(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روس، امریکا او افغانستان

[21.Nov.2016 - 11:23]

روس، امریکا او افغانستان

لیک : عبدالقدیر مطفي
ستر قدرتونه د تل لپاره هڅه او کوښښ کوي تر څو حداقل دخپل سیاسي قدرت او سیاسي واک د ښه کېدو لپاره او دخپلو ملي ګټو د تامینولو لپاره داسې بهرني سیاستونه او استراتيژیک اهداف مشخصه کړي تر څو وکولی شي د خپلو سترو اهدافو په مقابل کې ټول خنډونه لرې کړي او د کوچنیو هېوادنو د سیاسي او اقتصادي فرصتونو نه دخپلو ملي ګټو په بنیاد په ډېره ماهرانه توګه ګټه پورته کړي.

اوسمهال مونږ ګورو چې امریکا او روسیه دخپلو ملي منافعو او استراتيژیکو سیاسي او اقتصادي ګټو د تامینولو لپاره په یوې داسې مبارزې بوخت دي چرته چې دواړه هېوادنه دخپل سیاسي قدرت د انحصار او ددې قدرت دپیاوړتیا لپاره د هر راز سیاست نه کار اخلي.
 په مجموع کې د امریکې متحده ایالات او روسیه د سیاسي جګړې دې مبارزې ته د سړې جګړې نوم ورکړی او دوي په خپلو کې د یو بل د تضعیفولو لپاره په نړیوال سیاسي پليټ فارم کې خپلې دپلوماتیکه هڅې ګړندۍ کړي.
نه یوازې د امریکې او روسېې دپلوماسي په مبارزه کې ده بلکې دامریکا متحده ایالات دروسېې په هر کړنو او روسیه دامریکې په هر حرکت خپل نظرونه اچولي او دواړه لور ته هڅه کوي چې یو بل په نورو میدانونو کې په نښه کړي.

