(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادب او سیاست

[25.Sep.2017 - 11:37]

پښتو ادب او سیاست ( څو بېلګې ) !!

لیک: مصطفی سالک

که په نورو ژبو کې ادب او سیاست بیل وي ، وي به ! خو زموږ له ادب سره نزدې پاتې شوی بلکې کله کله خو ادب او سیاست یو تربله غاړې وتي د خوشحال خان قصاید ددغه راز سیاست او ادب غوره بیلګې دي، نور نو که زموږ د کلاسیک مکتب شاعران ( روښانیان ) په ادبي توګه وحدت الوجودیان و ، خو د هغوي عملي ژوند بیا له عرفانه ډیر په سیاست کې ښکیل و، بایزید روښان له مغولې سترواکمنۍ سره مظبوطې ډغرې ووهلې او بیا همدغه بیرغ خوشحال ته پاتې شو چې د اورنګزیب سیالۍ ته یې پورته کړ.

پښتانه ولې له مغلو سره جنګیدل مغول خو مسلمانان وو؟

خوشحال او روښان په خپلو زمانو کې له مغلو سره نور علتونه یاد کړي، چې تر ډیره ددوی له خپلو زمانو سره تړلي دي، خوشحال د خپل قیام علت واضح بیان کړی، اسلام او ایمان د ژبې بیان او  د زړه تصدیق ته اړتیا لري خو خوشحال وايي چې د اورنګزیب ایمان تشه د خولې خبره ده، ګنې په زړه کافر دی.

 

اطاعت د اوالامر ځکه نکړم

خلیفه د زمانې په زړه کافر دی

 

خوشحال بابا فتوی خو ورکړی خو دا هم یو اصل دی چې شرعه به ظاهر ته ګوري او فتوی به ورکوي د زړه خبره ارزول او پر اړه یې حکم کول د لوی خدای کار دی.

خو یو شمیر تاریخ لیکونکو ددغو جنګونوعلت بل ډول بیان کړی ، دوی وايي ( که روښان ، خوشحال، او منډپالې یې د اکبر او اورنګ تخت او بخت نه شي اړولی مغل بابر په کوم جواز په هند کې مسلمان پښتون پاچا ابراهیم لودي په جګړې او پوځي برید سره د هند له تخته کوز کړ او خپله پرې کیناست! که اکبر او اورنګ مسلمانان وو ، څنګه سلطان ابراهیم لودي هندو و ؟) خوشال، روښان، ایمل خان، دریا خان د خپلو جنګونو لپاره په ښکاره دا دلیل نه دی بیان کړی خو یو شمیر څړونکي فکر نه کوي چې په باطن کې به دا دلیل هم ددغو جنګیالیو مشرانو د جګړې لپاره شته  او بس. موږ چې کله په خپل پخواني ادب غږیږو تر ډیره ورته کلاسیک کلمه کاروو، خو کلاسیک لفظ او اصطلاح یوه تیر ایستونکي اصطبلاح ده چې ډیر ځله په لوستونکو اشتباه کوي :

د کلاسلیک لفظ ماناوې:

کلاسیکزوړ

کلاسیک : بهترین

کلاسیک : هغه ادب چې وايي یوه پیړۍ پرې تیره شي او په حوالو او د خلکو په ذهنونو کې ژوندی پاتې شي.

کلاسیک :  ( د ټولو مجموعه یانې ) یانې زوړ چې بهرین شي خامخا په ذهنونو کې ژوندی وي.

