(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوټه کې د پښتنو نسلوژنه

[24.Aug.2016 - 06:58]

ليک:نذر بړيڅی کوټه

په کوټه کښي د پښتانه نسل کشي
د پښتون افغان په تاريخ کښي داسي ډېر قومي سانحات (پيشي ) راغلي دي چي هغه د قامي پيشو يا سانحاتو په توګه قام به ټول عمر د قامي پيشو په نو يادوي او قام به هغه هيڅ کله هم هېر نه کړي خصوصاًپه پښتون افغان وطن کښي که د مغل د بربريت داستان دی، اورنګ دی که فرهنګ دی، د افغان وطن تقسيمول دی. اول افغان نړيواله جنګ ، دويم افغان نړيواله جنګ او که اوس روان پر افغان وطن دايمي جنګ دی. که د بابړي واقعات دي او دا ډول نور قامي سانحات دي خو د کوټي د اتم اګست پيشه د پښتون افغان وطن  هغه خونړي او دردناکه پيشه ده چي پښتون افغان خو پرېږده نړۍ يې ولړزوله. دغي پيشي خپل ټول پخواني واقعات تر شا کړل. ځکه په دغه پيشه کښي د پښتون افغان وطن د تاريخ يو لوی کريم (کوچ) يعني د قام وکيلان، پوهان او سياسي مبارزينو يو لوی ټيم يې په يو ساعت کښي لمنځه يووړی لکه څوک چي خوب ويني او راپورته شي هيڅ نۀ وي. دغه چا وکړه څه ډول يې وکړه او د څه دپاره يې وکړه؟ په دې هکله مو د ژوند د بېلابېلو اړخونو څخه تعلق لرونکو تقريباً د سل کسانو څخه زيات خلګو څخه مرکې او پلټني مي وکړې د پلټني په هکله د دغي واقعې څه تفصيل په دا لاندي ډول دی:
هغه دا چي په صوبه کښي د بار کونسل انتخابات روان وو، په بلوچستان کښي بد مخه د بار ايسوسي ايشن مشري او پريکړي به هميشه پنجابي وکيلانو کولې پښتون او بلوڅ به دغه توان نۀ درلود چي د دغو شامارانو مقابله وکړي. نو ضرور به يې د دوی سره اتحاد کوی. په تاريخ کښي په لومړي ځل د ډېر لوی سياسي جدوجهد او ستړو پس په لومړي ځل پښتانه وکيلان دې ځای ته ورسېدل چي د اځل به يې خپل د بار کونسل ځانته انتخاب کوی او خپل پينل يې جوړ کړل. په ډېر ښه توګه يې د خپل قام ملي مرسته ترلاسه کړه. انتخابي مهم روان وو. په اتم اګست کومه ورځ چي د کوټي دغه قامي پيشه کېدله په دغه ورځ د بار کونسل انتخابات به کيدی. ټول وکيلان حاضر وو. خو کله چي د بار کونسل صدر بلال انور کاسی د خپل کور څخه د هايي کورټ په لوري روان شو، کور ته نږدې نامعلومه وسلحه والو ټکان پر وکړ او هغه يې ځای پر ځای شهيد کړ. بلال انور کاسي کور په بلوڅ آبادۍ کښي دی او لاره يې په بلوڅو کښي راځي يعني د کوټي هده منوجان روډ دالته په خپل مور کښي شهيد کړل شو. کله چي د دغه شهيد جنازه هسپتال ته راوړل شوه نو ټول وکيلان خبر شول په سلګونو تعداد کښي يې د خپل مشر وکيل لپاره په سول هسپتال کښي را جمع شول او د هايي کورټ ججان هم په تيارۍ کښي وو چي د هايي کورټ په دروازه کښي ولاړ چي هسپتال ته ورځو که جنازې ته دغه ججانو لا فيصله نۀ وکړې چي حال راغلی چي په هسپتال کښي دهماکه وشوه. دغه دهماکه نه وه بلکې د پښتانه د نسل کشۍ يو اعلان وو او په دغه اعلان کښي د پښتانه هغه ټول مخکشه وکيلان په کښي قيمه شول چي په هغه کښي اويا وکيلان، دوه کيمره مينان او سره د نورو کسانو يعني نيوي انسان ځای پر ځای جام شهادت نوش کړل. چي په دغ کښي د شپېته څخه زيات پښتانه وکيلان وو. په دغه وکيلانو کښي هغه سينئر وکيلان هم شامل وو چي په را روان وخت کښي به د هايي کورټ ججان جوړېدل. بېرسټرز په کښي شهيدان شول چي په مستقبل کښي به يې د خپل د قامي ګټو دپاره د خپل قام وکلات کاوی او نړيوال کورټ کښي به يې د خپل قام مقدمه کوله. دغه ټول شهيدان کړل شول. 
