(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نړېوال ادب تعارف

[25.Jul.2017 - 14:02]

د نړېوال ادب د منتخب طویل نظمونو تعارف

لیک:سمیع الدین ارمان داودزے

** مهابهارت**

۱.. د ادبیاتو په معلوم تاریخ کښی تر ټولو طویل رزمیه نظم "مهابهارت" دے. په دې کښی یولاکهه شعرونه دي. اګر که د دې په مختلف ایډیشنو کښی دا شمار مساوی نه دے خو د دغه اختلاف داسې علمی وجوهات دي لکه د قران مجید د آیتونو د شمیرې په حقله چی د علماو ترمئنځه موجود دي. العدالکوفی ۶۲۳۶، العدالبصری ۶۲۳۵، العدالشامی ۶۲۲۶، العدالمکی ۶۲۲۰، العدالمدنی بروایتِ ابی جعفر ۶۲۱۰ او بروایتِ شیبه ۶۲۱۴.. د دې اقوالو د قائلینو خپل خپل استناد محفوظ دے.

۲.. سره د دې روایت چی د دې نظم د ضخامت له وجې مشهور دے چی دا د یو لیکوال لیک نه دے، بیا هم د هندوازم د علماو ترمئنځه دا اتفاق دے چی د دې خالقِ اول ویدویاس دے. 

۳.. موجوده مهابهارت په اتَلس فصلونو کښی ویشلې شوې دے. سورګاروهن، مهاپرستهانک، سوسل، آشرم داسی، اشومیګهه، انوشامن، شانتی، اسرتی سوپتک،شلیه، ګرن، درون، بهشم، ادهیوګ، وراټ، ون او سبها.

۴.. د دې نظم د عهد په حقله د یو دور تعیین ډیر ګران دے. نقادانو دې ته ۵۰۰۰(ق م) نه تر د څلورمې پیړۍ (ع) پورې دورې ټاکلې دي.

۵.. په مشرقی ادب کښی د دې نظم د مذهبی او اخلاقی حیثیت نه علاوه د دې سیاسی، تاریخی او جغرافیائي استناد هم کوټلې دے. 

۶.. د دې نظم زیات تره کردارونه حقیقی ګڼلې کیږي او په دې لحاظ دې ته د واقعییت او تخلیقیت د امتزاج مقام هم حاصل دے.

۷.. د دې نظم غټ غټ عنوانات عمل، فکر، فلسفه، اخلاق، عبادت، تاریخ، سیاست، فنون لطیفه، علم الاصنام، منطق، داستان، حکایات جنګونه او دیومالا دي.

۸.. د ویدویاس مطابق د هندی تهذیب روح مذهب دے. او هغه د انسانیت معراج د مذهب سره پیوستون ګرځوي. 

۹.. پخپله د ویدویاس د دې نظم باره کښی مشهور قول دے چی دې نظم کښی چی څه موجود دي په خارج کښی هم د هغې ذکر دے، او چی څه دې کښی نیشته هغه بهر هم معدوم دي. 

۱۰.. د البیرونی (کتاب الهند) دا خبره چی هندی ادیب د تاریخی تسلسل التزام له هیڅ اهمیت نه ورکوی، هغوی لپاره حقائق ډیر زیات اهم وي. څه اُوشو؟ ډیر اهم دي د دې نه چی کله اوشو؟ نو دا خبره دلته دې نظم کښی او د هند اکثر ادبی شاهکارونو کښی ډیره واضحه ده.

 

**شاهنامه**

۱.. د دې خالق حکیم ابوالقاسم فردوسی (۹۴۰--۱۰۲۰ ع) دے. دا عظیم شاعر په خراسان کښی د طوس ښار په پج نومې کلی کښی زیږیدلې وو.

۲.. دا د نړۍ د ټولو نه طویل د یو شاعر شاعری ده. دې نظم کښی شپیته ذره شعرونه دي. او دا نظم په شپیته داستانونو او څو کم ذر بابونو تقسیم دے. 

۳.. دا نظم په درې دورونو کښی ویشلې شوې دے. اولنی دور (قبل از تاریخی ) کښی د خالقِ کل د عظمت او د علم و عرفان سره د ابتدا نه پس په آغازِ کائنات او پیدائشِ آدم باندې بحث شوې دے. دا حصه ترټولو وړوکې ده او په دې کښی یَوِیشت ذره مصرعې دي. دا د ټول نظم څلورمه برخه جوړیږي.

۴.. دویم دور ته د هیروئک دور نامه ایښودې شوې ده. دا ترټولو درنه او طویل حصه ده. دا دور ئے په تارخی بڼه تر سکندرِآعظم پورې رارسولې دے. په دې حصه کښی جنګی سانحات او تاریخی داستانونو له ځائے ورکړې شوې دے. د رستم او سهراب او اسفندیار او ګستاسپ مشهور و معروف حکایات د دې برخې زینت دے.

۵.. دریم دور د سکندراعظم نه راواخله تر د عربیانو د ایران د فتح کولو پورې دے. دې برخه کښ د فرد او قام په عروج و زاوال کوټلې بحثونه شوې دي.

۶..جلال خلیقی (۱۹۹۳) مشهور ایرانی عالم لیکلي دي چی شاهنامه د تاریخی تحفظ سره سره د متنوع اخلاقی قدرونو، د وحدانیت، مذهبی بالادستۍ، وطنیت، قرابت دارۍ او خدمتِ خلق سبقونه ورکوي.

۷.. د شاه نامې وقعت د دې د ادبی حیثیت او د لیکوال د اوریجنل ماخذو پکارونې سره سره د یو ویړیا بهیر په منظوم صورت کښی احاطه کول دي.

۸..د ایرانی ادب نه علاوه د دنیا په تمامی یاد ادبیاتو کښی د شاه نامې اکرام و انعام د هیچ چا نه پټ پناه نه دے، ګوئټے (۱۷۴۹ تا ۱۸۳۲) خو هم د دغه شاه نامې له وجې ایرانی ادب د عالمی ادب څلورمه برخه ګرځوي.

۹.. د نړۍ په اکثر علمی ژبو کښی د دې نظم ترجمې موجود دي. او د نړېوال ادب نقادانو (جرمن، انګریز، ګجراتی، عربی فارسی، ترکی، روسی، فرانسیسی او هسپانوی) ورته یو شان ډیر په درنه سترګه کتلې دي.

۱۰.. دې لاندې کرښو کښی د شاهنامې اولنی او آخرنی شعرونه رانقل کوم.

*آغاذ کتاب

به نام خداوند جان و خرد

کزین برتراندیشه برنګذرد

خداوند نام وخداوند جای

خداوند روزی ده رهنمای

خداوند کیوان و ګردان سپهر

فروزنده ماه و ناهید و مهر

زنام و نشان و ګمان برترست

نګارنده ی بر شده پیکرست.......

*اختِتامی شعرونه!!

چواین نامه ور نامه آمد ببن

زمن روی کشور شود پرسخن

از آن پس نمیرم که من زنده ام

که تخم سخن من پراګنده ام

هر آنکس که دارد هش و رای ودین

پس از مرګ بر من کند آفرین.

------------

ماخذونه.. 

۱..قدیم هندوستان، راما شنکر ترپاټهی

۲.. تاریخِ ادبیات عالم، ج۱، پروفیسر وهاب اشرفی

۳.. تاریخِ ادبیاتِ ایران، رضا شفق

۴.. شاهنامه، حکیم ابوالقاسم فردوسی

۵.. دی هیریټیج آف پرشیا، رچرډ فرای (۱۹۶۳)

 

**الیاډ**

۱.. دا نظم د قدیم یونانی ادب تر ټولو لرغونې شاهکار دے. دې نظم کښی درې سوه کم شپاړس زره مصرعې دي. دا ټول نظم په څلیریشت (۲۴) بابوبو کښی تقسیم دے. 

۲.. د دې نظم خالق هومر دے. دا هغه شخصیت دے چی افلاطون عظیم شاعر اوعظیم ډرامه نګار سره سره تمامی امورو کښی د عقلمند استاد په ټکو یاد کړې دے.د هومر د یو نظم نه اشاره ملاویږي چی دې ړوند وو. یا د ژوند په یوه حصه کښی د نظر نه محروم وو.

۳.. د هومر د عهد په حقله بابائے تاریخ هیروډوټس د نهمې قبل مسیح پیړۍ او هیلنیکس د دولسمې قبل مسیح پیړۍ تعیین کړې دے.

