(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فساد 4مه برخه

[17.Aug.2017 - 10:54]

فساد - څلورمه او وروستی برخه

لیک : استاد رڼاګل اریوبزی - د کابل پوهنتون پخوانی پروفیسر

په ټولنه او دولت د فساد اغیزی

الف ــ دولتی فساد ددولتی چارواکو تر منځ سیالی او دښمنی راپاروی:

نن سبا دا له چا پټه نده چی فاسددولتی چار واکی انسانی احساس،ملی ارمان اوژمنتیا او دوجدان سپیڅلتیا نه پیژنی.دژوند رسالت او دهغه ټول ارزښت دحرامی شتمنی په راټولولو او دخپلی ناپاکی ګیډی په پړسولو کی وینی.دملی ګټو په مفهوم نه پو هیږی او ملی شتمنی ورته بی څښتنه مال ښکاریږی،دخلکو جیبونه،ملی او شخصی ملکیتونه لوټوی او په هر څه او دهر چا چی وی خپله ګیډه اچوی.په فساد کی دهر فاسد چارواکی ونډه تر ډیرحده په دولتی دستګا کی دهغه په واک او ځواک پوری اړه لری.په هره اندازه یی چی په دولتی دستګا کی مقام لوړیږی،واک او ځواک یی زیاتیږی په همغه اندازه یی دفساد سرچینه پراخیږی او ونډه یی پنډ یږی.په دی ټوګه له دولتی مقامونونه دفساد ستراتیژیک هدفونه جوړیږی،دی هدفونوته درسبیدو په موخه ددولتی چار واکو تر منځ رقا بتونه را پیدا کیږی،چی ډیرځله وسله والونښتو ته هم وچتیږی اوکله کله سمی نظامی کوتاګانی هم تری جوړیږی.داچی مفسدین دفساد په سرچینو او دولتی مقامونو نه سره جوړیږی او تل یوبل ته ګواښیږی، د دولتی ځواک یوه برخه ددوی تر منځ په ګواښونو،ناندریو،رقا بتونو،جګړو او دښمنیو اوبه کیږی.په دولت دخلکو باور کمزوری کیږی،له ولسه تجریدیږی اویوه داسی سیاسی ناروغی تر جوړیږی چی دم دوا یی هیڅوک پیدا کولی نشی،ځواکمن بهرنی انډ یوالان یی علاج کولی نه شی.

ب ــ دفسادپه نیشه مست شوی دولت دقانون حاکمیت تر پښو لاندی کی:

دفساد نیشه هر وخت او په هر ځای کی دفاسدو چار واکو سترګی ړندوی،حق او قانون نشی لیدلی،حاکمیت ته یی زیان رسوی،دحقوقی اوقانونی ژوند په ویجاړولو پیل کوی،هر څومره چی چارواکی په فساد کی ډوبیږی، په همغه اندازه دقانون حاکمیت کمزوری کیږی او بلاخره لغو او تر پښو لاندی کیږی.کله چی فساد دوروستیو شپاړس کالو په بهیر کی دافغانستان داسلامی جمهوریت چارواکو دکار او مشغولیت اساسی برخه اوور پسی دژوند عادت وګرځید،ورسره سم سیاسی کلتور او ټولنیز ــ حقوقی شعور مخ په زوال شول.دقانون حاکمیت او په ټولنیز ژوند کی دهغه اهمیت او ارزښت،چی دچارواکو په شعور کی یی له سره چندان ځای نه درلود،بیخی له بسته ووت او تر پښو لاندی پریوت،تر دی چی د ۲۰۱۴م کال دولسمشری ټولټاکنو پایله،دولس رایه،اراده او داساسی قا نون یویشتمه ماده له سره بابیزه وګڼل شول او حکومت داساسی قانون په خلاف په  هغه وخت کی د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کری په منځګړتیا دیوه مصلحت په بنسټ جوړشو،چی له مخی یی دولسمشری مقام په ځای پاتی شو،خو تر څنګ یی ددولت په تشکیل کی د«اجرایه ریاست»په نامه غیر قانونی مقام جوړشواو داساسی قانون دڅلورویشتمی مادی په خلاف دولسمشر دقانونی واک نیما یی برخه ورکړ شوه،له دی امله ددولت داجرایه ارګان دااوسنی جوړښت قا نونی مشروعیت نه لری.ددی کار اساسی مو خه داوه چی په دولت کی دفاسدانو او فساد دموجودیت، استمرار او دهغوی دنفوذ دزیاتوالی لپاره لار همواره کړی.