کلاسیک : د یوه ادبي مکتب په مانا : اروپایانو خپل زوړ ادب په غور سره ولوست ، اصول او ښکلایز ارښتونه يې راټول کړل مشرکات یې پیدا کړل او دغه علمي ادبي ټولګه یې کلاسیزم نوم ورکړ موږ دومره وکړل چې اصول مو د هغوی بیان کړل او بیلګه مو د خپل ادب ورکړه !!! لاره یې دا وه چې موږ خپل کلاسیک لوستی وی مشترک ښکلایز ټکی مو ټول کړی وی او بیا مو د پښتو کلاسیکي مکتب بللی وی دا هم اړینه نه ده چې نوم یې باید کلاسیک ادب وی یو بل پښتو نوم هم ددې ټولګې لپاره غوره کیدی شوی، دا خبرې مې ځکه وکړې چې کلاسیک لفظ کاروم او دا یادې شوې ماناوې ټولې لري. بله دا چې زموږ کلاسیک اثار هم یو لاس نه دي که روښانیان کلاسیک وي بیا خوشحال ، رحمان، حمید ، علي خان او کامګار خټ څه بولئ دادواړه یو نه دی، روښانیانو پښتو شاعري شروع کړه او یوازې ددې لپاره یې شروع کړه چې د وحدت الوجود تبلیغ پکې پیل شي ، بله دا چې د رښانیانو زمانه په پیل کې د پښتو شعر د ماشوم د خاپوړو او وروستئ یې ددغه ماشوم د ګرځیدو او پاپلئ هنداره وه خو دې کې هیڅ شک نشته چې روښانیانو په پښتو ژبه کې د شعر پاخه بنسټونه کیښودل ............ خوشحال پر همدغو بنسټونو د خپل عالیشان شعر د لافاني ماڼۍ بنسټ کیښود. الفظ یې جمع کړل، په خیالونو فکرونو کې یې یوازې د وحدت الوجو بیان پريښود او هر را مضامین یې بیان کړل. خو لا هم په پښتو ادب کې د شعري بدیعي او بیانی صنعتونو استادي نه وینو، په هغه پسې جوښت دوو مومندو رحمان او حمید دا کمی هم پوره کړ.

 

 او شیدا خو دا کمال عروج ته ورسو دومره عروج ته چې د ارزونې لپاره یې هغه ددغو دوو مومندو استادانو ضرورت محسوسوه:

 

په دا وخت که شیدا دواړه مومند وای

ثنا خوان به وو هر وخت ستا د ویلو

 

رحمان بابا صوفی او د انسانیت شاعر بلل کیږي خو هغه هم د ټولنې له غمه نه دی بې غمه چې دا د سیاست اصلیت دی:

 

په سبب د ظالمانو حاکمانو

ګور و اور اور او پيښور دریواړه یو دي

غریب خلک مردګان پکې وریتیږي

ظالمان نکیر منکر پيښور ګور شه

څه به شور نه وي د هند په میخانه کې

چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو

چې دده د عدل نمر دی پریوتلی

توره شپه د ظلم وخته مخ تور شو

هر سړی درباندې پښه ږدي پورته خیژي

اورنګ شاه پریښی تخت لاړ دور نور شو

حمید مومند  )

 

د حمید سیاست له نورو کلاسیکو شاعرانو سره توپیر دادی چې هغوی اورنګزیب او اورنګیت غندلي دي خو د حمید مرثیه ښيي چې ګڼ شمیر خلک بلکې پوهانو او شاعران د مغلې سترواکمنۍ پلویان بریښي او د هغوی د نظام او قانون مداحان و د حمید له شعره خو همدا راوځي . حمید ځکه خفه دی چې اوس هغه د اورنګ پاچا د عدل زمانه نه ده اوس به خلک هغه او د هغه حقوق خمخا تر پښو لاندې کوي، خو څو ټکي شته.

 

۱: د افغانانو او پښتنو متل دی چې ( په ژوندیو څوک کې نیکنام او په مړو کې څوک بدنام نه لري ) کیدی شي چې حمید هم تر همدې تاریخي جذبې لاندې راغلی وي .

۲: کیدی شي په رښتیا به اورنګزیب تر نورو عادل و ! خو خوشحال خان دې عدالت ته په بله سترګه ګوري  ....

 

ښه عادل پاچا پیدا شو 

اورنګزیب ددین غمخور

دی خپل پلار تړي په عدل

 په فتوی وژني خپل ورور

 

دا د الذم بما یشبه المدح صنعت دی، خوشحال خان طنزآ ویلي چې ددین غمخمور او عادل پاچا پیدا شو، هغه د اورنګ د زړه پر تصدیق شک کوي چې ګواکې د پا چایۍ لپاره یې دین دام کړ خپل پلار شاه جهان یې زندان ته واچو او خپل ورور دارا شکوه يې د اسلام د فتوې په نامه ووژه

خو دا شعر داسې ښکاري چې د حمید وینا د اورنګ د واکمنۍ د پیل د کلونو خبره ده د هغه وخت چې د هند د تخت و بخت په سر مغل په خپل کور کې نښتي وو، او مرثیه د اورنګزیب د مرګ د مهال خبره ده ، ښايي د اورنګ دور به تر هغه ښه تیرشوی وي چې خلکو ترې د شاجهان د واکمنۍ د نسکوریدا پر مهال ویره او ترهه درلوده.