۴.. الیاډ نومې نظم کښی هومر د یونانی تاریخ د یو جنګ تفصیلات منظوم کړې دي.چی د یونانیانو او ټروجنو ترمئنځه شوې وو. دا جنګ په ټرائ نومې ښار کښی شوې وو، او الیاډ د دې ښار لرغونې نوم وو. ځکه دې نظم ته هم دغه نامه ورکړې شوې ده. 

۵.. په دې نظم کښی د جنګ د فریقینو (کردارونو) او د دوې د خدایانو تفصیلات څه په داسې ډول وو. 

یونانیان.. اګامیمنَن، آکیلیز، اډیسس، پټروکلیس، ایاس (اجیکس)، هیلن 

ټروجن.. هیکټر، پیرس، پریام، هیکیبا، ګلیوکس، اندرومیکی، وغیره..

یونانی جانبدار خدایان.. هیرا او ارتهینا

ټروجن جانبدار خدایان.. افروډائټ، اپولو 

غیرجانبدار خدائ.. زیوس.

۶.. د دې نظم د قصې مختصر پس منظر دا دے چی یو ولیمه کښی تمامی راغلو میلمنو کښی ایرس یو مڼه راوړی چی په هغې دا درج وی چی "د دې مجلس د حسین ترین میلمه دپاره" نو جونو، وینس او منروا د مڼې دعویدار شي. خو آخری فیصله دا اوشی چی مڼه د وینس اورسي. نتیجتاََ پاتې شوې دوه دیوتاګان خفه شی. او دوه ډلې جوړې شی. 

پیرس چی د مڼې د حقدار فیصله ئے اورولې وي یونان ته لآړ شی، د سپارټا ښار د پاچا مینی لوس په ښځه هیلن مئین شی، او هغه د ځان سره د ټرائ ښار ته اتښتوي. 

۷.. د دې پس منظر نه بعد د الیاډ قیصه شروع کیږي. یونانیان ملکه هیلن د را آزادولو لپاره د ټروجن د ښار ټرائ محاصره اکړی او یو لوې جنګ شروع شی. د دې جنګ موده نهه کلونو ته اورسیږي.

۸ .. د دې جنګ د طوالت یوه غټه وجه د یونانی لشکر د دوه سپه سالارانو اګامیمنَن او آکیلییز خپلو کښی ورانه وي. دا ورانه د هغه جینۍ (برائسیس)چی د آکیلییز په غنیمت کښی رسیدلې وه، د اګامیمنَن د لاسه په آزادۍ  راپیخه شی، اګامیمنَن د اپولو د رضا لپاره دغه کار کړې وي خو آکیلییز په دې د هغه سخت مخالف جوړ شی. 

۹.. یونانی لښکر په ماتي سر وي. او واحد وجه ئے د آکیلییز د جنګ نه د برآت عمل وي. یونانی سرلښکران په آکیلیز د دریو معتبرو کسانو جرګه اکړی، دا درې کسان پولو سیس، ایاس، او فونکس وو. په دې کښی دا فونکس د اکیلیز استاد هم وو. سرپرست ئے هم وو او سپین ګیرې هم وو. دا نور دوه کسان هم د بهادرۍ استعارې او د خطابت ماهران وو خو دا جرګه ناکامه شوه. 

۱۰.. عنقیرب وه چی یونانیانو جنګ بائللې وو خو دې دوران کښی د آکیلیز یو ډیر جګری یار پټروکلیس د آکیلیز په وردۍ کښی رابهر شی او دا افواه ګډه شی چی آکیلیز میدان جنګ ته راغلو. دې اواز سره د ټروجن پښې په رپیدو شی. یو ګهمسان جنګ اوشی یونانیان بالا کیدو ته ورجخت شی چی دې کښی هیکټر پیټروکلیس اوپیژنی او مړ ئے کړی. 

۱۱.. آکیلیز هڅې هم ډیر غصه وي او چی د خپل یار د مرګ واوري نو نور سورشی او میدان جنګ ته راشی. بلها خلق مړه کړی خو غصه ئے نه سړیږي ولې چی هیکټر ترې لا پاتې وي. د هغه تلاش کښی وی او هغه ورته د ټرائ د قلعې دیوال سره الیدې شی. خپل پلار ورته وائ چی قلعې ته دنَنه شه خو هغه ته دا بزدلی ښکاری، مقابلې ته راشی او د آکیلیز د لاسه مړ شی. آکیلیز د هغه په مرګ صبر اونکړی او د هغه لاش ته پړې واچوی او یونانی لښکر ته ئے راوړی او د لاش بےحرمتی هم اکړی چی بیا پرې ښپیمانه هم وي. 

۱۲.. قیصه دلته ختمیږی نه، د هیکټر لاش پسې د هغه پلار راځی او آکیلییز ورته ډیر په احترام لاش حواله کوی، بیا د هغه تجهیز وتکفین کیږي او ښځې پرې د غم سندرې وائي. او د ټرائ د عظمت تاریخونه بیانوی. 

۱۳.. دا نظم د عسکری ادب یو داسې شاهکار دے چی په زرګونو کاله پس نَن ئے هم خلق متن لوَلي نو د ادبیت، منظرنګارۍ، جزنګارۍ، جنګی آداب، سپه سالاری، شجاعت، جنګی قوانین و ضوابط، ارسال و ترسیل او د جنګ یو رومانی تصور پکښی ځلیږي. 

۱۴.. په دې نظم کښی د انسانانو سره د دیوتاګانو تعامل د هغه وخت د مابعد الطبیعاتی او مافوق فطرت عناصرو په سماج کښی د رسوخ اندازې څرګندوي.

----------------------------------------

ماخذونه

۱.. انشئنټ ګریک لټریچر، کے-جی ډاور

۲.. کیمرج هیسټری آف کلاسیکل لټریچر، پی-ای اسټرلنګ

۳..تاریخِ ادبیاتِ عالم، جلد اول و دوم، پروفیسر وهاب اشرفی

 

**  Poem of the Cid**

۱..دا نظم په هسپانوی ادب کښی یاد شاهکار دے. په دې کښی څلور زره مصرعې دي. 

۲.. د دې نظم خالق معلوم نه دے. 

۳.. نقادان وائي چی دې نظم کښی د هومر د نظمونو اثرات په آسانه لیدې کیږي. د دولسمې عیسوی پیړۍ دې نظم کښی د یولسمې عیسوی پیړۍ اسپین د خپل تمامی تاریخی شان سره محفوظ کړې شوې دے.

۴.. دا نظم د خپل دور په عقائدو، رسم و رواج او تهذیبی ارزښتونو هم بحث کوي. 

۵.. د دیارلسمی پیړۍ د مورخ د الفونسو (پاچا) دستاویزات د دې نظم د هیرو "سډ" او پخپله د دې نظم په تاریخی او ادبی استناد ګواهی کوي.

۶.. سډ د هسپانیه په تاریخ کښی داسې اهمیت لری  لکه چی رستم په فارسی ادب کښی. د ده خپل پوره نوم " Rodrigo diaz de Vivar" دے.په کسټائل پینځه حمله آور مرابطیان بادشاهان د ده د لاسه مړه کیږي، او هم د دې په وجه ورته د "سډ" خطاب ملاویږي. دې یو بهادر سپه سالار، مدبر او سیاستدان وو. په صلیبی جنګونو کښی د بهادرۍ په مظاهره ورته قومی القابات ورکړې شوې وو. د ریاست له خوا په اعلی چوکۍ هم ناست وو او په شاهی خاندان کښی د الفونسو (پینځم) د لمسۍ سره واده هم کړې وو. 

۷.. د سډ تر ټولو لوې کارنامه د والنشیا ( Valencia) فتح کول وو. هم دغلته بیا د فتح نه پینځه کاله پس وفات هم شی.

۸.. په دې نظم کښی د سډ د بلها جنګی مهماتو نه یو صرف په درې سوه سپیانو په الکوقر قبضه کول هم دي. دې ضمن کښی مخکښې د کیسټائل د ګټې ذکر سره سره د مسلمانانو نه د بلها محلونو واپس اخیستل هم شامل دي. 

۹..د سډ یو منخته ډیره مشهوره ده، او هغه دا ده چی هغه دا قسم کړې وو چی تر څو د اسپین تمامی علاقې په عیسائي حکومت کښی نه وي راغلې نو زه به د ګیرې یو ویخته هم نه خرَوم.  او دا رنګ د هغه د ګیرې ویخته د تقدس او تبرُک مقام بیامومی.

۱۰.. په والنشیا مرابطیان د پیځوس زره لښکر سره حمله کوي خو سډ دوي ته محض په څلور زره کسانو ماتې ورکوي.