له بلی خوا داساسی قانون له مخه دمقنینه ارګان« پارلمان» قانونی دوره څوکاله پخوا پای ته رسیدلی ده چی هیڅوک یی اوږدولی نشی او دی اوسنی پارلمان ته قانونی مشروعیت ورکولی نشی.داچی غیر قانونی حکومت دغیر قانونی پارلمان سره په ګډه دقضایی ارګان لوړ پوړی چار واکی ټاکی،نو دا ارګان هم قانونی بنسټ نلری.پدی توګه دری واړه ځواکونه غیر قانونی دی او دهیوا داساسی قانون له مخی دموجدیت حق نه لری.اوس نو که څوک له دی دولته دقانون دپلی کولو تمه لری،ماته د ګل پاچا الفت دالاندی شعر رایادوی:

په ورانکاروجی کارونه جوړوی

حقیقت کی جوړ کارونه ورانوی

یاټګی یاډیره سخته نادانی ده

که بوتان په بت پرستو ماتوی

په رښتیادکوم دولت موجدیت چی قانونی مشروعیت ونه لری، په څه ډول به په ټو لنه کی قانون پلی کوی.دقانونی حاکمیت په ټولنیزاو سوله ییز اهمیت اوارزښت پوهیدل،دقانون درناوی او په ټولنه کی دهغه پلی کول سیاسی کلتور او حقوقی شعور ته اړتیا لری او څوک چی په دی اوصافو سمبال وی فا سد کید لی نشی او فاسد بیا دسیاسی کلتورا و حقوقی شعور خاوند کیدلی نشی اوله قا نون سره جوړیدلی نشی،قانون به ماتوی او تر پښو لاندی کوی.د (ازادی کور) وروستی څیړنه ښیی چی:«داساسی قانون تر توشیح کیدو وروسته په تیرو ۱۳کلونو کی له ټولو ۱۶۲ مادو څخه یوازی شلمه ماده(دافغانستان پایتخت کابل دی) ندی نقض شوی.......څیړنه وایی چی دولسمشری ماڼی،دملی شورا غړو،دحکومت لوړ پوړو چار واکو،دکابینی غړو،دوزارتونو مرستیالانو،امنیه قومندانانو،جنرالانو، زورواکانو تر ټولو زیات داساسی قانون  نه سر غړونه اونقض کړی دی.»[نن ټکی اسیا ۶/۷/۲۰۱۶مج]

دااونوره بی شمیره څیړنی او لیکنی ښیی چی، په افغانستان کی لوړپوړی دولتی چار واکی، دفساد او له قانونه دسر غړونی مبتکران او عملی مخکښان دی او ټیت پوړی چارواکی په ځیر ځیر ورته ګوری او ددوی په لار روان دی، او ددواړ لویه برخه له سره بل کار نه لری، په غلا او چور کی سر ګردان دی.ډیر احتمال شته چی زما په شان به ډیرو نورو هبواد والو ته هم دا پوښنه پیدا کیږی چی، ولی دا دقانونی مشروعیت نه بی برخه دولت، چی دخپل ماموریت یو ساعت یی هم قانونی نه دی تیر کړی،په یوه خوله  او په ډیر ټینګار له طالبانو غواړی، چی داحتمالی سولی په صورت کی به حتماّ ددوی قانون منی او هم به یی په عمل کی پلی کوی او له امریکایانو هم داغوښتنه کوی چی ترڅوپه طالبانو یی داقانون منلی نه وی ترهغو به یی ورته ګوښی نه پریږدی.دډیر غور او فکر نه وروسته دی پایلی ته ورسیدم چی، داپوښتنه یوازی یو منطقی ځواب لری، او هغه داچی که طالبان په اوسنی اساسی قانون قسم ونه خوری او هغه ونه منی،نو بیاخو حتماّ خپل اساسی قانون  جاری کوی، او د طالبانو اساسی قانون بیا په خپل وار دغټو غټو غلو لاسونه هم غوڅوی،که چیری داسی وشی نو دوروستیو درو قانونی دورو له ټولولوړ پوړو دولتی چار واکو څخه به یوازی اوسنی ولسمشر  اشرف غنی، دوه بشپړه لاسونه ولری او په پوره بیغمی او ازادی کی به یی دیخوا او هغی خواته غور ځوی.

