(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډيوه کې تېل نشته که باتۍ يې خرابې دي؟

د انټرنېټ او تلويزيون دور د راديو اورېدونکي ډېر کم کړي دي خو د رسنيو پرمختګ او ازادۍ بيا داسې زمينه برابره کړې ده چې راديوګان کولى شي په خپلو ښو خپرونو سره اورېدونکي پېدا او خپل پېغام ورته ورسوي خو دا کار په دې اوسنۍ زمانه کې ډېر زور غواړي ځکه چې مېدان کې به مقابله کول وي او داسې پروګرامونه به خپرول وي چې لا د مخه په کار بوختو راديوګانو څخه په څه نه څه حواله ښه وي. که داسې نه وي نو بيا ګرانه ده چې يو تلويزيون کتونکي، يوه راديو اورېدونکي او يوه ورځپاڼه لوستونکي پېدا کړي. خو چې کله خبره د امريکا غږ راديو کېږي نو د انسان ذهن ته سمدستي د دې راديو د ښو خپرونو او اوږد شاليد يوه نقشه راځي. ددې راديو ځانګړتيا داده چې تل يې د خپرونو سره د ادبي نړۍ خلک پاتې شوي دي او پښتو ادب او ژورنالېزم ته يې ډېر څه ورکړي دي. برسېره پر دې، دې راديو هره ورځ بدلېدونکي ژوند او پر مخ تلونکې نړۍ کې خپلو خپرونو او پروګرامونو ته هم بدلون ورکړى دى او د وړاندې تګ په منډه کې يې ځان وړاندې ساتلى دى چې ښکاره بېلګه يې د رسنيو په تازه منډه کې خپلې خپرونې په دوو برخو ويشل دي؛ چې يوه يې اشنا او بله ډيوه راديو نومېږي. اشنا راديو د افغانستان لپاره خپرونې کوي او ټول کارکوونکي يې هماغه دي چې د اصلي امريکا غږ په خپرونو کې شامل وه، خو ډيوه راديو چې د پاکستان لپاره خپرونې کوي ډېرى داسې کارکوونکي لري چې د پښتو او ژورناليزم زده کړو ته سمدستي اړتيا لري. دغه راديو زه د تېرو څو ورځو څخه اورم. ددې د پېل او خپرونو څخه لا د مخه خبر وم خو کله مې ددې خپرونې اورېدلې نه وې، ځکه چې لکه د نننۍ نړۍ د ډېرو نورو خلکو زه هم د انټرنېټ روږدى يم او د نړۍ له حالاتو څخه له همدغې لارې ځان خبروم. خو کله چې څو ساعته وزګار وخت ولرم نو کوښښ کوم چې بي بي سي او اشنا راديو واورم. څو ورځې وړاندې په همدغسې يو وزګار ساعت کې په ډيوه راديو وربرابر شوم او د اورېدلو سره سم يې د ډېرو پوښتنو سره مخ کړم. لومړى مې هيڅ ګومان نه کاوه چې دا به د امريکا غږ راديو وي، ځکه چې خپرونه يې راته ډېره ناقصه او کارکوونکي يې راته ډېر نالوستي ښکاره شول. ددې لپاره چې زه غلط خو نه يم، د نوموړې راديو يوه بله او بيا بله خپرونه مې هم واورېدله او هغه وخت د خپل ګومان نه مطمين شوم چې نوموړې راديو ته لېږل شوى يو خط مې واورېد او ومې ويل چې دا سوچ يواځې زه نه بلکې نور ډېر خلک هم کوي. خط غالبا د کوزې پښتونخوا د بنو يا ټانک د سيمې نه د شاهين مستانه په نامه يو تن ورته لېږلى او دا يې پکې ويلي وه چې له ناهيد سحر پرته د ډيوه راديو نور ټول کارکوونکي بايد لومړى سمه پښتو زده کړي او په راديو کې دې داسې کسانو ته د کار کولو موقع ورکړل شي چې ادبي او ژورنالستي پس منظر ولري. خو کوم تن چې دغه خط اورولو هغه په ډېره سپين سترګۍ سره ورته ځواب ورکړ چې: "مونږ پښتانه يو، پښتو مو زده ده او ادبي پس منظر هم لرو" بيا يې په خط ليکونکي پسې د خندا کولو په توګه وويل: "که ستا دا خيال وي چې مونږ دې فريج ته يخه کوټه ووايو نو دا مونږ نه وايو." دې خبرې ماته يو بل ثبوت هم په لاس راکړ چې د ډيوه راديو کارکوونکي څومره په اوبو کې دي. بايد وضاحت وکړم چې خط ليکونکي دا وړانديز نه و کړى چې د ډيوه راديو کارکوونکي دې فريج ته يخه کوټه ووايي، هغه يواځې دا غوښتنه کړې وه چې دوى ښاغلي دې خپله پښتو ژبه سمه کړي. همدا خبره زما په ذهن کې هم وه چې ورته وې کړم. د بېلګې په توګه به يو څو نمونې وړاندې کړم چې د دوى د خبرونو څخه مې د يادګيرنې په توګه ليکلې دي: په هغه ورځ چې کوم تن خبرونه ويل، هغه په يو خبر کې وويل: "د افغانستان يو