که هغه د ویتنام او امریکې جګړه وه او که دافغان روس جګړه او یا هم د سورېې جګړه دواړه هیوادنه که څه هم یو بل سره مخامخ په جنګ کې ندي مګر په یادوو شوو جګړو کې دواړه لور ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د جګړو او لانجو ښکیلې خواوې دي.
که خبره دافغان – روس جګړې وکړو نو په ښکاره دامریکې متحده ایالاتو دافغانستان په جګړه کې ډير ښکاره رول ولوبولو او دپاکستان په مرسته ېې دافغانستان ټول هغه ډلې او کسان کومو چې د روس په مقابل کې جګړو ته ملا تړلې وه حمایت او ملاتړ ېې وکړه او پدې توګه ېې دوخت رژيمونه  چې د روسانو سره ېې ډيرې ښې اړیکې درلودې او هم د روسانو سره په خوښه قدرت ته رسیدلي وه د امریکې لخوا سخت وځپل شوه.
 امریکانو د روسانو دماتولو لپاره د هر راز مرستو نه دریغ ونکړو او افغان – روس جګړه دعربي هیوادنو او پاکستان چې دامریکې د نژدي متحدینو او ملګرو په لیست کې  دي په مخ بوتله امریکانو دروسانو نه دویتنام دجګړې بدل اخیستلو او دوي په افغان –روس جګړه کې دهمغې جګړې دمداخلو بدل له روسانو نه په کابل کې اخیستلو چون روسانو د ویتنام په جګړه کې د امریکا د ماتې ذمینه برابره کړي وه.
امریکایانو غوښتل چې روسان او کمونیزم سخت وځپي او بلکل همداسې وشوه روسان دیو ډير ستر شکست سره مخ شوه که څه هم پدې جګړه کې افغانستان ښکیل وو خو دا هغه وخت وو چې دافغانانو نه امریکایانو او دهغوي متحدینو زیات غوښتل چې دا جګړه ډيره ګرمه وساتي او آن هغه وخت هم راغئ چې روسان مات او مجبور شوه چې افغانستان پریږدي مګر د امریکا متحده ایالاتو دمقصد پوره کیدو ورسته دوي افغانستان په ډيرو سختو شرایطو کې پریښودلو. دهمدې فرصت نه دامریکا دوخت ستر اتحادي پاکستان دافغانستان د کنټرول کولو خوبونه لیدل پیل کړه.
د پاکستان لخوا د طالبانو ایجاد ددوي سره فوجي سیاسي او ستراتیژيکه مرستې او دوي ته سیاسي مشروعیت ورکول دپاکستان لمړیتوب وګرځيده په همدې اساس دوي په خپله بهرني سیاست کې افغانستان ته Strategic Depth یا د استراتژئ عمق حیثیت ورکړو.
دهمدې سره په دسپتمبر ۱۱ د امریکا بهرنۍ سیاست ۱۸۰ درجې تغیر ورکړو په ټوله نړۍ کې دامریکې ملي امنیت ته یو ستر ګواښ مواجې شو او ددوي دسیاسي قدرت ټولې ساحې ، نظامي، امنیتي ، اقتصادي او فرهنګي برخې دګواښ او ناورین سره مخ شوي دوي یو ځل بیا غوښتل چې په افغانستان کې مستقیمه توګه ښکیل شي همدا دلیل وو چې دوي خپل بهرني سیاست کې د سترې استراتیژۍ نه کار واخیست ( ستره استراتيژي په سیاسي علم کې یو داسي شکل او جوړښت ته وايي چې د بدلون قابلیت ولري دا پدې مانا چې لمړئ ملي منافعو ته تعریف پیدا شي په دوهم قدم کې هغه تهدید او موانع چې دهمدې منافعو په مقابل کې را پیدا کیږي مشخص شي او په دریم قدم کې کوم هغه عمل باید وشي چې دهمدې تهدیدانو له مینځه وړلو لپاره په لاره واچول شي.
همدا دلیل وو چې امریکا دوخت او زمان په تیریدو سره په افغانستان کې مستقیمه مداخله پیل کړه او یو ځل یې بیا دخپل پخواني اتحادي پاکستان نه پدې کار کې ګهټه واخیسته او پاکستان چې په ځينو شرایطو وړاندي کولو سره دامریکا امر ته هو وکړه او په خپل لاس جوړ شوئ رژيم ېې د امریکې په امر تر برید لاندې راوسته، هغه شرایط چې پاکستان وړاندي کړي وو دافغانستان دسیاسي جغرافېې کنټرول او په همدې توګه دافغانستان نظام او جوړښت به دپاکستان په خوښه وي د امریکې لخوا په موقت ډول منل شوي وو چې ورسته امریکا بیا د خپل بهرني سیاست او سترې استراتیژۍ په اساس دا شریط تبدیل کړه.
روسانو دامریکې نه ډير سخت ګوازرونه په عراق ، لیبیا او سوریه کې ولیدل امریکا پدې ورستیو کې د روس په اتحادیانو ځکه بریدونه وکړل چې د روسانو مستقیمه ګټې له دوي سره تړلې وې، دبیلګې په توګه دعراق نیول، په لیبیا کې دمعمر القذافي وژل او اوس مهال دسورېې په جګړو کې ښکیلیدل دامریکا او روسېې دسیاسي قدرت پر سر دجګړې ماهیت واضحه کوي.

روس هم دامریکا دځپلو او په نړیوال سیاسي قدرت کې دونډې دمعلوملو لپاره دهر راز استراتيژۍ نه کار اخلي دوي په ډيرو هیوادنو کې د امریکې دمداخلو او ونډو مخه نیولي او په همدې توګه ېې د جګړو ډګرونه ګرم ساتلي ترڅو امریکایان مات کړي.
اوسمهال افغانستان دهمدې جکړو دقرباني په توګه یادیږي روسان او امریکایان خپل زورونه یو ځل بیا په کابل کې معلوموي او ددې خبرې ستر دلیل دادی چې روسان پدې ورستیو کې د طالبانو حمایت د امریکې افغان حکومت او داعش په مقابل کې کوي روسان پدې ګمان دي چې افغان حکومت او امریکایان په ګډه سره غواړي روس ته تحدید او مشکلات پیدا کړي پدي ورستیو کې د داعش او دهمدې ویرې په اساس ایران او روسیه چې په ځانګړي توګه روسان د طالبانو دحمایت لپاره هر اړخیزه کار کوي.
روسان ویره لري چې داعش یوه امریکايي پروژه ده چې دروس دځپلو لپاره جوړه شوي  دوي په افغانستان د امریکا په شتون هم تشویش لري او ځيني مسایل ېې داسي مطرح کړي.

