(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان جګړه؛ دهند لېوالتیا

[14.Sep.2016 - 21:53]

  د افغانستان جګړه چې څومره پاکستان ته ارزښت لري، په هماغه کچه هند هم پکې لېوالتیا لري.

لیک:ایمل څړوال
د نړۍ ټول هېوادونه او حکومتونه د خپلو ملي ګټو پر پل، پل ږدي، له نورو هېوداونو سره اړیکو، سوداګرۍ او سیاسي تعاملاتو ته د خپلو ملي ګټو له عینکو ګوري او پر همدې بنسټ ورسره سیاسي خېښي پالي.

هند چې په سیمه او نړۍ کې په یوه ستر سیاسي او اقتصادي ځواک بدلیدونکی هېواد دی، هم همدا نړیوال نورم په کلکه پالي. دا چې اوس په نړیواله کچه له ترهګرۍ سره جګړه یوه نوي پړاو ته ننوتې او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر څنګ د سیمې د هېوادونو د ټاکونکي رول اړوند بحثونه تاوده شوي او هند د افغانستان په کړکېچ د یو ټاکونکي ځواک په توګه مطرح شوی، نو اړینه ده، چې د افغانستان په کړکېچ کې د هند لیوالتیا ته یوه ځغلنده کتنه وکړو.

له هند سره د افغانستان دوستي، لکه څنګه یې چې هند د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ارزوي مونږ یې هم باید د متقابلو او ګډو ګتو په ترازو وتلو، یوه اړخیزه دوستي مو په هېڅ صورت په ګټه نه ده، هند ته تر خپلو ملي ګټو نه افغانستان مهم دی او نه هم له ترهګرۍ سره جګړه.

په اوسنیو شرایطو کې هند په سیمه کې نه مطلق دوست لري او نه هم مطلق دښمن، یو وخت یې پاکستان ته د مطلق دښمن او افغانستان ته د مطلق دوست او نیږدې متحد په سترګه کتل، خو اوس له دواړو هېوادونو سره خپل اړیکي د سوداګرۍ او اقتصادي ګټو پر بنسټ تأمینوي. کله چې په اویایمه لسیزه کې د هند او چین سرحدي شخړې خپل اوج ته ورسیدې، هندي سیاسیون اړ شول، چې له چین سره جوړ جاړې وکړي، د همدې جوړ جاړي په ترڅ کې یو سیاسي شعار وزیږید (هندي، چیني بهاي، بهاي) چینایانو دا شعار یوازې یو سیاسي غږ وباله، خو هندي سیاسیون ورته تر ډېره بریده په ارزښت قایل شول، ایله په ۲۱ پیړۍ کې هندي سیاسیون خپلې تېروتنې ته متوجه شول، هند اوس ورته چاره له افغانستان سره کوي د (افغان، هندي بهاي، بهاي) نعره یې پورته کړې، مونږ ورته په پوره ارزښت قائل یو، خو هندیانو ته دا یوازې یو سیاسي شعار دی او بس. هندي سیاستوال او چارواکي د هند د اوږدمهاله ګټو د تر لاسه کولو لپاره له چین، پاکستان او امریکا سره د مجبوریت له امله هم لاره وړي او هم ورسره په ډېرو مواردو کې ګډې ګټې پالي، اوس د هند لپاره تر ټولو مهم اهداف داسې ډلبندي کولی شو:

۱- د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دایمي غړیتوب تر لاسه کول.
۲- له کشمیر څخه د اورپکو او جګړې لرې ساتل.
۳- په کور دننه د ماویستانو په داسې ډول ځپل چې حساسیتونه را ونه پاروي.
۴- د ملي اقتصاد غوړیدا او ټیکاو.
د امنیت شورا د دایمي غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره هند مجبور دی، چې له پاکستان سره په نرمۍ مخ ته لاړ شي،‌ د جګړې پر ځای د سیاسي فشارونو او راشه درشې کلتور خپل کړي او داسې وښايي چې په امنیت شورا کې به د هند غړیتوب په سیمه کې د سیاسي او پوځي ځواک د نا انډولۍ لامل ونه ګرځي.