۱۱..د نظم یو بله مشهوره حصه دا ده چی د سډ د دوه لوڼو واده د دوه شاذادګانو سره کیږي، خو یو ځل داسې واقعه اوشی چی په محل کښی ساتلې شوې ازمرې د پینجرې نه راخلاص شی نو دې دوران کښی سډ په دغه ازمری قابو امومی خو دواړه زومان ئے ډیر د بزدلۍ مظاهره اکړی، دې سره د دې شاذادګانو رعب او عزت ته دومره زیان اورسی چی دا دواړه وطن پریږدی او بل پله روانیږي خو لاره کښی د غصې نه په خپلو خځو تشدُد اکړی او د هغوی لباس اشلوی. د دې واقعې خبر پاچا او سډ ته راورسی، او دوي دربار ته را اغواړی، 

د سډ د زومانو د سډ د دوه شاګردانو سره لاس په لاس مقابله اکړې شی او دواړه مقابله کښی پاتې راشی، او دې سره ترې دواړه ښځې خلاصې کړي. او د هغو دوباره واده د آراګون او نوارے د شاذادګانو سره اوشی. 

۱۲.. سډ دا کلکه اراده کړې وي چی ټول عمر به د مرابطیانو سره جنګ کوی. هم دغه وجه وه چی دا وصیت ئے هم کړې وو چی زه مړ شم نو زما لاش په اس اتړئ او د مرابطیانو په لښکر کښی ئې اځغلوئ. او هم دا رنګ چی دا وصیت ورته پوره کړی نو خپل مخالف ترې په مړینه هم ویریږي. 

۱۳.. د هسپانیه اکثر طویل نظمونه سره د دې مذکوره نظم د خپل علاقائي او قامی ادب په سندرو مشتمل دي. 

۱۴..هسپانوی ادب کښی د دې نظم نه علاوه د سډ په اعتراف کښی یونیم سل (۱۵۰) نه زیات نظمونه او سندرې مشهورې دي. 

۱۵.. دې نظم ته د ادبی مقام سره سره د یو تاریخی، سیاسی او عسکری استناد حیثیتونه هم حاصل دي. او د دې ژبې اکثر لوستونکو ته د دې نظم یو یو کردار او یو یو لحظه ریښتونې ده. 

۱۶.. د " E1 Cid" په نامه په ۱۹۶۱ کښی په سډ یو فلم هم جوړ شوې دے. دې فلم کښی اټالین اداکاره صوفیه لورین او امریکی اداکار چارلټن هسټن اداکاری کړې ده. 

--------------------------

ماخذونه

۱.. تاریخِ اقوامِ عالم، مرتضی احمد

۲.. تاریخِ ادبیاتِ عالم، پروفیسر وهاب اشرفی

۳.. سټوریز فرام سپین، جینیویوی او ویلییم سټائورس

 

** The Romaunt of the Rose** "دې رومان آف دی روز"

۱.. دا نظم د فرانسیسی ادب تر ټولو طویل نظم ګڼلې کیږي. دې کښی یویشت زره، اوه سوه او دوه اتیا (۲۱۷۸۲) مصرعې دي. 

۲.. د دې نظم لیکونکي دوه کسان دي. اولنې ګوئلیومی ډی لورس او جین ډی میونګ. اولنی شاعر د دې نظم اولنۍ پینځه اتیا د پاڅه څلور زره مصرعې اولیکلې. او دوئم شاعر ورپسې اوولس زره اوه سوه او څلیریشت مصرعې لیکلی دي. د دواړه شاعرانو تر مئنځه د څلویښت/پنځوس کلونو بُعد هم موجود دے.

۳.. د دې نظم تاریخی دور (۱۲۳۰ ع) متعین کړې شوې دے.

۴.. دا نظم د تمثیلی ادب یو اعلی شاهکار دے. او په دې لړ کښی چی مذکوره نظم ته څومره مقبولیت ملاو شوې دے دومره د یوې ژبې یو تمثیلی فن پارې ته هم نه دې ملاو شوې.

۵..د دې تمثیل د مقبولیت بله وجه د دې د خپل دور د ذهنی ساخت او رجحان، سماجی کشمکش او د سیاسی جبر ریښتونې عکاسی ده. دغه زمانه کښی د جبروتشدُد خلاف د باغیانه جذبې د اظهار د دې نه موثره زریعه او رویه بله نه شوه کیدې. 

۶.. دا یو نایاب عشقیه مضمون کښی د تاریخ د ځائے کولو یو اوچت زیار دے. 

۷.. نقادان وائی د دې نظم په اولنۍ برخه کښی علامتی انداز ډیر پوخ دے، مینه پکښی د مرکزې حیثیت لري، او په مجموعی توګه دا حصه ادب ته موضوعی جمالیات وربخي. او د دې نظم دوئمه برخه کښی د علامت په ځائے د طنز انداز ډیر پوخ دے، او د متن په ربط کښی د کموت لغزشونه هم ډیر برڅیر دي.

۸.. د نظم د نامې نه ښکاره ده چی ګلاب پکښی د مینې او محبوب تمثیل دے. د نظم شروع د مینې د خدائ له طرفه مئین ته د محبوب د رضا په وصیت یو خوب نه کیږي. د نظم مئنځ کښی په طبقاتی نظام، مذهبی منافقت او بنیادپرستۍ طنز غالب دے، په دریمه او اختِتامی حصه کښی د انسان سره د مینې او اخلاص په بنیاد د نفرت او لالچ خلاف د خدائي د تعامل مکافات ذکر شوې دي.

۹.. د دې نظم چی په انګریزۍ کښی د ترجمې کومه تاریخی نسخه موجوده ده، په هغې د نقادانو تر مئنځه یو طویل علمی او ادبی بحث مقبول و معروف دے. یوه ډله دغه ترجمه چی د ټول نظم صرف دریمه حصه ده، د چاسر (۱۳۴۳--۱۴۰۰ ع، لندن) کارنامه ګڼي. او بله ډله د چاسر د کلام او د هغه د فن نه مستنبط کوټلی او سائنسی اصولو باندې دا ثابتوی چی دغه ترجمه د هغه نه ده. دا بحث د تنقیدی ادب د ذخیرې یو ډیر ژور علمی کنټریبیوشن دے. 

۱۰.. په فرانسیسی ادب کښی د طویل نظمونو روایت ډیر وو، او زیات تره نظمونه ئے تر نَنه محفوظ هم دي. لکه د دې مذکوره نظم نه علاوه د یولسمې عیسوی پیړۍ د تهریولډی (Theroulde) رومانی نظم چی څلور زره مصرعې دي پکښی، او د آکسفورډ کتب خانه کښی د دې نظم زَړه نسخه هم محفوظ ده. د دې نظم متعدَد ترجمې په انګریزۍ کښی شوې دي.

۱۱.. د فرانسیسی ادب یو بل طویل نظم چی اوولس زره مصرعې دي پکښی، د دولسمې عیسوی پیړۍ د ماسټرویس نظم دے. د دې نظم بیشتر موضوعات تاریخی دي او په مکالماتی انداز کښی ثبت شوې دي. دې نه علاه نظمونو کښی د دې تخلیقکار د نظمونو موضوع د خپلو مذهبی مشاهیرو حالات او روایات محفوظ کول دي. 

-------------------------------------

ماخذونه

۱.. مختصر تاریخِ عالم، مینفرډ اے.

۲.. شارټ هسټری آف فرنچ لټریچر، پروفیسر سنیټس بری.

۳.. دې آرټ اف ټرانسلیشن ان دی روز آف دی رومان، کیرولین 

 

**رامائن**

۱.. دا رزمیه نظم د سنسکرت ادب یو یاد او مشهور شاهکار دے. دې کښی ټول څلیریشت زره شعرونه دي. 

۲.. دا نظم په اووه فصلونو کښی ویشلې شوې دے. وئیلې کیږی چی د هر زر شعرونو اولنې حرف د یو منتر (ګائتری منتر) په حرفونو مشتمل دے. دې منتر کښی څلیریشت حرفونه دي.

۳.. د دې نظم خالق بالمیکی رشی دے.

۴.. د دې نظم موضوع د رام چندر سوانح ده.

۵.. د دې نظم د دور ټاکلو کښی د مورخیونو اختلاف دے. راجح او مبنی بر انصاف قول پکښی د جیکیوبی او میکډونل دے چی دا د (۸۰۰ ق م نه تر ۶۰۰ ق م) پورې دے. د رامائن او مهابهارت د تقابلی مطالعې حاصل هم دغه دور ته اشارات زیات لري. 