دا ټولې نښې ښيي چې زموږ د زرین کلاسیک پیر شاعرانو ویښ سیاسي حس او پوره شعور درلود.

 

د  ( ۱۲ق ) پیړۍ تر نیمايي وروسته د پښتو کلاسیک  دیواني ادب ټغر ټولیږي خو ولسي ادب لکه چاربیتې ، نیمکۍ ، داستان او ټپې پاتې کیږي. د پښتو معاصر ادب تر پیله مخکې ویل شوی چاربیتې جیمز ډار مسټټر د پښتونخوا په هار او بهار نومی کتاب کې پیېلي دي دا چاربیتې تر ډیره په پيښور کې له سکانو سره د نښتو او له پرنګیانو سره د غراګانو پر مهال ویل شوي. چې ښيي پښتو ادب له سیاست سره تړلی پاتې شوی دی.

رحمداد دی دا وارې خدای جوړ کړي

که دوباره په وطن جنګ وی نو مړ دې شینه

چرته انګریز چرته چترال دی

بې ننګي زوره شوه انګریزان چترال ته ځینه

 

د ولسي ادب راج تر راورسته مهاله یانې د انګریزانو او افغانانو تر جګړو په خپل قوت پاتې و، ( د جلال اباد ) د شاعر یوه خون الوده چاربیته جیمز ډارمسټټر د پښتونخوا د هار او بهار امیل برخه ګرځولی څو بندونه یې ځیرو

پوهاند عبداحی حبیبی د هار او بهار د تشریحاتو پر مهال سر په سر لس چاربیتې او شعرونه د افغان انګلیس له وروستي جنګ سره تړلي ديراځئ  لومړئ هغه یې وڅیړو چې ایا په رښتیا ددریم جنګ چاربیته ده ؟  خو داسې نه وي چې حبیبي صیب هم ( ۲ام ) جنګ وروستی جنګ بللی وي ځکه یو شمیر تاریخ لیکونکي اول او دویم جنګونه مني خو وايي چې دریم جنګ د انګلیسانو پلان شوې حمله وه، چې د سپین بولدک او خیبر له دروازو راننوتل، د کندهار جګړه د امان الله په فرمان ونه شوه، او د ننګرهار جنرال د زرورق ځلا داسې لیونی کړ چې د زرورقو ټول صندوق ورته طلا طلا شوه، نو پر همدې اساس استدلال کوي چې جنګ دوه طرفه وي خو دلته یوازې انګریزانو ځمکني او هوايي بریدونه کړي خو داسې کوم سند تر اوسه ما نه دی لیدلی چې د انګریزانو پر وړاندې د تاوده سنګر ذکر وکړي، نو دا خبره د پام وړ ده چې د افغان انګلیس جګړه ویل په کار دي؟ او که د انګلیسانو حمله؟ ښه باید دا هم ووایو چې حبیبي صیب ددې چابیتې سربند داسې لیکلی چې مصرعې یې بې تسلسه شوې او بې مانا شوې دي بله دا چې وزن يې هم له لاسه ورکړی او له موسیقۍ سره د ویلو پر مهال د چاربیتې وزن ته هم نه لویږي اوس نو که دا کار ډار مسسټیټر کړی وي کړی به یې وي خو بیا پوهاند صیب حبیبي او استاد حبیب الله رفیع چې په دا کار کړی و، ځکه کتاب دغو دواړو استادانو خپور کړی دی .

