(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

FACS

[10.Oct.2016 - 07:40]

په ترېلیون ډالري لګښتونو له اکټوبر ۷مې تر اکټوبر ۷مې پنځلس کلن امریکايي نظامي حضور او پر افغان ولس د ګڼو نا اهله او ناژمنو چارواکو تپل د پراخو جګړو او ناامنیو، یوبار مصرف ترقیاتي بهیر او متزلزل نظام  اساسي اسباب تشکیلوي!

د کندز دوه ځله سقوط، د هلمند له ولسوالیو تر ښاره تودې جګړې، د ارزګان نېږدې سقوط، په ختیځ کې د داعش پراخ حضور او د هېواد د ګڼ شمېر سيمو نا امنۍ او جګړې د ګڼ شمېر تپل شویو او فاسدو مرکزي او سیمه ایزو امنیتي او سیاسي مسوولینو د بې کفایتیو او پرلپسې ناکامیو ښکاره ثبوتونه دي!

مطبوعاتي اعلامیه
شنبه، ۸ اکټوبر۲۰۱۶
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له بريدونو وروسته چې له امله يې په نیویارک کې د امریکا سوداګريز مرکز، دفاع وزارت پنټاګون ماڼې او نور ځایونه په نښته شول، د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بش د غیر عقلاني پرېکړې له مخې پر افغانستان د بريدونو اعلان وشو، په داسې حال کې چې په یادو بريدونو کې هېڅ افغان لاس نه درلود، او نه هم هغه بریدګر په افغانستان کې روزل شوي وو، بلکه د امریکا په عالي هوایي پوهنتونونو کې د امریکايي استاذانو تر رهبرۍ او لارښوونو لاندې روزل شوي وو.

امریکا د ټولو نړېوالو قوانینو، بشري کنوانسیونونو او انساني ارزښتونو خلاف د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه د نړۍ د یو شمېر نورو غربي هېوادونو په مرسته او سیاسي، نظامي او مالي ملاتړ پر افغانستان هوايي بريدونه پیل کړل چې، په لومړني سهارني برید کې يې د ننګرهار د تور غره د کړم کلي د دري کلن یتیم ماشوم ګل خان د کلي د ګټو او خټو جونګړې د بي۵۲ الوتکو د ۲۰۰۰پونډه بمونو تر برید لاندې راغی، د کلي د لسګونو ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدا تر څنګ يې د یتیم ګل خان مور هم په داسې حال کې په شهادت ورسوله چې یو کلنې لور يې شيدې رودلې. ورپسې امریکایانو د پچیر اګام پر مورګۍ کلي خوشه يي او اتشي بمونه وورول او د ملکي خلکو کورونه يې ویجاړ او وسېځل، په ورته ډول د مرکز کابل په ګډون د لوی کندهار، لويې پکتیا، شمال او جنوب ګڼ شمېر د ملکي هستوګنې کلي، ګڼ ميشتي ښارونه، ښوونځي، مدرسې، جوماتونه، روغتونونه، مزرعي، کابل کې د سره صلیب نړېوالې ادارې دفتر، د الجزيري نړېوال خبري چینل دفتر، د جنازو او ودونو مراسم، د حاجیانو د ستړي مشيو مراسم، د پولیسو او پوځ پوستې او مرکزونه او د ملکي کارکوونکو مرکزونه او ځایونه بمبارد کړل، د شپنیو او ورځنیو عملیاتو او یادو بهرنیو ړندو بمباریو او بریدونو تر څنګ په دغې تپل شوې پردۍ جګړه کې د جګړې دواړو خواوو کې تر یو نیم ملیون ډېرو افغانانو ژوند واخیستل شو، ملیونونه ټپیان، په مختلفو بهانو زنداني، بې کوره، مهاجر او کډوال شول، او ملیونونه نور هم د روحي نارغیو، روغتیايي، اقتصادي، علمي او فرهنګي فقر سره لاس او ګرېوان دي. چې د جګړې دې ډول او دغو بریدونو ته ګڼ شمېر کارپوهانو د هوايي ترورېزم، دولتي ترورېزم، دحشت او وحشت نومونه ورکړل. د یادو جګړو هېڅ قرباني شهید، ټپي او زیانمن شویو کورنیو ته د اسلامي شریعت له مخې د دیيت او تاوان، او یا هم د نړېوالو عدلي او بشري قوانینو له مخې د هیڅ ډول خون بها، تاوان ور نکړل شو او نه هم نړېوال او کورني مجرمین د رښتیني عدالت له مخې د محاکمې مېز ته راکش شول.

د بېلابېلو سرچینو د شمېرو له مخې د تېرو ۱۵کالو په جریان کې په افغانستان کې له یو قوله ۱.۲ ترېلیون ډالر، په بل قول څه د پاسه ۳ ترېلیون ډالر او په بل قول هم تر ۵ ترېلیون ډالرو ډېر لګښت شوی چې له دې جملې یواځې ۱۴۰ملیارد ډالر يې د افغانستان د پرمختیا په نوم او نور ټول لګښتونه پر جګړو لګېدلي دي.

