(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهند دخپلواکۍ پرمبارزه

[17.Jun.2017 - 13:00]

د هندوستان د خپلواکۍ پر مبارزې د افغانستان اغيز ه

(په کابل کښي د راجا مهندر پرتاب په مشري د جلاوطنه حکومت   په مناسبت د اطلاعاتو و کلتور وزارت لخوا سيمينار ته د حاجی ولی محمد مقاله- کابل لومړی دسمبر۲۰۱۵ء)

(‌ډاکتر لطیف یاد)

تر ټولووړاندي به د برصغير يا کوچنۍ وچوبي پر اقتصادي ارزښت، ورپسې  به پر دې سيمه د افغانانو د شپږنيمو پيړيو واکمني ته لنډ کاته وکړو، په پای کي به سيمي ته د لويديزو شرکتونو او ځواکونو پر راتلو او په مقابل کي د خپلواکی پر مبارزه  او پر دې مبارزه د افغانستان او افغانانو پر اغيز رڼا واچوو . 

د کوچنۍ وچوبي اقتصادي ارزښت :- د انډين سب کانټي ننټل اصطلاح  د هندوستان ، پاکستان، بنګله ديش او سري لنکا لپاره کارول سوېده او  انګريزانو دا ځای د خپل واک په پير کښي په برټش انډيا نوماوه . د نړۍ دا سيمه تر څلورو زرو کلونو پوري په  جنوبي آسیا نوميدل . دې سيمي ته د شمال ـ لويديز لوري  آريايي مالداري قبيلې راو کوچيدې او د سنده د سيند پر څنډو يې واړول . د نوري نړۍ په پرتله د کوچنۍ وچوبي چاپيريال د مالدارۍ او کروندګرۍ لپاره ډيرمناسب و.د سينده، ګنګاه او جمنا سيندونو په برکت د اوبو پريماني وه . 

د سيندهي ناوې تهذيب :-  له اقتصاده يې د غسي بريښي چي د يادوني وړ  سوداګري باندي ولاړو، پر مختللی باري نظام يې درلود . ترعيسوي سنه درې سوه کاله وړاندي  موريا پاچا  د کوچنۍ وچوبي  ټولي برخي سره يو کړې ، سياسي يووالي او نظامي امنيت ، مشترک اقتصادي نظام  ډيري سوداګرۍ ته لار پرانستلې وه چي پر پراخو کرنيزو حاصلاتوولاړو. تر دې وروسته  بيا تر يونيم زرو کلونو پوري  کوچنۍ وچوبي خپل لرغونی تهذيب را ژوندی کړ. ددې پير څخه تر اووه لسمي ميلادي  پيړۍ پوري  هند د نړۍ د لرغوني او منځني پير په تر ټولو  ستر اقتصادي هيواد نومول  سوی دی  چي د نړۍ يوه دريمه او يوه څلورمه برخه شتمني يې په ولکه کي وه . د اقتصاد تاريخپوه انګس ميډيسن  هندوستان د نړۍ په ماړه هيواد نومولی چي تر اووه لسمي عيسوي  پيړۍ پوري يې ستر اقتصاد درلود ــــــ   (۱ )

په شپاړسمه عيسوي  پيړۍ کښي د هند کورنيو عوايدو ( جي .ډي . پي )  د نړيوال اقتصاد شل خال يو سلنه (۲۰.۱٪) برخه تشکيلول ،  په شپاړسمه پيړۍ کښی  د  اکبر پاچا خزانې ته کالني محصولات  اووه لس نيم مليونه پونډ اټکل سوي دي . په اتلسمه پيړۍ کښي د انګلستان ټوله پانګه شپاړس مليونه پونډ وه ، خوهندوستان د نړۍ دويم  ستر اقتصادي هيواد وـــــــ ( ۲) .

په اووه لسمه پيړۍ کښي د اورنګزيب عالمګير دمالياتو محکمې رپوټ خپور کړ چي کالني  محصولات  يې تر سلو مليونو پونډو اوښتي دي . پدې پيړۍ کښي  د هند اقتصاد اوج ته رسيدلی او د جنوبي اسيا نورو برخو ته يې نيوي سلنه(۹۰٪) پراختيا موندلې وه ــــــ ( ۳) 

د هندوستان پينځوس بندرونه عرب سوداګرو اجاره کړي وو او د هند و چين سره ددوی سوداګری  له هغه مهاله  دوام   درلود چي اروپايانو دغه سيمه ليدلې لا نه وه  ــــــ  (۴) .

په تورات کښي هم د عربو د سوداګرۍ يادونه سوې ده  . تر دوو زرو کلونو پوري  ټول عرب د نړۍ  د سوداګرۍ په مرکز اوښتی و. په لرغوني پير کښي د همدې عربانو په وسيله  اروپايانو د آسيايي هيوادونو اقتصادي اړيکي پلي کړې  ــــ  (۵) 

.عرب بيړۍ وانان به ډير زړه ور وو، له اوږده واټنه نه ډاريدل . په دې او هم تر اسلام په وړاندي پيرکښي ددوی  سوداګريزو فعاليتونو ډير پراخوالی موندلی وو. د بصرې څخه د حضرموت (يمن ) د سمندري څنډوڅخه تر چينه پوري به دوی تګ و راتګ کاوه ــــ  (۶) 

. د جنوبي هند راجاګانو عربو ته  د سوداګرۍ په ډګر کښي هر ډول آسانتياوي ورکړي وې  ــ  ( ۷) .

