(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو بېړۍ ډوبیږي

[31.Aug.2017 - 09:28]

پښتنو بېړۍ ډوبیږي، خو خپله يي له بېړۍ ټوپ کړ!

لیک:سرلوڅ مرادزی

حضرت باز دې خدای وبخښي، د لوی ننګرهار یو تکړه ټوکمارسندرغاړی وو. هغه به چې سندرې ویلې، نو ټوکې به يي هم ورسره کولې او له ټوکو سره به يي خپله لکړه هم ښکته پورته خوځوله.

هغه ټوکه کوله او ویل به يي، له کابله جلال اباد ته په یوه لارۍ کې روان وو. د لارۍ په جنګله کې د یوه مړی جسد هم بار شوی وو او د مړي خاوند هم په جنګله کې ورسره سپور وو. کله چې د لغمان سورپل ته ورسېدو، توره شپه وه. د پله امنیتي پوستې د تالاشۍ په پار غوښتل لارۍ ودروي. له ډرېور څخه يي وپوښتل چې څه شی مو بار کړي؟ پوستې فکر کاوه، چې څه قاچاق نه وي! ډریور وویل چې جنګله کې مو مړی بار کړی. دې وخت کې د مړې خاوند چې هغه هم د لارۍ په جنګله کې د مړي سره وو، راټوپ کړ او له لارۍ راښکته شو. د تالاشۍ سرتیري چې نوموړی سړی ولید، فکر يي وکړ چې مړی ژوندی شوی، نو له ډاره سړي ته وايی دریش، شور نخور! او بل سرتیري ته وايي بګیریش! خو خپله له ډاره په شا روان دی او تښتي!

د اګست په دوهمه د هېواد نومیالي شاعر عبدالباري جهاني په رسنیو کې د«پښتنو بېړۍ ډوبیږي؛ د افغانستان لپاره د ټرمپ ستراتېژي» تر سرلیک لاندې په نسبي توګه اوږده مقاله لیکلې چې لوستلو يي دې لیکنې ته اړ کړم.

دا څووم ځل دی چې جهاني صیب«پښتنو بېړۍ ډوبیږي» د ولولیزه او هېښوونکو ټکو په سرلیک د هېواد په روانې وضعې لیکنې کوي او د پښتنو پر زار او ماڼیجن حالت، د رحمان بابا په قول«خپل ځیګر خوري»!

زه يي د یو شمېرشعرونو او لیکنو مخالف نه یم او د ده ځینې شعرونه مې خوښیږي هم. خو دا لیکنه یوازې په دې لامل لیکم چې جهاني صیب د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولې پريښود؟ ایا په داسې مهال چې له ده څخه مخکې مخدوم رهین دا وزارت، د افغاني کلتور او ملي مصطلاحاتو پرځای، په ایراني کرغېړن کلتور او ایراني مصطلاحاتو متعفن کړی وو، دې وزارت کې د جهاني شتون د ملي کلتور په پیاوړتیا او پراختیا کې ګټور تمامېدای شو او که له دې وزارته استعفا؟ بلخوا د وزارت په چوکۍ د مرکزي حکومت په ملاتړ او غښتلتیا کې د هغه ونډه او برخه مهمه وه او که اوس دلته هلته له مرکزي حکومته ګیلې او نېښداره څرګندونې؟ ایا  د وزارت په پرېښودو، د پښتنو ډوبېدونکې بېړۍ نورهم ډوبېدو ته ورخوشې نه شوه او جهاني صیب ترې خپله ټوپ ونه واهه؟!

زه خو وایم داسې چلند د بېړۍ په ډوبېدو کې نوره هم مرسته وکړه، دا استعفا او ګوښه توب د پښتنو د نجات لار نه شو ګڼلای، بلکې صفا سوتره پښتنو ته د خدمت او مسوولیت څخه تېښته او شا اړول دي!

