(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشیرعلي باچا تلین

[25.Jul.2017 - 12:31]

دشیرعلي باچادتلین په مباسبت

 لیک: ملک رمضان مشواڼې ارماني

۱. کله چې انګريزانو ملاکنډ سوری کړو او د سوات اوبۀ يې پکې راتېرې کړې، د دې اوبو په راتلو سره د هشنغر، مردان، ملاکنډ تر صوابۍ پورې مزکې د اوبو لاندي راغلې او دا سيمه په زرعي توګه يو حاصل خيزه او زرخيزه سيمه شوله او ددې سره مختلف پښتانه قبايل هم د کر کيلې لپاره دلته راغلل. زمکې زياتې جاګيردارانو نيولې وې نو له دې امله دغه خلګ له دوی

سره شول. له دې سره سم پښتنه ټولنه په دې سيمه کې په طبقاتو کې وويشل شوه. يوه بادار، جاګيردار طبقه او بله د خوار او بزګر طبقه. د جاګيردار ژوند د بزګر په وينه او خوله کې دې.

پښتون قامي غورځنګونه په دې دوره کې چې د استعمار په ضد راپورته شوي وو د هغوی يو مرام د دغه استحصالي طبقې څخه د خواريکشو خلاسون هم وو. په ۱۹۳۰ کې دا غورځنګ موږ فعاله وينو چې د عبدالرحيم پوپلزي او کاکا جي صنوبر حسين غوندي مشرانو د دې غورځنګ مشري کوله.

د پاکستان د جوړيدو پس دا جاګيرداران د خپل وطن د ګټي په ضد د پنجابي استعمار مله شو او استعمار هم د دوی ښه مرسته وکړه (او کوي يې). په دې دوره کې پښتون قامي غورځنګ د نيشنل عوامي پارټۍ په بڼه استعمار او جاګيردار ضد ملي پاڅون ته ملا وتړله خو د بزګرانو د ستونځو د حل کولو په حقله ګوند کي اختلافات رامنځ ته شو او پايله يې دا راووته چې په ۱۹۶۸ کې ګوند ووېشل شو او د افضل بنګش او شېر علي باچا په مشرۍ کې نېشنل عوامي پارټۍ مزدور کسان او بيا په مۍ ۱۹۷۰ د مزدور کسان پارټۍ بنياد کېښودل شو. باچا جي د ګوند مشري په ښه همت وکړه.

۲. باچا جي انقلابي وو. داسي انقلابي نه وو چې د خلګو په مذهبي احساساتو به يې پسخند وهلۍ، لا په څه نورو بدو کارونو اخته وو (لکه څنګه چې په پاکستان کې د ډيرو سوشلسټانو دود دستور دې)، لا د يو راتلونکې انقلاب په انتظار ناست وو، خوبونه يې ليدل او په هوا کې ېې ماڼۍ جوړولې. په خپله يوه وينا کې وائي "ځيني خلک وايي انقلاب را روان دې. هلکه انقلاب د ميرا خان بيزه خو نه ده چې په خپله به راځي. انقلاب څه د خټو ګوګوشتو خو نه دې چې په سړه ډوډئ خرڅيږي ، د انقلاب راوستلو د پاره د مترقي سوچ او فکر ، نظر ، عمل او يوې منظمې انقلابي پارټۍ يعنې خوځښت ته اړتيا وي.

باچا جي په انقلاب مئين يو. انقلاب ېې غوښت (په غوښتلو او هيله کولو کې توپير شته). د انقلاب د لاري عملي مبارز وو. د دې عملي مبارزې پايلې هم داسي اوچتي وې لکه څومره چې باچا جي اوچت انسان وو. په خپله يوه وينا کې يې ويل -- چې د جنګو بابا د تلين په حقله جوړه شوې غونډي ته يې کوله (دا د وړو وړو خلګو تلين لمانځل هم د باچا جي کار وو) "خان به په کټ کې ناست وو او تاسو په مزکه. ده به درته خبري کولې او تاسو به په مزکه کرښي را کښلې. نن تاسو هم سيالان يې". باچا جي داسي ستر انسان وو. د انسانانو د سر لوړی او برابري دومره ليوال وو.

