(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خټک په قام اوملت مئین شاعر

[06.Aug.2017 - 21:30]

خوشحال خان خټک په قام اوملت مئین شاعر

لیک : ملک رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

دخوشحال قدرکه اوس په هیچانسته

پس له مرګه به یې یادکړي ډیرعالم

دسترخوشحال خان خټک بابادغه شعریوحقیقي اړخ لري.کله چي خوشحال خان باباژوندی وو.نوله ډیرو نامردوپښتنواوله خپل زوي بهرام خان سره یې هیڅ ډول قدرنه وو.دې خلګودخوشحال خان باباپرځاې دمغلو ملګرتیاکوله.اودخوشحال خان باباسره په جنګ وو.که یوخواته دغه نامردان دخوشحال خان باباسره په جنګ وو.نوبلي خواته په قام اوملت مئین خلګودخوشحال باباقدرهم کولواوملګرتیایې هم ورسره کوله که څه هم له دې پښتنوسره خوشحال خان باباپه هغه زمانه کښي کله چي دمغلوسره نوکروواوملګری وو.جنګونه هم کړي وو.خوننګیالوپښتنودغه هرڅه یې هېرکړل.اودخوشحال خان باباسره اوږه په اوږه دمغلوپه ضداو د پښتون افغان ملت دخپلواکۍ دپاره په جنګ بوخت شول.دغه دخوشحال خان بابادننګ اوغیرت برکت دی چي پښتانه یې نن هم دڅلورنیم سوه کاله وروسته دیومېړاني ،توریالي،ننګیالي اوجنګیالي پښتون په حیث پېژندي.اودخوشحال خان دغه شعریې په حقیقت بدل کړی دی اواوس پس له مرګه یې دڅلورنیم سوه کاله وروسته هم پښتانه خوشحال خان خټک دخوشحال خان بابا په نامه یادوي.اودبهرام خان ترڅنګ په هغونورو بې غیرتوپښتنولانت واي کوموچي دخوشحال خان په ضددمغلوملګرتیاکوله.

خوشحال خان څوک وواودکوم ځاې وو:. خوشحال خان دشهبازخان خټک زوي.دیحیاخان لمسی اودملک اکوړه خان کړوسی وو.په 1022هجری 1613عیسوی کښي په اکوړه خټک کښي زېـږېـدلی.په خټه خټک پښتون افغان وو.اکوړه خټک دخوشحال خټک ورنیکه ملک اکوړه خان آبادکړی دی.پلاراونیکه یې دمغلو لخوادلوې لاري دساتیندویه په توګه ګومارل سوی وو.کله چې پلاریې په یوجنګ کښي ژوبل سواوپه حق ورسېدی نوخوشحال خان خټک دخپل قام مشروټاکل سو.اوددې ترڅنګه یې هغه دنده هم په غاړه سوه کومه دنده چې وپلاراونیکه ته مغلوورپه غاړه کړې وه.خوشحال خان ته دخپلي مړاني اوننګ په خاطردمغلوپه دربارکښي ډیراوچت مقام ورکول سوی وو.دمغل باچاشاه جهان دمرګ وروسته اورنګ زیب باچاشو.هم له دې ورځي دمغلواوخوشحال خان ترمنځ اړیکي څه خرابي شوې.اوداورنګ زیب باچاخوشحال خان ته نیت بدشواوداویره یې په زړه کښي وه.چي هسي نه وي دغه زمری،ننګیالي خوشحال خان زماوواکمني ته خنډشي. نوسمدلاسه یې خوشحال خان ونیوی اوبندي یې کړی.دڅومودې وروسته یې بېرته خوشي کړی.اووخپل هېوادته یې دتلواجازه ورکړه.

دخوشحال خان خټک اودمغلوترمنځ ډیرجنګونه وشول.خودجنګ دلاري مغلووخوشحال خان خټک ته ماته ورکولوکښي بریالي نه سو.نوبیایې بله لاره خپله کړه هغه وه دپېسولاره،دڅوکۍ اودواک واختیاراودملکۍ اودسردارۍ لاره.مغلوپه ډیره چالاکي سره دخوشحال خان خټک په ضددهغه زوي اونوربې ننګه پښتانه راټول کړل.اودخوشحال خان په ضدبه یې لښکري کولې.

خوشحال خان خټک چي دمغلوسره کومه دوستي وه.هغه هم خوشحال خان په راستۍ سره کوله.اوکله یې چي مغلوسره بدسونوهغه یې هم په دومره نور راستۍ سره کول.ځکه چي بدخویواځي دخوشحال خان د کورنۍ نه ووبلکې دټول پښتون افغان بدوو.دخوشحال خان دکورنۍ یوڅوغړي خوله مغلوسره جوړوو. اود خوشحال خان په ضدوو.خوشحال خان دمغلوسره خپله دوستي داسي بیانوي:.

لکه زه وم په راستۍ په دوراستۍ کښي

دمغل په خدمت کښي نه ووبل افغان

دلته خوشحال خان باباحقیقت بیان کړی دی.اوکه داووایوچي وځانته یې یوډول ګله هم یاده کړې ده چي تا له مغلوسره په راستۍ دوستي وکړه خومغلوخومغلووو.په خپل کورکښې دخوشحال خان باباپه ضدخلګ را واپارول.نوخوشحال خان هم خپل دزوي په حقله بیاداسي واي:.

څوک بهرام غوندي محنوس بدبخت بخیل شي

ښه شامت یې خپل خانه شي تارپه تار

کله چې خوشحال خان باباله خپل زوي سره په جنګ اختی شي.اوزوي یې دمغلودپاره دخپل پلارپه ضد لښکرونه جوړکړل.اودخپل پلارسره یې سیالی کوله.اوغوښت یې چي خپل پلارومغلوته په لاس ورکړی. او مغل وبهرام ته په سوغات کښي دقام مشري اودلوي لاري دساتیندویه وظېفه په لاس ورکړي.دې نارواانسان ودې ته نه کتل چي خوشحال خان یې پلاردی خودې  بهرام غوښتل چي دمغلولخواسوغات واخلي اودمغلو تالۍ څټی پاته شي.اوپه دې حقله خوشحال خان باباډیرښه ویلی دی چي زه دبهرام خان دپاره غم یم غم په دې یم چي هغه غواړي مامغلوته په لاس ورکړي اوزه په لاس نه ورځم نوهم په دې دبهرام دپاره زه غم یم. اولکه زه چي دبهرام دپاره غم یم هم داسي بهرام زمادپاره غم دی زمادسردرددی.هغه په دې چي دابې لاري زوي مي هڅه کوي چي مالاس تړلی دمغلوپه لاس ورکړی.اوزه غواړم چي له مغلوسره خپل غچ واخلم خپل قام تېرآزادکړم خودغه بهرام مي په لاره کښی خنډدی.

