(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان جمهور رئیس ته

[06.Jun.2017 - 18:14]

د افغانستان جمهور رئیس جناب داکتر اشرف غنی ته د ورورۍ یوه مشوره

 لیک: ‌ډاکتر فاروق اعظم

د امریکا جمهور رئیس، دونالډ ترمپ، د افغانستان په برخه کی یوه مشخصه پالیسی نلری. نو ځکه زموږ جمهور رئیس ښاغلی اشرف غنی د ترمپ د پالیسی په ټاکلو کی یو عمده رول لوبولای سي. دلته دوه لاری موجودی دی یا به افغانستان د راتکونکو لسیزو لپاره په اسیا کی د قدرتونو د نیابتی خونړی جګړې ډګر ګرځی او یا به د جمهور رئیس اشرف غني په دوران کی هیواد ته سوله او امنیت راځی او پدی تو ګه به اشرف غنی صاحب یو تاریخی نوم ګټی. دا زموږ جمهور ر‍‍ئیس ته یو تاریخی فرصت دی چه باید د افغانستان او هم د خپل ځان په ګټه استفاده ځیني وکړی.

         په ۲۰۰۱م کال کي امریکا وتوانیده چی د افغانستان په مورد کی سیمه ایزه او نړیواله اجماع رامنځته کړي. پاکستان یی په تهدید او لالچ راخپل کړ، ځینی یی لکه ایران او هند په سیاسی امتیازاتو؛ چین، روسیه او د مرکزي ایشیا هیوادونه یی د ګډ دښمن سره د مبارزی په هدف راټول کړل. روس، چین او ایران خوښ وه چی په سیمه کی خپل دښمنان د امریکایانو په ځاني، مالي او د شهرت په بیه وځبي. په دی ډول امریکا وکولای سو چی پخپله رهبرۍ په افغانستان کی د سیمي او نړیوالو ګټي په یو ډول سره همږغي کړي.

         خو اوس هغه پخوانی اجماع نه ده پاته. ایران له څو کاله راهیسي پټ ددغه اجماع پر ضد دی. د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد، کابل ته پخپل سفر کی (کب ۱۳۸۸ هش) افغانستان اشغال وباله او وروسته یی کرارکرار د طالبانو په تجهیز او تسلیح پیل وکړ. همدااوس د طالبانو دفترونه په ایران کي فعال دي او د طالبانو پخوانی مشر اخترمنصور به اکثره هلته وو. د هرات، فراه، نیمروز او هیلمند چارواکو په وار وار ویلي دي‌ چی له طالبانو څخه یی د ایران پر سرحد د وسلو ډکی لاری نیولی دي. د نیمروز ولایت او د اوبو او انرجی وزارت تل شکایت کوي چی ایران د کمال خان بند جوړیدو ته نه پریږدي. د ایران سفیر وایي دي چی دوی طالبان پالي او د افغانستان د امنیت شوری ددوی په دغه رابطه خبره ده. طبیعي ده چي ایران هغسي معلومات افغان دولت ته ورکوي چی لازمه یی ګڼي. مثلا، دوی زموږ امنیت شوری ته وایي چی طالبان زموږ او ستاسي ګډ دښمنان دي او موږ د هغوی سره نژدی تماس ساتو څو ددوی په داخلي مسائلو، اهدافو او مسیر پوه سو او هغه ستاسی سره شریک کړو چی دا د دواړو هیوادونو په ګټه ده. خو یقینا ددغه مداخلي ترشا خپل پټ اهداف د افغان دولت سره نه شریکوي. په ۱۰ جنوری ۲۰۱۷م په کندهار کی د عربی متحد اماراتو د ډپلوماتانو وژل او د والی له مرګه خلاصیدل د غور وړ خبره ده. په دی ډول ایران یی هم پر میخ وهي هم پر نعل. خو په لوړه سطحه ایران د روس او چین ملګری دی کوم چی د امریکا رقیبان دي.

