(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالرحمانه زوروره

[22.Apr.2017 - 09:33]

عبدالرحمانه زوروره

لیک: شاهین بونیری

د پښتونخوا تاریخي کلې زیده د پښتنو د قامي او کلتوري تاریخ یو لوې سنګر دی . دلته د شلمې پیړۍ په پیل کې ددې خاورې بچو د وخت د لوي سامراج پر ضد د مزاحمت ، ازادۍ او قربانۍ مشالونه بل کړي دي ـــــ دلته په دغه لارو کوڅو او حجرو جماتونو کې د باچاخان د فکر او شعور پلوشې اوس هم خورې دي . دلته په پولو پټو او ورشوګانو کې د انقلاب د سندرو انګازې اوس هم اوریدل کیږي ،

ددې کلي یو سړې وو؛ ډیر دروند او خوږ سړې و؛ ډیر قدردان سړې ، چې د کلي لویو وړو به ورته خان کاکا ویل خو پلار پرې نوم عبدالعزیز خان ایښې وو . د کلي خان وو . د زمکو جایدادونو مالک وو، خو چې د وطن او اولس مینې يي په زړه کې غورځنګ اووهلو نو خپله خاني يي د خپل اولس د سره زار کړه

کال نورلس سوه شپږ دیرشم  په هندوستان کې د انګریز سرکار په مشرۍ د اسمبلیو لپاره انتخابات کیږي یو خوا مینه ده ، رڼا ده ، خاوره ده ، وطن دې ، د ازادۍ ارمان دې ، د عدم تشدد فلسفه ده؛ بل خوا زور دې ، ټوپک دې ، حکومت دې ، ریاست دې ، دولت دې ، خانان دې او نوابان دي.

یو خوا عبدالعزیز خان د کلي یو ساده باده ځوان دې خو د وطن په خمار مست دې بل خوا سرصاحبزاده عبدالقیوم خان دې ـــ هغه صاحبزاده چې د اسلامیه کالج لپاره د خوازو زارو له کبله ورته خلک د ؛سرحد سرسیداحمدخان ؛ وايي : هغه صاحبزاده چې په صوبه کې د لوي بریتانوي چارواکي سرجارج روس کیپل نیزدې دوست دې . د انتظامیې مهم شخصیت دې . باچاخان پخپله په موقعه نشته خو خداي خدمتګار په سیمه کې لکه د رڼا د استازو خوریږي ـ انتخابات کیږي ـ او سرصاحبزاده عبدالقیوم خان د عبدالعزیز خان په لاسو ماتې خوري .

په نورلس سوه پینځه څلویښتم کې بیا انتخابات کیږي او عبدالعزیز خان د مسلم لیګ عبدالقیوم باچا له ماتې ورکوي

عبدالعزیز خان وو داسې سړې چې د خپل خدمت او وفادارۍ له کبله يي د زیدې د ننګیالي اولس مینه او رورولي ګټلې وه 

خو د انګریز سرکار او د هغه د وفادارو پر ضد دا مبارزه دومره اسانه نه وه ــــــــــ په دغه ننګ او پښتو کې عبدالعزیز خان د خپل ژوند شل کاله د جیل د تورو تنبو شاته تیر کړي دي.

 

د ماضي نه حال ته راځو

د اپریل دیارلسمه نیټه کال دوه زره اوولسم ـ د زیدې کلي د اقبال سحر ځوې مشال خان د خپلې خاوروې د ننګیالو یاد تازه کوي او په خپل پوهنتون کې د نفرت او جهالت  پر ضد د مبارزې په سزا کې په دار خیژي او په دویمه ورځ د هغه په وینو سور کفن کلي ته رسي ـ هغه اقبال سحر چې ټول عمر يي د خپل وطن د ابادۍ خوبونه لیدلي دي ـ نن خپل خوبونه ټوټې ټوټې او په وینو سره ویني ـــــ خو د باچاخان د امن او استقامت سبق نه هیروي ـــــــ د کلي د خلکو پر وړاندې د خپل مشال خان کفن ږدي او د خپلو اوښکو د لارې ترې پوښتنه کوي چې نن د د ظلم او مظلوم په دې جګړه کې تاسو د چا ملګري يۍ ؟

د زیدې هغه ننګیالي خلک چې په خپلو وینو يي د وطن د ناوې خالونه ښایسته کول نن د خپل مشال خان د سرو وینو په وړاندې د یو تنګ نظره ملا په لمسه بې وسه او بې حسه ولاړ دي…. او د کلي په لارو کوڅو کې د ویرې او بدګمانۍ تورې سیلۍ الوزي .