 کله چي  د اسلام  رڼا  په نړۍ کښي خپره سوه ، نو برسيره پر درناوي راجاګانو دوی ته د اسلام د دعوت اجازه هم ورکړې وه ، چاچي به اسلام ومانه ، په درنه سترګه به ورته  کتل کيدل  ــــــ  ( ۸) .

د نورو مسلمانانو تر څنګ افغانانو هم دې سيمي ته مخه کړه . مالداري و سوداګري، عسکري، کروندګري هن  چي  له يوه کاره به يې  هم مخ نه چپاوه . دوی ځانونه د هندي ټولني برخه وګرزول . ددې ټولني  د خپلواکی  او پرمختګ لپاره يې  ډيري هلي ځلي وکړي  او د هند په تاريخ کښي يې  له وياړه ډک ستر مقامونه  ګټلي دي  . ددوی په بهير کښي يو هم شيخ حميد لودي  دی ، ـــــــــــــــ  د ملتان رياست  . د رياست  ټک يې زر کلونه وړاندي  شمالاّ جنوباّ له لغماناتو تر ملتانه  يو ارت رياست و چي يو سل او شل زره کلي يې درلودل  ـــــــ (۹) .

لمر لويديز ته يې بنو،شمال لويديز ته يې ټل پروت و ــــ (۱۰) .

دلوديانو دې کورنۍ څلور پښته پر دې سيمه واکمني کړې ده ، وروسته محمود غزنوي ته واک پريږدي . امين الملت يمين الدوله  سلطان محمود غزنوي د اسلام لپاره هندوستان اساسي  مرکز کښيښوو. د بغداد تر سقوط لږ موده وړاندي  خليفه د ډيلي واکمن ته د سلطان واک کارولواجازه ورکړه. پدې توګه  په اسلامي  خلافت کښي د ننه د هندوستان د مسلمانانو خپل مرکز جوړ سو . ددې دور تر پايه هندي واکمن د اسلامي خليفه سره اړيکي درلودې  . 

تر محمود غزنوي وروسته  واک بيرته دپښتنو غوري کورنۍ ته انتقاليږي چي نهه پښته دوام مومي ، ددې کورنۍ لومړي موسس سلطان شها ب الدين غوري ( سلطان معزالدين محمدشام- ۵۶۹ –  ۶۰۲ه)  د قوت الاسلام په نامه  لومړی جامع جومات د ډيلي په مهرولی کښي جوړ کړ.

د پښتو نامتو تاريخپوه بهادر شاه ظفر کاکاخيل ليکي :- د محمد غوري د واک په پير کښي  ( ۱۱۹۳ء)غلجيو ډير ارزښت درلود ، د بختيار غلجي د ميړاني او زړه ورتوب کيسو شهرت موندلی و، نوم يې اختيارالدين او د محمد غوري لخوا په غزني کښي د غلجيو د عسکري جذب  وجلب منصبدار و . څه موده وروسته يې دا منصب پريښوواو هند ته ولاړ، د  هود په سيمه کښي ميشت او دلته يې مځکه واخسته . په لنډه موده کښي يې د خپلي قبيلې ډيری وګړي  پر ځان ور ټول کړل او د بهار ټول رياست يې ونيوو. تر دې سوبه وروسته يې  د اتلسو ملګرو په ملاتړ د شمالي بنګال راجا وتښتاوه  او دلته يې په لومړي ځل د اسلامي سلطنت بنسټ کښيښوو (۱۲۰۲ء). هغه مهال قطب الدين ايبک  دډيلي پر تخت ناست و . بختيار په رسمي توګه د ډيلي د سلطنت د منلو ژمنه وکړه او په بنګال او بهار کښي يې  ډير شمير غلجي او لوديان ميشت کړل . ده درې کاله حکومت وکړ . تر ده وروسته عوض غلجي د غياث الدين لقب غوره کړاو دوولس کاله د بنګال حکمران و. په (۱۲۲۶ء) د ډيلي پر تخت ناست افغان سلطان شمس الدين التمش واک ورڅخه واخيست  ـــــــ  (  ۱۱) . 

د لوديانو د دويم  پير د موسس سلطان بهلول لودي په اړه د تاريخ فرشته ليکوال محمد قاسم فرشته ليکي :- سلطان بهلول لودي د خپل واک په  نهه ديرش  کلن پير کښي  ( ۱۴۵۷ء- ۱۴۹۶ء) دومره ښيګړي کړي دي چي احاطه کول يې ګران کار دی . د شريعت پابند او تل به يې د فقيرانو او درويشانوکلک درناوی کاوه، سروکال به يې له ميلمنو سره په عمومي دربار کښي ډوډۍ خوړل . پر شاهي اسانو کله هم سپور نه سو، پر ترکانو ډير مهربان و، ډير باور يې په درلود، هغه ټول ژوند په عدل او انصاف تير کړ ـــــــــ ( ۱۲) 

