(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل حکومت ولکه

[25.Aug.2017 - 18:00]

د کابل حکومت ولکه 

لیک : مصطفی سالک 

د افغانستان تیر شاهي نظام که هر څنګه وو ، وبه خو خلکو په رواني ډول منلی و، د کمونستانو په وخت کې عملآ  په بیلو سیاسي، او مذهبي ډلو وویشل شو حکومت تر ډیره په ښارونو کې بندي پاتې شو او له کلیوالي سیمو او ولایتونو سره یې اړیکي وشکیدل ، د مجاهدینو تر منځ هم د توپیرونو له کبله په ازادو سیموکې  یو او تړلی نظام نه و، او خلکو د ورپاتې دودونو او زړو قوانیو په رڼا کې چې مشرانو یې منلي او تجربه کړي وو ژوند تیراوه.

د مجاهدینو تر راتلو وروسته په مرکز کابل کې دودیز سیاسي جوړښت ړنګ شو، او د لومړي ځل لپاره د یوه واکمن ځواک پر ځای ګڼ واکمن ځواکونه واک ته ورسیدل د ویش دا جنګ که په کابل سرې لمبې وې نو د تفسیر او تړاو له کبله یې په ۳۴ ولایتوکې سړه جګړه روانه وه او خلک او ټولنه عملا ویشل شوي وو کابل له ولایتونو سره نه و تړلی او ولایتونه له ولایتونو سره نه وو تړلي.

طالبان وتوانیدل چې د افغانستان یوه ډیره برخه ولکه کړي، او خپل خاص نظام په کې پلی کړي، خو طالب نظام ځکه ددې عصر د تعریفونو له مخې یو نظام نه شو بللی، چې نه خو د پاچايي نظام غوندې د چا روان منلی و، نه یې د کمونستانو غوندې په فلسفه یا بله نظریه د خلکو زړونه ګټلي و، او نه یې بنسټ د اوسني حکومت غوندې دیموکراسي وه، بلکې جبري نظام و چې ګڼو خلکو د راز، راز ویرو له کبله غږ نه شو کولی.

حکومت باید د جفرافیې په څیر د خلکو زړونو کې یون وکړي ، ځکه چې یو د حکومت ظاهر دی بل یې باطن دی طالبانو ظاهري حکومت تر یوه ځایه لاره خو د باطني حکومت په برخه کې یې هیڅ ګام وانخست په ظاهره خو ددوی سرتیري ډیرو سیمو ته ورسیدل او رسنیو ته یې وویل چې دا دا ولایتونه مو ونیول، رسنیو هم خپاره کړل ، ځکه هغوی خو همدغه د ظاهر سترګې لرلې او نور خود خلکو ترمنځ باطني اړیکې چې له ۵۰۰۰کالو راهیسې موجودې وې وشکیدلې او د افغانستان د حکومت باطني جفرافیه او وحدت یې    (۳۰ )میلونه ځایه       کړ.

د وسلوالې طالبې واکمنۍ تر نسکوریدا وروسته په افغانستان کې جمهوریت راغی ، جمهوریت هم یو بشپړ نظام نه دی، د اسلام د شورا د نظام اصلیت او اهلیت نلري د عالم، مسلمان او جاهل مسلمان نظر ( رایه ) په کې یو قیمت لري او الله تعالی فرمایلي دي ( هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون )  ترجمه: ( ایا برابر دي هغه خلک چې پوهیږي له هغو نورو سره چې نه پوهیږي ) دلته د استفهام مراد بیخي ډیر تاکید دی یانې نه هیڅکله هم برابر نه دي.

خو که اسماني کتابونه، د ملګرو ملتونو قوانین، د نړۍ اوسنی تعرف ، عقل،او فردي مزیتونه په پام کې وي همدغه نیمګړې دیموکراسي دا مهال د نړۍ پر غوړیدلي فرش تر ټولو ښه او د منلو وړ نظام بریښي.

