(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فساد 3 مه برخه

[07.Aug.2017 - 21:22]

فساد (دریېمه برخه)

لیک: رڼاګل اریوبزی -  دکابل پوهنتون پخوانی استاد

په دولتی دستګا کی دروان فساد تاریخی ریښی

دافغانستان د جهادی تنظیمونو یوه ځانګړتیا داوه چی دخپل هیواد داقتصادی،کلتوری اوټولنیزو ستونځو او اړتیاووپه وړاندی یی کوم مسولیت نه احساساوه.داقتصادی ودی او پر مختګ په فکر کی نه وو،داقتصادی او ټولنیزفکر اوذهنیت نه بیخی بی او برخی وو.هیڅ تنظیم کوم سیاسی پرو ګرام یا اقتصادی اوکلتوری برنامه نه درلوده او په غالب ګمان یی نه پیژنده.نوځکه یی دهیوادد اقتصاد او کلتور دبیارغونی اوودی لپاره دسیاسی چوکات دجوړونی وس اونیت نه درلوده او تر اوسه له هغی کچی نه دی را پورته شوی.دا  یوغټ لامل وچی دجهاد ټوله منځپانګه یی په جنګ او دولجواو غنیمتونو په را ټولولو محدوده پاتی شوه.دهیواد هره سیمه به چی کوم تنظیم نیوله ټو له شتمنی به یی د هغه تنظیم ولجه یا غنیمت ګڼله. دبانکونو،کورونو،مغازو او دکانونو چورخو لا پریږده چی د فابریکو ماشینونه یی هم پرزی پرزی کول او په پاکستان کی یی پلورل.په لویو لارو،سرکونو او کوڅو کی یی پاټکونه ځای په ځای کړی ووچی بی وسه اوبی وزله لارویان به یی په بی رحمی ځورول اولوټول.دولجو او غنیمتو نو نیشه دی حد ته ورسیده چی نور دتنظیمونو دحرص نیلی بی جلبه شو او حد یی نه پیژانده.ځنی تنظیمونه په دی باور شول چی هرڅه او دهر چادی زما شی او که زما نشی نو هر څه دی تباه شی.دحرص دغه نیشه دتنظیمونو تر منځ دټکرونو او جنګونو سرچینه وګرځیده،ثا بت صفونه معلوم نه و،هر تنظیم دبل تنظیم سره جنګیده،هر له بله ډاریده او هرتنظیم وبل تنظیم ته ګواښیده.کورنی جګړی یی پیل کړی او په اوږدو کی یی دینی او کلتوری ارزښتونه تر پښو لاندی کړل،تر دی چی داسلام له مبین دین نه یی دعقیدی په ځای وسیله جوړه کړه.دانسان پت اوعزت ته یی دارزښت په سترګه نه کتل او په دی توګه یی انسانی وجدان پایمال او ایمان یی مخ په ځوال شو.جهادی مشران او قو مندانان دخدای(ج)او شریعت په وړاندی بی مسولیته او بی ایمانه جنګسالاران شول او تنظیمونه یی وچ او بی احساسه بانډونه،کلک پاټکوال،توپکوال اولوټمارا شول.

