(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما ژوند لیک

[10.Sep.2016 - 17:16]

زه د مر حوم سید نادر پادشاه ځوی ، د کنړ د ساداتود کورنۍ څخه یم . زمونږ د نیکونو اوسید نه له ډیري مودې راهیسيد لغمان د چهار باغ په پا چا کلي کي شوي ده .په ۱۳۳۱کال کي په دغه کلي کی زیږیدلی یم . د مور له خوا د وطن د یونامتو علمي،ادبی،فلسفي،سیاسي او نظامی شخصیت مرحوم جنرال سید حسن خان (حسن) چي شیون یي هم تخلص کاوه . د

هغه نمسی یم . چي د وطن د سو کالي د پاره یي خپل ځان د وطن قربانی کړ . د اتو میاشتو وم چي مور مي مړه شوه .  
د یوولس کا لو په عمر کي وم چي پلار می مړ شو . پلار می چي یو عسکری صاحب منصب وو ، د ۱۳۴۱ کال د پیل
څخه د سرطان په رنځ اخته شو. چي د همدي کال تر پایه د سرطان د ناروغۍ له امله مړ شو.                              
په دي تو ګه زما دوهم غمخوار (پلارمی) چي زما راتلونکي ته سترګي په لاره وو هغه هم ددي فاني دنیا څخه د تل لپاره
خپلي سترګي پټي کړې . نور زه پاتي شوم او د فانی دنیا لوبی دا چي ددي دردونو یادښت په دی مختصر یا لنډیز کي ګرانه
ده . نو دومره باید ووایم چي ما په ډیر کوچنیوالي کښي خپل غمخواران د لاسه ورکړل ، او د ژوندون په دی بید یا کي
ما ته څوک پاتي نه شو . نو له همدي وجهي ژوند مي ډیر لالهنده او سر ګردانه تیر شو.                                      
او داچي اصلی غمخواران ( پلار او مور مي) له سره لاړل او بل غمخوار چي د پلار او مور ځای ما ته ونیسی نه وو .  
چی زما د زده کړی او تعلیم پاملرنه وکړی . میره می هم چی د پلار څخه می کونډه پاتی شوه هغه هم د ډیرو ناخوالوسره
مخ شوه.                                                                                                                                
د معنوی له لحاظ می تل هڅه کړی چی د آفاقی معلو تو د لاسته راوړلو سره د خپل علمی کچي پیمانه لوړه کړم . او د
هغه کسانو ځیني نه اوسم چي په خپل ژوند کي په مړو کي حساب دي . خو زما دي ستړي او لا لهنده ژوند ددي مو قع په
لاس  نه ده راکړی چی  د خپلي علمي کچي د لوړ والي د پاره چي کومی آرزوګانۍ ما درلودې هغه پوره کړم .      
او خپله علمی تنده ماته کړم . د خورا غربت له وجهی ما سره د لوړو تعلماتو وسه او توان په بهر کي نه وو .            
مانی دا چی په بهرني ملکونو کي خپل لوړ تعلیمات تر سره کړم . اګرکه د پلار می د تعلیم سره ډیره مینه وه .            
او د هغه مینه دا وه چی زه پوړۍ په پوړۍ اوچتیږم ، او دی ما په خپل ژوند په دي درجو ،ویني خو دا آرمان یي پوره
نه شو . او د فانی د نیا څخه ارمنجن لاړ . په کال ۱۳۵۶ هجری شمسی کښي وروسته د عسکرۍ د خدمت څخه د دولت په چارو کی د مامور په توګه مقرر شوم . ماموریت می د لوړو تعلیمتو په وزارت کي وو . خو د ماموریت دوری می ډیر دوام ونه کړ . ځکه چی په ۱۳۵۷ هجری کال کي د تره کي کمونیستي کودتاه وشوه.
او په افغانستان کی کمونیستی پلوه یا روسی پلوه رژیم مینځ ته راغی د همدی کال ۱۳۵۷ د میزان په لومړي نیټه په ډیر ځواني کي د لومړنیو مها جرو په ډله کي لمړی ایران او پس له څلورو میاشتو پاکستان ته مهاجر شوم . دا چي د لوړو زده کړو وسه راسره نه وه نو په خپل ځاني زحمت او زیار می تر کومه ځایه چي د زمانی اړتیا ده ، ځان رسولی د یتیمۍ او یسیرۍ منډی رامنډۍ او سیاحتونو هم تر کومه ځایه چي زه یي په خپل ځان کي محسوسوم په ما اثر کړی دی . لکه څرنګه چي می خپله په ځوانۍ کښي په دي بیت کي داسی وییلي .                                                                                                                                      
لدې دومر کتابو می هیڅ یاد نه شو  
لکه دومر می چی یاد شو له روزګاره
د شعر بڼه می تعلیمی ،تربیوی،اصلاحی،انتباهی، اخلاقی، تصوفی،حب وطن او د علم او معرفت په هڅونۍ کې ده . ځیني ځایونو په شعرونو کی می،په تیره د وطن د دردمنو بچیانو د پاره زما د خوږ ژړه ژړا ده .چي د معرفت خاوندان یي په ښه توګه درک کولای شي .  ځیني شعرونه می انتباهی بیدارونکي بڼه لري چی د فانی دنیا د بی وفایي او سست بنیادۍ په هکله ویيل شوی .                
لکه دا څو بیته
هره پانه چي د ګل څــــــــــــخه تویږی
صاحبدل په خپل انجام باندي پو هیږي
««««««««««««««««««««
په غرور کي په ټول عمر وم ســـتو مانه
چی په خود شوم عمر تللی وو ، له ما نه
««««««««««««««««««««««
د ویالي تر غاړه وګوره ، دعـــمر ګذر
خاوندانو ته د فهم ،همدومر اشارت بس
««««««««««««««««««««
درنه چوپتیا ده په نظر کي د غافل په هدیرې کي
د عبرت رسا غوږونه ، تری نه اوري حکمتونه
««««««««««««««««««««««««
چي فاني دنیا له مکره وي غافل
دا ده نښه د مغرور او د جــاهل
««««««««««««««««««««
نه پو هیږم چی زه څه یم، پیدا شوی زه په څه یم
سر ګردانه دي عالم کي،له معـــنی نه خبر نه یم
««««««««««««««««««««««
څوک هر لمحي کي ددنیا له مکارۍ وي خبر دار
څوک په آواز د کلــــندونو د ګورکن کي شي بیدار
««««««««««««««««««««««
په ټول عمر په عذاب کي روح او تن وو
عمر نه وو، په رښتیا چي ، ځنکدن وو
««««««««««««««««««««««
ځینی زما انتباهی شعرونه د څلوریځو په چو کاټ یا په بڼه دی .خو له بده مرغه او په ډیر افسوس سره باید دا ووایم چی زمونږ په جرایدو،مجلو اونورو نشراتو کي انتباهی او فلسفي شعرونه نه چاپیږي .  د فانی دنیا د سست بنیادۍ په هکله زما دا څو څلو ريځي
د مثال په توګه
چی می پورته په غرور کړل قدمونه
لدې خاورو نه تر غوږ شول ، آوزونه
قدم رو ږده ، اي نادانه بی خـــــــــبره
چی ککرې دي ، مخونه دي ، لاسونه
«««««««««««««««««««««««
آ تر څو به په غرور کي یي ، لویدلی
په نشــــــو کي د قدرت یی ، لو بیدلی
خبر اوســه چی تر ګوره مزل لنډ دی
لـــــــــــکه اوښــکه په بڼو يي دریدلی
««««««««««««««««««««
په سو چونو زړه ته می رانغــــلو قرار
نه خیــــالات د فلسفی می شو ، مهـــار
شیرین عمر په حیرت کي رانه تیر شو
خو ښکاره نشو د پردې شاته اســـــرار
«««««««««««««««««««««
چي مغرور وو ، په خپل مال او خپلو ګټو
ویاړیدلو په طـــــاقت د خپـــــــــــــلو مټو
د کلال په کـــــارخانۍ کي اوس جوړیږي
صراحی منګی زمونږ له خـــــــاورو خټو
«««««««««««««««««««
زه ګرم نه یم چی ژړیږمه عالمـــــــــــه
په ټول عمر د فـــــــــانی دنیا له غمـــه
څه چی ما په دي کاروان کي دي لیدلي
د غافـــــل ستر ګي یي نه ویني په سمه
څرنګه چي د علم حاصلول یا حصول د ننۍ ټو لني دپاره لویه اړتیا ده . نو ماهم په دي اړه د علمي هڅونی په خاطر ځوان نسل ته ډیر ښعرونه او ادبی پارچی لیکلی چي د اشعارو په نمونی کي به یی ذکر وشی .د ۱۳۵۴کال څخه راپدي خوا زما شعرونه او مضامین په مجلو او اخبارونو کي چاپ شوي . خو دا ښایي ورزاته کړم چی د ۱۳۷۴ کال څخه راپدي خوا د جلا وطنۍ په مطبوعاتو کي ډیر چاپ شوی چی په زیاته پیمانه یي په پیشاور کي چاپ شوی د ځینو باندنی هیوادونو په افغانی مطبوعاتو کي هم چاپ شوی لکه جرمنی،ناروی،امریکا،کانادا،لندن او داسی نورو ځایو کي .                                                                            
زما شعرونو او نثرونو د هغی وخت د د حالاتو سره سون خوړه ځکه زما د شعرونو، نثرونو،او ادبی ټو ټو بڼه تربیوی، اخلاقی،تعلیمی،انتباهی، اصلاحی او د سولي او امن د راوستلو په هکله وو.                                                                
په مضامینو ادبی ټو ټو ،نثرونو او څلوریځو کي هغه پیغام نغښتی وو څرنګه چي د هغی وخت د ټو لني اړتیا وه .ددری لسیزو راپدي خوا د هغه مجلو او اخبارو نو نومونه چی زما شعرونه په کي چاب شوي .                                                              
مجلي :- انکشاف،برګ سبز، ندای تعلیم،فکر ،رڼا ،دعوت،مشعل دانش،ورځ،رنګین کمان،ستوری،نړۍ،بورا، د ښوونکي غږ،نو بهار،پرمختګ،کندهار،افغانستان .                                                                                                        
اخبارونه:ـــبلاغ،خاوره،افغانان،تفاهم،شهادت،خاوره،افغان پست،او څراغ  .                                                              
د صوبه سر حد د یو درد من شاعر روشن بنګش په وینا ،( زما ماحول ماته د شاعرۍ محرک جوړ شوی دی .او په ما کي یي د لیکلو او پیغام ورکولو احساس راپارولی دي )                                                                                                
د شعر د تعریف په هکله باید ووایم چی شعر یو الهام دی چی د انسان د ژور نظر او اندرونی یا داخلي احساس او زړه سواندی څخه
سر چینه نیسي . او د ښه الفا ظو په جامه کي د دردونو بیان کوی ، د شعر په ښکلا کي سیاحت او تیري تجربی ډیر اثر غورځوی
او مضمون ته ډیره ښکلا ورکوی .                                                                                                            
                                                                                                                                     
                                                                                                             
دا ښایی ورزیا ته کړم چی د هجرت په کلونو چي لمړي ځل کي شپږ کاله په پیښاور کي وم . د مجاهدینو تر څنکه می کوم کوم
و ظایف چي راته سپارل شوی هغه می تر سره کړي  
 په پیښاور کي د جلا وطنئ په مطبو عاتو کي می په لویه پیمانه او کلکه
همکاري پیل کړه . چی زما مطالب ، مضامین او شعرونه په جلا جلا ګڼو کي چاپ شوی  . زما زیات شمیر شعرونه ،نثرونه او ادبی ټوټئ دا لاندي اړخونه لري . تعلیمی، تربیوی،انتباهی،ادبی،فلسفی،اصلاحی،تصوفی،حب وطن او د علم او معرفت په هڅونی کي دي
یو شمیر یي د وطن بچیانو ته پیغام لری .په همدغه مهال چی په پیښاور کي می مضامین او مطالب په افغانی مطبوعاتو کي چاپیدل
ځینی مطالب او اشعار می د غربی نړئ په افغانی نشراتو کي هم چاپیدل، لکه کانادا،امریکا، جرمني ،ناروی.                        
د اسلامی حکومت یا د مجاهدینو په حکومت کی می کوم دو لتی چوکی یا مقام نه دی اخیستی . او د خپل مینځی جګړو له کبله څو
ځلي د خپلو بچیانو سره بیرته هجرت ته اړ شوی یم .ما خپلی دندی تر ډیره حده په خارجی موسساتو کی تر سره کړي  .              
خو د خپل د دندو تر څنګه می که په شخصی یا ځانی کارونو کي هم وم . د مطبوعاتو سره مرسته درلوده .پنځه کاله د تربیه معلم په
ریاست کي د انجونو د سکالر شپ په شعبی کي می دنده تر سره کړی .    .                                                                        
د تیرو دریو لسیزو په موده کي می د مطبو عاتو سره بی ساری مرسته کړي خپل ډیر مطالب شعرونه ،ادبی ټوټئ، مضامین او اصلاحی مضامین می چی د ټولني د پاره یي پیغام درلوده . د چاپ د پاره ور کړي . پرته لدي چي کومه حق الزحمه په پام کي و نیسم .  د جلا وطنئ په مطبو عات کي زما مرسته په لویه کچه او پیمانه وه . خو ددي دومر کوششونوسره سره تشویق شوی نه یم .
په دي وطن کي ډیره بی قدری او بی ارزی ده . زه ددی بی ارزئ نه ډیر خوابدی یم . ځکه ددي دومره مطالبو،شعرونو،او ادبی
پارچو د چاپ نه با وجود چی ټول مطالب می په داسی حال کی چی د ټو لنئ په ګټه وو . او دا لاندی اړخونه یي درلوده او
لري یي لکه : ادبی،تعلیمی،فلسفی،تصوفی،سیاسی،اخلاقی،اصلاحی،انتباهی،د سولی د راوستو په هکله ځوان نسل ته د سولي
د راوستلو د هڅونئ په هکله ځوان نسل ته او همداسی د علم او معرفت په هڅونئ کي ځوانانو ته چاپ شوی . خو ددي
دومره کوښښونو با وجود او په داسی حال کي چي حق الزحمه می هم په پام کي نه ده نیولی یو داسی نشراتی ټو لنه پیدا نه شوه
چی زما دا مطالب او شعرونه د یو دیوان په بڼه چاپ کړي . یا د چاپ په ګاڼه یي سمبال کړي . ددي وطن د داسی بی قدرئ او بی ارزئ نه ګیله مند یم . د یاونۍ وړ یي بولم چي دا ووایم چي د پر له پسي هجرتونو له وجهي زما ډیر اشعار مضامین ،ادبی ټوټۍ
لنډي افسانۍ څلوریځي،تعلمی تر بیوی مطالب ورک شوی . زما ټینګار هم د اوسني اشعارو او ادبی پارچو د چاپ په هکله دا دی
چی ډیر ژر د چاپ په ګاڼه سمبال شي . کیدی شي چی زما دا مات ګوډ شعرونه د پشتو د ادبیاتو په دنیا کي څه نا څه زیاتون
وي . په پاي کي باید دا ووایم چي ویيلو خو ډیري خبري شته خو مخکي لدي چي لوستونکی د خپل ژوند لیک په لوستلو ستومانه کړم ښه به دا وي د خپل د اشعارو نمونۍ او ادبي ټوټۍ وړاندي کړم .                                                                              
 