، هر مهال يې د عالمانو او پوهانو په ګډي يا مجلس کښي تيراوه، سوالګر يې هيڅکله هم په تش لاس نه پريښوو، پينځه واړه لمونځونه يې په  جماعت کول، پرعسکرو يې لاس خلاس و خو د ځان لپاره يې هيڅ شی هم نه ورسره ايښوو، د واک په ټوله موده کښي پر تخت نه کښيناست  بلکه د ولس سره به پر مځکه ناست و، که به کوم امير ورڅخه خوابدی سو، کور ته  به ورتلی،خپله توره به يې د هغه و مخ ته کښيښووه او ورته ويل به يې  چي که په ما د پاچهی کار پوره نه بولې، بل تن وټاکه او ماته بله دنده وسپاره ، د هر ناروغ پوښتني ته به ورتلی، د جګړې څخه به يې تل ډډه کول، د واک په دومره اوږده پير کښي د ګوتو په شمير د څو دفاعي جګړو سره مخامخ سوی دی، سينه يې ډيره پراخه وه ـــــــ (۱۳)

فريد خان شيرشاه سوري بيا د واک په پينځه کلن پير ( ۱۵۴۵ ــــــ ۱۵۵۹ء)کښي په ټول هند کښي اداري تشکيل جوړ کړ. مامورينو به محاسبه په هندي او فارسي ليکله ، د څړکونو د جوړښت او پراختيا په برخه کښي د هغه ساری نسته . تر ټولو لوی څړک يې په شمال لويديز کښي د سنده له سينده  د بنګال  تر سنارګاو پوري وغزاوه. د بدايوني په وينا دا لار به پخوا په څلورو مياشتو کښي مزل کيده  . دويمه لار د آګرې څخه تر مالوه او د مالوه څخه تر برهانپوره پوري ، دريمه لار د آګرې څخه  تر چتوړ او څلورمه د ملتان  او لاهور تر منځ . ددې لويو لارو په برکت د ليري پرتو سيمو تر منځ سوداګريزو او ژواکيزو اړيکو زښته ډيره پراختيا ومونده . پر دې لارو هغه مسافرو ته ډيري  آسانتياوي برابري کړي وې ، ددوو ميلو پر واټن يې د لوی لاري پر څنډو کلاوي جوړي کړي وې ، هري کلا دوه غټ ورونه ( دروازې ) درلودل ، يو د مسلمانانو او بل د نامسلمانانو لپاره، ددواړو فرقو لپاره  به د خوړو بندوبست سوی وو،د خوړو او نور چوپړ لپاره  حکومت خادمان ګومارلي وو. په هره کلا کښي يو مسجد ، يو د اوبو کوهی (څاه)، دوه سپاره او يوه ډاکخانه وه، څلور زره آسان د ليکونو په وړلوراوړلو بوخت وو. د لويو لارو پر غبرګو څنډو به د ميوې او سيب يا سايې  وني ولاړي وې . شيرشاه سوري د نړۍ د نامتو سياستوالو په بهير کښي راځي ، عدالت يې ډير شهرت درلود ، د ټول هيواد پريکړي به دمحمدي شريعت په رڼا کښي کيدې ، شرعي محکمې  ټولو هنديانو ته د منلو وړ وې . 

بدايوني ليکي :- پدې وياړم چي د شيرشاه سوري په څير د عادل پاچا د واک په پير کښي  زيږيدلی يم ــــــ (۱۴) . 

شير شاه سوري تهجدګزار او د جماعت پابند شخصيت و، ويل به يې  چي پاچا عادل نه وي ، د هيواد يووالی نه سي ساتلای  ــــــــ (۱۵) .

په ټوليزه توګه  احمد شاه بابا هغه مخکښ افغان دی چي  هندي مسلمانانو او هندوانو ته يې د انګريزانو د لاسپوڅو مرهټانوڅخه  ددوی په بلنه نجات ورکړاو هندي مورخين يې پخپله  ستاينه کوي، بابا نه دا چي  د هندوستان  ملي يووالی سالم وساتی بلکه د بيلو پرګنو په مقابل کښي يې  پډير ذکاوت له عدالته کار اخيست  .

کله چي  انګليسي  ځواکونو په کوچنۍ  وچوبه کښي  مغلي سلطنت ړنګ او  وروستی پاچا بهادر شاه ظفر تر نيولو وروسته د برما رنګون ته تبعيدکړ نو دهند سلطنت پر (۵۶۲) برخو سره بيل سوو. په دوی کښي  (۵۰) رياستونه ورپکښي  د پښتنو وو، د بيلګي په توګه جاورا ، شولاپور، کونجپوره، لوهارو، جوناګړ، پټوډي ، بنګال،بهار،بهوپال،رامپور،ټونک،ملير کوټله،فرخ آباداو پالنپور و دا، مهم يې روهيلکنډچي او س په رامپور نومول کيږي او بهوپال زښت ډير تاريخي ارزښت لري ،نوابانو يې پښتو ژبي او ادب ته ډير خدمتونه کړي دي . روهيلکنډ د هند په شمال کښي موقيعت لري ، (۱۶۲۰۰) مربع کلومتره مځکه او د ګنګاه سيند پر ختيزه غاړه پروت دی، اولا او بريلا د څه مودې پوري  د روهيله پښتنو پلازميني وې  ــ (۱۶) .

حافظ رحمت خا ن بړيڅی د ښالم خان زوی د موتي بابا لمسی او د شيخ شهاب الدين (کوټه بابا) کړوسی او په بړيڅو کښي  بدل زی  کوټه خيل دی ، دوی  د  ښوراوک ولسوالی کندهار څخه  د پاکستان پښتونخواه ايالت ته تللی او د يوسفزو د مندړو د ښاخ پير خانه وه ــــ (۱۷) .