ج ــ فساد داقتصادی او کلتوری ودی مخه ډب کوی:

نن سبا زموږ په هیواد کی هرڅوک په دی پوهیږی چی دولتی چارواکی ددو لتی واک په خپله سیمه کی یا خپل خپلوان او دوستان په دندو ګماری یا دولتی دندی (دکار ځایونه)په نغدو ډالرو پلوری، وایی چی په دی سوداګری کی دپارلمان وکیلان ددلالانو رول لوبوی.پدی بازارکی څوک دکار لپاره دمسلکی پوهی،استعداد،قابلیت او وړتیا په لټه کی نه دی،دکار سلوک او ددندی په وړاندی دمسولیت احساس موضوع هم دبحث وړ نه ګڼل کیږی، او کوم ارزښت نه ورکول کیږی،دوی وچ کلک لګیا دی په سپینو او بی حیا سترګو، ډالر لټوی او څوک یی چی لری،دسر په سترګویی منی او په مهمو او پیچلو دندویی ګماری.بی پیسو اوبی واسطو زلمی که په لوړو زده کړو،مسلکی مهارتونواو قابلیتونو سمبال،دکار دعالی سلوک او ددندی په وړاندی د وچت مسولیت خاوندان هم وی، په دولتی موسسو اواداروکی په کار نه ګمارل کیږی او دخپل حق نه بی برخی پاتی کیږی.په دی توګه لوړ پوړی دولتی چارواکان اوزورواکان داشرف غنی ظوابط تر خپلو روابطو قربانوی اوتاریخی مسخره تری جوړوی،دادولتی دستګا دروابطو اوظوابطو په برخه کی هم دنظار شورا او دحامد کرزی ګډه کړنلاره تعقیبوی،دپوهی،سپیڅلتیا،زیار ایستنی اووړتیا په وړاندی خپلی دښمنی ته دوام ورکوی،په ټولنه کی یی ارزښت له منځه وړی او بی مثله سپکاوی ورته کوی.کله چی په افغانستان کی دملګرو ملتو ماهران ددولتی فساد دا بیساری لوبه څیړی نو په یوه راپورکی لیکی چی:«کوچکترین فرصت کار  درین کشور مثل اشیایی بازار خرید وفروش میشود......وظایف، قراردادها،جوازها،وخدمات اساسی دولتداری وتمام مسایل دیګر توسط اشخاص بانفوذ طوری تقسیم وتوزیع میشود که همه چیز را خراب میسازد.ماآخرآګذارش داشتیم که حتی یک فرصت قو مندانی پولیس مثل اشیا بازار خرید وفروش میشود.»[افغا ن  جرمن  آنلاین ۷/۱۰/۲۰۱۶م] په دولتی دستګا کی دواک او زور خاوندان دولتی مشغولیتونه او دکار ځایونه له پلاره ورته پاتی شوی میراث ګڼی او په بازار کی یی دکالیو په شان پلوری، چی هربست دهغه دعایداتی ارزښت په تله ځانګړی بیه لری.دا بیه دکاندید دزده کړی درجه،کاری اومسلکی وړتیا ،دکار سلوک او سپیڅلتیا په بیساری بیباکی او بی مثله ګوستاخی تر پښو لاندی کوی او له هیڅ سره برابروی. په دی توګه دولتی دستګاه دپوهو،مسلکی اوپه هیواد مینو ځلمیانونه بی برخی کوی اوله بیسواده،بی مسلکه او بی مسولیته اشخاصو یی ډکوی،پدی توګه دفساد او بی کفایتی تر منځ دایمی انډیوالی نوره هم ټینګوی،اوږدوی او په ټوله دولتی دستګاکی دفساد او ناوړتیا لمن پراخوی.کمال یی دادی چی دژوند په هره برخه کی ددولت وړتیا ځپی،دچارو دتر سره کولو وس تری اخلی،مدیریت بی خونده اوبی رنګه شی،د ناوړتیا پیټی یی دومره دروند شی چی داقتصادی او کلتوری ودی په وړاندی خنډکیږی، او تر بار لاندی یی ټو ل ولس کړیږی او ربړیږی.بیکاری او بیوزلی زیاته شی،ولس په دولت بی باوره کیږی او ددواړو تر منځ فاصله ورخ په ورځ زیاتیږی.ښکاری چی دفاسدو دولتی چار واکو سر پدی نه خلاصیږی، چی له ولسه تجرید شوی دولت نه یوازی بیوسه اوکمزوری کیږی،بلکی ژوند یی هم له ګواښ سره مخامخ کیږی،یا به دمځکی له سره ورکیږی او یابه دایمی غلام پاتی کیږی.دسیاسی کلتور الفبا راښیی چی ځواکمن دولت هغه دولت نه دی چی غښتلی نړیوال انډیوالان ولری اویایی چارواکی په ملیونو غلا کړی ډالری،غټ عټ توپونه ،ډیری جنګی الوتکی ياډیری لښکری ولری او خپل ولس په وډاروی،بلکی قوی دولت هغه دولت وی چی تکیه یی په خدای او بیا په خپل ملت وی .چی متحد او یو موټی شوی ملت یی ترڅنګ ودریږی،هغه دولت خواکمن ګڼل کیږ،نه ړنګیږی،نه ویریږی،نه ماتیږی او تل سر لوړی پاتی کیږی.افغان ولس پدی وروستیو شپاړس کلونو کی ولیدل چی داد  دولت مخالف وسلوال ندی،بلکی په خپله د دولت لوړ پوړی چارواکان دی، چی له دی ویاړه یی بی برخی کوی،په بیساری فساد او ناوړتیا یی له و لسه جریدوی، دملا تیر یی ماتوی او په مرګ یی ګواښوی.