اوس دا د هغه وخت ژور سیاسي ولسي فکر دی ، چې د جلال اباد یو نامعلوم شاعر شاعرانه کړی او تر ولسونو رسولی دی، هر مهال سیاستونه بنسټونه لري له پورته بنده دا هم جوتیږي چې هغه مهال د افغانو د سیاست لومړی بنسټَ او ړومبۍ سرچینه د اسلام مقدس دین و شاعر وايي که افغانانو د خیبر د اپریدو له کبله سیاسي او پوځي ماتې وخوړه نو څه وشول؟ ذوالمعنی ځواب لرو :  ( اسلام یې سپک کړ ډیر  ) 

۱: ( ددوی دین اسلام و او اسلام یې په دې کار سپک کړ۲:  ( ددوی ددې کار له کبله انګریزانو بره افغانستان ونیو اسلام دوی سپک کړ)

چې دواړه ماناوې لکه خیبر او اپریدي یو تر بله تړلې دي.

 

قادره ذولجلاله ،  بې شرکه بې مثاله

ایمان مې خظا مکړې فرنګ ورک کړی له کابله

زارۍ مې شته بله

**

فرنګ راغی له هنده

که راشي لوږه تنده

په هیڅ یې پروا مکړئ

وطن ټول کاندئ پایمال

وهئ یې سر و مال

 

په چاربیته کې یو شمیر بندونه داسې دي چې سیاسي رنګ یې بیخي واضح دی :

 

خیبر کې آپریدي وو  **  دوی واړه تور تندي وو

کاروان ته ګړندی وو

فرنګ ته یې ملا ماته وه پخپله یې کړ راتیر

اسلام یې سپک کړ ډیر 

 

له ذکر شوې کیسې یو شمیر روښانه سیاسي اندونه راوځي

 

خیبر : چې خبره د انګریز د برید وي او شاعر د ننګرهار وي خامخا به لومړی فکر خیبر ته اوړي، ځکه تاریخ ثابته کړې چې یوازې په همدغه دروازه کې کمزوري مظبوط طاقتونه ایل کولی او ختمولی شي ، څو پیړۍ مخکې همدلته ۴۰ زره مغل سره له خزانې ، سره له وسلو، سره له مال و اله تار په تار شول، او د پښتنو لاسونو ته ولویدل. نو ځکه داستان د خیبر له اپریدو پیلوي، او د خیبر ستراتیژیک او پوځي ارزښت ددې تقاضا کوي چې د افغانانګریز د جنګ کیسه هم له خیبر او اپریدو پیل شي

اپریدي تورتندي بلل : تورتندي په دې مانا چې بختونه یې تور او کوټه وو ، کار یې ونکړ او فرنګ بره افغانستان ته راوخوت، دا هم په پام کې ساتل په کار دي چې تندی له موږ سره د تقدیر او نصیب هنداره ده، یوه ټپه ده :

 

نصیبه وسوځې ایره شې

تنديه مات شې تا کې څه لیکلي دینه

 بل راز مانا هم لري هغه دا چې دا خرڅ شوي، ګناهګار او تورتندي دي خلک دی او علت یې هم بیانوي هغه دا چې تور پرې پورې کوي چې غله دی، او دشپې د ورځې کاروانونه لوټي ، په کنایه کې بل څه هم ورته وايي هغه دا چې د ګیډې لپاره د مسلمانانو کاروانونه لو ټلی شئ خو د انګریزانو د کاروان بدرګه کوئ .

 

فرنګ وې چې سهار شو ** نا ګاهه ډزه هار شو 

امیر صاحب په خپله له غیرته زما جانه

فناه شو له جهانه

 

دلته کتل دا په کار دي چې جګړه ونښته امیر صاحب له غیرته فناه ( مړ ) شو؟ دا خبره هم ذوالمعنی ده

۱: ( په رښتیا له غیرته ومړ ) ۲ :  ( طنزآ وايي چې له غیرته ومړ ګنې ښيي چې د ناګاهه ډزهار له کبله مړ شو )

دویمه معنی د شعر له معنوي جوړښت سره سمون خوري ځکه که له غیرته مړ کیدی په خبر به مړ وای نه په ډز...................

خو دا امیر څوک دی ، او چرته مړ شو.

تر امیر دوست محمد خان وروسته امیر شیر علی خان د واک واګې ټینګې کړې ،  د انګلیس په ګټه د هغه د پرځولو هڅې وشوې، د په خپل څنګ کې د (   سید سادات مولانا جمال  ) ارزښتمن وجود احساس کړی و .