دده پلار و آکا  د هند په کوتاهر کښي ميشت سوي ( ۱۶۴۳ء) او څه موده وروسته يې د مغلو په حکومت کښي کوچني منصبونه وموندل . داود خان د ښالم خان زوی او د حافظ رحمت الله خان ورور تورزن ځوان و. حافظ د لاهور و ډيلي تر منځ سوداګري کول او وروسته د روهيلکنډ حکمران سو ـــــ ( ۱۸) .

پوهاند صديق الله رشتين ليکي :- حافظ القرآن رحمت الله خان يو عالم ،ديندار،شاعر،اديب ،تاريخپوه او ليکوال و، لوی کتابتون يې درلودچي ډيری کتابونه ورپکښي د پښتو وو، هغه د پښتو او فارسي ديوان هم درلود ــــ (۱۹) 

د روهيلکنډ تاريخپوه سرجي سټراجي ليکي :-  د روهيلکنډ هندوان  ښه آباد دي  او هوسا ژوند تيروي ، ددوی سره حافظ  ډير ښه وضعيت کوي . د نورو نوابيو او حکومتونو په پرتله دلته ډير امنيت  او آبادي وه  ــــ ( ۲۰) .

د انګلستان  نامتو  ليکوال او مورخ مونټ سټيوارت الفنسټون  د هندوانو سره د روهيله پښتنو وضعيت او مهرباني نه هيريدونکې بولي او ليکي  :- هغوی چي په  څه توګه وطن ته وده ورکول ، انګليسي لښکر يې دې ته اړايست چي ستاينه يې وکړي ــــــ (۲۱) .

د حافظ د واک په موده کښي  پينځه زره عالمان و پوهان  په جوماتونو او دولتي مدرسو کښي په ښوونه بوخت وو . د زده کوونکو خواړه او هستوګنه د رياست پر غاړه وه او هم  ښوونيز کتابونه  په وړيا بيه  او هم د مياشتي پر سړي سر سل سل روپۍ ورکول کيدې  ـــــــ  (۲۲) .

ويل کيږي چي د پيلي بهيټ جومات  د بنسټ ډبره ايښوو کيده، نو حافظ  د غونډي  برخوالو ته وويل :- هغه څوک دي بنسټ کښيږدي چي په ټول عمر يې  سترګي ،لاسونه  او پښې حرام لور ته نه وي وروړي ، يو تن هم پيدا نه سو . وروسته ده د مسجد بنسټ کښيښوو او څرګنده يې کړه چي تر اوسه يې  ياد کړي درې اندامونه  حرامو ته نه دي وروړي  ـــ  (۲۳) . 

دا خو په لنده توګه د کوچنۍ وچوبي اقتصادي ارزښت او پدې سيمه کښي د افغاني  نوابانو او پاچهانو و کردار او خدمتونو ته  لنډه کتنه .

اوس راځو د اروپا لور ته  - د پينځمي او پينځلسمي عيسوي  پيړۍ تر منځ  زر کلن پير تاريخپوهانو په اروپا کښي په تور پير  (ډارک ايج  ) نومولی دی، دا ټولنه د عيسايي مذهبپالانو(پادريانو) تر اغيز او ولکه لاندي  وه ،هغوی د پوهني سره کلک فکري ټکر درلود، ددوی بې خوښی او اجازې چا پوهنه نسوه کولای، دولتي شتمنيو ددوی په ولکه کښي قرار درلود ، د هيواد واکمن  به ددوی په خوښه ټاکل کيدي  . 

په پينځلسمه پيړۍ کښي پرتګال د اروپا يو ځواکمن هيواد و، دې ځای ته د کوچنۍ وچوبي د پياوړي اقتصاد اوازې  رسيدلي وې  چي په طلايي مرغه نومول  سوې وه  . د پرتګال پاچا لومړی کولمبس  د هندوستان  موندلو ته واستاوه ، هغه لار غلطه کړه، نيغ امريکا ته ورسيد ، بيا يې  بل پرتګالی سيلاني اميرالبحرواسکو ډېګاما واستاوه ( ۱۴۹۸ء) ، هغه د يوه عری بيړۍ وان په مرسته (کمپني کي حکومت- د پروفيسر عبدالباری تصنيف) کالي کټ  ګودر ( ساحل )ته ځان ورساوه ، مهاراجه زيمورين يې هرکلی وکړاو د سوداګرۍ حقوق يې ورکړل  ـــــــ (۲۴) . 