کال ۱۳۷۶ پیښاور
د اوهامو څلور لار کې
نن د حـــــــــــــــــالاتو له ناخوالو ژړیدلی یمه
د زمـــــــــــــــــــــــانی له بی دردانو کړیدلی یمه
هغه پتنـــــــــــګ یم چې له کور او له دیاره لری
چې د بیلتون په سرو لمــــــــبو کې سوځیدلی یمه
خلاص می له لو می د وسواس کړه لیونتوبه راشه
چې څلـــــــــــــــور لار کې د اوهامو دریدلی یمه
زه هغه پاڼه په چمــــ-ـــــــــــــن د ارمانو کې یمه
چې د خزان د راتلو مخــــــــــکی غورځیدلی یمه
ما نه پښتنه زمــــــــــا د حال او د احوال مه کوه
زه د خـــپل قام په درد و غم کې کړیدلی یــــــمه
که په حضــور کې می غلیم شرم و حیا نه کوی
ځــــــــــــــکه چې زه له پښتنی برم لویدلی یمه
خلاصـــــه لا نه وي ، یو غوټی د ارمانونو زما
چې په ګلشن د ارمـــــــــانو کې ، رژیدلی یمه
سید عبیدالله نادر
 
دمعرفت ډیوي    
له ښاره وځم ،ویرانو کي یو انســـــــــان لټوم
د خپل دردمن زړګي د پاره می درمـــــان لټوم
‎چي په وینــــا یي روښانیږي ،کوردلانو زړونه
په رمــوزاتو باندي پوي ، صـــــــــاحبدلان لټوم
چي په لیدو یي ، د انسان روح او روان شي تازه
زه هغه در، هغــــــــه یاقوت ، هغه مرجان لټوم
چي په موزون کلام کړي ویيلي، سنګدلانو زړونه
خاوند دحــــــــــــــال ، او نکته سنجه، سخندان لټوم
هغه مانوس چي په اسرارو باندي پوي شي د زړه
د زړه په درد داسي آشنـــــــــــا، او راز دان لټوم
چي د کلونو تربګنــــــــــــیو، دښمنان کړي ، پخلا
داسی خوږ من ، په زړه درد من، او مهربان لټوم
چي راته وبخښي ، د زړه او د ضـــمیر روشنایي
د مــــــــــــعرفت په ډیوي ، سوی پتنګان ، لټوم
چي د حـــــــکمت خبري واورم د عبرت په غوږو
د بو علي په څیر په پوهه ، حــــــــــــــکمتدان لټوم
چي د حـــــــکمت څلي یي جګه، په آسمان لګیږي
زه هغـــــــــــه باز ، هغه شاهین ّ هغه طیران لټوم
هر خوا چي ګورمه ، دیوان دي په صورت د انسان
د مــــــــعنویت په نور، سبیڅلي مخ ، روښان لټوم
د نفس هوی په ګونډو کړي ، قافلي ســـــــالا ران
هوی دنفس باندي غالب پهــــــــــــــــلوانان ، لټوم
ډیر زهیر کړی دي ژوندن یمه، دیوانــــــــــو سره
د یو ریښتیني ژوند دپاره ، بل جــــــــــــــهان لټوم
داچي په سپینـــــه ورځ کي سر ، په ویرانو یمه زه
له څنـــــــــــګه تللي ، د افسوس هغه کاروان ، لټوم
سید عبیدالله نادر
 
 
مکاره زمانه
هره پاڼه چي د ګل څــــــــــخه ، تویږي
صاحبدل په خپل ، انجام باندي پو هیږي
میړوخي لور چي د سپین ږيري پلار کره د لیری ملکونو څخه میلمنه راغلي وه .
پس له څو مودي د خدای پاماني په وخت کي یي ، په داسي حال کي چي بلار یي د مریضی په بستر کی
پروت وو .او د خپلی لور او نمسیانو د تګ له پاره ژړه غونئ وو نو لور یي ورته داسی ووییل پلاره! مه
ژاړه کال ته خیر وي بیا راځو ، پلار ژړا ته نور هم زور ورکړ .ځکه هغه د فاني دنیا نه دومره مهلت ځان
ته نه لیده ، او د فاني دنیا په لو بو پوه وو. لور ته یي هیڅ ونه وییلی خو ددي ناویيلي ټکي او مضمون درک
به غیر د صاحبدل څخه چا نه شو کولای .
زه ګرم نه یم چي ، ژړیږمه عالمـــــــــــه
په ټول عمر، د فاني دنیا له غمــــــــــــــه
څه چي ما په دي ، کاروان کي دي لیدلي
د غافل سترګي یي نه وییني ، په سمـــــــه
 
 
    زما طبع    
کله په خپل ځان کي ورک ، کله د مـــــعنی یمــــه
نه پوهیږم زه څه یم ، څه ښـــــــــــــــایسته دنیا یمه
ځان لــــــــــــــــــــکه ذرې وینم کله ، کایيناتو کي
درک د عاجزی لرم، د اوښــــــــــــــــکو دریا یمه
پټ لدې عالـــــــــــــمه تل ، ځان سره دردونه وړم
داسی راته ښـــــــــــکاری چی، زه دي ته پیدا یمه
کله بیـــــخودئ کی ډوب ، ورک په بل عالم کی یم
کله په ظــــــــــــــــاهر خندان ، پټ پینهم ژړا یمه
نه پوهیږم چیرته ځم ، کـــــــــــــله په عالم د خیال
څه فهم معنی لرم ، څه سیر عنقا یمــــــــــــــــــــــه
نشـــــــــــــــــــــه ازلي لري ، خټه د خوړښت زما
طبع د مستی لرم، زه شور غوغا یمـــــــــــــــــــــه
زړه د صــــــــــــــــــاحبدل لرم ، اورمه وینا د درد
زه لــــــــــــــــــکه وینا د درد ، زړونو ته آشنا یمه
درد د عالمـــــــــــــــــــی لرم ، احساس انسانی لرم
فکر جــــــــــــــــــــــهانی لرم ، په غم د هر چا یمه
کرکه له جـــــــــــــــــــــاهل لرم ، صفا د باطن لرم
په تورو تیارو د جـــــــــــــهل ، زه طور د سینا یمه
کله د ماحول حــــــــــــــــکم بنده کړې ، اسرار ژبه
کله لـــــــــــــــــکه ګل په شان ،چوپه خوله ګویا یمه
پاڼه تو یيده دګل ، ما ته دی عبرت نــــــــــــــــــــکل
وینم خپل انجــــــــــــــــام په کی، زړه باندی بینا یمه
په زړه له فانـــــــــــــــــــی دنیا، ډیری اندیښنی لرم
ناڅاپه رفتن لرم ځان ته ، په ســــــــــــــــــــودا یمه
څوک چی په وینا د درد ، ویيلی کړې دردمن زړونه
یم هغه مضـــــــــــــمون د درد ، زه خوږه وینا یمه
وینم تصــــــــــــور کې تل ، ښکلی د جانان صورت
څو شیبی چی کله زه ، ځان سره تنــــــــــــــــها یمه
سید عبیدالله نادر
 
 
جهانی علم    
کال۱۳۷۸پیښاور
طالب د علم ته او طالبانو ته
په طلســـم د معرفت ، ځان کي راوړئ روښنایي
چي د ځــــــان او د جهان سره مو وشي ، آشنایي
چي روښانه زړه ضمیر شی ،په مشعل د معرفت
نو پیدا شي په انسان کي ، بصـــــیرت او بینایي
ځان سمـــــبال کړئ ، په پوهنه او علومو د زمان
له تیازو څخه راووځــــــــئ، مخ په لور د رڼایي
کایينات مسخر کیږي ، په علم او په حکمت کې
مونږ له لاســـــه څخه وځي ، ښه وختونه طلایي
قـــــــــــــــافله ده دبشر ، کهکشان په لور روانه
زمونږ ګډه ، دنفاق ده په هر لوری رســـــــوایي
ډیر کورونه کړل تباه ، د اقتدار په ســـر جنګونو
په لکونوشــــــــــول برباد، او څه اخته په ګدایي
ای دعلم طــالبه ، یو پراخ نظر پیدا نظر پیدا کړه
چي دا ســـتونزی نه حل کیږي په دي وچه ملایي
طالبي علم دي پریږده ، جـــــهانی علم زده کړه
چی حکومت او ســــــیاست غواړي فهم او رسایي
په ستره جامو کي کشینه په یو ګوټ کې د جومات
د سینګار لپاره کش کړه ، په خپل سترګو سلایي
ته طالب یي دجومات ، ستا به څه جهان بینی وي
علم و فن د زمـــــــــــــــــانی سره دي تل ده جدايي
هری چاري دي په ملـــــــــک کي ، په ټپه دریدلي
حـــــــکومت که سیاست دی، که دي چاري قضایي
حکومــــــت به هغه ښه وي ، چي نړي وي پیزندلی
خدای دي نه ورکـــــــــوی چاته ، پادشاهی د تنهایي
په آســـــــــانه چی راسپړي ، هری غوټي د مشکل
دغه لاس د مـــــــــــــــعرفت دی دا ده پوهه دانایي
سید عبیدالله نادر
ژور سوچ    
بهار وو او د ګلونو مو سم ، تر هغه ځایه چی نظر ورتله ښکلا وه ، سمه او غر په رنګین ګلونو پو ښلي وو .
درویش د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو . سر یي په ګریوان کې د ننه کړی او په
ژور سوچ کې وو .  لاروی چی پری د تیریدو په حال کې وو .ور ږغ یي کړ درویشه! سر د ګریوانه څخه
راپورته کړه چی ګلونه او ګلزار ووینئ ،درویش ووییل سر په ګریوانه کی د ننه کړه ، چی د ګلونو خالق ووینئ
د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه
سید عبیدالله نادر
 
 
د پو هني رڼا  
چی اسرارو ته له فهمـــــه ، لار پیدا کړو    
مــــــعرفت په نور تیارئ په ځان رڼا کړو  
د تـــــحقیق سترګي ، اسرارو ته په کار دي
په ادراک سره چی حـــــــــــــل د معما کړو
دي صـــــــحرا کي د تحقیق خپی کړو تڼاکی
تر څو پوی ځان، په رموز د دي دنـــیا کړو
په ړندو سترګو له څه ناز د تـــــــحقیق کړو
په کار داده چی د زړه سترګی ،بینــــــــا کړو
که د عـــــــــــلم کرامت مونږ ته حاصل شيد
د پو هــــــــــــــني په رڼا به، لار صفا کړو
  که د علم په ښیــــــــــګړه ، مونږه ، پوی شو
دغه شپی د تورتمــــــــــــــونو به، صبا کړو
سید عبیدالله نادر
 
یمګړی دنیا   کال ۱۳۷۷پیښاور
څوک د نیمـــــــــګړی ارمانو سره ځي
څوک د دردونو طــــــــــوفانو سره ځي
څوک وی بی باکه له حســــاب و کتاب
څوک د ګنـــاه، له سیــــــلابو سره ځي
څو بی احســـاسه بی نشــــــانه شی مړ
څوک د احســــــــاس د غلبلو سره ځي
څوک تیروی، په بیدردی خپل عمــــــر
څوک د دردونو، طـــــــوفانو سره ځي
تل په دنیـــــــــــا کي ، بیدران پاتی وي
احســـــاس خاوند، عالی فکرو سره ځي
څوک بی خبره ،له رموزه د عــــــــشق
څوک یي په شړنګ ، د زولنو سره ځي
څوک وي خوشحاله ، په دوام کي د عمر
څوک د دنیا نه ، د تو بــــــــــو سره ځی
چا ته یو ګوټ هم، د طـــــــــالع نه رسی
څو ک ارمــــانونو ، ډک جامو سره ځي
چا سره نه وي ، د بشــــــــــر درد و غم
څوک یي په غم کي ، اندیښنو سره ځي
څوک نه لری، په خپل خاطر کي ملال
څوک یو دفتر، د خــــــــــاطرو سره ځي
چا ســــــــره نه وي ، په زړګي داغونه
څوک د زخمي زړونو، داغــو سره ځي
چا سره نه وي ، پّه سترګــــــــــو کي نم
څوک یي د اوښـــــــــکو دریابو سره ځي
تل وي غمجن ، دا غمــــــخواران د بشر
چی له دنیا نه ، ارمــــــــــــانو سره ځي
سید عبیدالله نادر
 
 
معنوی سکون        
مرید د ماحــــــــــــو له نا خوالو ، سټړی ستو مانه او ځوریدلی ، ددیو صفته انسانانو د ځور څخه چی
د فرشتو په جاموکې یي هر راز ځور او جفا په دي خوریلي خلـــــکو منلي . او د دو ی د نادانئ او کم
عقلي له آزاره د خپل معنوی ســـکون لپاره د خپل پیر مخي ته کبښیناست . پیر په خپل صاحبدلي پو هه
او رسایي سره چي د صاحبدلانو خاصه ده . دده په تندي کي ، د زمان ناخوالي ولوستلي مرید نه یي حال
و پو ښته . مرید چي د دیو صفته انســـــانانو د ځور او جفا څځه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوي وه. نو
پیر ته یي د زړه حــــال بیانوو . پیر په ژور دقت او سوچ کي مرید د زړه حال اوریده  ، دده د شرح حاله
څـــــخه ، پیر شیبه په شیبه د غمونو او اندیښنو په سمندر کي لاهو کیده .                                    
مرید د غمونو او د غمــــونو د د زبیښلو اود خاطراتو د تکرار له وجهي د قیصې په ویيلو کی یي ستونئ
و نیول شو . یعني ژړغونئ شو . او په ســـــخته ژړا یي پیل وکړ . داسي یي وژړل چي داوښکو باران یي
په دواړو باړخو ګانو جاري شو . خو په ژړا یي ژړه داسي سپک شو . تا به وییل چی د عالم بارونه یی
د اوږي اوچت شوي .                                                                                            
د پیر زړه پری سخت ودردیده . او وي وییل بس بس دی ته اوس په خپله ژړا هغه ځای ته رسیدلای یي
چي ډیر د ریاضت خاوندان چی په شپو شپو عبادتونه کوي .دا مقام لاس ته نشي راوړی ته همدي دردونو
د معنی خواته راکاږلی یي .                                                                                      
 