دابانډونه د۱۳۷۱ هیجری/شمسی کال دغوایی میاشتی په اتمه نیټه په کابل ور ننوتل او چی څه یی وکړل هغه دهیواد تکړه تاریخپوه داکاډمسن کاندید اعظم سستانی داسی بیانوی:«اشغال کابل توسط تنظیمهای جهادی در هشتم ثور ۱۳۷۱ که جز کشتار وغارت وتخریب هیچ برنامه سیاسی برای مملکتداری نداشت،سبب هرج ومرج،قتل وغارت وآتش سوزی وویرانی،آدم ربایی،عدم امنیت مالی وجانی وتجاوز  ‎‎برحقوق ودارایی وناموس مردم..... طی سالهای ۱۹۹۲ ــ  ۱۹۹۶بر اثر جنګهای تباه کن قدرت طلبی مذهبی قومی وزبانی،بیش از شصت هزار انسانهای بیګناه از مر دم غیر نظامی در کابل کشته و بیش از ٪۷۰از ساختمانهای شهر کابل به ویرانه مبدل شدند. کدام عملکرد میتواند جنا یتبار تر ازین عمل رهبران تنظیمهای افراطی باشد که در جامه دین وپاسداری از اسلام،مردم مسلمان تحت ساحه تنظیم مخالف خودرا به توپ وراکت وبمباری بستند.برزنان ګروه مخالف خود تجا وز دسته جمعی نمودند ،پستان زنان ګروه مخالف را بریدند و بر سر مسلمان منسوب به ګروه ویا قوم دیګر میخهای شش اینچه کوبیدند و شکم دریدند ونعش مخالفانرا از چنګ قصابی آویختند و زنان شوهر دار را به نکاح فرماندهان خود دراوردند؟........ خون افشانی وکشتار انسانهای مظلوم افشارکه در دو روز ۱۹ و۱۱ فبروری ۱۹۹۳ به دستور قومندانداحمدشاه مسعود وربانی وهمکاری سیاف وشیخ آصف محسنی در محله هزاره نشین افشار کابل صورت ګرفت،خیلی وحشتناک وبدترازکشتار هزاره ها در جنګ با امیر عبدالرحمن(۱۸۹۲ ــ ۱۸۹۳)بوده باشد..........تنظیمهای جهادی،درزمان حکومت ربانی،درزیرنقاب اسلام وجهاد برناموس مردم تجاوز نمودند ومال ملت وبیت المال را غارت کردند وسرمایه های ملی وآثار تاریخی را دزدیدند وبه کشورهای همسایه برده وبه نرخ ماش فروختند.»[ افغان  جرمن  آنلاین ۴/۲/۲۰۱۷]

سستانی صاحب په همدی لیکنه کی دهغو وسلو یو بشپړه لست هم خپورکړیدی چی دډاکتر نجسیب اله له حکومته جنګی تنظیمونو په لاس ورغلی وی.بانډونو دا وسلی دیو بل دوژلو،دولس دترورولو او دهیواد په تیره بیا دکابل ښار دورانولو له پاره وکارولی او یوه برخه یی په ګاونډیو هیوادو وپلورلی. په دی ډول له جنګی تنظیمونو سوچه جنایی بانډونه جوړشول چی یی ملک په ولس اورکړ او له هیواد یی جوړ تنور کړ،چی پکی بی وزله سوزیدل او دهغو وحشیانو په ولکه کی بند پری وتل چی دپت اوعزت په مانا نه پوهیدل.له یوی خوا لوټماری اوبی پتی وه او له خوا راکټونه الوتل،توپونه اوټانکونه غړمبیدل.دبانډونو هر لیډر قارون شو او هر ټوپکوال یو فرعون.خو په وحشت او لوټماری کی چی غټیږی او پړسیږی ایمان یی په ځوال شی او ارمان چی تری فرارشی،ویره یی زړه کی پیداکیږی،د پښتو دا متل سم دی چی غل غره کی نه ځاییږی،یانی له هرڅه او له هر چانه ډاریږی.

کله چی طالبان دسپکو وسلو سره په پلاستیکی څپلیو کی دجنګسالارانو په وړاندی راپورته شول نو بانډونه، سره له دی چی په درنو او مډرنو وسلو سمبال وو، او په جګړو کی یی اوږدی تجربی هم در لودی له ډاره بوګنیدل،یو په بل پسی دځمکی له سره ورکیدل،یو څه بهرته وتښتیدل اوځنی دهیواد په غرو او درو کی په سمڅو ننوتل.دنظار شورا چی په هغه وخت کی یی دوحشت دملا تیر جوړاوه یو څو په اصطلاح نابغه ګان هم درلودل او په وخت وپوهیدل چی طالبان په ملک کی شریعت جاری کوی او دمشهورو غلو لاسونه غوڅوی،نو ځکه مخکی تر دی چی طالبان لا ماهیپر ته ورسیږی، شپه په شپه له کابله ووتل اودپنجشیر او بدخشان په لور وخوځیدل.