په ټوله جنوبي پښتونخواه کښي ماتم جوړ شو. د ماشر ورځ وه. داسي ضلع نه وه چي هلته به د يوه شهيد جنازه نه وای تللې. کوټي ښار کښي جوړ قيامت وو اسمان په ژړا وه مځکه لړزېدله، په هوا کښي د انسانو د وينو او د غوښو د کبابېدو بويان پورته کېدل هر انسان په خپل کور کښي په بې چيني او د بې کرارۍ سره مخامخ وو. هر کور د خپل خپلوانو د ژوند او د مرګ په لټون کښي وو، چي خدايه زما لالی به چيري وي. ټوله ورځ او شپه هره خور هره مور په ژړا وه، هر ورور او په منډه د خپلوانو په لټون کښي سرګردانه ګرځېدل، د پنجابي شاهي حکمرانانو د هسپتالونو او لاري مکمله بندي کړي وې او په خپل سياسي سکورنګ باندي بوخت وو. خلکو ته يې تکليف هغه نور زيات کړ چي کله محترم د آرمي چيف کوټي ته راغلی او ټپيان يې سي ايم ايچ هسپتال ته يووړل او په خلکو باندي يې نوري لاري بندي کړې. ځکه سي ايم ايچ په چهاوڼۍ کښي دی، چهاوڼۍ ته د يو عام سړي تګ خو پرېږده د خاص سړي تګ هم داسي دی لکه د واګه بارډر پاسول يعني د خلکو لپاره د تګ ناممکن دی. دغه ډول واقعات او منصوبه بندي د منظم تنظيم، رياست ادارې بغيره ناممکنه دی ځکه د کوټي د سول هسپتال د پيشي د مخه داسي نور واقعات هم سوي دي. 
​اين په دغه ورځ يو کال وړاندي په اتم اګست يو پښتون پوليس افيسر محب الله داوي په ائير پورټ روډ باندي نامعلومو وسلحه والو له خوا شهيد کړل شو. کله چي د شهيد جنازه پوليس لائن ته راوړله هلته به يې د جنازې لمونځ ورکوی. په جنازې کښي دهماکه وشوه او د پنځه دېرش څخه زيات پښتانه پوليس افيسران شهيدان کړل شوه. شپه د اختر وه په کراچي او په لاهور کښي خلکو په خپلو  لاسو باندي نوکرځي لګولې خو د کوټي پښتنو لاسونه د خپلو بچيانو غوښې راټولو باندي سره وو. خلکو د اختر خريداري کوله پښتونو خپل شهيدان ښخول، د دې څخه مخته د کوټي په سردار بهادر خان د نجونو پوهنتون کښي په بس کښي دهماکه وشوه په هغه کښي په يو لوی شمېر پښتني پېغلي او لوستونکي په شهادت ورسول شول. کله چي د هغو جنازې او ټپيان بولان ميډيکل کمپليکس ته د علاج دپاره وړل کيدل. هلته بيا په دغه شان دهماکه کيږي په هغه کښي د کوټي ډپټي کمشنر منصور خان کاکړ غوندي يو ايماندار پښتون او نور افيسران او سپايان په دغه دهماکه کښي په اجتماعي قتل عام باندي په شهادت باندي رسول کيږي. په دغه ټولو دهماکو کښي د پښتانه اعلی تعليم يافته افيسران، وکيلان، استادان او لوستونکي شهيدان کيږي. دلته دغه پوښتنه راپيداکيږي. چي په بلوچستان نامي صوبه کښي د حکومت بلوڅ افيسران بچت کيږي او د پښتانه په اجتماعي توګه نسل کوشي روانه ده، پښتانه خاموشه دي. 