جهاني صیب د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايی:«مخکي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چي د دفاع د وزارت شپږ سوه جنرالان د پنجشیر د اولسوالی اوسېدونکی دي. که څه هم چي د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو عطا، عبدالله او ضیا مسعود د هغه دا ادعا رد نه کړه خو که د حکمتیار ادعا په سلو کي پنځوس پر ځای وي نو د پنجشیر له اولسوالی څخه درې سوه جنرالان به کوم عدالت ومني. زیات وکم یوه میاشت مخکي د خارجه وزارت د مامورینو، په تېره بیا د سفارتونو د غړو په باب یو رپوټ خپور سو او په هغه کي ښودل سوي وه چي د دغه مهم وزارت په سلو کي اتیا مامورین یا د پنجشیر او یا پنجشیریانو ته منسوب کسان دي. په دې کي داسي مامورین هم سته چي ویل کېږي خپل نومونه نه سي لیکلای.»

خو جهاني صیب هیروي که د کار میدان پرېښودل شي، طبیعي ده چې دا ځایونه به هغه مامورین ډک کړي چې د ده په لیکنه«خپل نومونه نه سي لیکلای»!

او یا که جهاني صیب وزارت خوشې کوي او ځان پخپله له کاره ګوښه کوي او په لویلاس میدان نورو ته پریږدي، بیا خو طبیعي ده چې دا ځایونه باید هم پنجشیریان او نور لنډه غر ډک کړی. ایا په دې صورت کې جهاني صیب پر مرکزي حکومت د نیوکو او د وضعې په لا خرابېدو د شکایت حق لري؟ په داسې چلند، پر پنجشیریانو ولې نیوکه وشي چې دولتي مهمې او ډېرې چوکۍ يي نیولي دي؟ ایا خلک حق نه لري چې ووايی، دا چوکۍ خو جهاني صیب او هغه ته  ورته کسانو پخپلو استعفاګانو او نورو پلمو هغه مامورینو ته چې خپل نوم نه شي لیکلای او یا د پنجشیر د یوې کوچنۍ ولسوالۍ ناوړه او بېکاره کسانو ته، په لویلاس ډالۍ کوي!

د جهاني صیب د دې او نورو مقالو له روحه داسې ښکاري چې ولسمشر غني او د حکومت نور مشران دې لومړی جهاني صیب او د ده پشان نوروکسانو ته د کار ساحه او زمینه برابره کړي، دا مشران دې لومړی مامورین باسواده کړي او د پنجشیریانو غوندې لنډه غر او ناهله کسان دې له کاره وشړي، په هېواد کې دې سوله او امنیت ټینګ کړي، نظم او اداره دې راوړي، نو کله چې داسې شرایط برابر او د کار زمینه مساعده شوه، بیا دې جهاني صیب او د ده پشان نور ښاغلي او منلي، راوبولي او په سره ډولۍ کې دې د کابل په هوايي میدان کې کوز کړي، په غاړه دې ورته د ګلانو امیلونه واچوي او په پرتمینو مراسمو دې د وزارتونو او ریاستونو پر چوکیو کښينوي!

پوښتنه دا ده، کله چې جهاني صیب د وزارت دنده پریږدي او داسې نور کسان هم ده ته ورته پلمي کوي، د کار زمینه چې دوی يي غواړي هغه به څنګه برابره شي؟ ایا د پښتنو د بېړۍ د ډوبېدو غټ لامل دا نه دی؟