د ــ فساد دامن اومصؤ نیت متضاد دی:

لږڅه مخکی مو وویل چی فساد دفاسدو چارواکو ترمنځ رقا بتونه او دښمنی راسپړی چی دا په خپل واربیا دولتی ځواک ته زیان رسوی .دی ته مو هم ګوته ونیوله چی دقانون حاکمیت له منځه وړی،سیاسی او ټولنیز نظم ویجاړوی او ور پسی په دی ټکی وغږیدو چی فساد انسانی استعدادونو،وړتیاوواو ابتکارونو ته سپکاوی کوی او هڅه کوی چی بی ارزښته یی کړی،معنوی او مادی پانګه له هیواده بهر تیښتی او مهاجرت ته یی مجبوروی او په دی ټوګه دهیواد داقتصادی او کلتوری ودی مخه نیسی.خو ټولنی ته دفساد زیا نونه په دی څو ټکو پای ته نه رسیږی.تر ټولو مهم ټکی دادی چی فساد له سره دامنیت او مصونیت متضاد دی.موږ ولیدل چی فساد په حقیقت کی ددولتی واک او زور نه په استفاده په شخصی او ټولنیز ملکیت اود انسان په ځان، پت او عزت تیری دی،دملکیت حق اود فر د مصونیت ګوا ښوی او په ټولنه کی ناآرامی  ته لمن وهی. فاسد دولتی چارواکان په حقیقت کی زورواکان دی،قانون نه، بلکی زور چلوی اوزور خو نه یوازی  دقانون حاکمیت بلکی امنیت،مصونیت اوسوله هم نفی کوی، او فاسد دولت پدی توګه دملت په ضد غلی او نااعلان شوی جګړی ته دوام ورکوی، او ددی دولت په چوکاټ کی دفساد په ضد هر کوچنی حرکت ټوله دولتی دستګاپه لړزا راولی، اوټول زور واکان او فاسد جنګی جنایتکاران یی دخطر دزنګ په توګه اوری.په هیواد کی دننه او له هغه دباندی دنووایتلافونو او اتحادونو جوړول او اعلانول بله مانا نه لری.داحرکتونه یو ځل بیا په ګوته کوی چی دولتی فساد د دولتی چارواکانو اوزورواکانو تر منځ،ددولت او ملت ترمنځ او ددولت او دهغه دوسلوالو مخالفانو تر منځ دنا آرامی او نا امنی بنسټیزه سر چینه جوړوی.

