(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګندهارا نوم مخینه

[15.Aug.2017 - 09:30]

د ګندهارا نوم مخینه!

لیک او څېړنه: مصطفی سالک او زینب سالک

ګندهارا د سیمې په تاریخ کې د یوې ټاکلې جغرافیې نوم دی. د موندل شویو اثارو له مخه موږ د لومړي ځل لپاره ګندهارا کلیمه په توري نیم بدلون سره په ویدي سندرو کې وینو.

ریګویدا چې د اریایانو د هندي څانګې مذهبي سندرې دي چې د لیکلو زمانه یې له  میلاده ۵۰۰ کلونو مخکې څخه واخله ان تر ۱۸۰۰ قبل المیلاد پورې رسیږي.

په ریګویدا کې ګندهارا کلیمه د ګندوهره او ګندهرب په بڼو راغلې ده، چې د لمر خدایګوټی و.

په یوه ویدي سندره کې لولو( د لمر خدایګوټی ګندهروه سوما ته ګوري، او په قربانۍ سره اوبه بهیږي، ایندرا چې هغه بهوي له دې هرکلی خبر و او د لمر له څنډې یې کتل)

همدا راز به یوه بله سندره کې د ګندهرب بڼه راغلې ده.

( سوما ګندهرب ته او ګندهرب اګنې ته ورکړه او اګنې بیا دا ښځه له ماشومانو او نعمتونو سره ماته وبښله..........)

ګندوهره او ګندهرب د ویدیانو د لمر خدایګوټی و.

پوهاند رسول باوري کاږي چې ګواکې د شته سندونو له مخه د لومړي ځل لپاره ګندهارا د یوې سیمې په توګه هیرودوت (۴۴۴ق-م ژوندی) په خپل تاریخ کې د ګنداریس په نامه یاده کړې ده او ورپسې په لومړۍ قبل المیلاد پیړۍ کې بل یوناني تاریخ لیکونکي استرابون هم دغه نوم خوندی کړی، ورپسې بیا له میلاده  ۲۵۰ کلونه مخکې د یونان د باختري واکمنانو په اثارو کې د ګنداراتي او ګنداراوا په نومونو یاده شوې ده.

د ویدي سرودونو د ګندوهره او د راوروسته پیر د ګندراوا او د چینايي سیلانیانو د ګندهارا تر منځ اړیکي کره کیدی شي.

دغه سیلانیان په څلورمه ،شپږمه او اومه میلادي پیړۍ کې ګندهارا ته راغلي او له دې سیمې تیر شوي وو.

د افغانستان یو پیژندل شوي تاریخ لیکونکی میرغلام محمد غبار د ګندهارا د جغرافیې کچ و میچ داسې کوي.

(د گندهارا ولايت د افغانستان په ختيځه برخه کې پروت دى . ختيځ لور ته يې د سند سيند ، لويديځ لور ته يې د هندوکش غرونه ، سوېل لورته يې د پاختيا ( پکتيا ) ولايت او زابل او شمال لور ته يې چترال ، نورستان او پنجشير پراته دى . د گندهارا په مربوطاتو کې د پيښور ، اټک ، هشنغر ، سوات ، باجوړ ، بونير ، کابل ، لوگر ، وردک او کاپيسا سيمې دي . د گندهارا ډير لرغونی ښار بگرام دى . د گندهارا پورې مربوط نورې سيمې په لاندې ډول دي : کابل ، پيښور ، اټک ، چاريکار ، نوښار ، برکي راجان ، جلال آباد ، تکري ، مندرور ، د لغمان چهار باغ ، اسمار ، ښيوه او شيگي ، چغه سراى ، لعل پور ، جلالر ، شب قدر ، ديره ، امبيله ، تره کي ، ميان قلعه ، ناوه گى او نور)

خو پوهاند عبد الشکور رشاد له خبرې داسې ښکاري چې  د کابل بګرام یا باګرام د ګندهارا برخه نه وه ، بلکې ګندهارا یوازې د کنیشکا ژمني پایتخت و.

