(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې ژبپوهنه ولولو؟

[11.Sep.2017 - 18:36]

ولې ژبپوهنه باید ولولو؟

لیک: محمد عثمان څولیزی

د ځمکې پرمخ ټولنې سره مختلفې دي او دا توپیرونه په ګڼو برخو کې ددې لامل شوي چې ټولنې سره تفکیک او څرګند توپیر یې وشي. که له خپل کور، سیمې او ټولنې یې راپیل کړو او بیا پسې نورو ټولنو ته سر ورښکاره کړو، نو د ژبني وېش له مخې ټولنې او کورنۍ په یو ژبیزې، دوه ژبیزو او په ګڼ یا څو ژبیزو باندې وېشل شوي دي. د همدغه وېش له کبله د ژبې په تېره د ژبپوهنې زده کړه مهمه او ارزښتمنه ده. دا ددې په خاطر چې ژبپوهنه د ژبې یا ژبو علمي زده کړه او پر هغې پوهاوی دی. انسان یو ټولنیز موجود دی که په ټولنه کې که دی چې په هره کاري ساحه کې وي راکړې ورکړې ته اړ دی او د اړیکو نیولو لپاره تر هرڅه دمخه وسیلې ته اړتیا ده؛ یواځینۍ وسیله چې په ټولنه کې د انسانانو اړیکې ټینګوي او د چارو په ښه سمبالښت کې ورسره مرسته کوي ژبه ده.

موږ په کور، لار، کوڅه، جومات، روغتون، ښوونځي، پوهنتون، موټر، دفتر، ښار او بازار او د خپل چاپېریال په هره برخه کې چې یو ژبې ته اړ یو، د ژبې پرمټ لومړی اړیکه ټینګه او بیا خپل هدف ته د رسېدو لپاره ګڼې لارې خپلوو. ښايي ځینو ته به ژبه یوازې همدومره ارزښتمنه وي چې خبرې پرې کوو او اړیکه نیسو او تردې پورته ژبه هېڅ ارزښت نه لري، خو هغوی هېڅکله د ژبې په هکله ژور فکر نه دی کړی او د ژبې جوړښت ته نه دي تم شوي. دا چې یوه ژبه څنګه رامنځته کېږي، رغېږي، رغنده توکي یې څه دي، ولې رامنځته کېږي، ولې ژبې سره توپیر لري، ولې موږ په ټولو ژبو نه پوهېږو یا خبرې پرې نه شو کولی او نور دېته ورته پوښتنې…!

هو درسته ده چې دا د یو عادي وګړي کار نه دی او نه هم یو عادي کس ددې دروند بار له عهدې وتلی شي. دا یواځې د ژبپوه کار دی؛ څو ژبه راوسپړي، ویې شني، په بېلابېلو برخو او رغنده توکو یې رڼا واچوي او له ټولنیز او پوهنیز ارزښت څخه یې خلک خبر او پرې پوه کړي. حتمي نه ده چې ژبپوه دې په ګڼو ژبو خبرې وکړي یا له ګڼو ژبو دې خبر وي، که یوازې په یوه یا دوه ژبو وګړېږي هم بسنه کوي، خو چې له ژبني سکښت او د ژبې له بېلابېلو برخو خبر او په هکله یې معلومات ولري. د ژبپوهنې په اصطلاح کې هغه څوک چې په ګڼو ژبو خبرې کوي یا کولی شي پولي ګلاټ یې بولي. نو پولي ګلاټ هغه څوک دی چې یوازې خبرې یې زده کړي، نور د ژبې له جوړښت او څرنګوالي څخه ناخبره او په هکله یې معلومات نه لري.

د نورو دندو سربېره ژبپوهان دا هم ډاګیزوي چې یو کوچنی څنګه لومړنۍ یا مورنۍ او یا هم دویمه ژبه  زده کوي، ژبه څنګه په ذهن کې خوندي کېږي او ددماغو کومه ځانګړې برخه د لغوي زېرمې او ژبساتنې دنده پرغاړه لري، ژبه څنګه، کله او ولې بدلون مومي او لاملونه یې څه دي. دا او دېته ورته نورې پوښتنې هغه څه دي چې یوازې ژبپوهان یې په هر اړخیزه توګه ځوابولی شي او بس.