کال ۱۳۷۸پیښاور
د سو لي فرشته  
دآرزو ښـــــــــــــــــکلی بهاره، ته به بیا کله راځې
د حـــــــــــــزین زړګي قراره ، ته به بیا کله راځې
ړندي شوی هغه سترګی چی به یي ستا لاره څارله
ستــــــــــــــــا له ډیره انتظاره ، ته به بیا کله راځې
د آرزو ګلان شول مړاوی ،بولهوســو د خپو لاندی
ای د باغ و بڼ مالیــــــــــــاره ،ته به بیا کله راځې
د قرار رسئ شلولي، د اوهامـــــــــــــو تورتمونو
د امید روښـــــــــــــان سهاره، ته به بیا کله راځې
له بیبــــــــاکه بیدردانو ، د دردمن زړونو نه وینې
په رخســــــــار و کړله لاره ، ته به بیا کله راځې
ټول ښارونه سیـــځل شوی ،په اورونو د نفاق کې
ای د ســـــــــــو لي طرفداره ، ته به بیا کله راځې
د هوی هوس جګړې کی ،اختیــــارله مو نږه تللی
ای زمونږ واک و اختیــــاره ، ته به بیا کله راځې
ډیر کلونه د چـــــــــــــمن نه ، د ماتم نغمې راځي
ای بلبل د شـــــــــــــاخساره ، ته به بیا کله راځې
مروره به تر څو یي ، ای د ســــــــــو لي فرشتې
ستــــا په عشق کي یو بیماره، ته به بیا کله راځې
سید عبیدالله نادر
 
سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۷۸پیښاور
څوک وي د زړه په ستر ګو ړوند ، په غوږو کوڼ
چا وي پرانستـــــــــــــــــــي ، خپلي ستر ګي د لټون
څوک وي ډوب شوی ، د اســـــــــــراو سمندر کې
څوک وي حســـاب په شمیر د مړو، کې په ژوندون
څوک په رمز او اشــــــــــــــارت باندی ، رسیږي
څوک هوښیــــــــــــــــار نشي ، په سل رنګه بدلون
څوک مکتب ، د روزکار څخه استــــــــــــــاد شي
څوک سړی نه کړې ، تعلیــــــــــــــم ، د افلا طون
په زرګونو افســــــــــــــــــــــــــانو به، بیدار نشي
په هــــــــــــــــــــغو چي ، جوهر نه وي د سمون
په سرنای د اســــــــــــــرافیل به، هم ویښ نه شي
چي نشـــــــــــــــــــــــــــه په هغو نه وي، د پاڅون
عبـــــــــــــــــــــــــارت د هرې پاڼي، یو دیوان دی
که عبرت سترګي کړې خلاصــــــــــې، په ګردون
معرفت ډیوي تیارې کړلي ،روښـــــــــــــــــــــــانه
چی د جــــــــــــــــــــــــهل په تیارو شو ، سباوون
پنجرو کې، د اوهامــــــــــــــــــو مونږ ایسار یو
جـــــــــــــــــــهالت څځه مو نشته دی ، خلاصون
لا تر اوسه مـــــــــــــــــــو ژوندون ، د مغارو دی
بدوی ژوند څــــــــــــــــــخه ، نشته زمونږ بیلتون
سید عبیدالله نادر
 
 
کال ۱۳۸۲کابل
په خپل حالت باندي ژړل دي په کار
 
ســــــــــم د حالاتو سره تلل دي په کار
له خپل اړخـــــونو ، خبریدل دي په کار
خواږه وختونه، انتظــــــار کاږي زمونږ
خوند له وخــتونو ، اخیستل دي ، په کار
چي پس له دي شی ، دا وخــــتونه مهار
د غنیمت وخت ، رانیـــــول دي په کار
چي پایمـــــــال د دیو ودد،  نورنه شـو  
له جـــــــــهالته ځان ، ایستل دي په کار
عمـــــرونه تیر شول په ، باطل فکرونو
د ذهنیت روښـــــــــــانول دي ، په کار
تر به سـپړو ، دیو بل عیـــــــــــــــبونه
خپل آيينـــــي کي ، ځان کتل دي په کار
لو یي ګـــــــــذار کړو، د ذلت کندي ته
په خپل حالت باندی ،  ژړل دي په کار
هر قدم مخي ته ، عبرت نښــــــــي دي
لږ په رڼو ستر ګو لـــــیدل دي ، په کار
له مـــــــــــــــکارئ ، ددي دنیا یو غافل
لدې غفلـــــــــــــــته ، راوتل دي په کار
چي په اسرارو باندی سر مو شي خلاص
په رموزاتو پو هیـــــــــــدل دي ، په کار
ددي ماحول صــــــــــلح و صفا ، دپاره
له درانه خوبه ویښـــــــــیدل دي، په کار
په لوړ احســــــاس،  او په عالي فکرونو
واړه بچـــــــیان خپل ، روزل دي په کار
چی شي رږښانه، د پوهنـــــــــــي مشعل
عزم و همت په ځـــان ګالل دي ، په کار
کاڼه غوږونه ، د عبرت دي زمـــــــــونږ
د خپل ضــــــمیر هم، اوریدل دي په کار
بی درده خلــــــــــکو ته ، د زړه له درده
د ویښــــــــــیدو ، یو څه ویيل دي په کار
سید عبیدالله نادر
 
 
د اوسیدو رانه معنی ورکه ده  
 
نن راته ښـــــــکاری چی ، دنیا ورکه ده
زمـــــــــــــا د مینې ، محبو بی ورکه ده
هــــــــومره حــــــــــــالاتو کړولي ، یمه
چې می په شونډو کې، مســـــکا ورکه ده
د ظلمـــــــــــــــــتونو دي، وزری خورې
د مـــــــعرفت ګــــــــوندی، رڼا ورکه ده
زړونو دنیـــــــــــــــــا ده، له کینو نه ډکه
ددي مــــــــــاحول ضلح و ضفا ورکه ده
چی په غمـګین خاطر می، راوړی ښادی
خدایږو د خولي ، هـــغه خندا ورکـــه ده
د رنځ عــلاج ته می پردي،  ګرم نه دي
ځـــــــــکه زما څـــــــــخه ،دوا ورکه ده
شــــــولو یوسف رانه په څو پیسو، خرڅ
اوس د خیـــــــــــــالونو ، زلیخا ورکه ده
هومره شو ی لوبی په تقدیر باندی ،زمــونږ
چی لار د حــــــــــــــل، له مسیحا ورکه ده
زړه می درزیږي چي انصاف ورک نه شي
چی خلــــــــــــکو سترګو نه ، حیا ورکه ده
د بیبــــــــــــــــــاکانو ، دغه خیر دی، پاتی
چي رانه نن ، لار د سبـــــــــــــــا ورکه ده
په مدرســـــــــو کي می طالب شو ، ګمراه
سپیــــــــــــڅلي دین تری،  مدعا ورکه ده
دود و دســـــــــــــــتور له یارانی تللی دی
د ګلرخـــــــــــــــــــــــانو نه ،وفا ورکه ده
د خرقــــــــــــــــــه پوشو ، له ریا توبه ده
چی یي د قول څــــــخه رښتیا ورکــــــه ده
چـــــی په پوهني ،خپل کلام کړې موزون
د صــــــــــــــاحبدل ، خوږه وینا ورکه ده
په قافلي کـــــــــــــــې د ژوندون ، رااوړم
د اوسیدو رانه ، معنـــــــــــــــــی ورکه ده
په جهـــــــــــان تل وي ، خوش قسمته هغه
چی یي د زړه څـــــــــخه ، سودا ورکه ده
غلی احســــــــــاس دومـــــــره ،زبیښلی یمه
چــي رانه لاره ، د سبــــــــــا ، ورکــــه ده
سید عبیدالله نادر
 
 
 
د احساس مشعلونه    
په مجمر کـــي ، د احساس چي سو ځیدلي
د زمـــــان له فرعـــــــــونانو ځــــــوریدلي
خاوندان دعـــــــلم و فن ، په دي وطن کي
د انبـــار ، انبــــار غمـــــــونو سره ، تــللي
بیمــــــــاران چي ، په کړاو ددي وطن وو
داسی خلــــــــــــــک ، زمانی دي کم لیدلي
چي په پټه خوله، وینا یي لــــــــکه ګل وه
حکمــــــــــتدانه خلک ، دي وطن روزلي
فدایان د نام او ننــــــــــګ، په خپله خاوره
خپــــــــــل سرونه یي ، په دي لاره ، بایللي
چي د نورو آســــــــــــــایش  ، آرام د پاره
ګـــــهوارې ، غوندي په ځان دي ، کړیدلي
راحت پریږدي ، زحمت واخلي ، پّه سرونو
د وطــــــــن په درد و غم کــــي ، ژړیدلي
چې راویښ ، په خپل کوکارو دا ملت کړي
د خپل قـــــــــــام و بیدارئ ته، چــــغیدلي
د وحشـــــت او ویرې ، سـختو زندانو کې
قدرمن یي ، سید حســـــــــن په څیر وژلي
په محبس د نام و ننـــــــــــګ او میړنو کي
ډک جـــــــــــــامونه یي ، د زهرو دي منلي
دي بیدیا د بــــــی قدرانوکــــــې ، عمرونه
ډیر زړه ســــــــــوانده ، په ژړاشیون وتلي
مشعلونه د احســــــــــــــاس او معرفت یي
د حـــــــکمت لــــــه منارو دي ، غورځولي
په وینــــا بلي ډیوي ، دهر محــــــــــفل وي
چـــــــي په رمز او په حکمت وو ، رسیدلي
دا رنځونه به مو تل وي ، بی درمـــــــــــانه
طبیبـــــــــــــــان مو چي ، له ځانه دي رټلي
د بیدرو بی احســــــــــــــــاسو واکــدارې کې
محــــــــنتونه قدرمــــــنو دي، ګــــــــــــــــاللي
چی تر سره شــــــــــــــي ، مراد د انګریزانو
د وطن یي ، سر و سترګي دي ایســــــــــــتلي
حاکمــــــــــــــان مو ، نوکران د استعمار وو
چي خدمت کي د دښـــــــــــمن دي ، چلیدلي
واکـــــــــــداران د تیـــــــــــــاره ، ذهنیتونو
په نامــــــــوس د معرفت دي لــــــــــو بیدلي
په کـــــــلونو نادانانو دي ، وطــــــــــــن کي
معرفت د باغ ، ګـــــلونه دي ، زمــــــو للي
ډیرګـــــــــــلونه ، داحســـــــــاس او امیدونو
په ګلشــــــــن د ارمـــــــانو کي ، رژیدلــي
په هـــــــــغوی دي ، په زرګونو آفرین وي
چـــــــي په قدر د دردمـــــنو پوهیـــــــــــدلي
خدای خبر په حــــــــــــاتم خیلو به بیا راشي
داسي خلــــــــــــک سید حسن په شان ښاغلي
د (نادر) په زړه کـــــــــي ، ځای دی د دردمنو
چی یي ډیر ، په خپل وینـــــــــــا دي ژړولي
سید عبیدالله نادر
 
 
کال ۱۳۷۹پیښاور
تیاره ذهنیتونه  
دلــــــــته بیدو کــــــې ، څوک بیدار نه پریږدی
دلتـــه د ځان نه ، څوک هوښــــــیار نه پریږدي
چي د پردي شاته ، دښمـــــــــــــــن کړي رسوا
احســــــاس خــــــاوند ، او خبر دار نه پریږدي
دلـــــــــــــــته دي لوبی ،مـــــــعرفت په ناموس
دعلــــــــــــم و فن دلـــــــــــــته آثار نه پریږدي
چي ترې نه ویره کړي ، په خـــــــوب کې غلیم
د خپل دښـــــــمن د سترګو خــــــار نه پریږدي
ذهنـــــــــــــــــــــــــــــیتونه دي ، تیاره د خلکو
چي په میدان کې ، شهـــــــــــــسوار نه پریږدي
د آرزو دبڼ ، نیالـــــــــــــــــــــــــګي شولو وچ
ځــــــکه چي باغ کي ، څوک مالیار نه پریږدي
چي خـــــــــپل وطن غواړي ، مشرق د سر تاج
داسي دردمن ، سیاستمــــــــــــــــدار نه پریږدي
تل وژل کیږي ، غمـــــــــــــخواران ، د بـــــشر
په دي وطن کې ، اهل کــــــــــــــــار نه پریږدي
چي وي روښــــــــــــــانه ، مـــــعرفت په ډیوی
داســــــــــی څراغ ، په دغـــــه لار ، نه پریږدي
چی وي بیمــــــــــــــــــارتل ، په کــــــړاو دوطن
د سید حـــــسن په څیر ، بیمـــــــــــار ڼه پریږدي
داســــــی غمـــــجن ، چي د وطن په حـــــال کې
ژړا شــــیون لري شــــــــــــــــــعار ،نه پریږدي
چي په خـــــــــــــــپل قام ، او خپل وطن وي مین
د سید جمـــــــــــال غوندی ، غمخوار نه پریږدي
په ســــر دارئ چي یي، نازیږي ملـــــــــــــــــت
لـــــــــــــکه اکبر غـــــــوندي سردار، نه پریږدي
چي د دردمنو ، سترګو تور وي همـــــــــــــــیش
سید اسمــــــــــــاعیل غوندي ، نامدار نه پریږدي
مهـــــــــــــــــــــار دی تل د بي هنرو،  په لاس
اهل تدبیر ته ، دا مهــــــــــــــــــــــار نه پریږدي
چي یي تو یږي ، له زخمـــــــــــــــــی زړه ویني
داســــــــــــــــــي دردمن ، په دي دیار نه پریږدي
خران وهلی ، دا ګلشـــــــــــــــــــــن دی ، زمونږ
دلته په باغ کي څوک ،بهــــــــــــــــار نه پریږدي
تل وي حــــاکم ، په دي چمــــــــن دا قـــــــــانون
چي د بلـــــــــــــــــــبلو چغـــــــــهار ، نه پریږدي
تیــــــــارې په ګور، د ارمــــانو شوي خـــــورې
دلتــــــــــــــــــــه څوک شمع، په مزار نه پریږدي
زخمي زخمی کړي، د دردمــــــــــــــــنو ، زړونه
پرهار علاج ته پرســـــــــــــــــــــتار ، نه پریږدي
نادره مه خوره ، د زړه وینـــــــــــــــــــي دي نور
چي دلته وړ ، د افتـــــــــــــــــــــــخار نه پریږدي
سید عبیدالله نادر
 