یاد ۱۴۰ ملیارد ډالر هم په ښکاره ډول پر هېڅ پایدارو زېربنايي پروژو نه دي لګېدلي چې د افغانانو د درد دوا او د نړېوالو د ویاړ سبب شپ، بلکه لوړه فیصدي يې پر یو بار مصرف ترقیاتي بهیر، تجملي او فیشني، او د یو شمير کورنیو او سیاسیونو پر عیش او نوش او بلډنګونو مصرف شوي دي، او له بله اړخه یا خو په منظم، سیستماتیک او عمدي ډول او یا هم د ناسالم مدیریت او ټيټ ظرفیت له امله د جګړو، وژنو، وينې توئېدا، ورانیو، تربګینو او بدبختیو د مخنيوي پر ځای د یادو پدیدو پر پراختیا لګېدلي او یا هم د نړېوالو او کورنیو چورسالارانو، مافیايي کړیو، یو شمېر سیاسي او استخباراتي کړیو، کورنیو او خېلخانو پر چاغولو، تقویه او ملاتړ لګېدلي او ولس ترې لکه څرنګه چې لازمه وه هسې خیر نه دی لیدلی، بلکه روان امنیتي کړکېچونه لکه د کندز د مرکز دوه ځل سقوط، د هلمند لشکر ګاه ښار په ناحیو کې جګړې، د ارزګان د ولایت تر دروازو د جګړې رسېدا، د کابل ارګ او اریانا چوک تر دروازو د وسله والو مخالفینو د بریدونو رسېدا، په ختیځو ولایتونو کې د داعش او طالبانو پراخ حضور، نورستان، کونړ، د تخار او بدخشان په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د ولسوالیو او امنیتي پوستو سقوط او د ملکي او نظامي افغانانو پرلپسې تلفات، د غیر مسوولو وسله والو له لاسه پراخې نا امنۍ، اختطافونه، وژنې او بشر ضد اعمال، اقتصادي، علمي او فرهنګي فقر، بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو او کورنیو مهاجرتونه او داسې نور پر هېواد د یو شمېر تپل شویو سیاسي او استخباراتي کړیو د شومو کارنامو، غیرمسوولانه ولس او وطن ضد اعمالو له امله دي چې افغانان به يې هېڅکله و نه بخښي.

افغان بې وزله او ويرژلی ولس پر ملګریو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، اروپايي اتحادیه او نورو مرستندویه سازمانونو او هېوادونو غږ کوي چې، که په رښتیا د افغانانو د بد حالت د بدلون، پرمختګ، سوکاله او سرلوړي راتلونکي او پایدار امن اراده لري نو:

۱. له افغان ولس سره دې مستقیمه مرسته وکړي او پر افغان دولت دې جدي فشار راوړي چې د پخوانیو ناکامو، فاسدو، بدنامو او د تور سجل او سوانح لرونکيو چارواکو له منګولو د افغانستان د خلکو سرنوشت وژغوري، چې د ولس د امنیت، ژوند، پرمختګونو او پایدار امن پر وړاندې خنډ دي، او د ملت له متن څخه دې د زړه سواندو، پاکو، شفافو، صادقو، متعهدو او کارپوهو شخصیوتونو په ګومارلو سره د پرمختګونو، امن او سوکالۍ لارې پرانيزي څو د فسادونو او جنایاتو ريکارډونه مات شي.

۲. موږ د ګډ حکومت پر مشر او نړېوال متفکر ډاکټر محمد اشرف غني هم جدي غږ کوو چې، تاسې خو له ولس سره د عادلانه نظام، سراسري سولې، امنیت او پرمختګونو ژمنې کړې وې، بیا دې شپږ میاشتې وخت وغوښت، چې فاسد او صالح به سره جلا کوې او د ولس پرمختګونو، سوکاله او سرلوړي ژوند ته به پام کوي، خو له بده مرغه تر دوه کالو ډېره موده ( د حکومت د تصدۍ تر ۴۰٪) ډېر وخت دې تېر کړ خو تر اوسه هم د تېر فاسد نظام پاتې شوني او یو شمېر نور مفسدین پر ګڼ شمېر وزارتونو، ولایاتو او سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنيزو شاهرګونو تپل شوي پاتې دي، چې په پرلپسې ډول د هېواد او ولس د ټولو نا امنیو، ورانیو، فقر، دردونو او کړاوونو  سبب ګرځي. نو ځکه خو باید یاد مفسدین، ناکام او نا متعهد خلک ژر تر ژره له دندو ګوښه او محاکمې ته وروپېژنې، او په لاس او فکر کې دې د موجودو تورو لستونو پر ځای سپينو او شفافو شخصیتونو ته جدي او عاجله مراجعه وکړي، څو هېواد او ولس د پراخو پرمختګونو،پایدار امن او سوکاله راتلونکي شاهد شي.

۳. که داسې نه وي نو نړېوال مرستندوی هېوادونه دې خپلې مرستې د پراخو، منظمو او سیستماتیکو برنامو له لارې د ولس د منزهو او ژمنو کدرونو او ادارو او د خپلو پاکو او شفافو کدرونو او ادارو په ګډه همکارۍ لکه د سلما بند د پروژې په څېر د افغانستان د مدني، سیاسي، علمي، فرهنګي، امنیتي، اقتصادي، کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او مواصلاتو او نورو سکټورونو په برخه کې د پراخو زېربنايي پروژو له لارې، له افغانانو سره د خپلو ملتونو د تلپاتې دوستۍ قوي یادګاري بنسټونه اعمار کړي، چې د دواړو لوریو راتلونکیو نسلونو ته د سلګونو کلونو لپاره له ویاړه ډکو کارنامو کیسې وکړي او ملتونه سره نېږدې. 
Federation of Afghanistan Civil Societies
[email protected]

-
بېرته شاته