دانه بلکې په دوه زره شپاړس کښي د پښتين څخه کراچي ته روان کوچ کله چي مستونګ ته رسيږي هلته د کوچ څخه ټول خلګ راکښته کيږي او باقاعده د ژبي پوښتنه ځيني کيږي د شل څخه زيات پښتانه په قطار کښي درول کيږي او بيا يې په سرونو باندي د مرميو ډزي کيږي. ټوله څهره يې ور مسخ کړه د شل څخه زياته کسانو جنازې وکوټي ته را استول کيږي. خلک احتجاج کوي صوبايي حکومت ځان ځيني خلاصوي او په ډېره بېشرمۍ دا اعلان کوي ( ہم صوبائی مخلوط حکومت کے خلاف کسی بھی سازش کو کامیاب نہیں ہونے دینگے، بعض قوتو کو جمہوریت راس نہیں آتی ، جمہوری کو پٹڑی سے اترنے نہیں دینگے۔)  دا نمونه جذباتي کلماتو پس هغه خبره بيا ورکه کړه صرف دا نه چي دغه اجتماعي قتل  عام روان دی بلکې په انفرادي توګه هم پښتانه شهيدان کيږي. د ډېره مراد جمالي ډسټرکټ پوليس افيسر جهانزيب خان کاکړ په خپل سرکاري دفتر کښي ناست په کورسۍ باندي شهيد کړل کيږي او د دومره لوی افيسر مرګ هم پوټيږي. صوبايي حکومت ځان غافله اچولی دی. روان کار د جولايي مياشتي کښي د پاکستان په تاريخ کښي د ټولو کم عمر بېرسټر د لاکالج پرنسپل امان الله اڅکزی د خپل کور و مخ ته په ګوليو ويښتل کيږي، پښتانه ليډر شپ بيا هم د غفلت په خوب ويده دی. درې ورځي جزباتي اخباري بيانونه ، فاتح بس بيا خاموشي ټول په خپل کارونو بوخت يعني کميشن او کرپشن دغه مي قامي هدف جوړ شوی دی. 
دغه ټول واقعات د يو بل سره تړلې دي، هره واقع ځانته خپل خپل پس منظر او مقصد لري خو د دغو ټولو يو مقصد دادی، چي د پښتانه مخکښه پوهان،عاليمان قتل شي او پښتون د ژوند په يوه شعبه کښي هم پرمختګ وه نه کړي سوا يې د جهالت. جهالت چي څومره کوي،څومره بې علمه پاته کيږي هغه و هر چاته قابل قبول دی خو روشن فکره ترقي غوښتونکي به خامخه په ګولۍ ويښتل کيږي. 
د کوټي وکيلانو داسي دردناکه او غمجنه تاريخ پرېښودی چي هغه د کاڼي غوندي سخت زړونه هم ژړوي . داسي وکيلان شهيدان شول چي په هغه د خپل خاندان واحد نارينه او ساتونکی وو. داسي ځوانانو تر خاورو لاندي شول چي د ښايست او دځوانی نندارې به يې کيدلې. داسي په غم لړلي داستانونه پرېښودل شو، چي آسمان هم ورته په وير شو. انسانان په ذهني ناروغی باندي اخته شول ډېر داسي خلګ، خصوصاً د زړۀ ناروغه په حق ورسېدل خوندي ميندي سر توري سوې، بچيان يتيمان شول داسي ځوانی چي مثال يې د غوټۍ په شان وو، چي اوس به غوړېدل، سپرلی په مستېدو وو. خو د خزان ناورين په دغو ګلانو داسي طوفان راوست چي د وطن ټول ګلان يې مړاوي کړل. د دو درو وکيلان عمر چي څلويښت ته به نږدې وو د زياترو عمر د پنځويښت څخه تر دېرشو کلو پوري به وو. تازه تنکي ځوانان د خپلي پوهي او د علم سره د خاورو لاندي شول . بازمحمد کاکړ، قاهر شاه، بېرسټر عدنان کاسی، عسکر خان اڅکزی، بلال انور کاسی، سيد غني جان آغا، داود کاسی، او په دغه شان ډېر پښتانه ځوانان وکيلان د همېشه لپاره د خپل قام څخه بېل کړل شول. د دغو وکيلانو په ژوند او مبارزه باندي به ځان ته بېل بېل کتابونه ليکل کېدل. داسي تنکي ځوانان د خاور لاندي شول، چي د حسن او جمال داستان به يې انسانان لېوني کړي، خو دوخت وحشيانو د دغو تنکي ځوانانو ځواني د بارودي په اور کښي و سوځوله، چي نه اسمان را پرېوتی او نه ځمکه و چاودله چي د دغه انسانانو کومه ګناه وه. چي چا د لاسه مري،ولي مري؟