(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي مبارز ارواښاد شېر علي باچا

دپښتنووطن د نورو شتمنو سره سره د پوهې او شعور په ډګر کې هم د هر چا په پرتله ډېر غني دی او ډېر نامتو پوهان ، ليکوالان ، اديبان او شنونکي زیږولی او زېږوي. خو د اقتصاد ستونزې، د ملي شعور کمښت او په ورځپاڼو، ټيلی وژن او راډيو د اغيارو د واکمنی له کبله دغه پښتانه يا خو پټ پاتی شي او هډو څوک يې ونه پېژني او يا د بادارانو ملګری شي او خپل فکر او قلم خرڅ کړي. او نه صرف د بادارانو ستاينې کوي بلکه د خپل اولس د اوده کولو د هغوی د شعور د بې لارې کولو لپاره د لوټ مارانو د چل ولي هڅو ډنډوره هم کوي. لکه نن سبا چې ځينې شاعران او اديبان پښتانه د سياست نه زړه بدی کوي. خو ځېنې په ګوتو شمېرلي کسان داسې هم شته چې په بدو استعماري بادونواو شاړه ملي دښته کې يې د پښتنو د ملي ارمانونو او سياسي ارزښتونو د خپل پښتون زړه په پښتنو وينو کړې ده. په دغه څو نوميالو کې يو نوم د خدای بخښلي شېر علي باچا دی. چې خپل پردي يې د باچاجي په نوم ياده وي. باچاجي د بده مرغه اوس زمونږ نه سترګې پټې کړی دي خو د هغه سپين او ژورفکرونه اوس هم زمونږه سترګې وازې ساتي. په ۲۵ م د جولايې په لره بره پښتونخوا او دلته په لندن کې د باچاجي د تلين په مناسبت د غونډو تابياګانې کېږي. نو پوښتنه پورته کېږي چې په باچا جي کې داسې کومه ځانګړي وه چې خلک د هغه تلين لمانځي او هغه ته د مينې او عقيدت پيرزونې وړاندې کوی.او د هغه خلکو تلين نه لمانځي چې هره ورځ د سلګونوپه شمېر مري او هېرېږي. باچاجي د پښتون وطن مجنون و. باچا جي د لر او بر افغان او د مظلومو اولسونو کريکه وه. هغه ته افغان ملي مرام مالوم وو او دغه مرام ته د رسېدلو لار ورته هم مالومه وه. لويې څو جرګې په پېښور کوو بيا به سم ګوزار په ستمګر کوو دلته اباسين هلته پښين نيسي يو ښکر شئ لښکر په قبضه ګر کوو ټک به د ټوپک وي په اټک باندې دغه شر محشر له يو اشر کوو ځئ چې ځو ګله په مارګله پله دا پرېکړه به مونږ په اشنغر کوو پولې به مالومې کړو مونږ پل په پل پام به د پالنې د دوتر کوو وتړي واخان چې د بولان سره لګ وارې باور په خپل رهبر کوو نه دي سرپرست چې قام پرست نه دي دا د راز خبره مختصر کوو پاتې دې ارمان دا د سوري افغان يو وار به لاهور زېرو زبر کوو تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون بيا باچا اختر به په باختر کوو (يو هغه غلام دی چې د خپلې غلامۍ په خلاف مبارزه کوي . دا غلام بې شکه چې انقلابي دی. انقلاب دې ته نه وايي چې د خدای رسول نه منکر وي يا د جنسي بې راه روئ پرچار کوي يا شراب کباب او نورې عياشۍ عېب نه بولي لکه زمونږ د ملک کامه بند انقلابيان.. بل هغه غلام دې چې د خپلې غلامئ نه بې خبره دی او په خاموشۍ په چپه خله خپل غېر دلچسپ ژوند تېر وي. دا محض يو غلام دی چې د خپلې غلامۍ وجوهات ورته مالوم نه دي بل هغه غلام دی چې نه صرف د