(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قامپرست مشرمندوخېل

[01.Jun.2017 - 09:52]

لوی قام پرست مشر عبدالرحيم مندوخېل صاحب

لیک: خان زمان کاکړ

 د رحيم صاحب مرګ د پښتنو د قامي مبارزې په ډګر کې يوه لويه ضياع او خالي ګاه رامنځته کړه. د پښتنو د سياسي تاريخ لوستونکي پوهېږي چې:

۱. د عبدالرحيم مندوخېل تعلق د سهيلي پښتونخوا له هغه لومړني نسل څخه وو چې لوړې زدکړې يې وکړې او هغه زدکړې يې د قام په تحريک کې په کار راوړې. ټول عمر يې له قلم او کتاب سره تعلق پاته شو.

۲. په پاکستان کې د محکومو قامونو د مبارزې په تاريخ کې د رحيم صاحب نوم په هغه خلکو کې راځي چې د بدترين رياستي جبر او استبداد په مخ کې له خپلې قامي قضيې او مقدمې څخه تېر نه شول، له خپلو سياسي هلو ځلو څخه لاس په سر نه شول. 

۳. د محکومو قامونو سياست يو انتهايي ګران کار دی او يوازې د اوسپنيزو حوصلو خلک دا کار په مستقل مزاجي سره کولای شي. د عبدالرحيم مندوخېل صاحب تاريخي وياړ دا په برخه شو چې يو کُل وقتي او ټول عمري سياسي مبارز پاته شو، نه ستړی شو، نه کناره کشه شو، نه مايوسه شو او نه دل برداشته شو.

۴. د رحيم صاحب شخصيت په داسې وخت کې تبارز کړی وو چې په نړۍ کې د اشتراکي مبارزې دور وو او زموږ په خطه کې د قامي مبارزو تحريکونو يو زبردست نظرياتي ماحول رغولی وو. د هغه پر بيانيه او ليکنو د هغه دور د سياسي لهجې، ټرمينالوژۍ او نظرياتي اساسونو عکس ډېر څرګند وو.

۵. د پښتنو په مترقي او ملي سياست کې د ځوانانو د تربيت په کار کې د رحيم صاحب رول موږ ته د پښتنو په سياسي تاريخ کې په مخه راځي. هغه د يو دور په سياسي استادانو کې شمېرل کېږي. 

۶. د پښتنو او نورو محکومو قامونو او طبقو د سياست يو داسې دور هم وو چې سياسي مشرانو او کارکنانو به د عملي مبارزې تر څنګ د خپل قام د تاريخ او تحريک په اړه د ليکلو کار هم تر سره کاوه. عبدالرحيم مندوخېل صاحب د عملي سياسي هلو ځلو تر څنګ د پښتنو د تاريخ او تحريک په اړه ارزښتناکې ليکنې کړې دي. زموږ په وطن کې د واک و اختيار د نشتوالې يا خوارځواکۍ، جنګ و جدل او علمي ادارو نه لرلو له کبله د مسلکي تاريخ ليکنې يوه لويه تشه پاته شوې ده او دا ځای بيا تر يوه حده په عمومي يا غېرمسلکي تاريخ ليکنه باندې ډک شوی دی. دې حقيقت ته په پام سره، د خلکو او تاريخ تر منځ د ربط پېدا کولو په موخه عبدالرحيم مندوخېل د افغانانو او افغانستان پر سياسي تاريخ او مبارزو د لوست وړ ليکنې کړې دي. په دې برخه کې (افغانستان او انګرېزي استعمار) او (افغان او افغانستان) د يادونې او لوستنې وړ کتابونه دي. د عبدالرحيم مندوخېل شمېر د پښتنو د "پبلک اينټيلکچولز" په کټېګري کې کېږي.

۷. د پښتنو ځوان کهول بايد د عبدالرحيم مندوخېل د دور په سياسي تاريخ ځان خبر کړي، په داسې کولو سره به هغوی وپوهېږي چې د پښتنو په معاصر تاريخ کې ځينې بشري پېښې، بدلونونه، پرمختګونه، لاس ته راونې، بايلنې، ماتېدنې او رغېدنې څنګه رامنځته شوې، د پښتنو پر مجموعي قامي صورتحال يې څه ډول اغېز ودرلود او له رياست سره په تعلق کې يې څه ډول ډايناميکس رامنځته کړل.

۸.  کله هم چې موږ د داسې مشرانو لکه عبدالرحيم مندوخېل صاحب له مرګونو څخه خبرېږو، نو دې سوچ ته لوېږو چې آيا اوس داسې څوک شته چې دا خالي شوی ځای ونيسي؟ د خفګان وړ خبره دا ده چې په اوسني دور کې موږ ته هره خالي ګاه په رښتينې معنا خالي ګاه پاته شي او داسې څوک تر لرې لرې په نظر نه راځي چې د مشرانو په مرګ راپېدا شوی تاوان لږ تر لږه جبران کړای شي.

۹.  د سياسي تاريخ مطالعه که د ګونديزو همدرديو څخه ورپورته وشي نو ښايي چې له موږه سره د خپل سياست د پېشِ منظر په بدلولو کې لويه مرسته وکړي. د پښتنو يوه لويه بدمرغي دا هم پاته شوې ده چې ګونديزې اړيکې او تاريخي حقيقتونه سره بېلوالی نه شي. د خپل تاريخ شريک اساسات او شريکې شتمنۍ درک کولای نه شي.

۱۰. د پښتنو لوستی کهول او د هغه د ګوند غړي له عبدالرحيم مندوخېل صاحب سره د خپل عقيدت اثبات يوازې په دې توګه کولای شي چې ددې قام د تاريخ او تحريک په هکله چې رحيم صاحب کوم علمي کار کړی دی هغه کار د نويو تهيوريو، ډسکورسونو او ميتودونو په مرسته مخ په وړاندې بوځي.

ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل صاحب ته سلام، احترام او پر ګور يې انوار

د جنازې بازو مې نيسه

چرې به ما په راستۍ خوله درکړې

 
-
بېرته شاته