(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مناظره که لکچر؟

[24.Jun.2017 - 12:38]

مناظره که لکچر؟

لیک :پوهاند محمد اسمعيل يون

د چنګاښ پر لومړې نېټه په ارګ کې جمهور رييس ډاکټر اشرف غني د خپلو يو شمېر مشاورانو، د مشاورانو د مشاورانو، د هغو د پلويانو او يو شمېر هغو ځوانانو سره چې  د همدې يادې کتګورۍ اشخاصو له خوا فلتر شوي وو، يوه ناسته ترسره کړه، دې ناستې ته يې (مناظرهء شهروند و ارګ) او يا هم د (شهروند مسول و حکومت پاسخگوی) نوم ورکړ. ناسته وړه؛ پنځوس کسيزه يا شپېته کسيزه وه، د ارګ په (کوټي باغچه) کې جوړه شوې وه، له ازادو رسنيو پټه وه، نه ((شهروند)) ته د خبرو او د نظر د تبادلې وخت ورکړ شو او نه په کې ازاد او انتقادي بحث ترسره شو. جمهور رييس او د هغه يوې مشاورې په کې له درباري دود او تقاضا سره سمې خبرې وکړې. جمهور رييس په دې ناسته کې نږدې (۲۲) دقيقې وينا وکړه، شپاړس دقيقې عام مسايل، شپږ دقيقې د خپل مشاور (قيومي) تعارف او توصيف و  او په درنو الفاظو د هغه ستاينه وه، د مناظرې ژبه دري وه، د جمهور رييس خبرې هم ټولې په دري ژبه وې، يو شعار په کې پښتو، په پای کې يو په کې ازبکي او يو په کې په دري ژبو و. څلور کلمې نورې هم په کې پښتو وکارول شوې. جمهور رييس بيا د خپلې يوې بلې مشاورې (زهرا نادري) له خوا په ګرمو الفاظو ونازول شو او له هغه څخه يې ځانګړې مننه وکړه چې ټولنه کې يې ځينې دودونه مات کړل. جمهور رييس په دې مناظره کې خپل مشاور (قیومي) ته سپارښتنه وکړه چې له ځوانانو (شهروندانو) سره کېني او خبرې ورسره وکړي او په دې ډول مناظره پايته ورسېده. دېته وايي رښتينې، ازاده او ولسي يا د دوی په اصطلاح (شهروندي) مناظره!؟

 

زما عادت نه دی چې پر هرې موضوع ليکنه وکړم او هر کار ته په انتقادي نظر وګورم، خو ځينې مسايل داسې دي چې که سړی ورته چوپ پاتې شي، نو راتلونکي تاريخ ته به مختوری وي او خپل انساني مسوليت به يې نه وي ترسره کړی. ما په خپل نوبت ډېر پخوا د رسنيو له لارې جمهور رييس او نورو درباريانو ته دا پيغام رسولی و چې جمهور رييس دې يوې ازادې او رښتينې مناظرې ته حاضر شي، د انتخاباتي کمپاينونونو، شعارونو، نظرونو او تر هغه وروسته د خپلو ژمنو په باب دې ولس ته وضاحت ورکړي او د دې ترڅنګ دې د ولس رښتينو بچيو ته هم ددې حق ورکړي چې هغوی خپل نظر، نيوکه او وړانديزونه ورته مخامخ څرګند کړي. زموږ هيله وه چې جمهور رييس غني به په پای کې دې ضرورت او حقيقت ته غاړه کېږدي، هغه دا کار وکړ، خو په بله بڼه، بله مانا او بله محتوا. اصطلاح يې د (مناظرې) وکاروله، خو په واقعيت کې يې د يو شمېر حکومتي چارواکو، مشاورانو او د هغو له خوا رابلل شويو يو شمېر خامو درباري اشخاصو او يو شمېر ځوانانو  سره يوه ځانګړې ناسته درلودله چې پر ژمنو، توصيفونو، لاپو شاپو پيل او د پخوا په څېر يو ځل بيا په ارماني خبرو پايته ورسېده. جمهور رييس تر اوسه پورې د دولتي ناستې او ازادې مناظرې تر منځ په توپير پوه نه شو، هغه لکه د پوهنتون د يوه استاد په توګه چې خپلو محصلينو ته لکچر ورکوي او يا هم د يوه سياسي ګوند مشر چې خپلو پلويانو يا مخاطبانو ته وينا کوي، همدې ډول يوه چلند ته يې د مناظرې نوم ورکړ، عيناً لکه په يوه ټولګي کې چې لکچر ورکوي.