مزدور کسان پارټۍ د بېلا بېلو پوړو څخه اوښته چې مهم د ۱۹۷۷ ټولټاکني وې. په قامي او طبقاتي سوالونو، ګوند په درې برخو وويشل شو. د پنجابي سوشلسټانو دوه مخي باچا جي ته ښکاره شو. باچا جي، مختار خان يوسفزی، مثل خان هغه مشران وو چې د پښتنو د يو قامي ګوند اړتيا يې محسوسه کړه. د پښتونخوا نيپ سره اتحاد او شو. د دواړو ګوندونو مشرانو، د پښتونخوا وطن ګډي دورې وکړې او بيا په دې پوهـ شو چې فکر ېي يو دې. مارچ ۱۹۸۹ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تاسيسي کانګريس کې د پارټۍ جوړښت پای ته ورسېده. باچا جي په دې وخت کې د پښتنو مشري په هم هغه سپېڅلي اخلاص کوله چې د ده ځانګړېتوب وو.

۳. باچا جي قام پرست وو. او ويلې چې نه دې سرپرست چې قام پرست نه وي. چې کله بزګران په ځای شو نو باچا جي دې ته پام واړوۍ چې د پښتون افغان لوی وطن خو داسي طبقاتي وېش نه لري. د افغان د لوی برخي ستونځه د استعمار لخوا شکېل کيدل او د پښتون افغان په شتمنۍ د پريدي شوکمارانو اجاره ده. په هم دې دوره کې باچا جي دا احساس کړه چې پښتون افغان په حيث د قام په يوه طبقه بدل شوې او په حيث د قام يې استحصال کيږي. په خپله يوه وينا کې وائي چې ما به تاسو ته په هم هغه وخت کي ويل چې د دې جاګيردارانو نه ځان خلاس کړو بيا به د قام د خپلواکۍ مبارزه کوو.

باچا جي د نيشنلزم په ډګر کې هم ځانګړی رنګ درلود. د شخصيت پرستی په ضد ېې فکري او عملي مبارزه کوله. د پښتنو په هغه مشرتابه چې د پيغمبری بڼه يې اخيستې، ټينګي نيوکي کولې چې د کانګريس سره په اتحاد کې ېي خپلي ګټي هيري کړې او د هند د وېش په وخت يې سرونه ټکول. بيا د سر د ټکولو څه ګټه؟ د محاذ د جوړولو لاري يې روښانه کړې. چې د نورو ګوندونه سره اتحاد بايد څنګه اوشي؟ څنګه خپلي ګټې خوندي کړل شي؟

باچا جي په دې پوهـ وو چې د پښتون بقا د افغانستان په سوله او پرمختګ کې ده. په دې حقله يې ښکاره دريځ او سټرېټيجي لرله. هغه دا چې د پښتونستان د پاره هلي ځلي وشي او بيا دا خپلواک پښتونستان د خپل فطري جغرافيې افغانستان سره يو ځای شي.

په دې نېشنلزم کې يې ځانګړې رنګ، انقلابي رنګ وو. باچا جي د پښتون افغان وطن اقتصادي نظام، پانګوال نظام نه وو خوښ. خيالي او رومانوي سوشلسټ هم نه وو. په دې پوهـ وو چې په پښتون وطن کې مزدور طبقه لا دومره نه ده پياوړې چې د انقلاب رهبري اوکړي نو کشی (کهيت مزدور) يې د کارخانې د مزدور په ځای شمېرلۍ. يقين يې دا وو چې هم دا خواريکش به د انقلاب رهبري کوي او پښتون وطن به د استعمار او استثمار څخه ژغوري.

۴. باچا جي اديب وو. د لوړي سويې اديب وو. خو ادب ېې د سياست څخه بېل څيز نه شمېرلی. ادب يې د وخت تيري (تفريح) شی نه، د قام مقدس امانت ګڼلۍ. د قام د ويښولو د پاره ېې ګټه ترې اخيستل. په دې هنر کې هم هغه جذباتي سطحيت او نارې نشته چې عموماً د ريفارمر په ادب کې وي. باچا جي په مبارزه کې جېلونه تېر کړل. د استعمار لخوا بندي کيدلو ته او د پښتونخوا وطن ميني ته يې څومره بليغه اشاره کړې

ستا د حسن غله ګوري

نور باچا په څه غل دې

د خپل يو نظم "خوږ وطن" په حقله ليکي؛

"د ايوب خان مارشل لا وه او سياستونه بند وو ما به د مشاعرو او ادبي مجلسونو په ذريعه د خپلو خيالاتو د خورولو کوشش کولو دا نظم مې اوليکلو چې راهي صيب به ورته اکلوتا نظم وېلو".