په دغو وکيلان کښي داسي وکيلان هم شته لکه شهيد ضيا الدين آغا چي د خپلو نهه (9) خوندو يواځنی ورور وو. يوه کلنه لور يې پاته کيږي په مسته ځوانۍ د ښايست ميناره به څوک هېره کړي. عسکر خان د خپلي مستي ځوانی د قامي ارمانونو سره خاورو ته سپارل کيږي. په غمه لړلي دغه داستان کښي کوم کوم شهيد بيان کړم. ايمل خان اڅکزي ښايسته ځواني د حسن علامت هم د خاورولاندي د خپل قام د خپل واکی په ارمان کښي تورو خاورو لره ځي. شاعر وايي:
کوم يتم قرار کړم، کومه کونډه دلاسه کړم
ټول وطن شهيد شهيد دی ځکه کفن په چا اوار کړم
د کوټي د دغو ځوان شهيدانو د جنازو په حقله شاعر وايي:
ما په جنازو باندي ګلان ليدلي وو 
نن مي د ګلانو جنازې وليدې
د کوټي د سول هسپتال واقعه په څو ټکويا په پاڼو کښي بيانول د دغه واقعې سره نا انصافي او خيانت دی. کوشش کوو، چي په مختلفو مراحلو باندي دغه ټوله واقعه، اسباب او نقصان بيان کړو. خو دغه ځل به د دغو واقعاتو څه اهم ټکي تر قلم لاندي راولو او خپل لوستونکي په خبر کړو. 
راحيل شريف او نوازشريف کوټي ته راتګ:
کله چي د کوټي واقعه پيشه شوه. په لومړي ځل د کوټي کور کمانډر مېجر عامر رياض هسپتال ته راغلی د حالاتو د جائزه اخستلو سره د سيکورټي مسئله نوره و اولس ته ورپيشه شوه. ټپيان سي ايم ايچ هسپتال چي په کينټ کښي دی، هلته وړل پيل شو. کور کمانډر لا موجود وو چي آرمي چيف د پنځه مينټه لپاره راغلی فوټو سيشن وشو، بېرته ولاړی. سړکان لا بند وو چي نوازشريف صاحب تشريف راوړی. اولس په يو بل عذاب کښي بوخت شو. ټوله ورځ په سړکانو باندي د وي آئي پي تګ راتګ لپاره بند کړل شوي وو. د خلګو سره خپل مريضان ورک وو. ځای پر ځای د سيکورټي پر نوم باندي اولس يرغمال وو. تر څو چي کوټي ښار د وي آئي پي څخه خلاصېدی بيا وزير اعلی ګورنر او نور صوبائي شاهي حکمرانان په حرکت کښي راغلل. بيا ښار د وي آئي پي مومنټ لپاره بند کړل شو. د ايم بولنسو او د سيکورټي ګاډيانو چيغي وهلې او اولس يې ننداره کوله. حکومت په خپله ډرامه بوخت وو. صوبائي ځکومت په دور کښي نه معلومېدی په هسپتال کښي د انسانو غوښي پرتې خلګو په شخصي ګاډيو او په خپلو چادرو کښي د انسانو غوښي را ټوله ولې. د صوبائي دارالحکومت صوبائي هسپتال کښي د صوبې هيڅ يوه ذمه واره نه پيدا کيدی . صوبائي وزير صحت تر ننه پوري ورک دی، يواځي وزير اعلی،وزير داخله د کور کمانډر شاته پټ ولاړ لکه چي د کېمرې څخه شرميږي او مخ پوټوي. بيا ماښام په ټي وي کښي نمودار کړل شو. چي د دغي واقعې پلان په افغانستان کښي جوړکړل شوی دی. يعني د راحيل شريف خبري يې په سياسي انداز په وزير داخله باندي يې وکړې. چي «را کے ملوث ہونے کا امکان مسترد نہیں کیا جاسکتا» دغه خبره راحيل شريف وکړه، وزير اعلی وکړه او وزير داخله تقرار کړه، په دغه ماخستن متعصب بلوڅ ليډران لکه حاصل بزنجو په دغه واقع باندي د افسوس کولو پر ځای د افغان مهاجرينو ډنډوره کوله. يعني په دغه حال کښي هم اوبه خړوي او ماهان نيسي. 
