(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښځه په علم و فلسفه کې

[08.Jul.2017 - 21:45]

ښځه په علم و فلسفه کې ولې ځپلې ده؟

ژ: بارکوال میاخیل

دا د انساني تاريخ تر ټولو لويه غميزه ده، چې د نرواکۍ د نظام په شاوخوا درې نيم زره کلن تاريخ کې د انساني ابادۍ تر نيمايي زياته برخه له خپل اساسي منصبه بې برخې ساتل شوې ده او تر ټولو دردوونکې خبره دا ده چې نن هم د علم و ادب، فکر او پوهې، تاريخ او فلسفې غوندې په مهمو څانګو کې هم د نارينه د برلاسۍ او اجارې تصور ژوندى دى، همدا سبب دى چې په انساني تاريخ کې د علم و ادب په ټولو څانګو کې د ښځې کردار په نشت حساب دى.

د همدې حالت په نتيجه کې زموږ د سوچ او ادراک په زاويو کې يواړخيزوالى پيدا شوى دى او موږ د هر څه د بيان او تشريح لپاره يواځې د نارينه (ورور، پلار، زوى او مېړه) نظر خپل کړى دى او د ښځې (خور، مور، لور او مېرمنې) نظر مو رد کړى يا له پامه اچولى دى، چې له کبله يې موږ د ژوند په هره چاره کې تر بشپړو حقايقو د رسېدو وړتيا نه لرو.

په ټولنه کې د ښځې د محرومۍ او محکومۍ له کبله د هغې له ځانګړي تخليقي اظهار او له ځانګړې مشاهدې او تجربې څخه استفادې ته زښته ډېره اړتيا ده. د ډيلي پوهنتون استادې پروفيسرې سوکريتا پال کمار د اظهار او سبک پر طرز باندې جنسي اغېز ته داسې کتنه کړې ده، چې "که په ليکوالو کې د ښځې او نارينه تجربو ته له يوې بلې زاويې وکتل شي، نو څرګنده به شي چې د ښځې د تجربو نړۍ د نارينه له نړۍ څومره بېله ده، حتى چې د ښځې موضوعات هم بېل او سبک يې هم ځانګړى وي. د معاصر وخت د "نويو-فېمينيسټي نظرياتو" پلوي نقادانو خو تر دې ځايه ثابته کړې ده، چې د ليکوال جنس د جملو پر جوړښت او کله- کله د ژبې پر کارولو هم اغېز کوي" (١).

د فلسفې لومړني څرګند فکري مکتبونه د يونان د انساني خدايګوټي (ديوتا) له تصوره نيولې د اپلاتون تر باچاهانو فلسفيانو پورې او د جرمن فلسفي نېتشې له سپرمېنه (کامل نارينه) نيولې د علامه اقبال تر مردِ مومن (مسلمان نارينه) پورې ټول اتلان هم نارينه دي. همداسې په نړيواله توګه ځينې نوموړي مفکرين او شاعران له ښځو د کرکې او دوښمنۍ په فهرست کې شامل دي. د ديني مدرسو پر نصاب مين شيخ سعدي د نړۍ د هرې ښځې پر ښه کار هم لعنت ووايه او د هغې پاته حيثيت يې هم له خاورو سره خاورې کړ.

زه نه غواړم چې د فکر او قلم د څښتنانو د ټولو ښځدوښمنه خيالات تر بحث لاندې راوړم او ستاسې د خولې خوند در خراب کړم. له دې پرته د علم او فلسفې په ډګر کې يوه پوښتنه د هر باشعوره انسان پر ژبه ده، چې په انساني تاريخ کې ولې کومه د يادونې وړ فلسفۍ، مفکره او نظريه دانه ښځه نه شته. د دې مانا هيڅکله دا نه ده، چې ګواکې ښځه له علمي، فکري او تخليقي جوهره بې برخې ده، بلکې دا د نرواکۍ د نظام او علم و پوهې پر ټولو سرچينو د برلاسې طبقې اجاره داري ده، چې په هيڅ يوه څانګه کې هم ښځه مخ ته نه پرېږدي. څرګنده دي وي چې ښځه په لومړي ځل تر خلا پورې د رسولو او د ايډيالوجيسټې جوړولو وياړ هم د اشتراکي مشرانو او مفکرينو په برخه دى.

د انسان له لاسه د انسان د استحصال مخالفو، د استحصالي او استعماري نظام نقادانو په ځانګړې توګه اشتراکي مفکرينو کارل مارکس او فيډرک اينګلز جنسي ستونځې ته هم له ساينسي او طبقاتي نظره وکتل او دا خبره يې په ګوته کړه، چې د ښځې د استحصال ستونځه له جاګيرداري نظام سره تړلې ده او په غلامداري، جاګيرداري او سرمايه دارانه نظام کې دننه په څه نه څه بڼه ژوندۍ ساتل شوې ده.