(( د گندهارا را صنعت د باختر او يوناني صنعت په سلسله کې خو را هم مدنيت و . دلته د صنعت يو خاص مکتب راوتلى دى ، چې هغه د هډې په هغو مجسمو کې چې پخواوې ښکاره کيده او هغه ته د گندهارا صنعت ويل کيده ، گندهارا خو د افغانستان د خورا لوى شاهنشاه کنشکا د ژمي پايتخت و ، هغه به په ژمي کې پيښور ته ورغى او هلته به اوسيده . کوم وخت چې کنشکا بودايي دين قبول کړ ، بيا پس له هغې څخه يې دغه اختلافات چې په بودايي دين کې منځ ته راغلى وو ، ددې د رفع او دفع لپاره يې لومړى معلومه لويه جرگه جوړه کړه . زمونږ د تاريخ لومړى معلومه لويه جرگه په گندهارا پورې اړه لري ، چې پنځه سوه کسه ورته راغوښتل شوي و ))  

 

ډیرکی تاریخ پوهان لیکي چې د کوشاني پاچا کنیشکا ( ۱۲۰-۱۶۰-واکمن) ژمنی پایتخت ګندهارا اوسنی پیښور او دوبنی یې د کابل باګرام و.

دلته یو بل تاریخي حقیقت مخې ته راځي چې د پيښور پخوانی نوم هم باګرام دی، لکه رحمان بابا چې وايي:

هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي

د رحمان په شعر ترکې د باګرام

 مانا داچې د کنیشکا دواړه پایتخته باګرام نومیدل، خو دا چې د کومې سیمې لومړی نوم باګرام دی د غور وړ ده.

زما په باور داسې ښکاري باګرام به د کابل د سیمې ار نوم وي، او هغه له دې کبله چې ښايي کنیشکا ته به تر پیښوره د کابل د باګرام ( اوس په پروان کې) ارزښت ډیر و چې دا خبره څو دلیلونه لري.

۱: د اندازې له مخه د کابل باګرام  اته میاشتې او پیښور څلورمیاشتې معتدله هوا لري چې د کابل ارزښت جوتوي او د پایتخت لپاره ډیره مناسبه بریښي.

۲:هغه لرغوني اثار چې په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۷ کلونو کې له باګرامه لاس ته راغلي کمیت او کیفییت یې ښيي چې ښايي د کنیشکا ار پایتخت او اصل باګرام وي.

که د هغو تاریخ لیکونکو خبره سمه وي چې د کابل بګرام د ګندهارا د کنیشکا او ګندهارا مرکز دی. ښايي علت یې دا وي چې ګندهارا هغه مهال د بودايي پاچا لپاره ځکه ارزښت درلود چې دغه دین ته یې اخلاص درلود او ګندهارا په بودایت کې سپیڅلې سیمه ګڼل کیده.

بودایت ته د کنیشکا عقیدت له دې هم ښکاري چې په بامیانو کې یې د سیمې پر کچه د بودا ستر او شهکار بتان جوړ کړي وو. 

باګرام د سنسکرت له دوو کلیمو (باغ-رام) څخه جوړه ده چې مانا یې د خدای بڼ دی. دا هم ښيي چې د باګرام نومونه ددیني تقدس پر بنسټ شوی ده.

خو په لومړیو میلادي پیړیو کې چې کوم چینايي سیلانیان اوسني افغانستان ته راغلي وو په ګندهارا کې یې د (هیلو) په نامه د یوه بل مذهبي ښاریادونه هم کړې ده. چې د پوهاند عبدالحی حبیبي په باور هیلو هډه ده، خو داسې کوم سند نه وړاندې کوي چې دا ادعا ثابته کړي. کیدی شي نوموړي ته دافکرد هډي د اثارو له ارزښته پیدا شوی وي، که زما دا تصور سم وي نو بیا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا هغه مهال د ګندهارا تمدن ټول معبدونه او اثار سپړل شوي وو؟

بله دا چې چینایي سیلانیانو هیلو یو سپیڅلی ښار بللی په داسې حال کې چې هډه یو معبد و، او ښار یې حبیبي ناکی بللی که په رښتیا هډه (هیلو) او( ناکی) ننګرهاروي نو بیا  څنګه په نښتي ډول دوه ښارونه جوړ شوي وو ، بیاخو باید یو ښار وای.

