(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیرنګي جبر

[24.Aug.2017 - 13:12]

 

د پیرنګي جبر او د پښتنو عزم 

لیک: باچاخان

دا خو د جېلخاني واقعات وو اوس د بهر له حال نه مو خبرووم، چې موږ یې ونيولو فوجونه او رسالی اتمانزو له راغلي, اول د خدايي خدمتګارانو په دفتر ورغلل ګوره ګانو په دفتر یې اور ولګولو او په دفتر کې چې څومره خدايي خدمتګاران وو هغه ټول یې ښکته په پوخ سړک راوغورځول زما زوی ولي خان چې هغه وخت د څوارلسو کالو هلک وو، د خدايي خدمتګارو دفتر کې وو، په ده باندی یو ګوره د سنګين ګوزار وکړو خو یو ديسي افسر ورته لاس ونيو او هغه ګوزار یې په لاس واخيست او دی یې بچ کړو بيا یې د مټ نه ونيو په پوړو یې ښکته د بالاخانی نه راوغورځولو فوجونه د کلي نه چاپېره شول ټول خدايي خدمتګاران یې ګرفتار کړل او رسالي به په لارو او کوڅو کې ګرځېدې، په هر کور به ورننوتل ټوپکي او که بل څيز به یې خوښ شو هغه به یې یوړل، چې ټول خدايي خدمتګار ګرفتار شول نو ډپټي کمشنر مدرسي سره د خلکو په منځ کې ودرېد او په اوچت اواز یې وويل چې د سرو جامو څوک شته؟

 

په دې هجوم کې زموږ د کلي خان محمد عباس خان هم ولاړ وو خپلو نوکرانو ته یې اواز وکړو چې راځئ د ده حجره دغلته نږدی وه په منډه لاړل په ديګ کې یې سور رنګ واچاوه خپلې او د نوکرانو جامې یې سري کړی او وایی غوستی او اوبه تری بهېدې چې راغی او د ډپټي کمشنر په مخکې ودرېدو چې دا دي د سرو جامو خلک، ډپټي کمشنر ګرفتار کړل، خو دا داسې اواز وو چې پښتنو کې یې ننګ او غيرت پيدا کړو او پيرنګيانو چې څومره کوشش وکړو نو سري جامې یې ورکي نه کړی شوی.

 

