(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اروپا پارلمان له مرستیال

[15.May.2017 - 06:36]

جرمن مېشتي افغانان داروپايي پارلمان له مرستیال رئیس څخه مننه کوي

 موږجرمن مېشتوافغانانو بېګاماښام دبایرن آیالت په مونشن ښارکې یوه بېړنۍ غونډه راوبلله، څو د اروپايي پارلمان د مرستیال رئیس څرګندونې له یو او بل سره شریکې کړو.

 داروپايي پارلمان مرستیال رئیس ښاغلي ریچاردچارنسکي په ننني خورا مهم اوتاریخي پړاو کې د ډیورنډ د ظالمانه کرښې په اړوند په لاندې ډول یولړ مهمې څرګندونې کړې دي:

 باید لوېدیځوال پر ډیورند کرښې له سره کتنه وکړي او د افغانستان تاریخي حق په ځای کړي.

د بیزنس سټنددرډ خپرونې د راپور له مخې ریچارد چارنسکي وویل، د تروریزم د پای ته رسولو لپاره هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په ایستلو کې تاریخي تېروتنه جبران او د تاریخي حقیقتونو پر اساس له سره وکښل شي. 

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مرستیال زیاته کړه، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه د نړیوال تروریزم پر مرکز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپله پالیسي بدله کړي.

ښاغلي چارنسکي وویل«پاکستان د دې لپاره چې پر ډیورند کرښه برلاسی وي، په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي.»

چارنسکي همداراز وویل، پکار ده چې لوېدیځ هیوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانی دریځ بدل کړي او په دې سیمه کې د تاریخ او حقیقتونو پراساس پخوانۍ پوله احیا کړي؛ بلوڅ او پښتانه، چې په زور جلا کړای شوي، بېرته له اصلي سیمې سره یوځای او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

«بلوچستان او د پاکستان پښتني سیمې چې په زوره له بریتانیايي هند سره یوځای کړای شوې باید بېرته خپل اصلي هیواد افغانستان ته وګرځول شي.»

د اروپايي پارلمان مرستیال یادونه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه د لوېدیځوالو لپاره د خطر زنګ و چې باید په سیمه کې خپله پالیسي بدله کړي؛ خو لوېدیځو هیوادونو د دې پر ځای چې د خطر دا زنګ واوري سیمې ته یې پوځیان ولېږل او اجازه یې ورکړه چې ستونزه لا ژوره شي.

ده وویل، له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې ډېر سرتېري وژل شوي او دا مرګ ژوبلې به دوام وکړي؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې د ډیورند کرښې په برخه کې خپله تاریخي غلطي اصلاح کړو.

د اروپايي پارلمان مرستیال باور لري چې په افغانستان کې د ملیاردونو یورو د مصرفولو او د جګړې لپاره د هلو ځلو پر ځای باید د ډیورند کرښې پر بیا کتنې تمرکز وشي.

چارنسکي په دې خبره د ټینګار ترڅنګ چې افغانستان تل د ډیورند کرښه په هند کې د بریتانیايي استعمارکرو له لوري پر افغانستان یوه تپلې کرښه بللې، ویلي چې ډیورنډ د بریتانیايی هند له لوري د دې لپاره یوه هڅه وه چې ځان ته ستراتیژیک عمق تضمین کړي او د افغانستان او د هند د براعظمکي لور ته د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره حایل سیمه رامنځته شي.

ده ویلي«دا مصنوعي پوله په ۱۸۹۳ کال بریتانیايي استعمار وکښله چې په نتیجه کې یې د افغانستان د خاورې لویې برخې چې اوس بلوچستان او د پښتنو سیمې بلل کېږي، بریتانیايي هند ته ورکړې.»

د اروپايي پارلمان مرستیال له ډیورند کرښې سره د خان عبدالغفار خان پاچاخان مخالفت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د بریتانیایانو د استعمار په مهال له دې کرښې سره مخالفت کاوه بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالف هم و.

