(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي عجب خان

[16.Aug.2017 - 13:46]

شمله ورغازي عجب خان اپریدی 

لیک او څېړنه: زینب سالک او مصطفی سالک 

 

(  ۱۲۵۵ ) - ش کال و چې دادم خیلو درې له جلاله ډکه دره کې غلام حیدر خان کره یوه ماشوم سترګې وغړولی، سترګې نه وې د خپلواکۍ ډیوې وې چې فرنګیانو ته په کې تیراواله بريښنا او غورځیدونکي تندرونه په تمه وو، فرنګیان خیبر ته ډیر ببر و، د خیبر په هغو غرونو کې چې د سترواکانو د یاغي اسونو د ښویدلو نیلیو نالونه یې په تورو کاڼو کې د تل لپاره نقش پاتې دي.

په ( ۱۳ ) - ش پیړۍ کې فرنګ ښکیلاک لاسونه وروغځول، د دروغنجې ډیورنډ کرښې پر اوږدو کې پراته قبایل یې وځپل ، او کلي کالاګانې یې ورته لوټي لوټي او ړنګې بنګې کړلې، هلته یې پوځي څارن ځایونه جوړ کړل او د خیبر په غرونو کې یې د اسان تګ راتګ لپاره سړکونه راښکل، دا سړکونه د خلکو د اسانتیا لپاره نه وو جوړ هغه د رحمت شاه سایل خبره :

د خړ خیبر په سینه تورې کرښې

لکه د یار په مخ پردۍ نښې دي 

داسې غرور د خیبر ډبر مټي عجب خان اپریدي ته د منلو وړ نه. نو ځکه یې په  ۱۳۰۶ - ش کال پر ډاګ ډګری د جهاد اعلان وکړ:

عجب خان : غرنیو پښتونو ، بلکې غرونو، غرونو پښتنو، دا طاقت شکن خیبر هماغه دی، چې د ‌ډیرو ځورورو تاجونه یې کندو ته کولیدلي، دا په ناروا نشه مست راتلل او غوښتل یې چې تشه لاره ورکړو او بس خو موږ یې له پښو نه خیبرۍ لارې کش کړې او راښکلې دي، خو فرنګیان تشه لاره نه غواړي موږ یې له خپل ملکه بیل کړو، او د ډیورنډ په نامه یې زموږ د ملي وحدت شاه رګ پرې کړ، ومو نه لیدل چې لواړګي ته یې د اورګاډي پټلۍ تیره کړه نو په خپلو تورمخو یې سره او سپین وشیندل، خو د خاورې مینان یې یو د بل په ټیل کې تورو زندانونو ته واچول، موږ ته نه ده منظوره چې له افغانستانه بیل او په فرنګي هند پورې دې وتړل شو، دا د مسلمانو افغانانو خاوره ده او بیا به هم وي. پاڅئ او د فرنګیانو د لا غروبه استمعار تندر نیولی تور لمر د خیبر درې ته راښکته کړئ او دا احساس ورکړئ چې مونږ نه ورکیږو او نه بیلیږو.

سلګونه وسلوال ځوانان : تکبیر - الله اکبر - الله اکبر - الله اکبر.

تر غونډې وروسته عجب خان ورور یې شهزاده خان او درېو تنو نورو په داسې حال کې غره ته تکیه کړې وه ته به وايې چې د پښتونخوا د عزت غر په شا کوي.

شهزاده خان : عجب خان لالا جهاد به له کومه ځایه پیلوو.

اول خان : په لواړګي حمله کوو او ددوی جوړه کړې پټلۍ له هغه ځایه تر

 ( جمه ) له جرړو وباسو.

عجب خان : نه، ښه به داوي چې د کوهاټ پر غاښي واوړو او په کوهاټ کې د فرنګیانو پر ( څارن خونه ) خونه برید وکړ.

داود شاه : اول خان ویل چې په لواړګي ورځو ځکه چې هلته د اور د ښامار لاره او تاو راتاو خاپونه دي، زما خو همدغه نظر خوښ شو.

عجب خان : دا خو ده ، چې د اور د ښامار سر پرې نه شي، زهر به یې نه پورته افغانستان ارام ته پریږدي او نه هم مونږه .