وایی چی دځمکو په غضب کی ۱۶۰۰۰زورواکان ،پخوانی اواوسنی فاسد دولتی چارواکان ښکیل دی چی، په سلګونو زره جریبه شخصی او دولتی ځمکه یی غضب کړی ده.له قراردادونو، کانونو،دوزارتونوله بو دیجی،دګمرکونو نه دغلا او دمالی فساد دنورو ډولونو اندازه په دقیق ډول نه ده مالومه،خو ډیری څیړنی ښیی چی دولتی چارواکی دخپل ولس نه هرکال څه ناڅه څلور ملیارده ډالر یوازی درشوت له لاری تر لاسه کوی.داد یوه بیوزله،جنګ ځپلی،ټوټی ټوټی او په وینو لړلی هیواد دخلکو لپاره ډیر دروند بار دی چی په اوږو یی وړی او درنځونو ډک ژوند یی لا پسی ځپی.کله چی دروڼتیا نړیوال ساز مان مشردا بار وینی نووایی چی:«که دافغانستان عام ولس دولتی دفترونو ته دورتګ په وخت کی دفساد سره مخامخ نشی نو په ژوند کی به یی د ښه والی په لور دکتنی وړ بدلون راشی.»[ بی بی سی،پښتو څنګه ۱۴/۴/۲۰۱۷م.]