د دې نظم څو شعرونه:

لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي

لا يو مزدور د کارخانې نه کور ته ستړے راشي

لا څوک دهقان د خان پټي نه تر جونګړې راشي

لا يو سوالګرے د مالدارنه وروځې خړې راشي

لا څوک مظلوم د ظالمانو نه درګړے راشي

لا بې ګناه قېدي زندان ته لکه مړے راشي

زما زړګيه! بس د خوږ وطن قيصه داسې ده

د اورېدو نۀ ده قسم دے چې ترخه داسې ده

باچا جي داسي ستر انسان وو. د مبارزې په هره لاره يې موږ ته بل مشالونه پرېښودل. د ملي، طبقاتي مبارزې لاري ېې روښانه کړې. د ادب و سياست کارونه ېي راته آسانه کړل. په خپل قيمتي کتابونو، فکرونو او وينا ګانو کې موږ ته هم هغسې ژوندی دې. موږ ته هم هغسې لاري رڼا ساتي. موږ ته هم هغسي لاري ښائي.
________________________________________
متحده محاذ
(۱ 
د متحده محاز نه بغیر فتح موندل ګران دی ـ متحده محاز کښی هر ګروپ او پارټۍ ته اجازت دې چی خپله نظریاتی سیاسی او تنظیمی ازادی ولری ـ دا زمونږ دپاره هم بهتره ده او زمونږ د اتحادیانو دپاره هم ـ د ټولو پارټو محاز او اتحاد او د هر یو آزاد وجود ساتنی اجازت دې. صرف اتحاد خبره کول او د آزادۍ خبری نه انکار کول د جمهوریت د اصولوخلاف خبره ده ـ او دی سره د یوی پارټۍ هم اتفاق نشته ـ البته دی کښی شک نشته چی دا آزادی به اضافی وی نسبتی به وی او مطلق به نه وی ـ که دا مطلق اوګڼلې شی نو د دښمن خلاف اتحاد پالیسۍ ته به زیان رسوی ـ خو د دی نسبتی او اضافی آزادۍ نه انکار نه شی کیدې په نظریاتی طور هره پارټی خپله نسبتی آزادی به خوامخوا لری یعنی آزادۍ عمل ـ که داسی اونه شی نو بیا هم اتحاد ته به نقصان رسی ـ مونږ له او زمونږ اتحادی پارټو له دا خبره یاد ساتل ضروری دی

(۲
دغه رنګ د طبقاتی او قومی جدوجهد رشته هم ده ـ هر څه د مزاحمت د مفادو تابع دی دا یو ثابت شوې اصول دې. دا حال د طبقاتی مفادو دې چی د مزاحمتی جنګ تابع دې ـ او هغی سره دې مشت و ګریبان نه وی. خو بیا هم طبقاتی جدوجهد او طبقات حقیقتونه دی. د دی حقیقت نه انکار به درست نه وی ـ هغه نظریه چی د دی حقیقت نه انکار کوی هڅه به غلطه وی. مونږ د طبقاتی جدوجهد نه انکار نه کوو د دی سمون راولو. د باهمی مدد او باهمی رعایتونو پالیسی د کومی چی مونږ مدلیان یو ـ نه یوازی د پارټو تر مینځه د رشتو بلکه د طبقاتی رشتو باره کښی لاګو کول دی ـ د استعمار خلاف مزاحمت دا تقاضا کوی چی مناسب پالیسی دی د سمون جوړه شی د طبقاتی رشتو دپاره. دغسی به د محنت کش طبقاتو د مفادو په سیاسی او مادی ډول تحفظات اوشی. او د مالدار طبقو ته به هم سهولت ورکړې شی. او د دښمن په ضد د اتحاد مطالبی به هم پوره شی.