دغو لیکونکو هیلو له هډې سره تړلې او بیا یې فکرکړی چې اوسنۍ هډه د ګندهارا  مرکز دی.

د اثارو د کمیت او کیفیت تصوراتی تول دې ته لاره هواره  کړې چې لیونکي بیلې سیمې د ګندهارا د پایتخت په نامه یادې کړې، سربیره پر کابلي باګرام او هډه پيښور، مردان او ټیکسلا هغه سیمې دي چې ادعا کیږي هغه  مهال به د ګندهارا

پلازمینه وه.

خو که د مرحوم غبار  او یو شمیر نورو تاریخ لیکونکو دا خبره  سمه وي چې اوسنی پروان (باګرام) د ګندهارا برخه او د کنیشکا دوبنی پلازمینه وه.

نو لرې دې نه وي چې همدغه باګرام د لرغونې ګندهارا مرکز وي.  

 اوس بیرته د ویدي سندرو پر لوري ورګرځو جغرافیه ، وخت او ژبنی څرنګوالی ښیي چې د ویدي سرودونو ګندوهره اود تاریخ لیکونکو ګندهارا سره په خپلو کې اړیکي لري.

او توپیري توري یې تر ډیره واولونه دي ، چې زموږ په ژبو کې ډیر ځله یو پر بل اوړي.

دا نوم په پیل کې د خدایګوټي و ځکه چې ګندوهره د لمر خدایګوټی دی، او یو شمیر تاریخ لیکونکو هم لیکلي چې د ګندهارا مانا د رڼاګانو سیمه ده.

د ګندهارا ورک ښار نګار چرته و؟ !

که ټولې ګندهارا ته پام وکړو د هارونو هار تر سترګو کیږي، څرګنده نه ده چې لومړی به کوم هار جوړ شوی وي، خو د شته سندونو له مخه د هارونو د ټولګې نوم  ګندهارا په ویدونو کې تر سترګو کیږي. یوه ښځه د خپل میړه د چلند پر اړه وايي.(زه د هغه لپاره لکه د ګندهارا اوزه یم ) اټکل دادی چې ویدونه به له ۱۸۰۰ ق –م څخه تر ۴۰۰ ق-م پورې زمانه کې لیکل شوي وي د ویدونو دا جمله که ترلاسه شویو سندونو کې لومړی سند دی چې د کندهارا د جغرافیې پخلی کوي، نو ورسره د ددغې سیمې ارزښت هم په ګوته کوي تاریخ لیکونکي کاږي چې ګندهارا وايي ډیره سمسوره او ښیرازه سیمه وه چې چې اوزې او پسونه څورب او ښکلی و.

چپرهار، ننګرهار، کندهار، او ګندهار هغه نومونه دي چې په یوه نه یوه ډول جغرافیوي او معنوي اړیکي لريی، ددغو نومونو لومړۍ برخې ښايي بیلې ماناوې ولري خو (هار) یې تر منځ مشترک دی.

لغت لیکونکي کاږي چې هار د معبد مانا هم لري خو په یو شمیر اریايي سیمه نومونو کې د وروستاړي په توګه راځي چې مانا یې اوسنی ښار دی.

علی اکبر دهخدا په مشهوره لغتنامه کې قندهار د هند په ګنګ کې یو لوی معبد بللی دی، او استدلال یې د نظامی ګنجوی په دې بیتونو کړی چې هند ته د سکندر د لیږد کیسه کوي.