د دې واقعې پس د پاکستان ټول سياسي ليډران ټول لېوني شول چي زه کله ورشم په دغه شهيدانو خپله دوکانداري وکړم،د پنجاب نمائنده عمران خان راځي شهيدان په کوټه کښي شوي دي. په کار خو داوو چي په دغه واقعه باندي يې خپل نظر اچولای وای. د شهيدانو سره يې همدردي کړې وای د دغه واقعه وجه او د مخ نيوي لپاره يې خپل نظر وړاندي کړی وای. خو هغه دلته راغلی نوازشريف ته يې خپلي پخواني ښکنځل وکړل، فوټو سيشن وشو بېرته روان شو. بدنام زمانه د لاهور د مشهوري منډۍ لوی دلال شيخ رشيد غوندي پليت هم کوټي ته راغلی په سول هسپتال کښي پښتون ليډر شپ پريږده ټولو پښتنو افغانانو ته يې بد وويل او پښتون يې د انډيا ايجنټ جوړ کړ او روان شو. هيڅ يو پښتون کښي دا جرت نه وو چي د شيخ رشيد غوندي پليت انسان ته جواب ورکړي. دغه نمونه تېره ټوله هفته د لاهور اسلام اباد سياسي مداريان راتله د زخميانو په زخمو باندي يې مالګي اچولې. او ترې روانېدل. غم نن هم پر پوښتون پروت دی چايې پر سر لاس نه کښېښود. 
د سراج الحق او لياقت بلوڅ نظر: 
امير جماعت اسلامي سراج الحق او لياقت بلوچ د دوو ورځو د وقفو پس جلا جلا کوټي ته خپل تشريف راوړی. او دغه واقعه يې په امريکا او انډيا واچوله. د لاهور او د پنجابي وکالت يې وکړی. ما چي کله پوښتنه ځيني وکړه. چي تاسو دغه واقع د را سره ولي تړی په جواب کښي يې راته وويل، چي انډيا خو په کشمېر کښي هم ظلم کوي. د دغي خبري جواب جماعت اسلامي ليډرانو سره نه وو. چي د کشمير جنګ خوحافظ سعيد، طاهر اشرفي او د لاهور ليډران کوي. لاهور انډيا ته ډېر نږدې دی هلته ولي خپل عمليات نه کوي چي دلته روشفکره پښتانه وژني. خودی لاجوابه شول. 
مولانا فضل الرحمن او مولانا محمد خان شېراني:
د کوټي د پيشي په حقله چي کله محمود خان اڅکزي په قامي اسمبلۍ کښي وينا وکړه. د هغي وينا پس د پاکستان نام نهاد ميډيا او ريټارئرډ فوجيانو پر محمود خان باندي د غدارۍ تور ولګوی. په دغه خبره باندي فضل الرحمن ډېر سخت رد عمل ښکاره کړ او د محمود خان اڅکزي د مجلس حمايت وکړ. پېمره او پاکستاني ميډيا يې وغندله. مولانا محمد خان شېراني په ډېر همت دغه خبره واضع کړه چي پاکستان د امريکې لپاره دلته زموږ تعليمي نصاب بدل کړ. د کرايې قاتلان يې پيدا کړ. چي د امريکې د مفاداتو تحافظ زموږ پر خاوره کوی، ډالر پاکستان اخست، جنګ د امريکې وو. او وطن زموږ بربادېدی. نن هم زموږ حکمرانان پام نه کوي چي په ډېره بېشرمۍ دا خبره نن هم کوي چي ښه او بد طالب دغه خبره په خپله د تباهي لاره ده. موږ ته په کار ده چي په خپل وطن کښي دغه اور مړ کړو. او خپل مستقبل وژغورو. 