 

آه خدایه ! په دغه ورځ به د باچاخان روح څومره بیقراره وو؟ د عبدالعزیز خان او د هغه د ملګرو د قربانیو دا انجام؟ دا مونږ د تاریخ کوم ړوند دور ته ورسیدو؟

د کلي نه لرې د یوې وړې غونډۍ نه یو اواز راوچتیږي ، د کلي په ورشوګانو راخوریږي او د کلي په غټ بازار راتیریږي

خدایه دا بازار تاله کړې په مغلو !

اقبال سحر د ځوې د جنازې سر ته ولاړ دې ـــــ خپل پردي شو او پردي خو هسې خو پردي وو ـــــ د جمات نه د جنازې د اعلان په ځاي د جنازې نه کولو اعلانونه خوریږي ،  زیده او بې ننګي؟ دې ملا په خلکو کومې کومې لوبې اونکړې ؟

 

خو چاته دا مالومه نه ده ، چې د مشال خان د وینو هر څاڅکي د رڼا او بیدارۍ نوې مشالونه بل کړي دي ، په ویل چیر؛ کې ناست یو ښایسته ځوان چې په دواړو خپو معذوره دی د جنازې ځاي ته رسي ، زړه يي ټوک ټوک او احساس يي زخمي دی ،خو د بغاوت جذبه يي اوس هم ژوندې ده . خلکو ته وايي چې که نن مو ددې خپل بیګناه بچي جنازه ونکړه نو تاریخ به مو کله هم اونه بخښي.

داسې ښکاریده چې دې ځوان د خپل نیکه د ننګ او پښتو اواز اوریدلې وو دا بل څوک نه وو د زیدې د عبدالعزیز خان نمسې عبدالرحمان وو ؛ زورور عبدالرحمان ، چې د یرې او وحشت په دغه ډکه فضا کې د خپلې خاورې د ریژیدلي ګل په ننګ اودرید ـ

عبدالرحمان زورو ځکه دې چې چې کله د نورلس سوه اتیایم په لسیزه کې په کراچۍ کې د مهاجر سټوډنټس فیډریشن وسله والو په پوهنتونو کې پښتانه زورول او له تعلیمي ادارو يي شړل نو عبدالرحمان د خپل نیکه د قربانیو په یاد کې د هغوي پر ضد مبارزې ته اودرید او په دغه لاره کې يي د خپلو دواړو خپو قرباني ورکړه.

د نسلونو نسلونو دې مبارزې زمونږ څومره ځوانان خاورې ایرې کړل خو د خپلې خاورې سره يي زمونږ رومانس مات نه کړی شو ـ د عبدالعزیز خان نه راواخله تر عبدالرحمانه ، د ملک احمد یوسفزي نه راواخله تر شیرین یار یوسفزي،  د الف جانې خټکې نه تر ثنا اعجاز او د اقبال سحر نه راواخله تر مشال خان یوسفزي پورې دا ټول مشالونه مونږ د وخت او سیاست په طوفانونو کې په خپل وینو ژوندي ساتلي دي.

د عبدالرحمان د ننګ اواز په زیده کې د انقلاب مړې ایرې بیا راژوندۍ کړي دي ،د خلکو په زړونو کې يي د بیوسۍ او ویرې بلا وژلې ده . نن ټول خلک د مشال خان په قبر د ملامتیا اوښکې تویوي ، د اقبال سحر نه معافي غواړي ، د مشال خان لپاره د انصاف اواز وچتوي او د هغه په قبر شمعې مړې کیدو ته نه پریږدي.

 

جنګ خو د کلي مینځ ته راغلو

نامړده پاسیږه چې ملا دې اوتړمه

-
بېرته شاته