 

(مناظره) اصلاً د (نظر) له مصدر څخه اخيستل شوې، هدف يې دادی چې د دوی مخالفو يا سيالو خواوو تر منځ نظر، فکر او خيال تبادله شي، په دې ډول ناسته کې د نورو افرادو افکار، متضاد نظرونه، انډول، وخت او وزن ټول په پام کې نيول کېږي، مناظره له يوه لوري بل لوري ته د داسې خطابې مانا نه ورکوي چې هغه بل کس به د نظر او اعتراض هېڅ حق نه لري. مناظره په حقيقت کې يو ډېر ګرم سياسي، ټولنيز، علمي او کرکتنيز بحث دی چې د تورونو او ابهاماتو سپيناوی په کې کېږي، يو لوری پر بل لوري تور پورې کوي او هغه بل لوری يې سپينوي، قضاوت بيا ناست خلک يا درېيمګړی او يا هم ټول ولس کوي. خو جمهور رييس چې د مناظرې په نامه ولس ته کومه ناسته وړاندې کړه، د مناظرې په اصطلاح ريشخند وهل او يا هم د مناظرې پر محتوا  د نه پوهاوي په مانا ګڼل کېږي.

 

مشورتي غونډه هم ورته نه شو ويلای، ځکه چې چا په زغرده جمهور رييس ته مشوره ورنه کړه او ناستو کسانو کې چا د مشورې جرئت هم نه درلود. خو څرنګه چې د جمهور رييس يو شمېر مشاورين او د هغوی پلويان په کې ناست وو، نو ظاهري بڼه يې يوې مشورتي غونډې ته ورته وه، مشاورينو ته دا هم يو غټ غنيمت ګڼل کېږي چې په داسې غونډو کې د جمهور رييس پر مبارک حضور مشرف او پر ټلوېزيون راڅرګند شي او بيا خلکو ته وښيي چې جمهور رييس سره د کتنې امکانات لري، که نه نو دا خو هم ټولو ته معلومه ده چې داسې مشاورين هم شته چې په کال (۱۲) مياشتو کې يو ځل هم جمهور رييس نه شي ليدلی، نو کله چې جمهور رييس له خپلو مشاورينو مشوره نه غواړي، هغو ته وخت نه ورکوي، له خپلو وزيرانو سره نه ګوري، نو هغه دولتمشر به ازادې او انتقادي مناظرې ته کله حاضر شي؟

 

په افغانستان کې پر سياسي، پوځي، ديني، ټولنيزو او علمي اصطلاحاتو ملنډې وهل شوي، اوس پر ځينو رسنيزو اصطلاحاتو لکه مناظرې، مرکې، مباحثې، مناقشې او نورو اصطلاحاتو هم د ملنډو وهلو وخت راغلی دی.

 