شوم بهرام مي غم دځان شو

زه هم غم دده دځان شم

اوبل ځاې بیاواي:.

داهم ځاې دتعجب دی که یې وینې

چي لښکري په خوشحال که بهرام خان

دابه څنګه دتعجب اودحیرانتیاخبره نه وي چي زوي د خپل پلارپه ضدلښکري کوي.اوغواړي چي خپل پلاروپرېدوخلګوته لاس تړلی په لاس ورکړي.کله چي دیوزوي دغه حال وي نودپلارپه زړه به څه تېرېږي.یوانسان دنیمي نړۍ سره جنګېدلی سي خودخپل کوردیوه تن سره هم جنګ نه سي کولاي .که دا وایم چي دخپل کورجنګ انسان په ملاغوڅ ماتوي.نودابه بې ځاېه خبره نه وي.خوشحال خان بابا یو ستر انسان وو.چي خپل ددې زوي دنامردۍ برسېره یې هم زړه دقام دآزادۍ اودخپلواکۍ دجنګ دپاره چمتووو. اودمغلوسره یې دخپلي کرکي اظهارداسي کولو:.

چي مغل وته مي وتړله توره

درست پښتون مي دعالم وته ښکاره کړو

دمغل وته به هسي کارښکاره کړم

چي راضي راڅخه روح دفریدخان شي

اورنګزیب بادشاه زړه ډک په لاهورراغی

ګوره ګانده به څوک وران څوک به ودان شی

خوشحال خان خټک په خپله غیرتي وو.غیرتي اوننګیالي پښتانه یې خوښ وو.خوشحال خان خټک پښتانه ودې ته هڅول چي له مغلوخپلواکۍ واخلي اومغلوپه خپله خاوره واکمنۍ ته پرې نه ږدي.خوشحال خان خټک غوښتل چي تل دمغلوپه ضدخپل سنګرتودوساتي.خوبیاهم پښتانه خوپښتانه دي لکه څنګي چي ننګیالی دی هم دغسي ډیرپکښي سته چي هغه ترخپلواکي یې غلامي خوښه ده.ترخپلوپښتنویې مغل اونور قامونه خوښ دي.داسي خلګ یواځي پخوانه وو.بلکې اوس هم سته چي ترخپلوپښتنویې نورقامونه خوښ دي اوغواړي چي نورقامونه ته خپل دواک اواختیارواګي په لاس ورکړي.وداسي پښتنوته خوشحال خان پخوا لادا نصحیت کړی وو.

ترمغلوپښتانه په توره ښه دی

که په پوهــ پښتانه وي څه هوشیار

بل ځاې بیاواي:.

په جهان دننګیالودي دادوه کاره

یابه وخوري ککرۍ یابه کامران شي

خوشحال خان باباخوپه خپله په هرډګرکښي کامرانه پاته شوی دی.هغه غوښتل چي پښتانه تل ترتله داسي کامرانه پاته شي.دنورودغلامۍ نه خلاس وي.په خپله خاوره یې خپل واک اواختیاروي.خوشحال خان باباپه ښه توګه ودې ته اشاره کړې ده چي په جهان کښي دننګیالودادوه کاره دي.یابه بریالی سي اویابه دوطن په ننګ شهیدشي.خوشحال خان ددې شعرڅخه داڅرګندېـږي چي په هغه زمان کښي دپښتون دبقاستونزه دنن په شان وه.لکه څنګه چي نن په یوېښتمي پېړۍ کښی هم دپښتون دژونداوبقاستونزه ده په هغه زمان کښي هم دغه ستونزه وپښتون قام ته ورپېښه وه.یوخوادمغلولخواوهل کیدل اوتنګول کېدل.بلي خواته دمغلوتالي څټو خانانو،سردارانواودملکانوسره پښتانه په جنګ وو.لکه نن چي په جنګ دي په لراوبرکښي پښتانه وژل کېږي. (په پښتونخواوطن کښي پښتانه بې واکه اوبې اختیاره دي.دپښتنودواک اواختیارواګي دپرېدوخلګوپه لاس کښي دي.پښتانه غلامان ساتل سوی.)پښتانه وهل ټکول کېږي خودپوښتني سړي یې نشته.خداې دي وکړي چي یوبل خوشحال خان دپښتنوپه کورکښي وزېږي چي یوخوادتوري خاوند وي اوبلي خواته دعلم او هنرخاوندوي.

خوشحال خان دپښتون قام ملي مبارزاوتورزن شاعروو.دخوشحال خان په شاعري کښی هراړخ سته خو موږ یې په وطني اوقامي شاعرۍ خبري کوو.کله چي خوشحال خان دمغلوسره خپله لاره جلاکړه اودافغان په ننګ یې وتړله توره نوله هغې ورځي یې یوشمېرخپلوان،دوستان اوزوي دخوشحال خان په ضدسو.ځکه چي دې خلګونه غوښتل چي دمغلونوکري پرېږدي اومراعات یې پرېږدي.هم دغسي مغلوهم نه غوښتل چي خوشحال خان دپښتون اوفغان په ننګ توره وتړي اودپښتنوطرفداري وکړي .اودمغلوقافلې دپښتونخواپه لاره دتېرېدو په مهال لوټ شي اویاپښتانه قبضه ورباندي وکړي.نوهم له دې کبله یې خوشحال خان بندي کړی وو. خو خوشحال خان ددې بندهیڅ ډول پرواهم نه کوله اوکله چي آزادشونوخپله قامي فریضه ترسره کوله کښې لوې لوب لوبولوهڅه وکړه.خوشحال خان خټک چي دافغان په ننګ توره وتړله نوداسي یې وویل:.