خو امیر ونه توانید چې د سید جمال الین افغان فکرونو او پلانونو ته عملی جامې واغوندې ، سید هم په مات زړه او رپاندو ګامونو له افغانستان ووت.

انګریزانو په امیر ولکه بیخي سخته کړه تر دې چې په دربار کې یې هم ترې زري او جاسوسان تاو کړل، لیکونکي کاږي چې پر هغه د هند د بریتانوي وایسرای ګواښونه ډیر شول او یو ډول ذهني فشار سره مخامخ شو، هڅه یې کوله چې د منځنۍ اسیا له لارې روسیې ته لاړ شي او له هغه سټيجه نړیوال د انګریزانو په کړو خبر کړي، خو امیر ته پته نه وه چې روسان ظاهرآ د هغه دوستان خو په خفا کې دواړه زبرځواکونه یو تر بله جوړ دي او چل یوازې همده ته جوړ دی، امیر له کابله مزار ته رسیدلی و چې هلته وفات شو

( انا لله وانا الیه راجعون

خو طبیعت دی، دغه پښتون شاعر بیا هم امیر نه دی معاف کړی او د هغه له مجبوریو په ډک مرګ یې خندا کړې ده، هو دا خلق په هر حال کې د اتلانو مداح دي

 

فرنګ وې چې سهار شو ** نا ګاهه ډزه هار شو 

امیر صاحب په خپله له غیرته زما جانه

فناه شو له جهانه

راځئ د چاربیتې  یو شمیرنور بندونه ولولو چې د امیر شیرعلي خان تر مړینې وروسته وخت انځوروي.

 

محمد یعقوب یې زوی و **  کمکی نه و دی لوی و

دانا په عقل پوی و

روان یې کمناری کړو وریې کړ بالا حصار

یو څو ورځې قرار

ناګاهه غلبله وه  **  اردله رساله وه

 په مخ کې یې ګله وه

تمام یې راحصار کړل په کابل یې کړل مردار

 

یعقوب خان د ګندمک تړون هم لاسلیک کړ چې په لږ او ډیر توپیر د ډیورنډ په تړون واوښت خبره تر ډیره همدا پاتې شوه خو نوم یې بدل شو.

چاربیته اوږده ده ، په ورستیو بیتونو کې شاعر تشریح کوي چې څنګه انګلیس پوځي مشر راپیټ د کرمې له لارې کابل ته راغی څنګه یعقوب خان سلام ته ورغی؟ څنګه یې ونیو او څنګه یې بوتلو ! ملا مشک عالم غازی او محمد جان خان غازی د همدغو جګړو جنګ له کبله د ملي اتلانو په شمیره کې راغلي.

 

معاصر ادب او سیاست :

معاصر ادب په پښتونخوا کې له انګریزي تعلیم سره هممهاله پیل شو چې څلور مشهور سبکونه یې لرل.

۱: د پښتو ادب روایتي خو نوښتي سبک چې حمزه شینواری یې سرخیل بلل کیږي، دغه سبک نزدې ټوله پښتونخوا اغیزمنه کړه، خو د خیبر شاعران پوره په دی خم کې رنګ وو.

 

۲: دویم سبک د کمونیزم تر اثر لاندی یو شمیر کمونست پلوو پر مخ بیوه، چې د خدای خدمتګارو یو شمیر شاعران یې مرستندوی و.

اجمل خټک ، همیش خلیل ، تر یوه ځایه غني خان او رحمت شاه سایل او نور ددغه سبک لوی منډپالي وو.

 

۳ : د غرب تر اغیز لاندی د روماتیزم مکتب راتلل چې فضل حق شیدا ، سید رسول رسا اشرف مفتون او غني یې لوی استازي شاعران دي.

۴ :  ( اسلامیدا سبک د اسلامي ارزښتونو او مقصدیت یوه سرچینه وه چې تر ډیره د علامه اقبال له ترجمو او اثارو له تفسیره پیدا شوی و.

د سمندرخان سمندر د توحید ترنګ چې پیښور پښتو اکاډمۍ په ۱۱ جلدونو کې خپور کړی په اصل کې د اقبال ترجمه یا هم د اقبال د شعرونو تفسیر دی.

