(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اتاتُـرک او امـان الله خان پرتله

[13.May.2017 - 20:03]

داتاتُـرک  او امـان الله خان مقـایــسـه افغانستان او ترکیه د سیاسي  اقـتصاد په تله کې

 لیک: ‌ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار[email protected] می ۲۰۱۷

نـنــتــوځ

کله چې یو واکمن په یوه  ارته سیمه کې برلاسی وي او په بیلابیلو ولسونو یې  د خپلې  واکمنۍ وزرې خپـرې  کړې  وي، دغه حالت  امـپـراتوري ګڼل کـیـږي. عـثماني امپــراتورۍ (۱۲۹۹تر ۱۹۲۲زییز) د خپل قدرت  په جګ  پـړاو(۱۶تر۱۷زییزه پیـړۍ) کې په درې  قارو کې خپل حاکمیت خوندي کړی و: په سهیلي-ختیز یورپ، لویدیـزه اسیا، او  شمالي افریقا  کې؛  ۲۹ولایتونه او ګڼ شمیر رعیتونه (ریاستونه/تیولونه) یې لرل. دغې امپراتورۍ  ټولـټـال څه دپــاسـه شـپـږ پـیـړیو(۱۲۹۹ تر  ۱۹۲۲زیـیز) په اوږدو کې د خـتــيزې او لویدیــزې نړۍ راشه درشه  پاللې وه  او پلازمینه(مرکز) یې قسطنــطیـنـیــا وه چې وروسته یې نوم په اسـتامــبول واړول شو. د «سـتر سلیمان» (سلیمان دَ مګنيــفـیسنت: ۱۵۲۰تر ۱۵۶۶زییز) په مهال، دغه امپراتوري  د رومن (بـیزنتین) امپراتورۍ اسلامي ناسـتـنه وه. عثــماني امپراتوري د لومړي عثمان په اراده  رامینځته شوې وه. ټول ټال د عـثـماني امپراتـورۍ موخه(هدف) دا و چې د نـورو خلکو خاوره ونیـسي، اسلام خپور کړي او له غـیرمسلمان اتباعـو نه مالیات واخلي. غیر مسلمانان په خپلو دیني چارو کې خپلواک وو.

د څـو  ښځـتـوب سره علاقه،  میراثـي واکمني او د دنـیـوي علومو (سـایــنـس ) ســره بې تـفاوتي هــغـه  عـوامـل  وو چـې عــثـمانـي امـپـراتــوري یـې  ټـکـنـۍ (کـمزورې ) کړې وه. عـسکـر کمال عـطا تـرک (۱۸۸۱تر ۱۹۳۸) او فکـــري ملګـرو یـې د خپل بې وســه شـوي هـیواد د  بی واکۍ او څـپـرځي حالـت نـشـو زغـمـلی. ځوان شوروي نظام  یې ملاتړ کاوه. خو لــویدیــز يي په ضد و.

 

۶۲۲ کلنې عـثــماني امـپـراتورۍ ته ځـغـلـنـده  کـتـنـه

پــه اروپا کې د عــیسـوي دیني اصلاحاتو له امــله د کاتــولـیکانو او پـروټيســټنـټـانو (معـترضینو) ټکرونه د عـثمانیانو په ګټه وو. عــثـماني واکمنان  د دین په څنګ کې سیاسي هم وو ځکه چې په فاني نړۍ کې واکمنان وو. د دغو سلطانانو کرغیـړنتیا په دې کې وه چې څو میرمنې او ګڼ شمــیر   ځامن  به یې لرل. د سلطان له  مړیـنې  وروستـه به یې مشر ځوی واکمـن کیده او هغه به  نــور وروڼه له  میـنـځه وړل. له دې امله به لږترلږه بلـقوه  پټه کورنۍ غلیمي روانه  وه. (په  افغانستان  کې  د احمد شاه بابا  لمسیانو هم د یو بل  ککرۍ  ماتې کړې وې. څو ښــځتوب په عادي اسلامي  کورنیو کې هم د بدبختۍ  زړي کري. سپیـڅلی اسلام باید په معنویاتو وچلـیـږي، نه په مادي او لــذتي خـوښیــو!).د  ګڼ ښځـتوب سره میــنه، مـیراثـي واکمني، او د دنـیـوي علــومو سره بې تـفــاوتي هـغـه  څه وو چې عـثـمانـي امـپراتــوري یې د  بې کـفایـتۍ په ټــغـر کښینـولې وه!

د امریکې په کـشـف (۱۴۹۲) سره اروپا ته شـتمنۍ جاري شوې او د  ټکنالوجۍ او عسکري تقویې ته یی لار هواره کړه. په اروپا  کې  له  صنعتي انقلاب (۱۷۶۰تر ۱۸۴۰زییز)راوروسته د اروپایانو  لپاره  د دې زمینه برابره شوه  چې خپل اموال په عثماني امپراتورۍ کې په جګه بیه خرڅ کړي. عثماني امپراتوري د سرو زرو او  سپـینــو زرو په  کمـښت  اخته شوه. په عثماني امپراتورۍ کې په سپـیـنو زرو(نـقره) متکي پـولي نظام  د امریکې په کشف  سره  ولړځید او د پیسو پـړ سوب (پولي تورم) په کلک  مشکل واوښت. د  عثماني امپراتورۍ  پوځ او فني صنعتګران د مشکلاتو سره مخامخ شول. کرهـڼه هم ټکنۍ (ضعیفه)  شوه. بالمقابل، په لویدیزه  نړۍ کې  بدلون او پرمختګ رامینځته شول: نوې ټکنالوجي، ژور سیاسي اصلاحات او روښانـفـکره ویــښتیـا  هغه ارزښتمند بدلونونه وو چې د  ۱۷ پیړۍ په اوږدو کې او د ۱۸ پــیـړۍ  په پیل کې ورته د عثماني واکمنانو پام  نه و راګرځـیدلی.

