(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر الهام دی که

[11.Sep.2017 - 18:43]

شعر الهام دی که انساني تخلیق

لیک : قانع داوړ

د یونانیانو د دور نه تر ننه د شعر پۀ اړه بېل بېل نظرونه درلودل شوي او ادبپوهانو پرې بحثونه او څيړنې کړې دي او کوي یې خو د شعر سرچینه  تر ننه چا معلومه نه کړه چې شعر څۀ شی دی او د دې کوم انساني قوت زیږنده ده

همداغسې پۀ شعر کې د موضوع چې شعر الهام دی که انساني زیار هم چا پوره وضحه نه ده

د دې موضوع پۀ اړه دوه نظرونه لرل شوي یوه ډله ادبپوهان وایي چې شعر الهام دی او بله ډله پۀ دې اند ده چې د یوه انساني هڅه او کوښښ دی 

خو د شعر پۀ اړه تر ټولو زوړ نظر د دی چې شعر الهام دی او د دې خدای يوه ځانګړې پیرزونه ده چې پۀ شاعر باندې کېږي 

د شعر پۀ اړه د نظر چې شعر الهام دی د یونان نه پېل شوی پۀ یونان کښې د هومر پۀ نوم یو شاعر تېر شوی چې پۀ سترګو ړوند وو او د میلاد نه اوۀ پېړۍ مخکښې ژوند کاوۀ د هغه وخت خلکو د شعر د پغمبر لقب ورکړی وو او د دۀ پۀ اشعارو یې د اعتقاد تر کچې باور لرلو د خپل مذهب د عقیدو برخه یې ګرځولې وه افلاطون چې د ولیدل چې د هومر اغېز پۀ ټولنه کښې مخ پۀ زیاتېدو شو نو د هومر خلاف یې د خلکو د اعتقاد د ماتولو پۀ عرض تحریکونه پېل کړل چې د هومر پۀ شاعري یې درلودل 

افلاطون وایي چې شاعر د لېونتوب یوه نمونه ده او فکر کوي چې شعر د غېر نورمال ذهن زيږنده ده چې هیڅ حقیقت نه لري ولې بیا بل ځای پۀ دې اند دی چې شعر الهام دی ځکه چې شعر د عقل او منطق مخه نیسي او کله چې دی شعر د الهام خبره کوي چې شعر الهام دی نو هغه د شعر د خدای یادونه هم کوي چې د شعر خدای میوز پۀ نوم نومول شوی له دې د ثابتېږی چې چې ( میوز) د شعر د خدای پۀ نوم مشهور و معروف وو 

او ادب پوهان وایي چې یونان کې هغه وخت د هر ډول شاعرۍ ځان ځان ته خدایان او دېوتاګان لرل چې پۀ خال مجله کې حبیب الله کاکړ صیب یې هم یادونه کړې 

لکه" د جنګي حماسې خدای  کالیوپه یا calliope پۀ نوم شهرت لرلو د تاریخي شاعرۍ خدای ته به یې کالیو calio وییل يوترپه euterpe به یې د ساز د غزلو خدای بلۀ  د رومانی شاعرۍ خدای ته به یې اراتو erato وئیل او د ټرجډي یا تراژیدي خدای ته به مېلپومن melpomene وئیلاو د نڅا يا اتڼ خدای ته به یې ترپسیکور terpsichore نوم اخیستو داغسې د سرود دیوي ته به یې پولنیمنیا polynyminia نوم اخیستۀ او د طنز و مزاح ديوي  تالیا thalia نومېده او اورانیا urania د فلکیاتي شاعرۍ د کایناتو پۀ حقله د الهام او تر څۀ حده د فطرت د ښکلا د ستاینې دیوي وه 

او داسې نور هم داسې ډېر خدایان او دیوتاګان هغه وخت موجود وو لکه ډیونسیس dionysus هم د شاعرۍ د الهام خدای بلل کیده خو زیاتره د شرابو او د مستۍ د خدای پۀ نوم شهرت لري  "

