(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ځان سره احتیاط کوه!

[10.Sep.2016 - 05:10]

لیک: غلام مصطفی بیدار

په پیل کی مو لوی اختر مبارک شه، زما قام اوزما پښتون ولس خو اخترنلری اونه یی تجلیلو... ستاسو دی مبارک وی...

یو کس چی ځان زما ملګری بولی خو ترننه پوری نه زما پر مبارزی خبر ده، نه زما پر استراتیژی او تاکتیک پوه ده، نه زما پر اهدافو یی سرخلاصیږی، نه هم مبارز ده او نه هم تراوسه یی ژوند کی څه کړی دی  راته یی ویل چی ځان سره احتیاط کوه، لیکنی مه کوه کنه پوستکی به دی وباسی؟!

ځما ځواب ورته دا وو چی :

ګرانه ملګریه چی دښمن راته وایی چی احتیاط کوه نو زه به وډار شم چی یاره نن اوکه سبا وی کوم پلان راته لری خو که دوست راته داسی وایی نو:

یا به اخطار وی. یا پیغام وی، یا خو مشوره وی او یاخو هم احضار وی.... په هرصورت  تاسو راته ووایاست چی څه وکم، احتیاط وکم:

·         چی کله افغانستان له دښمن سره د حسام الدین حسام په واسطه استخباراتی تفاهم لیک امضا کوی.

·         چی کله قدم شاه ولد حمید گل لوی درستیز په چوکی دیورند کرښی شاه اوخوا دښمن ته ددروازی جوړولو اجازه ورکوی

·         چی کله حنیف اتمر خایین له امریکا سره ټول افغانستان پایګاه کوی او مصونیت قضایی ورکوی او اشغال رسمی کوی او چمن اوتورخم ته بندر امضا کوی

·         چی کله اشرف غنی خایین تذکره کی افغان کلمی نه پرته قانون توشیح کوی او وزیرستانی پښتون افغان ته مهاجر وایی

·         چی کله عبدا... ګلمرجان اود سقاویزم پاتوشنی له حبیب الله کلکانی قطاع الطریق او راهزن نه قهرمان جوړوی او تاریخی آباداتو ته توهین کوی او قبر ورته جوړوی پکی او ماشینی اردو او لندغر پولیس یی امنیت نیسی خو مخه یی نه نیسی.

·         چی کله عبدا... ګلمرجان پلویان زما دمشرانو توهین کوی، زما د قام اوملت توهین کوی...

·         چی کله امریکا اسامه په پنجاب کی پیدا کړی خو بمبارد په هلمند اوننګرهار اولغمان او قندهار کی کوی

·         چی کله امریکا د تروریزم ترجګړی نامه افغانستان اشغالوی خو پنجابی کفری ترورست پوځ ته هیڅ نه وایی او ورته توپ، ټانک اوطیاری ورکوی او پوځ سره یی مرسته کوی..

·         چی کله ځینی پدرام خیل حرامیان سرک ته راووځی او له افغانیت نه لاس په سر وی او د شوری نظار او جمعیت ترورست ګوند چی له شپیتمی لسیزی تراوسه افغانان وژنی

·         چی کله وزیرمحمد اکبرخان تپه د یو منحوس مړی په خاطر یی  دربانی په تپه یادوی

·         چی کله تعلیم اوتربیه پوهنتون نوم بدلیږی او چی کله د حربی پوهنتون نوم بدلیږی چی کله پوهنتون ته دانشگاه ایرانی لغات کاروی

·         چی کله هم د جنبش ضد تقلب او جنبش روشنایی ترعنوان لاندی پنجاب اوانگریز د افغانستان نظام ننگوی او سبوتاژوی

·         چی کله هم جعلی قهرمانان اومارشال په نامه تپی چور کیږی او خلکو ته بیا وحشی ځناور په سرکونو او واټونو باندی د ظلم او وحشت ننداره کوی

·         چی کله پښتونستان وات ته فواری اب او میدان تحریر نوم ایښودل کیږی... چی کله هم تورخم کی پنجابی دروازه رسمی کیږی او بیرغ ته یی سلامی وهل کیږی...

·         چی کله هم امریکایی مجاهدین اشرار اومفسدین، غاصبان قطاع الطریقان شرابیان اوزانیان د خلکو او عام المنفعه دارایی چور کوی او انګریزی طالبان د اسلام او دین ترنامه لاندی پښتنو سیمو کی مکتب، مدرسه او سرک ورانوی..