دولتی فساد زموږ په هیواد کی له سره بی جلبه شوی دی، پوله او لوری نه پیژنی، یا نی یوازی دشخصی اوملی شتمنیو په چور او لوټولوپوری تړلی نه دی، بلکی ژوند او پت هم ګواښوی.ددوستم، ایشچی او اکبری دشرم وړډرامی،په بادغس کی دقاضی جنسی رشوت او په ننګرهار کی ددوو خویندو سره دحضرت علی دیوه ټیټپوړی قومندان واده، ددی ډول فساد یو څو نمونی دی،ا وحتی تر دی چی دځینووکیلانو،زور واکانو او دولتی چارواکانو باډیګاردان هم دا دځان مسلم حق ګڼی چی بیواسطی او بیوزله دولتی پولیس ووهی او بی عزته یی کړی.دا خو لا پریږ ده، دهیواد په کچه ۳۶۰۰۰وسلوال چی په رسنیو کی د(بی مسؤلیته وسلوال) په نوم یادیږی فعال دی.دا وسلوال دوسلو او مخدره موادو په قاچاقو او دانسانانو په تښتولو کی لاس لری،له ولسی وګړو باج اخلی،دخلکو کورونه لټوی اولوټوی او په ځینو ځایو کی کورنی له خپلو کورونو باسی او نا ما لومو خوا وو ته یی لیږی. دا باډونه دځنی محلی او مرکزی فا سدو دولتی چارواکو سره پټی او ښکاره اړیکی لری.وحشت او رسوایی دی حد ته رسیدلی دی چی ځنی والیان هم پری سترګی نه پټوی. دهیواد په شمال کی دتخار والی ډاکتر محمد یاسین ضیا په وچت آواز وایی چی :«دتخارولایت دناامنیو او مخدره موادو قاچاق ترشا دولتی  چار واکی دی....یو شمیر سمه ایز چارواکی اود پارلمان ځنی غړی........نه یوازی په وژنو او تښتونو کی لاس لری بلکی په طالبانو وسلی هم پلوری.»[روهی ویبپاڼه ۳۱/۱/۲۰۱۷م].هلته دبامیانو والی هم په خپل وار ګیله ګوی چی:«دفاسدو تر نیولو وروسته له فشارونوسره مخامخ کیږی.......طاهر زهیر وایی،په دغه ولایت کی له فساد سره دمبارزی په برخه کی ګڼ دولتی مامورین  دفساد په تور نیولی او قضایی ارګانونو ته یی ور پیژندلی وخوله بلازمینی دا سی کسان ورته دهغوی دخلاصون لپاره زنګونه وهی چی ګمان یی هم نشی کیدای. دی ددغو کسانو په هکله توضیحات نه ورکوی خووایی، لوړ رتبه چار واکی دی.»[نړی نیوز،۱۳/۱/۲۰۱۷م] او دپکتیکا والی خالد هاشمی بیا پخپل وار په ډاګه کوی چی:«دطالبانو ۹۰سلنه جنګی تجهیزات د دولتی سرچینو او امنیتی ځواکونو دننه منا بعو څخه ترلاسه کیږی.»[روهی،۱۴/۴/۲۰۱۷م]

د دوستم اوعطا تر منځ وسلوالی نښتی هم ښیی چی دواړه جنګسالاران  دفاسدو غرضونو لپاره وسلوال بانډونه ساتی او دولسی وګړو امنیت ګواښوی. ددی ناآرامیو او سستیماتیکو شوکماریو تر څنګ دنظار شورا اوباشان هر کال دوږی په اتلسمه نیټه په رڼا ورځ په شخصی او دولتی وسلو سنبال او په شخصی او دولتی ګاډو کی سپاره دکابل ښار په کوڅو او بازارونو کی خپل عنعنوی وحشت ننداری ته وړادی کوی،بی وسلی ملکی وګړی ډاروی،تروروی،بی سببه فیرونه کوی،یوڅو تنه دخپل بربریت نه قربانوی او په شهادت یی رسوی.ټوله دولتی دستګا یی ننداره کوی او که په ښکاره چک چکی نه ورته وهی، نو مخنیوی یی هم نه کوی.دا حالت به تر هغه پوری دوام کوی، تر څو چی دولت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دجنګسالارانو په ولکه کی وی.وینو چی دادو لتی چارواکی دملت دسر او مال ساتنه نه کوی،سر یی ګواښوی او مال یی لوټوی،امنیت او مصؤنیت نفی کوی او په لوی لاس ناآرامی راپاروی.ملت له دولته بیزاره کوی اودولت له ملت نه تجریدوی، په ولس کی ددولت مخالفان ورځ په ورځ زیاتوی او ځنی خو دی ته مجبوروی چی ددولت دوسلوالو مخالفانو  په لیکو کی ودریږی او دولت په ضد وجنګیږی. پورتنی واقعیتونه راښیی چی داد طالبانو زور نه دی ،دا په دولت کی دننه بی کچی او بی جلبه فساد او زورواکی دی چی، ددولت ملا ماتوی اوله پښو یی غورځوی او دهغه دمخالفانو ملا تړ کوی.دا چی پخوانی امریکا یی جنرال جیسون دمپسی په یوه مقاله کی پوښنی،«چی طالبان څنګه له استخباراتی او لوژستیکی او پر مختللو وسلو او الو تکو پرته جګړه او پر مختګ کوی؟»[روهی،۷/۱/۲۰۱۷م] سم ځواب یی همدادی چی فساد او زور واکی  ددی دولت لاسونه او پښی تړی او دمخالفانو ګذارونو ته یی برابروی.