۶.. د رامائن مختلف ایډیشنې د یو بل نه په ترتیب او د شعرونو په شمار کښی مختلف دي. او له دغې وجې د نقادانو تر مئنځه د اصل مسودې په حقله یو پیچیده انتقادی بحث او تنازعه هم موجوده ده. د دې اختلاف یو غټه اهم وجه د سنسکرت ادب د زبانی یادولو روایت هم دے. او دا روایت ډیر طویل وو نو ظاهره ده چی بیا په تحریر کښی به خامخا دا مذکوره نتیجه راوتله. 

۷..د رامائن حیثیت د ادب سره سره د ویشنو دهرم د پیروکارانو لپاره د یو مذهبی صحیفې هم دے. په دې لړ کښی د رامان متعدَد تفسیرونه لیکلې شوې دي. او دې ته د هغوی په اصطلاح کښی " ټیکا" وائي. دا تفسیرونه د تشریحی ادب یو مګتبه حواله ګڼلې کیږي. د یو څو نومونه پکښی داسې دي.

**.. "برهد دیورن" د ایشور دکشت

**.. "رامائن دیپیکا" د ودیاناتهه دکشت

**.. "رامائن بهوشن" د آهوبل

۸.. د رامائن د حیثیت له وجې د دې خالق ته د دغې ژبې ادیبانو د "آدی کوی" یعنی "ابوالشعراء" لقب ورکړې دے.

۹.. دې نظم کښی د رام چندر د ژوند مختصر قصه داسې ده چی رام چندر د اجودهیا د راجه دسرتهه زوې دے، د مور نامه ئے کوشلیه ده. د رام چندر واده د "سیتا" سره اوشی، دې دوران کښی ئې پلار د خپل جانَنشین جوړلو خواهش کوی خو د رام میرنۍ مور "کیکۍ" د راجه نه دوه وعدې اخیستې وي، د دغه وعدې د ایفا نیټه کیکۍ دا وخت ټاکلې وي. مختصر دا چی کیکۍ په راجه د رام په ځائے خپل ځوې "بهرت" ولی عهد مقرَر کړی. او رام د لسو نه زیات کلونو لپاره ورستو پاتې شی. هغه د پلار او مور په دې فیصله راضی وی او د خپل رور او ښځې سره د یو جدا ژوند ابتدا کوی. دې کښی پرې بلها حادثې او واقګې تیریږي. راجه "راون" ترې سیتا تښتوی، بیا دې هه سره جنګ کوی، خپله ښځه ترې راخلاصوی، بعضې نقادانو لیکلې چی دا عرصه د څوارلسو کالو وی. د دې کلونو تودې سړې د دې نظم حصه ده. بیا دې نه پس اجودهیا ته واپسی کوی او ګدی نشین کیږي. 

۱۰.. په دې قصه کښی مرکزی کردارونه د مثالی پلار، مثالی مور، مثالی ښځه خاوند او مثالی رورولۍ دي. د دې په پالنه کښی د مینې، زغم، اخوت، قربانۍ، بغض، حسد، تربګنۍ، رشک، رحم، وفا جفا، همدردی او غدَاری د کیفیاتو او احساساتو بهرپور ترجمانی شوې ده.

۱۱.. د هندی تهذیب یو غټ عنصر د رشتو تقدس او د خاندانی ژوند عظمت او وقار دے، په دې نظم کښی ئے هم دا عنصر حاوی مجسم کړې دے.

۱۲.. د دې نظم د نورو طویل نظمونو (هم په سنسکرت ژبه کښی) برخلاف د دیومالائي تصوراتو په ځائے د حقیقی ژوند د حقیقی کردارونو سره ډیر نیزدې دے. 

۱۳.. د رامائن د شاعرۍ بله غټه خاصه شدید جذبات نګاری ده. او دا د اعلی شاعرۍ لپاره اهم ګڼلې کیږي.

۱۴.. د رامائن د رزمیه شاعرۍ د لرغونی حیثیت له مخه دې ته خپلو لیکوالانو د "ام الکتاب" لقب هم ورکړې دے.

۱۵.. اګر که د رامائن بنیادی موضوع د رام چندر سوانح ده خو په ضمنی لاره دې کښی د خپل عهد فکرونظر، روایات و عقیدت، خواهش و خیال سره سره د سیاسی، تهذیبی او مذهبی حالاتو عکاسی هم موجود ده. 

-----------------------------------

ماخذونه

۱.. قدیم هندوستان کی تاریخ، راما شنکر تهریپاټی

۲.. کتاب الهند، البیرونی

۳.. سټډیز ان ورلډ لټریچر، کیرویله.

۴.. قدیم ادبی تنقید، پروفیسر وهاب ا شرفی

 

**منطق الطئر**

۱.. دا په فارسي ژبه کښی د جهانی ادب نه یو اوچت علامتی شاهکار دے. دې نظم کښی څلورنیم زره شعرونه دي. 

۲..د دې نظم خالق ابوحامد فریدالدین عطار دے. دې په نیشاپور کښی په ۱۱۳۵ کښی پیدا شوې دے. د پلار نامه ئې ابوبکر ابراهیم وه او دې هم د خپل دور لوې عالم وو. د دوې خاندان ډیر مالدار وو او د داروګانو او عطرونو کاروبار به ئې کولو.

۳.. د عطار مرشد مجدالدین بغدادی دے، او دې د نجم الدین کبری خلیفه وو. د کبری د سلاسل امام هم دا شخصیت وو. 

۴.. د عطار په صوفیانه ذوق د منصور حلاج، رابعه بصری او بایزیدبسطامی رنګ ډیر پوخ دے. د فارسی ادب په شاعرۍ کښی د "حکمتِ شعری" روایت د عطار نه وړاندې حکیم سنائي ایښودې وو. او په دغه لړ کښی د سنائي خدمات د هغه په "حدیقه الحقیقه" او نورو آثارو کښی محفوظ دي. پس له ده نه عطار دې روایت ته دوام ورکړو. او بیا وروستو په رومی باندې د ټولو نه پوخ رنګ د عطار وو.

د خپلې خبرې په دلیل کښی د رومی د عطار په حقله دوه شعرونه راوړم 

هفت شهرِ عشق را عطار ګشت

ماهنوزن در خم یک کوچه یم (رومی)

 

عطار روح بود و سنائي دو چشم ما

ما از پائے سنائي و عطار آمد یم (رومی)

د حکیم سنائي ډسکورس عارفانه او فسفیانه وو او د عطار علمیاتی منهاج عارفانه او عاشقانه وو.

۵.. عطار د تصوف د دورِاول د آخری طبقې نه دے. دوراول هغې ته وائي چی پکښی د سلسلو تشکیل نه وو. دا دور هم په دوه پیړو خور دے. د دې دور نصاب خشیتِ الاهی وو. دې طبقې ته اهل الزهد هم وئیلې شی. دوئم طبقې ته اهل الذکر او اهل محبت هم وائي. د دې طبقې نصاب کښی د اولني سره سره محبت هم شامل وو. دریمه طبقه د عطار او سنائي ده. د دې طبقی په نصاب کښی د اولنو سره د معرفت اضافه ده. ورستو دا تثلیث (خشیت، محبت، معرفت) د تصوف متفق علیه نصاب شو.

۶.. د منطق الطئر د نظم قیصۍ داسې ده چی د دنیا د ټولو مارغانو په دې مکالمه اشوه چی زمونږ پاچا څوک دے؟ هغه زمونږ نه نه دے، نو د هغه لټون شروع کړی، هه له سیمرغ نامه ورکړي. د ده د دیدن او د رضا په تلاش کښی د زمان ومکان د دائرې نه پورته پله روانیږي. دې سفر کښی بلها ګران پړاوونه او ازمیښتونه راځی او هم دا د سلوک مراحل وي. دې سفر کښی څوک پاتې کیږي، څوک مړه کیږي، څوک عذر کوی څوک بهانې او څوک پکښی ورکیږي. په آخره کښی صرف دیرش مارغان سیمرغ ته رسی. او بیا د دوې د هغه سره یو تمثیلی مکالمه کیږي چی د معنویت متنوع جهتونه پکښی رامخې ته کیږي.

۷.. عطار د انسانی طبیعت او نفس، عقل و قلب او روح کښی چی د حقیقت پله د لټون څومره استعداد دے، د هغې د منفی او مثبت اړخونو سره سره دا ټول د مارغونو په تمثیل کښی وړاندې کړې دے.

۸.. د مارغه علامت جوړولو د سبب په حقله نقادان وائي چی مارغه کښی د معصومیت او الوت د صفت نه علاوه د اخلاص او توکل یو داسې استعداد دے چی هغه د حقیقت په لټ کښی مجربه توشه ده. 