دافغان په ننګ مي وتړله توره

ننګیالی دزمانې خوشحال خټک یم

دخوشحال خان خټک دافغان په ننګ توره تړلوسره سم خوشحال خان داپه عمل ثابته کړه چي خوشحال خان په ننګ یې افغاني توره تړلې ده.اوپه ننګ یې افغاني ولاړی دی.خوشحال خان ترڅنګ دوه نه هېرېدونکي سترمبارزینولکه ایمل خان اودریاخان هم داثابته کړه چي دوي هم دخوشحال خان باباسره په ګډه دافغان په ننګ توره تړلې ده.خوشحال خان چي کله دافغان په ننګ توره وتړله نوبیایې له مغلوسره دخپل ملګروایمل خان اودریاخان په مرسته ډیرجنګونه وکړل.مغل دخوشحال خان ومړاني اوغیرت ته غاښ په ګوته وو.چي خوشحال خان خټک څنګه نه ستړی کیدونکې مبارزدی.چي دکوریوشمېرغړي یې هم دمغلوملګري دي خو بیاهم خوشحال خان خټک دمغلوپه ضددی.اودپښتون قام دبـېداره کولوهڅه کوي.

نوکله چي خوشحال خان خټک دمغلوپه ضدتوري ته لاس کړي اوتوره ترملاکړي نومغل دخوشحال خان په ضد شي مغل هغه هرڅه هېرکړي کوم څه چي خوشحال خان خټک اودهغه پلاراودهغه دقبیلې خلګودمغلو دپاره کړي وو.خوشحال خان په خپله هم ددې خبري اعتراف کوي کله چي دمغلونوکروم هغه وخت هم ملک وو.خودمغلودخوښي ملک وم.اوس چي دمغلوتالۍ څټی نه یم خوبیاهم ملک یم اوس هغه ملک یم چي د پښتون قام مشري کوم دپښتون قام اودپښتون افغان ملت دخپلواکۍ جنګ ته مي ملاتړلې او دوام مي ورکړی دی.

چي منصب مي دمغل خوړیوملک وم

چي منصب دمغل نشته اوس ملک یم

دوښوجونګړې هسي راته ښې شوې

وایم ناست په محلونوکي دآهک یم

نوداڅرګنده سوه چي خوشحال خان دمغل ترمنصب خوړلوهغه وخت ښه ګڼي چي کله یې دمغلوسره جنګ وو اودمغلومنصب خورنه وو.اونه دمغلوڅه منصب ورسره وو.دغه وخت خوشحال خان ډیرښه ګڼي ترهغه وخته چي دمغلوسره ملګری وو.خوشحال خان خټک دمغلودمنصب په وخت کښي ترښې ماڼۍ دمغلوددښمنۍ دوخت جونګړه ښه یادوي.اوډیرخوندورکوي.خوشحال خان خټک هیڅکله هم همت دلاسه نه ورکوی.خپله به یې هم هروخت همت کوای.چي هرڅه سخته ورباندي راتلې اوپښتون قام ته به یې هم دهمت درس ور کولو .دخوشحال خان خټک په اشعاروکښي دهمت ډک شعرونه خولیدل کېږي خوپه ټوله شاعري اولیکل سوي نثرپه کتابونوکښي به دمایوسي اودبې همتي خبري چیرته هم وچاته په نظرورنه شي.

خوشحال خان خټک دمغلوپه بندکښي هم ډیروخت تېرکړی.خوبې همتي اومایوسي یې هیڅکله هم نه ده کړې.خوشحال خان خټک دهمت خبري داسي کوي:.

که آسمان دی دزمري په خله کښي ورکه

دزمري په خله کښي مه پرېږده همت

مردان هغه دی چي همت ناک وي

دننګ په کارکښي چست وچالاک وي

کارچي آغازکاانجام یې فرض ګڼي

په زړه هم پاک وي په خوله هم پاک وی

په جهان کښي که مردان دی هم هغه دی

چي وسختۍ وته ونیسی ځانونه

دخوشحال خان خټک په شاعري اوپه نثرډیرپوهانولیکني کړي دي.په دې حقله ډیرولیکوالانوډیري پلټني کړي دی.ددوي په مقابله کښي زمادغه لنډ غوندي لیکنه چي دخوشحال خان درزمیه شاعري اودهېوادسره دمیني په حقله ده.دهغوپوهانودلیکنوومخته هیڅ هم نه  ده .خویوه خبره داده چي دلته زه خوشحال خان په خلګوپه قام اوملت مئین شاعرپه توګه پېژندم.اوداباورلرم چي ډیرپښتانه به دخوشحال خان خټک په دې اړخ نه وي خبر.ځکه چي دلته پاکستان کښي تدرسي نظام په پښتوژبه کښي نه دی.اوداردوژبي په درسي کتابوکښي دخوشحال خان خټک ذکرنسته.اونه په ښوهنځۍ کښي دخوشحال خان خټک په حقله څه شته. (البته دپوهنځۍ اوپوهنتون په توګه سته خوهم دنوروپه خوښه دی.)نړۍ ډیرپرمخ تګ کړی دی زه غواړم چي دبرېښناي لیک دلاري په هغوځوانانوخوشحال خان خټک وپېژندم څوک چي خوشحال خان خټک په ښه توګه نه پېژندي.دلته دخوشحال خان دقام اوملت سره په مینه خبري دوام لري.تردې مخه به دیوڅو لیکوالانوهغه خبري چي دخوشحال خان خټک په حلقه یې کړی دی .دخپل معلوماتودپاره رانقل کړو.

خوشحال خان خټک دنوروژبولیکوالانوپه نظرکښي.

دناروې جارج مارګسټرن په نظرکښي خوشحال خان خټک:.

دنیمي پېړۍ راهیسی زه دخوشحال خان خټک شعرلولمه خوشحال خان حق لري چي ځان دپښتوژبي فردوسي اوسعدي بولي.هغه خدمت چي دخوشحال خان دپښتوژبي کړی دی.هیچاپه هیڅ وخت کښي نه دی کړی.هیڅوک ددهَ نه دپښتون قام ښه مشرنه دی.

دروسي لیکوال لاي دوریانکوف په نظرکښي خوشحال خان خټک:.

دخوشحال په حقله مقاله خوشحال خان خټک اودپښتودکلام دانکشاف په تاریخ کښي داسي لیکي.چي دخوشحال خان خټک شاعري په دې شاهدي ورکوي چي په فارسي عربي ادب ښه پوهـ وو.ددې ژبوسبکونو، عروضواوبدیعی صنعتونوباندي پوره تسلط درلود.په هغوژبوکښي یې هم شعرونه لیکل.