همداغسې پۀ هندومت کې هم د وېد او د اوستا سرودونه خو الهام بولي خو مهابهارت او رماین هم الهام ګڼي 

خو پۀ یهودیت کې هر شعر الهام نه دی بلکې هغه چې پعمبران یې وایي الهام دی لکه د داود علیه سلام او سلیمان علیه سلام یهودیت د اسلام د مخه پېل وو 

او پۀ عربو کې فقط فن وو د شعر پۀ اړه نور تحقیق و تدوین نه وو خو د هغې نه راپدېخوا   پۀ غربي نړۍ کې په شعر ډول ډول تجربې او څېړنې وشوې 

او ادب پوهان پۀ دوو ډلو وویشل شول چې یوې ډلې شعر ته د الهام پۀ نظر کتل او بلې ډلې د انساني تخلیق او زیار پۀ نظر 

د شعر د الهام پۀ نظر درلودونکو کې يو نوموړی لیکوال شکسپېیر هم پۀ دې نظر دی چې وایي 

"شاعر د تخیل او الهام پۀ وسیله وزرونه غوړوي

خو بیا د شعر د الهام پۀ اړه مخالف نظر لرونکی فلوبر بیا پۀ مسخره نظر ورته ګوري او وایي الهام د یو تصنعي خوځښت پرته بل هیڅۀ نۀ دي  

او د هغې مقصد د دی چې الهام د انساني تامل مخه نیسي 

 

د هند یو نامتو لیکوال او شاعر رابندراناته ټیګور د شعر پۀ اړه لیکي چې" زه اقرار کوم چې زما دین شاعرانه دین دی هغه څۀ چې زه یې پۀ روښانه او څرکند ډول ترلاسه کوم د مکاشفې له لارې دي .نه د بحث او استدلال د لارې 

زه د پۀ ډاګه کوم چې د شرارت او ګناهونو پۀ اړه شوو پښتنو ته سم ځواب نشم وائیلی او د اشراک او د شهود له لارې یې هغو ته تمایل موندلی دی"

 

خو بیا ځينې کرکتونکي پۀ دې اند دي چې نا الهام د ناحوداګاه څخه رنګ اخلي او شاعر د شعر و هنر ترټولو لوی خلاق یعني پنځونکی؟ذهن دی او د الهام دی چې پۀ عادي حبرو کې او شعر کې توبیر پېدا کوي او شاعر ته لوړ مقام بخښي 

دي کې شک نشته چې الهام یوه سر چینه لري او له یوې زمینې پرته نه راځي او د داخلي يا بیروني نړۍ نه اخیستنه کوي خو الهام اصل کې تړاو د روح سره لري 

او زمونږ ځينې معاصر لیکولان هم پۀ دې اند دي چې شعر الهام نۀ دی بلکې یوه انساني هڅه ده دوئ د خبره هم مني چې شاعر ته د شعر لېږد چې د لاشعور نه راځي نو پۀ عین وخت کې د شاعر شعور د دې جوګه نه وي چې هغه د دې کیفیت هم  هغه شان بیان کړي کوم څۀ چې دی پۀ لاشعور کې احساسوي نو مونږ اوس که د دوئ پۀ خبره یقین وکړو چې شعر شعور ته پۀ نیم یا پوره خوبولي حالت کې د لاشعور نه راځي نو د حال خو بیا د اولیاء هم وي چې هغې ته کوم الهام کیږي پۀ هغه وخت کې هغه د استغراق د ډېرو ژورو مراحلو نه تېريږی د هغو شعور هم د دې سرتمبګۍ ښکار وي چې هغه هم هغه څۀ چې د الهام له لارې لاس ته راوړي پۀ هغه مهال دی پۀ خپل خود کې نه وي بلکې د دۀ شعور هم د تنویمي حالت نه تېرېږي 

او داسې ټلي پېتیسټ هم چې کله پۀ یو معمول احاطه کوي نو هغه هم پۀ تنویمي حالت کښې د معمول لاشعور پۀ لاس.کې کوي او بیا امر ورته کوي