خو یو بل کس پاتې شو او هغه داسې کس دی چې نزدې دغه ټول رنګونه لري.

نو درسره د یوه داسې انسان خبره کوم چې دغه ټول رنګونه لري دا لاڅه څو سیمزې او نړیوالې ژبې یې هم زده وي دا به ووایم چې صاحبزاده حبیب لرحمن قلندر مومند او سید محمد تقویم الحق کاکا خیل د عالمانو د بهیر وروستۍ سټې وې، چې ځایونه یې تش پاتې دي

نه پوهیږم ! بیا به تقویم او قلندر راشي؟ دوی د پښتو ادب بیلو ډګرونو ته بیل او جدا څه ورکړي دي، خو د اوس لپاره زموږ دموضوع ادب او سیاست دی.

تقویم صاحب هم شاعر و ، د مولانا اقبال لاهوري روغ ، روغ کتابونه یې پښتو شعر ته منظوم اړولي دي، اوس یې نوم راغی نو د سیاست یوه خبره  یې کوم هو کله داسې وخت هم راغلی و چې د کاکا صیب دا ګدۍ نشین دی په سیاست کې هم برخه والي ، پارټي که هره یوه وه، وه به خو په پیل کې یې له خلکو سره ښې غوړې وعدې کړې وې، دغه پارټي چې وه،  ستوري یې سیاسي او انتخاباتي نښه وه، ستوري وو نو استاد ورپسې تللی و، خو دا چې نور څه وشول راځئ د پوهاند صیب څو بیتونه ولولو.

 

چې خبر په ګمراهیو د رڼا شوم

زه د ستورو له کاروانه را جدا شوم

د غنمو ددانې طمع یې راکړه

عفه بویه بن ادم یمه خطا شوم

د سحر ستوریه پریوځه چې رڼا شي

زه په ټولو رهبرانو نا ویسا شوم

 

دا خو وه د حضرت شیخ رحمکار زیړي کاکا صاحب د مزار خورده او نمک.......

 

قلندر صیب دې هیر نه شي !!

 سیاست د انقلابي طبیعت ځانګړتیاوي او قلندر د ژوند او د ژوند د تفسیر ادب په هر ډګر کې بیرغ په لاس پاتې شوې ، په هر وخت او هر ډګر کې یې چې وګورئ په انقلابي موډ کې دی.... په تحقیق کې ( پټه خزانه فی المیزان ) زما ددغې ادعا ثبوت دی.... د شاعرئ په ډګر کې یې یو وړوکی کتاب سباوون درلود ( ورورسته بل کتاب رڼايي هم چاپ شو ) خو دی په دغه وړه ټولګه د بابای غزل ابوالمراد امیر حمزه خان شینواري سیالۍ ته لکه غر ولاړ و او حمزه بابا هم د یوه سیال په سترګه ورکتل ګنې ولې یې د هغه تعلۍ ته تود غبرګون ښوده.

 

یاره قلندر ته دعاګانې کړه

اوس ګنې پښتو کې غزل چرته دی

( قلندر مومند )

 

لا خو تخیل د حمزه تت نه دی

چا وې چې پښتو کې غزل چرته دی

( حمزه شینواری )

 

ګجرې یې هم یو نوښت او تر اوسه د پښتو افسانې معیار بلل کیږي ، خپله د ګجرو د افسانو لیکنه یو ادبي اوښتون او انقلاب دی خو په معنوي توګه هم د ګجرو کردارونه انقلابي سیاسي او لړزونکي دي خپله دا د ګجرو نوم داسې وخت رامخې ته کیږي چې یو د یوه انقلابي کردار لاسونو ته ځنځیرونه او هتکړۍ پرتې وې او پولیسو روان کړې وي نو ماشومه یې په خوشالۍ ورځي او ورته وايي بابا ماته هم داسې ګجرې راوړه.!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

کله چې پر کمونستو د کاڼو باران و قلندر کمونست و خپله دغه وخت داسې انځوروي:

 

د غزل غرور یې مات شو رقیبان مې شریک شور کا

قلندر په غرغره کړئ ، قلندر اشتراکي  دی

 

چې نشلست شو نو بیا یې هم ویل :

 

ګلستان که مې په وینو تازه کیږي

هر اغزی دې هم زما په زړه کې مات شی

 

کله چې پټه خزانه نومې کتاب چاپ شو نو لومړی لیکوال وو چې د پټې خزانې د جعل ادعا یې وکړه، د ټولو پښتنو لیکوالو بلکې د نړۍ د لیکوالو مخالفت یې وکړ چې دا په خپل ځای بیا یو انقلابي کار دی.