میجرراورټي دپښتوشاعري په حقلا خپل مشهورچاپ کتاب کښي دخوشحال خان خټک په حقله لیکي:.

دخوشحال خان خټک شاعري لکه دمغرب دشاعرانوپه شان دتنوع اومضامینودفراواني اوندرت یوه ښایسته ګلدسته اویولاثاني مرقع ده.داسي مضمون نشته چي خوشحال خان ورباندي طبع ازماي نه وي کړي.

سراولف کیرو دخوشحال خان خټک دنظمونوترجمه کښي داسي لیکی:.

چي دخوشحال خان شعرونه تراوسه پوري دپښتنوپه زړونواودماغونونقش دی اوددوي ورنه دملي غیرت الهام اخلي.

خوشحال خان خټک دپښتنولیکوالانوپه نظرکښي.

خوشحال خان خټک دعبدالحی حبیبي په نظرکښي:.

ښاغلی حبیبي په خپل کتاب پښتانه شعراء کښي لیکي.دخوشحال خان شاعري دمعنـْی اومضمون ددواړوپه لحاظ دومره جامع ده چي موږورته دادب یولوړاستاداوپېښواویلی شو.نوموړی په عشقي اوبزمي اشعاروکښي استاددی.پوخ فلسفي دی.اووطني اشعاریې داسي خواږه دی چي دپښتنودفطرت په خټه کښي اخښلي دي. او دوطن مینه اومحبت تیرنه څرګندېږي.دغه شان اخلاقي اواجتماي اشعاریې هم ډیرلوړدی .اوپه رزمي او حماسي اشعاروکښي ددهَ په شان لوړویونکی بل هډوشته نه.

خوشحال خان خټک دمولاناعبدالحمیدافغاني په نظرکښي:.

مولاناعبدالحمیدافغاني یې ددیوان په مقدمه کښي لیکي.دیوسرداراوشاعرنه علاوه هغه یوزبردست فلسفي اوحکیم ووچي دخپل قوم ټولې خوبۍ اوکمزورۍورته ښې معلومې وې.

خوشحال خان خټک ددوست محمدخان کامل په نظرکښي:.

دوست محمدخان کامل په خپل کتاب خوشحال خان خټک کښي لیکي.ژباړه:. دخان علین مکان شاعري جامع ده.اوحیات اودانساني فکرشایدچرته داسي اړخ نه وي چي دهَ یې په شاعري کشي عکاسي نه وي کړې.

خوشحال خان خټک دصدیق الله رښتین په نظرکښي:.

صدیق الله رښتین په خپله مقاله دخوشحال پېژندګلوننګیالی کښي لیکی. خوشحال خان هیڅ ډول مضمون پرې نه شو.حقیقت یې دمجازسره ونېښلاوه.عشقي،بزمي،اخلاقي،اجتماعي،وطني،ملي ،فلسفي،تصوفي، رزمي،حماسي،فکاهي اونورهررازمطالب یې دشعرپه جامه کښي ونغښتل.دهرچاذوق دپاره یې دخپل شعرباغ وبڼله.رنګارنګ ګلونوڅخه ډک کړو.

خوشحال خان خټک دګل باچاالفت په نظرکښي:.

ښاغلی ګل باچاپخپله مقاله دخوشحال خان داشعارواجتماعی اواخلاقي خواکښي لیکي خوشحال دیوه مفکر اوصاحب نظرشاعرپه حیث دانفرادي اواجتماعي ژوندپه مختلفوخواواوپه ډیرواجتماعي مسلوکښي خپل افکاراونظریات څرګنده کړی دي.چي په ځینوکښي له خپل عصرنه ډیروړاندي دی اوپه ډیرخبروکښې دخپل محیط اوماحول اودپښتني ذهن اوعقایدو ډیرښه ترجمان دی.

خوشحال خان خټک دقیام الدین خادم په نظرکښي:.

قیام الدین خادم په خپله مقاله خوشحال اورحمان کښي لیکي.خوشحال خان دشاعرپه حیث یوخورالوې قومي اوملي شاعردی.قوم اوملت جوړولوته په ارادي ډول متوجه دی.شعریې په ټولوقومي خصوصیا تو مشتمل دی.دپښتوخاص لغتونه خاصې محاورو قومي متلونه،استعارې اوکناي په قومي رنګ اودمحیطی شعایرواودودونودتاثیرلاندي استعمالوي.

خوشحال خان دمحمدامین خوګیاڼي په نظرکښي:.

محمدامین خوګیاڼی په خپله مقاله دخوشحال خان داشعاروملي خواکښي لیکی.خان بابادپښتوژبي قهرمان دپښتوژبي مجددوو.چي په یولسمه صدۍ کښي یې وروزله اودنیاته یې په یوښه صورت ښکاره کړه.

خوشحال خان دسیدرسول رساپه نظرکښي:.

سیدرسول رساپه خپله مقاله دخوشحال خا اسلامي کردارکښي لیکي. دخوشحال خان خپل ژوندداسلامي اخلاقوپه عالمانه اوشاعرانه طرزکښي مکمل تصویردی.

خوشحال خان خټک دباباغزل امیرحمزه باباپه نظرکښي:.

باباغزل امیرحمزه خان شنواری پخپله مقاله دخوشحال خان دفلسفي اوتصوفي اشعاروخواکښي لیکي. دخوشحال خان علین مکان دنوم اورېدوسره په ذهن کښي دیوداسي نابغه انسان تصوروبرېښي کوم چي دانسان ژوندپه هراړخ ځلانداوژورنظرلري.اوبیاچي دهغه په فن هم نظروزغلولی شي نوظاهرشي چي خان دانساني ژونددهرضروري اومهم اړخ عکاسي په ډیرښه شان کړې ده.داسي انسانان په نړۍ کښي کله کله پیداکېږي.

خوشحال خان خټک داجمل خټک په نظرکښي:.