کال ۱۳۷۸پیښاور    
تل به هسي ، زمونږ خلـــــک پریشان وي
که حاکمــــه ، په دي ملک کې نادانان وي
ورکــــــه لار به ، قافله د مـــــعرفت کړي
لار ښودان که مو د لارې ، کور دلان وي
دانایان به تل تر تله ، زندی ، کـــــــــــیږي
په صـــورت کي د انسان ، که دا دیوان وي
د حیــــــــــات تضمین به ، نه وي د دردمنو
که چارواکي ، د دوران مو جـــــــاهلان وي
قافله به د مقصـــــــــــــــود رسي ، کمال ته
استادان که مو ، د علم خـــــــــــــــاوندان وي
انتبـــــاه به ، لـــه فاني دنیـــــــا وانــــــــخلي
حاکمــــــان کـــه د عصــــــــــر ، غافلان وي
د امید کشـــــــــــتی به ډوبه شي ، غرقاب کې
کــه روان په کږو لارو ، آشنـــــــــــــایان وي
سید عبیدالله نادر
 
 
کال ۱۳۷۹پیښاور
پس لـــــــــه عمرونو ، زما یادو کې ته یي
په ښــــکلي شعر ، او ترانو کــــې ، ته یي
څـه به شــــــکوه ، له تنـــــــهایي ، وکړمه
چي می په خوب او په ، خــــیالو کې ته یي
چي زغــلوم هرې خـــوا ، فکر او خیــــال
ګــــورم د زړه ، په کنــــــــارو کې ته یي
هلته چي خیـــــــــــــال کې ، نندارئ کومه
زما د ســــــــــــترګو ، نظارو کې ، ته یي
په هره خوا کې ، ستــــــا صـــورت وینمه
په مـــــنظرو د بهـــــــارو کــــــې ، ته یي
وراني ویــــــــجاړي به ، تر څو ګــــورمه
چي زمــا د زړه په ویرانو کــــــې ، ته یي
چي وي له وهــم او له خیــــــــاله ، اوچت
هلـــته زمـــــــا په آسمــــــــانو کــې ، ته یي
څنــــــــــګه غافل به ، ستا له یاده ، زه شم
چي مي ، په تیــــــرو خــاطرو کي ، ته یي
هر چیرته وینمــــــه ، تصـــــویر ستا د مخ
د تصـــــــــور، ډکــــو جامـــو کې ، ته یي
چیرته تارو ته ، چي مضراب وړاندی کړم
زمـــا د ســـازونو ، په نغمــــو کې ، ته یي
لنـــډه یي داچي ، په هر ځــــــــــای راسره
زمــــــــــا په ستړو ، اوسیـــــــلو کې ته یي
(نادر) دی تل داستـــــا ، په میـــنه ، ژوندی
چی یي د شعر ، هرې مــصرو کــــې ته یي
 
 
کال ۱۳۷۹پیښاور  
دعا        
دردمن چي ، په خــــپل ژبه د بلـــــبل په شــــان ګویا وي
په رموز د عشــــــــق پوه ، وي په دردونو آشــــــــنا وي
چي د خــــدای له ویرې نه وي ، غــافل یوه لمـــ-حې کې
خبردار د زمـــــاني ، او مـــــــکارئ ددي دنیــــــــا وي
چي په لاره باندی ســـم کړي ، دا ړانده د زړه په سترګو
غمخوار چي ، دبشــــــر وي د بی لارو رهنمـــــــــا وي
په پرهار د زخمـــــي زړونو ، چي مرحم د تسل کیږدي
هم طبیــــــب زمونږ د رنځ وي ، پرهارونو ته دوا وي
په کیمیــــــا د خپلي ژبی ، کینـــــي لیري کا ، له زړونو
د دردمنو په څیر زړه کې ، آییني غوندي ، صـــــفا وي
او ښـــــکي پاکــــي د بیوزلو، په دستار او شمــــله کړي
چي غمخوار وي د دردمنو ، مــهربانه په هر چـــــا وي
بیا په نور د مـــــعرفت کړي ، جهـــــــالت خونه روښانه
چي خــــورې یي په هر لوري ، د مشعل په څیر رڼا وي
دي صـــحرا د جهالت نه ، چي بهر مو په اخلاص کړي
چـــي په رمز باندي ، آشنــــا وي ، تر همه واړو دانا وي
درد و غم کې د وطن چي ، شپه او ورځ وي ژړه غونی
عبادت او ذکر و فــــــکر یي ، د وطن په حـــال ژړا وي
چــي مــــهار د قـــــــافلي د بیدردانو ځیـــــــــنی ، واخلي
هم په رنځ د ســــــــفر پوه وي ، کــــــــړیدو لره پیدا وي
منور چـــــــي په راتګ خـــــپل ، دا زمونږ د زړه دنیا کا
دا دردمـــــن دي خدای پیدا کړي ، که زمونږه په دعا وي
سید عبیدالله ناد ر
 
کال ۱۳۵۳کابل  
مدهوشه دیوانه  
چي په ژبه می ، جاري ستــا ترانه شوه
په خنــدا راته ،په مخ کې زمـــــانه شوه
تواضـع می د ساقی ، هومره ده ، کړي
چــي انداز د هر کـلام می ، رندانه شوه
د غمــ-و بارونه هلته ، رانه سپک شول
نشیمن چي می ، په ګوټ د میخانه شوه
د هغي لمــحي سکون می ، نه هیریږي
د ساقي په لاس چي ، ډکه پیمـــانه شوه
د مستـــــــــانوپیالي می ، کړلي ما تي
ځــکه نوم می ، یو مدهوشه دیوانه شوه
درمندونه می ، دصــــبر او او سیلو وو
خو د یار په در کي ، ټولـــه نذرانه شوه
په دســــتور د یارانئ باندي ، آشنا شول
چي یي زده ، زمـا د مینې ، افسانه شوه
ګـیله نشـــته ، دیارانو ، بی مــــهرې نه
چـــي بدله په دي دور کي ، یارانه شوه
سید عبیدالله نادر
 
د خالاصون ناخدایان  
کال ۱۳۸۰پیښاور  
په زړه کي صاف ، هغه یاران چیرته دي
د بی کســــــانو غمخواران ،  چیرته دي
چـي ترې او چت شي ، بوی د مهر و وفا
د بـــاغ و بڼ هغه ګـــــــلان چیرته ، دي
چي مو په درد ، او اندیښــــــنو کړي خبر
داسي درد مند ، صــاحبدلان ، چیرته دي
طرز د یــــارئ او آشنــــایي شــــــو بدل
د پخـــــــواني رنګ آشـنایان ، چیرته دي
چي مو مـــــستان کړي ، د تو حید په رڼا
دا د مســــــــــــــــتیو بلبلان ، چـیرته دي
چي اســــــــارت د دیو و دد کې ، نه وي
په نفس جاکمــــه انســــانان ، چیرته دي
چـــــــــي مونږ ته لاره ، د ثواب وښایي
داسي لارښود ، داسي مشران چیرته دي
د او سیلو کشــــتی ، ډو بیږي ، په مونږ
دا د خــــلاصون ، ناخدایان ، چیرته دي
سید عبیدالله نادر
 
کال ۱۳۸۵کابل
دصاحبدل خوږه وینا یمه زه
 
ګلي چي تا سره ، آشنـــــــــا یمــــــــه زه
د عشق په رنځ کې، مبتلا یمـــــــــــه زه
ته می یـــــــادونو ، او خــــوبونو کې یي
تل به دا ستا په مینه، پایمـــــــــــــــه زه
بی له ته ژوند رابـــاندي نه تــــــــیریږي
باقي ژوندون ته ، په سو دا یمــــــــــه زه
چي می څو ګوټه ، ستـــــا د میني څښلي
عمرونه مست ستـــــــــــــا په هوا یمه زه
ټول عمــــــــــــــر کاږم د فراق ، بارونه
ځــــــــــــکه دردونو ته ، پیدا یمــــــه زه
بیلتونه نور می ، آزارونه مـــــــــــه اخله
چي ستا د لاســـــــــه ، په ژړا یمــــه زه
هومره په زړه کي ، دیدنی ، لرمــــــــــــه
د خاطرو لویه ، دنیا یمــــــــــــــــــــــه زه
هر چـــیرته اوري می ، دردمن دزړه غږ
ځکــــــــــه خوږمن زړو ته ، دوا یمــه زه
د خپل احســــــــاس په شــان میندلای نشم
لــه ټول عــــالم ځیني ، جـــلا یمـــــــه زه
غیر د رښتیا نه ، زړه کـــي ، هیڅ نه لرم
چي په خپل قول کې بي ریا یمـــــــــه زه
که چــــــــــا نه ورکه وي ، احسـاس قافله
ددغي لارې ، رهنمــــــــا یمــــــــــــه زه
هر چاته شیـندم ، لکه شمـــــــــــــع فروغ
د تیـارو زړونو رڼا یمـــــــــــــــــــه ، زه
خپلــه وینــــــــــــــا کې می ، دردونه لرم
د صاحبدل خوږه وینـــــــــــــا، یمــه زه
ظاهر صــــورت می، د مجــنون مه ګنئ
ځــکه لټون کې د معنــــــــــــی ، یمه زه
یو څوک همــدرد ، د زړه په درد نه وینم
په دي دنیــا کې ، یک تنـــــــــــها یمه زه
د نادانــــــــــانو ، د غفلــــت پایلــــــه ده
چي نن ، په هر کوڅــــــه رســـوا یمه زه
پرون مــــی برم ، ټولــــــه نړئ ښـوراوه
نن د هر چــــــا د در ګـــــدا یمــــــــه زه
راشه محـــــبوبی ، اوس می حال وګوره
چي خــپل وطن کې، بینــــــــــــوا یمه زه
سیدعبیدالله نادر
 
کال ۱۳۷۶پیښاور    
ته انسـان یي ، نمــــونه د کـــــرامت یي
یو شهکار د عظــــــمتونو ، د قدرت یي
د هوی او د هوس سره په جنــــــګ یي
ته پیـکر د خواهشـــــــــاتو د شهوت یي
تا ته یي نفـس ،د امتــــحان د پاره درکړ
دغه دیو ته که تسلیم شو ي ملا مت يی
امانت بارونه ، تا ته سپــــــارل شــوي
ته مسول ، د ستر هدف او رســـالت یي
ته مالیاریي دخــــــــــالق په دغه بڼ کې
ته باعث ددي چمـــــــن ، د طراوت یي
ته د امن او د ســــــــــو لي ، فرشته یي
ته حــــــامی ددي وګړو ، د عزت یـــي
سیدعبیدالله نادر
 
روحي بیخو دي          
لکه څرنګه چي د شرابو د پر له پسي پیمانو څـــــښل رندان بیـــــــخوده کوي . نو یو ښه شعر، ښه وینا،
یا د صــــاحبدل وینا ، دلبرا نه او فیلـــــــسوفانه وینا، چي د طعنو او الفاطو د ګذارونوځیني لیري وي.    
نو انسان د رو حي بیخودئ او معنی خواته بیـــایي ،او د زړه او ضــــــمیر تیـــــارې یي روښانه کوي .  
سړي ته رو حي ســــکون او آرامتیا بخښي . تر ټولو د مخه به دا ښه وي ، چي انســـــان یو څو خبري د
یو حکمت دان انســان څـــــخه واوري . چــي د ښه خبرو په اوریدو سره د انســــان په زړه کي روښنایي
پیدا کیږي. خو دا خبره د داسي یو انسان څخه ، سړی واوري چي هغه، د ښه ژورې مطالعی او پو هي
خاوند وي .                                                                                                    
او زړه یي د معرفت په نور او څراغ رو ښــــــــانه وي .او دا روښانه خبره ده . یاني تر څو چي د انسان
د ذهن او ضمیر تیارې ، د معرفت او حکمت په نور روښانه نشي ، او انســــــــان د تنګ نظرئ په لو مه
کې بند او د پراخ نظرئ څخه لیري او سي ، نو د معنی له درک څخه عاجز وي . او همدا رنګه په فلسفي
او د معنی څــــــخه ډ کو لیکنو او ویناو باندي چي ژورفلسفي درک غواړي .په هغي یي په عامه اصطلاح
نه سر خلاصیږي ، او نه پرې پو هیدلاي شي .                                                                  
 
 
 