بلخوا هغه مطالب چې ښاغلي جهاني له بهرنیو ورځپاڼو غوره کوي او په کومه بڼه چې هغه بیا خپله لیکنه کې ځای پرځای کوي، هغه هم د پښتنو د بېړۍ په نجات کې مرسته نه کوي، یو ځای لیکي«ورځپاڼه،( موخه يي نیویارک ټایمز ورځپاڼه ده) د سنګین په ولسوالي کي، د طالبانو د یوه قوماندان حاجي نقیب الله له قوله لیکي چي د حاجي احمدالله د کورنۍ دیارلس تنه په جنګونو کي وژل سوي دي مګر د هغوی ځای بیرته د ده ورېرونو ‌ډک کړی دی. د ملا عبدالسلام څلور زامن وژل سوي او اوس یې پنځم زوی جنګ ته داخل سوی دی. د حاجي نقیب الله درې د کاکا زامن وژل سوي دي او د ده مور اوس له کونډو او یتیمانو سره ژوند کوي. ورځپاڼه په پای کي لیکي چي د طالبانو یوه قوماندان د جمهورریس ټرمپ له وینا څخه وروسته بي‌بي‌سي راډیو ته وویل چي ټرمپ باید په دې پوه سي چي افغانستان د بوش او اوباما د وختونو وطن نه دی او موږ تسلیمېدلو ته تیار نه یو، موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای سو.»

دا چې بهرنۍ ورځپاڼې څه لیکي یوه خبره ده، خو مهمه دا ده چې موږ له هغو څخه کوم مطالب غوره کړو او هغه د ترهګرو په وړاندې د خپلو خلکو د روحې په لوړولو کې څنګه وکاروو. موخه باید دا وي چې خپلو لیکنو کې پر مرکزي حکومت که څه هم کمزوری دی، ډډه ولګوو او د هغه د پیاوړتیا هڅه وکړو. دا چې د طالب قومندان یوې څرګندونې ته اشاره کیږي او وايي چې «موږ تسلمېدو ته تیار نه یوو، موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای شو»، دلته په کومه موخه راکاپي او ځلول کیږي؟!

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د شان سره به وړ نه وي، که څه هم د وزارت دنده يي پريښي وي چې د خپل او پردي، دوست او دښمن ترمنځ د موازنې د ساتلو په خیال په یوه یا بله بڼه پر حکومت ډډه لګول پریږدي او یا د ځینو شخصي ګیلو په لامل د حکومت پښې وهي!

جهاني صیب د لیکنې بله برخه کې وايي«خو له بده مرغه چي اوس د سولي راوستلو قدرت او واګي د داسي کسانو په لاس کي دي چي سوله نه غواړي، که نه نو د سولي د تش په نامه عالي شورا ریاست یې د خلیلي په څېر لېوه ته نه سپاره.»

ښاغلی کریم خلیلي چې ریښتیا د سولې د شورا د مشرتوب وړتوب نه لري او هغه هم په دې لامل چې مخکې طالبانو سره طرف پاتې شوی، خو د جهاني په خولې پر خلیلي نېوکه ځکه بابیزه او وارد نه ده چې که څوک خپله د وزارت چوکۍ پریږدي او له مسوولیته پښې سپکه کړي او د خلیلي پشان کسانو ته پر چوکیو د کښیناستو لار هواره کړي، پر نورو د نېوکې حق خپله له ځان څخه اخلي.

له ستونزو وتونلار او حللار نه درلودل او هغه نه وړاندې کول او یوازې وچې نېوکې، کوم ځای نه نیسي او داسې چلند نن پلویان نه لري!

بلخوا د لیکنې په سرلیک کې د «پښتنو بېړۍ ډوبیږي» برخه د «افغانستان لپاره د ټرمپ ستراتیژي» له برخې سره تړل او غوټه کول هم د ولسمشر غني اود مرکزي حکومت له جاري تګلار سره اړخ نه لګوي. ښای له وزارته د هغه استعفا هم چې په استعفالیک کې يي خپل روغتیايي حالت ښودلی، یوه پلمه وي او د ولسمشر سره په لیدلوري او تګلار کې مخالفت د دې لامل شوی وي چې کار خوشې کړي، خو د وزارت په چارو کې هم څنګه چې تمه وه، هغسې ونه ځلید!

زه د جهاني صیب شخصیت او د شعري کلام دواړو برخو ته په درانه نظر ګورم او درناوی ورته لرم، خو سیاسي ځینې لیکنې يي بې ګټې بولم او هغه په روانو حالاتو کې سیاسي ثواب لید نه ګڼم!

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی

 
-
بېرته شاته