له هغې ورځې چې ډاکټر غني د جمهور رييس په توګه خپله دنده پيل کړې، د ټاکنيزو مبارزو له احساساتي او شعاري پړاو سره، دده د اوسنيو ويناوو پر (تون)، (انداز) او (طرز) کې کوم خاص توپير نه ليدل کېږي، دی اوس هم فکر کوي چې انتخاباتي مبارزه ده او خلک بايد دده خبرو ته حق او ناحق چکچکې وکړي. د جبري چکچکو لپاره پر ځينو کلمو او جملو ناضروري فشار راوړل، بېځايه ژمنې، په خبرو کې د ژمنو افراط او اغراق، عام ولس ته په ساده سترګه کتل، تکلفي خندا، تکلفي روغبړ، له سټيج څخه راکښته کېدونکي هر کس سره، تکلفي ستړي مشي، هرکلی، غېږ کې نيول، قهرجنه لهجه، مصنوعي ټوکې، او نور ډېر ناضروري حرکتونه، هغه نيمګړتياوې دي چې په څرګند ډول د جمهور رييس په چلند او وينا کې ليدل کېږي، تېره ورځ يې په خبرو کې وويل چې د يوې مياشتې په بهير کې يې (څلور زره) کسانو سره کتلي دي، خو دا يې ونه ويل چې دا څلور زره کسان ډبرې وې که انسانان چې يو د نر زوی په کې پيدا نه شو چې تاته يې د ولس فرياد دررسولای وای؟ او درته ويلي يې وای چې حرکتونه، عملونه، وينا، ژمنې او چلند دې ټول داسې برابره کړه چې له يو جمهور رييس سره ښايي، جمهور رييس له همغو خلکو سره ګوري چې دده مامورين دي او دی هر وخت ورسره ګوري او يا هم هغوی ورته داسې څوک ورپېژني چې د حقيقت د بيان وس نه لري، جمهور رييس فکر کوي چې دی اوس هم په پوهنتون کې لکچرر دی او نور خلک دده عالمانه وينا! ته ضرورت لري. ددې لپاره چې دا ليکنه له اړتيا پرته ډېره اوږده نه شي، غواړم جمهور رييس ته د رسنيو له لارې څو وړانديزونه وکړم، تر هغه وروسته به بيا د مناظرې په باب خپل نظر څرګند کړم. د رسنيو له لارې ځکه ددې نظرونو د ورلېږلو هڅه کوم چې جمهور رييس ته له (عزرايل عليه السلام) پرته بل څوک د ورتګ لاره نه لري، ځينې حکومتي چارواکي او درباري غوړه مالان له دې امر څخه مستثنی دي، وړانديزونه په دې ډول دي:

 

جمهور رييس بايد خپلو کمپايني ويناوو ته د پای ټکی کېږدي.

د وينا پر مهال دې خلک او په غونډه کې ناست غوړه مالان دې ته نه اړباسي چې ده ته جبري چکچکې وکړي.

جمهور رييس دې په خپله وينا کې بېځايه وقفې، پر کلمو او جملو بې اړتيا فشارونه او د چکچکو لپاره بېځايه وقفې نه راولي.

کومه خبره که خوږه، ضروري او د خلکو د خوښې وړ وه، پرې دې ږدي چې خلک ورته خپله چکچکې وکړي او خپل احساسات څرګند کړي.

په وينا کې د بېځايه احساساتو څرګندول، پر تعقل د احساساتو د غلبې په مانا دي، جمهور رييس دې د شاعر، ملا امام، خطيب او موعظ په رول کې خپله وينا نه اعياروي.

بېځايه ټوکې، بې ضرورته او نا کنتروله خندا د جمهور رييس له شان سره برابره نه ده.

جمهور رييس په جديت سره مشهور دی، جدي ټيپ له ده سره ښه ښکاري، د ټوکو تون، لهجه، څېره او له ټوکو سره مناسب الفاظ او ظروف نه لري، پکار ده چې په لويو غونډو کې له دې ډول حرکتونو او چلندونو څخه ډډه وکړي.

د جمهور رييس ملي لباس، لونګۍ او درېشي کله نا کله دده له فزيکي جوړښت سره متوازن او هماهنګ نه وي، هر څوک چې دده د ظاهري لباس چارې سمبالوي، دې برخې ته بايد زيات پام وکړي، که د جمهور رييس له څېرې او فزيکي جوړښت سره دده لباس هماهنګ شي، نو ښکلا ته به يې ډېره ګټه ورسوي. ((په هر څيز کې ټاکلې هماهنګۍ ته ښکلا وايي)).

د عسکري قطعاتو د کتنې او ځينو بهرنيو سفرونو پر مهال د جمهور رييس فزيکي حرکت نورمال او متوازن نه دی، ځينو برخو کې ان د دپلوماتيک عرف مخالف دی، اړوند کارکوونکي بايد دا نقصيه رفع کړي.

دا يو واقعيت دی چې جمهور رييس په يو شمېر سياسي مسايلو او خپله اړونده مسلکي څانګه کې د زياتې پوهې خاوند دی، خو دده د پوهې په انډول دده ژبنۍ او لغوي زېرمه کمه ده، په پښتو او دري کې ګرامري ستونزه هم لري، که ژبنۍ او ګرامري نيمګړتيا يې رفع شي، نو دده ژور او مانيز پيغامونه به په ښه ډول ولس ته ورسېږي او د الفاظو د کمښت او ناسم تلفظ له امله به د پيغام کيفيت زيانمن نه شي.

