(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زۀ څۀ رنګ ودرېدم؟

[25.Jul.2017 - 13:32]

 

زۀ څۀ رنګ  ودرېدم؟

لیک:کاکاجى صنوبر  حسېن  مومند 

یادوونه :( کاکاجى  په 1951ء کښې  د مسلم  ليګ  د ارباب  نور  محمد  خان  مقابله  کښې  د خپلې حلقې  نه  د صوبائى  اسمبلۍ د يو  امېدوار  په  حېثيت  ودرېدلے  وۀ  دا  د قيوم  خان  دور  وۀ.  خو کامياب  شوے  نۀ  وۀ. خلقو  به  رنګ  رنګ  خبرې  کولې  چې کاکاجى  وټونو  ته  ولې  اودرېدۀ د دغه  خبرو وضاحت   دپاره  کاکاجى  په   "اسلم" رساله  کښې   يو  وضاحتى  ليک  چاپ  کړو دغه  ليک  همېش  خليل  صاحب  "د کاکاجى صنوبر حسېن"  په  نوم  چاپ  کړى  يو  کتابګوټى کښى په کال 1991ءکښې  شامل  کړے  دے. د "پاڅون"  اداره  يې د همېش  خليل  په  اجازت  او شکريه  په  "پاڅون" کښې  خوروى  ځکه  چې  دا يو  تاريخى  اهميت  لرونکے  ليک  دے . (پاڅون) 

 کوم  وخت  چې  ما  د ودروېدلو  فېصله  وکړه  او خبره  بهر ته  ووته  نو خلق  ډېر  حېران  شول د موافقو  او  مخالفو دا حېرانتيا  بې  ځايه   نۀ  وه  ولې  چې  يو  خو  په  انتخاب   کښې  ډېرې لږې  ورځې  پاتې  وې  بل  زۀ  د يوې   لوئې  معتبرې  هستۍ  په  مقابله  کښې  ودرېدم. درېم  زما پخپله  علاقه  د يو  نووارد  مېلمه  مسافر حيثيت  وۀ. څلورم  زما   مالى  حيثيت   واقعى  چې د داسې  مقابلې   نۀ  وۀ  په  دې   وجه  دا  ګډې   وډې  خبرې  شروع  شوې   چې  دا فلانکى   ودرولے دے  او فلانکى  روپۍ  ورکړى  دى  هم  د دې  ګدو وډو خبرو په  وجه  زما  بعضو  دوستانو  باندې  دباؤ  هم  واچولے  شو  او  هغوى  يې  مجبور  کړل  چې  ما ته  ووائى  چې  دې  مقابلې  نه لاس  په  سر  شم .د دغه  دباؤ  اچونکو کښې  يو  زما   ډېر  پخوانے  زوړ  انقلابى   او زوړ  خدائى خدمتګار  دوست  وۀ چې  زۀ  خو يې د مقابلې  نه  منع  نۀ  کړے  شوم  مګر  د يو  ډېر ځانى  دوست  له  کمک  نه  يې  محروم  کړم  او  غالباً هم  دا يې  غرض  وۀ.

 زۀ  چې  هر څومره  فکر  وکړم  نو زۀ  هم  په  دې  نتيجه  رسم   چې  دې  دوست  ته  زۀ  غريب  ښکاره کېدم  ځکه  يې  دا ډېر لوئے   همت  وکړو  زۀ ورته  لوئے  همت  ځکه  وايم  چې  نۀ  ورسره څۀ دليل  وۀ  نۀ  حجت  او نۀ  څۀ  مصلحت  وۀ خو  محض  همت  او  شجاعت  وۀ  چې  صنوبر  ته  اووايه  چې  کښينى.   ولې ؟  جواب  نشته. بله  وجه  دا  وه  چې  دوى  داسې  ډېر کښېنولى  او  پاڅولى  وو  نو  په  ما يې  هم  دا  ګمان وشو  ځکه  چې  غريب  خو نۀ  ضمير  لرى  نۀ  اراده،  نۀ  څۀ  ارزو لرى. نۀ  څۀ  د مستقبل  فکر، نۀ  زړۀ  لرى  او نۀ  په  زړۀ  کښې  څۀ  ارمان   او نۀ  د وخت  د جارى قانون نه د فائدې  اخستلو  څۀ حق  لرى. د وطن فرزند دے  مګر صرف  د تعبېدارۍ  دپاره. 