که امریکایان په افغانستان کې دترهګرۍ ضد جګړې لپاره راغلي نو ولې ترهګري ورځ تربلې په ډيریدو ده او افغانستان ورځ تر بلې بدتره کیږي.
افغانستان نه قوي اقتصاد لري نه هم قوي اردو او نه هم قوي مدیریت امریکا په افغانستان کې پدې درې برخو کې څه کړي ؟ ا
د پاکستان سره د روسانو ملګرتیا صرف د طالبانو دمرکزي شورا سره دراوبطو پیدا کولو لپاره دي دوي غواړي چې له هغه سیاسته ګټه پورته کړي کوم سیاست چې پدې ورستیو کې دامریکې لخوا په مخ وړل شوي دوي غواړي چې په افغانستان کې امریکا وځپي که څه هم ددې جګړې قیمت به افغانان ورکوي نو پدې اساس ویلۍ شو چې افغانستان یو ځل بیا دسیمې او دقدرتونو دجګړو دمیدان په توګه بدلییږي.
طالبان دخپلو مشخصه غوښتنو لپاره هم د روس – ایران او پاکستان هر ډول همکارۍ ته حاضر دي دوي پوهیږي چې دا هیوادنه دامریکې په ضد هم دوي ته د سترو امتیازونو ورکولو ته تیار دي.

راټولونه :
د قدرتونو پدې سیاسي جګړه کې افغانستان همیشه دقربانۍ دپسه په شان رول لوبولئ یا خو مونږ په مطلقه توګه دیو قدرت د ګټو قرباني شوي یو او یا هم دبل هیڅ کله داسي سیاسي رهبري پیدا نشوه چې زمونږ دګټو تعادل او سیاسي قدرت هغه حیثیت په نړیوال سیاست کې ثابت کړي.
مونږ د امریکې سره په دوستۍ او دښمنۍ دواړو کې په تاوان کې یو همداشان له روسانو سره په دوستۍ او دښمنۍ کې مو هیڅ منطقي طرف مشخصه نکړو دا پدې مانا چې یا هم په زوره دوستان شوي یو او یا هم په زوره دښمنان افغانستان سیاسي قشر او په خصوص حکمرانه سیاسي رهبرۍ ته پکار ده چې دافغانستان دملي منافعو په بنیاد داسي سیاستونه غوره کړي چې حداقل ددي جګړو په طرف کې خپل موقف او خپلې ملي ګټې واضحه او معلومه کړو.
روسانو لخوا د طالبانو حمایت او دافغان حکومت لخوا دامریکې دځينو سیاستونو په مقابل کې چوپتیا ددي لامل شوي چې زمونږ سیاسي ګټې او ملي منافعې دخطر سره مواجې شي او افغانستان کې دجګړې ډګر لا تود شي.
 که روسان دي او که امریکایان باید زمونږ ګټو ته خنډ جوړ نکړي نه هم دامریکې سره دښمني دروسانو لپاره غواړو او نه هم دروسانو سره دښمني د امریکې لپاره زمونږ معلومه او واضحه دریځ باید دواړو هیوادنو ته واضحه شي، زمونږ سیاسي قشر باید په نړیوال سیاست کې دافغانستان ونډه معلومه کړي که چیرې یو ځل بیا زمونږ ګټې معلومې نشي او یا هم مونږ ددي دواړو قدرتونو د سیاستونو ښکار شو نو دا ځل زمونږ را ټولیدل ناممکنه دي.
 مونږ ته پکار ده دخپلو ملي منافعو او د هیوادنو سره دبرابرۍ په بنیاد اړیکې پياوړي کړو تر څو وکولئ شو چې خپل هیواد له دي بحرانه را بهر کړو او په سیمه او نړیوال سیاست کې ډير مثبت رول ولوبوو.
ومن الله توفیق

-
بېرته شاته