·         چی کله د پښتنو جینوساید د ماشینی اردو او حرامی اربکیو اوطالبانو لخوا روان وی او هره ورځ له ۱۳ کلن ځوان نه تر ۵۰ کلن پوری وژل کیږم، مال می له منځه ځی، کورمی خرابیږی

·         چی کله ماشینی اردو اولندغری امنیت یوازی پښتون داعش اوترورست پیژنی اوبس خو پنجابی دروازی ته اجازه ورکوی او ورسره نظامی تړون امضا کوی او عسکر روزنی ته استوی او یاهم استخباراتی تړون امضا کوی...
·         چی.......
نو زه احتیاط وکم او څه ونه لیکم ځکه چی دا ځناور به ما وخوری او یاهم ځینو لندغرو ته وظیفه ورکړی چی ما وواهی ووژنی او یا بند کی  واچوی...

نو که مشوره ومنم!
هو زه به احتیاط وکم او حق السکوت به واخلم، دوی سره به د غلا اوخیانت او ناموس خرڅونی بوجی یو ځای ونیسم ترڅو ژوندی پاتی شم او زما بچیان یتیمان نشی او هم یو ګولی ډوډی راته ورسیږی او له ولګی مړ نشم.. ځکه چی غریب سړی یم خپل کار به کوم اوغلامی ژوند ته به ادامه ورکوم...

که احضاریه ومنم!
او د پخوا په شان د لندغری امنیت او ماشینی اردو او د شوری امنیت لخوا فشار ، زندان او وهل اوپوستکی ایستل ومنم نو باید بیاهم چوپه خوله کینم او د پنجاب دروازی جوړولو ته ځان نه ایجړا جوړکم او سفارت ته یی ویزی په خاطر ورشم...او دیورند کرښی هاخواته پاکستان ووایم او افغانانو ته یی د هیرامندیی پیداوار ووایم اوپښتون او خاوره یی په پنجابی خرڅه کم.

که اخطاریه ومنم!
نو چی اوله ورځ کی یی زما دری کمپنی بندولی ما به خپله مبارزه بس کړی وه، چی کله یی زما ایمیلونه هک کړل نو ما به مبارزه بس کړی وه، چی کله یی اختطاف کړم نو ما به مبارزه بس کړی وه، چی کله یی اقتصادی اوسیاسی روانی فشار لاندی راوستم نو ما به مبارزه بس کړی وه، چی کله یی زما سیاسی اکونت په فیسبوک کی بند کړو نو ما به مبارزه بس کړی وه، چی کله یی زما شخصی د شاعری او تصویرونو  اکونت په فیسبوک کی بند کړو نو ما به مبارزه بس کړی وه، چی کله یی زما د فیسبوک ګروپونو ادمین والی هک کړو او کس په امریکا کی ناست وو نو مابه مبارزه بس کړی وه،

چی کله یی زما کاکا بند کی واچوو او لاره یی ورته جوړه کړه، زما بل تره یی مجبور کړو تقاعد ته، بل کاکایی راته مجبور کړو چی وظیفه پریږدی زما مورجان یی راته په زور له وظیفی ووایستله، زما د عمه زوی یی راته بندی کړو، زما مامایی راته مجبورا تبدیل کړو.... نو مابه مبارزه بس کړی وه،

چی کله یی طب  پوهنځی کی په هرچانس کی په زوره ناکامولم نو ما به مبارزه بس کړی وه،،، هو چی کله یی زما جواز 15 میاشتی وځندوو نو مابه مبارزه بس کړی وه ،،، بلی،، چی کله یی په هرشپه د تیلیفونونو په واسطه تنګولوم نو مابه مبارزه بس کړی وه..

چی کله یی زما خپل ملګری راته تطمیع کړو او یایی رانه واړول  اویایی ووژل اویایی هم زندان کی واچول اویایی له دندی ګوښه کړو نو مابه مبارزه  بس کړی وه....

نو اخطارکی خو له چانه ویره نلرو،،، مګر داچی زما ملګری له شالخوا دښمن سره کینی اوزما پرضد ددښمن اخطار راته رارسوی او دښمن می په سر نه ولی نو ماته سخت ناهیلی کوونکو او دردوونکی ده چی کس وایی زه دی ملګری یم او بیا د غلامی او چوپتیا مشوره راکوی...

که دا پیغام وی نو:
زما دښمن دومره بزدله او بیشرفه کثافت ده چی خپله یی همت اوتوان نلری چی مخامخ راته ووایی چی نور می ستا قلم په مقابل کی ماته منلی ده او د خدای په خاطر زه غلام یم اوته ماپسی لیکنی مه کوه اوزه په غلامی خوښ یم..