داودشاه : ښه نو بیا ؟

عجب خان : نو بیا دا چې لکه وږي بازان به د کوهاټ پر څارن خونه ورځو یو خو دا چې په لاره کې یې د کوهاټ دنګ غرونه ( غاښي ) دی، که یوه ډله په غاښي کې پاتې شي او لاره وساتي مطمین یم چې نوي فوځونه یې مرستې ته نه شي رارسیدی.

شهزاده خان : ښه نو لالا وجه یې داده چې دلته که جګړه اوږده هم شي نور سورسري ماران له سوړو نه شي راوتی .........

عجب خان : هو همداسې ده خو نورې وجې یې هم شته .

ګل اکبر : نورې وجې لکه !؟

عجب خان : ګورئ فرنګیانو د پټلۍ په نامه د ښامار لاره جوړه کړې او نن سبا یې ټول پام له لواړګي تر طور خمه لارې ته دی ، له ځانه یې نه وایم زمونږ د 

( ځري ) خبره ده. بله دا چې د کوهاټ په څارن خونه کې رنګ په رنګ انګریزۍ وسلې دي ، چې باید د مجاهدینو له خوا ولجه شي، وسلې او وسیلې به مو ډیرې شي  ..... هو نو .....هسې نه چې د هغوی ټوپکې زموږ د لاس جوړو ټوپکو نه ښې وي.

ټول ملګري : بس وشوه د خیر دعا به وکړو.

عجب خان : ( ټول بره ګوري او لاسونه یې ددعا لپاره لپه کړي دي ) یا الله دا ځمکه ستا یو امانت دی، او ستا د خلیفه انسان کار دادی چې دلته یوازې ستا او ستا د رسول دین لکه د تاترې غر محکم او پر خپل ځای وساتي. یا الله بری زموږ برخه او شهادت تقدیر وګرځوه خو دا پښتونخوا دا د اسلام کلا د ( لا اله الا الله محمد الرسول الله ) په ازلي او ابدي نور روښانه وساته ، زمونږ مهربانه خدایه تر کومه چې انګریز په خیبر کې خو پر ځای پریده چې هند کې هم وي ما به یې د تنس نس کولو لپاره په نیت ګولۍ شپیلۍ ته پورته کړې ساتلې وي.

( ۱۹۱۹ کال د نومبر د ۲۷ نیټې شپه )

دا مهال عجب خان له خپلې ډلې سره د کوهاټ د غاښې له لارې په جنګي اسونو واوښتل، خو مخکې له دې چې ښار او ابادۍ ته نزدې شي بیا یې اسونه دایره کول چې په منځ کې د عجب خان اس له ډیرې مستۍ بیتابۍ نه شڼیده. 

واګی یې راښکلی او سپین اس یې چې تندی یې طلايي وو خپلې مخکینۍ پښې وچتې کړې او په دوو پښو ودرید. چې بیرته رام شو نو خپلو ملګرو ته یې وویل .

عجب خان : ګورئ څارن ځای دوه دروازې لري، یوه لاره اوږده ده خو دا چې له برجلونو ښکاري په مخ کې مو هیڅ نشته خو یو السیشن سپی ګرځي.

خندان : ها ها ها ها ........

عجب خان : ( موسکی دی ) زوروه مادرته د حملې پلان ښیلو او ته خاندې ! ولې ؟ 

خندان هاها معافي غواړم خانه هسې ستا د السیشن سپی سره هغه ګوره جنرال یاد شو همداسې نوم یې دی جنرال الیس بش یو شن یې پاتې شو هاها

ټولو په کټ، کټ وخندل. 

عجب خان :  ( د لاس په اشاره ورته کړه چې غلي شي ) ښه نو له جنرال الیس چې تیر شوئ ( په موسکا ) بیا یو کس ور ساتونکي وسلوال دی.

بیګاه ته د ځري نوبت دی چې سپي ته به ډوډۍ راوباسي، هغه به سپی یوې خواته بیايي او زه به د هغه په یونیفارم کې کلا ته ننوځم چې ډز مو واورید بیا به تاسو هم په منډه په ما پسې راځئ ( په موسکا ) خو خیال به کوئ ځکه چې ما به هم فرنګي یونیفارم اغوستی وي.