 محمد عباس خان خدایي خدمتګاروانو کې نه وو او د انجمن نه یې هم استعفا ورکړی وه موږ نه خفه هم وو خو د پښتو ننګ او ناموس یې وګټلو، انګريزانو زموږ د کلي محاصره وکړه د کلي خلک یی بهر ته نه پرېښودل او د بهر خلک یی کلي ته نه پرېښودل بنيادم خو د پوځيانو په وينا بند شو، ولې څارویو ته خو دا تکليف پيښ شو چې هغوئ ميرو او شولګرو ته وتل کورونو کې دننه د ګياوو څه انتظام نه وو کله چې به څاروي د کورونو نه راوتل پټو ته به تلل نو ګوره ګانو به په اسونو زغلول چی کله به څاروي په سيند خيټه ورواچوله نو بیا به یی په ټوپکونو ویشتل او په دې طريقه د ډېرو زميندارو او غريبانانو ډېر څاروي مړه شول د ښکار بابا غونډئ سره یو لوی ميدان وو دا خلک یې هلته راجمع کړل وهل به یې ټکول به یې او ورته به یې وې چې ګوتي ولګوئ چې موږ خدایي خدمتګاران نه یو هغوئ به ورته وې چې موږ خدايي خدمتګاران نه یو او حقيقت هم دغه وو دوئ خدايي خدمتګاران نه وو خدايي خدمتګار خو ټول ګرفتار شوي وو خو ګوته لګول پښتنو ته شرم ښکاره کېده او ګوتي یې نه لګولي دوئ باندی به یې د ښکار بابا ډېرئ ته کاڼي خېژول او یو لوی څلی یې پری جوړولو کله چې یو لوی څلی جوړ شو, پيرنګي خلکو ته وويل چې ستاسو هغه باچا خان مو په دې ښخ کړی وو په دې خلکو کې یو سړي ګوته ولګوله هغه پيرنګي ورته ووې چی تاته اجازه ده کور ته ځه هر کله چې کور ته لاړو نو ښځې یې جامې وينځلي ده نه یې تپوس وکړو چې ته څنګه راغلی؟ هغه ووې زۀ یې راپرېښودم هغي ورته ووې چې نور نه راپرېږدي نو ته یې څنګه راپرېښودی تا به ګوته لګولي وي دا ګوته دی راديخوا کړه د ده په ګوته رنګ لګېدلی وو. دې سره سوباړی په لاس کې وو ده ته یې ووې چې واخله بېغيرته په دې سوباړي جامې ووينځه چې زه ميدان له ورځم سړی ډېر کچه شو او پښېمانه شو او د ښځې په پښو پرېوتو چې ته مه ځه بيا ورځم چې دی راغی پيرنګي ورته ووې چې ته خو مې پريښودی وی ته بيا ولې راغلی؟ ده ووې چې ښځه مې کور نه پرېږدي نو زه اوس جيل ته هم تيار یم او مرګ ته هم تيار یم او نورو خلکو سره کيناستو، دا محاصره پينځلس ورځې وچليده پيرنګيانو ډېر څه وکړل خو عامو خلکو هم ورته ګوتي ونه لګولی ځکه چی چابه ګوته ولګوله نو کلي کې به د هغه ژوند ډېر د شرم وو او خلکو به ورپوری خندل پړانګ چارسدي محاصره یوویشت ورځي چليدلي وه د پړانګ چارسدي په محاصره کې ډير زيات فوج وو چاپيره به هم ولاړ وو او سواره به په لارو کوڅو کې هم ګرځېدل چې څوک به له کوره راووتو نو وهلو به یې اذانونه او د جمعي لمونځونه هم بند شول. خدايي خدمتګار یې هم ونيول او قيد یې کړل او عام خلک به یې په تودو شګو بربنډ څملول او د کورونو تالاشئ کېدي خو د قام اتفاق وو چا کره چې غلي داني وې هغه یې په غريبانو وویشلې او د ميرې خلک به سهار وختي راغلل د دوئ د ميرې فصلونه به یی ګوډ کړل، خاوره کړل، اوبه کړل او بیا به شپې له کور ته لاړل او د شولګری خلکو به د شولګری فصلونه سمبالول دا محاصره هم ناکامه او اوچته شوه، محاصری، وهل او ټکول سخت وو خو د دې یوه فایده دا وشوه چی دا کوم کلی چې انګريزانو محاصره کړل او ويې سوزول دا په جرنيلي سړک پراته وو نو چی عامو خلکو به دا تشدد او ظلم ليده نو د خلکو په زړونو کې به له انګريزانو سره نفرت او د خدايي خدمتګارانو سره همدردي زیاتيده او په دې توګه زموږ په حق کې ډېره غټه پراپيګنډه وشوه

دغه شان په اوه ویشتم مئ ګوجرو ګړهئ کې جلسه وه مردان نه کپتان مرفي سره د پوليس راغی، دی یو ډېر ظالم پيرنګی وو لکه د ګوجرانو سره د ميښو څرولو د پاره کوم کوتک وي ده سره به هم هغه شان کوتک وو او ډېر بې ترسه وو بې دريغه به یې خلک وهل. ده چې څنګه د خلکو په وهلو لاس پوری کړ او په پره نيغ د خلکو مينځ ته ننوت نو هلته طالبان وو، هغوئ حيران شو په دی چی دا یو پيرنګی دی او تش لاس راروان دی او هيڅوک ورته څه نه وايي. خدايي خدمتګار چونکه د عدم تشدد پابند وو نو دغه طالبانو پيرنګي پسې خپل تبرګی راواخستو او په هغی یې ووهلو پيرنګی چې راپريوتو نو یوی ښځې چې منګی ورسره وو د جلسې خلکو ته یې اوبه ورکولې هغي هغه ډک منګی د پيرنګي په سر ورواچولو او هغه مړ شو چې د هغه د مرګ خبر مردان ته ورسېدو نو ده ( (Hay چی د مردان اسیسټنټ کمشنر وو هغه فوج راوغوښتو خلک د دې نه خبر شول خو بيا هم خلکو جلسه جاري وساتله دا وخت باران او سيلئ راغلل او د دې په وجه د فوج له رسیدو نه مخکې جلسه خوره شوه ګنی نو که فوج په جلسه ورغلی وی نو څومره خونريزي به پکې شوي وه سبا له د دې پيرنګي بدل اخيستلو لپاره په اته ویشتم مئ په ټکر فوجونه ورغلل کلی یې محاصره کړو او په خلکو یې بې دريغه ګولئ وچلولې مشینګنونه هم په لاس کې استعمال کړل ډېر ماشومان، ځلمي او ښځې نر پکې شهيدان شول، بيا د ملک هاشم خان خدايي خدمتګار حجره او کور یی هم وسيزل او د سالار شمروز خان د پلار ملک امين ګل ديره یی هم وسيزله د شير ګړ او جلاله کلو خلک چې خبر شول نو د ټکر د امداد لپاره سره د وسلو راغلل نو پيرنګيانو محاصره پورته کړه او مردان ته لاړل د دې نه پس فوجونه لوند خوړ ته لاړل او هلته د غلام محمد خان خدايي خدمتګار حجره او کور یې وسوزول او د کلي په عامو خلکو یې ډېر ظلم زياتی وکړ کوهاټ کې هم دغه شان پيرنګيانو په خدايي خدمتګارو او په عامو خلکو ګولئ وچلولی او ډېر خلک پکښې شهيدان شول دلته به یې خدایي خدمتګار یخو اوبو ته غورځول او غوپی به یې ورکولی.