دا هغه زمانه وه چي مسلمانانو  د هسپانيا په اندلس کښي ماتې خوړلې وه  او له سيمي په زور ايستل کيدل . واسکو ډېګاما چي  کله هيواد ته ستون سو نو د پرتګال د وخت پاچا د جرنل کاربل په مخکښي د ديارلس جنګي  بيړۍ هند ته وليږلې  ، بيړيو په کالي کټ بندر کښي لنګر واچاوه ( ۱۳ ستمبر ) . جرنل کاربل د مسلمانو سوداګرو بيړۍ لوټ کړې  او د کالي کټ ښار يې تر اور لاندي ونيوواو په دې ښار کښي يې په لومړي ځل  سوداګريز مرکز پرانيست ( ۱۵۰۰ء) . د ګواه رياست په ګډون يې يوشمير سيمي لاندي کړې  او اقتصادي ګټي يې ورڅخه پورته کړې  . د پرتګال دې پرمختګ ته په کتو د اروپا نورو قامونو هم  پر هندوستان ورودانګل، لکه  ډين ، ويلينډيز ، هالينډ، فرانس ...، خو انګريزانو ځان تر نورو وړاندي کړ، د وخت ملکې لومړۍ الزبتي د آسيا سره د سوداګرۍ په موخه  برټش ايسټ انډيا شرکت پرانيست ( ۳۱ دسمبر ۱۶۰۰ء) ، شرکت ډير ژر د مهمو ورځنيو توکو لکه ګرمي مسالې ( ترخه) ، پونبه، بورې (شکره ) ،خام وريښمو، شورې ( په چاودنو کي کارول کيږي )،سپين سان ټوکر او نيل ( شين رنګ)  سوداګري ته  وده او پراختيا ورکړه.په لومړي پړاو کښي يې د نوي ټولني اساس کښيښوو(سوشل فابريکيشن). با نکونه يې پرانستل، لدې لاري يې هنديانوته  پيسې په سود ورکولې . په قامونو،ژبو او ژواکونو يې ځانونه پوه کړل ، ډير شمير جاسوسان يې وروزل . تر دې وروسته شرکت د سپای  په نامه  هنديان عسکري خدمت ته جلب کړل . دوی  د ځان لپاره ټولنيزه اقتصادي آډانه ( سوشيوايکانومک سټرکچر) ځکه جوړه کړه چي کله  ددوی ځواکونه سيمي ته راسي ، هر څه بايد ورته اماده وي . په  ۱۶۱۹ء کښي هندي واکمن  جهانګير پاچا برټش شرکت ته دده تر واک په لاندي سيمو کښي د سوداګريز فعاليت اجازه ورکړه . بنګال د شپاړسمي پيړۍ پوري د ګورګاني (مغلي )سلطنت ولايت وچی نواب يا والي به اداره کاوه او اوسنی بنګال،بنګله ديش، د اسام ولايت څو برخي ،اوډيسا و بيهار ايالتونه او جارکند ددې ولايت سيمي وې . په اووه لسمه  عيسوي  پيړۍ کښي  ګورګاني شهزاده شاه شجاع دې شرکت ته د کلکتې د ښار ( د بنګال مرکزي ښار) واک وسپاره او شرکت په ځانګړې توګه  ددې ولايت سوداګريز حق (سول ټريډنګ رايټ) لاس ته کړاو په (۱۷۵۷ء) کښي د غالب ځواک په توګه را څرګند سوــــــــ ( ۲۵)

 د اتلسمي پيړۍ په پيل کښي شرکت په مدراس، مومبۍ او کلکته کښي د دريو مرکزونو په جوړولو او هم  ددې مرکزونو د ساتلو په پلمه  ځواک جوړ ، نامسلمانان يې د ځان مله  او د مسلمانانو پر ضد په يرغل لاس پوري کړ، جګړو ۲۷ کلونه په بر کښي ونيول .بنګال ته نژدې رياستونه او پدې رياستونو کښي د نساجي ( د ټوکرانو) د فابريکوکارکوونکي  به يې ونيول او ګوتي به يې ورڅخه غوڅي کړې . ددغسي پيښو شمير لکونو ته ورسيد . انګريزانو دوی په زور کوکنار کرلو ته اړايستل او دا تارياق به يې چين ته صادرول . د ۱۸۸۰ء په لسيزه کښي د انګلستان د ګډو ګټو (برټش کامن ويلت) د ټولني د محصول تر ټولو ستره سرچينه (سورس آف ريوينیوو) د همدې تارياقو صادرات و.د کوکنارو کښت د خوړوتوکي په تيره بيا غله  د ډير لږوالي سره مخامخ کړه ـــ (۲۶)  

د پرله پسې جګړو او پدې جګړو کښي د وګړود ګوتو غوڅولواو په زور کوکنارکرلو ته هڅولو د بنګال ايالت د سختي ډوکالی (کاختي يا وچکالي ) تر چتر لاندي راووست (۱۷۶۹ – ۱۷۷۳ء) . لس مليونه وګړي  مړه سول او د بنګال د وګړو شمير يې ديرشو مليونو ته را ټيټ کړ. دې ډوکالی د ګنګا سيند لاندي دښتونه ډير اغيزمن کړل (۲۷) .

د احمد شاه باباتر  مړيني وروسته  د  برټش ايسټ انډيا شرکت سره د هندوستان نيولو هوس نور ډير سو، په روهيلکنډ کښي يې د پښتنو سردارانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د( اوده)  رياست  پښتون نواب شجاع الدوله  هم د ځان ملګری کړ.