بیا دننه په کلا کې کلا ده دروازه یې هم ورته له ولایته ( انګلستانه ) راوړی، چې ننوځو هلته موجود ټول څراغونه په ګولیو ولئ - هغوی به خامخا دلته پټیږي خو ګورئ د وسلې ډپو بهر کلا کې دی د وسلو له وچتولو پس به ځری دویمه درزوازه پرانیزې او له دې لارې به وځو بس دوه منټه منډه ده بیا مو مخې ته یو کوچنی غر دی چې له دې پناه شوئ بیا سندرې وایې.

ټول مسکی شول او بیا یې الله تعالی ته ددعا لاسونه لپه کړل.

پلان کامیاب شو ، او عجب خان ( ۱۲۵ ) ولایتي ټوپکی ، (۱۵ ) تورې ( ۸ ) دوربینونه او ګټه ، ګټه انګریزي کارتوس ولجه کړل، او یو سنتري هم په کې ووژل شو ځری چې یو پښتون جاسوس و له عجب خان سره وروسته پر اس سپور شو او په دګړ ووتل درې ته چې اوښتل څو شیبې یې د غاښي غر له لوړو د انګریزانو څارن ځایونو ته په دوربین کې وکتل هیڅ نه ښکاریدل خو ځراغونه بیرته بل شوي وو چې د ویر رڼا یې تته، تته ښکاره هر مجاهد هیله لرله چې په دوربین کې وګوري خو د تیارو له کبله ایله د تتو څراغونو احساس کیده.

وختونه تیریدل او د عجب خان د لښکرو جنګي اسونه د خرپ لپاره تلل او د ترپ لپاره ستنیدل انګریزانو هم ددغه غرني شاهین د نیولو او ایلولو لپاره د وسلو او سرو سپینو رنګارنګ دامونه کیښودل خو ( عجب خان - عجب خان و ) د الوت سیمه یې د بریتانیې له بیرغه وچته او د هغوی له سامراجي فکره لوړه وه.

خو په ( ۱۹۲۳ ) - م - کال کې هغه پیښه وشوه چې د عجب خان شهرت یې له خیبره پورته شو او د نړیوالو غوږونو ته ورسید.

انګریزانو له ګاډو توپ او توپخانی سره د خیبر سندره سندره چاپیرچل له بدرنګه شور او ډزو ډک کړ، او ناروا یې دا وکړه چې له پښتون عجب خان سره یې داسې چلند وکړ چې د انګلیسانو یوه لویه ادعا یې غلطه ثابته کړه چې ګواکې د سیمې د کلچر درناوی کوي او له ښځو سره هیڅ کار نلري، عجب خان په کلي کې نه و او نه یې هم ورور شهزاده خان حاضر و، ګوره ګانو د هغه د کور د حریم ستر مات کړ او د هغه مور او دوه خپلوان یې روان کړل او هلته یې د تورو تمبو شاته واچول :

یوه شپه چې د عجب خان مور د ماسخوتن لمونځ وکړ نو بله هیڅ دعا یې ونکړه خو دا یې وویل چې خدایه د عجب خان تللی عزت پر ځای کړې د توقیف خونې  

( حوالات ) دوه سیخونه یې په غبرګو لاسونو نیولي وو له سترګو یې اوښکې روانې وې ، ویښته یې لکه د لیونیو جړ و او خپلو زامنو عجب خان او شهزاده خان په انتظار کې یې د حال په ژبه یوه سندره ویله هسې سندره لکه بندي ښاپیرۍ یې چې وايي اوس هم داسندره راځي او د ادم خیلو دره کې د یو شمیر پښتنو پر پښتنو شونډو وطنپال رقص کوي هو زه یې اوس هم اورم تاسو هم غوږ شئ او له درې دا راتلونکی حماسي او پښتون غږ واورئ.

 

چې شهزاد  خان راځي ، راځي زه به سرتوره یمه

مونږ کې چې توان راځي ، راځي زه به سرتوره یمه

زما بخمل ، ګیډی ګیډی زلفې فرنګ وویستې

چې عجب خان راځي ، راځي زه به سر توره یمه

د قندهار د پیغلې چغه تر خیبره راغله

زموږ چې ځوان راځي ، راځي زه به سرتوره یمه

نه مې شال لوند شو نه مې ستا شړۍ لنده ولیده

بیا چې باران راځي ، راځي زه به سرتوره یمه

دا غټې ، غټې رڼې اوښکې دا سبق ورکوي 

چې مې افغان راځي ، راځي زه به سرتوره ده

 

