(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کینه او حسد

[12.Jun.2017 - 18:58]

کینه او حسد 

لیک: ولي الله ملکزی

اګر که پخوانیو یونانیانو او مصریانو د شوګر ناروغي لا ډیره پخوا په ګوته کړې وه، خو د نن په ژبه او بڼه په ۱۸۸۹م کی وپیژندل شوه. د سرطان لاعلاجه مرض په عصري اصطلاح سره په ۱۷۶۱م  او د ایدز وژونکی وبا، ایله بیله ۳۸ کاله وړاندی(۱۹۸۱م) کی د ساینس پوهانو لخوا د ایچ،‌ آی، وي د وایرس د پایلې په ادرس، نړیوالو ته معرفي کړه. خو د کینې او حسد روحي ناروغتیا، د مځکې په ځای په آسمان کی د لمړي انسان له خلقت سره جوخته د ابلیس د تربګنۍ او د ښمنۍ په سیوري کی رامنځ ته شویده. کله چې الله تعالی ځمونږ لمړنی نیکه آدم (ع) پیدا کړ نو ابلیس ته یی د سجدې او تعظیم کولو امر وکړ، خو شیطان د لمړنۍ ګناه او سرغړونۍ په عنوان خالق ته ځواب ورکړ چې ( أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ) زه له ده ډیر بهتر یم، ځکه زه دی له اوره او هغه دی له خټې پیدا کړیدی. یعنی د سرغړونې اصل لامل یی کینه او حسد وو چې د سر ټیټولو په ځای یی بغاوت ته مخه کړه.

 

د ځمکې پرمخ د لمړنیو دوو ورونو ترمنځ شخړه او لمړنی قتل هم د کینې له مخې رامنځ ته شو، ځکه د هابیل قربانی قبوله او د قابیل ناچله شوه. کینه داسی ناروغي نده چې ګوندی یواځی ګناهګار، بی علمه او لنډه غري خلک یی کوي،‌ بلکی دا اور د حضرت یعقوب (ع) غوندی پیغمبر د سترخوان ته هم رسیدلی چیرته چې نهو تنو مشرانو ځامنو یی پخپل کشري ورور یوسف (ع) پسی پښې را لوڅې کړې ځکه چې هغه ورته د دوئ په پرتله نیازبین او نازولی وو.

 

د کورنۍ د غړو، خپلوانو، دوستانو او سیالانو ترمنځ د ټولو دښمنیو،‌ تربګنیو، خپلمنځي ستونزو، بدبینو او فاصلو جرړه له حسد او کینې سره تړلې ده. د دین له مخې کینه حرامه او د روانشناسۍ له مخې، کینه ګر انسان یواځی خپل زړه خوري او په یو همیشني درد او عذاب کی اوسیږي چې مقابل لوري ته هیڅ ډول ربړ او تکلیف نشي رسولی. کینه ګر سړی یا میرمن په ټولنه کی په ښه نوم نه یادیږي او حتی نژدی یاران او دوستان ورسره په مجلس کی هم د نارامۍ او پردیتوب احساس کوي. خو د کینې مرض د کینسر په څیر لاعلاجه ندی، بلکې ښه والی یی دادی چې روغتون او ډاکټر ته له تللو پرته،‌ مریض د خپل ځان تداوي پخپله کولای شي:

 

د الله تعالی په ذات توکل درلودل او پخپل قسمت صبر کول، د بل له بدو سترګې پټول او بښنه کول، د تیر هیرول او په راتلونکی کې د غچ نه اخیستل، د نسخې نور هغه مواد دي چې مریض ښه کوي.

 همدارنګه، له ظلم او د چا په حق باندی له تیري پرهیز کول، د منفي رقابت په ځای د احسان او همکارۍ د لمنې ټینګ رانیول، له مقابل لوري سره د راشه درشه زیاتول، د کینې په ځای درناوي ته ځای ورکول او عزت او ذلت د ازل لیک ګڼل، د علاج  بنسټیز عناصر دي. دا ځمونږ د دین له اساساتو څخه ده چې د خپل ایمان په اړه د رسول الله (ص) دا فرموده په پام کې وساتو چې وایی:‌( ستاسو یو تن تر هغې د بشپړ ایمان خاوند کیدلای نه شي، ترڅو هغه څه د خپل ورور لپاره خوښ کړي کوم چی د ځان لپاره یی خوښ ګڼي) په بل ځای کی فرمایی « إياكم والحسد، فإن الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب » له کینې او حسد کولو څخه ځان وژغورۍ، ځکه چې حسد کول، نیک او ښه عملونه داسی خوري لکه اور چې لرګي لولپه کوي. په یو بل مشهور روایت کی یی داسی هم ویلي ( ولا تباغضوا ولا تحاسدوا ولا تدابروا وكونوا عباد الله إخوانا، ولا يحل لمسلم أن يهجر أخاه فوق ثلاث) یعنی یو له بل سره بغض او کینه مه کوئ،‌ یو بل ته کوهی مه کینئ‌، ای د الله بندګانو ورونه، ورونه شئ او د یو مسلمان لپاره روا نده چې له خپل ورور سره، له دری ورځو نه زیات خپه او شا په شا وي.

 

د نړۍ په کچه پیژندل شوي ارواپوهان پدی ټکي کی یوه خوله دي چې، د کینه ګر انسان دنیا د تل لپاره له غم، اندیښنو او وهمونو څخه ډکه وي. په لږ څه غصه کیږي او په ډیر څه نه خوشحالیږي. په فطري لحاظ، کینه ګر د خیر او مرستې په ځای، د شر او تاوان خوا ته زیات میلان لري. د ګڼې ګوڼې او اختلاط په ځای، ګوشه نشیني او ځانله توب غوره ګڼي. سکون او خوب یی کم او تل د سوچونو په سمندر کی لاهو وي. حافظه یی کمزوې او نسیان( هیرول) یی زښته زیات وي. خپل وخت او انرژي د سالم فکر کولو په ځای، په شومو پلانونو او نورو ته د کندې په کیندولو مصروفوي، نو همدا ځای دی چې الله تعالی خپل استازي ته امر کوي چې (و من شر حاسد اذا حسد) د کینه ګر له کینی او شر څخه پخپل رب سره پناه وغواړه.

 

حسد یوه روحي او د زړه ناروغي ده، چې لنډ تعریف یی: له بل څخه د خوښۍ او نعمت د زوال هیله درلودل دي. یعنی کټ مټ ځمونږ دهغې فولکلوریکې کیسې سره ښه اړخ لګوي چی‌ وایی یو شپون د لیلة القدر په شپه آسمان ته لاسونه پورته نیولي او بیا بیا یی همدا یو سوال کاوه چی: ربه زه درنه میږې نه غواړم، خو ځما له تربوره یی واخله.

 
-
 بېرته شاته