د بنو په سپین تنګي کې هاتي خيلو کې د خدايي خدمتګارو جلسه وه قاضي فضل قادر د سټيج د پاسه ولاړ وو د قرآن شريف تلاوت یې کولو پيرنګي په تمانچه وويشتو او شهيد یې کړو خلکو ته یې ووې چې جلسه خوره کړئ خو خلکو جلسه نه خوروله نو په ټوله جلسه یی ګولئ وچلولی ډېر خدايي خدمتګار پکښې زخميان او شهيدان شول او څه یې ګرفتار کړل

 

 د مينۍ تحصيل صوابۍ د مولانا صیب په کور پوليس ورغلل او د هغه کور یې وسو او دهغه په کتب خانه یې اور ولګوو چې هغي کې ډېر مذهبي کتابونه او قرآن شريفونه د حديث او فقی کتابونه وو هغه وسوځېدل د رستم مولانا عبدالحئ صاحب په کور ورغلل کتابونه او سامان یې ورته ګډ وډ کړ او هغه یې ګرفتار کړو په دغه ورځو کی زمونږ په ټوله صوبه کې یو داسې کلی نه وو چې هغه کې خدايي خدمتګار او د هغوئ دفتر نه وو او هغه ته فوج ورنغللو هلته د خدايي خدمتګارو دفتر د هغوئ کورونه د هغوئ مال حال او د هغوئ سري جامې یې ونه سوځولی او په خلکو یی ظلمونه ونه کړل دی ظلمونو پښتانه راولړزول په زرګونو زلمو د ملاکنډ نه تر ډيره اسماعيل خانه پوری خپلې جامی سري کړی او د وطن د ازادئ په ميدان کې د سور نښان لاندی ودريدل د خدايي خدمتګارئ تحريک په ازادو قبايلو باجوړ، مومند، اپريدو، اورکزو، وزيرو، مسیدو او بيټنيو کې خور شو 

د باجوړ او مومندو خلکو د ترنګزو د حاجي صیب په مشرۍ په کړپه کې ديره شول دری میاشتی جنګ وو شپه او ورځ پری بمونه وريدل حبيب نور په تحصيل چارسده کچهرۍ کې په سحر نهه نيمي بجې په انګريز اسسټنټ کمشنر تمانچه وچلوله خو کارتوس غل شو پیرنګی بچ شو دی ګرفتاره شو او سبا له په پېښور کې پهانسي شو قلي خان پوليټيکل ايجنټ دا غوښتل چی خدايي خدمتګار مشران په دې کیس کې راولي ولې حبيب نور انکار وکړو او قلي خان ته یې ويل چې زه په خپله اراده د ده په قتل پسې راغلی ووم خو کامياب نه شوم تاسو وګورئ دا خلک ځان ته مسلمان هم وايي پښتانه هم وايي او د پيرنګي د پاره هره ناروا او ذليل نه ذليل کار کولو ته تيار دي زموږ د خدايي خدمتګارو څه ګناه وه دوئ د پاره مو حق غوښتو ډير اپريدي پښتانه راکوز شول په پېښور یې حمله وکړه فوجونو سره وجنګېدل مکړي ګودام یې تالا کړو او اور یې پری ولګولو 

 

 وزيرستان نه هم حملي شروع شوی او ډېر فوجونه یې خراب کړل دا جنګونه ډيره موده جاري وو دا اول ځل وو چی له مومندو نه راواخله تر اپريدو او وزيرو مسیدو پوری ټول قباييلي وروڼه د خپلو وروڼو په امداد کې راپاڅېدل او تر هغي یې د صلح کولو نه انکار وکړ تر څو چې باچا خان او ګاندي جي نه وي راپريښي.

د باچا خان کتاب ” زما ژوند او جدوجهد ” څخه اقتباس

 
-
بېرته شاته