(۳
صورتحال ته په مجموع کښی کتل، د ګڼو خلکو خیال ساتل، او خپلو اتحادیانو سره په ګډه کار کولو ته توجو ورکول ضروری دی. د جزوی مفاداتو په ځایی کلی مفاداتو اصول په نظر کښی نیول پکار دی. د اکثریتی خلکو نه ځان جدا کول نه دی پکار او نه هغه نظر انداز کول دی. او په ترقی پسند دستوپه یوازی سر او په سرزورۍ وړاندی تګ نه دی پکار بلکه د اولس او د ترقی پسند دستو ترمینځه کلک تړون پکار دې. د اکثریت باره کښی د سوچ وهلو معنا دغه ده. خپلو اتحادیانو سره صلاح مشوره پکار ده. یک طرفه فیصلی کول او خپل اتحادیان هیرول غلط کار دې.

(۴
تاریخی مبارزه کووـ دا بغیر د کاډر نه نه کیږی. مونږ لیډران لرو او د فوځی سیاسی کلتوری او د پارټۍ د اولسی کارونو دپاره چوکاټ لرو. خو دا چوکاټ لنډ تنګ دې. لهذا کاډران تربیه کول( ضروری دی ځکه چی یو ځل سیاسی خط متعین شی. کاډر بیا فیصله کن عنصر جوړ شی. پارټۍ ته ګڼ خلک راروان دی دا زمونږ فریضه ده چه دا تربیه او منظم کوو.

(۵
پارټی او د پارټۍ نه بهر ډیر خلک دی چه ورته توجه ورکول ضروری دی. ځان د تنهایۍ لوټی ویشتو نه راویستل او خلکو سره ښه سلوک او کار کول دی. هغوی له مخلصانه مدد ورکول هغوی سره ګرم جوشی ښکاره کول او د ملګرتیا سلوک او رویه ساتل او د هغوی د پیل کارئ ستاینه کول ضروری دی.

(۶
د کاډر پیژندنه څنګه پکار ده؟؟دا دې د یو کاډر د ژوند په مختصر دورانیې یا یو یواځینېکار باندی بنا نه وی. بلکه دا دی د هغه د ټول ژوند او مجموعی کار په بنسټ ولاړه وی. دا یوه غټه طریقه ده د کاډر باره کښی د فیصلی کولو.

(۷
۷) کاډر په ښه طریقه په کار اچول څنګه کیدې شی؟؟ دا پیژندل ضروری دی. په اخری تجزیه کښی د رهبرۍ دوه غټ غټ کارونه دا دی.

(۱) نظریه سازی (۲) د کیډرو بهتر استعمالول.

لکه پلانونه سازول ، فیصلی کول، احکام او هدایات ورکول وغیره وغیره. دا ټول په نظریه سازۍ کښی راځی . دا خیالات عملی کول هله کیدې شی کله چه مونږ کاډران یو بل سره ویلډ(پیوست) کړو او د عمل کولو حوصله ورله ورکړو. دی ته د کاډرو د بهتر اسعمال د اصطلاح نوم ورکولې شو.

۸) دوه طریقی په تاریخ کښی ظاهریږی د کاډرانو د ښه استعمالولو په باره کښی. (۱) د صلاحیت په بنیاد تقرری (۲) په مخ ملازه تقرری. اولنۍ طریقه د ایماندارۍ او دوئیمه د بی ایمانۍ ده. د پارټۍ دپاره د طریقه پکار ده چی آیا یو کاډر د پارټۍ آئین په مستقل مزاجئ سره په وړاندی بیایی . د پارټۍ ډسپلن ساتی، اولس سره کلک تړون ساتی، د صلاحیت لری چی خپل اثرات په آزادانه توګه اولری فعال دی محنتی دی او خود غرضه نه دی. دا هغه شیان دی چه مونږ ورته « د خلکو د خپلو اوصافو په بنیاد د تقرری» ویلې شو. د دی برعکس که مونږ خپله ذاتی خوښه ناخوښه کوو ځان ته خلک په مخ ملازه راغونډوو او یو وړوکې شان جوړوو. او بیا پارټۍ سره غداری کوؤ او تختو نو د دی نه مونږ ته داcliques

خبردارې دې چی رهبری دا خپل غټ فرض وګڼی چه ایمانداری خپله کړی او د کیډر باره کښی پالیسی په ښکلی طریقه خپله کړی او د بی ایمانۍ او غلیظه طریقه رد کړی او دغه شان د پارټۍ نور اتحاد مضبوط کړی.