د دغو اشتراکي پوهانو موقف دا دى، چې د بشري پوهې په اساس د ښځې برابر حيثيت، د مقام ټاکنه او د ازادۍ د بشپړتيا لپاره پکار ده چې د سرمايې د واکمنۍ نظام پاى ته ورسېږي، تر هغه وروسته دا ممکنه ده چې ښځه د يو شي يا متاع پر ځاى برابر انسان وګڼل شي.

کله چې د ښځواکۍ نظام پاى ته ورسېد او نارينه په کور کې دننه هم د واک چارې سنبالې کړې، نو ورسره سم دې نوي نظام ته د کتنې او ارزونې، د ښځې د حيثيت ټاکنې او د حللارې د لټولو هيلې هم په منطقي توګه را ټوکېدلې دي. د نرواکۍ د نظام د بېلابېلو اړخونو په پلوۍ او مخالفت کې هم بېلابېل نظريات او رجحانات را پيدا شوي دي. له مارکسي عالمانو پرته د صنفي نابرابرۍ په اړه بېلابېلو فکري مکتبونو خپل- خپل نظر وړاندې کړ:

- د ټولنيزې او حياتي نظريې په اساس ښځه له فطري او بدني پلوه خواره، کمزورې او تر نارينه ټيټه وګڼل شوه او له همدې ځايه د ښځې د کمزورۍ تصور وده وکړه.

- فېمينيسټانو په نارينوو کې له ښځې د کرکې پر روش او نرواکۍ باندې تنقيد وکړ، يانې دوى يې نتيجه او سبب وټاکل، همدا رنګه فېمينيسټانو هڅه وکړه، چې ملکيتي نظام- چې د نرواکۍ بنسټ دى- پټ وساتي. دا تصور پخپله د عکس العمل زېږنده او د افراطي ذهنيت ښکارندويي کوي، چې د استحصالي نظام په ضد مبارزه يې بې ارزښته کړه او د ښځې او نر تر منځ يې جګړه پيل کړه.

د نرواکۍ نظام ته د دوام او ژغورنې لپاره وخت په وخت بېلابېل نظريات او افکار و زېږېدل، حتى چې د بېلابېلو عقيدو پيروانو هم د غيرمادي او مافوق الفطرت قوتونو په نامه داسې روايات، دودونه او رياستي قوانينو ته وده ورکړه، چې په اړه يې په پاکستان کې د «عورت فاونډېشن» مسئولې مليحه ضياء داسې څرګندونې کړې دي:

"د نرواکۍ دغه زښته توند نظريات اوس د پاکستان په دوديز کلتور کې خپاره شوي دي. که څه هم دغو افکارو ته د جنرال ضاءالحق په واکمنۍ کې په رسمي توګه وده ورکړل شوې او ملاتړ يې شوى وو، خو دا چې دا نظريات له پخوا هم موجود وو، نو رياست د خپلو هڅو، ادارو او قوانينو په وسيله نور هم دوام ورکړ"(٢).

هغو سپېڅليو خو درواغجنو رواياتو او افراطي ډلو ښځه له انساني منصبه را ټيټه کړه، يواځې جنسي متاع، د نارينه د شهوت غلامه او د بچيو زېږولو مشين يې ځنې جوړ کړ، له دې سره د ښځې د جايزو حقونو او واک دايره نوره هم را تنګه شوه. د شاهکار کتاب ليکوالې ميريلين فرنچ دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:

"تر نولسمې پېړۍ پورې د ټولې نړۍ خلک د دغې کوشنۍ اشرافيې په کارګرو يا وفادارو محکومينو بدل شوي وو او قريباً ټولې ښځې د نارينوو تر واک لاندې شوې وې. نارينه د پېړيو د نه ستړي کېدونکيو هڅو له کبله په دې بريالى شوى وو، چې ښځه د قهر او خوارۍ زندان ته واچوي. ښځه قريباً له ټولو بشري حقونو- د سياست کولو له حقه، په ميراث کې د برخې له حقه، د جايداد لرلو له حقه يا د خپل کار روزګار کولو له هر ډول حقه- بې برخې شوه، حتى چې پر خپل بدن يې هم بشپړ حق او واک نه درلود" (٣).