کال ۱۳۷۶پیښاور              
ازلیت                    
درنه چوپتــــیا کــــې ، دا د لوی آسمـــــان
ستا د قدرت او عظمـــــــت ، نښــــــــي دي
په تـــــور تورتم، د سمــــــــــــــندرو په تل
ســــــــــتا د بی شانه ، ازلیت نښــــــــي دي
په دروند رفتـــــــــار، او قدمــــــــــو د عدم
ستا د عظـــــــمت ، او ابدیت نښــــــــي دي
په وران ویـــــــجاړو ، ادیرو کـــــــې د ډار
ستا د قدرت او د هیــــــــبت ،نښــــــــي دي
تورو تیارو ، او ظلـــــــــمت کــــــې د شپو
ســـــتا دغرور، او صــــــلابت نښـــــي دي
په طــوفــــــانونوکې ، د بحرونو ســـــــــتا
د جبــــاریت او قهــــــــــاریت نښــــي دي
درنه چوپتیا کـــې، د زمان و مـــــــــــکان
ډیر عبرتنــــــــاکه ، د قدرت نښـــــــي دي
هلتــــــــــه چي چـــــــا ورته نظر نه رسي
هـــا قلـــمرو کې ، د پراخیت نښـــــــي دي
په سراسر د حیرتنـــــــــــــــــــــــاکه نظام
ستـــــــــــــا لایزاله ، حریت نښــــــــي دي
په درست ســــرحد د کـــــایيناتو کې ، ستا
د لوړ شوکت او حاکمیـــــــــــــت نښي دي
په رمــــوزاتو د عــــــــالم کــــــې ، همیش
هـــر یو غــافل ته د عبرت نښــــــــــي دي
چي په جوړښت کې ،ســــتا د کون ومکان
ستـــــــــــا د تدبیر، او درایت نښـــــي دي
ګردنده ســــــــتورو ، او نظام کې د شمس
ستا د اختیار، خود ارادیت ، نښـــــــي دي
اســــــرارو ډکه د وجود مـــــــــــاڼی کې
ستا د رفـــــعت و الـــــــوهیت نښـــي دي
په کـــــــاڼو بوټو د چمـــــن کـــــــي وینو
ستاد حشمـــــــت او جلالت نښــــــــي دي
هر کاڼــــئ بوټئ ، عـــــــبرت بین د پاره
دي چمن کــــــې ، د معرفت نښــــــي دي
په هر اندام او په وجود کـــــي زمـــــونږ
ستــــا د پو هني ، او حکمـــــت نښي دي
شور و فریاد د بلبــــــــــــــــــلانو، سحر
ستا د ثـــــــنا ، او د صـــــــفت نښي دي
سید عبیدالله نادر
 
 
د عمر خزان                                                       
څومـــــــــره هیري شوي ، ستــــا تیرې خـاطري ، زمــــا د ذهن په آسمـانونو کې ستا د عنبرینو زلفو سلسـلي
اوس زمــــا د خیالونو په دهلیز کې ستا د حسن تابلو زړه او ګرد وهلي پرته ده . ځــــکه ستـــــا د یادونو لاس
بیا پري نه دی کش شوی . د دوړو لاندي پرته تابلو اوس د خـاطرو څــخه هیره شوی ،ځـــکه چي د روزګار
طــــــوفانونو په مقـــابلي کي ستا د تیرو یادونو هیـــــنداره ماته شوي . او د حــافظی د فراموشئ په دهلیز کې
بی قدره پرته ده .داسي ښـــکاري چي د خـــاطرو ډیوه مړه شوي .د هــغه میني شرار چي ډیرو تیــــــــارو ته
به یي رڼا ور کوله او ستــــــا یادونه به یي تازه کـــول، او زمـــا د زړه نړي ته یي روښـــــانتیا ورکوله هغه
شرار او مســــــتي د سر کشئ څخه غورځیدلی ، او پر ځـــای یي ډیر ډارونکی ظلمـــت او تیــــاره د ذهن په
کوڅو باندی حـــــاکم دی. دا ځـــکه چي د ژوند څراِغ په ختــمیدو دی، او د زړه لویه دنیا اوس د یو بی انتها
سفر تیارئ نیسي . او د زړښت خزان د وجود په کښت یرغل راوړی .
سید عبیدالله نادر
 
 
دوطن درد منو بچیانو ته            
ته له خپل حاله نه خبریږی ولي        
د سـتر ګـو توره ، بی زړه کیږی ولي
له کــــــــــــــاروانه لیري کــیږی ولي
عزم و همت باندی ، اوچت کړه ته ګام
له خنډ و خار ځینــــــــي ایریږی ولي
د تر قی کاروان فلـــــــــک ته وخوت
ته له خپل ځـــــایه ، نه خوریږی ولي
نړي په ســـــتورو کي ، څیړني کوی
ته په تش خــــاورو کي لو بیږي ولي
خلـــــک ســـــاحل ته د نجات وو تل
ته په خــــو ناب کي بیا ډوبیږی ولي
ستا مستقبل باندي ، غلیم کړي لو بی
ته له خپل حــــاله نه خبریږی ، ولي
نــــور د مراد و ســر منزل ته رسی
ته په او هـــــــامو کي ورکیږی ولي
مهار نیــــــــولی لیونو د کــــــاروان
ای بی خــــــــبره ، نه پو هیږی ولي
ټوله دنیا لاس د وحـــــــدت ورکړی
ته د نفــــــاق په اور سو ځیږی ولي
انبار غمــــونه ستا په کور پراته دي
ته د خپــــــل درد نه دوا کیږی ولي
 
سید عبیدالله نادر
 
د وطن دردمنو بچیانو ته        
کال ۱۳۷۷پیښار        
وخت د خپل ځان د خبریدو دی ګله
 
دغه زمــــــــــان د ژړیدو دی ، ګـــــــــــله
بیا د عبرت د اخیســــــــــــــتو دی ګــــــله
وخت غنیمت دی ، خو له لاســــــه ووځي
ژر شه چي وخت په تـــــــــیریدو دی ګله
تباه بر باد له جهــــــــــــــــــــالته یو مونږ
دغــــه دوران، د پو هیــــــــــــدو دی ګله
غلیم زمونږ په سر نوشــــــــت کړي لوبی
وخت د خپل ځـــــــــان د خبریدو دی ګله
تر څو به پروت یي د غفلت په خوب کې
دغه فرصت د ویښـــــــــــــــیدو دی ګله
ځــان کـــــي بدلون په معرفت راولـــــه
لمــــــر د عرفـــــان ، په ډوبیدو دی ګله
چي لیري نه شئ له کـــــــــاروانه د علم
مضــــــــــــبوط قدم ، د ایښیدو دی ګله
هغوی که وران کړ په جفا ســــــتا وطن
تا ته فرصــــت د جوړیدو دی ګــــــــله
تر څو به مات و ګوډ و خلاصه خوله یي
دغه حـــــــــالت د پاڅیـــــــــدو دی ګله
په مغارو کي د وحشت یو ایســـــــــــار
مصلـــــــــــحت مونږ ته د وتو دی ګله
که د همــــت څخـــــــه وانخــلي ته کار
خدایږو ستـــــــا نوم په ورکیدو دی ګله
نادر ژړیږي ستـــــــــــا په غم کي مدام
ستا خوار حـــــــالت د ځوریدو دی ګله
سید عبیدالله نادر
 
 
د افسوس عالم                                
سپین ږیری بوډا چي ملا یي کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کي يي لکړه وه په لاس .
سر یي ښکته وو نیولی او دوه د لټون ستر ګي یي د ځمکی په لور ښخي کړي وي .    
تا به ویيل چي ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی
چي تر څنګه یي د تیریدو په حال کې وو . نو د ټو کي په انداز کي یي ورته ووییل :
بابا په خاورو کي څه لټوي؟                                                                
 
با با په انتباهي انداز کي ورته ووییل : د افسوس په یو عالم کي لټومه می په خاورو
کي ځوانی                                                                                    
سید عبیدالله نادر
 
 
 
دوطن دردمنو بچیانو ته    
نن دی که سبــــــــــا دی ، مونږ روان یو دا ځمکه دا وطن دا جهان او دا ارمــــانونه به تاسي ته بچیانو پاتی
کیږي. دا وطن ســــــتاسو د مټو او ستاسو د زیار او همت انتظار کاږي دا باغونه دا ډاګــــونه به ټول تاسي
ته در پاتي وي . مونږ به نه یو ، خو په دي ښـــــــه و پوهیږئ چي د وطن د انتظـــار ستر ګي ستـــا سو په
لور دي . ځکه د فنا په دي کــــاروان کي د ډیرو دردمـــنو وخت نور پوره شوی یانی د فانی دنیا څخه روان
دي ددوی تګ ددي فـــانی دنیــــــــا څخه د ژوندیو دردمنو په زړونو کي ویره اچوی  .                        
                       ځکـــــــه هر چاته داسي بریښـــي چي په دي لوی ډګر کي دي لویو لویو رســــالتونو ، او نورو ستو نزو ته
یواځي پاتي شو ، تاسي په ته کــار ده چي د همت لمـــن د لاسه خطــــا نه کړئ . او په ډیر متــــانت د علم او
معرفت په رڼا کي خپل مســــــــــــتقبل په رڼا بدل کړئ .                                                        
 
تاسوته ښایي چی د خپل تاریخ او اســــــــــلافو څخه عبرت واخلي د بدو څـــخه یی پر هیږ او ښیګړو څخه یي 
نقش قدم ولاړ شئ . ځکـــــــــه ددي ستونږو حـــل د معرفت په رڼا کي او د خپــــــل وطن د تاریخ پیژندنی او
آشنایي په رڼا کي ښه کیدای شي . ولی چی تر اوسه مو ډیر د جهــــــــالت په کندو او کنډوالو کي لاس او خپي
ووهلي چي لا تر اوســـه هم لګیــــا یو .د عبرت سترګی مو ړندي او غوږونه مو کـــاڼه دي تاسی ته ښایي چي
د تیر برم او عظمـــــت په نظر کي نیولو سره د خــــپل راتلونکي تاریخ پاڼي زریني کړئ . او خپل د دردمنو
او وطنپالو د زړه له کومی احســــــــاسات درک کړئ  . او دا احســاس په ځان کي وپالئ او بیا یي نورو ته په
میراث پریږدئ  .  ځـــکه اوسنئ دردمنو په ډیرو پریشان حــــالئ ددي دنیا نه سترګي پټي کړی ، د وطن په
حال غمــــجن او سو کالي ته سترګي په لاره پاتی شول ځکه هغوی ولیدل چي په دي فقیر قوم کي داسی څوک
نشته چي د رهبرئ او مشري واګی په لاس کي واخلي او دا ملت ددي غرقاب څخه د نجـــــــات او خلاصون
ساحل ته راوکاږي نو ځکه هغوی له دي دنیا ارمانجن لاړل او په بله معنی د تل لپاره یي ددي دنیا نه سترګي
پټي شوي نو تاسی ته ښاي چي د وطن او عالم بشریت د درد درکولو احساس په ځان کي و روزئ ،او د سولي
د ســـــــاتلو د پاره نه یواځي افغانستان کي بلکه په ټوله نړئ کی خپله پوهه په کار واچوئ او په دي لار کي د
سر ښندنی نه هم دریغ ونه کړئ ځـــکه چي د آزادئ او سولي نیالګی به خامخا د زړه په وینو اوبه کوې او دا
نعمت په ډیره قربانیو لاس ته راځي .                                                                                
  سید عبیدالله نادر  
 
 
نه پو هیږم چــــي دا تحــــــویر د چــا دی
چي په خــــوله راځي څه تـــقریر د چا دی
بل عالم ښـــــــــکاري راته ، بیــخودۍ کې
د خپــل حـــــاله وتل،  تــد بیر د چـــــا دی
چي هر حرف می وځـي مسـتانه، له خولي
نه پو هــیږم چــــي دا تـــا ثیر د چـــــا دی
چی هر لمــــــحي وي ورته زړه په سـجده
په محراب د ضمـــــــــیر تصویر د چا دی
په عقــــــل و پوه چي نـــــــازیدو نشو پوه
له بنیــــــــاده جهــــــان ، تعمــــیر د چادی
چي ماتــــــم دار وي ټـــــــول عالم د یو بل
په دي ماتـــــــــــم سرای کي ویر د چا دی
ځیني تل غواړي بد خواهــــي د عـــــــــالم
نه پوهیـــږم چی دا تفســـــــــــــیر د چادی
تمام ژوند مي کړو دود مجمـــــــر د هستي
نه پوهیږم چــــی دا ،تقدیر د چـــــــــــا دی
سید عبیدالله نادر
 
کال ۱۳۷۸پیښاور د هجرت کلونه
ژور احساس          
د پیښاور د ګرمی مو سم دی. د عمومی سړک نه لیري په یوه چوپه او آرامه کوڅه کي، چي یوي لویي وني سیوری اچولی د ونی د سیوری لاندي یو افغان مهاجر د خپل ماشوم ځوی سره ناست دی . تر مخه یي دوه د خټو د یګونه (کنډولی) ایښي دي .                
چی په یوه کی یي شر بت او بل کي یي شړومبي دي ، په دي هیله چي ګوندي تر ماښامه پوري یو څه حلاله روزی ځان د پاره پیدا کړي . خو داسي ښکاري چي سړی د ډیر سواد خاوند نه دی خو د ابتدایی سواد د تدریس یا سبق ورکولو توان لری .                  
خو ماشوم یي د ځانه لیری کښینولی ، ماشوم په یو ِغوړیدلي څادر قلم په لاس کاغذ تر مخ ناست دی .                                    
پلار ورته الف او ب ور یادوی ، د پلار د تندي څخه یی داسی ښکاري چي د خپل ماشوم راتلونکي ته ډیر پریشانه دی .              
د سودا ورکولو په وخت کي که څه هم ډیر اخته وي نو ماشوم نه هیروي او بیا هر وار پري ږغ کوی ، چی دده ژور احساس او د زړه له کومی اند یښنه د خپل ماشوم په هکله ښییی .                                                                                        
خو دده د زړه حال پرته د صــاحب حاله بل څوک  نشي لو ستلای ، داسی ښکاري چي په ده باندی په دي فانی دنیــا کي  چي  کومي ناخوالی تیری شوي دي هغه یي ستر ګو ته دریږي . او د خپل د زړه سر ماشوم باندی یي دداسی تکلیفونو پیزوینه نه ده .              
                              او نه غواړي خپل ماشوم په هغه حال و ګوري چی په ده تیر شوی ، دده عالي همت د هرصاحب    فهم او عقل خاوند دپاره د خورا تقدیر او ستا یني وړ دی . دده نظر د ګڼو وروځو لاندی تند او ښاهیني نظر دی . ډیر لیري راتلونکي ته نظر کوي او د ډیرو آرزو ګانو او آرمانونو خاوند ښکاري خو د آرمانو نو او آرزو ګانو ماڼی یي د استقامت او عالی همت په ستنو ولاړه ده . او هیڅکله د نفساني ځواهشاتو په ستنو ډډه نه اجوی که څه هم په دي فاني دنيا کي په خپل عمر اعتبار نه لری خو بیا هم په دي کم فرصت کي د همت وزرونه خوځوی چی ګوندی خپل عا لي او سپیڅلي هدف ته چی د خپل ما شوم روښانه مستقبل او عالم بشریت د پاره خدمت دی ورسیږي . کا شکی د غه ژور احساس چی دی یي د خپل ماشوم د تعلیم او تر بیی په هکله لری او د هغه روښانه مستقبل په هکله اندیښنه کوی . دا احساس په مونږ ټولو کی وای نو مونږ به هیڅ وخت ددي مصیبتونو او کړاونو سره نه مخ کیدو .
سید عبیدالله نادر
 