۹.. حقیقت په خپل ذات کښی د معنې نه زیات صورت ته ورته دے، وجه ئے دا ده چی د معنې رد/نفی کیدې شی خو د صورت نه شی کیدې.هم په دغه جواز دې نظم کی کائناتی حقائقو له تمثیلی صورت ورکړې شوې دے.

۱۰.. دې نظم کښی مختلف حکایات او واقعات هم مرتب کړې شوې دي، دې سره سره د عقل په تحدید او د عقلِ محض په واحد سهاره د حقیقت ترلاسه کولو نفی هم شوې ده. او د دې لپاره ډیر فلسفیانه استدلال هم ځائے په ځائے راوړلې شوې دے. لکه دا یو عارفانه نه بلکه یو سائنسی تصور دے چی د عقل ترټولو لوې قوت "تجرید" دے. او دا په اصل کښی د فرضی صورت د حقیقی ګڼلو اقرار دے. 

بل مثال لکه د عطار یو قضیه ده چی عقل عرفانی احول په خپل قابو کښی نه شی اخیستې، ځکه چی عقل د دوه او دوه څلور په منطق مخکښې ځی، او دا طریقه کار په حالاتو یا کیفیاتو منطبق کیدې نه شی.

۱۱.. د منطق الطئر مقصد د معرفت او مشاهدې په ترس کښی د حق موندنې سفر دے. او صوفیا وائي چی د حق موندنې سفر عمودی وي، بل د صورت نه عدم صورت یا روح ته وي، او بالاخر د هیئت نه ماورا کیږي. 

۱۲.. د منطق الطیر ترجمې په اردو، انګریزی، عربی او نورو ډیرو نړیوالو ژبو کښی هم ښه مشهورې دي. 

۱۳.. د "سیمرغ" علامت چی عطار د پهلوی مائتالوجی نه داسې مستعار کړې دے، چی وابستګی ئے د خپل اصل نه ده سره ډیره ده. 

۱۴.. د استادِ اقبالیات علامه احمد جاوید مطابق د مشرقی ادب په روایت کښی صرف دوه علامتونه جهانی/عالمی/آفاقی دي. په دې کښی یو د عطار "سیمرغ" او دوئم د رومی "شپیلۍ" ده. 

۱۵.. د دې نظم د یو کردار "هدهد" تقابلی تجزیه راقم الحروف د غنی خان د یو نظم "ملاچرګک" سره کړې ده. چی په هغې کښی د دې نظم په مجموعی فکر انتقادی رائے هم ثبت ده. 

--------------------------------------------------

ماخذونه

۱.. منطق الطئر، فریدالدین عطار

۲.. محاضراتِ منطق الطئر، احمد جاوید

۳.. دې کانفرنس آف دی برډز، پیټر بروک، ژان کلاوډې کریرِې

۴.. دی هیریټیج آف پرشیا، رچرډ فرای 

 

**  The Nibelungenglied **

۱.. دا نظم د قدیم جرمنی ادب شاهکار دے. د دې نظم زمانه د دولسمی پییړۍ نه بعد دور ټاکلې شوې دے.

۲.. د دې نظم خالق نامعلوم دے. او د اکثر نقادانو دا خیال دے چی د دې نظم د خالق تعلق د آسټریا د علاقې سره دے. د دې نظم مواد د اسکینډینیویائي د ماقبل تاریخ اسطورې سره تړون لري. 

۳.. دې نظم کښی څلویښت بابونه او نهه ذره او اتهه سوه (۹۸۰۰) مصرعې دي.

۴.. د دې نظم فنی هیئت د څلوریز مصرعو په بندونو کښی جوړ دے. چی پکښی د قافیے نظام د "الف الف،ب ب" په شکل کښی دے. 

۵.. د دې نظم ټول کردارونه ګو که د دولسمی پیړۍ دي خو د قدامت څرکونه پکښی ځائ په ځائ په نظر کیږي. د خپل دور د رسم و رواج، اداب و معاشرت، اقدار و ارزښت پوره پوره ترجمانی کوي. د مافوق الفطری عناصرو د موجودګۍ باوجود د دې نظم قیصۍ د ژوند سره پیوست ده. هر یو کردار د جذباتی اثر لاندې مغلوب دے او جذبات هم د انسانی ټولنې نه مستعار دي. د انسان وفاداری د اجتماع په ځائے د فرد یا فردِ واحد سره تړلې ده. د "آقا غلط نه شي کیدې" مقولې عملداری ده. 

۶.. د دې نظم یوه بله زړه راښکونکې خوبی دا ده چی تخلیق کار ځان د کردارونو په بیان کښی نه دے شریک کړې. او یو معروضی انداز ئې خپل کړې دے. 

۷.. د دې نظم تفصیلی قیصۍ ډیره خوندوره ده. په لاندې کرخو کښی زه ترې غټ غټ ټکي راټولوم. 

د برګنډی په ښار وارمز ( Worms) کښی یو ښکلې شهزادګۍ "کریم هلډ" د خپلې مور او درې وړوڼو سره اوسیږي، دا یوه شپه خوب اووینی چی ورته اووئیلې شی چی ستا خاوند به قتل کړې کیږي. د دې خوب د وجې نه دا شهزادګۍ د واده نه ډډه کوي. خو "سګفریډ" چی د خپل شرافت او بهادرۍ لپاره ډیر مشهور وي، او د نائبلنګ په خزانو قابض هم وي، د دې شهزادګۍ د حسن په چرچه خبر وي، نو دې سره د واده خواهشمن وي. 

نائبلنګ ( Nibelung) د جرمینک مائتالوجی یو عنوان دے. چی د دې له مخه دا "سګفریډ" د سکینډی نیویائی نسل د یو داسې مخلوق چی هغوی د سرو ذرو، جواهراتو او د جادو په خزانو باندې نګهبانان وو، ئې باچا او واکمن وو. هم د دې وجې سګفریډ ته بعضې مافوق الانسانی صفات هم حاصل وو چی مخکښې یې ذکر راروان دے. 

د سګفریډ مورپلار هغه ته د برګنډیانو د غرور او خاص کر د "کریم هلډ" د تره (کاکا) "هیګن" د بدمزاجۍ، تکبر او دغابازۍ خبرداری ورکوی خو هغه ئې په خاطر کښی نه راولي، او د خپلو دولسو بهادرو ملګرو سره د کریم هلډ ښار وارمز ته روانیږي. او په اوومه ورځ هلته اورسي. 

د کریم هلډ ورور باچا "ګنتهر" د خپلو سردارانو نه تپوس کوي چی دا بارُعبه او باوقار مسافر څوک دے؟ ټول د لاعلمۍ اظهار کوي خو هیګن چی د عقل و دانش پیکر هم وي او ډیر خبرلوث هم وي هغه جواب ورکوي چی دا هغه سړے دے چی د جادو او جواهراتو د خزانو قابض دے او دا قبضه ئې په خپل ذور  اخیستې ده. او د خزانو نګهبانان ئې خپل غلامان کړې دي. او د دې قبضې دوران کښی ده ته یو ټوپۍ ( Trankappe) هم په ګوتو ورغلې ده چی د دې ټوپۍ په سر کولو سره ده ته د دولسو کسانو طاقت هم ملاو شی او په نظر هم نه راځي. مذید هیګن وائی چی دا (سګفریډ) هغه سړے دے چی یو عفریت ( Dragon) یې قتل کړو او د هغه په وینو یې اولامبل نو اوس ده ته هیڅ قسمه ضرَر نه رسي. 

چی کله باچا ګنتهر دومره ډیر صفات واوریدل نو د سګفریډ یې شاندار استقبال اکړو. سګفریډ باچا ته د جنګ دعوت ورکړو او اوئِوئیل چی څوک فاتح شي هغه به باچا وي خو هیګن دا معامله رفع دفع کړه او بغیر جنګ د یو ځائ اوسیدلو خبره اوشوه. سګفریډ دلته یو کال تیر کړو خو په خپله مدعا یې څوک پوه نه کړه. دې کال کښی سګفریډ خپله محبوبا څوڅو ځله اولیده او هغې هم اولیدو خو د لرې لرې نه. یو باضابطه ملاقات لا تر اوسه نه وو شوې.. 