         چین په منظمه توګه دطالبانو سره په تماس کي دی او فکر کوي چی امریکا غواړي د تروریزم سره د جنګ په نوم د چین مسلمان میشتي سیمی ناآرامه کړي. نو ځکه د طالبانو سره یی چی د داعش ضد دي خواخوږي ډیره سویده. چین په افغانستان او پاکستان کی نور جنګ نه غواړي؛ داځکه دلته ناامنی نه یوازي دده ملي امنیت ګواښي بلکی په افغانستان او پاکستان کی د چین اقتصادي ګټو ته هم صدمه رسوي.

         روسیه او د مرکزي ایشیا جمهوریتونه چی روسیه یی اوس هم د خپل نفوذ په ساحه کی ګڼي، د تروریزم پر ضد د امریکا پر مبارزه جدي شک لري. روسیه د چین په شان نور په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور او د جنګ دوام پخپل ضرر بولي. نو ځکه یی د طالبانو سره تماسونه ډیر کړیدي او کره شواهد ښیي چی په ټيټه سطحه مرستی هم ورسره کوي. دغه تعامل د بعدي ژوري مداخلی مقدمه ده چي عواقب یی ډیر وخیم دي. که روسیه یا چین طالبانو ته داسي راکتونه ورکړي چی د ریشخور یا کوه صافي څخه کابل وولي، بیا نو د ځانمرګو استخدام ته حاجت نسته او د کابل په زړه کی هرځای چی وغواړي بیله کوم ځاني مصرف به یی هروخت ولي. همداراز، که طالبانو ته هوایي ضد وسله ورکول سي او هوا چی اوس یوازي د دولت او ناټو په لاس کی ده ، چیلنج سي، د جنګ مسیر به د دولت په ضرر بالکل تغییر وکړي. که جنګ دوام وکړي، ددغسی سناریو رامنځته کیدل حتمي دي. ځیني راپورونه وایي چی روسان پر أفغانستان د خپل تجاوز د وخت أفغاني چپي عناصرو سره همدا اوس په اړیکو کي دي چی له امریکا څخه د خپلو ناکامیو د غچ په منظور د طالبانو سره همکاري وکړي. دوی په مزارشریف کي د جرمني پر کونسلګرۍ او هلته پر ۲۰۹ شاهین قول اردو مرګوني حملی ددغه ډول ژورو او پیچلو همکاریو محصول ګڼي.  

         هندوستان د افغانستان سره خپل روابط د پاکستان په تناظر کی ګوري؛ که نه هند د روس او ایران ملګری دی او بالاخره به هغه لار تعقیبوي چی همدغه دوه عنعنوي انډیوالان یی پالي. که څه هم امریکا او هند اوس څه نژدی سویدي؛ خو دغه نزدیوالی هند له روسیی لیري کړیدی. روس د امریکا د نړیوال نظم په مقابل کي د هند په پرتله د چین ملګرتیا ته ضرورت لري. دغه حالت د هند په ضرر دی او دغه سبب دی چی هند د خپل پیدایښت په ټول تاریخ کی دومره نه وو منزوی سوی لکه اوس. څه وخت مخکي چین، روس او پاکستان په ماسکو کی د سیمی، خصوصا د افغانستان د امنیت په باره کي مجلس درلود؛ خو هندوستان یی نه وو دعوت کړی. ایران چی د هند نژدی ملګری دی، هغه هم اوس د روس، چین او پاکستان په کمپ کی ځانته ګټي ګوري.