الله بخش يوسفي په خپل کتاب ( يوسفزي پټان - ۶۱۸مخ) کښي ددې شرکت د بورډآف ډايرکټرز د ريس له خولې ليکي :- ما له ډيري مودې د روهيلوو ځواک  زموږ له دوست شجاع الدوله  لپاره خطرناک باله  چي ددې شرکت يواځنی ملګری دی، نو ځکه زه د روهيلوو د ځواک له منځه وړل غواړم ــــــ (۲۵) . اې . مارسډن د تاريخ هندوستان  ددويم ټوک  په (۲۸۰مخ )کښي ليکلي دي :- نواب شجاع الدوله  زموږ د نظامي همکاری په بدل کښي  شرکت ته  څلويښت لکه روپۍ ومنلې . خوپه تاريخ هندکښي  (۹۹ مخ ) ليکلي دي :- نواب شجاع الدوله  انګليس لښکر ته د شرکت د لاري  پدغه جګړه کښي دمياشتي  اووه لکه روپۍ  ورکولې  . کله چي  د حافظ رحمت خان  په مخکښي د روهيلکنډ رياست د څلويښت  زره کسيز پښتون لښکر او دانګليس و نواب شجاع ا لدوله  د ګډ يو لک و پينځلس  زره کسيز ځواک  تر  منځ جګړه وموښته ( ۲۳ اپريل ۱۷۷۴ء)، نو په لومړي  پړاو کښي حافظ رحمت الله خان د توپ په مرمۍ شهيد سواو کورباڼي يې زنداني سول .يوه ورځ کله چي  نواب شجاع الدوله د حافظ لور د جنسي تيري  په نيت کور ته بوته، هغې په ورسره  زهرجنه چاړه وواژه  ــــــــ  (۲۸). 

پدې جګړه کښي د وژل سوو روهيلوو شمير الله بخش يوسفي دوه زره ، په ځينو کتابونو کښي څلور زره ، ځيني دوولس زره  او د اردو ژبي د اتم ټولګي په کتاب کښي  شل زره راغلی دی  ـــــ (۲۷) . چارلس هملټن د حافظ په اړه ليکي :- که موږ حافظ ته د يوه سياسي او يا هم نظامي شخصيت په سترګه وګورو ، نوموړی په رشتيا چي د ډير درناوي  وړ انسان و، هغه په ډيرو ناوړو شرايطو  کښي  په ښه عقل ،سنجش او هوښياري د روهيلکنډ ګڼي پرګنې متحدي وساتلې  ــــــــ (۲۸) .

دانګليسي تيري پر ضد لومړی خوځښت :- 

يو شمير مورخين د هند په ميرټ  نومې سيمه کښي د برطانوي ختيز هندي شرکت  غاو(بغاوت ) ( ۱۱ می ۱۸۵۷ء) د انګليسي ښکيلاک پر ضد لومړی خوځښت بولي،چا ورته د ولسي پاڅون نوم ورکړی دی ، نورو بيا د شتمني طبقې پر ضد د لويديزوالو او چا بيا د کروندګري او کليوالي طبقې په غاو نومولی دی ، خو د تيرو پينځوسو کلونو په بهير کښي چي اسناد او د وګړو ځاني ياداشتونه را څرګند سوي دي، د هغه څخه دا حقايق تثبيتيږي چي د انګليسي استعمار د لوري دا د عيسايي دين د خپرولو پر ضد د مسلمانانو او نا مسلمانانو لومړی جهاد و. برسيره پر دې هغوی د شرکت د لوري پر لږ معاش ، په فوځ کښي د ډير شمير ګورکوو او سيکانو پر جلبولو، د انګريزانو د لوري د اوده رياست پر نيولو او هم په ډيلي کښي د وروستي ګورګاني پاچا بهادر شاه ظفر پر بې بسي او بيواکي باندي زښت ډير ويرجن ووـــــــ ( ۲۸- ب ) 

خو زما د معلوماتو پر اساس تر دې غاو وړاندي  د جنرال بخت خان بړيڅي په مخکښي  خوځښت لومړی ولسي خوځښت تشکيلوي .  جرنل بخت خان د حافظ  دورور داود خان کړوسی دی ، د ه د زده کړي تر څنګ  په جګړييزو فنونو او مهارتونو کښي  هم پوره پوهه تر لاسه کړه . په لنډه موده کښي د جګپوړو منصبدارانو په ډله کښي وشميرل سو . کله چي د وروستي مغل پاچا بهادر شاه ظفر د واک بيړۍ مخ پر ډوبيدو وه ، جرنل بخت خان  د روهيلوو او نورو قامونو د سرتيرو په بدرګه  د بريلي څخه ځان ډيلي ته ورساوه ( ۲ جولای ۱۸۵۷ء) . پاچا بهادر شاه ظفر يې تود هرکلی وکړ، يو ښکلی  سپر  او له  جواهرو جوړه سوې توره يې ورکړه، د صوبداری څخه يې د جنرالی رتبه ته لوړ او د ټولو ځواکونو ستر قومندان کړ. جرنل بخت خان سمدستي فوځ منظم کړ، د چوروچپاو مخنيوی يې وکړ، د انګريزانو جاسوسان يې ووژل، په خانم بازار کښي يې د وسلو جوړولو فابريکه په کار واچول چي پکښي د توپونو، توپکو مرمۍ او نوره وسله جوړيده . پر نهم جولايي ۱۸۵۷ء يې د لس زره کسيز لښکر په ملاتړ د انګريزانو پر ديرش زره کسيز ځواک يرغل وکړاو په (تيسي هزاري ) نومي ځای کښي يې غليم ته کلکه ماتې ورکړه. انګريزانو د خپلو جاسوسانو په وسيله د جرنل بخت خان ميخزين او فابريکه ته اور واچاوه، دوسلو او مرميو د کمښت سره يې مخامخ کړاو په تعروضي جګړه يې لاس پوري کړ، ځانونه يې د ډيلي تر وره پوري ورسول  ( ۱۹ ډسمبر ۱۸۵۷ء)، لاس په لاس جګړې دوام وکړچي پکښي انګليس جرنل نکلسن په کشميري  ګيټ کښي  (اوس ورته خوني دروازه ويله کيږي)  د ځوان سرتيري په لاس ژوبل  او وروسته مړ سو . بهادر شاه ظفر ډير ډارن او د کمزوري ارادې څښتن و، په دنظام الدين اولياء مزار ته نژدې د همايون زيارت ته ننووت ( ۱۹ ډسمبر ۱۸۵۷ء)، جرنل بخت خان ځان  ور ورساوه او دی يې لدې کاره وژغوری، خو ده يې پر خبرو غوږ ونه نيوو. جرنل لدې ځايه لکنهو ته ولاړ، ځان يې ورک کړ او تر پايه چا ونه ليد، پر (۲۰ دسمبر ۱۸۵۷ء) انګليسي ځواکونو ډيلی ونيوو ــــــ (۲۹) 

