(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سیمنار په مناسبت۰۰۰

۱ـ د افغانستان اوسني او راتلونکي حالات ؟ د غرب استعمار او یرغل په هر مملکت کښي چی مداخلت کړی دي ۰ په اوله مرحله کښې د خلګو په میانځ کښی نفاق او نفرت اچول ۰ د اکثریت څخه یو څو نفره د صحنی په لومړۍ ټولګۍ کښي را مخ ته کول؛ تر څو چی اکثریت په څان پوه نه سي ۰ په عیني وخت کښي د پردې تر شا اقلیت ورته تربیه کول۰ په اقلیت اکثریت ترټل سپکول ؛ تر څو چي اقلیت ته دا معلومه کړی ؛ که د دوی مرییتوب او غلامي نه کوي، و اکثریت ته به یواځي پاته سي ۰ نن په افغانستان کښیی دا اوله مرحله روانه ده ، که څه هم ډیره ځنډیدلی او بشپړه نه سوه ، خو بیا هم د دوی هغه ملعونه اراده په مغزو کښی ګرزي ۰ دوهمه مرحله الله دي دوې ته توفیق نه ور کوي ۰ دوی غواړي چي د شمالي ټلوالي څخه پولیس او اردو جوړ کړي او افغانستان خپله مستعمره او فوجی ډګر و ګرزوي ۰ نن ورځ هم ټول پولیس او اردو دمملکت داخلي او خارجي چاري یي د شمالي ټل ټل په اختیار کښی ور کړي دي ۰ لر او بر پښتانه او یویشتمه پیړې ۰ لر او بر پښتانه نور یو پښتون دی ۰ په تیرو پنځویشتو کلونو کښی ګډ واوسیدل پر یوه ډګر د جګړو او جړګو سره را لوی سول ۰ د یوه کور او کورنی خلګوته ګاونډیان نه سوای ویلای ۰ د هغه ورځي څخه چی پاکستان جوړسوی دی ، په افغانستان او پاکستان کښی داسی حکومتونه وه ، چی د پښتون یووالي یې نه غوښتې ۰ د پښتانه د یو والي مخنیوی یې کول۰ نن ورځ پښتانه نور قبایېل نه دي ۰ یو پښتون قوم دي ۰ پخوانی اربابی،بابایې، خانخانی دپیړییو سلسلي ختمي دي ۰ پر پښتنو نور په زور او دسیسو هیڅ څوک حکومت نه سوای کولای ۰ - بېرته شاته