         پاکستان د افغانستان د مسئلی په ارتباط یوه نوې پالیسي شړي. روس چی پخوا د پاکستان مخالف او د هندوستان دوست وو، اوس د پاکستان سره دوستي غواړي. ‌روسیی پر پاکستان د وسلی د پلورلو بندیز لیري کړ او حتی د تیر سپتمبر په میاشت کی یی مشترک نظامی تمرینات ورسره وکړل چی دا یو بی سابقه کار وو. پاکستان، یو روسی نظامی هیئت وزیرستان ته بوت او راپورونه وایی چی روسی نظامی افسران د پاکستان په مرسته د افغانستان په داخل کی د طالبانو مراکز ګوري. اوس روس نور د افغانستان په موضوع کی پر ایران او هند نه دی متکي. څومره چي د پاکستان مناسبات د روس سره سمیږي (د چین سره خو له پخوا ډیر سم دي)، هغومره یی پر امریکا تکیه کمیږي او یا حد اقل له امریکا امتیاز اخیستلای سي. پاکستانیانو، چین او روسیی ته ویلي دي کوم اور چی امریکا په افغانستان کی بل کړیدی، اوس یی د پاکستان لمن نیولی او سبا تاسو ته در روان دي؛ نو راځئ دا اور چی بلچا دلته بل کړیدی، موږ د سیمي هیوادونه یی په ګډه مړ کړو. دا هغه څه دي چی روس او چین یی اوریدل غواړي او په همدغه منظور یی د پاکستان سره نوی مشترک کمپ جوړ کړ. همدا اوس ایران ددغه کمپ خواخوږی دی او کیدای سي ترکیه هم چی و اروپائي اتحادیې ته له شاملیدو مأیوسه ده ودغه کمپ ته راکش کړه سي. دوی وایي چی امریکا په افغانستان کی سوله او ثبات نه غواړي؛ نو ځکه نه یوازي د سولي کومه مشخصه اجنداء نه لري؛ بلکی غواړي، د نورو عسکور په لیږلو په افغانستان کی روان بل اور نور تیز او شاوخوا سیمو ته خپور کړي. له بلی خوا پاکستان امریکا ته وایی چی که غواړې په افغانستان کی د داعش مخ ونیسی، نور عسکر افغانستان ته ولیږی. که په سوریه او عراق کی پر داعش فشار راسي، افغانستان ته به راځي. نو که دلته امریکا د داعش مقابله ونه کړي، روس او چین به ځانو ته حق ورکړي‌ چی په افغانستان کی د داعش د مخنیویي په بهانه نظامی مداخله وکړي چی دا به امریکا او افغانستان ته ښه نه سي. پاکستان استدلال کوي، څرنګه چی افغانستان د چین او روسیی ګاونډیان دي، نو د مقابلی په صورت کی به امریکا ته دا جګړه ډیره درنه تمامه سي او کیدای سي د شوروی په سرنوشت اخته سي. پاکستان پوهیږي چی که امریکا افغانستان ته ډیر عسکر ولیږي، نو د هغو د تجهیز او تسهیل لار له پاکستانه تیریږي. هرڅومره ډیر امریکایی عسکر چی په افغانستان کی وي، هغومره امریکا و پاکستان ته اړ ده. په دغه ډبل ګیم کي پاکستان نه یوازي د امریکا له فشار خلاصیږي، بلکی د روس په خپلیدو سره یی هند هم منزوي کړ. په دی ډول پاکستان، د افغانستان په ارتباط د خپل نفوذ ساحه نوره هم پراخوي. که په کوریا کی امریکا په جنګ کی درګیره سي، نو پاکستان نور هم په ګټه کي کیږي.  