آصف جيلاني ليکي :-   

ددې جهادد ناکامی دوه لامل دي ،لومړی دا چي د ډيلي دربار د انګريزانو د مالي و نظامي وسايلو په مقابل کښي له پښو لويدلی و، د پاچا بهادرشاه ظفر لپاره د عسکروناڅاپه  غاو يوه اسماني ټکه وه،ده وخت ونه موند چي  په اړه يې يو پلان جوړ کاندي، بله خبره داچي  عمرخوړلی پاچادشعروشاعری او موسيقی په شوق کښي دومره غرق و ترق ووچي نظامي  چارو ته هيڅ اوزګارو نه وو.دی تر ډيلي د باندي نه ووت،ځان يې پر موښلولی وو.حال داچي د هغه قوماندان جنرال بخت خان هغه ته په کلکه ويلي وچي د ډيلي څخه دي لکنهو ته ورسره ولاړ سي او له هغه ايالت څخه به د انګريزانو پر ضد جهاد ته دوام ورکړي ځکه چي د هند ټول وګړي  ورسره اماده دي خو پاچا يې وړانديز ونه مانه  ــــــ  (۳۰ – الف) 

انګليسي ځواکونو د ډيلي ښار د کابلی دروازې څخه تر لال کلا او د لال کلا څخه تر جامع جومات او لاهوری دروازې پوري  ټوله سيمه د خاورو سره خاوري کړه . ظهيرالدين ظهير ليکي چي  په چيلون نومې کوڅه کښي  ډيری شمير هستوګن عالمان ، پوهان او نامتو مبارزين وو، په دوی کښي انګريزانو څوارلس سوه ووژل  او په سيند يې لاهو کړل  ــــــ (۳۰) .

د جرنل بخت خان په ګډون  اشفاق الله خان ، کالی خان د انګريزانو پر ضد د خپلواکی د لاري هغه مبارزين دي  چي په هندوستان کښي يې ورځي لمانځل کيږي ، هن تر دې چي په ډيلي کښي د اورګاډي يو تمځای  په سرای کالې خان ياديږي  . دی د اتراپرديش  ر ياست  اوسيدونکی ، خو په ډيلي کښي د انګريزانو پر ضد جنګيدلی او شهيد سوی دی  . 

د نولسمي پيړۍ په پيل کښي  انګلستان  په هندوستان کښي دوه دولتي نظامونه چي يو له بله  يې توپير درلود پلي کړي وو ، د هند برطانوي دولت چي يوولس رياستونه  يې پخپله اداره کول او هم  

د اميرانو، شهزاده ګانو او راجاګانو کوچني  کوچني رياستونه . دواړه دبرطانوي  هند تر اغيز لاندي و. انګريزانو د مسلمانانو په تيره بيا په جنايي جرمنوککڼ وګړي د ځان مله کړل او ناوړه ناوړه کړنو ته يې هڅول لکه سود،د چکلو(فحاشخانې) پرانستل او داسي نور ، ترڅو هندي ټولنه د مذهبي توپير پر اساس سره بيله کړي . پټکی يا دستار د ډمانو پر سر کښيښوو سواو ددستار سرونه يې غوڅ کړل .په شعوري او لاشعوري توګه  هڅي وسوې چي په هندي ټولنه کښي افغان متنازعه او بدنام کاندي . د فارسي پر ځای يې اردو را مخته کړه او په انګليسي ژبه ښوونځي پرانستل سول خو داخله يې د چارواکو په لاس وه، د فوځيانو د سپلای ټيکې  يې خپلو جاسوسانو ته ورکولې ،خانداني وګړي به  يې په يوه بله طريقه  له سانحې څخه ليري کول او بې موره و بې پلاره به يې را مخته کول، مځکي او لوړ خطابونه (ټايټلز) به يې ورکول 