هواوس نو له ملت نه مشوره اخلم! چی څه وکړم مشوره ومنم او غلام شم، احضار ومنم او مرګ وزندان اووهل په ځان واخلم او ددښمن د جاسوسانو اخطار په مقابل کی نورهم آواز اوچت کړم که اخطار ومنم او ځان مرګ اوزندان ته تیار کړم...او که هم پیغام په شان یی بچه ترسانک واخلم او اصلی دښمن ته مخه کړم..؟

ماته  د خپل پښتون او افغان قوم د قاتل چهره یو رنګ ده که په هرلباس کی وی...!!!

چی د لندغری امنیت زندانونه وی، چی د انګریزی طالبانو سحرایی محکمه وی، چی د شوری نظار او جمعیت او دشت لیلی قتل عام وی... چی د ماشینی اردو او اربکیو د کلیو خرابول وی... چی د غلو پولیسو لخوا وی... چی د هیرینو د قاچاقبر لخوا وی. چی دځمکی د غاصب لخوا وی. چی د حزب اوجمعیت د رقابت په خاطر وی. چی د قوم وژنی ژنو ساید وی په کندز او بغلان او فاریاب کی، چی داعش امریکایی (تورعسکرو) پنجابی لخوا وی. چی د پڼجاب کفری پوځ لخوا په وزیرستان او مردان اوکوټی او پیښور کی وی... چی له انتحاری او انفجاری اوفقر لخوا وی،، چی په تعلیم اومدرسی یی محرومول وی... ځکه دافغانستان جنګ د مافیایی ترورستانو چی نیم یی نظام کی دی اونیم له نظام نه بهردی تجارتی استخباراتی جنګ ده او ماته هرقاتل یو ده... که تش په نامه ملی اردو کی وی اوکه طالب اوداعش ددین پتنګانو کی...که امریکایی اوناټو اشغالګرو وژلی وی او که روس وژل...

زه د ژوند تر اخری سلګی نه تسلیمیږم اونه هم اشغال منم .. نه دیورند کرښه منم اونه یی پوستی، خندقونه، دروازی، اغزن تارونه، تفاهم لیکونه، نه هم امریکا سره د فاعل اومفعول غیرمتوازن ختم شوی قرارداد منم ....نه هم جعلی قهرمانان او ماشینی جنرالان او اوسنی د پښتنو د قتل عام عملیات چی پښتون میشتو سیمو کی د تروریزم تر مصنوعی جګړی ترنامه روان ده ماته مشروعیت لری...

که زما ژوند ته به غیر له طبیعی مرګ نه او یاهم زما کورنی ته هرڅه پیښه کیږی مسؤل یی د اشغال منفور وحشی نامشروع د جان کیری حکومت او عین وغین مامورین، امریکا سفارت، انګریزی او پنجابی سفارت، شوری نظار اوجمعیت حزبی ترورستان دی....

د افغانستان په اوسنی پښتون وژنی کی او پخوانی پښتون وژنی کی چی د امریکایی مجاهدینو اشرارو او انګریزی طالبانو او حکومتی مافیایی ترورستانو لخوا شوی هیڅ څوک قهرمان نشته او نه هم څوک په حقه ده... یوازی جنګی مجرمین دی د تپل شوی استخباراتی جګړی؟؟

افغانستان دوه قسمه انسانانو خراب کړو... یو هغه مفته مشوره ورکوونکو چی وایی غریب سړی یی خپل کاروبارکوه ستایی په سیاست څه او هرڅه چی کیږی ورته سرنیسه .. وړوکی سړی یی ستا خوله د سیاست نده،،، ستایی په سیاست څه نه پیسی لری او نه هم قدرت...

دوهم هغه کسان چی وایی پرما یی څه ،،، زه خو غریب سړی یم خپل کاروبارکوم.. سیاست زما کارندی ...

اول ګروپ غواړی تا له مسولیت اخیستلو منع کړی او غلام دی کړی ترڅو ستا پر سرنوشت نور تصمیم ونیسی دوهم ګروپ خپله له مسولیته تیښته کوی.. دواړو ګروپه کسانو سره که مخ شوی یوازی ( اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما) ترجمه( با ابلهان کی رسیدی کمی تواضع کن ۰۰۰ دری که پست بود باید خمیده گذشت)...داسی جاهلانو سره بحث مه کوی اونه هم پری وقت ضایع کوی! دوی هوشیار غلام خلک دی تاسو ازاد لیونی ښه یاست.

ستاسو په اند هوښیار غلام شم که آزاد لیونی... یا آزاد هوښیارشم؟ البته مشوره، اخطار، احضار، پیغام مو جیب کی کیدی... یابه راسره په ګډه مبارزه کوی، یا به زما پرضد مبارزه کوی،،، یابه هم چوپ کینی او زما مخه به نه نیسی....
په درناوی..
غلام مصطفی بیدار 

-
بېرته شاته