د مسلمانانو په صوفيانه رجحاناتو کې هم- چې نسبتاً د بشر په خير ګڼل کېږي- د نارينه د برلاسۍ نظريه واکمنه ده. په عربو او عجمو کې د يوه عام تصور په اساس درې داسې شخصيتونه دي، چې د "قلندرۍ" درجه ورکړل شوې ده، په هغوى کې حضرت لعل شهباز قلندر، د پاني پت حضرت بوعلي سينا او حضرت بي بي رابعه بصري شامله ده، خو په کتابونو کې يې د درو پر ځاى د دوه نيمو قلندرانو ذکر کېږي. حضرت رابعه بصري پر خپل ټول عظمت برسېره يواځې د ښځولۍ په اساس د نارينه په نسبت نيمه ګڼل کېږي.

په اسلامي تاريخ کې په نړيواله توګه مشهوره مصرۍ مېرمن ليلى احمد پخپل کتاب "Women and Gender" کې د عربو په لومړنۍ اسلامي ټولنه او را وروسته عجمي ټولنو کې په جوړو شويو قوانينو، تعبيرونو، ژباړو او تفسيرونو کې د جنسي توپير په اړه موجود تضادات په ګوته کړي دي او د يوې واکمنې نارينه ټولنې پر جوړښت يې په تفصيل سره خبره کړې ده، چې لنډيز يې په دې ډول دى:

"مسلمانو مفسيرينو په عجمي ټولنو کې د موجودو تصوراتو تر اغېز لاندې د قرآن مجيد تشريح کړې ده، ځکه نو په قرآن مجيد کې چې د برابرۍ او عدل کوم تصورات وړاندې شوي وو، د هغو پر ځاى د نابرابرۍ او ناانصافۍ په اساس جوړ شوي دودونه عام شول"(٤).

په تاريخ کې د ښځې د محکوميت، مغلوبيت او محرومۍ د دوام لپاره د نرواکۍ د نظام پالونکيو بېلابېلې وسيلې او پلمې کارولې دي، هغه د کور په څلورو دېوالونو کې ګونګۍ او کڼه ساتل شوې ده، د علم او شعور لارې ورباندې تړل شوې دي، حتى چې په ټولو سياسي او اقتصادي چارو کې د نارينه برلاسۍ ته د دوام ورکولو لپاره ښځه له کلتوري، ټوليزو او د ژوند له نورو چارو هم و ايستل شوه. داسې ښکاري چې د نرواکۍ د نظام کلتوري ارزښتونه او رياستي قوانين هم د ښځې په بيه جوړ شوي دي. ميريلين فرنچ په همدې باور ده او داسې وايي: "د نرواکۍ د نظام پيل او خپرېدل په اصل کې د ښځو په ضد يو ډول جګړه ده" (٥).

د نرواکۍ نظام د ژوند ټولې څانګې تر زياتې اندازې اغېزمنې کړې، حتى چې ژبپوهنه يې هم اغېزمنه کړه او داسې توري، محاورې، لقبونه او نخښې عامې شوې دي، چې ريښې يې له نرواکۍ سره تړلې دي. همدارنګه د ادبي تخليقاتو، لنډو کيسو، ناولونو، فلمونو، ډرامو او فوکلوري داستانونو واکمن کرکټرونه هم نارينه دي. له اسماني واکمنۍ نيولې تر مځکنۍ باچهي پورې، د مشرتابه له وړتياوو نيولې تر پوځي القاباتو او رتبو پورې ټول تر نارينوو پورې محدود ساتل شوي دي. که علم او هنر ټول د انسانانو ګډ ميراث وي، نو ادب، سياست او فلسفه د يوه جنس لپاره ځانګړي ساتل انصاف نه دى.

په ختيځ شعر و ادب کې د ښځې نقش د نارينه لوږې او هوس تر ټولو په زړه پورې موضوع ده. د هغې د حسن او ځوانۍ په رڼا درباري محفلونه تاوده ساتل او د معشوقې په بڼه څرګندول بلکې د جنسي تندې په توګه کار ځنې اخيستل کېږي، د ښځې د زړه وړونکيو اداګانو او اندامونو ذکر د ځان د خوشالۍ لپاره کېږي او هڅه کېږي چې ښځه تر همدې کرداره محدوده وساتل شي. حقيقت دا دى چې د شعر و ادب په وسيله ښځې ته دا ويل کېږي، چې پر خپل غلامانه حيثيت راضي پاته شي او د ظلم و جبر پر زغملو صبر او شکر وکړي. په شاعري کې پر زلفو او باړخوګانو باندې لفاظي، د هغې پر زړه وړونکيو اداګانو باندې رديف او قافيه بندي او د مينې د داستانونو بيا- بيا ترتيبول د نوي نسل په بې لارې کولو کې ډېر ناوړه نقش تر سره کوي.