نواب اياز خان جوګيزی کنوينئر پښتون اولس جرګه:
نواب اياز خان جوګيزي د کوټي دا واقعه په ډېر سخت انداز وغندله او دغه نمونه عمليات يې د پښتون نسل کشي تسلسل وګڼی، وويل، چي که اوس هم پښتانه متحد نه شي نو بيا به زموږ وجود ژوندی پاته کيدل په خپله يوه پوښتنه را پيدا کوي. دغه زموږ د پښتون ليډر شپ ذمه واري ده چي متحد شي د قامي وژني مخنيوی وشي. د قام مستقبل وژغورو که مو دا ونه کړ. بيا موږ د پښتانه د ليډر شپ هيڅ حق نه لرو. نن بايد چي ټول پښتون ليډر شپ د پښتانه د وجود په خبره متحد شي خصوصي هغه سياسي ليډر شپ چي د پښتانه خبره کوي. زه په خپله کوشش کوم چي د پښتانه ليډر شپ سره ووينم. او يو ګډ لائحه عمل جوړ کړو، د قام د بقا لپاره يو عملي ګام پورته کړو. کنې بيا پښتانه د حق لري چي پښتون ليډر شپ څخه دا پوښتنه وکړي چي زياتو مو په چا چاباندي وژنې؟
ميا افتخارجنرل سيکرټري عوامي نېشنل پارټۍ:
ميا افتخار په کوټه کښي د خپلي پارټۍ په نمائندګي و اخباري پريس کانفرس ته په خپله وينا کښي ويل چي د کوټي واقعه د پاکستان خارجه او داخله ناکامه پاليسي نتيجه ده چي نن داعيش غوندي ګروپوونه په پاکستان کښي خپل عمليات کوي. او پاکستان دې ته تيار نه دی چي دا تسليم کړي چي د داعيش وجود په پاکستان کښي شته. د کوټي دغه درد ناکه واقعه چي پښتانه کوم نقصان ور ورسوی. هغه تاوان موږ په صديو نه شو پوره کولای. زموږ د خلاصون لاره هم په دې کښي ده. چي موږ خپل قامي فکر وکړو او خپل مسائل په خپل منځ کښي حل کړو. 
محمود خان اڅکزی چيئرمين پښتونخوا ملي عوامي  پارټۍ:
محمود خان اڅکزي د کوټي پيشي په دويمه ورځ په قامي اسمبلۍ کښي په ډېر قهر و غضب خپله وينا وکړه او دغه خبره يې رد کړه او وې غندله چي هره واقعه وشي دپاکستان حکمرانان د رښتيا ويلو پر ځای هغه خبره په «را» يا په نورو ملکونو باندي اړوي. محمود خان اڅکزي زياته کړه چي کله په ماډل ټاون لاهور کښي څوارلس کسان مري د هغه ايف آئي آر په وزير اعظم او په وزير اعلی باندي درج کيږي. دلته دومره دردناکه او د پاکستان لويه واقعه وشوه. سل ته نږدې انسانان په اور وسوځېدل په پارليمنټ کښي دومره به هم څوک نه وايي چي دلته سيکورټي ايجنسياني چيري دي. او څه کوي؟  د پارليمنټ  به څه رول وي؟ صرف به د مړو فاتحه اخلو. بيا به خبره ختمېږي زه د ننه پس په قامي اسمبلۍ کښي د داسو پيشو فاتحه نه اخلم. دومره غټه واقعه پيشه شوه. خو بيا هم زموږ ايجنسيانو ته هيڅ معلومات نه شته او د ځان د خلاصولو دپاره په بل الزامونه لګوي. په الزامانو باندي نه خلاسيږو. قام ته به رښتيا وايو . کله چي محمود خان اڅکزي په اسمبلۍ کښي وينا وکړه. دغه خبره پنجابي ميډيا او ريټائرډ فوجيانو باندي ډېره بده ولګېده. او سمدستي يې پر محمود خان اڅکزي باندي «را» او د خاد تور ولګوی. باقاعده يې سپريم کورټ او اليکشن کميشن کښي يې د محمود خان خلاف