عجب خان لکه زخمي زمری ددښمن د وینې د څکلو او انتقام ته داسې تږی و، چې د خیبر دره ورته تنګه شوه لکه د انګریز حوالات ( چې مور او دوه کسه نور خپلوان یې په کې بندیان و )

هم د ( ۱۹۲۳ ) - م - د اکتوبر میاشتې د ( ۱۳ ) نیټې شپه وه ، شهزاده خان ، عجب خان او ملګري یې د کوهاټ چوڼۍ په ساحه کې د یوه لوی پوځي جنرال ایلیس کورته واوښتل لور یې مولي ایلس ( ۱۷ - کلنه وه  ) له خپلې مور ( مسزز ایلیس ) سره ویده وه.

ایلیس د سپي په غپا راویښه شوه ، تیاره وه مور یې لاس پښه وهل خو د شاهزاده خان د ګزار له کبله پریوته او ساه یې ووته.

عجب خان : مولي ایلیس له ولیو ونیوه شاته یې کش کړه او په يوه ټوکر کې یې وپوښله، هغه په زړه کې پوهیده چې تښتول کیږي خو د ویرې له انتها سره سره ډاډمنه وه که پښتنو وتښتوله نه یې وژني او نه پرې جنسي تیری کوي ځکه دلته تر راتلو مخکې یې ځان د پښتنو قبایلو ددود دستور او دوستۍ دښمنۍ پر اړه ډیر څه لوستي او اوریدلي وو.

عجب خان ۱۷ کلنه نازکه مولي ایلیس پیاده په غرونو کې روانه کړې وه.

Ajab khan : Oh your feet is bleeding !

Moly : yes but what can I do with it?

Ajab khan : No you don't do anything I will do something.

شهزاده خان : ( په موسکا ) واه عجب خان لالا داته خو سم دم انګلش وایې !!!

عجب خان : روری پوهیږې ما خو ورسره کار کاوه خو ښه شوه چې د ټوپک غلا یې راباندې تور کړه او زه خدای تعالی سمې لارې ته سم کړم.

ګوره شهزاده ته او دا پرنګۍ د دغه غټ کاڼي لاندې کینئ بره په سړګ انګریزانو تلل راتلل شروع کړي هم موږ لټوي.

شهزاده خان بیا خو په کار ده چې زر له دې ځایه لاړ شو!!

عجب خان: منم چې خطره ده خو دا جلۍ په دې غرونو کې لوڅې پښې نه شي تللی زه ورته له مزري نه پیزار جوړوم.

شهزاده خان : ښه سمه ده.

عجب خان په څو شیبو کې جینۍ له پستې څپلۍ جوړې کړې ور په پښو یې کړې او له هغه ځایه روان شول.

څو ورځې وروسته انګریزانو ومنله چې د عجب خان خیلخانه به خوشی کوي همداسې وشوه ددواړو غاړو جرګې ستونزه هواره کړه او مس ایلیس یې خوشې کړه.

انګریزانو هم ومنله چې عجب خان پر دغې انګریزې جینۍ نه جنسي تیری کړی او نه یې ورسره زور زیاتی - هغه څه چې مس ایلس د تښتولو پر مهال احساس کړي وو سل په سلو کې رښتیا وختل او د هغې په خپله وینا لکه خور یې ساتله خو دا چې تښتولې یې وه نو خپل غچ یې اخسته.

خو تر دې وروسته عجب خان ته خیبر پښتونخوا تنور وګرځیده هو ځنځیرونو او د باروتو اور یې منتظر وو. او ګوره ګانو پوره ( ۳۰۰۰ ) روپۍ په لاسونو کې ګرځولی که چا د عجب خان درک ورکړ نو ورکوي به یې.

هماغه و چې غازي عجب خان له ډیورنډ پرهره راواوښت  او په شینوارو کې دیره شوه خو که د باز جاله هر چرته وي د ښکار ځای یې معلوم وي، هغه له دې غاړې هم په سامراجي فوځونو ناتار بریدونه کول.