(۹
د کیډرانو د ښه نګهداشت طریقی څه دی؟

ا) دوئي له هدایات ورکول. معنا دا چه دوئي زمدارۍ قبولی کړی او خپل کارونه په خپل لاس او حوصله سر ته ورسوی او د خپل فعل کارۍ نه کار په وخت واخلی.

ب) معیار اوچتول ـــ دوئي له د مطالعی موقع ورکول چه نظریاتی ادراک او د کار کولو صلاحیت زیات کړی.

ج) د هغوی د کار جاج اغستل د هغوی د خپلو تجرباتو راغونډولو کښی امداد کول،خپل فتوحات نور زیاتول او په خپلو غلطو نظر اچول. کیډرانو ته کار حواله کول او د هغی جاج نه اغستل یا هغه وخت د هغوی تپوس کول کله چی غټی غلطی رامینځ ته شوی یی ـ دا په حقیقت کښی د کاډر د نګهداشت صحیح طریقه نه ده.

د) چا چه غلطئ کړی وی هغوی سره د ترغیب طریقه خپلول او د هغوی مدد کول چه غلطۍ سره دوباره نه کړی. د کشمکش طریقه هغه چا سره اختیارول چی سنګین غلطۍ کوی او هدایات نه قبلوی.دلته د زغم نه کار اغستل پکار دی هغه په اسانه چا باندی د موقع پرست لیبل لګول او په بیړه د هغوی خلاف د کشمکش لار اختیارول به غلط وی

و)

د هغوی په مشکلاتو کښی د هغوی سره مرسته کول. کله چی کاډران په مصیبت کښی وی بیماران وی، ګزاره یی سخته وی یا خانګی یا نور مشکلات لری نو مونږ له د هغوی سره خوامخواه دومره کومک پکار دې څومره چی ممکن وی ـ

دیموکراسی

(۱۰
که پارټۍ کښی جمهوریت نه وی نو یو کاډر خپل پیل کاری نه شی خودلې. که جمهوری فضاء موجود وی نو بی شمیره خلک مخ ته راتلې شی. زمونږ د وطن خلک داسی دې چی سیالی هر سړی غواړی او پارټۍ کښی هم د وړو مالکانو تعداد زیات دې چی یو د مرکزیت او بل د جمهوریت د نه عملی کیدو اسباب جوړوی. د مرکزیت او د جمهوریت باره کښی تعلیم عام کول ضروی دی.

(۱۱
سټډی ــــ نظریاتی قومی تاریخ ـ موجودو تحریکونه ـ خپل خپل میدان کښی چی کوم کارکن کار کوی هغه له هغی کښی مطالعه پکار ده. اصلی او صحیح نظریه دان که شل دیرش پیدا شی نو هم ډیر دی تش کدوان نه. تاریخ لکه د سکول د هلک مطالعه کول نه وی. نظریه په خله کښی نه وی دا مخصوص وی . وطنی کردار لری عقیده پرستی لرکول دی. د موجوده تحریک اوصاف څه دی؟؟ د دی قوانین څه دی؟؟ دا به څه رنګ رهبری کیږی ؟؟ دا ټول عملی سولات دی . استعمار او پنجابی استعمار باره کښی زمونږ علم کم دې. تاریخ کښی نوی نوی څیزونه رامینځ ته کیږی لهذا مستقل بیدار پکار ده. لټ توب د مطالعی دښمن دې تر څو چی د لټ والی نه ځان خلاص نه کړو مونږ هیڅ د ده نه شو کولې . د ځان دپاره «په مطالعه نه مړیدل» او د بل دپاره« په تعلیم ورکولو نه ستړی کیدل » رویه ساتل پکار دی+
د پارلیمان دممبرانو باره کښی د اروښاد شیر علی باچا په زړه پوری لیک د لیک کال ۱۹۹۵ 
(۱
مونږ په پارلیمان کښی د شرکت کولو مخالف نه یوـ د دغه پلیټ فارم نه مونږ خپل قومی او انقلابی مقصد په وړاندی د بوتلو کوشش کووـ خو د دی نه د ځنو فایدو پورته کولو سره سره دی شرکت زمونږ د پارټۍ په ژوندانه ځنی تاوانی نتیجی هم مرتب کړی دي چی د پارټۍ دننه او د پارټۍ نه بهر د دی اظهار نوټ کیږی اول دا چی دی شرکت سره د ځنی ملګرو د سرګرمو یو خاص نومونه جوته شوی دی او هغه دا چی دویئ خپل ټول وخت او توان په انفرادی ښیګړه یا د افرادو په خدمت کښی لګوی یو خوا ته د یو کس یا کسانو د شکایاتو د زفع کولو او د هغوی ځانګړی کارونه سر ته د رسولو دپاره د ممبرانو وزیرانو او سرکاری افسرانو په دفترونو کښی چکرونه وهی او بل طرف ته د دويئ د مهربانۍ د حاصلولو دپاره د خوشامندګرۍ تر حده تیریږی ـ پدې معاملو کښی د هغوی ټول زور د اولسی کارونو، اولسی کمپئينونو او اولسی سرګرمیو په ځائې د افرادو دپاره د نمائیندګۍ کولو ، وفدونو جوړولو، عرضداشتونه او درخواستونو لیکلو، ساز باز کولو او د مخ ملازی په وجه نه بلکه د الیکشن د حمایاتونو د قیمت او فایئدی په بنیاد ملاتړلی ګرځی ـ