اجمل خټک په خپله مقاله دخوشحال فکراونظرنوې مطالعه کښي لیکي. که خوشحال یوخوازمانه بدلول غواړي اودزمانې درباب نه نوي نغمې راوباسي نوبل خواددې جدت دپاره دعاګاني منتونه اوتشې خبري کافي نه ګڼي دهمت اوعمل درس ورکوي بلکه خپله دننګ توره اودشعورقلم لاس کښي اخلي میدان کښي ودرېږي.

خوشحال خان خټک زماناپوهـ په نظرکښي:. خوشحال خان خټک لنډه غوندي مطالعه کښي زه ودې ته رسېدلی یم چي زه داووایم چي دخوشحال خان په شعراونثرکښي هرهغه اړخ شته .خوشحال خان خټک یولوې عالم اوپوهـ انسان وو.خوشحال خان خټک دقلم اوتوري خاوندوو.قلم اوتوره چي دچاهنروي هغه په نړۍ کښي هیڅکله هم شاته نه سي پاته کیدی.دخوشحال خان خټک په حقله ډیروپوهانوخلګولیکونه کړي دي.خوشحال خان خټک په نثرکښي هم ډیرلوې کارکړی دی.خوشحال خان خټک دنظم اونثرډیرکتابونه لیکلي دی.کلیات خوشحال، بازنامه،داستارنامه، فضل نامه،سوات نامه،زنځیرۍ،بیاض،هدایه آینه،فراق نامه فرضنامه ،طب نامه اونور.خوشحال خان زماپه نظرکښي په خپل ذات کښي یوه اکیډمۍ حیثیت درلود. خوشحال خان خټک که په اوسنۍ زمانه کښي ژوندی وایه نونن به پښتانه داسي غلامان اودرپدره به نه وای. خوڅه وکړودادقسمت خبري دی.په دې زمانې کښي به د خوشحال خان وجودنه وي.بدن به یې نه وي خوپه روحاني توګه اوس هم خوشحال خان ژوندی دی دپښتنوپه زړونوکښي پروت دی.دخوشحال خان خټک اشعاراوس هم په خپلواکۍ اوآزادۍ مئین پښتانه زمزمه کوي.اووخپل نوې کهول ته دخوشحال خان دغیرته ډک داستان بیانوي چي دغه نوي کهول دپښتون قام په آزادۍ اوخپلواکۍ پوهـ  شي اودخپلواکۍ اوآزادۍ غوښتونکوپه لښکرکښي ورګډشي اودخپلي پښتونخوادخپلواکۍ اوآزادۍ په جنګ کښي خپله ونډه ورکړي. په حقیقت کښي هم په نني دورکښي دګرافغانستان اودلري وبري پښتونخواپښتانه دخوشحال خان خټک غوندي تورزن،ننګیالی اوجنګیالی قهرمان پښتون ته په تمه دی.که چیري دخوشحال خټک په اړه یوه مقاله یالنډه غوندي پېژندګلوي دپاکستان په تعلیمي اداروکښي ولوستونکوته ورکول کیدله نونن به نوی پښتون کهول په خپل ښه اوبد خبروو.اودخوشحال خان خټک غوندي به یې په یوه لاس کښي توره وه اوپه بل لاس کښې به قلم وو.اودپښتانه دخپلواکۍ اودآزادۍ شعاربه یې ورکول.داخوزموبختي ده اودپښتانه سره یوه ډول کرکه ده چي ورسره کېږي.دپښتانه تاریخی اوتورزن مشران زموږپه درسی کتابوکښي نه ښکاري بلکې ورک دی.داپه دې چي هسي نه نوي پښتنوکښي چیرت بیاخوشحال خان،ایمل خان،دریاخان،میرویس خان،احمدشاه ابدالي،فریدخان(شیرشاه سوری)اونورننګیالي پښتانه وزېږېدل سي.اوداوسني وخت مغل ته خنډشي.اودپښتون قام دیووالۍ اوخپلواکۍ غورځنګونه پېل کړي.

خوشحال خان خټک داوسني دورپه حقله ډیرښه ویلي که څه یې هم دادهغه وخت دمغلوپه حقله ویلي وو. خواوس هم دغه شان لوبي په پښتانه ددې هېوادواکمنان کوي.اودغه شان په افغانستان کښي هم په پښتون افغان دغه لوبه کېږي.دغه شان لوبه دخوشحال خان خټک په وخت کښي هم روانه وه.پخواهم دخوشحال خان خټک په ضددهغه زوي بهرام اوورسره بې ضمیره پښتانه ملګري وو.اوپښتانه یې دمغلوغلامان جوړول. اوس هم دغسي مغلوخویه پښتانه سته او هغه غواړي چي دپښتنودغه غلامي ته دوام ورکړي.اوپښتانه دي تله ترتله دپرېدوخلګوغلامان وي.دخوشحال خان هغه خبره چي هغه وخت یې دمغلوپه زمانه کښي کړې وې د هغې خبرو اوس هم ډیراهمیت دی ځکه چي په اوسني دورکښي هم پښتانه دپخواپه شان له حالاتوسره مخامخ دي.ددې حالاتوپه حقله خوشحال خان ډیرپخوا داسي وايلي دي:.

داهم ځاې دتعجب دی که یې وینې

چي مغل کاندي بازي په افغان

داهم ځاې دتعجب دی که یې وینې

چي ګیدړپه وازدوډ: وږي شیران

داهم ځاې دتعجب دی که یې وینې

په بازونوچي غوټې وهي زاغان

په حقیقت کښي هم نن هغه زمانه شوه چي په پښتون افغان هرڅوک وارونه کوي.زیان ورسوي.دپښتون قام نسل کشي له تېرودریرش کالوراهیسي دوام لري.خوشحال خان ډیره ښه ویلي ووچي دتعجب خبره ده که یې څوک ویني هغه ننګیالی اومیړانی قام چي خلګوبه خپل بچیان ډارول چي افغانان راغلی.نن په دغه افغانانو هغه خلګ لوبي کوي چي دافغانانو دتوري ومخته نه شودریدلی.نن دغه خلګ په افغانانوحکمرانان دی.خوبیاهم پښتون افغان پټه خوله دی.پخپل بربادی اوغلامۍ یې سترګي پټه کړي.تاریخ یې له منځه روان دی. کلتور یې له منځه روان دی.دپښتانه دوددوستوراوس هغه پخوانی پاته نه سوو.