که تر خپله توانه هر لوستی او د ټولنیزې کاري ساحې خاوند د ژبې او ژبپوهنې په هکله عمومي معلومات ولري ډېره به غوره وي، ځکه چې موږ واړه په یوه، دوه یا څو ژبو خبرې کوو، خو هېڅکله ددغو ژبو غږیزو، لغوي، نحوي او مانیزو جوړښتونو ته مو کره کتنه نه ده کړې، چې څرنګه دا ګڼ توکي سره یوځای شوي او یوه کارنده ژبه ځني رغېدلې ده.

د ژبپوهانو دنده یواځې د ژبې راسپړل او د هغې د جوړښت تشرېح نه ده، بلکې ژبپوهان په دې هم رڼا اچوي چې څنګه یو ماشوم لومړنۍ، دویمه یا درېیمه او بهرنۍ ژبه زده کوي. هغه ناروغ باید څه ډول تر درملنې لاندې ونیول شي چې د ترافيکي یا طبیعي پېښې له کبله یې دماغ او ذهن کې ګډوډي رامنځته شوې او د خبرو توان یې له لاسه ورکړی دی. یا هم پیدایشي ګونګیان څه ډول په خبرو پوه او ذهنونه یې خلاص کړای شي، څنګه هغوی په پوهه سمبال او د زړه حال یې له نورو سره شریک شي. ګونګیان په هرڅه پوهېږي او هرڅه اوري، خو د ژبنۍ ستونزې له کبله هرڅه ته په ځواب ویلو کې ناتوان او پاتې دي.

په نړۍ کې شاوخوا (۷۰۰۰) ژبې ویونکي لري چې له هغې څخه ځیني یې نامتو او نړیوال شهرت لري او ځیني نورې یې بیا سیمه ایزې او یوازې په یوې ټولنې پورې خاصې دي. له دغو ژبو څخه ډېری یې د لیک او کتابت ژبې دي او ګڼې نورې یې بیا یوازې په ویلې توګه په خاصو ټولنو کې موجودې او له لیکلې بڼې بې برخې دي، همدارنګه له یادې شمېرې څخه ځیني داسې ژبې هم شته چې کلونه پخوا موجودې او ویونکي یې لرل، خو اوس مړې او ځایونه یې نورو ژبو نیولي دي.

د ژبې او ژبپوهنې له لوست سره له دې خبرېږو او پوهېږو چې ژبه یا ژبې څنګه رامنځته، څه ډول کار کوي، څنګه استعمالېږي، څنګه یې زده کولی شو او ژبه کوم ډول بدلونونه په ځان کې منلی او زغملی شي.

دا چې ژبپوهنه یعني د ژبې یا ژبو علمي او هدفي زده کړه ده، نو ولې هرڅوک باید پرې وپوهېږي؟

لومړی خو ددې لپاره چې ژبپوهنه یو په زړه پورې مضمون دی، بله دا چې ژبه او ژبپوهنه په انسان او ټولنې پورې اړوند واړو پوهو لکه: تاریخپوهنه، ارواپوهنه، لرغونپوهنه، ټولنپوهنه، انسان پېژندنه، سیاست پېژندنه، اقتصاد پېژندنه، دین پېژندنه او نورو سره تړاو لري.

په دویم ګام کې ژبپوهنه په خپل منځ کې هم له ګڼو برخو لکه: آوازپوهنه، وييپوهنه، غونډله پوهنه، مانا پوهنه او نورو برخو رغېدلې ده. یا ژبه په ټوله کې د ګرامر (پښویه) زده کړه ده چې پیل یې زرګونه کاله پخوا شوی او لا یې هم ورځ تربلې په مینه والو کې زیاتوالی رامنځته کېږي.

له ژبې او ژبپوهنې څخه په ټولنه کې کارنده او څرګنده ګټه اخلو، یاني په خپل چاپېریال کې که هرڅه ترسره کوو یا یې د ترسره کولو سپارښتنه کوو نو یا به په ویلې ژبه وي او یا به هم په لیکلې ژبه، ځکه چې ډاکټر د ناروغ حال معلومولو، انجینر د نقشې پلي کولو، استاد د درس تشرېح کولو، ملا د تبلیغ کولو او کلینر موټر او بس ته د سپرلۍ پورته کولو لپاره ژبې ته اړتیا لري.

 
-
بېرته شاته