 

په  ۱۹ زییزه پـیـړۍ کې په عثماني امپراتورۍ کې دسلطان عبدالحمید او سلطان عبدالعزیـز له خوا   د «تنظیمات»(بل شان تنظیم/ رې اورګنایزیشن) په نوم  نوښتګــري پیل شوه(۱۸۳۹ تر ۱۸۷۶) . دغه اصلاحات په دې راچاپیر وو چې  د زاړه(روحاني -دیني نظام) د اصولو په ځای  یو نوی غیردیــني -مـدني نظام رامـیـنځـته شي چې د  هـر ډول هــیوادوال(مسلمان او غیر مـسلمان) حقوق پکې خوندي شوي وي. د تنظیمت خوځښت د سیکولاریـزم په پَــل پاپۍ واخیستلې، خو زر د مسلمان او غیرمسلمان دیني عالمانو له خوا ورسره ضدیت وښودل شوـ دلیـل یې دا و چې هغـوی پکـې  د خپل قـدرت په وړانـدې ټـکـر لیـده. په  دې ډول عــثمانی سلـطـنت په عـسکـري، اقـتصادي، او علمي-تخنیکي لحاظ ټکنی شو. یانې د امریکې له کشفه( ۱۴۹۲م) او په انګلیستان کې له صنعتي انقلابه(چې د لاس زور د ماشین په زور واوښت: ۱۷۶۰ تر ۱۸۴۰م)، د تولید اندازه، د تولید ګړندښت، او د تولید مناسبات غښتلي شول. خو په ختـیز او لویدیز کې د قواو اڼـډول په بل مخ واوښت. په عثماني امپراتورۍ  کې د ۱۶ پـیــړۍ له پای راوروسته عموما داسې واکمنان رامیــنځته شول چې د عقل او لوړ شخصیت څـښتنان نه وو. په ۱۷م پیــړۍ کې عثمانیانوپه اروپا کې د هابسورګ واکمنۍ په وړاندې جګړې وبایللې او  د ماتې تړونونه یې لاسلیک کړل. دغو ماتو او تړونونو د هابسبورګ د برلاستیا جڼـډه لکه کړه. د هابـسبورګ پخوانی پایتخت د ویـانـا ښـار و. وروسته د هابسـبورګ نوم په استریا -هنګري امپراتوري واوښت(۱۸۶۷تر ۱۹۱۸) او پلازمینه یې پـراګ شو. له ۱۷۶۸ تر ۱۷۷۴ د عثمانـیې او روســیې جګړې  پیښې شوې. خو روسانو دجګړې  ډګر وګاټه. په پایله کې یې کریـمـیا(چې په غټه کچـه  مسلمانان پکې  اوسیدل) خپلواکه شوه، خو وروسته د  تزاري دولت په تصرف کې ورغله. سر بیره پر دې عثمانیې د تورې بحیرې انحصار  هـم وبایلود، او روسیـې دا حق لاس ته راوړ چې په عثمانیه کې د عـیسویانو محافظه وي. په ۱۷۹۸زییز کې فرانـسـوي  ناپلـیون بوناپارت په مصر یرغل وکړ. دغه اسان  بري د عثماني امـپراتورۍ  ناچله تصور میده  کړ اوپه دې ډول یې یورپ لاپسې زړه ور کړ چې په راتلونکی کې فتوحات وکړي. په ۱۸۳۰م  کې یونان د اروپایي مداخلې له برکته د عثماني امپراتورۍ له منګولـو

راووت.  دا چې اروپایي تولیــدات هم ارزان وو او هم یې کیفیت  جګ و،محلي عثماني تجارت ته یې پاټک واچاوه. ټکنالوجیک پرمخـتګونو د غـرب په  کرهـڼه  کې بدلون راوستلی و، خو په عثماني  امپراتورۍ کې کرهـڼه  ابتدایي وه.عثماني بزګرانو خپل کلي پـریـښودل ، ښارونو ته لاړل او هـلته د نــوکرانـو یا  پاکوونکـو په وظیفـو کې ولګیــدل.

د «سـتر سلیمان » د ۴۶ کالونوعثماني سلطنت په مهال(۱۵۲۰تر۱۵۶۶م)  په یورپ کې د جرمن نژاده دیني عالم(مارتین لوتر:۱۴۸۳تر ۱۵۴۶م) له خوا دیني اصلاحات(پروټـیسـټنـټ ریفورمیشن) رامیـنځته شول. ستر سلیمان د عیسوي دین د دغـو اصلا حاتــو پلوي و. عیسویت په دوه بر خو  ووېـشل شو:  پخواني کاتولیکان او نوي اعــتراضـچـیان. مارتین لوتر هم  غوښتل چې په اسلام وپوهـیـږي. د تاریخي  الـهـیاتو ډاکتر پوهـندوی ادم فرانسیسکو کاږي چې: «وړاندې له صلیبي جګړو او د هـغوی په مــهال په ټول لویــدیـز یورپ کې د اسلام تجـسـم که په بشـپـړ ډول جعلي معرفي شوی نه و، نو کلک تحریف شوی خو و.» ولولئ:

Dr. Adam S. Francisco, Martin Luther and Islam: A Study in  Sixteenth-Century  Polemics and Apologetics. Leiden and Boston, 2007, p. 9.

Thomas King, “Exposing Martin Luther’s Love Affair with Islam. [Shoebat: 27/12/2013].