         سربیره پردی چی اوس د افغانستان په مورد کی هغه پخوانی اجماع نه ده پاته، ټول ذیدخل هیوادونه د امریکا او ملل متحد په شمول اوس طالبان د افغانستان د قضیی د حل یوه برخه ګڼي. امریکا هم نور طالبان خپل دښمنان نه ګڼي او توجه یی داعش ته ده د کومو سره چی د طالبانو هم ورانه ده. ددښمن دښمن دوست دی او په دی ډول نور طالبان د اوباما او جوبایدن په قول د امریکا دښمنان نه دي. افغانستان کي د ملګروملتو د مؤسسی د سرمنشي خاص استازی یماماتو تیره میاشت د امنیت شوری ته وویل چی طالبان باید د راتلونکی نظام برخه وي او د امریکا نوي خارجه وزیر هم د طالبانو سره د خبرو په پلوي اظهارات کړیدي. اوس زموږ ټول بهرني انډیوالان په أفغانستان کی پر داسي یو نظام فکر کوي چی طالبان یی برخه وي. امریکا نور د داعش پر ځبلو تمرکز کوي. په دی ترتیب د افغان دولت ټول دوستان نور نه هغه پخوانی تعهد لري او نه د افغان دولت په ګټه سیاسي اجماع.

         ناټو د امریکا په مشری په افغانستان کی تردی نژدی وخته یونیم سل زره عسکر درلودل؛ د افغان دولت او ولس پوره ملاتړ هم ورسره وو؛ خو ونه توانید چي په افغانستان کی یو ډاډمن امن راولي او یا حداقل زموږ د ګاونډیانو د مداخلو مخ ونیسي.‌ امن ورځ تر بلي خراب سو او زموږ د ګاونډیانو مداخلی نوري هم ډیري سوی. اوس په افغانستان کی امریکایي جنرالان د ۳ تر ۵ زرو نور امریکایي عسکرو د رااستولو غوښتنه کوي. سؤال دادی: چی په یونیم سل زره عسکرو امن رانغلی، آیا په څو محدود شمیر عسکرو به امن راسي؟  که دا ومنو چي د مسلحو مخالفینو حملې پر زیاتیدو دي؛ نو دا په نظامي لحاظ څه معنی لري؟ آیا موږ د فتحي پر خوا روان یو؟ آیا دا زموږ بريا ګڼلای سو چي هروخت وایو: ” له فلاني ځایه تاکتیکي پرشا سوو؛ د فلاني ښار د سقوط دسیسه مو شنډه کړه؛ موږ به هیڅکله کابل او لوی ښارونه سقوط ته پرینږدو.” دولت ته په دغه باره کی جدي فکر په کار دی.

         د امریکا جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د افغانستان په باب د نوي پالیسی د جوړولو په درشل کی دی. د هغه سترګي دریو خواؤ ته د مشوري لپاره کږې دي:

 

(۱) په افغانستان کی د امریکایي فوج جنرالانو او په واشنګټن کی دفاع وزارت. په ویتنام کی امریکایی او په افغانستان کی شوروي جنرالانو د خپلو ترفیعاتو او مډالونو لپاره کوښښ کاوه چي جنګ په مختلفو دلائلو تود وساتي او هروخت یی د زیات فوج تقاضا کول؛ داځکه په فوجی تحرکاتو کی د هغوی وظیفوي پرمختګ نغښتی وو. دوی دغسی تقاضاوی حتی ددوی د قطعي ماتي تروخته کولې. اوس هم په أفغانستان کي همدا سي ده. سره له دی چی زما دغه خبره به پر دغو جنرالانو ښه ونه لګیږي، خو دا یو تاریخي واقعیت دی چی تاسي یی باید د افغانستان د علیا ګټو په خاطر په نظر کي ونیسی. یو شی بالکل واضح دی او هغه داچی نه امریکا او نه ناټو بیا په لکونو نور عسکر افغانستان ته رااستولای سي او نه د څو معدود عسکرو په زیاتوالی دا جنک فتح کیدای سي. البته جنګ اوږدیدای سی. د اوږیدو په صورت کی به لکه دمخه چی مو وویل شاوخوا نوي ائتلافونه جوړ سي او په قوی احتمال به روسیه او چین د دولت مسلح مخالفینو ته پرمختللي وسلی ورکړي. که مخالفین د ښارونو د ویشتلو توغندی او ضد هوایی وسله ترلاسه کړي، د جنګ مسیر به افغان دولت ته لویه فاجعه وي. که جنګ اوږد سي، دا کار حتمی کیدونکی دی.