 

 دگرباره در مرز هنــــدوستـــــان

 گذر كرد چون بــاد بـر بـوستان

 از آنجا به مشرق علم بر فراخت 

يكی ماه بردشت بر كوه ساخت 

از آن راه چــــون دوزخ تـــافتــــه

 كز ان پشت مـــاهـــی تپش يافته

 در آمـــد در ان شهر مينو سرشت

 كه تركانش خوانند گنگ بهشت 

هوايی در آن ديـد چــون نـوبـهار

پرستش گهی نام آن قندهار

 

د نظامی داستان شاعرانه دی خو اسطوروي نه بلکې منطقي بریښي تاریخ لیکي چې ګنګ په هند کې د مقدونې سکندروروستی سنګر و له هم هغه ځایه په ۳۲۵ ق-م کې بیرته پر شا راوګرځيد او د مکران ددښتې او سیستان –بلوچستان پر لاره رهي شو، چې بابل ته په رسیدو په ۳۲۳ ق-م کې د ۳۳ کلونو په عمر ومړ .

دا چې قندهار د هند ګنګ سیمه کې یو معبد و، دا امکان پیدا کوي چې دغه نوم دې له ګندهارا تللی وي او د تبرک لپاره دې ایښودل شوی وي، کومه خبره چې یو شمیر تاریخ لیکونکي د اوسني افغانستان د سویلي ولایت کندهار د نومونې پر اړه هم کوي.

چې تر کندهاره ورسیده نو وبه وایم چې موږ په تیره لیکنه کې په دې خبره شک ښودلی و چې هډه دې هیلو وي، خو اوس د چینايي سیلانیانو له قوله یوه داسې تاریخي سند لرو چې ښيي هډه د بودایانو د مهال هیلو ده.

تاریخ لیکونکی عبدالواحد سیدی په بازشناسی افغانستان کې د د بودايي پیر د ننګرهار د مرکزي ښار نګار ځای داسې په ګوته کوي.

( کنګهم لیکي دا ښار چې نګار بلل کیده د ننګرهار د اوسني ښار جلال اباد لودیځ دوه ګیلومترۍ کې بګرام نومې سیمه کې و سن مارټین هم دا خبره تایدوي او دا ځای د کابل سیند او سره رود د تقاطع او یوځای کیدو نقطه ګڼي)

نګار سره رود ته مخامخ په لوړه پروت و، یو شمیر تاریخ لیکونکو دغلته پخوا د یوې لرغونې کلا یادونه هم کړې وه، اوس یې درک نشته خو هلته شته سمڅې او نورې نښې ددې ګواهي ورکوٍي چې دلته نګار ښار پټ دی.

بله دا چې پخوا به ښارونه د رودونو او سیندونو پر غاړو جوړیدل او دلته هم سیند و او هم رود راوتی و د نګار مانا په سنسکرت کې بت ده چې ننګرهار د ښایسته بتانو د سیمې مانا لري.

بله دا چې د ننګرهار باګرام په سیمه کې د بودايي پیر دریم باګرام شو چې مانا یې د خدای بڼ ده.په تیره لیکنه کې مو د پروان او پيښور د باګرامو یادونه کړې وه چې د کنیشکا د واکمنۍ پر مهال د ګندهارا د اوړي او ژمي پلازمینې وي.

 

ښاغلی سیدي مخکې لیکي چې نګار د ننګرهار پایتخت و خو وروسته هیلو یانې هډه مرکز شو نوموړی د چینايي  سیلاني له خولې لیکي چې له نګار سره نږدې بل ښار هم و چې هیلو یې بلله .

ګڼ تاریخ لیکونکي استدلال کوي چې هیلو هم هډه ده.

هیلو ښايي له هالو نه اخستل شوي، چې د نورو ګڼو مذهبونو په څیر په بودایت کې هم خپله مانا لري او هغه دا چې ډیر ځله د بودا د بت یا انځور سر د نور په یوه هاله کې ښودل کیږي. له دې کبله هاله سپیڅلې ده، نو د هیلو مانا هم سپیڅلې شوه، د هماغه هاله ده چې حمید مومند په بتخانه نه بلکې په اسمان کې ګوري.

خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا یې غاښ په خوله کې زیب که لاله شوه په ژاله کې

د انګلیسي ژبې سلام یانې هیلو هم له دغې انګیرل شوي مقدسې مذهبي حالې نه راوتلی دی.

 

څیړنه:

 مصطفی سالک

زینب سالک

 
-
بېرته شاته