  د امریـکې د خپلواکۍ له اعلامې نه ۱۱ کالونه وړانــدې په  ۱۷۶۵ زییز کې ټامس  جفرسن (۱۷۴۳تر۱۸۲۶م: په  ۱۷۷۶کې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې لیکونکی، او دریم  ولسمشر ۱۸۰۱تر ۱۸۰۹) قـرآن مجید لاسته  راوړ. د روڼ آنـدي جفرسن په زیار، د امریکې  نور موسس نیکونه دې پایـلې ته ورسیدل چې په امریکا کې دې  پـروټـیسـټــنټ ملت رامينځته نشي. دغه قرآن مجـید  د کانګرس کتابتــون د «نادرو کتابونو» په برخه کې ساتل شوی دی.  قرآن مجيد په  اروپا کې له دیني  اصلاحاتو راوروسته، د اعتراضچیانو لپاره په اروپـا کې او  د  ۱۷/۱۸ پیړیو په امریکا  کې مهم و. د ۲۰۰۷ په جنوری کې د امریکې د کانګرس د ولسي جرګې غړي کیت آلیسن په محرمانه   ډول د جفرسن په  قرآن مجیـد قسم وخوړ. خو ځینو متعصبو امریکایانو  تاوترریخوالی وښود. دا  چې جفرسن به قرآن مجید څومره لوستلی وي، څه به یې ورنه زده کړي وي، معلومه نه ده. خو  دا  څرګنده ده چې د هـغه په کتابتون کې د قرآن مجید ساتــنـې، د ټامس جفرسـن دیني زغم، د  اشتمال شـعـور، او د هــغـه مترقي دریځ په ډاګه کوي! ولولئ د امریکې او د اسلام  د تاریخ پوهاندې کتاب:

Denise A. Spellberg, Thomas Jefferson’s Quran. Islam and the Founders. New York: Alfred A. Knopf, 2013

 

د منځنیو پـیـړیو له پای وروسته نوې سوداګره طبقه رامیـنـځته  شوه. د دغه بدلون پـه محیط کې  دا نظر راوټوکیده چې کلیسا باید د هـیواد په دولتی-حکومتي چارو کې لاسوهـنې ونـکړي. یانې په نوي چاپیریال کې دې غـیردینـي موضوعګانو او ګټو ته هـم پاملرنه وشي. عـثمانیانو په ۱۹ پیـړۍ کې یو شمیر افسران یورپ ته د زده کړې لپاره ولــیــږل. خو کله چې خپل هـیواد ته راستانه شول، لیـبرال (آزادي  طلب،روڼـفــکره) مفکورې یې د ځان سره راوړلې. دغو نوو مفکورو په عثـمانیه کې د مفـکورو ټکر راولاړ کړ. «ځوان ترکان» د دغه  شـعوري بـدلون له لارې د اغــیز لاندې راغلل او په خپل هیواد کې د یــوې داسې سیاسي ټولنې او سیاسي نظام په غوښتنه کې شول چې دیـن به پکې برلاسی نه وي.  په دغه ډول مادي- دنیوي (غیردیني/سیکولر) جوړښت کې ساینـس(عِــلم) د دین په څنګ  کې ځای ونیو.  

سړۍ  په احتیاط سره ویلی شي چې ښایي په جرمني او  ورپسې په فرانسه  کې د ۱۶ زییزې پیــړۍ له «دیني اصلاح»(پروټیسټــنـټـیزم: اعتراض/تجـدد) نـه به د سیکولریزم الهام  لومړی د ۱۹ پـیـړۍ په انګلستـا کې راولاړ شوی وي. له دې  بحث نه د  یو ایراني دیـنـپوه  په  وینا  داسې هـم پوهـیدلی شو چې :«چیزی را که مربوط  به این دنیا و بی ارتباط با مسایل دینی و اخروی باشد- سـیکـولـریزم است.» د عثمانیـې څلور دېرشم سلطان عبدالحمید نږدې ۳۳کالونه  واکمن (اګست ۱۸۷۶تر اپرېـل ۱۹۰۹) او له ۱۸۴۲تر ۱۹۱۸ ژوندی و. هغه که له یوې خوا زورواک و، نو له بلې خوا یی «تنظیمات»/اصلاحات رامینځته کړل. د دغو لڼـډ مهاله سمونونو له ډکون نه هغه قوه راووتله چې د سلطان عبدالحمید واکمني یې رانسکوره کړه. سلطان یو داسې اساسي قانون راووېست (۱۸۷۶م) چې د افرادو  حقوق پکې بې له تبعیضه خوندي شوي وو او د هیواد هرتبعه پکې «عثمانی» ګڼل شوی و. دغـه اساسي قانون د سلطان دوهم عبدالحمید د مترقي افکارو مهمه نمونه وه. هغه په اسلامي نړۍ  کې تقریبا هغه رول لوباوه چې پاپ په عیسوي نړۍ کې په واتیکان کې لوباوه. سلطان دوهم عبدالــحـمید به اسلامي عزتمندان د نړۍ له هر ګوټ نه خپلې ماڼۍ ته رابلل. یو له دغـو عزتـمـندانو نــه سید جمال الدین افغاني و.