د غدارۍ کيس هم ولګوی. محمود خان اڅکزي په څو ځله دا خبره کړې ده چي پښتانه ولي بې حسابه مري. پوښتنه به يې هم څوک نه کوي. په نړۍ کښي خلک د ځنګله حيوانان مرغان په حساب ولي خو بلي خواته پښتانه بې حسابه په اور سوځل کيږي. په بمونو الوزول کيږي. اخر به تر څو دغه ظلم د پښتانه سره روان يي. خلګ به خپل سياست په کوي. د پښتانه نسل کشي روانه ده. دا مخنيوی غواړي. محمود خان اڅکزي تېر اختر په ګلستان کښي جلسه عام کښي په خپله وينا کښي د پښتانه په صورتحال دا خبره کړې وه چي نور د پښتانه په ژوند او د مرګ په مسئله علمي پښتون کانفرنس د وخت ضرورت دی. زه کوشش کوم چي اسفنديار ولي مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، افتاب شيرپاو او له نورو پښتنو سره ووينم چي عالمي پښتون کانفرنس په را غوښتلو کښي ګډ کار وکړو. د محمود خان اڅکزي په وينا ټوله پاکستاني ميډيا او ورسره تالۍ څټي پښتانه بلوڅ او نور داسي عناصر په غو غوا شول چي محمود خان اڅکزي ته يې د ده په وينا د پښتانه د ليډر په حيث د غدارۍ اعزاز ورکړ. 
د کوټي پيشه او د پنجابي ميډيا کردار:
کله چي د کوټي پيشه وشوه ، پاکستاني ميډيا حسب معمول خپل بريکنګ نيوز چلوی او صورتحال باندي يې تبصرې کولې. خو هغه وخت اسمان راپروېوتی چي کله محمود خان اڅکزي په قامي اسمبلۍ کښي دا خبره رد کړه چي پاکستان په «را» باندي تور ولګوی. د پاکستاني سيکورټي ايجنسياني بري الزمه وګرځولې. ټوله پنجابي ميډيا راپورته شوه، د کوټي واقعه يې پروېښوده د محمود خان اڅکزي کردار کشي،پښتون دښمني او خپلي تاريخي افغان دښمني يې ښکاره کړه. په ميډيا باندي خپل ټول منفي او استعماري عزائم ټوله دنيا وليدله. چي پښتانه يې د دنيا جاسوسان، نمک حرامه، هيروين فروش، دکرايه قاتل غدار او داسي ډېر بې حده ټکي به يې استعمالول. پنجابي ميډيا په خپلو تبصروکښي صرف او صرف ريټائرډ فوجي پنجابي جنريلان په خپلو ټي وي چينلانو کښي راغوښتي وو. او د پښتانه خلاف به يې مجلسونه کول. هيڅ يو پښتون تجزيه نګار،کالم نګار ته دا حق نه وو چي هغه دي د ټي وي په سکرين راشي او د کوټي د واقعې اصل صورتحال بيان کړي. مبشر لقمان  او ډاکټر دانش غوندي د پنجابي ترجمانان په خپلو تبصرو او په ټي وي چينلانو کښي په اعلانيه توګه په ډېر جرات دا خبره کوي چي د پاکستان بيرغ به پر کابل باندي جګ دروو. داخوب خو ستاسو پلار ضيا الحق هم ليدلی وو. خو دغه ارمان يې پوره نشو. پنجابي ميډيا خو خپل کار کوي. هيڅ يو پښتون بلکې د محمود خان اڅکزي د پارټۍ بهادوره لالا ګان په دوربين کښي چا نه وليدل. يواځي محمود خان اڅکزي دغه جواب وايي او د پنجابي د ارادو سره يې پښتون قام خبر کړ. اوس پښتانه ته خپله فيصله کول په کار دی چي زياته د پنجابي ميډيا د پښتانه په خلاف د يو خطرناکه اسلحه په توګه استعمالوي مکمله بائيکاټ ځيني وکړو. ځکه دغه اولس ګمراه کوي. 
