کړې وه، خو وېزه مو نه وه لګولې. 
نن راته صافي صېب د وېزې ووې، نو خداى شته لاړ نه شوم، البته يو تپوس مې ترې وکړو، چې لالا! په دې روانو حالاتو خپرونه ثبتوې؟
ويل يې: هو!
نو ما ورته زياته کړه: که څه وس دې رسي، نو پښتانه يو کړه، بيلېدو ته يې مه پرېږده.
لالا راته وويل: هم دا مې کوشش دى.
د زړه نه مې ورته دعا وکړه، حالانکې يو ژورنالسټ به څومره زور ولري؟ چې د پېړو او عشرو وراني، زړه بداوي او کرکې به په يوه مرکه ختمې کړي، خو بيا هم د ډاکټر اشرف غني سره يې مرکه ډېره په زړه پورې وه. څه که زما انګرېزي بېخي د خوراک نه ده خو ژباړه ورسره وه، خبرې مې واورېدې، حالانکې دغه دوو پښتنو پښتو، اردو، فارسي هر څه پرېښودلي وو او په انګرېزۍ غږېدل او په اخره کې "ډېره ډېره مننه" يې په پښتو وويله، چې دا هم ډېره وه.
يو قوم دوه ځله د مهاجرت زهر څښي، دا داسې ده لکه يو کس چې دوه ځله مري، دا وطن به يتيم شي او د يتيم په سر، هيڅوک لاس نه راکاږي، بلکې د سر نه يې راکاږي. که په سر يې لاس ږدي هم نو وېښته ترې وباسي، زور ورکوي، ژړوي يې او بيا يې پخلا کوي. په دغه اذيت کې د ظالم د زړه سکون وي او د سکون دپاره خو بعضې بادشاهانو د ډوډۍ خوراک په وخت ځان ته ژوندي هم حلال کړي. دا جبر د هېرېدلو نه دى.
خبره مې د کډو او د کوز چم او بر چم کوله، د وړوکي اختر نه پس دا څه دوه ويشت ورځې وشوې، زه هر ماښام ګورم چې زما به کوم ملګرى راشي، خو زما ملګري، انډيوالان خو ټول تلي دي کابل ته. زما دا اووه اته کاله په پېښور کې کېږي، که هر ماښام نه وو، نو په اوونۍ کې به يو ځل د ملګرو يو ټولګى زما سره ناست وو. زه به دومره دغه ملګرو ته خوشحالېدم چې کله کله به رانه کلي ته تلل هېر شو او ډېر وخت به دلته پاتې شوم، خو دا ده مياشت پوره کېږي، بلکې دوه مياشتې، زما ياران، زما وروڼه، زما پښتانه تلي دي. هر ماښام زړه کې وايم کېداى شي نن څوک راشي، خو هغوى خو تلي دي نو څه به راشي.
پښتانه ټول زما ځان ځيګر دي، خو دغه ياران مې د بنډار ياران وو، دا مې د غمونو ملګري وو، دا مې د هنر ښکلا وه، په تلو يې نه يم خپه، پرېږده چې وطن خپل جوړ کړي، خو بېګاه چې د شريف لالا سره د ملګرو په جلب کې نمک منډۍ ته لاړم او دا خوشې هوټلونه مې وليدل او يا د بورډ بازار هغه شړ عکس مې په سوشل ميډيا وليدو، نو زړه مې وران شو،  هغه پېښور چې پکې ګڼه ګوڼه وه او تر ناوخته به پکې زمونږه دغه خړ پړ پښتانه ګرځېدل، چا به مزدورۍ کولې، چا به کور له سودا اخيسته، اوس چې پکې هغه ګڼه ګوڼه سم د ماښامه ختمه شي، نو زه به ضرور د اتل صېب دا شعر وايم چې:
د يارانو د شېرينو ديار چا داسې بدرنګ که
دا ښار دومره بدرنګ نه و، دا ښار چا داسې بدرنګ که
زه په سل قدمه کې نوي کور ته دوه کاله نه خوشحالېدم، نو دوى به په دومره فاصله کې هلته څنګه خوشحاله اوسي؟
دوى به هم په دغه زوړ چم او زړو کوڅو پسې، لکه زما، څو کاله وژاړي؟ ايا زړه به يې صبر شي؟ ايا دا کوڅې به يې هېرې شي؟ ايا د دې ځاى ملګري به يې له ياده وځي؟ تلل يې ښه دي، پرېږده چې وطن جوړ شي، خو يو رخصتول وي او يو شړل وي.
خېبر اپريدى صېب ليکي:
راغلى دې په در يم، دا باڼه دې ولې برند دي
کوربه خو ګوره نه کړي د مهمان سره جګړه
نن مې د فاروق فراق صېب د فېسبوک په دېوال وليده چې يې ليکلي وو:
"د افغان سفیر عمر زاخېلوال یو جالب جواب !
نن اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال سره د هغه په کور کې په ناشته مېلمانه وو،‌ یو ملګري ترې پوښتنه وکړه چې ستاسو پارلېمان هند ته خو پېرزوينې وړاندې کوي خو پاکستان چې د افغانانو دومره اوږده مېلمستیا وکړه ایا حق نه دی چې د پاکستان ستاينه هم وکړي؟
زاخېلوال صېب ځواب ورکړو: وروره! ته اوس ما مېلمه کړی یې، چاى او ناشته درکووم خو چې کله زما د خوا نه اوچت شې او بهر دې زما په دې دروازه ولاړ پهره داران رانیسي، بې عزتي دې کوي، سپکې سپورې درته وایي ایا زما له خوا درکړی شوې مېلمستیا به یاده ساتې که د پهره دارو چلند ؟؟؟".
په تلو يې نه يم خپه، پرېږده چې دا وران وطن جوړ شي، خو د داسې تلو او په ژړا د تلو، هيڅ په حق کې نه يم، بايد دوى مو په خپلو اوږو، لکه د نازولو مېلمنو تر تورخمه بوتللى واى. بېګاه مې هم ژړلي، نن به هم ژاړم او که ژوند و سبا به هم ژاړم، انشاء الله چې تر څو داسې کېږي ژاړم به، ژړا مې په وس کې ده او دا حق رانه د چا پلار هم نه شي اخيستى، خو دومره ده چې نن کوم تاريخ ليکلى کېږي دا به د پښتون قوم تر ټولو نفرت ناکه تاريخ وي او يا په لنډو ټکو کرکه خېل تاريخ!!!
مونږه دې خداى دغه نن تاريخ لوستو ته ژوندي نه پاتې کوي. ګني هر چاته به پکې ځان ډېر وړوکى، ډېر بېهوده، ډېر بې وسه او ډېر بدرنګه ښکاره شي. زما په اند دا ځل پښتانه د يوې نامعلومې مودې پورې د يو بل نه زړه توري، پردي، ګيله من او زړه چاودي شو.
په اخره کې به دومره ووايم چې مونږه ډېر ناپوهه او ډېر بد خلک يو.
پښتانه ځي، زه پسې ژاړم
په نيم بها خرڅۍ د خپل کور سامانونه

-
بېرته شاته