سید جمال الدین  افغانی(۱۸۳۸تر۹مارچ  ۱۸۹۸) په  ۱۹پیـړۍ کې د  اسلامی تجدد «پلار»  په ۱۸۷۰کې  مصر او استانبول ته لاړ. په استانبول کې د منورینو له خوا(چې د «تنظیمات» په نوم اصلاحاتو کې یې رول لوبولی و) د هغه تود هرکلی وشو. د یو مفکر او فعالګر په څیر د افغاني شغل په اسلامي نړۍ ژور اغیز لاره، او تر نن پورې د هغه نړۍ لید د ځینو مسلمانانو لپاره د الهام چینه ده خو د نورو لپاره د کړکیـچ. د اسـلامي نـوښتګــرۍ لپاره د افـغــانــي پـروژه په دې مــفکوره ولاړه وه: مسلمانان په عنعنوي اسلامي کلتور کې ښکیل شوي دي، خو د لویدیـزې نړۍ علمي او تخنیکي بریالیتوبونه مسلمانانو ته بـلــنه (چلیــنج) ورکوي  چې د حل لار ولـټوي! یعنې اصلاحات او تجــدید  د اسلام د بقا لپاره حتمي دي. سید جماالدین افغاني مـټـریالیزم (مادیت)غندي ځکه چې د دین او بشري ټولنې  غلیم (دښمن) دی. افغاني د قرآن مجید په  دې آیت اتکا کوي: الله د یو ولس په وضع کې بدلون  نه راولي، خو دا چې په ځان کې بدلون راولي.  سید جمال الدین افغاني د فرانسوي عالم اِرنیست رنان(۱۸۳۲تر۱۸۹۲زییز) سره موافق دی چې ټول دینونه لږ و ډېـر دعلمي او فلسفوي حقیقت په  پوهه کې د «آزاد  تحقیق» سره ټکر لري. افغاني غلی شان په دې پوهــیـږي چې روڼ آندتیا(تنویر)  په لویدیزه نړۍ کې انسانان د کلیسا له سرټـیـټۍ نه راویستلي دي،او له دې وروسته انسانانو د پوهې په لار کې غټ ګامونه پورته کړي دي. ښایي افغانـي به هم د مسلمانانـو لپاره دغه ډول خوب وینـي؟ په مسلمانو باندې سید  جمال الدین افغاني ټینګار کړی و چې له موجود کرغـیـړن حالت نه د راوتلو لپاره دې په ځان کې بدلون راولي. په ټول افغانستان کې باچاخان فخرافغان، او په برتانوي هـنــد کې مولانا ابو الکلام آزاد او جواهـر لال نـهـرو د روښانـفـکر مسلمان سید جمال الـدین افغان د ټیـنګار په قـدر پوهـیـدل! 

دوه پیـښـو د عثماني سلطنت ۶۰٪ نفوس خوړلی و: د روسيې سره  د عثمـانيـې جګړې، او داچې عثمانيـې مصر او ټونیس یې  لویدیزو قدرتونو ته بایللي وو. په  ۱۸۷۸م کې روسانو د عثمانیانو سره د سولې تړون  لاسلیک کړ، او عثماني دولت مجبور و چې  د جګړې تاوان (۲۴ بیلیون کوروش ) د سلو کالونو په اوږدو کې روسيې ته ورکړي. دغې ماتې او دغه تاوان عثمانیه ډېـره ټکنۍ کړې وه.  دولتي پور(قرض) کله ناکله  د  ټولو عایداتو نـږدې اتیاسلنې(۸۰٪) خوړلې وې. عثماني صنایعو د لویدیزو  صنایعو د غټو تولیداتو سره سیالي نـشوه کولې. عثمانیې یواځې د دې تومنه لرله چې اروپا ته  خپل اومه مواد  وړانـدې  کړي او هلته جوړشوی سامان په خپل هـیواد کې استهلاک کړي.  د ۱۸۷۷تر ۱۸۷۸م جګړې له امله  په سلګونو  زره کډوالان  استانبول ته راغللل. عثماني سلطنت دوه نور مشکلات هم لرل: په بالکان کې د نیشنلیزم  راپورته کیدل، او د عنعنوي ټولنې په وړاندې د موډرنیزم (نوښتګرۍ) راولاړېـدل. سلطان عبدالحمید په ۱۸۷۸کې پارلمان منحل کړ او قدرت یې  په خپل لاس کې ونیو. د ولس سره د تماس لپاره یې «مـبـین» (د تماس خلک) مقرر کړل چې د هغه غوښتنې د دولت مامورینو ته ورسوي. مشر مباین (۱۸۷۸تر ۱۸۹۷زییز) غازي او جنرال عثمان پاشا و. سلطان په ۱۸۸۱کې د استانبول پوهنتون وتاړه. د ولس د دیـني او ساینسي تعلــیم  لپاره یی خپلې شخصي پیسې هم لګولې وې. 

سلطان دوهم عبدالحمید په ملکي او عسکري ساحو کې علم ته ډېر خدمت وکړ او جرمني او فرانسوي استادان یې راوغوښتل. په  ۱۹۰۰م کې یې د استانبول پوهنتون بیا پرانیست او لاندې پوهنځي  پـکې  رامینځه  شول: ریاضیات، جسمي علوم، دین، او ټولنــیز علوم. د ټیټې طبقې زوزات په علم او د دولت په اداره کې د برخې خاوند شو. دغه نوي ظرفیت سیاسي فعالیت ته لار هواره کړه  او بلا خره یــې د «ځـوان ترکانـو» په انقلاب او پخپله د سلطان دوهم عبد لحـمید د سلطنت په رانسکورولو کــې (۱۹۰۹زییز) برخه واخیستله.

د پينځلسمې زییزې پیړۍ په  اوږدو کې ارمینیا په عثمانیه کې  جذب شوې وه. په ترکیه باندې تور لګیدلی دې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په  اوږدو کې یې( له ۱۹۱۵تر ۱۹۱۷) شپـږ سوه زره  تر  یونیم  میلیون ارمنیان وژلي وو. د دغې دعوې حل دقیقوـ بې طرفه مطالعاتو ته اړتیا لري. په ماسیچـیوسیټ  پوهنتون کې ترکی[المانی ټولنپوه او] مورخ (تنیر توکچم*) د ۲۰۱۷ په اپرېل کې  د رابرت سپینسر له خوا اقتباس شوی دی چې: « د تُـرک په  حیث زما په ټـینګه عــقــیده، په ترکیه کې ولــسواکي او بشري حــقوق هغه مهال خونــدي کـــیدلی شي چې تاریخ او تباهـکاریو ته مخامخ وکتل شي.»

*) Taner Akcam quoted in: [jihadwatch.org published 23 April 2017].

 

مـصطفا کـمال عــطا تُــرک:۱۸۸۱تر۱۹۳۸

 

د زیـږېــدنې  نوم  یې مصطفا و. استاد یې ورته د «کمال» نوم ورکړ. د لومړۍ  نړیوالې جګړې په مهال(۲۸جولای ۱۹۱۴تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸) او د راتلونکې ترکیې لپاره د دغې جګړې د کرغیـړنو  نـتـیجو په مهال د عطاتـــرک شخصیت او ابتکار مهم وو.