او بله خبره د چې هغه کرکتونکي چې وایي چې د شی د دوئ پۀ لاشعور کې اول نه وي خو بیا پۀ ناڅاپي ډول د دوئ شعور ته راشي او د هغه څۀ دي څۀ چې د دوئ پۀ لاشعور کې اول نه شتون لرو او موجود وي 

نو يوه بله پوښتنه بېدا کېږي چې که شعر انساني زیار او هڅه وه نو بیا پۀ یونان کې د هومر پۀ خلاف افلاطون چې کوم تحریکونه پېل کول د هغې څۀ ضرورت وو ځکه چې دې وخت کې افلاطون هغه هستي وه چې پۀ یو وخت کې به یې د خپل قوت متخیله پۀ زور پۀ سلګونو کسان تر اغیز لاندې راوستل او د دوئ لاشعور به یې کشف کاوۀ 

خو چونکې افلاطون ته د پته وه چې د دې سرچینه د شعورولاشعور د نړۍ سره نه ده پېوست بلکې د دې تړاو د روح د مخفي سر ونو او رازونو سره ده که چرته برنی نظر مونږ قبول کړو

نو د دې خبرې مقصد همدا شو چې مونږ ووایو چې الهام یو انساني زیار دی 

اوس به راشو دې خبرې ته چې الهام څۀ شی دی 

اول خبره د دی چې الهام مذهب کې هر هغه خفي کشف ته وایي چې د پاکو ارواو ته کيږي لکه د وحې الهام هم ډېر اقسام لري چې دلته د موضوع طوالت نه د ډډه کولو په عرض تېريږو 

خو د الهام یو بل ډول هم شته چې الهام نۀ وي خو بڼه الهامي لري یعني یو رحماني الهام دی او بل شیطاني 

ملګري به فکر کوی چې دې یار د شیطاني الهام توری له کومه راوړو خو  عبدالقادر جېلانی وایي چې یوه ورځ زۀ پۀ خپله خانکاه یعني خلوت خانه کې ناست ووم چې د اسمان نه د نور یو تخت راکوز شو چې هرطرف ته د نور وړانګې ترې خوارې وي او زما پۀ سر د بره ودریدو او د هغه منور تخت نه یوه ندا راغله چې بس بس ستا عبادت و ریاضت ستا رب پۀ خپل دربار کې قبول و منظور کړل ما فکر وکړ چې پۀ ژوند کې خو انبیاء ته هم عبادت نه دی معاف شوی نو زه پکې لا څوک شوم زر مې اعوذب الله وویله او ورته مې ووې چې اې شیطانه مخ دې تور شه او هغه تخت تورلوګی شو او ورک شو بیا شیطان راته ووې چې افسوس ډېر لوی علم لرې او د خپل علم پۀ زور رانه خلاص شوې ما بیا ځواب ورکړو چې که پۀ علم وی نو اوس به پۀ تا هم نه وی رالعنت شوی خو د پۀ ما د خدای ج فضل او عنایت دی بیا مایوسه او تشلاسی پاتې شو او لاړو 

نو زما مطلب د دی چې الهام سم هم کېدلی شي او غلط هم 

 همدا رنګ چې پۀ کوم الهام کې د خېر ښېګړې عنصر پکې وي نو رحماني دی او که د شرارت ظلم یا د بې حیایۍ عنصر پۀ کښې وي نو شیطاني دی 

الهام او وحي کې همدا توپېر فرق دی چې وحې چرته هم نه غلطېږي ولې الهام د معالطې ښکار کیدای شي 

او بل د وحې او د الهام پۀ ظهور او نزول کې هم ډېر فرق دی 

ځکه چې وحې د یو خاص ډول سپېحلو او مبرا هستۍ ته کېږي چې پعبران دي او الهام یو عام وګړي ته هم کېږي 

د دې ټول بحث نه د معلومېږي چې شعر نه پوره الهام دی او نه پۀ پوره ډول انساني ّهڅه  ده بلکې د دې تر منځ چرته بل یو دریم ځواک دی هغه ته چې تاسو څۀ نوم ورکوئ

 
-
بېرته شاته