افغان ټيلي وېژن د هغه جرمن خاتون ويډيو ښکاره کړى دى کومه چې کابل ښار کې نامعلومه اغواکارو لخوا تښتولې شوې ده" يو لوستلى ژورنالست به دا خبره داسې کوي: "د افغانستان يو تلويزيون د هغې جرمنۍ (يا المانۍ) ښځې ويډيو فلم خپور کړى دى چې د کابل په ښار کې د نامعلومه وسله والو لخوا تښتول شوې ده". په دوهمه ورځ يې د همدغې پېښې خبر داسې واورولو: "افغان چارواکو هغه جرمن ښځه خوشې کړه چې يو شمېر اغواکارو لخوا تښتول شوې وه" دا خبر بايد داسې ويل شوى وى: "د افغان چارواکو په وېنا پوليسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې هغه جرمنۍ ښځه راخلاصه کړه چې د وسله والو غلو لخوا تښتول شوې وه" د "افغان چارواکو هغه جرمن ښځه خوشې کړه" نه دا مانا راوځي چې دغه ښځه افغان چارواکو تښتولې وه. دغه ښاغلي د يو بل خبر په يوه برخه کې وويل: "جنوبي وزيرستان کې يو چاودنې او ډزو له امله يو پوليس افسر په ګډون دوه چارواکي وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوي دي" سم شکل يې داسې دى: "په جنوبي وزيرستان کې د يوې چاودنې او نښتې له امله د يو افسر په ګډون درې تنه پوليس وژل شوي دي". پوره خبر چې ما واورېدو نو هم د راديو انانسر او هم په سيمه کې د دوى خبريال افسر ته افسر او عادي پوليسو ته چارواکي ويل. دا د مشت نمونه خروار په توګه يو څو بېلګې وې. که تاسې ددغه راديو پوره خپرونه واورئ نو هيڅ به نه پوهېږئ چې ورته وژاړئ که وخاندئ. د پښتو د لاسونو او پښو ماتولو برسېره د دوى ادبي پروګرامونه هم عجيبه وي. يو شاعر يا ليکوال يې مېلمه کړى وي چې د ادب او فن په اړه ترې پوښتنې وکړي، معلومات خپاره کړي او هم د هغه د ژوند په اړه ورسره خبرې وکړي، خو لکه څنګه چې دود دى، زياتره خلک د پروګرام پر مهال تليفونونه کوي نو تليفون کوونکي په مېلمه يو سلام واچوي او بيا خپل غزل يا کومه کيسه پېل کړي او دغسې دا يو داسې پروګرام شي چې نه يې سړى په سر پوه شي او نه په پاى، نه په مقصد او نه په مانا، نه په ګټه او نه په تاوان. چونکې پښتنو کې بې سوادي زياته او زياتره راديوګانو او تلويزونونو ته همدا ډول تليفونونه کېږي چې له موضوع څخه بهر وي خو د نورو راديوګانو لخوا يې مخنيوى کېږي، ولې د ډيوه راديو د انانسر لخوا دغه ډول تليفون کوونکي تشويقېدل. ددې لپاره چې ښه يې راته کړۀ وړۀ څرګند شي، ما د ډيوه راديو څو پروګرامونه واورېدل او په دغه ټولو پروګرامونو کې مې دا خبره احساس کړه چې يواځې ناهيد سحر او رابعه پير په خپلو خبرو او راپورونو کې د خپلو ټکو تورو ترتيب او تلفظ صحيح کولى شي. په دې دواړو کې ناهيد سحر خو زه دومره پېژنم چې د يو ادبي پس منظر لرونکې ليکواله او شاعره ده او فکر کوم چې دوه شعري ټولګې يې خپرې شوې دي، او رابعه پير به کومه نوې خبرياله وي. خو د ماتم خبره داده چې ما څومره پروګرامونه واورېدل نو ناهيد سحر پکې يواځې د لوبو، اقتصاد او سپورت خبرونه اورول او هغه د اقتصاد خبر يې هم بس داسې چې په فلانکي ځاى کې ډالر په دې خرڅېږي او روپۍ په دې. نور الله الله خېر ؤ. نو ځکه زه وايم چې ډيوه راديو کې يا خو تېل نشته يا يې باتۍ خرابې دي. که چېرې د دغه راديو مشران ادعا کوي چې دوى سره تېل هم شته او باتۍ يې هم سم کار کوي نو بيا ورته زما مشوره او وړانديز دادى چې د يادوو شويو دوو ښځينه خبريالانو پرته، نورو ټولو کارکوونکو ته دې په سمدستي توګه د پښتو ژبې او ژورناليزم د زده کړو غم وخوري او د راديوي خپرونو په شمال او ختيځ دې يې پوهه کړي. که داسې ونشي نو دوى چې پښتو له کوم پښې او لاسونه ماتوي، په پښتنو کې دومره څوک نران نشته چې پوښتنه يې وکړي، خو د امريکا غږ شهرت ته چې کوم زيان رسېږي کېداى شي چې د هغې پوښتنه ترېنه څوک وکړي. - بېرته شاته