 
       
                           یو قدم تر بهشته  
درویش چی په فلسفی سو چونو کې ،ددنیا د غوغا او شر و شور څخه لیری ، په یوګوټ کې ناست وو ، او په روښانه زړه رڼو او پرانستلو سترګو  یي د دنیا په چارو سوچ کاوه ، په ژور سوچ کې ډوب وو چې د دویشانو خاصه ده . یو تن د روښانه زړه خاوند او د حقایقو پلټونکی چی پرې تیریده ،په صاحبدلانه انداز کې یي ترې و پوښتل : درویشه ! تر بهشته څومره لار ده ؟ درویش وویيل یو قدم . سړی هک حیران شو . ویيل یي څرنګه ؟ درویش وویيل که دي یو خپه په نفسانی او شیطانی خواهشاتو کېښوده نو په یقین سره دا   بله خپه دي په جنت کې ده .
سید عبیدالله نادر                                                 .                                                                                                                          
                                                    د بصیرت خاوند                                                                                
 
زمونږ د محلی یو غریب دوست چي د ښي طبعی خاوند وو . او ښي خبرې اترې یي زده وي ، او په خپل ټوکو ټکالو به یي هر کله خلک خندول او په خپل صوفیانه وینا باندی په يي کله خلک په حیرت کې پریښودل .                                                      
یوه ورځ چي بازار ته راغلی وو د نو رو ورڅو په پرتله یي ډیرې تو کی ټکالی وکړې ، او خلک یي ډیر و خندول خو څو شیبی وروشته په داسی حال کي چې د خلکو د نظره لږ لیرې د ونۍ سیوری لاندی ولاړ وو . په خپل حال اندیښمند شو او حالت یي بل رنګ شو او سخت یي د ځانه سره وژړل ، زه چې لږ نږدي ورته ولاړ وم ،زما دده ژړا ته پام شو نو سخت پرې خواشینی شوم خو په معنی نه پوهید م ظاهراخو می تری هر څه وپوښتل او ډیرې ګرویږنۍ مي ترې و کړي چی د ژړا وجهه یي څه وه . خو ده هیڅ ونه وييل ما هم نور ټینګار و نه کړ . ځکه چې دده په نه وييلو کې هم معنی پرته وه . خو دده د اندرونی احساس او درد د پاره په واقیعیت سره یو صاحبدل او بصیرت خاوند په کار وو . چي په خپل عملی علم او مطالعی سره دده دا درد احساس کړي او ده سره    غم شریکي وکړي او په خپل صاحبدلانه وینا دده په زخمی زړه مرحم     کیږدی.                                                                                                                                                
سید عبیدالله نادر
کار درستی نیست که بعضی انسان ها را به حواس پرتی بی فکری و دست پاچګی متهم سازیم . و خود را دانا و خبیر از همه چیز احساس نماییم . تدبیر درست و حکمت قضیه دران است . که مشکلات مردم را باید از حواس و قیافه ظاهر شان درک کنیم . که درپس پرده نهان ازچشم ما مشکلاتی که دارند شاید باعث حواس پرتی، بی فکری،جګرخونی، و دست پاچګی آن ها شده باشد . باید علت را در محیط جستجو کنیم .این هم یکی از شیوه های نزاکت فهمی است .                                                          
 
سید عبیدالله نادر
 
                    د قصاوت په تله کې                                                
باید هر لحظه د تاریخ قضاوت ته انتظار وباسو. چی مونږ هرو مرو د تاریخ د قضاوت لاندی راځو ،او یوه ورځ به په مونږ هم قضاوت کیږي. او زمونو کړه وړه به د راتلونکو د قضاوت په تله کې تلل کیږي . نو په کار ده چي د خپل کارونو په ترڅ کې لیري لید هم و لرو او ډیر لیری راتلونکی په نظر کی ونیسو او لیری واټن ته نظر وکړو .څینی سیاستوال په خپلو کړو وړو داسي ښییي چی همدا نن ده او بس نه سبا شته او نه قضاوت یي                                                                                      
سیدعبیدالله نادر 
 
د عبرت لید                                                    
ډیرو به سترګی په دی ولاړ غر چی زه ورته مخامخ ناست یم لګید لي وي . د ډیرو ستر ګو به دا ناوونه او دا اوچت غرونه لیدلي وي . دا دریاب چی د غره تر څنګه په شور او زوږ کې روان دی. د زمان په اوږدو کي به د ډیرو نظرونه پری لګیدلی وي . چی اوس هغه سترګی خاوری خاوری دي . ددي غرونو د چوپتیا څخه به ډیرو د عبرت په غوږونو دفانی دنیا د بی وفایي څه اورید لی وي . ډیرو به دا هم په زړه کې ګرځیدلی وي ، چي مونږ به نه یو دا غرونه په ولاړ وي . په رشتیا چي دنیا د عبرت بینو سترګو له پاره اشارې لري . او د حال د خاوندانو د پاره غرونه او دریابونه په چوپه خوله خبري کوي . دا غرونه او دا سیندونه په چوپه خوله ډیر اسرار د ماضي او مستقبل ښکاره کوی . ډیر نا لیکلی تاریخونه د عبرت د خاوندانو ذهن ته د ننه کوی . ډیر د درد کیسی ، د فتحو او ظفرکیسی بیانوی لنډه یي دا چي کله کله ډیر غافلان دا زمانه په خپلو اشاراتو له درانه خوبه راویښوی  .
زمانه په هر انداز عبرت سازی کړي                          
تر څو ویښ کړی له لکونو یو غافل                            
.د درک او سالم هوش خاوندان په هر قدم کې ، له دي خاورو څخه د عبرت ټکي راټولوي او ددي ځاورو څخه د عبرت غږونه اوري                                                                      
چي می پورته په غرور کړل ًقدمونه
له دي خاورو نه ټر غوږ شول آوازونه    
قــــــــــدم رو ږده ای نادانه ، بی خبره      
چی کــکرې دي ، مخونه دي ، لاســـونه  
سید عبیدالله نادر
دا لیکنه چی د ادبی ټوټی یا پارچی بڼه لری .په ټیلفونی مرکې می دیو دردمن دوست د وینا څخه ددي پارچی الهام واخیست ،چی ددی ډیر افسوس یي وکړ . چی زمونږ خلک د ډیر بی ارزی او بی قدری نه خپل و طن پریږدي .  او زما خپل دا شعر دی :  بی ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو ـــــ لکه پروت چی په مجمر د سور انګار یم . په دي پارچی کې که څه هم زه خپل ځان ښیم .خو ټول مهاجر او مسافر ځان په کې  لیدلای شي. ددي ادبی ټو ټی لاندی می یو شعر هم پدي اړه لیکلی دی.هیله ده چی دادب د مینه والو خوښ شي . 
                                                                                           ته چی لاړې              
ته چی لاړې بیا زه په هغه کوڅه تیر نه شوم ،ځکه د کو څي په لید لو به ،ستا یادونه په زړه شول،او ستا یادونه به می سترګو ته ودرید ل .  ستا یادونو به زما د هجر وهلي زړه پر هارونه تازه کول .د کوڅی او هغه کور د لید لو سره چی ته به کې اوسیدی زما په سترګو کې به اوښکي راوغړیدی .  او ستا ښکلي خاطرې به زړه ته و دریدی او زما د اوښکو باران ته به یي نور هم زور ورکاوه . خو ته لکه عنقا ، د کوه قاف د غرونو شاته پناه شوی .او ډیر لیری ملکو ته ولارې . او ستا ارمان اوس مونږ ته په زړه شو.زمونږ د مجلس خوږوالی او تود والی به تا وو.   او ستا هغه بی آزاره،بی خاره ټوکي،چی د حساد ت د غشي د وارولو نه لیری وو.   د هغی یادول ما نور آزاروي اوس هغه کوڅه هغه خوبایي نه لری چی ته به په کې اوسید لی د هغی کوڅي زینت هم په تا وو . اوس زه ډیر په نا امیدی سترګي غړوم چي ګوندی یو صاحبدل لکه تا غوندی پیدا کړم . او خپل دردونه ورسره شریک کړم .خو افسو س چی دا هغه آرزو ده چی دلته نه تر سره کیږي.
 
ستا په تګ خالي شو ل زړونه                                
چی او س زیری د بهــار شو ، ته لدي دیاره لاړې
هر یو ګوټ ګل و ګلزار شو، ته لدې بهـــاره لاړې
ظلــمتونه دي ورکیږي ، رڼا ګـــانی دي خوریږي
چې وطن رڼا رڼا شـــو، ته له دی ســــــهاره لاړې
په ویناوو د حکمت دي ، چې مو زړونه وو روښانه
ته زمونږ د روح سکون وي، ای دزړه قراره لاړې
د زمان دي طــوفانو کــــې، د ادب نیا لګي وچیږي
ددي بڼ خړوب په تا وو، ای بڼ مالیــــــــاره لاړې
بلیدی چې لــــــکه شمع ، په محفل کـــــــې د یارانو
ای زمونږ د محفل شمعی ، ته په کومه لاره لاړې؟
په شهامت دي وي ولاړې ، د درد منو د زړه ســتنی
ستا په تګ خــالی شو زړونه، ته زمونږ دلداره لاړې
د ســـبا رویبار چــې راوړ، د بهبود زیری چمــن ته
هغـــــه دم ای غمګساره، ته زمونږ له ښــــاره لاړې
په غمــجن زړګي دي یوړل ، د وطــن د درد بارونه
د دردمنو په څـــیر ته هم ، په زړګي، داغداره لاړې
په فراق کې د وطن دي ، ډیر عمرونه وو ،تیر کړي
د عمــــــــرونو مســافره،ته لــه دي ګـــــــلزاره لاړې
په ارزښت دي قدردانه، دي وطن کې څوک بوه نشول
چې پیدا دي ، خریدار شـــول ، ته له دي بازاره لاړې
 
 
 
                                         
سید عبیدالله نادر
 
د ژور درک او احساس خاوندان                  
د احساس او ژور درک خاوندانو په هغه خبرو کې چې درد او تاثر موجود وي ، چي د انسان زړه او سترګي ورته ژاړي ډیر ژر متاثره کیږي . یا د ځینی صحنو په لیدلو سره د ژور احساس خاوندان ژړه غونی شی . په رشتیا هم داسی انسان ټه انسان نه ویيل کیږی چي هغه سره درک او ژور احساس نه وي. او د ګل پا چآ الفت په وینا داسی زړه چي د زخمی زړه په لیدو و نه ژړیږي تر هغه د صحرا کا ڼی ښه دی ،                                                                                                                
زړه یي مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمی زړه چی زخمی نشي
په یوه ځای کې ګورۍ چي د احساس او درک په خبرو سره یو څو تنه د درک او درد خاوندان ژړیږي .
خو ځینی نور لکه بتانو په شان بی روحه او بی احساسه ناست وي ، دا ځکه چي په هغو کې ژور درک او احساس نه وي ځیني دردمن خلک بیا دوه ځلي د یوی صحنی د لیدلو یا بیان په اورید لو ژاړي . یو خو چي د هغی درک یي کړی وي . بل چی ګوری د بی احساسو او بی دردو د نه درک  او فهم له وجهی ژاړي . هغوی چي زړه سوانده نه لری نو مشکله ده چي د بنادم نوم پری کیښودل شي. د سعدی علیه الرحمه په وینا سره                                                                                                  
تو کز محنت دیګران بیغمی
نشاید که نامت نهند آدمي
مرحوم سید حسن خان چي یو دردمن ادیب لیکوال او سیاست مدار وو. هغه دا شعر په پښتو اړولي . چي وایي .                                                                                                                
چي غمجن نشي په غم د درست عالم
نښایي چي یي نوم شي بنيــــــــــــادم
د انسان ښه والی په دي کي دی ، چي متواضع زړه سوانده د ژور درک خاوند ، او نمجني سترګي ولری . زه په دي یقین لرم چي هغه خلک چي د ډیر احساس او درک له وجهی په همدي دنیا کې ژړه غوني دي . او په خپل حلت اندیښمند دي نو دوی خدای بخښی ، او هغوی په خپله هم دا احساس کولای شي . چي د بی دردو بی درکو ، بی احسا سو ، او سنګدله انسانو څخه یي ډیر فرق دی . ځکه داسی خلک د دردمنو خلکو په زړونو کې ژر ځای پیدا کوی .                                                              
سید عبیدالله نادر
قصه یا حکایت                
د سعدی د ګلستان د حکایاتو څخه    
یوه ډله د حکماوو څخه د کسری په دربار کې د یو مصلحت د پاره سره راغونډ شوی وو .
او خبری یی کولي بزر جمهر چی تر ټولو عالم او فاضل کس وو د ډلی څخه لیری او چوپه خوله ناست وو .نو د وزیرانو د ډلی څخه چي د مصلحت د ورکولو د پاره ناست ول ، بزرجمهر ته یي وویيل چي ولی زمونږ په ډلي کې نه راځې او خبری نه کوی . بزرجمهر وویيل : چې وزیران د طبیبانو په مثال دي طبیبان دارو نه ورکوی ، مګر مریض او نا خوښ ته. زه چي وینم ستاسو رایه د صواب په لاره ده نو ماته د حکمت نه لیری ښکاري چي پر دي موضوع باندی خبرې وکړم .                                  
ژباړن : سید عبیدالله نادر
قصه یا حکایت      
د سعدی له حکایاتو څخه
د یو پادشاه په هکله واوریدل شول،چي د یو زندانی د وژلو په هکله یی اشارت وکړو. وایي چي هر څوک چي د خپل حیات څخه لاس ومینځی نو هر څه چي په زړه لري هغه ووایي. یا د ضرورت پر وخت د تیرۍ توري خولي ته سړی لاس نیسی . نو زندانی هم پادشاه ته ښکنخلی وکړی ، او بد و رد یي ووییل .پادشاه پښتنه وکړه چی زندانی څه وایی: یو تن نیک سیرته او روښان ضمیره وزیر ووییل :چي صاحبه دی وایي چي( والکا ظمین غیظ و والعافین عن الناس )یعنی په غضب باندی حاکمان د خلکو د ګناه بخښونکی دي ، بل وزیر چي د تیاره ضمیر خاوند او ده سره پّه ضد کې وو ووییل : د پادشاه په حضور کې د رښتیا نه په غیر څه وییل شه کار نه دی ، ده خو پادشاه ته ښکنځلی وکړی ، پادشاه په خبرو کې ور ننوت او وی وییل :دده دروغ زما ډیر خوښ شو .ځکه دده دروغ بنا پر مصلحت باندی وو .او ستا رښتیا د تیاره ضمیر او خباثت څخه سر چینه اخیسته ، وایی چي یو مصحت سازه دروغ د یو فتنه پاڅونکی رښتیا څځه غور ه ده   .                                                                              
سید عبیدالله نادر
                                .                                                                                    
 