(۲

دوئیمه دا چه د دی نقطه نظر په وجه ځه نوی او خراب قدرونه هم پارټۍ ته درآمد کیږی او هغه دا چی د ممبرانو او وزیرانو عهدی او پوزیشن ته د یو پارټۍ آرګنائیزر او کاډرز په مقابله کښی په زیاته درنه او زیات شهرتی سترګه کتلی شی ـ یو خوا ته د پارټۍ تنظیمونه جوړول او پراخه کول او د دی دپاره ضروری غیر ضروری خنډ ته بیخی زیات ضرورت وی خو بل خوا بی انتها دولت او پیسه په انتخابی مقصدونو یا غیر ضروری شیئانو باندی لګول کیږی او بعضې ملګری خو داسی وی چی د خپلی انتخابی حلقی زیات پرورش او پالنه کوی او د هغه هم د سرمایه دار پارټو په طریقه ـ طبقاتی رسائي او ټول طبقاتی پس منظر د لاسه ورکړی او د پارټۍ په اولس حمایت د تکیه کولو تصور مسخ کړی او دا ګڼی چی یو ووټ د بل هر ووټ برابر دې او د الیکشن د مقاصدو دپاره د غریب سړی د حمایت په ځائي د مالدار سړی حمایت زیات وزن لری او د ورکرانو په ځایی د معتبرینو اثر ورسوخ زیات فايئده مند بللې شی ـ دوئې پارټی او د هغی کارکنان مسلسل د غیر پارټۍ د معتبرینو د سوچ او د هغوی د خویونو ، عادتونو او عملونو د بار لدندې په مزل کولو د مجبورولو کوشش کوی ـ که د دی مخ نیوې او نه شی نو د پارټۍ د شهرت وقار او روایاتو ته به زیان رسیږی ـ پارټۍ له پکار دی چی نظریاتی تعلیم ورکړی، او خپلو ممبرانو او وزیرانو دپاره د هغوی درست رویی ساتلو باره کښی ضابطې وضع کړی ـ دا اُمید پوخ نه دې چی ګنی ځنې ضابطو جوړولو سره به دا کار درست شی یا د غیر پارټی عادتونو په خلاف به دا سّد باب بیخی کامیاب اوګرځی البته دی سره په پارټۍ کښی ځنی شعور پیدا شو چی د غلطو رجحاناتو او عادتونو په خلاف مبارزه اوکړی د دی دپاره مسلسل نګرانۍ ته ضرورت دې سخت ډسپلن او اوچت اخلاق ضروری دی که پارټی په ځنی برخو کښی دغه خراب خویونه او غیر پارټی عادتونه موجود وی نو مونږ په مکمله توګه په سیاسی حالاتو کښی پیښیدونکو حادثو او موړونو ته ځواب نه شو وئیلې ـ

-
بېرته شاته