تنقید بل داسې څیز دی چې نوم یې و خو خپله یې وجود نه لرو، د نظري تنقید په برخه کې یې د هډسن د یوه باب ترجمه د تنقید په نامه سره وکړه او د ړومبي ځل لپاره یې پښتانه له  نظري نقد سره اشنا کړل.

په عملي نقد کې یې د ولسي ادبي جرګې فعال استازیتوب کاوه او د ادبي فن پارو په اړه یې خپل جوړونکي نظرونه ورکول.

قلندر مومند د ځينو حوالو له مخه په ۱۹۳۰ کې زیږیدلی دی.

 چې له لیسې فارغ شوی، تر فراغت وروسته یې په اسلامیه کالج پيښور کې داخله واخسته خو د قلندر صیب د خولې خبره ده چې د سیاسي مشکلاتو له کبله ترې د منظم تعلیم سلسله پاتې شوه او چرته په ۱۹۵۸م کې یې په انګریزي ادب کې خپله ړومبۍ ماسټري واخسته.اوس قلندر صیب څه سیاسي مشکلات لرل واضح خبره ده چې ترقي پسند و کمونست و او دا هغه دوه نظریې دي چې په پاکستان کې يې هغه مهال وجود په ګرانه منل کیده بلکې ډیر ځله یې حکومت د برداشت توان هم نه درلود او د تور زندان دننه یې غورځول. بله داده چې دانګلش ماسټرۍ وروسته په کالج کې استاد مقرر شو، خو قلندر صیب ویلي چې هلته هم پرې یو بې بنیاده الزام ولګولو او له وظیفې یې لرې کړ. دا پر قلندر بل سیاسي ګزار و چې د هغه اقتصاد ژوند او عملیت ټول یې و ځپل.

قلندر مومن کمونست پلوو ( ترقي پسندوسره هم پاتې شوی دی، خو ډیر تړاو یې له عوامي نشل پارټۍ سره درلود ، ددغه ګوند یو منشور هم قلندر مومند لیکلی و، دا چې قلندر د حقوقو او سیاسي علومو کارپوه او ماسټر هم و نو خامخا به دغه مرامنامه او منشور لوړ ارزښت درلود د ترقي پسندۍ او ملتپانې په دغه کش وګیر کې قلندر څو ځله تور زندان ته اچولی دا چې هلته پرې څه تیر شوي ، قلندر خود دار انسان و ، د خپل ددغه بند پر اړه یې کافي معلومات نه دي ورکړي اها ښايي خوشحال بابا ته به پته وه، ځکه که خوشحال د مغلو په رتنبور کلا کې بندي و نو قلنرد صاحب بیا د پاکستان له خوا هماغه د خوشحال د وخت د مغلو په شاهي کلا کې بندي و

 

چې په خوشحال په رتنبور کې وشوې 

هغه کانې په ما لاهور کې وشوې

د رڼا ناوې دغه ټولې کیسې

ماسره ستا د مینې تور کې وشوې

 

قلندر مومند چې له زندانه ووت او پاچاخان ته ورغی نو هغه ورته هغه پخوانی التفات ونکړ، او بیخي نظرانداز یې وساته ، باچان نوي یاران پیدا کړي وو او بابا دا فلسفه عملي کوله چې ( یار تیر کړه رنګ یې هیر کړه ) خو بله خوا قلندر ورته د حال په ژبه خپل دا شعرونه ویل:

 

تاسو که رشته د مینې پریکړه رانه بیل شوئ

زه به مو د لارې رفیقانو یادوم

 

هغه چې روان دی زړه چاودلی پښې تڼاکې

هغه قلندر درته یارانو یادوم

 

د غني پر کلیت زبیر حسرت نوټونه لیکلي په ۱۹۷۰م کال کې وايي انتخابات شوي دغه وخت غني خان قلندر مومند ته یو خط لیکلی په دغه منظوم لیک کې غني خفه ښکاري او ماته خو داسې ښکاره لکه د انتخاباتي ټيکټ په نه ورکولو چې خفه وي دغه وخت غني ته ځان حق په جانبه ښکاره شوې دغه وخت یې د زړه سود په بل چا نه شوی او ناراض قلندر مومند ته یې لیک استولی چې ګواکې زه او ته هم حقدار د نظم بیت نیم به درته وړاندې کړم.