دخوشحال خان خټک وطني،رزمیه،اودقام دبې اتفاقی اودبې ننګي کولوشاعري:

خوشحال خان خټک یوسترملي مبارزشاعروو.دخوشحال خان خټک شاعري دګلودګیډۍ په شان ده چي دهررنګه ګل پکښي شته .خوموږیې دلته نه تصوف یادوو.نه یې حقیقی عشق یادوواونه یې دلته مجاذیادوو. دلته موږدخوشحال خان خټک دننګ اوغیرته ډک شعرونه یادوو.دلته موږدخوشحال خان خټک هغه شعرونه یادووپه کوموشعروکښي چي خوشحال خان خټک وپښتنوته دیووالي درس ورکړی دی.دلته موږد خوشحال خان هغه شعرونه یادووپه کوموشعرونوکښي چي خوشحال خان دهغه وخت وبې ننګه پښتنوته پېغورواي اودوي دغلامۍ دخوبه بېدارول غواړي.دلته موږدخوشحال خان خټک هغه شعرونه یادوچي خوشحال خان دمغلوپه بندکښي ویلي دی اویایې دبنددخوښي کیدووروسته ویلي دی.دلته موږدخوشحال خان خټک هغه شعرونه نه یادووچي زلفي اوخالونه پکښي ستاي .دلته موږدخوشحال خان هغه شعرونه یادوو چي پکښي خوشحال خان دافغان دننګ اوغیرت خبري کړي دي.خوشحال خان خټک دیوسړی ښه اوغوره خوبي پت ګڼي هغه واي چي هرڅه دي لاړشي خودسړی پت دي نه ځي .هغه پت دسړی له ژونده هم غوره ګڼي .خوشحال خان خټک ته ترهرڅه پت ګران دی اوځکه خودپت په حقله داسي واي:.

سردې درومي مال دي درومي پت دی نه ځي

دسړي دچارې کل خوبي په پت دي

پت خوپت دی دپت ساتل پښتانه ترهرڅه مهیم ګڼي.په دانوروقامونوخوخبرنه یم .خولکه څنګه چي خوشحال خان خټک ویلي دی دغسي هرپښتون واي چي پت دي زماخوندي وي.که دهغه دپاره مي سرله تنه بېل شي پروایې نه کوم خوخپل پت په هیڅ توګه دلاسه نه ورکوم.پت خوپخواچي خوشحال خان ژوندی ووهم په پښتون افغان ګران وو.اواوس چي دخوشحال خان خټک دمرګ څلورنیم سوه کاله تېرسوی دي نن هم پښتانه دپت په حقله هغه نظرلري کوم نظرچي څلورنیم سوه کاله وړاندي دخوشحال خان خټک وو.کوم خلګ چي پات ساتي په خپل ننګ اوپت سرونه شېندي هغه ننګیالی په نړۍ کښي ترقیامته یادېږي.اوڅوک چي پت اوننګ دلاسه ورکوي هغه که هرڅومره ژوندی وي .اولسونه اوقامونه لانت ورباندي واي اوهغه خلګ په ژوندون هم په مړوحساب وي.لوې څښتن دی ټوله پښتانه په پت اوننګ مئین کړي چي په پت خپل سرونه وشیندي.

خوشحال خان خټک ټوله عمرپه جنګ کښي تېرکړی دی.یوداسي وخت ووچي خوشحال خان خټک د مغلو دپاره له خپلوپښتنوسره په جنګ بوخت وو.دمغلووظېفه یې ترسره کوله.کومه وظېفه چي له پلارنیکه څخه و خوشحال خان ته پاته وو.کله چي خوشحال دغه وظېفه پرېښودله نوبیایې زوي دغه وظېفه ترسره کولوهڅه کوله اودخپل پلارخوشحال خان سره په جنګ اخته سو.خوشحال خان خټک له مغلوسره ډیرجنګونه وکړل. خوشحال خان یوتورزن شاعروو.هروخت به یې دتوروجنګ کولونوپه هم دې یې له توري سره ډیره مینه وه اوله جنګ سره به یې هم دومره مینه کوله.خوشحال خان به ترهغه چازارېدی کوم چاچي به په توروسربازي کوله.دتوروپه جنګ کښي به یې برخه اخیستله.خوشحال خان دتوروجنګ یوهنرګڼي اودچاچي دغه هنرزده ووخوشحال خان به تېرجارېدی خوشحا خان خټک واي:.

چي څرګنده سربازي کاندي دتورو

زه خوشحال خټک ترهسي هنرجارشم

ننګیالی چي داخلاص توره ترملاکه

ډیرلښکریې ترهمت پوري کاروان دی

خوشحال خان خټک هیڅکله هم خپل وارنه دی پرې اېښي هغه دانتقام په اخستلوباورلرلوو.خوشحال خان خټک غوښتل چي دمغلودهربرېدځواب ورکړي اوخپل انتقام تېرواخلي.دخوشحال خان خټک په نېزانتقام اخست مهیمه وو.اوویل به یې چي  ترڅوڅوک خپل انتقام وانخلي هغه نه خوب کوي نه آرام.داهم په خپل ځاې یوحقیقت لري یوانسان هم داسي نسته چي هغه دمرام ونه لري چي هغه له خپل دښمنه خپل انتقام غڅ وانخلي.بلکې یوشمېرانسان داسي دی چي هغه ترهغه وخته ناآرامه ګرځي ترڅوچې خپل غڅ له ظالم قوتو،له ظالم قامونواوله ظالم دښمنه نه وي اخستلی.خوشحال خان دانتقام په حقله دانظرلري:.

څووانخلې له غلیمه انتقام

مردنه خوب کانه خوراک کانه ارام

خوبل ځاې بیاخوشحال څه داسي واي:.