جمهور رييس دې په خپله وينا کې له ځانه ارقام نه ورکوي، دده له خولې ويل شوي ارقام بله ورځ په همغه برخه کې له ورکړل شويو ارقامو سره توپير کوي.

په ځينو رسمي، نړيوالو او مهمو تاريخي غونډو کې که جمهور رييس ليکلې وينا وکړي، ورته په ګټه به وي، خو دا وينا به د متعهدو اشخاصو له خوا ليکل شوې وي، اوس يې په ځينو ويناوو کې ايراني اصطلاحات په قصدي ډول تېرېږي او هم ځينې قصدي محتوايي تېروتنې هم تر سترګو کېږي.

د يوې ژمنې لپاره دې ټاکلې نېټه نه ټاکي، ځکه هغه وخت چې راورسېږي، دده وعده نه وي عملي شوې، خلکو ته د يوه دروغجن سياستوال بڼه خپلوي.

جمهور رييس بايد پر هغو مسايلو چې نه پوهېږې، ډېر زيات ټينګار او تمرکز ونه کړي، لکه ديني مسايل، يو شمېر ټولنيز موضوعات او نور، له جمهور رييس څخه څوک دا غوښتنه نه لري چې دی دې د يوه ديني عالم په توګه راڅرګند شي او يا دې هماغه شان په قال او قيل خبرې وکړي.

جمهور رييس دې د وينا پر مهال د پښتو او دري ژبو د ګډوله کولو په برخه کې د پخواني جمهور رييس (حامد کرزي) اکټونه نه کوي، دی يوه کلمه پښتو وايي، بيا درې ته شي، بيا بېرته پښتو ته، دلته د جملې خپلمنځي ارتباط شلېږي، هېڅ تامه جمله نه ترلاسه کېږي، که دی په دواړو ژبو د وينا شوق لري، څو متواتره جملې او يا هم يو بشپړ پيغاميز متن دې په يوه ژبه ووايي او بيا دې په بله ژبه خبرې شروع کړي.

البته د سياست، امنيت، ټولنېزې سوکالۍ او د دولت د نورو چارو په باب يو شمېر نور وړانديزونه هم شته، چې د لیکنې د اوږدوالي له امله ورڅخه تېرېږم او بل وخت ته يې پرېږدم.

 

تردې څو وړانديزيونو وروسته اوس راځم د مناظرې او واقعي مناظرې برخې ته!

ښاغلی ډاکټر اشرف غني هم د کمپاين پر مهال او هم د واک پر مهال له ولس سره ژمنه کړې چې تقريري او تحريري ازموينه به ورکوم او که پارچه مې سپینه وه، نو ناکام مې کړئ، له نېکه مرغه چې ما د پوهنتون د يوه استاد په توګه دده د حاکميت په پيل کې دده چلند ارزولی و، دی ما سره هغه مهال په ځينو مضامينو کې هم محروم و، هم مشروط او په پای کې هم ناکام، ددې درېواړو کلمو وضاحت مې نږدې درې کاله وړاندې (د اختر نوي کالي دې مبارک، ناکامي دې مبارک!) ليکنه کې کړی و، نه غواړم بيا يې تکرار کړم، خو اوس غواړم د يوې رښتينې مناظرې په چوکاټ کې د خپل ولس او ازادو رسنيو پر وړاندې له ده څخه يوه ګړنۍ يا تقريري ازموينه هم واخلم، نو ځکه خو جمهور رييس غني او دده د حکومت مهم او اساسي غړو ته بلنه ورکوم چې يوې ازادې، رښتينې، ملي او ديموکراتيکې مناظرې ته حاضر شي. د مناظرې د ترکيب په باب زموږ وړانديز په دې ډول دی:

 

۱- جمهور رييس غني او دواړه مرستيالان يې

۲- اجراييه رييس او دواړه مرستيالان يې

۳- د ملي شورا د دواړو خونو رييسان

۴- د بلخ والي، د حکومت د مهم والي، د حکومتي اپوزېشن د مشر او د قدرت د يوې جزيرې د امير په توګه

۵- د سترې محکمې رييس او لوی څارنوال

 

د مناظرې بل لوری:

 