خپلې غلامۍ نه خبر وي بلکه خپلې غلامۍله جواز او دليل هم راوړي . په خپل غلامانه ژوند ښه خوشال او مطمئن وي او غلامي برکت بولي. او د خپل آقا د پاره د نېک مرغۍ او اوږد ژوند دعاګانې هم کوي دا ِلام په حقيقت کې هغه کمينه سړی دی د سفله خصلت خاوند دی چې د ځان خلاف د اولس د کرکې او نفرت جائز جذبات راپاروي ( شېرعلي باچا : د غني خان وطن پرستي او حقيقت نګاري) د باچاجي ځانګړي دا وه چې هغه ته ډير د وړاندې نه دا خبره مالومه وه چې د شمالي، جنوبي او مينځنۍ پښتونخوا پښتانه تر هغه وخته پورې خپل ملي ارمانونه نشي پوره کولی تر څو چې هغوی خپل قامي ګوند ونه لري ځکه هغه د پاکستان د نورو ګوندونوڅخه بېل ګوند ولرلو چې د پښتونخوا مزدور کسان ګوند نومېدلو. او هم دغه لامل وو چې باچاجي دخپل فکر ملګري په جنوبي پښتونخوا کې وموندل او د خان شهيد اودل سمد خان اڅکزي د ملي عوامي ګوند پښتونخوا سره ګډ شول او د پښتنو ملي سازمان پښتونخوا ملي عوامي ګوند يې ساز کړ.چې نن سبا يې مشري د مامود خان (محمودخان) اڅکزي په غاړه ده.د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نه صرف د چتراله تر بولانه د ګران وطن جغرافيه په ډاګه کړه بلکه د پنجاب په ولکه کې د پرتوافغاني سيموپښتانه يي وروزل چې ګران او تاريخي افغانستان د ټولو پښتنو کور دی چې تر څو افغانستان وجود لري تر هغه وخته به پښتو او پښتانه وجود لري. او هم دغه يوازينی ګوند وو چې په ډاګه يي دا خبره کوله او اوس يي هم کوي چې : که کابلی دی که پېښوری دی يو مې ځيګر دی بل مې زړګې دی (ساييل) او يا درست پښتون د کندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اښکار پښتانه که بل څه فکر کړي ناپوه دي بې د توری خلاصی نشته په بل کار (خوشال بابا) دا خبره به باچاجي په خپلو ليکنو او ويناګانو کې په ډېروتاريخي، تجرباتي، منطقي او زړه پورې دليلونو روښانه کوله. لکه د مثال په توګه باچاجي په يوه وينا ووييل،، مونږه افغانان يو مو د هند خلک نه يو زمونږه کړه وړه ، دود دستور ګته او تاوان د پاکستان د هغو مليتونو نه بېل دي کوم چې د هند برخه وو خو موږ د خپل تاريخي وطن افغانستان نه رابېل کړي شوي يو. مونږه د هند د ازادۍ په مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې خو مونږه خپل ګوندونه په کانګرېس کې ضم کړي وو نو کله چې د وېش وخت راغی د کانګرېس او مسلم ليګ مشرانو خپلې غوښتنې وړاندې کړې اوچونکه د پښتنو ازادي د کانګرېس ضرورت نه وو نود پښتنو په غوښتنو يې زور وانه چاو. مونږه خو د کانګرېس جنجيان وو نو جنجي له خو خلک نکاح نه تړي ،،پښتنو تاوانونه وګړل قربانۍ يې ورکړې خو د ازادئ د ناوی مخ يې ونه ليدلو. باچاجي به کسانانو ته د هغوي په ژبه بېلګې ورکولې لکه په يوه وينا کې ووييل،،،،، زمونږه نه دا غلطي وشوه چې موږ خپل قامي تحريک د پاکستان د نورو قومونو سره ګډ کړو خو کله چې د ګتې وخت راعې سره له دې چې عوامي ملي ګوند مشر