دا چی طالبانو دخپل حکومت په وخت کی څه وکړل یو ه بله موضوع ده چی په دی لیکنه کی نه ځاییږی او که ژوند وی وحت به یی را ورسیږی.هغه څه چی دلته یی ویل غواړم دادی چی په تنظیمی بانډونو دطالبانو دنظامی بری لا مل نه په درنو او مدرنو وسلو دطالبانوسنبالښت و،داسی وسلی یی نه درلودی،اونه د هغوی جنګی مهارت و.دبانډونو دنظامی ماتی او سرټیتی یوازینی لامل په هغوی کی بیساری فساد و،بی جلبه وحشت او بربریت و او ددوی په وړاندی دولس بی پایه کرکه او نفرت و.

په ۱۹۹۴ میلادی کال کی طالبان دپا ټکی جنګسالارانو په وړاندی راپاڅیدل،په ۱۹۹۶ میلادی کال کی یی کابل ونیو او په۱۹۹۸ م کی یی دهیواد ٪۹۵ برخه له پا ټکوالو پا که کړه.د۲۰۰۱م کال دسپټمبر په  ۱۱ نیټه دامریکا په متحده ایالاتو یو تروریستی برید وشو چی ټول ګډونکوونکی یی عرب وو،خو امریکایانو په ډیره بیړه او بیله له کوم سیاسی غور او تد بیر څخه دتیری غچ له افغانستان څخه واخیست او دهمدی کال داکټوبر په ۷  یی دځنی نړیوالو انډیوالانو سره زموږ په هیواد باندی په لوی نظامی یر غل لاس پوری کړ.

بی وسلی شوی،له ملکه تښتیدلی او په سمڅو ننوتلی جنګی جنایتکاران،غله او لوټماران یی په ارزانه بیه په ډالرو راونیول،له بهره یی را وغوښتل،له سمڅو یی را وباسل او له ځان سره یی ملګر ی کړل.بیرته یی په وسلو سنبال کړل،دطالبانو نظام یی رانسکورکړ او دوی یی دافغانستان واکمنان کړل.غلواکی،بلواکی اوزورواکی یی جوړه کړه او دولسواکی نوم یی ورکړ.دپخوانیو پاټکوالو په سرونو دپکولونو په ځای کاکلونه،په مخونوباندی داوږدو بمبلی ږیرو په ځای دمخ رنګارنګ پوډرونه او په خولو کی دزیړو داړو په ځای سپین پلاستیکی غاښونه، دجمپرونو اود غاړی دستمالونو په ځای قیمتی دریشی،سپین یا آسمانی رنګه کمیسونه او پلنی نیکټایی راښکاره شوی.وزارتونه، دفترونه،قضا،شورااو ګمرکونه دلوټ او فساد په سنګرونو بدل شول او له پاټکی تنظیمونو عصری غوندی مافیایی سازمانونه جوړ شول .لباسونه دکار اواستوګنی ځایونه،او دفساد ډولونه او میتودونه نوی شول،خو نیتونه،مغزونه،فکرونه او عادتونه زاړه پاتی شول.دولتی چارواکو، خپلوانو او انډیوالانو یی په دولتی زور پراخی شخصی اودولتی ځمکی تر ولکی لاندی راوستی،بانکونه یی لوټ کړل،قراردادونه یی انحصار کړل، به وزارتونو په تیره بیا د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کی په سلګونو ملیونه ډ الر اختلاس شول.قا چاق دډیرو دولتی چارواکودشغل لویه برخه وګرځیده.دولتی فساد په ډیره بیړه دومره پراخ اوژورشوچی افغانی دولت په لنډه موده کی دنړی ددرو تر ټولولویو فاسدو دولتو په کتار کی ودریده.په دی بهیر کی ډیر پخوانی پاټکوال ملیونران او ځنی نور یی حتی ملیادرارن شول او دسیاستمداری دعوی یی هم پیل کړی.دهیواد تکړه او تجربه لرونکی ژبپوه او ژورنالست ډاکټرسیدخلیل هاشمیان هغه څه چی استاد برها ن الدین په دی دولتی چورکی ولجه کړی او خپلو اولادونو ته یی دمیراث په توګه پریښودلی دی دنورو دنمونی په توګه داسی بیان کړی دی:«دارایی نقده دربانکها از پسر کلان خوجه یین ربانی..... ۷۰۰ملیون ډالر ــ از پسر دومش که در کاناډازندګی میکند ۵۰۰ملیون دالرــ ازپسر سومش که در کابل زندګی میکند ۴۰۰ ملیون دالرواز دخترش که نازدانه پدر ومادر بود ۴۰۰ ملیون دالر(نقده دربانکها)ومالک چند قصر درهسپانیه وفرانسه میباشد.........جایداد غیر منقول استاد ربانی هنوز سجل نشده وقسمت اعظم آن مخفی میباشد ــ آنچی معلوم است،در حدود چهار هزاز جریب زمین مسطح به شمول چند کوهپایه در بدخشان،بهترین وقیمت ترین قصرها وعمارات وبلند منزلها در کا بل وتمام تپه بی بی مهرو وچند عمارت در مزار شزیف وچند باغ در کوهدامن.......»[افغان  جرمن   آنلاین  ۵/۲/۲۰۱۷]

