(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت خپرونه د خپل خپرنیز ژوند...

دعوت خپرونه د خپل خپرنیز ژوند د شل کلنۍ په درشل کې دعوت ملي خپلواکه خپرونه چې د ۱۳۶۷ لمریز (۱۹۸۸م) کال څخه د ناروې د هېواد نه خپریږی چې تر دې ګڼې پورې یې ۲۱۰ ګڼې خپرې شوي دي. دعوت خپرونې د خپلې کاغذي بڼې تر څنګ د ۱۹۹۷ کال نه د انترنت په مټ هم خپرونې کوي. اوس چې دا خپرونه د خپل ژوند د شلمې کلیزې له پاره ځان چمتو کوي د خپلو درنو لوستونکو او مینه والو نه غواړي چې د همدا اوس نه خپل نظرونه د دې خپرونې او ویبپاڼې په اړه موږ ته راولیږي. دعوت د نورو خپلواکو افغاني خپرونو په څیر په شته محدودو امکاناتو تر خپله وسه ځان تر دې دمه رارسولی دی. د دعوت دا اوږد، دروند او د ستونزو ډک سفر د هېواد د مطبوعاتو په تاریخ کې بېمثله دی او دا په دې مانا چې د خپرونې د پیل نه تر اوسه خپل شتون ساتل او خپل ژوندانه ته دوام ورکول خپله د دې خپرونې د سپیڅلي او متعهد سفر ښکارندوی دی. موږ غواړو چې په دې پوه شو چې لوستونکي زموږ نه څه غواړي او دعوت څنګه ارزیابي کوي؟ د درنو لوستونکو او مینه والو نظرونه د دې خپرونې راتلونکی لوری ټاکي ځکه چې دعوت ستاسو له پاره خپریږي او دا به په ځای وي چې موږ د خپلو یو زیات شمیر لوستونکو په نظر او غوښتنه پوه شو. ستاسو هر ډول نظر، وړاندیزونه او نیوکې د د عوت د لا ښه کولو په لاره کې زموږ مرستندوی دي. دعوت په غوڅه د دې دعوه کوي چې دا خپرونه ستاسو درنو هیوادوالو په هراړخیزو مرستو تر دې دمه خپره شوې او دا د خپل ځان له پاره ویاړ بولي چې د هیچا د سرو او سپینو ښکار شوې نه ده چې په دې ویاړ کې د دعوت ټول درانه قلمي همکاران، ګډونکوونکې او ټول په هېواد مین افغان باتور، میړنی ولس شریک دی. موږ ته ولیکۍ، حتماً یې ولیکۍ او خپل نظر څرګند کړۍ، دا شرط نه دی چې ستاسې نظر دې زموږ د خوشالولو له پاره وي.

پښتو کتابونه ستاسو مرسته غواړي

بیا وهم پتری سایل په خپل ټوتې ټوټې کچکول خیر د پښتنو نه د پښتو د پاره غواړمه درنو هېوادوالو او د پښتو ژبې مینه والو درنو ورونو خویندو! د دعوت ادارې پتیلې ده چې د خپلې شلمې کلیزې په ویاړ (دسمبر ۲۰۰۸) غواړي چې ۱۲ ټوګه مختلف کتابونه چاپ او خپاره کړي دا کتابونه چې اوس چاپ ته تیار او ستاسو مالي مرستو ته سترګې په لار دي. کتابونه دا دی: · دعوت منځپانګه (لومړی ټوک) (۸۰۰ مخونه) داهغه کتابونه دي چې د شلو کلونو دعوت پکې راغونډ شوی دی. · دعوت منځپانګه (دوهم ټوک) (۸۰۰ مخونه) · دعوت منځپانګه (دریم ټوک) · دعوت منځپانګه (څلورم ټوک) · دعوت منځپانګه (پنځم ټوک) · دعوت منځپانګه (شپږم ټوک) · دعوت منځپانګه (اووم ټوک) · دعوت منځپانګه (اتم ټوک) · نارویژي پښتو ډیکشنری (۲۰۰۰۰) لغاتونه · پښتو انګلیسي لنډۍ (۴۰۰ مخونه) · پښتو انګلیسي متلونه (۴۰۰ مخونه) · د ښاغلی پیر محمد کاروان شعري دیوان (۹۰۰) مخونه · د افغانستان ملي ژبه او ادب درنو هېوادوالو! خپلې مرستې که هر څومره وی د پوستې د لارې د دعوت ادارې ته راولیږۍ ستاسو لږه مرسته موږ ته ډیره ده او دا کار ستاسو د مرستې پرته ناشونی دی. دا باید یاده کړو چې د دعوت مینه وال په پام کې لری چې د دعوت شلمه کلیزه د یوې سترې غوڼدې په جوړیدو او د پاسنیو کتابونو په خپریدو سره ولمانځي. نو ستاسو مرسته زموږ د کارونو پوره کونکي ده. ستاسو د مرستو نه مخکې له مخکې مننه د افغان ولس په خدمت کې ستاسو محمد طارق بزګر - بېرته شاته