پښتون وو د پښتنو ۴۲۰۰ مربع ميله تاريخي خاوره د قلات سره يو ځائ کړل شوه او پښتانه يو ځل بيا بې برخې پاتې شول ځکه چې مونږه اشرګندي وو او اشرګندي له څوک په رشه کې برخه نه ورکوي. دکالاباغ ډب د پنجاب ابادي خو د پښتنو بربادي ده. نو ځکه زمونږه د پنجاب سره ګډ ګوند نه شي کېدلې. باچاجي دپښتنو او پښتونخوا په مينه مست او خان وو. موټران او ماڼی يي نه لرلې خو د پښتون وطن هره کوڅه او هر کلی ورته مالوم وو. باچاجي دمزدورانو او کسانانوريښتونی باچا وو خو د خانانو نه وو خوښ. ځکه باچاجي د خان غرور او فرعونيت مات کړی وو او د خانانو خدايي يې نړولې وه. خان به مزارع په کټ کې ناستې ته نه پرېښود او باچاجي کسانان دومره ويښ کړل چې د خان نه يې کټ واخيستلو. باچاجي د ادب د ميدان نامتو نوم هم وو خو باچاجي هغه ادب بې ادبي ګڼله کوم ادب چې د پښتنو د غلامۍ، غريبۍ او وروسته پاتېوالي ته ځواب ونه وايي. باچاجي د شرابو او کبابو اديب نه وو هغه به مړه ګېډه د وطن د لوږو سندرې نه جوړولې. هغه به د شرابو په نښه کې د تندو فرياد نه کاوه. ( انقلاب څه دعوت طعام خو نه دی او نه دا کشيده کاري ده. دی دومره نازک، نفيس او کريم النفس نه شي کېدلی بلکه دا خو يو پرتشدد عمل دې کوم چې د خلکو نه د وينې او قربانيو خراج وصولوي چې راتلونکي نسلونه د لوږې، ناروغۍ، جهالت، بېروزګارۍ، پسماندګۍ ، غلامۍ او ِغربت د لاسه په لکونو کروړونو خلک د بې وخته مرګ نه بچ کړي. اوس هم داسې خلک شته چې وايي هغه انقلاب به څه کړی چې خلک پکې وژل کېږي. دا خبره خپلو قامي شهيدانو ته د بېوقوف وييلو او د هغوی په قربانيو پورې ملنډه کولواو د هغوی د پاک ژوند سپکاوي کولو نه پرته هېڅ معنا نه لري. دا د امن هغه شرمناک تصور دی کوم چې صرف د غدارانو او دښمنانو فلسفه کېدی شي او بس. پروت په وينو کې لت پت په پت کې ښه يم نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته اقتباس: د شېرعلي باچا د (امن او د پښتون وطن نومې مقالې څخه) باچاجي د پاکستان په ټولو سختو زندانونو کې بندي پاتې سوی وو. خو د هر زندان څخه په نوې او نوره جذبه د قام خدمت ته راوتلی و. باچاجي خپل ټول ژوند د سرې مبارزې په سره غرمه کې تېر کړی وو خو هيڅکله يې د قام او قامولۍ د لارې سرغړونه نه وه کړې. نو ځکه په زرګونو پښتنو ته د دغه ګران وطنپال د تلين ورځ ياده ده او ګران باچاجي ته د مينې او عقيدت ګلونه وړاندې کوي. (باچاجي د پښتونخوا وطن په هغه پنځوشپږو کسانو کې و چې نظرياتي طور دې نتيجې ته ورسېدلو چې پښتون قام ته پکار ده چې په وطني بنياد د خپل قام پارټي جوړه کړي. پښتانه قام ته د خپلو قامي مفاداتو د تحفظ د پاره د خپل وطن د قدرتي وسايلو د هغو د شتمنيو د هغو نعمتونو د پاره چې الله پاک دوی ته ورکړي دي د ترلاسه کولو او خوندي کولو د پاره خپل قام خپله پارټي د وخت غوښتنه ده ( د باچاجي د تلين په مناسبت غونډې ته د مامود خان اڅکزي وينا) - بېرته شاته