شینوارو ورسره ژمنه کړې وه چې په هیڅ قیمت به یې نه انګریزانو ته سپاري او نه به یې له سیمې وباسي. انګریزانو د هند په بندر کې د افغانستان وسله ونیوله او ویې چې ددې وسلې لیږدول قانوني نه دي، خدای تعالی به خبر وي چې انګریزانو څنګه تر دې نیونې مخکې د افغانستان لا قانونه وسلې ته اجازه ورکوله، او اخر یې ونیوه بله دا چې د یو شمیر تاریخ لیکونکو په وینا امان الله پاچا انګریز ضد و، نو چې انګریز ضد و څنګه توانیده چې دومره موده دې له بریتانوي هنده قاچاقي وسله راولیږدوي؟؟؟؟

تاریخ لیکونکي کاږي چې بیا هم امان الله خان تر ډیره په عجب خان پسې سر ونه ګروه،

خو دا ډیره موده په مشکله سره ( ۲ ) میاشتې وه، د ( ۱۹۲۴ ) -م - په فرورۍ کې شینوارو ته راواوښت - په هند کې وسله ونیول شوه او امان غازي مجبور شو چې له انګلیسانو سره د غازیی اکبر عجب خان د سپین بند تړون لاسلیک کړي، هغه دا چې نه به نور عجب خان پښتونخوا ته پریږدي او نه به دا اجازه ورکوي چې لاړ شي او په پښتونخوا کې پر ګوره ځواکونو حملې وکړي.

هو په ظاهره خو له عجب خان اپریدي سره د امان الله خان د هرکلي بدرګه روانه وه خو په باطن کې یې هغه له ډیورنډه لرې مزار شریف ته بندي ولیږه او خلکو ته یې جوته کړه چې هلته یې سپین زندان یانې ملک او جاګیر وبښه.

هلته شینوارو انګلیسانو ته وویل چې عجب خان موږ وویست نو حق مو دې چې د هغه د سر ( ۳۰۰۰ ) روپۍ موږ ته د انعام په توګه راکړئ!!!!! خو خدای زده ولې انګریزانو خاورې هم ورنکړې!!!!!

شاعر وايي :

په بارداره ونه تل وریږي کاڼي

ورته ګوره چې بارداره ونه څه کا

؟؟

په کابل کې چې د سقاو د زوی اړو دوړ پیل شو، او سپه سالار عبدالرحیم خان یې د مزار جبهې ته واستو چې هلته هم اماني حکومت ختم کړي، عجب خان یې مقابلې او سیالۍ ته راووت، بلکې قسمت د عبدالرحیم خان ښه و ګنې د شهزاده خان له ګوزاره تللی و.

عجب خان له سیمې سره بلد نه و، سرپل ته واوښت او هلته یې له غلام اسحق خان سره اشنايي جوړه کړه او بلخ یې بیرته ونیو. خو بیرته یې له لاسه ووت.

خان کیسه کوي چې غلام نبي خان ( ۳۰۰  ) ټوپکې ورکړې چې پر هزاره ګانو یې وویشي او د امان الله غازي په پلوۍ وجنګیږي.

رښتیا هم د ادم خیلو له درې راوتې د پښتنو دغه سني مارشال مشر بالاخره سوف دری ته ننوت او د غلام نبي بیګ په مرسته د شیعه لښکر مشر شو، خو دوی ورسره د شینوارو او امان الله خان په څیر چلند ونکړ بلکې په نره یې وساته ! 

کله چې سقاوي اړ ودوړ ختم شو، نادر خان له انګریزانو سره وفا وکړه او د شهزاده خان په لاس یې عجب خان فرمان ورولیږه چې هم هلته په مزار کې اوسه تللی جاګیر بیرته درکول کیږي.

هو خان هغه وخت ایله کابل ته راپريښودل شو چې انګلیسان ان له هنده هم ووتل.

خوشحال خان خټک وايي :

میړني دي چې یادیږي

په سندرو هم په ویر

د عجب خان غازي پر اړه په پښتنو کې ډیر شعرونه شته دا یې بله بیلګه ده:

په قران باندې لاس کیښود عجب خان

وې چې زه به ځان ته هله وایم ځوان

چې پګړۍ د پښتنو کړمه اوچته

ژوند به څه کړم چې وي ښکته مې چشمان

*****

 عجب خان د ۱۹۶۱ میلادي کال د اګست پر ( ۵ ) نیټه د ( ۸۵ ) کلونو په عمر مړ شو او په مزار شریف کې خاورو ته وسپارل شو.

انا لله و انا الیه راجعون.

**************

څیړنه

زینب سالک

مصطفی سالک

 
-
بېرته شاته