 
شهيدانو ته سرکاري امداد:
کله چي د کوټي پيشه وشوه. ارمي چيف کوټي ته راغلی په ګورنر هاوس کښي په يوه غونډه کښي يې وزير اعلی ته حکم ورکړ چي هر شهيد ته يو يو کروړ روپۍ اعلان کړه. پيسې زه درکوم په دغه امداد کښي د مرکزي او صوبايي حکومت هيڅ برخه نشته. بله ورځ وزير اعلی ثناالله زهري اعلان وکړ چي صوبايي حکومت شهيدانو ته يو يو کروړ روپۍ امداد ورکوي. او بچيانو ته به يې سرکاري نوکري ورکول کيږي يعني د پښتانه د شهيد د مرګ او د شهادت اجرت زيات څخه زيات يو کروړ پاکستانۍ روپۍ دي چي هر څومره باصلاحيته او غټ پښتون وي قيمت يې يو کروړ دی. پښتون نسل کشي به کيږي او پنجابي سرکار به بيا يو کروړ روپۍ ورکوي. او خلک به خاموشه کوي. کو اپرين دي سي د چمن شهيد د اې اين پي صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي چي د خپل شهيد ورور عسکر خان اڅکزي دشهادت معاوضه يې جواب کړه. او اعلان يې وکړ چي زما شهيد هيڅ قيمت نه لري زه خپل شهيد نه خرڅوم. دا د قام شهيد دی. 
د پښتانه نسل کشي او نړيواله پښتون کانفرنس:
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چيئرمين محمود خان اڅکزي د تېر يو کال څخه دغه مجلس کوي چي د پښتانه په روان حالت باندي پښتون عالمي کانفرنس راغوښتل انتهايي ضروري دی. ځکه په ټوله نړۍ کښي پښتانه بې حسابه مري پښتون بې کوره کږي. په خپل وطن کښي يې اور بل دی او د پښتانه وجود په خطر کښي دی. په داسي حال کښي د پښتانه ليډرشپ يو کيدل او د مستقبل لائحه عمل جوړول د وخت ضرورت دی. په دې حقله ښاغلي محمود خان اڅکزي کله چي د کوټي واقعه پيشه شوه. په هغه ورځ د اسفنديار ولي سره په ټيليفون باندي رابطه وکړه او پښتون عالمي کانفرنس په حقله يې مشوره هم ورسره وکړه. په دې حقله مولانا فضل الرحمن،سراج الحق، افتاب شيرپاو او نور باشعوره پښتنو سره يې مسلسل رابطې کړي دي. چي پښتون عالمي کانفرنس راوغواړي. ځکه محمود خان اڅکزي پخپله وينا کښي دا خبره په کلکه سره کړې ده. چي د 1935 د کوټي زلزله چي هغه کښي په زرګونو انسانان د خاورو لاندي شو د هغي زلزلې پس د کوټي واقعه پر پښتانه دويم زلزله ده. 
اوس نو په کار دی چي پښتون ليډرشپ خپل ټول سياسي،علاقايي او نور اختلاف تر شاه کړي. او د پښتانه وجود ساتلو لپاره متحد شي. اوس پښتون ليډر شپ ته په کار دی چي خپل سياسي ليډر شپ، سياسي جهنډه تر شاه کړي په عملي توګه د پښتانه د وجود په خاطر سره يو ځای شي. وخت راغلی دی چي پښتون ليډر شپ د خپلي مشرئ حق ادا کړي. که اوس هم پښتون ليډر شپ خپل حق ادا نه کړ بيا به دغه غريب پښتون دخپل ليډر څخه د خپل مشرتابه حساب وکړي. داسي نه وي چي بيا د غريب پښتون لاس وي او د پښتون ليډر شپ ګريوان. 
د کوټي د واقعې نور تفصيلات به په راروانو ګڼو کښي خپروو.
[email protected]

-
بېرته شاته