(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا ورځ

نن چې د کوهاټ په نوي ښار کې د قموس ګل خټک د کور د ښادۍ په لړ کې هلته ورتلم نو د کور لاره راته نه وه معلومه - د يو دوکاندار سره اودريدلو او د کور د درک تپوس مو ترې کولو - په دې کې مې يو لس کلن هلک او نهـ کلنې جينۍ ته خيال شو - دا ورور خور لګيا وو ، هلته يې زاړه کاغذونه ، زاړه ډبلي ټيمان ، زړې څپلۍ او هډوکي په منډه منډه ټولول - د ورو په شا يو ټيم تړلی وۀ - هغې ته يې غورزول - او د خور لاسو کې يوه زړه غوندې بوجۍ (تيلۍ) وه ، هغې کې يې اچول - ما ورته په غور اوکتل - نو دا څيزونه چې دوۍ ټولوي ، نو دوۍ دې ته نه ګوري چې څومره ګنده ، څومره زاړه يا څومره بد بويه دي - خو چې په نظر يې راشي نو ورور د خور نه مخکې کيږي او خور د ورور نه وړاندې کيږي - راپورته کوي يې او جمع کوي يې - او چې دې ماشومانو ته ګورم نو افغاني ملي زاړه ولې ، درانه کالي (لباس) ئې اغوستی دی - هلک سرتور دی ،د جينۍ يو سپوټی په سر دی - د دواړه دې خيرنو ، زړو او شليدلو جامو ته چې ګورم او ددوۍ څهرو ته ګورم نو ددی لنډۍ يا مصرې په معنی پوهـ شم چې ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه ګلالی حسن په خاورو خځلو کې او ابدالي ښايست خړو ايرو کې - نول او فکر کې ډوب شوم - د وخت ناترسه لاس دې ناشوني عمل ته سوچ او انديښنو واخستم - خو بيا دوکاندار درک راکړی وو او موږ د وادۀ کور ته رسيدلي وو- زه د ګلدارو قناتونو او د رنګيزو سايبانونو سوري ته په ريښمينو صوفو کيښناستم - مخامخ راته د پلاسټک په سرو شنو ، زيړو او اسماني رنګ چوکو خټک مشران ، کشران په صفا سوتره جامو کې ناست دي - اخوا ديخوا ماشومان ، هلکان ښې د سيالۍ په ښکلو جامو او ډول ډول فيشن کې اوړي راوړي - د پردې شاته د کور دننه ښځو خپلې وطني سندرې او ګډاګانې شورو کړي - کله د قمرګلې او ګلنار بيګم کيسټونه شورو کړي - مخامخ رنګارنګي ده - او شاته شړنګا شړنګي ده - د عزيزولۍ مينې دي ، د سيالانو سيالۍ دي - او د وادۀ د کور ډنګ ډونګ او کړنګ کړونګ دی - يو اړخ ته ديګونه باندې دي- ورسره د ګډ او چرګ په غوښو او سبزيانو کې اووه اتۀ قسمه پخلی کيږي - فيرني او خواږه تياريږي - قسم قسم ميوې په لوښو کې کيښول شي - او د قورمو پولاوونو او ترکارو خوږه خوشبويي مازغه تر کوي - او لوږه زياتوي- زه په دې تماشو کې د هغه وختيني ورور خور د حالت او قسمت د لوبو خيال او تصور کې ډوب يم . چې لږ ساعت پس خوراکونه تيار شول او خوانچې د ميلمنو مخې ته کيښوی شوې - نو په يو ميز يو بابا ، يو زلمی او يو جينۍ ناست دي ، په خوند خوند نعمتونه خوري - اتفاق ګوره چې دلته دا هلک او جينۍ د فرنۍ په پليټ وران شول - يو بل په ميوو او د چرګانو په غوړو کې سرو هډوکو اولي را اولي - او ورسره ناست بوډا (نيکۀ) او زلمی (پلار) يی منع کوي - او هلته هغه ورور خور راښکاره شول - او د راښکاره کيدو سره چې يې ديخوا د وادۀ بندوبست اوليدۀ - نو زر د مخ نه تير شول - او په جلت جلت لاړل پناه شول- چې ما اوليدل نو ما ورپسې سړي اوليږل چې ورشۍ هغه ماشومان راولۍ - ولې هغوۍ رانغلل - بيا ورپسې زه پخپله پاسيدم - څه ګورم چې هغوۍ له دې ځايه د منډې په قدم لرې رسيدلي وو - نو زه ورپسې موټر کې سور شوم - چې ور اورسيدم او دواړه مې اودرول ، ورته وايم چې ، ګلونو راشۍ پلاؤ اوخورۍ- هغه خور ورور سره جوخته شوه - ورور يې ځان راغونډ غوندې کړو - او ويې وئيل چې موږ پردي وادۀ کې خوراک نه کوو - ما ورته اوويل چې نه ګل مې ، دا پردي نه دي - موږ او تاسو يو پښتانۀ يو - ټول خپل يو - هغه هلک زر ځواب راکړو - نه ماما! دلته موږ ته کابليان وايي - او دا کوهاټيان دي - زه په دې ځواب ګډ وډ شوم - حيران شوم چې چې اوس دوۍ ته څه ځواب ورکړم؟ او څه ورسره اوکړم؟ اخر هغوۍ اوګټله او ما بايله - هغوۍ ماسره لانه ړل - او په زړو ګنده کاغذونو ماغذونو ټولولو مشعول شول - او زه واپس شوم- د وادۀ د خوراکونو ، خوشالو او سيالو ځايې ته راتلم او ورستو مې کتل نو هغوۍ هم ماته کتل - ما خو زړه کې ددوۍ په بده ورځ افسوس او په دروند خويې فخر محسوسولو ، ولې نه پوهيدم چې هغوۍ ماته کتل نو د ځان سره يې ماته کوم پيغور راکولو؟ زه لا د سايبان لاندې په صوفه کې ناست نه ووم چې د هغه انتظام يو خدمتي راغلو - د راتلو سره يې راته اوويل چې باباجان! ته ما نه پيژنې - ولې زه تا د کابل نه پيژنم - شکر دی چې ته خپل وطن ته راغلې - او د خپل کور کلي او عزيزولۍ خان شوې - خو ماته اوګوره! په دې ګيره مې مه غلطيږه - سترګو او تندي ته مې ګوره - زه هغه د خورد، کابل هغه ستا خان يم چې ميلې به مو کولې - د وطن نه راغلی يم او دلته دد ې اشپز استاذ سره خدمتي يم - پنځوس روپۍ ورځ راکوي - دۀ دومره ويلي وو او د وينا سره ما پيژندلی وۀ - او د پيژندو سره اول يو بل ته غاړه وتو ، بيا مو حال احوال سره اوويلو - هغه راته ويل چې ته دلته راغلې ، دا ټول خلک ستا احترام او عزت ته پاڅيدل - او ما ته اوليدې - نو ستانه پټ شوم - چې ته مې په داسې ورځې او حالت کې اونه وينې - خو چې تا هغه ورور خور ماشومانو پسې هڅه اوکړه او هغوۍ رانغلل نو تاته راغلم - ما ويل خير دی - اومې پيژنه - هر څنګه چې درته ښکارم - ښکاره دې شم - او ته چې هر څنګه ګڼی ، اوګڼـه - خو يوه خبره درته کووم ، هغه دا چې که پښتون په هر څومره مجبورۍ وطن پريږدي ، خو په هيڅ جبر او مصيبت کې ننګ او پښتو نه پريږدي - ما کتل چې تا په هغه ماشومانو رحم کولو ، او دلته دې رابلل او راوستل - چې ښه خوراکونه اوخوري - خو هغه د پکتيا پښتانۀ بچي وو - هغوۍ به د وخت د جبر او د ظالم د ظلمونو د لاسه وطن پريښودی وي ، ولې ننګ پښتو يی نه ده پريښودې - هر رنګه پريوتې خواري او مزدوري به اوکړي ، خو ځان به سپک نه کړي - د چا لوښي او ټغر ته به په کوزه سترګه اونه ګوري - مړ به شي ، خو د بې ننګۍ پلاؤ به تر ستوني تير نکړي - که دا ماشومان وو ، نو ووبه ، خو رګونو کې يې وينه د ميړنو مشرانو نيکانو او پلرونو ده ................... ما يې د خلې نه خبره واخستۀ - او ورته مې اوويل - نوره ټوله خبره دې په ګل بدله ، خو د وطن د پريښودو خبره باندې دې پوهـ نه شوم - ايا پکتيا ، کابل يا افغانستان دې وطن دی او کوهاټ ، سوات ، پيښور او کويټه دې وطن نه دی؟ هغه مسکی شو - بيا يې يو اوږد اسويلی اوکړو - بيا يې يو ځل بر اسمان ته ، بيا يې مخامخ غر ته اوکتل - بيا يې خپلو خپو ته اوکتل - او په پښو زوړ پلاسټکي پيزار کې ئې د ښې پښې پنجه باندې په مزکه کرښې اچول شورو کړل - او په خلۀ يې هيڅ اونه ويئل - ولې چې ما پرې دغه سوال اوکړو نو تش دومره يې اويئل - وطن ........ هو ......... وطن و ...........وطن .......... وطن به ئې خدايې کړي ....... او ..... اوس .......... اوس خو .......... ته ما ته ګوره ........ ته ......... ددی وادۀ عزتمن ميلمه ئې او ........ زه ......يو سپيرۀ خدمتي ....... او يو اوږد اسويلی يې اوکړو ، بيا يی اسمان ته اوکتل - ..... بيا يې د سليمان غرۀ څوکې ته اوکتل ...... بيا يې مخامخ غرۀ د پاسه د پيرنګي جوړ شوي ګيټ ته اوکتل ...... او ده لا کتل چې اشپز استاذ اواز ورکړو - کابليه! او کابليه! ته خدمت کوې که دلته مجلسونه کوې ؟ او هغه روان شو - ما ورته کتل ، هلته کيښناستو ------- په خوراکونو لړلي لوخي چې د خوراک د ميزونو نه واپس شوي وو ، هغه يې وينځل شورو کړل - او ما د ځان سره اووئيل - خدايه! چې دا ورځې دې راته نه وی ښائلی - چې دې ښائيلې نو اوس دا مزکه اوچوې چې موږ پرې ننه ووځو او يا ....... يا...... يا........ يا.............څه؟ چې څه دې زړه غواړي او اونه وائې هغه تش بت په دنيا څه له پائې (د پښتنو قامی سنګر) Da Wraz, By: de Pakhtu de Adab Plar Mr. Ajmal Khatak - بېرته شاته