د پیل په کلونو کې افغان دیموکراتیک حکومت خپله ظاهري ولکه ټول افغانستان ته وغځوله ، خو وروسته، وروسته یې یو شمیرسیمې د پوځي اړخه له لاسه ووتې او بیلو جنګي ډلو ولکه کړې، خو دا ولکه ظاهري او محدوده ده، ځکه اوس هم یو شمیر داسې هیر شوي تړاوونه شته چې په څرکند ډول، يې د افغانستان ولکه د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته غځولې ده، خو عجبه داده چې سترګور ، مبصرین او خبریالان هم چې کله د ولکې حکومتي ویش کوي  او فیصدي ټاکيٍ یوازې نظامی شتون حسابوي او دغه حکومتي ولکه او تړاو بیخي هیروي، ښايي داسې ډیر تړاوونه وي چې په ۳۴ ولایتونو کې د حکومت ولکه او له کابل سره تړاو ثابت کړٍي خو زه یوازې دوه تړاوه یادوم.

د افغان حکومت د معارف غوړیدلی رنګین ټغر :

دا مهال د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ځینو شمیرو له مخه شاوخوا ۱۶ زره ښوونځي د شاګردانو پر مخ پرانستي چې د یو شمیر سرچینو له مخه په کې شاوخوا ۱۰ میلونه تنه نجونې او هلکان شاګردان په زده کړو بوخت دی. دغو شاګردانو ته د خواوشا ۲۲۰ زره ښوونکو له خوا درس ورکول کیږي.

دا نظام ان هغو ولسوالیو ته هم غځیدلی چې رسنۍ یې د وسلوالو طالبانو ولکه بولي، خو د پوځي ولکې تر شا د پوهنې وزارت نظام هغه څه دی چې ټول ولسونه یې له مرکزي حکومت سره په کلک مزي تړلي دي، تر ډیره وسلوالې ډلې د معارف په مخکې ستونزې نه جوړوي بلکې د ولسي محبوبیت لپاره ورسره مرسته کوي، په هغو برخو کې چې ( په نا امنو سیمو کې ) خلک داسې انګیري چې ګواکې له حکومت سره اړیکه ورته اړینه نه ده ، ښاييٍ خلک له خپل حکومت نه لرې شي، خو پوهنه هغه ارزښت دی چې هره کورنۍ او افغان په کې ځان ښکیل ګڼي او په هیڅ ارزښت دې ته غاړه نه ږدې چې په دې عصر کې دې هم د هغه ماشوم بې زده کړې پاتې  شي نو ځکه ورته خپل حکومت او د هغه لاس نیوی په یاد وي او څوک یې دې ته نه شي چمتو کولای چې له خپل حکومته ځان پرې او بیل کړي نو ځکه یې د افغان حکومت د علمي ولکې اړیکه ټینګه ساتلې او افغانستان یې په علمي توګه په یوه واحد تړلي او مطیع افغانستان بدل کړی خو ما په نړیوالو او کورنیو رسنیو حتی د یوه ځل لپاره هم د دې ملت د وحدت او کابل واکمنۍ یادونه نه ده اوریدلې.

افغانستان روغ دی:

افغانستان روغ دې او له زړه کابله یې د بشپړ وجود ټولو برخو ته د واکمنۍ رګونه غځیدلي او توده وینه پکې جریان لري.

تر ولسواکۍ مخکې د افغانستان روغتیايي نظام نزدې فلج و، خو ددیمو کراسۍ په لسیزه کې نه یوازې دا چې دغه نظام ورغول شو بلکې ولس یې له پایتخت سره په نه پریکیدونکي ډول وتاړه، او داسې ښکاري چې د وخت په تیریدو دا تړاو لا پسې ټينګیږي، له ولسوالیو کلیو او له کلیو کورونو ته ننوځي. لږ تر لږه د افغانستان روغتیاوزارت رسنیو ته ویلي: ( سره له دې چې موږ د روغتیا په برخه کې خارق العاده پرمختګونه نه لرل، خو دا بس نه دي، موږ غواړو چې د خلکو کورونو ته خدمتونه ورسوو )

الله تعالی دې د وزیر دا رنګین خوب رښتیا کړي، خو د روغتیا وزارت په خبره کې له درویشانه سیاسته هم کار اخستل شوی، ځکه چې شوي پرمختګونه هم څه وړه خبره نه ده بلکې د ملي وحدت هغه ځنځیر دی چې د شیندلي افغانستان په راټولو او یوکولو کې یې رغنده برخه اخستې . زه د خپلې خبرې د پخلي لپاره د مور او ماشوم ژوند یادوم.