د انفرادي مبارزو تر څنګ د انګريزانو پر ضد سياسي مبارزو هم رشد کړی وو،لکه  د د يوبند ،علی ګړه،بريلوی، کانګريس او دخدای خدمتګار تحريکونه . يوشمير عالمانو،کانګريس او خدايي خدمتکارانو متحد هندوستان غوښت خو انګلستان  پدې ښه پوهيدی چي که دا وحدت بيا تامين سي ، د مسلمانانو به لاسبرسي  او ددوی پښې به  د کوچنۍ وچوبي څخه  د يوه مات سوي  اشغالګر هيواد په توګه  وخيژي .د متحد هندوستان  د مفکورې  پر پلويانو يې  د ظلم لړۍته زور ورکړ، په غبرګون کښي  يې  افغانستان ته هجرت  رامنځته سو. د هند مسلمانانواو هندوانو د سياسي مبارزې مرکز کابل و ټاکه او  دلته يې د راجه مهندر پرتاب په مشري  جلاوطنه حکومت  جوړ کړ(۱۹۱۵ء) چي  د روس ،جرمني او ترکيې د عثماني  سلطنت  د لږ و ډير ملاتړه برخمن  و. کله چي په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه کښي  جرمني ماتې وخوړه نو د امريکا په مخکښي  دترکيې  عثماني سلطنت ړنګ او جرمنی يې سره بيل کړ  . ورته سياسي لوبه  د افغانستان  د ناموزه (کمزوره )کولو لپاره د هند سره هم  وسوه  .انګريزانو د کوچنۍ وچوبي دغسي غير فطري  ويش وکړچي تر منځ يې پر متنازعه سيمو څو جګړې تر سره سوي  او متنازعه مځکنۍ  لانجې سره پيچلي او   لا هم   بېحله  پاته دي 

ماخذونه

References 

1 – The World Economy (GDP);Historical Statistics by professor Angus Madison; World Economy ,Retrieved May 21,2013.

2 – MadisonAngus (2006)The World Economy,Volum 1,2,OECO Publishing,Page 638,doi 10-1787/456125276,ISBN 92-64-02261-9,Nov1,2011

3 – Abid

4 – تمدن عرب، ۴۴۴مخ

5 – همدغه اثر، ۸۵ مخ

6 –7  -  تاريخ جنوب هند،۵۴- ۵۳ مخ

8 –کمپني کی حکومت ، پروفيسر عبدالباری، ۲۱ مخ 

9 – لودی پښتانه، د علامه عبدالشکوررشاد اثر، ۶۲ مخ او هم عرب و هند کې تعلقات، ۳۰۶ مخ 

10 – د علامه رشاد همدغه پورته اثر ، ۶۳ مخ او هم کتاب الهند ـ البيروني،۴۰۶مخ

11 – د چارلس هملټن کتاب – روهيله پښتانه ، د پښتو ټولني په کتابتون کښي د جاله وان ژباړلې قلمي نسخه او هم روهيله پښتانه – تصنيف عبدالرحيم رحيم ځدران، ۲۰- ۲۱ مخونه، ۱۳۵۷ه ش پښتو ټولنه کابل

12 – لودي پښتانه – علامه رشاد، ۳۲۷ مخ

13 –د ادب تاريخ – پوهاند صديق الله رشتين ، ۸۱ مخ، ۱۳۳۳ ه ش کابل او هم روهيله پښتانه – د څيړنوال عبدالرحيم  رحيم تصنيف، ۳۲ مخ 

 

 د احمد شاهی عصر نوميالي – علامه عبدالشکور رشاد، ۱۶۷ مخ، ۱۳۹۶ ه ش ، علامه رشاد آکاډمي کندهار  

14 –  پورته ماخذ او ۳۸ مخ 

15 – روهيله پښتانه ، څيړنوال عبدالرحيم رحيم ، ۳۵ مخ

16  -- د الله بخش يوسفي اردو تصنيف ، ۱۹۶۰ء، او هم د روهيله پښتانه، ۳۵ مخ .  يوسفزي افغان 

17 – روهيله پښتانه ، ۳۷ مخ او هم  افغان د مايل مليح ابادی تصنيف .

18 – روهيله پښتانه – ۳۸ مخ او هم د مايل مليح ابادي – افغان .

19 – پښتانه د تاريخ په رڼا کښي – د بهادر شا ه ظفر کاکاخيل تاريخي اثر – ۴۲۶ مخ . 

20 – تاريخ فرشته- لومړی ټوک د محمد قاسم فرشته تصنيف او د عبدالحی خواجه اردو ژباړه، ۵۳۴ مخ

21 – مرقع افغان – د محمد ابرار حسين  اثر، د انجمن ترقی اردو علی ګړه لخوا په ۱۹۵۳ء کي خيور، ۳۹- ۴۰ مخونه

22 – شيرشاه سوري  - د ذ ين الله وجدان اثر، د نيو کبل کتابپلورنځي لخوا، ۱۵ مخ

23 – همدغه اثر او ۷۷ مخ

24 – تاريخ هند عهد برطانيه – مولف بي . سي . مارشن مين،۳مخ 

25- A- British East India Company – Encyclopadia.com//History of India

25 – B – The East India Company Seizure of Bengal and How this Load to the Great Bengal Famine of 1770,You-tube Brickland Circle,Retrived June 6,2015

 25 – د احمدشاهي عصر نوميالي – علامه رشاد ، ۱۳۹۶ه ش ، ۱۸۵مخ، د علامه رشاد آکاډمۍ کندهار

26 – د همدغه کتاب ۱۹۰مخ

27 – روهيله پښتانه – د عبدالرحيم ځدراڼ تصنيف ، ۴۲ مخ

28 – دهمدغه کتاب ۴۳ مخ

28-B - (May 13, 2016 2:23 am ·/http://niazamana.com/2016/05/first-jihad-against-british-in-india/ آصف جیلانی)

29 – هلال – اردو تصنيف ، ۷۲ او ۱۳۴ مخونه

30- A - (May 13, 2016 2:23 am ·/http://niazamana.com/2016/05/first-jihad-against-british-in-india/ آصف جیلانی)

30 – اردو ډايجسټ – ۱۹۶۸ء ، ۷۲ مخ

 
-
بېرته شاته