په کابل کی دملګرو ملتو مرستندوی دفتر یا یوناما هم دخپلو څیړنو په لړ کی دی بایلی ته رسیدلی دی،«چی دفساد موجودیت دخلکو ژوند اوپه دولت یی د باور دزیانمنولو تر څنګ دسولی او پر مختګ مخه هم نیولی ده.»[ازادی رادیو،۲۵/۴/۲۰۱۷م] هو!فساد دخلکو ژوند ته زیان رسوی،دسولی او پر مختګ مخه نیسی او دجنګونو او رنځونو عمر اوږدوی ، فاسد بل پرنسیپ نه لری اوهر هغه شی ته غواړه ږدی او هر هغه څه کوی چی په بدل کی یی پیسی لاس ته ورځی.اروپایی ټولنی چی دناټو په چوکاټ کی یی دافغانستان د اوسنی دولت په جوړولو او د طالبانو دحملو په وړاندی دهغه په ساتلو کی د امریکا تر څنګ کره ونډه لری، هم په پوره غور دخپل انډوال دولت سره دمالی او نظامی مرستوبرخلیک څیړی او په خواښینی څرګندوی چی،«دافغانستا ن امیتی او دفاعی ځواکونو لوړ رتبه چار واکی په فساد کی ښکیل دی او دافغانی ځواکونو وسلی په طالبانوپلوری چی په مقابل کی یی دافغانستان ملی ځواکونه کمزوری شوی او طالبان پیاوړی شوی دی.»[افغان  جر من آنلاین ۲۷/۴/۲۰۱۷م]

داسی ښکاری چی په افغانستان کی فساد او په پایله کی یی دجنګ اوږوال او دچار واکو بی کفایتی امریکایان هم ګنګس کړی دی،نه پوهیږی چی بالاخره به څه کیږی او څه با ید وکړی.په کابل کی ددی هیواد خاص سر مفتش جان سوپکو په یوه را پور کی لیکلی دی چی .«په افغانستان کی دانتخاب آسانه لار نشته او ددی ضمانت هم نشته چی نتیجه به ورکړی.که موږ دافغانستان څخه را ووزو شاید دافغانستان دیموکراتیک حکو مت سقوط وکړی او که پکی پاتی شو،همدی تګلاری ته دوام ورکړو نو دایو جنجال دی.»[کابل ټکی کام ۱۰/۹/۲۰۱۶م] جان سوپکو جنجال پدی کی وینی چی:«امریکا په افغانستان کی له بدناموځواکمنو کسانو سره ملګرتیا کړی ده.»]همدا سرچینه] ده دافغانستان لوړ پو ړی چارواکی په فساد کی ډوب بللی دی اوزیاتوی چی:«فساد په افغانستان کی امریکایی ماموریت ته زیان اړولی،ځکه چی دافغانستان حکومت په ضد یی دخلکو غوسه راپارولی او عملآ یی دیاغیانو ملا تړ ته لار همواره کړی ده.....خلک ددی لپاره طالبانو ته مخه کوی چی ددولت په ادارو کی فساد زیات شوی دی،خلک تنګ شوی دی او خلک دفساد نه دتښتی په موخه غواړی چی دطالبانو لیکو ته ورشی.»[همدا سرچینه] دا سی ښکاری چی په افغانستان کی امریکایی نظامیان په افغانی نظامی ځواکونو کی دفساد او ناوړتیا ترمنځ اړیکی څیړی، نو ځکه دامریکایی ځواکونو عمومی قو مندان نیکولسن وایی چی:«بی کفایته مشرتوب او فساد دافغانی ځواکونو دوی ستری ستونځی دی......فساد ددی لامل شوی دی چی افغانی ځواکونه کمزوری کړی،دوی په خپل حکو مت بی باوره کړی او دجګړی مورال له لاسه ورکړی..... په لری پرتو سیمو کی ا فغانی ځواکونو ته وسلی،اوبه،خوراکی ټو کی او آن معا شونه نه رسیږی او دا د دی سبب شوی دی چی دوی کمزوری شی او دجګړی لیکی پریږدی،دافغانی ځواکونو په رهبری کی کمزوری او بی کفایته کسان ولاړ دی چی نشی کولی دا ځواکونه مدیزیت کړی.»[سپوږمی راډیو،۱۳ لیندی ۱۳۹۵]