 لنډئ          
خدای خبر بیا به دیدن وشي            
چي د غر بت ژوند می مرګي په کام کي وړینه
«««««««««««««««««««««««««
اوبو دي خوند راته بل ښکاري              
مګر دریابه ، د وطن څخه راځینه
«««««««««««««««««««««
د بد نصیب قسمت خواري وي
چی به تنکی صورت جلا شي له وطنه
««««««««««««««««««««««
خلکو تابوت می یوار کیږدئ
مسیحا دم بوی د وطن روح راکوینه
««««««««««««««««««««
خپل ګران وطن ته په سفر یم
د لارې ګرد می ځکه روح تازه کوینه
««««««««««««««««««««
خدای د هغو یارانو مل شي
چي په فراق کي د وطن شپي تیروینه
«««««««««««««««««««««
له مسافر ماما نه جار شم
چی په جامو یي د وطن ناست دي ګردونه
«««««««««««««««««««««««
دیدار به بیا په قسمت نشي
چی په پردي وطن کی ګرځم بی وطنه
«««««««««««««««««««
تنکی وجود می ډول سکاره شو
چي په عمرونو می هجران لمبې سیځینه
سید عبیدالله نادر
 
غمګین ماښام      
دا غمګین غوندی ماښام پر ما سهار کړه
بیا می خلاص د تلخــکامی د انتظار کړه
نا امیــدئ تیاره په زړه باندي خوره شوه
خدایه! ته یي راته بدلــــــــه په انور کړه
««««««««««««««««««««««««
ته په خپل فضل و کرم راته سکون را
په غمونو باندي توان د شبیـــــخون را
چي د زړه خونه روښانه وي ورباندی
داسي سترګي ، د عبرت او د لټون را
«««««««««««««««««««««
دا پریشـانه عقل و فکر ،راته مهار کړه
توري شپي د غمګینئ، پر ما سهار کړه
نا امیـــــــده او پریشــــانه یمــــه ، ربه!
ته په خپل فضل و کرم مي، امیدوار کړه
««««««««««««««««««««««
د حضور په وخت کي ته راته اختیار را
بی قرار زړه ته می ، ته صبر و قرار را
لــه وسواس څخه می ، وژغوره ای ربه!
د پریشـــانه عقل و فــکر، راته مهـــار را
«««««««««««««««««««««««
ماتــه ژبه د فریاد، لکـــــــه بلــــــــبل را
چوپه خوله کي په چوپتیا ، وینا د ګل را
چي محرم شمــــه د ټول عـــالم د زړونو
علمیت او بصـــــیرت د صــاحـــــبدل را
سید عبیدالله نادر
 
په غیږ کی می وي ټینکه نیولي
په مخ می درته ګډ کړو د مچکو ، چپاوونه
ته له ډیري حیا نه شر میدلي
تلوسه دي د خلا صون کړه
ګوندي مانه ، تښتیدلي
خو ما ته نه پریښودلي
زه له ډیره کش او ګیره
په خولو کي وم ډوب شوی
ستړی ستومانه په اوبو کي ، لا هو شوی
یو ناچاپه له خوبه شوم راویښ
په بالښت می چپاوو ګډ وو د مچکو
بل بالښت می وو ، په غیږ کي کلک نیولی
خپو ته می منګی په لته وو ، وهلی
په اوبو کی لوند خیښت پروت وم
نه خولي وي نه مچکي
او نه ته وي زما په غیږ کي
منګی پروت وو ، زما خپو ته
سید عبیدالله نادر
د حکمت نظاره    
ډیر ځله به په کو چنیوالي کی ، چي د خپلو مشرانوتر شا روان وم . نو د هغو ی عادت داسی وو چی په لارې کی به یي
کوم کاغذ په ستر ګو شو ، یا په لارې کي به پروت وو ،هغه به یي په دي نامه چي ګوندي د خدای ج یا پیغمبرانو نوم په
کی نه وي او د خپو لاندي نه شي ، هغه به یي اوچت کړ او د لارویانو د خپو نه به یي لیري چیرته کیښوده .              
څرنګه چي دا عادت راته د خپلو مشرانو نه په میراث پاتي وو ، نو د هجرت په دوران او په کلو نو کي د پیښاور د ټاون د
نهر تر غاړه روان وم . تر مخه می یو شلیدلی پاڼه چی د کومی مجلی څخه شلیدلي وه پرته وه ،ما په دي نامه چی ګوندي
د خدای  یا پیغمبرانو نوم پری نه وي لیکلی او دخپو لاندي نه شی نودا څیرلي پاڼه می چي د رنګین کمان د مجلي وه ، د
ځمکی څخه راوچته کړه ، چی کاته می په دي پانه کي دوه څلوریځی او یو نعت شریف وو . چي دوه څلوریځي یوه یي د
حب وطن او بله یي د خدای تعالی په ثنا او صفت کي وه ، چي دا دوه څلوريځي زما وي . نو ماته دا د حکمت نظاره او د
زماني د عبرتناکه اشاراتو او پند څخه ډکه خاطره وبریښیده .ځکه د حیرانتیا خبره دا ده ، چي ګوندي انسان دي یوه پاڼه د
ځمکي څخه اوچته کړي ،چي د خپو لاندي نشي او هغه دي د خپل شاعر خپل شعر وي .چي د خدای (ج)په ثنا او صفت کي
وییل شوی وي . دا ۱۳۷۹ کال وو او زما د هجرت ۲۲ کال په پیښاور کی وو . چي ددي پاڼی یوه څلوریځه چی د خدای په
ثنا کی وه هغه څلوریځه دا ده ، چی اوس می د عکسونو په چوکاټ کي هغه شلیدلی پاڼه د یادګار او عبرت په بڼه ایښي ده .
 
هر ورقي د ګلشن کي  ، ستا حــکمت دی
د بلـــــــــبلو په ثنا کي ، ستا حــکمت دی
په نظــــر د عبرت بین ، په دي چمن کي
هره پــــــــــاڼه یي ، دیوان د معرفت دی
سید عبیدالله نادر
د معنی سو چونه                                          
په ژورو سو چونو او اندیښنو کي په رکشه کي ناست وم . او د جلال آباد د ښار د کو څو څخه د تیریدو په حال کي وم . څرنکه چي می ستر ګي په دو کانو نو لګیدی او سوچ می بل ځای وو . دا سوچ می کاوه چی سبا کوم کار و کړم بل سبا کوم کار و کړم ، او لا
بل سبا کومو کارونو پسي لاړ شم . په دي سوچ کي وم چي په یوه دکان می سترګي و لګیدي چي دیواله اړخ ته یي تابو تونه درول شوی وو . نو د تابو تو نو د لید و سره می د عبرت ستر ګو د عبرت غوږونو ته دا پیغام ورساوه چی  ګوند ی یو شیبه به مهلت وي
او که نه پاتی شوه سبا او بل سبا د عبر ت د اخیستو دپاره په دي عبرت سرا کي ډیر اشارات راځي او همداسی د عبرت غوږونو ته
د معنی نه ډک مطالب ، خو مونږ که هغه د زړه په غوږونو واورو او اشارات یي د عبرت په ستر ګو و ګورو.                      
 
              څوک هر لمحي کي ، دد نیا له مکارئ وي خبر دار
څوک په آواز د کلندونو ، د ګور کن کي شي ، بیدار
««««««««««««««««««««««««
بی خبره یو شیبی کي د فانـــــی د نیـــــــــــا یم تلو نئ
په خپل حال باندی می پام دی ، ځکه یمه ژړه غو نئ
««««««««««««««««««««««««««««
درنه چوپتیا ده ، په نظر کي د غافل ، په هدیرې کي
د عبرت رســـــــا غوږونه ، ترې نه اورې حکمتونه
سید عبیدالله نادر
ګهر باره وینا                                                    
یو بی ګنا کس د یو حشمت او جلال خاوند پادشا ه ته د یو کس په قتل مجرم و پیژندل شو . پادشاه خپلو جلا دانو ته
حکم وکړ ، چی نور یي د کار څخه پرده اوچته کړئ او په عام بازار کي یي په دار ځوړند کړئ .                    
      بی ګنا چی د دار او پړي خبره واوریده نو د ځانه سره یي وویيل :تو کلت علی الله چي تو کل دي و ي په خدای کله
چي جلادانو دی د دار په لور رهي کړ . دده په خوله کي لکه ګل د نو بهار خندا غوړیدلي وه . په لاره کي یي ډیر
خندل او په ډیر خو شحالي سره د دار په لور رهي وو ، ډیر خلک دده حالت ته په حیرت کی وو .                    
                                                                                   جلادان هم دده بی تفاوتی او شهامت ته مرګ په وړاندی         حیران وو او په معنی نه پو هیدل نو یو تن د ملګرو څخه چی ورسره نژدی روان وو ورته ووییل : په دي وخت کي یار
کومه دی ؟ او وفادار کومه دی؟ چي تا ددي حالت څخه وژغوري د خلاصون ډاډ درسره څه دی ؟                    
دار وګوره ، انجام وګوره دا دومره خندا دي په څه ده ؟ ده ورته ووییل :چي ای د انجام ځیني غافله که راته څومره  
جامونه د بقا، د فنا ساقی راکړي په لاس خو زما دا یو نفس او یو دم باقی دی  . دا یو نفس چي غنیمت دی او په هیڅ
قیمت بیرته نه راګرځي . نو ډیر د حیف او افسوس ځای دی چي دا یو نفس په غم او غصي کي تیر کړم .            
ښه به دا وي چي دا څو لنډي شیبي په خو شحالي تیري کړم . ځکه دا ساعت بیرته نه راګرځي  .   دا ښي خبري چي
په عالم د معنویاتو کي د انسان روح او روان تازه کوی . او په تیاره او غافله زړونو رڼا اچوی ډیر خلک یي په حیرت
کې پریښودل او د هوش خاوندانو ته یي د خودئ ټکان ورکړ . دا ګهر باره وینا د پادشاه غوږ ته ورسیده .د پادشاه په
شونډو کي د رحمت او پخشایش مسکا راغله او بی ګنا ددي پند آمیزه خبرو څخه یي چي د بیګناه د ضمیر څخه سر چینه
اخیسته  ، دده په بي ګناهي اعتراف وکړ . او هغه یي د نوازش او بخشایش سره وبخښه  .                                    
 
د فارسی د ادبی انتباهی ، تعلیمی ، اشعارو څخه ژباړه
سید عبیدالله نادر
 
 
د سعدی علیه الرحمه د حکایا تو څځه  
ژباړڼ : سید عبیدالله نادر
یو تن د بادشاهانو څځه په یو مرض اخته شو . چی د هغی ذکر یي هم نشو کولای .یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددي مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان  زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر ځوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چي حکیمانو او طبیبانو وییلی وو. د هغه مور او پلار یي په ډیرو بخشیشونو ، او پیسو ونازول ، او قاضی هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تو یول د پادشاه د سلامت د پاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ .  هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو .  پادشاه پښتنه وکړه ، چی په دي حا لت کې څه ځای د خندیدلو دی ؟  هلک ورته ووییل د ځامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضی ته وړل کیږي ، او د پادشاه څخه داد غوشتل کیږي . اوس پلار او مور می ددنیا د طمعی په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه ، او سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوری . نو به غیر د خدای څځه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دي خبری د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ ،او د رحمت دیګ یي په جوش راغی . او په سترګو کې یي اوښکی راوغړیدی . او وي ویيل چي زما هلاک بهتره ده چی د یو بی ګناه وینه تو یه شي . نو خپل غیږ ته یی رانژدی کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . او ډیر بی اندازه نعمت او مال یي ورته و     بخښه . او داسي ویيل کیږي ، چی پادشاه په هماغه هفته کې  ، روغ رمټ ، او صحتمند شو .                                                                                                                                          
 
 
اغزن ماحول
ځم ډیر لیري ددي حسودانو د دوه سترګو څخه پټ چي دوه سترګي یي لکه : د خبریالانو د کمرې په شان
د ډیر حسادت او د کیني نه د یو بل په لور نیولی دي . ځم هلته چي زم د مقام،چوکی،شهرت،بډایي،شتمنی
ددوی د حسادت په کور لمبي نه اچوی . غواړم ددي بی دردانو نه په یو لیري واټن کې واوسم. د دوی تور مخونه چي د دوی د زړه ضمیر ښکارندویي کوی . و نه وینم ، په دوی کې چي د رشتیا ویيلو شهامت نشته او د ظالم د خوشحالی د پاره غوړه مالی کوی . دوی چي د ځانه سره یو ذاتي انساني فهم نه لري د دوی چي د قضاوت د تلي تارونه شلیدلي ، زه په دي اغزن محیط او ماحول کې په ورو ورو او په ډیر وسواس خپي پورته کوم ، او ګامونه ږدم چي ګوندی کوم دیو او دد راویښ نه شي . ځکه پرون په دي اغزنو رباطو کې ډیر د لوی ارواح خاوندان ، د معرفت او علم خاوندان دفهم او درک خاوندان ورک شوی ، او د بی ارزۍ او بی قدرۍ په لمبو کې سوځول شوی ، او ډیر د نامردانو او غافلانو په لاس وژل شوی.
 