چي څه دی خوانتقام دی

دمردانوکاروبار

چي هم تندرهم باران وي

دهغه مردانوځار

نامردفخرپه نسب کا

مردنه مورلري نه پلار

پښتانه ویناکوي چي خداې پاک په خپله غیرتي دی اوغیرتي بندګان یې خوښ دي.خوشحال خان خټک هم دخداې تعالیْ یوبنده وو.ودې بنده ته لوې څښتن ډیرننګ اوغیرت ورکړی وو.هم داخبره وه چي خوشحال خان خټک په خپل قام اوملت غیرت وکړی اودمغلوسره یې خپله لاره بېله کړه.اودخپل قام اوملت دپاره له مغلوسره په جنګ سو.که څه هم په دې جنګ کښي دخوشحال خان خټک دخپل کورځینې غړواودخپلي قیبلې څوغړویې ملګرتیاونکړه اودخوشحال خان په ضدیې دمغلوسره ملګرتیاوکړه.خونوروغیرت مندواوباضمیره پښتنوکه مومندوو.که یوسفزي وو.که آفریدي وو.دوي دخوشحال خان خټک ملګرتیا وکړه. خوشحال خان خټک دایمل خان اودریاخان په مرسته له مغلوسره ډیرجنګونه وکړل.دمغلوپه ضددې پښتنو هروخت دجنګ سنګرتودساتلی وو.یوخواته دخوشحال خان دتوري شړنګ دمغلوخوب وړی وو.نوبلي خواته دخوشحال خان خټک قلم هم دمغلوماغزه ناقراره کړی وو.دخوشحال خان خټک دتوري په شان یې قلم هم ګزارونه کول.هروخت به خوشحال خان خټک دننګ اوغیرت ږغ پر پښتون افغان ملت کولو.دننګ اوغیرت اوتوري په حقله خوشحال خان څه داسي ویلي دي:.

ننګیالی دننګ دپاره

په هرڅه لګوي اور

چي په نام وننګ اړنه وي

که تل ژوی مخ یې تور

سرپه دارلک شوې ښه دی

نه لک شوی په پېغور

بل ځاې بیاخوشحال خان دتوري،مړاني،همت اودغیرت خبري داسي کوي:.

لاتراوسه یې ماغزه په قلارنه دی

چاچي ماسره وهلی سرپه څنګ دی

دخوشحال خټک خوښي په هغه وخت وي

چي برېښنادسپینوتوروشي دزغرو

چي څرګنده سربازي کاندي دتورو

زه خوشحال خټک ترهسي هنرجارشم

زه که غره په غره جاروځمه کوم عیب دی

تل زمري ګرځي په لوړي ژوري

دلته خوشحال خان خټک ډیره ښه خبره کړې ده.اوکه موږورته ځېرشواوښه پام ورته وکړونوهغه خپل دژند هغې برخي ته اشاره کړې ده په کوم وخت کښي چي به دخپل ناصالح اولادبهرام خان په ملګرتیایایې د نورو نامردوپښتنوپه ملګرتیادمغلوسره په جنګونوکښي ماته خوړلې وي.اوبیاخوشحال خان داواي چي زماجذبه اوولوله هیڅکله هم په جنګ کښي دماتي خوړلووروسته نه ده سړه سوې.اونه مي زړه له انتقام اخستولوڅخه سوړسوی دی.راځي چي دخوشحال خان دې شعرته پام وکړو:.

که تل توري غشي خوري ماتې دجنګ وړي

مردبه سوړنه شي په زړه له انتقام

دخوشحال خان شاعري که موږمطالعه کړونوموږته داخبره جوته کېږي چي خوشحال خان خټک په حقیقت کښي په خپل قام اوملت مئین شاعراوتورزن وو.خوشحال خان خټک دقام یووالي غوښتونکی وو.هغه نه غوښتل چي پښتون افغان دمغلوغلامان وي.اویادمغلوپسې روان وي.خوشحال خان خټک دقام دخپلواکۍ او دمغلودغلامۍ په ضدخپله مبارزه روانه ساتلې وه.خوشحال خان خټک هرڅه په پام کښي نېولی وو.که د پښتنواتفاق وو.اوکه دپښتنوبې اتفاقي وه.خوشحال خان خټک دپښتنوپه اتفاق اویووالي به خوشحالېدای. خو دپښتنوپه بې اتفاقي به ډیرخفه وو.دغه خفګان اوګله به یې خپلواشعاروکښي کوله.چي پښتانه بېرته اتفاق ومومي.اودمغلوپه ضددقام دخپلواکۍ غورځنګ اوسنګرتودوساتي.خوشحال خان په خپله واي:.

هره چاره دپښتنوترمغل ښه ده

اتفاق ورسره نه شته ډیرارمان

دبهلول اودشیرشاه خبري اورم

چي په هندکښي پښتانه ووبادشاهان

شپږاووه پېړۍ یې هسي بادشاهي وه

چي په دوي پوري درست خلق ووحیران

یاهغه پښتانه نورووداڅه نورشول

یادخداې دی اوس داهسه شان فرمان

که توفیق داتفاق پښتانه ومومي

زوړخوشحال به دوباره شي په داځوان

اتفاق په پښتانه کښي پیدانه شه

ګنې مابه دمغل ګریوان پاره کړو

پښتانه لکه مګس ورباندي ګرځي

ورته اېښی ومغل دحلواتال

بل ځاې بیاداسي واي:.

لاپه خوب کښي په لړزه پریوځي دکټ نه

چي دچاترغوږزمادتوري شړنګ شي

ځینې لوې دعوې لرم په زړه کښي

خوافسوس چي پښتانه واړه بې ننګ دی

چي دننګ په چارونه وي خوشحاله

که یې نروینې په سترګوهم ماده دی

څودي توان توفیق رسېږي بـیرون مه شه

په هردم دپښتانه ترننګ ونام

دلته خوشحال خان بیاداسي وپښتنوته واي:.

چي مغل وته مي وتړله توره

درست پښتون مي دعالم وته ښکاره کړو

خټک کله په شماره په حساب یادوو

خټک ماداولسونوپه شماره کړو

دمغل وته به هسي کارښکاره کړم

چي راضي راڅخه روح دفریدخان شي

پښتانه چي نورڅه فکرکانابوددی

بې له توره یې خلاس نشته په بل کار

پښتانه واړه بدخوي دي

کورپه کورکاندي غورزي

دې کښي هیڅ شک نشته چي دخوشحال خان شاعري دپښتنودپاره ډیرارزښت لري دننګ اوغیرت په ډګر کښي هروخت دخوشحال خان شعرونه زمزمه کېږي.اوکوم څوک چي دغه شعرونه اوري په هغوکښي دقام سره دمیني اودقام دخپلواکۍ اودآزادۍ دپاره یې په زړونوکښي جذبې اوولولې راوپاري.اودقام ملت په میني کښي نشه شي.اودوطن په دغه مینه کښي ځوانان،سپين ږېري اوپغلې ځانانودوطن پرنامه قربانولوته چمتو کړي.خوشحال خان خټک په خپله هم دوطن سره دمیني په حقله دننګ اوغیرت په حقله څه داسي واي:.