داسی هم ویل کیږی چی داستاد ربانی  ولجی او غنیمتونه دپخوانی ښوونکی،جهادی پاټکوال اود بلخ ولایت اوسنی والی عطامحمد نور د ولجو او غنیمتونو دذکات کچی ته هم نه رسیږی. دولتی فساد له یوی خوا دولتی چارواکی چاغوی، ملیونران او ملیار دران تری جوړوی،خو له بلی خوا هیواد او ولس دزیاتو رنځونو،ربړونو،ناخوالیو ،ناامنیو او بی وسیو سره مخامخ کوی او له دولته یی بیزاره کوی، دولتی چارواکی  دمادی شتمنیو په بدل کی دولس په وړاندی باور اوحیثیت له لاسه ورکوی،سپکیږی او په ډیرو رسنیو کی هم دغلواکی ،بلواکی او بی کفایتی تورونه پری لګیږی.کورنی اوبهرنی افغانستان پیژندونکی هم فساد او دچارواکو بی کفایتی به امیتی،اقتصادی او کلتوری چاروکی ددولت دناکامی بنسټیز لامل ګڼی.رښتیا دادی چی داپه اصل کی ددولت دوسلوالو مخالفانو کوم کمال نه دی،دا به حقیقت کی دولتی فساد دی چی دولت کمزوری کوی،ملا یی ماتوی او داسی یی له پښو غورځوی چی امریکا او ټوله ناټو یی په ملیار دونوډالرو،په درندو او عصری وسلو اوپه مسلکی لښکرو په پښو درولی نشی او ځانته دوړو کومه پوزه جوړولی نشی.ډاکتر ځیرکیار دی حقیقت ته ښه ځیر شوی دی اودا دولت یی دامریکا له پاره داور پرتوګ بللی دی چی که یی اغوندی سوزیږی اوکه یی غورځوی شر میږی چی لوڅیږی.دریمه برخه په همدی ځای پای ته رسیږی اوپه څلورمه برخه کی به په دولت او ټو لنه باندی دفساد اغیزو ته یوه کتنه وشی.

-
بېرته شاته