مور او ماشوم یانې نن یانې سبا یانې د ځمکې پر جاګیر د خدای تعالی د خلیفه انسان دوام.  خو په افغانستان کې د تخلیق دا دوام له لوی الهي امتحان سره مخ و.

نن سبا ټول افغانستان ته د روغتیا له لارې ملي کابل واکمني غځیدلې ده او زرګونه نارینه او ښځینه ډاکټران او روغتیاپال په دندو بوخت دي او ګڼو ستونزبلاوو سره لاس او ګریوان دي ، لکه د مور او ماشوم مړینه، د ماشومتوب د مهال پیژندل شوې ناروغۍ، نرې رنځ ( سیل – توبرکلوز ) ملاریا، پولیو، عقلي  او رواني ناروغۍ او داسې نورې.

خو داسې ښکاري  ( که خدای کول ) چې راتلونکو کلونو کې دا بلاګانې چورلټې راپرزیدی هم شي. د مور او ماشوم د مړینې خبره مو کوله، د روغتیا وزارت د یوې وروستۍ سروې له مخه د میندو مړینه ۷۵سلنه ښکته شوې ده، د یوولسو کلونو په ترڅ کې شوی پرمختګ ښيي چې په هرو سل زرو ولادتونو کې د میندومړینه له ۱۶۰۰ نه ۳۲۷ مړینو ته ښکته شوې ده، دا که په ظاهره د روغتیا په برخه کې د افغان حکومت پرمختګ ښيي نو تر پردې لاندې د حکومت ولکه جوتوي، سمه ده حکومت هم حرکت کړی خو ولس هم په دې برکت کې برخه لريٍ او لاس تر زنې ناست نه دی، له دې دا خبره ثابتیږي. که فکر وکړو چې دا ۱۰۰ زره ټول افغانستان دې نو ددې عقلي معادلې پایله داده چې تر سروې مخکې ۱۶۰۰ کسان له مرکزي حکومت سره نه وو تړل شوي، خو اوس دا شمیره بیخي ْښکته شوې او ۳۲۷ کسانو ته رسیږي. مانا دا چې د روغتیا رګونه ټول افغانستان ته غځیدلي، پاتې ستونزه یوه ناروغي بلل کیدی شي چې په لا پام سره ښه کیدی شي. دلته بیا هماغه د تعلیم خبره ده چې بچي بچي او نر ښځې یې اړتیا احساس کړې دلته ټول په یوه غږ په حکومت پسې ولاړ دي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې کابل واکمني زیانمنه کړي.

 د ماشومانو په مړینه کې هم په ورته ډول لږوالي راغلی، د لږ څه مخکینو شمیرو له مخه (۴۱۵۰۰ )  تنه ډاکټران او نرسان په دندو ګمارل شوي دي. چې ۲۰ سلنه یې ښځې دي.

نو که د ولکې پر مهال یوازې امنیتي ځواکونه او د هغوی معاشونه په پام کې ونه نیول شي ډاکټرانو او نرسانو ته هم پام وشي نو بیا داسې ښکاري چې اشرف غني پر ټول هیواد بشپړه واکمني لري.

خو له بده مرغه په تیره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د ټولو بهرنیو او کورنیو خبریالانو پر سترګو د باردو لوګیو دومره تیاره راوستې وه ، چې کله یې هم په ټول افغانستان کې برحاله کابل واکمني احساس نه کړه. خو دلته به هغه فلسفیانه مقوله صدق وکړي چې وايي ( حقیقت که احساس شي او کنه حقیقت دی ) .