 

(۲) د امریکا خارجه وزارت. امریکایي جنرالان به یقینا له ښاغلی ټرمپ څخه افغانستان ته د نور فوج د استولو تقاضا وکړي. خو د امریکا خارجه وزارت بل نظر لري. هغه، طالبان د افغانستان د قضیی د حل یوه برخه بولي. دغه سبب دی چی و یو سیاسي حل ته د دروازی د پرانیستي پریښودو په خاطر د امریکا خارجه وزارت هرکال طالبان د تروریستی سازمانونو له لیسته باسي. د امریکا پخوانی جمهور رئیس بارک اوباما د خپل جمهوري ریاست په لومړی سر کی یوه منطقي پالیسی غوره کړه. هغه په افغانستان او پنتاګون کی خپلو جنرالانو ته غوږ ونیو. جنرالانو یی، افغانستان ته د ډیر فوج غوښتنه وکړه. اوباما یی غوښتنه ومنل؛ خو زیاته یی کړه چي که مو جنګ تر یوې ټاکلی مودې ونه ګاټه، نو بیا تر ابده خپل عسکر بیهوده نه جنګوم. کله چی پسله څو کاله پوه سو چی جنګ نه سی ګټلای؛ نو اعلان یی وکړ چی خپل عسکر باسی او یوازي په کابل کی د امریکا د سفارت تر ساتلو یی محدودوي. اوس بیا ترمپ ته همهغه سؤال مطرح دی او ښایي د اوباما پرناکامه لار ټرمپ هم وهڅول سي. ټرمپ د اوباما په نسبت مشکلات لري. اوباما کولای سو یو نیم سل زره ناټو عسکر افغانستان ته واستوي. خو ترمپ دغه کار نه سي کولای. په دی ډول د امریکا جمهور رئیس ښاغلی ټرمپ په یوه دوه لاري کی ولاړ دی. دلته ښایي د افغان دولت نظر ډیر مؤثر او حتی فیصله کوونکی وي او کولای سي د امریکا د جمهور رئیس لاس په ډیره ښه موقع کی ونیسي ترڅو پر ناکامو لار روان نه سي. افغان دولت که پر وخت اقدام وکړي، نو ښایی افغانستان او امریکا دواړه د یوه قابل پیشبینی تباهي څخه وژغوري. دلته به افغان دولت د افغانانو، امریکا، د سیمي او نړیوالو په نظر کي یو قابل احترام موقف خپل کړي. دغه لیکنه د ښاغلي اشرف غني سره د همکارۍ په منظور ترتیب سویده. 

 

(۳)   افغان دولت.

جمهور رئیس اشرف غنی باید د ښاغلی ډونالډ ټرمپ هغه جمله د خپل هیواد په ګټه وکاروي کوم چه ترمپ خپل د کامپاین په وختکی خپل اولس ته وعده ورکړیوه: «موږ نور د نورو هیوادونو د ساتنی لپاره خپل اقتصاد او عسکرو ته صدمه نه رسوو.»  پدی لړ کی باید جمهور رئیس اشرف غنی د ترمپ او د امریکا د ولس څخه د هغوی د اقتصادی او نظامی مرستو مننه وکړی او هغه ته ووایی چی نور موږ نه غواړو چه امریکایان دلته مړه سي. په عین وخت کی باید ترمپ ته هغه اقتصادی، سیاسی او ستراتیژیکی مشترکی ګټی ور په ګوته کړه سي چی د سولی په راتلو سره به یی امریکایان او افغانان برخمن شی؛ لکه زموږ معدنیات او جغرافیایي موقعیت. اشرف غنی صاحب باید سوله د ترمپ لپاره د یوه ښه نوم د ګټلو په مفهوم مطرح کړی، کوم چی اوباما د سولی د جایزی د ګټلو سره سره ونکړای شو.