لومړۍ نړیواله جګړه له  ۲۸  جولای ۲۰۱۴ تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸ وغځیدله. د عثماني سلطان (پـیـنـځم محمد / پینځه دېـرشم سلطان) او د  غربي متحدینو په مینځ کې ډزبند موضوع رامینځته شوه. دغه ۷۳ کلن سلطان  د ۱۹۱۸ د جولای په ۳ مړ شو. انګریز بحرسالار کالتورپ د عثمانیې د بحري چارو وزیـر رؤف بای د ۱۹۱۸ د اکتوبر په ۳۰نیټه د ډزبـند په تړون قانع کړ.  له ۶ میاشتې سیاسي تشې وروسته، د هغه ورور شـپـږم محمد د متحدیــنـو د  چترۍ  لاندې اخري (۳۶)عثماني سلطان شو، په ۱۹۲۲ کې له سلطنت  نه لرې شو او په دې ډول عثماني سلطنت پای ته ورسید. هغه وتښتید او په ایټالیه کې په ۱۹۲۶م کې   په حق ورسید. له ډزبند وروسته، په عثماني واکمنۍ  کې دیني شخړې، غلاګانې، شوکـې، او  جنګ سالارۍ رامیــنځته شوې. [دغې رټــلې وضعـې ما تــه هغـه کابل - ګيرکه او اسلام -چورکه  سړک الطوایفي را  په  زړه  کړه چې د ملي ارمان وژونکې ډله(اتحاد شمال) یې په سر کې ولاړه وه(اپرل ۱۹۹۲تر سپتمبر ۱۹۹۶). ولولئ: سمسور افغان، دویمه سقاوي. خپرندوی: دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه-جرمني. لومړی چاپ ۱۳۷۷ل/۱۹۹۸ز. دوهم چاپ ۱۳۷۹ل/۲۰۰۱زییز].

عربانـو د عثماني سلطنت  په ضد د لومړۍ  نړیوالې جګړې د متحدینو سره ملاتړ وکړ. عـثماني پوځ چې په سوریه  او فلسطین کې ماتې خوړلې وه، سوکه سوکه یې ځان د عطا تـرک په کماندو کې تنظیم کړ. عطا ترک په لیبیا کې د ایټالویانو په ضد وجنګید(۱۹۱۱) او ورپسې یې د بالکان په جنګونو کې (۱۹۱۲تر ۱۹۱۳) برخه لرله. د عطا  ترک عسکري شهرت هغه مهال زیات شو چې  د لومـړۍ نړیوالې جګړې په مهال یی په ۱۹۱۵م کې  په دردنیلیس (شمال-غربی ترکیه) کې د متحدینو قواو ته درانه تاوانونه واړول. په منوره  مدینه کې د عثماني سلطنت قواو بری نه و کړی او جنرال فخري پاشا د ۱۹۱۹ په فبروري کې تسلیم شو. په دغه ډول  ګډوډۍ کې د ولس او عسکرو توجه عطا ترک ته راوګرځیــدله(هغه سربیره په عسکري د سیاسي موضوعګانو سره هم علاقه لرله). سلطان د عطا  ترک د تکفیر حکم  ورکړ. خوهغه د عثماني سلطنت  له ماتــې پاتی برخې ته نجات ورکړ. عطاتـرک د خپـلې ډلې سره په اناتولیا(کوچنۍ اسیا) کې یو نوی تــرکي حکومت رامينځته کړ. د ۱۹۲۰ په اپـریل کې ملیګرانو په انقــره کې «لویه ملي غوڼـډه»(ګرینډ نیشنل اسمبلي) راوبلله او عطا تـرک یې خپل مشر وټاکه(دغه لویه ملي غوڼډه د افغانستان لویې جرګې ته ورته برېښي). په ۱۹۲۲کې عثماني سلطنت پای ته ورسید، او په ۱۹۲۳کې په ترکیه کې سیکولر(دُنـیـوي/غیردیني) جمهوریت رامینځته شو. عطا تـرک یې ولسمشر  شو. هغه په سپتمبر ۱۹۲۳م کې یوګوندیـز نظام(د خلکو ګوند) جوړ کړ. ورپسې په ۱۹۲۴م  کې «مترقي جمهوري ګوند» رامینځته شو. عــطا ترک څوګونـدیـز نظام غـوره ګاڼـه، او د ګاوڼـډیـو هیوادونـو سـره یې د ناپیــیـلتوب سیاست غوره کړ. په ۱۹۳۵م کې یې د «عطا ترک»(د ترکانو بابا) لقب په برخه  شو.

عطا ترک (۱۸۸۱تر ۱۹۳۸م ) په بیــوزله(ښایي کوچي) کورنۍ کې زېـږیدلی و. ښایی دیني معلومات یې له خپلې بیـسیوادې مور نه لاسته راوړي وي. هغه په  ۱۲کلنۍ کې عسکری لیسې ته داخل شو، هلته د  نیشنلیـزم  د اغیز لاندې راغی. د اصلاحاتو د منور لیکوال نمیک کمال لیکنو خوند ورکاوه. عطا ترک فکر کاوه چې  د رواجي دیني عالمانو او سلطانانو له امله یی هیواد وروسته پاتی شوی دی. عطا ترک په ځوانۍ کې د خپل هیواد د روڼ اندو لیکوالانو(نمیک  کمال او ضیا ګوکلپ) د مفکورو د اغيز لاندې راغلی و او په ځوانۍ کې د منورینو د انقلابي خوځښت (ځوان ترکانو) غړی شوی و. هغه په دې باور و چې اسلام د ترکیې پرمختګ ته پاټک  اچولی دی. خو ښایي چې د عرب قبیلو لپاره  به ښه و. عطاترک د خپل ملت وروسته والی په  دوه برخــو کې لیده: په عــثماني سلطنت او اسـلام کې. عطا ترک او نږدې سیاسي او اجتماعي ملګرو یي واکمني په ولکه کې نیولی وه ،او په ترکیه کې سیکــولریزم  او جمهـوریت تر دې دمه چلیـږي. شوروي اتحاد نوی ترکي جمهوري دولت په رسمیت وپیژاند. په نوي جمهوریت  کې څوښځتوب او جګې رومي خولۍ (چې زوڼـډی یې لاره) منع شوې. نوي حکومت  له ۱۰۰۰قبل المیلاد راهسې په ترکیه کې میشت یونانیان (تقریبا ۱،۴میلیون) یونان ته  تسلیم کړل او  په بدل کې یې له یونان نه ترکان ترکیې ته راوستل چې خپل ولس متجانس کړي او اقلیتي کړکیچونه حل کړي.