دامریکایی چارواکو دا څرګندونی چی، فساد او بی کفایتی افغانی دولت کمزوری کوی، او مخالفان یی ځواکمن کوی پوره حقیقت لری، خودوی په دی هکله خپل جنایتونه نه یادوی.حقیقت دادی چی د واد ونو او د جنازی په مرا سمو، په روغتونونو او نورو ملکی  هدفونو بمباری،له وحشته ډک زندانونه او نور دانسانیت ضد عملونه هم دامریکایا نو په خلاف دافغا نانو کرکه راپاروی او ځنی امریکایان هم داحقیقت منی، دبیلګی په توګه امریکاییی لیکوا ل چرلس پینا لیکی چی:«دهمدی ملکی مرګ ژوبلی له کبله په خلکوکی دامریکا یی ځواکونودښمنان ډیرږی او دمقاومت کوونکو سره خوا خوږی پیدا کوی.نوموړی زیاتوی چی همدا اوس موږ په تیرو پنځلس کالونو کی ښه زده کړه کړی دی.»[نن ټکی  اسیا ۲۲مارچ ۲۰۱۷م] بل داچی په وروستیو ۱۶ کلونو کی هغه څوک په افغانستان کی د د ولت دملا تیر جوړوی، چی دفساد او دجنګی جنابتکاری ښکاره تاریخ لری. امریکا پخپل لاس دی کړیوته دو لتی واک ور سپارلی دی او له هغوی سره په ګډه یی دفساد تخم کرلی او محصول یی په خپلو کی سره ویشلی دی.د ګټو دی اشترا ک فاسدانو ته ډاد ور کړی دی چی، په بهر کی دنړی   تر ټولو ځواکمن او غښتلی انډیوالان لری، نو ځکه په ډاده زړه په هیواد کی وحشت او لوټماری ته دوام ورکوی،له امریکا او ناټو دا تمه هم لری،چی دسا تنی لپاره به یی نور سر تیری هم ورلیږی او دجنګسالارانو په واکمنی به دابد یت مهر لګوی.خو دامریکا مشهوره ورځپا ڼه ــ واشنګټن پوست بل نظرلری او لیکی چی دافغا نستان دولت مخالفان«خپل فعالیت پدی تشه پوری نه تړی چی په افغا نستان کی بهرنی سرتیری کم دی،بلکی دحکومت په کمزوری،اداری فساد،کورنیو اختلافونو اورقا بتونو پوری تړی،چی له کبله یی حکومت نشی کولی دخلکو خدمت وکړی اړ اضلاحا ت را منځ ته کړی.»[ازادی راډیو ۲۲غوایی ۱۳۹۶]

داسی ښکاری چی د دونالد ترمپ دجنګ وزیر، ما تیس هم تر یوی انداز پوری به دی واقعیت پوهیدلی دی،او افغان حکومت ته یی دا نصیحت کړی دی،«چی د ملی وحدت حکومت ته پکاردی چی د خلکو رضا یت خپل کړی. د نوموړی په وینا هغه حکومت چی د خلکو ملا تړ ولریو هیڅ دښمن ورسره مبارزه نشی کولی....دخلکو ملا تړ اورضایت باید دکار لومړیتوب وی.»[افغان  جرمن  آنلاین ۱۱/۵/۳۰۱۷م] ما تیس په دی ټکی کی حق لری،خو لاریی جنګ،زور ازمویل،فساد،جنګسالاری او زور واکی نه دی.

(رڼاګل اریوبزی - جرمني)

 
-
بېرته شاته