خیر کیده کیده، دې دوران کښی د ډینش باچا لینګیسټ او د هغه اتحادیانو د "ګنتهر" نه د اطاعت مطالبه اکړه، ګنتهر انکار اکړو او جنګ تود شو. دې جنګ کښی سګفریډ د جنګ هغه کارنامې او بهادرۍ اکړې چی اتحادی باچاګان قیدیان شو، د اطاعت عهد یې اکړو او د برګنډیانو شان او غرور د سګفریډ په وجه نور پوخ شو. د دې ګټې په خوشالۍ کښی د یو دولتی جشن اهتمام اوشو، چی پکښی پینځه ذره اُمراو او بلها شهزادګیو ګډون اکړو. هم دا موقعه وه چی سګفریډ په اول ځل د خپلې محبوبې "کریم هلډ" لاس په لاس کښی انیولو.

دې جشن کښی د آئزن لینډ شهزادی "برن هلډ" هم شامله وه. دا هم د ښائست ملوکه وه او هم د طاقت، څه مافوق الانسانی صفات هم پکښی وو. ګنتهر باچا په دې زړه ابائللو. خو اوس مسله دا وه چی دې سره د واده کولو دا شرط وو چی څوک دې سره واده کول غواړی هغه به دې سره د نیزې او کاڼی ویشتو مقابله کوي، که اوګټی خو خاوند به یې شي. او که ابائلی نو بیا به مرګ قبلوي. 

سګفریډ اول اول ګنتهر د دې مقابلې نه بچ کوي خو بیا په دې شرط صلاح شي چی د "برن هلډ" نه به درته فتح واخلم خو د دې په بدل کښی به د "کریم هلډ" سره زه واده کوم. معاهده اوشي او ګنتهر سره د هیګن او سګفریډ د برن هلډ پله روان شي. سګفریډ دلته تعارف د باچا د ملاح په طور اکړی. د واده شرط بیان شی او د مقابلې میدان الګي. ډیره ګڼه ګوڼه وي، د دواړه ډلو د اړخ نه بلها تماشایان راټول وي، برن هلډ او ګنتهر د مقابلې میدان ته را اوځی، دې دوران کښی سګفریډ هغه خپله جادوصفاتی ټوپۍ په سر کړی او د ګنتهر په څنګ کښی ولاړ وي، هیڅ چا ته نه ښکاری، د دې ټوپۍ د وجې نه ورته د دولسو کسانو طاقت هم ملاو وي نو ګنتهر اداکاری اکړی او نیزه او کاڼې په اصل کښی سګفریډ اولي. او دا رنګ ګنتهر مقابل اګټي. برن هلډ حیرانه پریشانه وي خو هیڅ نه شی کولې دې دوران کښی سګفیریډ کشتۍ ته ځان رسولې وي. او هلته ټوپۍ کوزه کړی. دا رنګ په یو وخت د دوه شهزادګیو ودونه اوشي. 

د برن هلډ په سګفریډ باندې شک وي، خوا یې ترې هم بده وي، ځکه د خپل خاوند غوږونه د هغه خلاف ډکوي، خو ګنتهر چی د سګفریډ خلاف هیڅ قسمه اقدام اونه کړی نو برن هلډ هره شپه دا خپل خاوند د سر خپو نه اوتړی او چت کښی راځوړند کوي، خو هغه بیا هم د سګفریډ حقیقت بیان نه کړی او د دې مسلې حل کولو لپاره د سګفریډ مدَد اخلي....

 

*د جرمنی ادب نه طویل نظم *

۸.. د نظم مخکښې حصه کښی قیصۍ داسې وړاندې ځي چی "سګفریډ" د ګنتهر په دې مد کښی مدَد کولو لپاره چی "برن هلډ" ورته قابو کړي یوه شپه هغه جادوصفاتی ټوپۍ په سر کړی او تیاره کښی د برن هلډ سره په کوشتۍ سر شي. دې دوران کښی سګفریډ د برن هلډ نه "کمربند" او "ګوتمه" اوباسي. او دې سره هغه یو نارمل ښځه شی. د هغې ټول طاقت د دې دوه اوزارو د وجې وي. اوس برن هلډ د ګنتهر په قابو کښی راشي.

۹.. اوس چی په دې شپه سګفریډ د خپلې ښځې نه چونکه غائب وي نو هغه ترې تپوس کوي اول خو سګفریډ ورته بهانه اکړی خو چونکه دا کریم هلډ د ده محبوبه وي او دې ورته دروغ نه شي ویئلې نو ټول حال ورته صفا صفا اووائي. او برن هلډ هغه کمربند او ګوتمه هم کریم هلډ ته ورکړی. او په دې هم بس اونکړی بلکه د نائبلنګ خزانې ورته هم د مهر په توګه ملکیت کښی ورکړي. لس کاله د خوشالۍ ژوند تیر شي. 

۱۰.. برن هلډ د زړه نه لا تر اوسه د سګفریډ په باب له شکوک نه ختمیږي. هغه د خپل خاوند په ذریعه کریم هلډ او سګفریډ وارمز ښار ته را اوبلي، او چی هغوي راشي نو مجالس ګرم شي. په یولسمه ورځ دا دواړه ښځې د خپلو خاوندانو د شان و شوکت په بیان وي، هره یو د ځان د معتبره ثابتولو په کوشش کښی وي، دې لپاره سبا کلیسا ته د تګ په وخت به د دواړو د شان نه چی څه ظاهر شول هغه به فیصله کن وي. سبا ته کریم هلډ د خپلو څلویښتو وینزو سره په شاهی لباس کښی سره د ډیرو سردارانو راشي. اوس په ظاهره د کریم هلډ شان ډیر وو، نو بیا دواړو کښی سره لانجه شوه، برن هلډ ویئل چی کلیسا ته به اول زه نَنوځم، او کریم هلډ ویئل چی زه د هغه ښځې په اتباع کښی کلیسا ته نه ځم چی د سګفریډ ښځه پاتې شوې وي؟؟ 

برن هلډ د دې الزام ثبوت اغښتلو، نو کریم هلډ ورته په ثبوت کښی هغه "کمربند" او "ګوتمه" وراوښودل او دې سره فساد نور اور واخیستو.. 

۱۱.. اوس هیګن چی د ګنتهر او کریم هلډ کاکا وو، هغه په څه نه څه هنر د سګفریډ د قابو کولو منصوبه جوړوله. دې لپاره هغه دې خپلې وریرې سره ډیر خوږ شو. د دې اعتماد یې واخیستلو. او بیا یې د کریم هلډ نه دا راز معلوم کړو چی سګفریډ ته به ضرَر څوک څنګه رسوي؟؟ کریم هلډ د سګفریډ ښځه وه او هغې ته دا راز معلوم وو. هغې دا راز هیګن ته ښکاره کړو چی کله سګفریډ د عفریت (ډریګن) د مړ کولو نه پس د هغه په وینه لامبل نو دې دوران کښی د سګفریډ د وُلو (شانو) په مئنځ کښی د "لائم" د اونې پاڼه پرته وه، او دغه ځائ ئې د وینې نه بچ پاتې شوې وو. اوس که څوک په دغه ځائ سګفریډ ته ضرَر او نقصان رسوي نو ممکن ده. 

۱۲.. هیګن د یو شاهی ښکار منصوبه تیاره کړی، ټول دې ښکار له روانیږي، کریم هلډ خپل خاوند ته ډیر منت زاري اکړی چی مه ځه. خو هغه یې په خاطر کښی نه راوالي، خپله ښځه ګوګل ته جوخته کړی او تسلي ورکړی چی زړه جمع ساته. خیر ټول ښکار ته لاړ شی، سګفریډ یو ځائ کښی اوبه څښلو لپاره یو چینې ته ورکوز شي نو هیګن خو د دې موقعې لټون کښی وي، عن په هغه ښودلې شوې ځائ یې په نیزه اوولي او منډه کړی، سګفریډ ورپسې هم منډه کړی او د وهلو په کوشش کښی وي خو آخر کار ساه ورکړي. 

۱۳.. کریم هلډ د غم په سمندر ورداخله شی. هغه درې کاله د خپل ورور او کاکا سره مقاطعه اکړی. خو هیڅ ارام ورته نه ملاویږي، ځان ته هم ملامته وي. چونکه د خزانو ملکیت د کریم هلډ سره وو نو اوس به د دې خاندان ډیر زیار کوو چی د کریم هلډ د خپل خاندان سره روغه اوشي او دا خزانې وارمز ته منتقل شي. کریم هلډ د نورو دوه وروڼو نه مجبوره شی او مصالحت اکړی. دې دوران کښی هیګن یو ځل بیا د دې په اعتماد ګټلو کښی کامیاب شي او د دې نه خزانې په یو نامعلوم ځائ کښی پټې کړي. 