له کشمیر څخه د اورپکو او جګړې د باندې ساتل هم هند ته یو ستر چیلنج دی، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره افغانستان تر ټولو ښه ځای دی، نه له هند سره پوله لري او نه هم د هند مستقیمې ګټې پکې اغیزمنېږي، په افغان خاوره د جګړې اوږدیدل له هندي کشمیر څخه د جګړې د انتقال او د اورپکو د باندې ساتلو په مانا دي، که په افغانستان کې جګړه ودریږي، هغه اور پکې ډلې چې د کشمیر له جنګ سره لېوالتیا لري، ټولې به د افغان جګړې پر ځای کشمیر ته مخه کړي او هند ته به ستر جنجال وزیږوي، چې هند ته به د اقتصادي ضربې تر څنګ بې ثباتي، د ځواکونو تلفات او بوختیدل هم حتمي کړي.

د ډیورنډ کرښې پر شا اوخوا د ترهګرو تراکم هند ته یوه بله ګټه هم کړې، هغه دا چې پاکستان او پاکستانی پوځ په یو ډول نه یو ډول په دې چارو کې دومره ښکیل دی، چې هند او کشمیر یې ترې هېر کړی او یا یې لږ تر لږه د لومړیتوبونو دويمې پوړۍ ته را کښته کړی.

پاکستانی پوځ تر ډېره بریده اوس په دې بوخت دی، چې څنګه په افغانستان کې جګړه روانه وساتي، طالبان اکمال کړي او د را پنځول شویو ترهګرو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، پښتون میشته سیمې ناکراره کړي او له نړیوالو څخه د ترهګرو سره د جګړې او د ترهګرۍ د قرباني په نوم امتیازات تر لاسه کړي، دا فرصت یې ترې اخیستی، چې په هندي کشمیر کې د جګړې لپاره جنګیالي او لګښتونه برابر کړي، نو ځکه خو ویلای شو، چې هند به هېڅکله ونه غواړي چې په افغانستان کې بوخت جنګیالي دې د کشمیر جهاد ته وزګار شي او په دې سره دوی اړ کړي، چې په جګړه کې ښکیل شي او دا کار به د دوی بل ستر هدف (په امنیت شورا کې غړیتوب) ځکه له ګواښ سره مخ کړي، چې په جګړه کې به تر ډېره بریده په هندي ځواکونو د بشري حقوقو څخه د سرغړونې تورونه پورې شي.

هند په کور دننه له ماویستانو سره لاس او ګریوان دی، په مرکزي هند کې ماویست اورپکي د هند سیمیز امنیت ګواښي او ډېری وخت هندي امنیتي ځواکونه او سیاسي مشران د دوی د بریدونو ښکار ګرځي، ماویستان په ۹۰یمه لسیزه کې د هند لپاره هغه وخت په ستر سرخوږي بدل شول، چې ای ایس ای د مرستې لاس ور وغزولو، د افغان – شوروي د جګړې پاتې شوې وسلې یې ورکړې او تر ډېره بریده یې د هند د مرکزي سیمو په ګڼو ځنګلونو کې د روزنې مرکزونه ورته جوړ کړل. په هغه وخت کې پاکستان هند په کور د ننه په یوه داسې جبهه کې چیلنج کړ، چې د پاکستان له پولو ډېره لرې پرته وه، د پاکستان هېڅ ډول مستقیمې ګټې یې نه ګواښلې او هند یې له حتمي زیان څخه هېڅ خلاصون نه درلود. هندي ځواکونه یې هم په کشمیر کې بوخت ساتل او هم مجبور وو، چې د ماویستانو د ځپلو لپاره اضافي لګښت ته اوږه ورکړي.