R. R. Palmer and Joel Colton, A History of the Western World. New York: Alfred Knopf, 1978, pp 746-750

 

امان الله خان او عـطا تــرک پـرتـله کـول

 

دواړه د لویدیز امپریالیزم سره  لاس په  ګرېوان وو او هریو د خپل هیواد  خپلواکي او پرمختګ  غوښتل. عطا ترک په ډېره بیوزله کورنۍ کې زېــږېدلی و: مـــور یی (زبــیده حـنیم :  ۱۸۵۷تــر ۱۹۲۳ز) کوچـۍ یا د  بزګــر لــــور وه او  پلار یې علـي رضا افـنــدي (۱۸۳۹تر  ۱۸۸۸ز) د ګمــرک کوچنی مامور او بیا لرګي پلورونکی  و؛ خو د امان الله خان  پــلار پادشاه او مـور یـــې مـلکه  وه. د هر یوه هیواد د ځوان شوروي اتحاد له خوا په ګړندي ډول  په رسمیت  پیـژندل شوي و. عطا ترک په مبارزاتي وضعه  کې د خطر له امله انقره خپله موقـته پلازمینه(پایتخت) وټاکله. د امان الله خان پـلار (حبیب الله خان)  په ۱۹۱۹ز کې شهید شوی و او امان  الله خان په ګړندي ډول ځان په کابل کې پاچا اعلان کړ که څه هم نایب السلطنت نه و. عــطا ترک قـــوي عسکر او ګونـد لــرل. امان الله خان نـه ګــونــد لاره  او نــه قـوي عـسکر (عسکر یـې خـفـه وو  ځکه چـــې معــاش یې لږ و). عـــطاتـرک  د نـوښتګـرۍ یعنې (مادرنـیزیشن) لپاره خـپله څـرګـنده مـفکــوره (سـیکولـریـــزم) لـرله، امان الله خان په خـپل شـډل هـیواد کې  د عــطا ترک د کړاندو او د خــپل  خسر محمــود طرزي د اغـیز لانـدې و. عطا ترک پــه لـویــدیزکې پــرمختګ په خـپــلو سترګو لـیدلی و او په خــپلواک او نسبتا پـرمخ تلــلي عـثماني سلطــنت کې یې  سیاسي فعالیت کولو. اماالله خان په نیم غـوڅ ، نــیم مستعـمره او ډېـر وروسته پاتی بـر افــغانستان کې خپـــلواکي او یــو څـه تــرقـــي راوستله.  په ۱۹۱۹ کې د خــپلــواکۍ  په جګــړه کې د وزیــرستان او پخـوانۍ پکــتیــا مړنیانـــو د انګریزانو پوځ په ګوڼـډو کړ او په پایــله کې یې باید له امــو تر اباسیـنه ټول افغانستان خپلواک شوی وای. خو د ګـټلي ډګـر د ډزبـند په تــړون کې د ټــول افـغانــستان د خـپــلواکـۍ امـید پنچـر شو. ځکـه خو جـنرال یـارمحمد خان وزیــری پـه  خپـل کتاب کې لیکلي دي چې: «زمــوږ  مجاهدیـــنو له نظره دا دریـم نـاولی تـــړون و.»-  د افـغــانستان د خــپـلواکۍ  او نـجــات تــاریـخ. خـپروونـکـی :  د افغانـستان د کـــلتـــوري خـــدمتونو اداره. پیــښور  ۲۰۰۰،  ۱۳۷۹لـمریز،  مخ ۱۰۳

عطا ترک په خپل نسبتا پرمختللي هیواد  کې د ښځو حقوق تامین کړل. خو په شډل افغانستان کې د ښځـو حقـــوق شـړ پاتي شول. عطا ترک  زړه ور او منور عسکر و او سرتیري، مترقي او ژمن ملـګــري یې لرل. امان الله خان  د دغه ډول تنظیم او ظرفیتونو نه په غټه اندازه محروم و. دعطا ترک مور او پلار غریبان  وو. په دغسې ټولـنیزه ورشو(محیط) کې عطا ترک د کلي د خلکو په ژبه  او ذهــن  پوهـیده. امان الله خان شهزاده او د  کابل ښار ۲۷کلن ځوان و. هغه په کلیوال ذهن او د کلي په ژبه (پښتو) نه پوهــیده. د کلي سړي (عبدالغـفار خان مشهـــور په بـاچاخـان او فــخـر افغان) د ښار سړي(امان الله خان) ته سپارښتنه وکړه چې د کلي ژبه   زده کــړي. د کــلي ژبـه یې نوکې زده کـړه خـو د کلي د خلکــو د ژونــد په طرز نه پــوهـیده![ په ســیاست کې د کـــلي د رول په اړه د کابـل پوهـــنتــون پخواني استاد او د ښوونې او روزنې د پوهــنځي پخواني رئیس رڼــاګل اریـــوبزی پوخ نظر لري. ودې شي چې استاد اریوبـزی د کلي د سیاست مـوضوع راوسپـړي او زر تر زره یـې خپره  کړي].