 د دوى  په  خيال غريب  خو  صرف  دې  له  پېدا  دے  چې  د دولت  مند  په  خلۀ  کښينى  او پاڅى  او  بس  د دۀ  څۀ  حق  دے  چې  دے  هم  لا  څۀ  رايې   ولرى  او  پخپل  فکر  ښۀ  ته  ښۀ ووائى  او  بد  ته  بد  لا  دا  کفر  يې  وګوره  چې  د يو  لوئے  خاندان  په  مقابله   کښې  د اسمبلۍ ممبر  ته  ودرېږى. تفو  برتو  اے  چرخ  ګردون  تفو  او  لا  دې  نه  غټ  کفر  د اوګوره  چې  ورته وائى  کښېنه  او دې  نۀ کښېنى. 

 ما ته  هم  خپله  بيوسى  معلومه  وه  جامې  مې  ووينځلې  (ځکه  چې  هم  دغه  يو جوړه  وې ) څادر مې  په  اوږه  واچولو   لاړم   يو څو  کلى  مې  وکتل  د بډبېرې  نه  په  شېخانو  راتاؤ  شوم. ښار  ته  واپس  راغلم  نوتهيه  او باغوانانو  ډېرۍ  مې  وکتله  هزار خانۍ  ته  په  صحيح  معنو  هډو  تلے  نۀ  يم. شاه ډنډ  خو مې  اوس  هم  نۀ  دے  ليدلے  او  پېژندلو  مې  هم  نه. سواتو  ته  يو  وارې  تلے  وم  څوک  مې  پکښې  نۀ  پېژندل. احمد خېل  او  بازيد خېل  خو   وايه  راسره  يې  خټه شريکه  ده  اچر او د رحمان بابا  بادر کلے   او ګړۍ  مې  صرف  يو  وارې  وکتلې  شول  د دې سرسرى  دورې  نه  ما ته  قوم  دا جواب  راکړو.

 غريبه ياره خفه  نۀ شے         

ستا  د جونګړې  نه  به  ځار  کړم  محلونه

دا وېنا صرف  وېنا  نۀ  وه  بلکه په  عمل  باندې  يې  هم ثابته  کړه  چې  دا غريب  قوم  د غريب سره ملګرے  دے  مګرد دوه  غريبانو  دوستۍ ته  نن  د جمهوريت په زمانه کښې څوک کتې  شى.

 مګر  دوه  زړونه  چې  ورشى  څوک  يې  جدا کولې  نۀ  شى  زۀ  د دغه  رنګ  فتح  نه  په  دې رنګ  شکست  خوشحاله  يم  ځکه  خو  حمزه  صاحب  راته  يو  ډېر اديبانه  او  شاعرانه  انداز کښې  ووې  چې  دې  بائيلوده  نو  وۀ  دې  ګټله. يو ټپه  ده  وائى 

                  د خپل  خلوص  ناوې  ته  وايه         

چې  سر مې  واخلې  باقيدار  به  دې  څو   شمه

 ما سره  قوم  دومره  لويه  کړې  ده  چې  کۀ  د دوى  دپاره  سر  ورکړم  نو  هم  به  يې   زۀ باقيدار  يم  نور  څۀ  ووائم . کۀ  انسان  محض  د  خدائے  دپاره   يو  نيک  کار  کوى  نو هم  غرض او  ارزو يې  دا وى  چې  دا خدائے  ته  منظور  شى  او دغه  د هغه  د ژوند غرض او غايت  وى.

 زۀ  چې د خپل  ژوند په  تېرو ورځو  شپو  يو سرسرى  نظر  واچوم  نو  ما  او  زما  نورو ملګرو  چې  ما سره  په  مسافرۍ  کښې  کوم  تکليفونه  تېر  کړى  دى  هغه  خدائے  تعالى  ته معلوم  دى  او يا  هغه  چا ته  چې  ما سره  په  دې  سفر کښې  شريک  وو. مګر  هغه  د شلو  کالو درد ناک  مصيبتونه  نن  زما  غريب  قوم  زما  غېرتى  قوم  په  دوه  ورځو کښې   په  اخلاص  او غريب  پرورۍ  لرې  کړل. کاش صاحبزاده محمد اسلم  شهيد  ژوندے   وے  چې  د قوم  دا قدردانى  يې  ليدلې  وې  کاش  حافظ عبدالستار  شهيد  ژوندے  وے  چې  د قوم  نه   يې  ګيله ورکه  شوې  وې  دا د هغو شهيدانو  برکت  دے  چې  نن  شړۍ  د شال  سره  مقابله  کوى.

-
بېرته شاته