۱- له لوی کندهار څخه دوه تنه

۲- له لوی ننګرهار څخه دوه تنه

۳- له لويې پکتيا څخه دوه تنه

۴- له شمالي ولايتونو څخه دوه تنه

۵- د محمد اسمعيل يون په ګډون له مرکز (کابل) څخه درې تنه

 

چې ټول يوولس تنه کېږي، دا کسان بايد علمي او سياسي تجربه ولري، لوړې علمي رتبې او درجې ولري، د ژبې فصاحت او بلاغت ولري، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نظام د ټينګښت پلويان، خو د حکومت تر ټولو سرسخت، قانوني او اصولي مخالفين وي، اخلاقي او سياسي جرئت ولري او په ټول عمر کې يې نه کوم حکومتي چارواکي او زورواکي ته غوړه مالي کړې وي او د تحصيل کچه يې هم تر ماسترۍ ټيټه نه وي.

 

ناظرين:

 

الف- د امريکا سفارت، اروپايي اتحادیه، يوناما او نور

ب- افغاني او نړيوالې ازادې رسنۍ، د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو استازي.

 

برخوال: د ناپېيلو قومي شوراګانو، مدني ټولنو، خيريه نادولتي بنسټونو، ليکوالو او فرهنګيانو په استازۍ له هر ولايت څخه په تناسبي ډول له (۲۰-۱۰۰) تنه استازي.

 

او له کابل څخه نږدې (۲۰۰) تنه، په مجموعي ډول اټکل (۲۰۰۰) تنه

ځای: د لويې جرګې کېږدۍ او يا هم کوم بل مناسب ځای.

نېټه:  د زمري يا اسد مياشتې تر پايه، وخت پنځه ساعته (د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې)

 

لګښت: هر سړی (ګډونوال) په  خپل لګښت.

 

د مناظرې اصول: دواړو لوريو ته به مساوي حق ورکول کېږي، يانې وخت کې به نا انصافي نه کېږي.

د هر ويناوال انساني کرامت به په پام کې نيول کېږي، د کلمو کراهت ته به اجازه نه ورکول کېږي، سپوره او سپک الفاظ به نه کارول کېږي او د کارونې په حالت کې به طبعاً د مناظرې په پای کې د ګډونوالو پر وټونو چې د مناظرې د ارزونې په موخه کارول کېږي،  تاثير وکړي او د مقابل لوري خوا به درنېږي.

 

چلوونکي بايد ناپېيلي اشخاص وي، د کورنيو او بهرنيو رسنيو له ژبورو او ماهرو چلوونکو څخه بايد غوره شي او دواړو خواوو ته بايد د منلو وړ وي.

 

د مناظرې په پای کې ګډونوال حق لري د مناظرې د ارزوونکو په توګه د يوې خوا په پلوۍ خپل ووټ وکاروي.

 

د مناظرې ژبه: پښتو او دري به د مناظرې رسمي ژبې وي.

نو که دې ډول يوې مناظرې ته دولت حاضر شو بيا به ووایو چې رښتيا هم دا حکومت يو ((پاسخګوی))  حکومت دی. او که نه نو د مناظرې په نامه د لکچرونو وړاندې کول او خپل صفتونه کول هسې د ولس په سترګو کې د خاورې شيندلو مانا ورکوي، نه کومه بله مانا، ددې ډول مناظرو پر ځای، خو بيا ښه ده چې ده ته ووايو؛ لکه څنګه چې دې په يو اړخيز ډول دا تېر څه کم درې کاله ډنګولې، دوه کاله نور يې هم وډنګوه، ولس خو هسې هم درڅخه تللی، تاسو پوهېږئ، همدا دربار او درباري غوړه مالان مو. هيله ده د حکومت او دولت ټولې اړوندې سرچينې او په خپله د جمهور رييس دفتر د يوې مياشتې په بهير کې ددې ليکنې د غوښتنې او محتوا په باب ليکنی يا ګړنی ځواب راکړي او په رسنيو کې يې د همدې ليکنې په څېر خپور کړي. که دا لیکنه نامعياري وي او هېڅ ډول ارزښت نه لري، په خپلو مبارکو علمي دلايلو دې رد کړي، خو د يوې مسولې ادارې يا شخص لاسليک او مهر دې ولري.

 

وما علینا الاالبلاغ

 
-
بېرته شاته