دخوشحال دزړه خوشی نه شي بې سرایه

خپل وطن یې په هرچاباندي کشمېرکړ

دوطن ونې چندنړاګردی

خاورې یې واړه مشک وعنبردی

که سراې نورو،وته شنګیردی

کاڼې یې واړه،ماته سره زردی

ښه دی ترمښکودوطن خاوري

تودې اوبه دی دوطن واوري

دلته خوشحال خان باباډیرښه ویلي دی.دخوشحال خان خټک دغه ویل به دلته دلوستونکودپاره رانقل کړو. چی لوستونکي څومره پندځیني اخلي :.

چي دستارتړي هزاردي

ددستارسړی په شماردی

داهمه زمادتوري صدقه ده

پښتانه چي پرګنې خوري سیورغال

ټپوس به په مرداره باندي ګرځي

دهندشاهین په ښکارهورې هورې وي

نه مچ یم نه مارغه یم چي په کړومړوګرځم

یابازیم یاشاهین یم په خپل کارمي زړه خرم دی

چي په غوښویې روزګارهغه زمرې یم

نه چي ولي دوښوخوري هغه مږک یم

زمریتوب بویه دتوروپه میدان کښي

په خالي میدان خوهرګیدړزمری دی

ټیټ مي مه بوله غروځنګ راناندي مه کړه

زه په دې ........کښي لوې ګړنګ یم

جهان شرم نام وننګ دی

که دانه وي جهان ړنګ دی

ننګیالی چي داخلاس توره ترملاکا

ډیرلښکریې ترهمت پوري کاروان وي

پښتنوزلموبیالاسونه سره کړل

لکه بازمنګلي سرې کاپه خپل ښکار

بله هیڅ لیدلی نه شي په دامینځ کښي

یامغل له مینځه ورک یاپښتون خوار

 

خوشحال خان خټک چي یوتورزن اوجنګیالی شاعروو.هروخت به یې توره اوقلم دپښتون افغان ملت د خپلواکۍ اوآزادۍ دپاره پکارراوستل.خوشحال خان خټک هم دمغلوپه ضدپه جنګونوکښي په څوڅوواره ژبل سوی دی.خوشحال خان دخپل درداوپرهارپه حقله څه داسي واي:.

که دجنګ دپرهارونودرته وایم

چي له درده به مي تن وولکه نال

یوپرهاربه مي لاروغ په وجودنه وو

بل پرهاربه مي په تن شویاپه ډال

لایوشورراځینې لاړنه وي بل راشي

مګرزه پیداپه ورځ دشوراوشریم

خوشحال خان خټک په خپله یوقامي مشرووملي مبارزوو.نوخوشحال خان په دې حقله دستارنامه کښي لیکي چي پکاردی خان اومشرڅه شانتې خویونه ولري.هم دارازخوشحال خان خټک په خپل شعرونوکښي هم ودې هنرته اشاره کړې ده .چي یوخان،ملک اویاسردارچي دخپل قام مشري یې په غاړه وي هغه بایدکوم کوم هنراوخوي ولري.دلته په دې حقله دخوشحال خان خټک یوڅوشعرونه رانقل کوو.چي دهغه په نظردیو قام مشربایدچي څنګه وي:.

سردارهغه دی چي شرم ننګ لري

مدام دشرم توره ترڅنګ لري

صرف په زرنه صرف په سرنه کا

چي دښمنان وي دهغوجنګ لري

که سرداري غواړې بلاددوره

عقل وهمت راوړه بیاجودبیاتوره

لکه اسمان ته ختنه ګرانه ده

سرداري لاده ګرانه منظوره

د خوشحال خان خټک په ژوند،شاعري،نثر،جنګونوډیروپوهانولیکونه کړي دی.اوکه څوک وغواړي چي په دې یوښمته پېړۍ کښي په خوشحال خان خټک لیک وکړی نواوس هم دخوشحال خان خټک په نثراواشعارو کتابونه لیکل کېږي.دخوشحال خان خټک هرموضح داسي ده چي کتابونه پرلیکل کېږي.نوپکارده چي په دې پرمخ تللی پېړۍ کښي چي ساینس اودټیکنالوجي پېړۍ ده لیکوالان دی دخوشحال خان خټک قام دوستي اودقام دیووالي دپاره ایستلی زیارپښتون افغان اولس ته اوونوري نړۍ ته څرګنده کړي چي پښتون افغان ملت په تاریخ کښي ډیردتوري اوقلم خاوندان درلود.پښتون افغان ملت ترهګره نه دی هسي د ترهګری تورپه پښتنوتپل سوی دی.پښتون یوبشردوسته قام دی.نن ورځ دخوشحال خان خټک ژوند او زیارپښتون افغان ته ښودل ډیرمهیمه دی.دلته په لري اوبري پښتونخواکښي ټوله تدریسي عمل په اردوژبه کښي دی.په اردوژبه کښي ولوستونکوته خوشحال خان خټک نه ویل کېږي.دپښتنویوشاعرچي هغه ملنګ شاعردی عبدالرحمان باباکوم چاچي دقام اوملت په حقله  شاعري نه ده کړې هغه په درسي کتابونه کښي و لوستونکوته ویل کېږي.نورهغه لیکوالان اودلري اوبري پښتونخواهغه ملي مشران چي دانګریز استعمارګرو په ضدیې مبارزه کړې ده.هغه هم ددرسي عمل برخه نه ده.نوهم دغه سبب دی چي پښتانه په خوشحال خان خټک،په خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی،باچاخان،صنوبرکاکا اودغسي نورو مشرانو هډو خبرنه دی.

سترملي مبارزاوپه قام وملت مئین شاعرخوشحال خان خټک دپښتنوډیربې اتفاقي په سترګوولیدلې.اوله ځان سره یې دپښتنودیووالی ارمان قبرته یوړوو.خوشحال خان خټک له خپله قامه غمجن اوارمانجن د عیسوی کال په اتلسم جنوري شپاړس سویوڅلویښت 1641کښي په حق ورسېدی اوله دې فاني دنیایې سترګي پټي کړې.

 

-
بېرته شاته