د نفرتونو تیارې
چی بد نیته ، په مــاحــــول کې ، آشنایان شي
په هغه چـاپیر کې ژوند ، په سـړي ګران شي
معرفــت څراغ شــــــي مړ په هــغه خلـــــکو
چي نا اهله یي په ملـــک کې واکــــداران شي
له هغه ماحــول به جوړ، ګــور او دوزخ شي
چــي ظــالم او مســتبد یي ، حـــاکمـــــان شي
قافلـــــه د انســـــانیت رســــــــــي ، منزل ته
که ســـالار د قـــــافلي دردمن مشـــــــران شي
نفرتونـو ځــــــــای به ډک، په محـــــــبت شي
که روښـــــانه زړه ضــــمیر د هر انسان شي
سعـــادت بیړي به ، ورســـی ســـــــــاحل ته
ســـــمندر په رمز کـــــــه پوه ، ناخدایان شی
د زړه وینــــي تویول ، دلتــــــــه پّه کــار دي
تر څــــو دا ویجاړ ډاګونه ، ګلســــــــتان شي
حقـــــــــیقت کې مو درمـان د درد ، همدا دی
چي سمبال په علـم و فن زمونږ ، بچیان شي
دا تیـــــــارې د نفرتونو به شـــــــــي، لیري
د حــکمت په نور که زړونه مو روښان شي
ربه!طـــــور د مــعرفت دلتــه راخـــورکړي
چـــي د ځمـــکي په مــخ ، واړه دانایان شي
دا تیـــــــارې پــه رڼایـــــــي کړې ، رابدلي
چـــي له مــخي نه مو لیري دا دیـــــوان شي
سید عبیدالله نادر
 
شیلر
د فارسي ادبیاتو څخه د شیلر د یو ادبی پارچی
په پښتو ژباړه
زړه می غواړي چي د باد په وزرونو کښینم ، او هغه څه چي څښتن تعا لی د تاریکۍ او سر ګردانۍ له مینځه څخه پیدا کړي ،هغه تر خپو لاندي پی کړم ، تر څو مګر یوه ورځ ددي پراخه او بیکرانه سمندر پای ته ورسیږم . او هغه سر زمین ته ورسیږم ، چی د عالمیانو خالق هغه د خپل خلقت آخري سرحد ټاکلی ، زه له همدا اوسه ، په دي اوږود او بی انتها سفر کې ، ستوري په خپل تلپاتي ځلیدو کې وینم ، او وینم چي د کایيناتو په زړه کې د زرګونو کلنو لیاره پی کوي ، تر څو خپلي ټاکلي نهایي سر زمین ته ورسیږي ، زه تر دي حده بسنه نه کوم او لا هم مخ په وړاندی ځم ، تر هغه ځایه ځم چي نور د فلک ستورو ته په کې لیار نشته، په دیره زړورتیا د خاموشۍ او چوپتیا په دنیا ګي کي خپه ږدم . نا څاپه په یوي نوي دنیاګي کې ور داخلیږم ، چي ددي دنیا ګي په آسمان کې وریځي په حرکت کې دي ، او پر ځمکه یي دریابونه او سمندرونه بهیږي . په یو ډیره نرۍ چپه او د سکوت نه ډکه لاره کې په ژور سوچ کې روان یم . چي ناببره یو لاروی زما خواته نژدي کیږي او راباندی ږِغ کوي . اي مسافره! و دریږه په دي بیړه کوم ځای ته روان یي ؟ زه ورته وایم هغه دنیا ته چی آخر او پایان نه لري . هغه ځای ته ځم چي د عالمیانو خالق هغه د خپل خلقت آخري سرحد ټا کلی ، او هلته نور ذیحیات سا نه وباسي ، یعني ذیروح نه شته ، هغه راته وایي : اوه ........... ودریږه بی ځایه پر ځان دومره لوی تکلیف او د سفر رنځ مه قبلوه ، مګر ته نه پوهیږې چی غواړي په پراخه او بی پایانه عالم کې قدم کیږدې ..........په دي پوه شه چي تر دي پورته تا ته اجازت د سفر نشته ، ............ ای زما تند پروازه خیا له نور دي خپل پولادین وزرونه وټړه ، او ته ! ای زما د خیال ګړندۍ بیړۍ نور دي په همدي ځای دروند لنګر واچوه ، ځکه تر دي پورته تا ته د سفر اجازت نشته
ژباړن :سید عبیدالله نادر
 
علمی پلټني
که دکایيناتو تسخیر غواړئ ،که ددي پراخه نظام او د اسرارو ډکه او مرموزه فضا کی، د ورکو دنیا ګانو نښانی رابرسیره کوئ ، دلته که د نوی ژوند د پاره نوی لیارې لټوئ ، نو ددي د پاره په کار ده عالمی تړون او اتحاد ځکه ددي بیکرانه او عظیمه فضا په زړه کی پراته دي ډیر اسرار ددي اسرارو د پو هیدلو دپاره او د پلټنو د پاره د ډیرو فکرونو وحدت ټه اړتیا ده،او نابغه استعدادونو ته ضرورت .چی دوی و کولای شي ، په خپل نبوغی استعدادونو سره دا مزل د عالم بشریت د پاره لنډ کړي . او د فضایي چارو له مخی لیري کړي خنډ ، د پراخه فضا په دي تورو تیارو کې هغه روښان مشربه انسانانو ته اړتیا ده . چي د نوی ابتکاراتو تر څنګه په تخنیکی او علمی څیړنو سره د بشر د پاره ،هغه آسانتیاوی برابری کړي . چی دا فضایي عظیم ماموریت مخ په وړاندی بوځي او انسانان په خپل پلتنو تحقیقاتو او ګر ویویږنو یو نوی ستورې ته د نوی ژوند پیغام ورسوی
سید عبیدالله
 
د رڼایي په لور مزل
زمانه ږدي تند ګامونه
د هاتی د خپو په شان درانه
د ځانه سره راوړي ، تیاره
او روښانه وختونه
زمانه له ډیرو تیارو او ظلمتونو څخه راووځي
او مخ په رڼایي کوی مزل
زمانه په هر دور کې د بدلون لري تکل
زمانه خوري د زړه وینې
تر څو پیدا شي ، یو ګوهر
یو انسان لکه څراغ
زړه او ضمیر یي روښانه لکه لمر
یو داسي روڼ اندی،چی وینا یي
په تیاره ذهنیتو کوی اثر
یو د بصیرت ،او ژور لید خاوند
د خپل ماحول او له خپله ځانه با خبر
یو رموز پوهه،نکته سنجه،سخندانه
په حکمت پوه او نکته دانه
چی د ټولنی نبض او رګونه
وي ورته ښکاره
چی پیدا شي دي مــحفل ته، با جوهره یو انسان
حکـــمتدانه،رموز پوهه،نــــکته سنجه نکته دان
عمرونه او کــلونه ، زمــانه خوري د زړه ویني
ترڅو ووځـــي لــه بټـــــي د روزګـــاره، راز دان
سید عبیداله
دا پارچه آزا د نظم می په کال ۱۳۷۸ کې ویيلی او یواځنی پارچه ده چی نسبت زما ونورو مطالبو ته چاپ شوی نه دی،یعني د ځینو نورو په پرتله چی نور څو ځلی په اخبارونو او مجلو کې چاپ شوي، نو دا شعرنه دی چاپ شوی. ځیني دوستانو روا و بلله چی نشر یي کړم ، په هغه وخت او زمان کې یي د حالاتو سره ډیر سمون خوړه خو چې اوس ګورو تر ننه پوري هغه سوله او قرار چی د ټولو آرزو او هیله ده ، لاس ته نه ده راغلي او ویراني هم پسي زیاتیږي .م
دهشتناکه ویرانی
مه راځه اختره
مه راځه اختره ، دلته مه راځه
دلته خاورو لاندي ، زړونه دي
ډک له آرزو او آرمانونو دي
دلته ورانی ده ، ویراني دي
دلته وراني کنډوالي دي
دلته لوږه ده قحطي ده
هري خواته بربادي ده
د سیالي توان نشته ، د چا وس کې
کډه وړي ده رواج له دی دنیا نه
مه راځه اختره و دلته مه راځه
دلته خاورو لاندي زړونه دي
ډک له آرزو او آرمانونو دي
دلته نړیدلي دیوالونو لاندي
د یو شپینۍ ناوي په نکریځو دي لاسونه
دلته د نیمو شپو په اوږدو کې
شیطاني خندا ګاني دي
دهشتناکه فریادونه
ډلته ډیوي د معرفت له منارو
نه غورځیدلي دي
ډیر په آرمنو له دي ښاره
وتلي دي
مه راځه اختره، دلته مه راځه
دلته خاورو لاندي زړونه دي
ډک له آرزو او آرمانونودي
دلته د انسانیت د دردونو تابلو ده
دلته د پیړۍ د جفا هنداره ده
دلته انسانیت راپرزیدلی دی
دلته جهالت مهار شلولی دی
دلته د اخساس ډیوه مړه شوي ده
سولي کده وړي ده
مه راځه اختره ، دلته مه راځه
دلته خاورو لاندي زړونه دي
ډک له آرزو او آرمانونو دي
دلته ویرانو کې له ماشومانو
پاتي دي نانزکي
آرزو ګاني هوسونه دي نیمګړي
دلته د ارواحو دي کورونه
د مظلومانو فریادونه
دلته هري خښتي لاندي ، افساني دي
او دردونه
دلته سرونه دي و غاښونه دي
سترګي دي لاسونه
مه راځه اختره ، دلته مه راځه
دلته خاورو لاندي زړونه دي
ډک له آرزو او آرمانونو دي
سید عبیدالله
  
څلوریځی
««««««««««««««««««««««««
قافله د بشر ښــکته شوه سپوږمۍ کي
مونږ تر اوسه یو لا پاتی تروږمۍ کې
مدنیت انګازی لاړې کهـــــــکشان ته
مونږ مشــهوره د نړۍ شو نادانۍ کې
«««««««««««««««««««
هلتــه د علــم بیړۍ د معرفت خــــواته ځي
د علم و فن په رڼا مخ په وحدت خواته ځي
دلتـــه زمونږ امیـــدونو ارمانو قـــــــــــافله
تورتمو کې ده روانه جهــــــالت خواته ځي
«««««««««««««««««««««««
چي یو ځای نه کړو نظر او خپل فکرونه
له کیني څخــــه پاک نه کړو خپل زړونه
دغه ستــونزی چی مو مخي ته پرتي دي
دا به ونیســــــــــي په خوا کي ډیر کلونه
«««««««««««««««««««««««
په تدبیر به دا وطن زمونږ ودان شي
ترې به جوړ د ارمانونو یو جهان شي
د زړه ویني تویول دلتــــه په کار دي
تر څو دا ویجـــاړ ډاګونه ګلستان شي
«««««««««««««««««««««««
چی مغرور وو په خپل مال او خپلو ګټو
ویاړیـــــدلو په طـــاقت د خپــــــــلو مټو
د کــلال په کارخاني کي اوس جوړیږي
صراحــي منګي زمونږ له خاورو خټو
««««««««««««««««««««««
ځان بیدار کړه چي فانی دنیــــــــــا تیریږي
دي صحرا کي به هیڅ څوک نه پاتي کیږي
خوش قسمته هغه څوک په دي جهـــان وي
پس له مرګه چي درنښـــــــت سره یادیږي
««««««««««««««««««««««««
په ســـو چونو  زړه ته می رانغلو قرار
نه خیــــــالات د فلســــفي می شو مهار
شیرین عمر په حیرت کي رانه تیر شو
خو ښکاره نشـــــو د پردي شا ته اسرار
«««««««««««««««««««««««
خبریدم په کیفیت چي د معـــــــــــــــنی
عاجزۍ باندي خپل پوی شــوم په رښتیا
خپل حـــال باندي می هومره دي ژړلي
چي د خپو خاوري خيشتي شوی په ژړا
««««««««««««««««««««««««
داسی څوک نشته چي شي پوه  د هر یو ګل په ژبه
پـــه غرو رغو کــــــي د بورا او د بلبـــــل په ژبه
خاونده ورکـــــــــړه د رازونو نیـــــــــــازونو ژبه
چي وپوهیږي د دردمن او صـــــــــــاحبدل په ژبه
««««««««««««««««««««««««««««
‎‎چي احســــــــــاس کړو درد وغم واړه تمام
قافلی د بشـــــــــــــــــریت ته شــــــــو امام
چی یکسان مونږ کي احساس د همدردی شي
بصــــیرت او علـــــــــــم دواړه کاندو عام
«««««««««««««««««««««««««««««
ماته ژبه د فریاد لـــــــــکه بلبــــــل را
چوپه خولــه کي په چوپتیا وینا د ګل را
چي محـــرم شمــه د ټول عالم د زړونو
علمیت او بصــــــــیرت د صـاحبدل را
««««««««««««««««««««««««««
معرفت کــي هسی زور تاب و توان را
په تیاره ګوګل کي زړه راته روښان را
چـي جهــــان د نفرتونو، پری بدل کړم
داســي ژبه د ویيــــلو او بیـــــــــان را
««««««««««««««««««««««««««
داچي زه هســـــي له ټو لو نه ځـــاریږم
زه په اصـــــل کي په دي باندی پوهیږم
چي که نن وي که سبا وي که بیګاه وي
بیــا لــــــــــــدي ، دارفنـــــا نه روانیږم
«««««««««««««««««««««««««««««
له سپیرو خاورو یي جوړ کړو زمونږ پیکر
نښـــــــــي یي کیښودي په کي د خپل مظهر
که په سترګو د حکمت ځیر شئ خپل ځان ته
ښـــکاره به شـــــــــي، د ازلي علــــم ګوهر
«««««««««««««««««««««««««««««
تر څو به په تغــــا فل ږدئ قد مــــونه
د فاني دنیا به نه وینـــــــــــي دامــــونه
بصیرت ســـترګي دي واړوه اړخو ته
چي هر قدم کي اشارې دي ، رموزونه
««««««««««««««««««««««««««««
تر څو به له تغــــــــــــافله ځیني ناوړې
د دردمن او د زړه سواند خبري ناورې
هغه دم به ته زمــــــــــا په قدر پوه شې
چي زه یمه د عد م ،د کوڅو خـــــاورې
««««««««««««««««««««««««««««
کله کله شمـیر د مړو کــي زه حســــــاب یم
هر یو ســـوال ته په خلقت کــي لا ځواب یم
یو ګړۍ چي بیــــخودۍ کي ځان ته ځیر شم
هغه وخت دی چي معنی کی، لوی دریاب یم
««««««««««««««««««««««««««««
خاورې نه دي نازولو دي ســــــــــــــــرونه
خاورې شوي په زرګونو صــــــــــــورتونه
په خپل ځواني او په ښایست نه شې مغرور
دلته کیـــــده په مدار خپـــــــــل قدمــــــــونه
««««««««««««««««««««««««««««
چي مي خاوري شي په ګور کي اندامونه
یا له لاسه څــــــــــــخه وځي دا وختونه
چي یو ګوټ کي زمــاني له پامه هیر شم
ساقي ژر کړه د شرابو نو بتـــــــــــــونه
 
Sayed Obaidullah Nader 

-
بېرته شاته