 

جمهور رئیس باید د ترمپ د اداری هغه مثبت ټکی چی تر اوسه ښکاره شوی دی تکرار کړی او د هغو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. دلته تر ټولو مهم د ترمپ د خارجه وزیر تلرسن څرګندونه ده چه څه موده مخکی یی ویلي وه: «موږ د افغانستان د سولی د پروسی او پدی لړ کی د افغانانو ترمنځ د مستقیمو خبرو ملاتړ کوو.» جمهور رئیس اشرف غنی باید ددغه ستراتیژی د ملاتړ تر څنګ د ترمپ سره ددغه په تحقق کی مرسته وکړي.

 

خو ښاغلی اشرف غني باید د خپل حکومت او په هیواد کي د روان حالت په باره کي هم څو نکتې په نظر کی ونیسي:

-   په افغانستان کی امنیتی وضع ډاډمنه نه، بلکي ورځ تر بلي‌ خرابیږي

-    افغان دولت له دننه په مختلفو دلائلو یو قوي دولت نه دی.

-   زموږ ګاونډیان د زړه له اخلاصه زموږ ملګري نه دي.

-   زموږ بهرني ملګري سلهاؤ زره عسکر د افغان دولت په ملاتړ بیا نه سي رااستولای.

-   که روان جنګ نور هم دوام وکړي؛ نو اوسنی بحران به ډیر خطرناکه شکل واخلي چي نتیجه یی د افغان دولت او امریکا په قطعي ضرر ده.

 

         د پورته مسائلو په نظر کي نیولو سره و ښاغلی ټرمپ ته د افغان دولت دوستانه مشوره کیدای سي داسي‌ وي:‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

-    د سولي د یوې معقولي ستراتیجي پرته، نور فوج أفغانستان ته استول یا حماقت دی او یا قصدا دا سیمه بی ثباته کول دي. امریکا جنګ ته برنامه او پیسه لري، مګر سولي ته هیڅ برنامه نه لري. خو أفغانستان تر ابده په جنګ کي نه سي ساتل کیدای.

- امریکا چي څومره لازمه ګڼي نور عسکر دي افغانستان ته واستوي ترڅو مسلح مخالفین او شاوخوا هیوادونه وپوهیږي چی امریکا په افغانستان کی نه ده ماته او نه هم امریکا خپل ملګری (افغان دولت) دښمنانو ته بیوسه پریږدي. خو،

-    ددی لپاره چی زموږ ګاونډیان، روس، چین او نور هیوادونه ونه وایی چی امریکا د نورو عسکرو په رالیږلو سره د جنګ ادامه غواړي او یا أفغان دولت د امریکا سره په همږغۍ د سولي مخ نیسي، او هم افغانان ونه وایي چی ټرمپ او أفغان دولت د أوباما د وخت د ناکامه تجربی په تکرار سره جنګ نه ختموي او غواړي دا هیواد په بحران کي وساتي، نو مشوره ورکول کیږي‌ چي امریکا د أفغانستان په باره کی لاندي پالیسي اعلان کړي:

(الف) امریکا افغانستان ته … اضافی فوج لیږي؛

(ب) امریکا خپل ټول فوج د ۲۰۱۹م کال ترپایه له افغانستانه باسي (په دغه کال د اوسنی جمهوري ریاست دوره هم ختمیږي).

(ج)  په دغه موده کي د افغانستان د بحران د سوله ایز حل لپاره صادقانه تلاښ کیږي ترڅو موجوده افغان حکومت خپلي چاری هغه حکومت ته په سوله ایز شکل وسپاري کوم چی د سولی د تلاښ په نتیجه کی منځته راځي.

         د امریکا دغسي اعلان به أفغان ملت او زموږ ټول لیري او نژدی ګاونډیان مطمئن کړي.