په مسلمانو ټولنو په ځانګړې توګه په ورسته جاګيرداري او قبايلي ټولنه کې په سياسي توګه د ښځې د محکوم ساتلو روش تر اوسه ژوندى دى، همدا سبب دى چې نن زموږ په وطن خصوصاً په وروسته پاته او محرومو سيمو کې ټولې سياسي او ټولنيزې چارې زښته ډېرې د يوجنسي سياست ښکار دي. د نمايش په توګه پر سياسي ميدان د يوې- نيمې ښځې را څرګندول د يوجنسي سياست څېره نه شي بدلولاى. يقيناً دا يوه پېچلې ستونځه ده، چې حل کول غواړي.

ډاکټره سيمي نغمانه وايي چې "په کوم ځاى کې چې په يوويشتمه پېړۍ کې هم ږغ د دودونو او قبيلويت له منګولو ازاد شوى نه وي، هلته د ښځو ذهني او فکري سفر ته ترتيب ورکول دومره اسانه کار نه دى" (٦).

د افغاني ټولنې له کلتوري تاريخه دا څرګندېږي چې په پښتنو کې د ښځواکۍ نظام تر ډېرې زمانې ژوندى اوسېدلى دى، خو اوسنيو څېړونکيو او پوهانو دا اړخ په ښه توګه نه دى را برسېره کړى. د بشپړې اسلامي نړۍ په اووه پينځوس هېوادونو کې افغاني ټولنې ته دا وياړ ور په برخه دى، چې غيرتي زامنو يې ستر امير امان الله خان په لومړي ځل په ١٩١٩م کال او دويم ځل ستر رهبر استاد نورمحمد تره کي په ١٩٧٨م کال کې د ښځو د حقونو او ازادۍ د ژغورنې لپاره په قاعده قوانين جوړ کړل او د مملکت په کچه يې د ټولو مساوي حقوقو بندوبست وکړ. دا خبره هم څېړنې ته اړتيا لري، چې تر ١٩٧٠م کال وروسته څنګه ناببره افغاني ټولنې ته وهابي، خمينايي او اخواني افکار را ننوتل او وده ورکړل شوه؟

اوس هم موږ ته پکار ده چې د ستر اشتراکي مفکر کارل مارکس له دې خبرې سره همږغي شو: "ټولنيز پرمختګ د ښځينه جنس له ټولنيز حالته په ښه توګه اندازه کېداى شي"، يانې د يوې ټولنې د ازادۍ يا پرمختګ د ارزونې لپاره دا کتل ضروري دي، چې په هغه ټولنه کې ښځو ته په پرمختګ او ازادۍ کې څومره ونډه ورکړل شوې ده، مقصد دا چې د کومې ټولنې ښځه ازاده او پرمختللې نه وي، په مجموع کې هغه ټولنه ازاده او پرمختللې يا مترقي نه شي ګڼل کېداى.

د نر او ښځې اصل جګړه خو د هغه استحصالي او سرطان وهلي نظام په ضد ده، چې په يوه وخت يې د ټولنې لوى اکثريت يانې ټولې ښځې او نارينه محروم، محکوم او اقتصادي غلامان ساتلي دي. يواځې د انسان له لاسه د انسان د استحصال په ضد ګډه مبارزه او فعال نقش د ريښتينې جنسي برابرۍ ضامن کېداى شي. د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي "چې ټوله نړۍ پټه خوله وي نو يو ږغ هم اغېزمن او څرګند ثابتېداى شي" او زه وايم چې د بدلون هغه ږغ زما او ستا ږغ هم کېداى شي.

 

ماخذونه:

١. کشور ناهيد، عورت، زبانِ خلق سے زبانِ حال تک، سنګ ميل پبليکېشنز لاهور، ٢٠١٠م چاپ، ٢٤١ مخ.

٢. Honor killing in Pakistan & compliance of law, by Maliha Zia Lari ,Aurat Foundation Islamabad Pakistan ,2011 Page,11

٣. کشور ناهيد، عورت، زبانِ خلق سے زبانِ حال تک، سنګ ميل پبليکېشنز لاهور، ٢٠١٠م چاپ، ١١ مخ.

٤. لیلیٰ احمد ، عورت ، جنسی تفریق اور اسلام ، ترجمہ خلیل احمد، ناشر مشعل پاکستان نیلا گنبد لاہور ،١٩٩٥، ١٢ مخ.

٥. کشور ناهيد، عورت، زبانِ خلق سے زبانِ حال تک، سنګ ميل پبليکېشنز لاهور، ٢٠١٠م چاپ، ١٦ مخ.

 ٦. پروفیسر ډاکټر سیمي نغمانه ، بلوچستان میں خواتین کا ذہنی و فکری سفر، تحقیقي مقاله ، مياشتنۍ سنگت ، دسمبر٢٠٠٥م کال ، ٣٥ مخ.

__________________________________________

ليکوال: پايندخان خروټى

ژباړه: بارکوال مياخېل

-
بېرته شاته