عطا ترک مبارز عسکر و. امان الله خان له عرب -عثماني/ترکي استاد نه د کابل په حربي پوهنځي کې زده کړه کړې وه. خو امان الله خان دعسکـري عملیاتو تجــربه نه لرله  او  پاڅــون یې نه شـو  تــم کولی. عطا ترک قوي عسکري نظام لاره. امان الله خان قوي قومــونه لرل، خو په ملاتړ کې یې ولاړ نه وو. عسکرو له امان الله خان نه ګیله لرله، ځکه د هغوی معاش یې ټیټ ساتلی و. عـطا ترک  قوي وسلې او د جنګ تجربې لرلې. امان الله خان یـوه هم نه لرله ( هــغه ته ځـوان شـوروي  اتحاد یـو څو الوتکې سوغات کړې وې). عطا ترک یو قــوي قوم لاره، افغانستان له قـبیلو ډک و. په ترکیه کې دیني تعصب کم و، په افغانستان کې دیني او مذهبي تعصب زیات و. تر کیــې ۶۲۴  کلنه پـرلپسې عثماني امپراتوري لرله (۱۲۹۹تر ۱۹۲۳ز)، افغانستان د صفویانو او  مغـلیانو په مینځ کې ښکیل  شوی و. عثمانیت د تُـرکیت لپاره لار هــواره کړه. صفویت او مغـلیت د افغـانیت سره په ټکـــر کې وو. ترکیه په غټه انــدازه په   خپلواکه سیمه کې پرته وه، خو افغانستان د دوه متضادو قدرتونـو(برتانوي هیند او تزاري روسیې/ورپسې شوروي اتحاد) په مینځ کې پروت و. عثماني  ترکیې او  جرمني په لومړۍ  نړیواله جګړه کې د متحدینو په وړاندې ماتې وخوړه او عثماني سلطنـت پای ته ورسید. خو سره له دغه حالته عطاترک له یونان نه خپل قومیان خپل هیواد ته راوسـتل او په ترکـیه کې میشت یـونانیان یې یـونـان ته ولیـږدول. په ۱۹۱۹ کې د وزیرستان او پخوانۍ پکتیا سرتیرو انګریز ته په عسکري جبهو کې ماتې ورکړه، خو لرافغانستان همغـسـې «شمال مغربي سرحدي صوبه» د اسم بې مسما په ډول پاتي شوه. ګـټلی اړخ بایـد خپلې غوښتـنې په بایللي اړخ(انګریزانو)منلې وای! جنرال یارمحمد خان وزیري دغه تړون «ناولی تړون» ګڼلی   و،ځکه چې د ډزبند په موافقه کې د ګټونکو غازیانو سره مشوره ونشوه.

د ترکیې په جمهوریت کې ترکي رسمي ژبه وه. خو د بر افغانستان په درباراو دولت کې فـارسي رســمي ژبــه وه. نه یـــواځې دربارخیلـو، بلکې جمهوریت خیلوهم د صفـویت لار خپله کړې وه. یواځې د خلکیانو (نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین) په تقریبا شل میاشتنۍ واکمنۍ کې(۲۷ اپرېل ۱۹۷۸تر  ۲۵دسمـبر ۱۹۷۹) او د طالبانو په  پـینځه کلـنه واکــمنۍ کې (سپتمبر ۱۹۹۶ تـر اکتوبر  ۲۰۰۱) پښتو بلعـمل ملـي او رسمي ژبــه وه. د بـاچـا خان فخـرافـغان په ټـینګار سره امان الله خان (۱۹۱۹تر ۱۹۲۹) پــښتو زده کړې وه، خـو دربار یــې د پخــوا په شان صفــوي مــزاجــه و. دغه  حکومتي فارسیتوب په پښتنو کې د پردیتوب احساس راولاړ کړی دی خاصتا په برافغانستان باندې د امریـکې لـه ۱۵ نیـم کـلن یرغـل او نیواک راهیسې(۷ اکتوبر ۲۰۰۱تر ننه). د احمد شاه مسعواو برهــان الـدین رباني د دوهمې سقاوۍ په پیل کې (۱۹۹۲/۱۳۷۱ل) ، د مسعود او په امریکا کې د هغه د ملګرو په هڅه  د امریکې مرکزي استخباراتو په خپل کلني کتاب کې د ۱۹۹۲ په نیمایي کې د پښتنو او د  هغوی د ژبې احصائیې ډېـرې راټیټې کړېدي.

د عـطا ترک کورنۍ په تقــریبا ټیټه میینځنۍ طبقه کې راتللی شي، په ترکي ژبه غږیدله او مسلمانه وه. عطا ترک په  استانبول کې له عسکري پوهنځي  نه  فارغ شوی و او د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال بریګـډیر جــنرا و. هغه له لویــدیز نه  زده کړه  کړې وه. خو زړه یې د ترکیې سـره و. د هـغه ژمـنه د یـوې مفکورې (د خپل هیواد د پرمختګ) سره وه،نه د جغرافیایي ساحې سره. هغه د خپلو خلکـو په  ژبه غـږېده او د ولس په ژبــه به یې هغـوی ته د مرستې او ملګرتیا بلنه ورکوله. د عطا تـرک ارمان کوم تـش خوب نه و، بلکې هغه خپل هـیواد اوملت په بیــن الملـلي چاپيـریـال، کلتوراو تجارت کې غـښتلی کړ او سرلـوړی یی وساتــه. شــوروي اتحاد (۱۹۱۷تر ۱۹۹۱ز) خپل په خپله ړنګ شو، خو د عطا ترک جمهوریت تر اوسه چلیــږي.