له ۲۰۰۱ کال وروسته له هندي ماویستانو سره د پاکستان مرستې یا بیخي صفر شوې او يا هم له هېڅ سره برابرې شوې.
له ۲۰۰۱ کال څخه را پدیخوا تر ډېره هندي ځواکونه د یو ډول استراحت په حال کې دي، په کومه مخامخ جګړه کې نه دي ښکیل، کله، کله د وړو ترهګریزو بریدونه سر مخ کیږي، په جګړه کې نه ښکیلتیا د هند په اقتصادي غوړیدا او له پخواني مطلق دښمن هېواد (پاکستان) سره په اړیکو نیغ په نیغ اغیز ښندلی، تر دې چې‌ په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې پاکستاني چارواکو له هندي سوداګرو او حکومت څخه په رسمي ډول وغوښتل، چې په پاکستان کې پانګونه وکړي، چې د حکومت له لوري یې د یو سیاسي فرصت په سترګه ورته وکتل شول او هر کلی یې وشو، خو هندي سوداګرو د پاکستاني مارکیټ له څیړلو وروسته د لاندې دلایلو پر بنسټ هلته له پانګونې ډډه وکړه:

هندي سوداګر مجبور وو، چې په پاکستان کې ځايي خلک په کار وګماري، ځکه دوی نه شوای کولای، چې هندي متخصصین هلته بوځي، ځکه پاکستانۍ څارګرې ادارې داسې انګیرل چې هندي سوداګر به هندي څارګر د متخصصینو تر نامه لاندې ځای پر ځای کړي او د پاکستان کورنی امنیت به له خطر سره مخ کړي.

هندي سوداګر ۱۰۰٪ ډاډه نه وه، چې د دوی پانګه به د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي کړکیچ په وخت کې خوندي وي.
هندي سوداګرو د هند د سوداګرۍ قانون چې په دښمن هېواد کې د مستقیمې پانګونې مخنیوی کوي په پاکستان کې د نه پانګونې یو عمده دلیل بللی، د هند د سوداګرۍ قانون تر اوسه دښمن او دوست هېوادونه په روښانه ډول نه دي تعریف کړي، خو د هند ولس تر ډېره بریده پاکستان ته د دښمن هېواد په سترګه ګوري، د کشمیر جګړه، د ماویستانو ملاتړ، د هند په پارلمان برید او په دا راوروسته وخت کې د بمبۍ د تاج هوټل پېښه د نورو ترهګریزو بریدونو تر څنګ هغه څه دي، چې هندی ولس یې پړه پر پاکستان ور اچوي.

دا هغه څه وه، چې د هندي سوداګرو په پرېکړو یې نیغ په نیغه اغیز وښندلو او په پاکستان کې یې له پانګونې ډډه وکړه.

دې هر څه ته په کتو سره دې پایلې ته رسیږو، د افغانستان جګړه چې څومره پاکستان ته ارزښت لري، په هماغه کچه هند هم پکې لېوالتیا لري.
په افغانستان کې د هند ښکلیتیا او نه ښکیلتیا پرېکړه به یوازې د هند د ملي ګټو پر بنسټ کیږي، مونږ د دې پړه پر هند یا بل هېواد نه شو ور اچولی، چې ولې دوی خپلې ملي ګټې په افغانستان کې تعقیبوي، دا زمونږ د سیاسي زعامت نیمګړتیا او کمزوري ده، چې تر اوسه په دې نه دي توانیدلی، چې له خپلو نیږدې سیاسي متحدینو څخه هم د خپلو ملي ګټو د ساتنې او خوندیتوب په لاره کې مثبته ګټه پورته کړي.

هیله ده، نوی افغان حکومت به دې چارو ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړي او خپل ټول نړیوال اړیکي به د ملي او متقابلو ګټو پر بنسټ عیار کړي.
 

-
بېرته شاته