دا د بحث لپاره کره کوونکې بیلګې وې کنه نو نور وزارتونه او ادارې هم موندل کیدی چې له زړه کابل نه یې ټول افغانستان ته رګونه غځیدلې د بیلګې په توګه د افغان حکومت یوه ستره رغونکې او بیا رغاونونکې پروژه ده چې د ( ملي پیوستون ) پروژه يې بولي، ښارونه او کلي خو پر ځای پریده ان کلیو او ولسونو ته هم غځیدلی چې کور، کور له کابل سره تړي یانې که د افغانستان د کور، دکور ځنځیر، ځنځیر وشرنګول شي د ملي وحدت او ملي واکمنۍ په سندریزه ژبه دې هرکلی کوي ، داسې ښکاري چې د کابل واکمن د کور، کور واکمن دی او د زړه کابل مینه او وینه یې په روان کې رقص کوي.

که دا هم د واکمنۍ برخه وي نو بیا دا منل پکار دي چې د افغانستان کور، کور او بچی بچی د اشرف غني د حکومت ملاتړ کوي ، او تر خپلونو کورنیو یې دا ولکه منلې ده.

که له دې لیدلورو وکتل شي افغانستان یو موټی، ملي وحدت ټینګ او ټول افغانستان د کابل واکمن ولکه ده، او د حکومت د وسلوالو خوځښتونه یوازې د حکومت د کارونو پر وړاندې یو مزاحمت بریښي.

تاریخ شاهد دې چې تل د افغانستان دفاع او تر دفاع وروسته ساتنه تر ډیره قومي جوړښتنو کوله، خانان ملکان معلوم خلک وو، دوی له پیړیو پیړیو راهیسې معلوم او په ټولنه کې د واک او ځواک خاوندان وو او دودونو د یوه منلي قانون بڼه درلوده، دا دودونه که هرڅنګه وو له بې قانونۍ ښه وو، خان ملک د جنګ داسې جنرال و چې د کابل په یوه اشاره یې لښکر چمتو و، د خان ، ملک او عالم جرګه داسې قانون، څارنوالي او قضا وه چې حکومت یې له ډیر فشاره ژغورلې و، اربکي یې داسې بې معاشه پولیس وو چې ځنګلونه او نورې زیرمې یې ورته ساتلی، دا څه؟ د افغانستان ستر تاریخي قانوني او حکومتي مصدر لویه جرګه هم له همدغو رښتینو بانفوذو ځواکمنو او وطن دوستو مشرانو جوړیده. ښايي د افغانستان دْښمنانو د افغانستان د واک او ځواک دغه سرچینې تر موږ ښې پیژندلې وې چې د خانانو، ملکانو، علماوو او قامي مشرانو پټوژنه یې پیل کړه، او تر ډیره بریالي شول ځکه چې تر ډیره یې د افغانستان د ملي وحدت دغه ساتونکي جوړښتونه له فعالیته وغورځول.

خو افغان حکومت هم پړ دې چې په تیره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې یې دغو جوړښتونو ته دومره پام ونشو بلکې د یو شمیر ګټورو پروژو سایډ ایفیکټ یې دا و چې دغه جوړښتونه ترې زیانمن شول. د بیلګې په ډول د ملي پیستون پروژه چې ټول افغانستان ته غځیده یوه اشتباه ترې وشوه چې د مشرۍ لپاره یې زاړه جوړښتونه را ژوندي نه کړل بلکې تر ډیره پخوانۍ بانفوذه کورنۍ چې د اعتبار وړ وې پاتې شوې او داسې خلک د مشرانو په توګه رامخکې شول چې د تاریخي شالید د بدنامنۍ ویره ورسره نه وه مله، او نه یې په په ولس کې رښتینی ملاتړ درلود، نو په دې توګه د اشتباه له کبله افغان حکومت د خپل دښمن پر ژرنده اوبه وتړلې ، کنه نو اوس به سربیره پر روغتیايي او پوهنیزې کابل واکمنۍ پوځي واکمني هم ټینګه وه، او د پخوا پڅیر به یو ځل بیا په یوه غږ ټول ولس د افغان حکومت د لښکر تر څنګه ولاړ وای، وايي ( چې د سهار ورک ماښام کورته راغی ورک یې بوله )

نو که اوس هم افغان حکومت او افغان ولس د دغو ولسي ځواکمرکزونو د بیا رغاونې په فکر کې شي، د اوس لپاره دا کار هم ممکن او هم ګټور دی.

 
-
بېرته شاته