 

        افغان دولت دي د امریکا د پورتني اعلان سره سم، لاندي تدابیر ونیسي:

(۱)    د سولي عالي شوری. دغه شوری دي د سولي د مذاکراتو لپاره د دولت د ادرس په توګه وساتل سي.

(۲)    منځګړیتوب.

د سولي ابتکار باید جمهور ر‍‍‍ئیس اشرف غنی په لاس کی واخلي. په دغه ارتباط، د افغان حکومت مسؤلیت، نسبتا طالبانو ته ډیر دی، د بازۍ توپ د حکوت په خوا کی دی. دا ځکه چي حکومت د انتخابات له لاري د ملت نماینده دی، سفارتونه لري او نړیوال ملاتړ ورسره دی. د حکومت غړی یی هری خواته سفرونه کولای سي؛ د ناتو، د سیمی د سیاستوالو، د ملګرو ملتو او نړیوالو سره په آزاده توګه بحث او لیدنی کتنی ترسره کولای شی، د کومو څخه چی طالبان محروم ده . ددغه امتیازاتو څخه باید دولت سمه ګټه واخلي او د سولي ابتکار خپل کړي. دا د دولت دنده ده چي ابتکار له مسلح مخالفینو واخلي. دلته دولت باید د لاندي دوو لارو څخه یوه غوره کړي:

 

الف.  تر ټولو ښه لار داده چی د سولي د عالي شوری له چوکاته بهر، د سولي د مذاکراتو لپاره د افغانانو په ابتکار او مالکیت یوی داسي منځګړی ډلي ته موقع ورکړه سي کوم چي سولي ته مخلصه او د بحران ټولو اړخونو ته آزادانه تلای سي. دغه ډله به خپل کار د افغانانو، د اسلامي همکارۍ د سازمان او د ملګرو ملتونو د مؤسسی په همکارۍ مخته بیایي. دلته مذاکرات د دولت په نمایندګي د سولي د عالی شوری او طالبانو ترمنځ د یوه معقول او مشخص مکانیزم پر بنیاد د یوی شرافتمندي سولي د راتلو په منظور تر سره کیږي. (دغه نوښت به د سولي عالی شوری هم فعاله کړي). د غوښتني په صورت کی د سولي د مکانیزم طرح ستاسو حضور ته وړاندي کولای سو.

 

ب.  که خدای مه کړه افغانانو ته د افغانستان د قضیی د حل په منظور د نوښت او منځګړيتوب موقع نه ورکول کیږي، نو د ملګرو ملتونو د مؤسسی د سرمنشي څخه دي غوښتنه وسي چی د افغانستان د بحران د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.

(۳)  د سولي مکانیزم د جمهوري ریاست د موجوده دوری تر پایته رسیدو دمخه یوه داسی پراخ بنسټه افغان حکومت ته لار هواروي چي د ولس له باوره برخمن، ګاونډیان او نړیوال همکاري ورسره وکړای سي.

(۴)   کوم افغان حکومت چی د سولي د مذاکراتو په نتیجه کی منځته راځي، د موجوده حکومت ځای نیسي.

(۵‍)    نوی حکومت د ګاونډیانو او نړیوالو لخوا په رسمیت پیژندل کیږي، د افغانستان په بیا ودانولو او د افغان مهاجرینو په راستنولو کی مرسته کوي، بهرني فوجونه ټول وزي، او ملګري ملتونه د افغانستان بیطرفي تضمینوي.

 

که پورتنی طرح عملي سي، جمهور رئیس اشرف غني به بیله شکه زموږ د تاریخ یو قهرمان او د نوی، آرام او هوسا افغانستان پلار به ونومول سي. موږ ددغه ارمان د تحقق په لار کي هر راز همکارۍ ته تیار یو. درناوي

     

 فاروق اعظم – کابل ۱۳ اپریل ۲۰۱۷م

 

-
بېرته شاته