عطا ترک د پاک او شین چاپیریال ملاتړ کاوه. د امــان الله خان په هڅه د ټول افغانستان یوه برخه خــپلواکه شـوه، خو څو ځلې پکې خپلې او پرَدۍ کودتـاګانې او یرغلونه  رامینځته شول(۱۹۱۹تر اوسـه). خو د ترکیــې جمهــوري نظام پـینځه عسسکري کــودتــاګانې شڼـډې کړې  دي. ترکیه یو قـانـوني دنــیـوي (سـیکــولَـر) جـمهـوریت دی چـې ۹۵٪ مسلـمانــان لري. د ترکیې د جمهوریت عسکري قـواوې تل د  مصطفا کمال عطا ترک د  دنیوي (سیکولر) اساسي قانون او د دغه نظام د مــوسـس د ارمانونو ساتـنـدوی وې او دي. ترکان د قانوني سیکولریزم او دیـني هویت په مینځ کې ژونــد کـوي. عــطا ترک ویلــي وو چې :« زما ولس بـه د ولسواکۍ اصول، د حقیقت امرونه او د عــلـم (ساینس) تدریس زده  کړي.»

Elliot Ackerman (July 16, 2016) in: [Newyorker.com  26 March 2017].

عطا ترک د ګاوڼډیو هـیوادونو سره د ناپیلتوب اړیکې پاللې. هغه د شلمې پیـړۍ یو هوښیار او مهم مشر او د خپل هیـواد اتل و. د هغـه د شخـصیت په اړه د نړۍ غټانو درناوې ښودلی دی لکه: لویډ جـورج (د انګلـیستان لومـړی وزیر/صدراعظم:۱۹۱۶تر۱۹۲۲)، فــرانکلین روزویلټ (د امریکې ولــسمشـر:۱۹۳۳تر۱۹۴۵)، وینسټـن چـرچـل(لیکوال اود انګلستان صدر اعظم:۱۹۴۰تر ۱۹۴۵؛ ۱۹۵۱تـر۱۹۵۵) ، دوګـول  (فـرانـسوي جـنــرال، او ولسمـشر: ۱۹۵۹تر ۱۹۶۹)، جــان کـینـډی (د امریکې ولسمــشر:۱۹۶۱تر۱۹۶۳)، جــمال نــاصر(د مصر انـقلابـي ،او ولسمــشر:۱۹۵۶تر تر ۱۹۷۰)، کـونراد ادناور(د لویدیز جرمني صدراعظم:۱۹۴۹تر۱۹۶۳)، جواهرلال نهرو(د هیند ملي لـیــډر،اود هـــیواد لــومړی ولسمـشراو د بهـرنیــو چارو وزیـر: ۱۹۴۷تر۱۹۶۴)، د ټــونیـس صدراعظم حبیب بورقـیبـه (۱۹۵۷تر ۱۹۸۷)،  او نور ډېر.

په ترکیه  کې له سپتمبر ۱۹۲۳راهیسې د «خلک ګوند» موجود و. ورپسې په ۱۹۲۴ کې «مترقي جمهوري  ګوند» رامینځته شـو. عطا ترک څو ګوندیز نظام غوره ګاڼه. د  بري لپارره عطا ترک قــوي ګوند  او قوي عسکر لرل. د امان الله خان په مهال افغانستان یو هم  نه لاره.  د امان الله خان په ضد غـلواک «امیر» حبیب الله کلکانی راولاړ شو. خــو عطا ترک د بچه سقاو په شان خلک په سوړو ننویستلي وو. هغه مهال ماډرنیزېشن (نوښتګري) په افغانستان کې ډیره ماته ګوډه وه، ځکه چې نه یې مالـي او اقـتصادي چــینې لرلې، نه یې قـوي عسکري نظام، او نه یی مسلکي اشخاص لرل. عطا ترک د نوي دولت لپاره دنیـوي دریځ لاره، نه دیني. خو امان الله خان مجبور وو چې د انګریزانو په ضد د «غـزا» په چغه ولس راولاړ کړي. امان الله خان په غزا کې رول لاره، خو په دولــت جـوړولـو کې کمــزوری و. خـو عــطا تـرک په دواړو کې بـرلاســی و. امـان الله خـان نه د  پانګـوالۍ (کپیــټلیزم) زور لاره، نه د سوشلیزم، ځکه چې غوڅ شوی افغانستان د  متضادو غټو ګاوڼــډیانو په میـنځ کې پروت و. افغانستان د وړلو راوړلو وسایل (اور ګاړی) نه لاره. اقتصاد په ټیټه سویه و او د ولس د شپې سباکولو لپاره یې بسنه کوله.

د ډیـورنډ رټـلي تـړون هم بـر افغانستان له بحر نه غـــوڅ وساته اود هیواد اقتصادي پرمختګ او ستراتجیک مقام ته  یې پاټک واچاوه. په دغه  افغانستان کې  قوي عسکري نظام او ملکي اداره نه  وو موجود. د غلواک بچه سقاو لپاره  اسانه وه چې تخریب پیل کړي. په عطا ترک پسې هم ځینې ډلې راپورته شوې چې د سیکولر(دنیوي) دولت په ځای خلافت رامینځته  کړي، خو هغه دومره  ظرفـیت لاره چې مخالـفان او ځینې مــطبوعات محکــمې ته راولــي. امان الله خان په تعلیمي او ټولنیزو اصلاحاتو کې پاتی راغی: د ژوند سویه  دومره ټيټه وه چې حتی کلیوالو خلکو ته ښاري ژونـد هم بې دیـني برېـښـیدله!

Andrew Mango, “Ataturk: The  Biography of the Founder of Modern Turkey”. Outlook Press, August 2002

Asyaf Hj Rahman, Wan Ibrahim Wan Ahmad, Fadzil Adam, Nooraihan Ali & Daud Ismail, The Consequences of Ataturk’s Secularization on Turkey. [Google.com  29-04-2017].

Justin Vela, “As Turkey Changes, So Does Its View of the Founding National Hero Ataturk”. The Atlantic   27 June 2012.

Don Rauf, The Rise and Fall of the Ottoman Empire. Rosen Young Adult. August 2016

Lord Kinross, Ataturk: The Rebirth of a Nation. Rustem 1985

Stephen Kinzer, Crescent & Star:Turkey between Two worlds. Farrar, Straus & Giroux. Revised ed. 2008

-
بېرته شاته