۱۴.. څو کاله پس د هنګری باچا کریم هلډ سره د واده کولو اظهار اکړو، اول خو کریم هلډ انکار کولو خو چی د هنګری باچا وزراو ورته د هنګری د باچا د طاقت، دولت سره سره په کریم هلډ د تیرو شوو ظلمونو د جواب لالچ/فائده ورښکاره کړه نو هغه راضی شوه. هیګن ډیر بوډا شوې وو اوس، خو لا اوس هم تر ټولو شجاع وو. واده اوشو. کریم هلډ هنری ته ډولۍ کښی لاړه. اوولس ورځې جشن انمانځلې شو. څو کلونه نور تیر شو، د کریم هلډ ځوې پیدا شو. خو د خپل خاوند د انتقام جذبه یې لا اوس هم سړه نه وه. دا خپل خاوند ته وائي چی زما خیل دلته مدعو کړه. او د دعوت ورکولو لپاره یې وارمز ته بلها معزز پادریان وراولیګل او ټول یې پوهه کړې وو چی هیګن به خامخا راولئ. هیګن په دې چال پوهه وي خو د خپلو وریرونو د حفاظت له قبله او د هغوی د ډیر اصرار په وجه تګ ته غاړه کیږدي.

۱۵.. طعام ګاه کښی چی کله ټولو سردرانو خپل خپل ځائ نیولو نو کریم هلډ پوره منصوبه کړې وه، جنګ یې تود کړو، د جنګ اقدام کونکي ته کریم هلډ د یو ښکلې ناوې د ورکولو وعده کړې وه. مختصر دا چی د برګنډیانو فوج مغلوب شو. دومره سفاکی اوشوه چی د لوستونکو همدردي د برګنډیانو پله واوړیده. ټول سرداران قتل کړې شو.د دې منظرنګاری د عسکری ادب د شاهکارونو نه یو شاهکار دے. آخر کښی د برګنډیانو په اړخ یو "ګنتهر" او "هیګن" پاتې شي خو ډیر زیات زخمی وي. دواړه د کریم هلډ مخې ته پیش کړې شي. خپل کشر ورور ورته د دوي د بخښانې سوال اکړی خو کریم هلډ یې قبول نه کړی.ځکه چی ده ورله خاوند هم وژلې وو او خزانې یې ترې هم قبضه کړې وې. هغه هیګن ته وائي خزانې چرته دي؟؟ هیګن ورته جواب نه ورکوي، نو کریم هلډ ورته خپله ارداه داسې ښکاره کړی چی د ګنتهر سر د تن نه جدا کړی او د ویښتو نه یې اونیسي او د هیګن مخې ته یې اړوي را اړوي. ذر وه چی کریم هلډ د هیګن سر هم تن نه جدا کړې وې خو دې دوران کښی د کریم هلډ د فوځ یو سړی نه دا بې رحمه منظر او نه لیدې شو او د کریم هلډ سینه کښی یې خنجر خخ کړو. عجیبه دا وه چی باچا دغه د کریم هلډ قاتل ته هیڅ هم اُو نه وئیل. او په مقتولینو یې د غم اظهار کولو. 

نوټ.. دا قیصۍ په سوونو صفحاتو کښی ده، نو ممکن ده زما دې خلاصه کښی څه نه څه څیزونه پاتې شوې هم وي، د هغې کموت زما په غاړه دے. خیال کووم چی پښتو کښی د تعارف لپاره به دغه کافی وي او راروان کهول نه طمع کووم چی په دې آساس مخکښې تعمیر اکړي څو د پښتو ادب رسد/مقام په نړیوال صف کښی پیدا کړو. 

----------------------------------------------

ماخذونه

۱.. آوټ لائنز آف ورلډ هسټری، تاریخِ عالم کے خدوخال، ایچ،جی ویلز.

۲.. تاریخِ ادبیاتِ عالم، جلد دوم، چهارم، ډاکټر وهاب اشرفی، صدر شعبه اردو رانچی یونیورسټی، ۲۰۰۶

۳.. History of German literature, Watanabe-O’Kelly, Helen, ed. Cambridge and New York: Cambridge University Press, 1997 

۴.. The Oxford Companion to German Literature, Mary Garland and Henry Garland, 1997

5.. Comparative Mythology. Puhvel, jaan,. Johns Hopkins University Press 1989

6.. Norse Mythology, Anderson, Rasmus, Chicago, 1875

 

*اونییګن*

۱.. دا نظم د روسۍ ژبې د کلاسیک یاد شاهکار دے. په دې نظم کښی ټول درې سوه او نهه اتیا یعنی یوولس کم څلور سوه (۳۸۹) بندونه دي. 

۲.. د هر یو بند رایمنګ سکیم (فنی هیئت) په دې ډول دے. ( AbAbCCddEffEgg ) دا هیئت ورستو د خپل انفرادیت په وجه د " اونیګن سټینزه" او د "پشکن سانټ" په نوم هم یاد شو. د دې مطابق د نظم د ټولو مصرعو تعداد پینځه ذره، څلور سوه، او شپږ څلویښت (۵۴۴۶) جوړیږی. 

۳.. دا نظم اصل کښی یو منظوم ناول دے چی په لس بابونو کښی ویشلې شوې دے. د دې اشاعت د هغه وخت د رواج مطابق په قسطونو کی د کال اتَلس سوه او پینځویشتم نه تر کال اتَلس سوه او دوه دېرشم (۱۸۲۵ تا ۱۸۳۲) پورې شوې وو. 

۴.. د دې نظم اولنې مکمل اشاعت په کال اتَلس سوه او درې دېرشم (۱۸۳۳) کښی او بیا د ضروری تصحیح او او تدوین سره دویم ایډیشن په کال اتَلس سوه او اُووه دېرشم (۱۸۳۷ء) کښی شوې وو. 

۵.. د دې نظم متعدَد ژباړې په جرمنی، هسپانوی، انګریزي او فرانسیسي ژبو کښی شوې دي. دې نه علاوه دا منظوم ناول هم دغه رنګ په متعدَد عالمی ژبو کښی د سټیج ډرامې او د فلم په صورت کښی هم پیش شوې دے.

۶.. د دې نظم خالق د روسي ادب یاده نامه ده. الیګزینډر پشکن، دې په کال اوولس سوه نهه نوی یم (۱۷۹۹ء) کښی په ماسکو کی پیدا شوې وو، او په کال اتَلس سوه او اووه دېرشم کښی د روس په ښار سینټ پیټرزبرګ کښی وفات شوې وو. پشکن د خپلې علاقې د یو موړ خاندان نه وو، او انقلابی نظمونو په حواله ډیر مشهور وو، په دې نظمونو هغه جلاوطن کړې شوې هم وو. د جلاوطنۍ په دوران کښی پشکن د ډیرو علاقو سفرونه اکړل او دې دوران کښی یې بلها نظمونه، تاریخی شاعری او المییے هم تخلیق کړې او د مذکوره منظوم ناول پیل یې هم دې سفر کښی کړې وو. پشکن د خپل ادبی ژوند په دوه کم څلویت کلونو کښی د روسی ادب لپاره هغه څه اکړل چی د هغې په بنیاد نَن د عالمی ادب پوهان پشکن د شیکسپئر، دانتے او ګیټے په صف کښی اُدروی.

۷.. د مذکوره منظوم ناول د بنیادی کردارونو تعارف په مختصر توګه لاندې کرښو کی لیکم.

*اونیګن*.. دا یو د پینځویشت کلونو ځوان دے، ډیر فیشنی، مغرور، خودغرض، ژوند نه ویزار، غیرسنجیده او زنتریخ شان صفات لری، ده ته په وراثت کښی بلها مال دولت او جائداد پاتې وي. دې تنهائ خوښونکې وي، اګر که په میلسونو محفلونو او سفرونو کښی هم ډېر ډېر شریک وی. ده ته په وراثت کښی د نور ډېر څه سره یوه شاهی کتب خانه هم پاتې وي. چی د اکثر کتابونو د لوست نه یې دې تیر شوې وی، دې پخپله یو مصور هم وي، خو د خپلو جوړ کړو تصویرونو سره تعلق یې ډیر سطحی او عارضی شان وی. ده لپاره دا تخلیقات یو وقتی مصرف وي. 