د اروپايي پارلمان مرستیال وايي، پاکستان د دیوند کرښې په خاطر تل په کابل کې له غښتلي حکومت سره مخالفت کړی دی.

ده دا هم ویلي چې په پاکستان کې په قصدي ډول د پښتنو او بلوڅو سیمې وروسته پاتې پرېښودل شوي، د هغو قبیلې یې له یو بل سره ښکېلې کړي او د سختدریځۍ او افراطیت د ودې زمینه یې پکې برابره کړې ده څو اسلام اباد په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.

ریچارد چارنسکي وايي، د طالبانو په شمول د افغانستان ټولو حکومتونو د ډیورند کرښې له منلو انکار کړی دی.

د اروپايي پارلمان مرستیال په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له قوله وايي چې پاکستان له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو ډیورند ومني خو طالبانو ونه مانه.

ریچارد چارنسکي پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د ازغن سیم او دېوال جوړول او د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پر افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له لورې ډزې د ډیورند کرښې د منلو لپاره د پاکستان د هلوځلو دوام بولي.

درنوهیوادوالواوترستم لاندې لراوبروپښتنو!

دښاغلي ریچاردچارنسکي دڅرګندونو په اړوند موږ دې نتېجې ته ورسېدو، چې نور نولاس ترزنې کښېناستل لویه ګناه ده البته موږهروخت خپل غږاوچت کړی دی خودا چې له نېکه مرغه نن ورځ نړیوال ذهنیت بدلون موندلی کیدای شي زموږغږ او روا مبارزه بریا ومومي.

موږتېرکال هم دجون میاشتې په ۲۴مه نېټه په مونشن ښارکې د پنجابیانود تېري په وړاندې یولوی لاریون تر سره کړخو له بده مرغه چې رسنیو په تېره بیا غږیزو رسنیوزموږغږ سم ونه رساوه.

اوس چې انګرېزان له اروپایي اتحادیې څخه تللي ځکه خوهیله من یو، چې داپیاوړې اتحادیه به زموږمظلومو او تر ستم لاندې پښتنولاسنیوی وکړي، څودډیورنډ پلیته کرښه ترخاورولاندې، لراوبریوځل بیاد روح اوجسم په ډول سره یوځای شو.

زموږ دغونډې ګډونوالو د رایوپه اتفاق دالاندنې پرېکړه لیک ومانه:

۱ــ په ټوله نړۍ اوپه ځانګړي ډول په ټولواروپایي هیوادونوکې باید دډیورنډ د ناروااوکرغېړنې کرښې د له مینځه وړلو په موخه غونډې اولاریونونه تنظیم کړل شي.

۲ــ دنړۍ په ټولوهیوادونو کې باید دانګریزانواوپنجابیانوسیاسي نمایندګیوته دغونډو اولاریونونود پریکړه لیکونو متنونه وسپارل شي.

۳ــ له افغان حکومت اوطالبانوڅخه په کلکه غوښتنه وشي، چې دمورني اوپلرني هیوادګران اولوی افغانستان په جوړولوکې سره همغږي شي ځکه چې وطن ناموس دی، دناموس ګټل اوساتل د دواړو خواوومسؤلیت دی.

۴ــ پنجابیانوته خیبر څه چې آن ماهي فراوسالنګ هم ورتسلیم کړل شي دوی به زموږ اولس په ارام پرې نه ږدي نوځکه باید تر اټکه پورې وځغلول شي.

۵ــ امریکایانوته باید قناعت ورکړشي، که غواړي له تاریخي ماتې بچ او ستراتیژیکې ګټې یې خوندي وي نو د لراو برو پښتنوحق دې له پنجابیانوڅخه واخلي.

زموږ د تېرلاریون مصویررپوټ دلاندني لینک په ټک وهلوسره کتلی شئ:

http://www.sporghay.com/pdf/larion.pdf

محمدامین بسمل دبایرن مېشتوافغانانوپه استازیتوب

دلوی اوسرلوړي افغانستان په هیله

 

-
بېرته شاته