*ټیټیانه* دا د اونیګن د مانړۍ سره جوښت د یو بل قدرې خوشاله خاندان مشره لور وه، چی د خپلې مور او یوې کشرې خور سره یې ژوند تیریږي. دا د کتابونو لوستلو ډیر زیات شوق لری، په کور کښی موجود کتابونه یې ټول لوستلې وو نو د نورو کتابونو لوستلو لپاره به یې د هغه کتب خانې نه هم کتابونه راوړل چی اونیګن ته په وراثت  کښی پاتې وه. زیات تره به یې شاعری او ناولونه لوستل. دا ډېره سنجیده، ډېره خاموشه او ډېره ښکلې وه، خو د دې د لیدو سره به لیدونکی ته دا احساس کیدو چی دا ښکلې په څه ډېر ژور غم کښی بوخته ده. او دې احساس به یې لیدونکې د اثر د ولقې نه بهر نه پرېښودو. 

*الګا* دا د ټیټیانه کشره خور وه. دا په ښائست د مشرې خور سره برابر وه، خو په مزاج او سیرت کښی بیخی بدله وه. دا د موسیقۍ او د ګائکۍ شوقی ده. دې سره سره دا ډېره شوخه، ډېره خبرلوثه او ډېره لاپرواه ده. دا د فرانسیسی ژبې ذده کړه هم کوی. 

*ولادیمیر لینسکې* دا د اتَلسو کلونو زلمے دے، ډیر تکړه شاعر دے، د خوبونو شازاده دے، او الګا د ده چنغله ده. دواړه اکثر وخت یو ځائ تیروي. دې ډیر جذباتی، ډیر وفادار او ډیر معصوم دے. 

۸.. د دې منظوم ناول قیصۍ څه داسې ده چی د اونیګن ملاقات په یوځنګل کښی د لنسکې سره اوشی. دواړه ګپونه شپونه الګوي، یو ځائ ډوډۍ اُخري، د یو بل د مشغلو او مصروفیاتو نه ځان خبردار کړی. دې دورن کښی لنسکې ورته د خپلې شاعرۍ سره سره د خپلې چنغلې ذکر هم اکړی او دعوت ورکړی چی د چنغلې خیل سره یې ملاو کړی. اونییګن دا دعوت قبول کړی او څه وخت پس دواړه د هغوی کور ته لاړ شی. د دوی مشران یو بل پیژنی خو د کشرانو دا اولنې ملاقات وي. دې ملاقات کښی د لنسکې د چنغلې "الګا" سره سره د اونیګن سترګې د هغې مشرې خور ټیټیانه سره هم څلور شی. ټول د یو بل میلمستیا اکړی، د موسیقۍ او شرابو دور اچلیږي. ټیټیانه په اونیګن زړه اُبائلی. کتب خانې ته د تګ راتګ په وخت دې دواړو یو بل د لرې لرې نه لیدلې وي خو خبرې یې نه وي شوې. 

څه وخت پس لینسکې یو پارټی جوړه کړی او اونیګن ته پکښی هم دعوت ورکړی، خو د هغه د اژدهام نه د ډډې کولو په وجه لینسکې هغه ته دا دروغ وائي چی د لږو مخصوص ملګرو محفل دے. خیر دې دوران کښی د دواړه خیلونو په مئنځ کښی د اونیګن او د ټیټیانه د تعلق او نسبت په حقله به ګپ شپ د ټولو ترمینځه لګیدلو خو اونیګن به په دې ډېر بد منل. په دې نوې محفل جوړیدو نه وړاندې ټیټیانه اونیګن ته یو خط لیکلې وو چی په هغې کښی یې ورته د مینې اظهار او د خپلو مینه ناکو جذباتو تفصیلات کړې وو. دې جوړ محفل کښی ټیټیانه دا امید لرلو چی اونیګن به ما ته مثبت جواب راکوی ځکه هغې اونیګن ته د بیل ملاویدو موقع بار بار ورکوله. اخر یو ځائ بیَل شو. او اونیګن ډیر په یو سنجیده او محترم طریقې د مینې د جواب نه انکار اکړو. اویې ویئل چی زه د مینې او واده لپاره جوړ سړې نه یم. ته ډیره ښکلې ډېره مینه ناکه یې چی زه دلته نه غایب شم نو ستا جذبات به والوځي. یعنی ختم به شی. 

دې خبرو نه پس اونیګن محفل ته واپس لاړ شی او دې دوران کښی دې د ځان سره د ټیټیانه په تړلو باندې لینسکې ته ډېر غصه وی او دا ارداه یې کړې وي چی د لینسکې چنغلې سره به تعلق جوړوم چی دې اوسوزي. نو لاړ شی هغې سره ګډا اکړی او هغه خو ډېره لاپرواه او مسته شوخه وی نو چی لینسکې ورته وائی چی ما سره ګډه ګډا اکړه نو دا ورته وایي چې د  یو بل دور نه پس.. لینسکې بیخی بې خوده شی، محفل پریږدی او لاړ شی. دې ګیم کولو نه وړاندې اونیګن لینسکې ته په خبرو خبرو کښی اورولې هم وي چی ستا جوړه د ټیټیانه سره جوړیږی چی هغه هم د شاعرۍ او ادب نمانده ده او ته هم.. او الګا زما سره جوړیږی چی زه او هغه په ژوند حاوی یو.. او په تاسو ادب حاوی دے. 

خېر لینسکې بله ورځ خپلې چنغلې سره رضا شی خو د اونیګن سره یې د "ډویل" یو خاص قسمه یو په یو جنګ چی پکښی د یو فریق د مړ کولو پورې جاری وي. پخه اراده کړې وي. اونیګن ته چیلنج ورکړی، هغه یې ډېر پوهه کړی چی دا ستا بدګمانی ده، داسې مه کوه، بلها منت ځارۍ ورته اکړی خو لینسکې مجسمه جزباتی مینه وي هغه په یو خبره نه ورستو کیږي. اونیګن که معافی غوښتې وې نو څه نه څه خبره به جوړه شوې وه خو اونیګن دې ته چرته تیار وو. جنګ اوشو او لینسکې قتل کړې شو. اونیګن ورته اوژړل او د خپل وطن نه شپږ اتهه کلونو لپاره بهر لاړو، چا ته یې هم اته پته نه وه معلومه. واپس چی راغلو نو یو محفل کښی یې ټیټیانه په سره جوړه کښی الیده او د زړه کور کښی یې قیامت برپا شو، دې مجلس کښی یې د خپل یو تربور نه چی لوې فوجی وو، تپوس اکړو چی هغه د سرو جامو ښځه!! نو ده ورته وې راځه چی متعارف دې کړم ورسره، مخې له یې ورولي او د تعارف په وخت ورته پته الګي چی دا خو د ده میرمن ده.. اوس د اونیګن حالت بل شان وی، لیونې وی خو ټیټیانه ورته هیڅ ګیا نه اچوي.. خیر موده تېیریږی خو اونیګن ورځ تر ورځ بې حاله کیږي، هغه خط کوم چی څو کلونه وړاندې ورته ټیټیانه لیکلې وو راواخلی، او د هغې جواب اولیکی، دا هم هغه خط وی چی ده ټیټیانه ته په سختۍ سره واپس کولو خو هغې ورته وې چی نه دا ستا ملکیت دے. خیر اوس د اونیګن جوابی خط ټیټیانه په اور کښی ګوزار کړی. خو د دې پټ او پخوانی جذبات بیا راپاره شی چې دا یې د پټولو ډېر کوشش کوی. اونیګن د ټیټیانه کور ته راشی، دا یې واپس کوی خو هغه نه واپس کیږی او د مینې اظهار کوی، داواړه یو بل ته ډیر اژاړی او ټیټیانه د اونیګن سره د مینې د لرلو بیا اقرار اکړی خو د خاوند سره د وفا نه ورستو کیدو نه سوچه انکار کوی. اونیګن د دې المییے سره مخ کیږی چی سره د مینې د اقرار هغه او د هغه مینه د هجران او نیمګړتیا ښکار وی. 

۹.. د دې منظوم ناول په مینځ مینځ کښی پشکن د سړی او ښځې په نفسیاتو عمومی او د خپل چاپیرچل د سړو ښځو د انفرادی او اجتماعی ژوند د نشیب و فراز ښه احاطه کړې ده. 

۱۰.. د الیګزینډر پشکن د دې نه علاو ادبی خدماتو کښی دا لاندې کار د قدر وړ دے، 

1.. The prisoner of Cauxasus

2.. the Foundation of bakhchisaray

3.. Zhenikh, Gypsies 

4.. Godunov Boris 

5.. Stansy, To my Friends  

6.. Egyptian Nights 

7.. the queen of spates 

8.. Feast in time of the plague 

9.. The captain's daughter 

10.. history of Pugachov 

---------------------------------------

سمیع الدین ارمان داودزے ـ ایډورډز کالج پیښور پاڅون/ مردان

-
بېرته شاته