وروره قلندره 

څه په پته پوی شوې چې دا ښکته ځي که بره

دې کې څه واره شته چې سړی وکړي 

لسو بلاګانو کې ده کومه بلا غوره

وروره قلندره

مانه خفه شوی که خفه یې له اشنغره

کله کله موږ له هم راځه له پیښوره

::::::::::::::::::::::::::::::::::::

وروره قلندره

دا خو څوک د مټه غواړي څوک یې له ځیګره

زه کمزوری ښه یم وي کمزوری بې ضرره

مونږ نه څوک وژلی شو نه ځان له لرو زغره

وروره قلندره

 

ښه دا خو د غني فریاد دی چې قلندر ته یې شهباز اخبار ته لیږلی دی بله خوا د قلندر حال د کتو دی هغه له ډیرو ارمانونو د ځنځیرو له خاپونو سره غفارخان ته ورغلی و خو ناهیلی شو!!!!!!!!!!!!

  راځئ د هغه د مایوسۍ کچه هم وګورو!!!!!!!!!!!!!!!!

 

صدمه

لکه يو ستړی مسافر په تکه توره شپه کې

د خپل منزل په تکل سترګې د سبا ته ګوري

او ناڅاپي تورې وريځې په اسمان خورې شي

اطراف ترې ورک شي شپه يې واخلي هرې خواته ګوري

**********

يا د صحرا يو جل وهلی د اوبو په طمع

د مارغه پر پسې را درومي نخلستان ته راشي

چې ناګهانه بياسته وشليږي بوکه ډوبه شي

او څو ازغي یې د زړګي تل نه زبان ته راشي

*******

دغسې ستا د رفاقت په باچايي لاره*کې

زه بې اسرې بې وسيلي او بې اشنا پاتې شوم

چې د اميد اب حيات مې په جهان ویشلو

لکه د خضر په ظلماتو کې تنها پاتې شوم

*********

دا نظم قلندر مومند پاچا خان لیکلی دی ، او ورته یې څرګنده کړې چې د جل پر وخت د بوقې رسۍ وشلیږي نو خامخا بیا د قلندر د زړه له تله داسې اغزي د هغه دژبې سر ته راځي!!!!!!!!!!!!

بله پام وړ خبره داده چې قلندر ( پاچايي لاره ) یاده کړې ده یوه پاچايي لاره یانې د پاچا خان لاره یادوي، خو پاچايي لاره او بیا پيښور کې پاچايي لاره بیله مانا لري دا اوس چې ورته شاهراهلویه لاره او نور نومونه اخلي هلته یې تر اوسه هغه زړې لویې لارې په پاچاييي لارو مشهورې دي دا لارې د چا ملکیت که نه راځي بلکې دا مشترک المنافع بلل کیږي، نو قلندر صیب پاچا خان ته ویل دا غواړي چې ستا لاره خو باچايي لاره وه د خدايي خدمتګارو لاره وه ، ټول انسان پرې تلل او لاره هم ستا وه خو زه   (زه بې اسرې بې وسيلي او بې اشنا پاتې شومبس څه نه وقلندر پورې خپل ښایست اور و نه دوست ورکتی شو او نه دښمن.

 

خیر قلندر د زړونو هنر، ادب او علم د پاچايي لارو لاروی دی، که له ده قافله تللې خیر دی زموږ خلفو علمی او هنري امام دی، پر دغه پاچايي لارو د قلندر د زړه جرس شرنګیږي او د حال قافلې پرې د ماضي مملکتونو ته ځي خپله لیکنه به د نور الحبیب نثار د نظم په یوې قطعې پای ته ورسوم چې قلندر مومند ته یې په کې اشاره کړې دهخبره یې د زړه ده او خبره یې د محبت ده.

 

یو چې مدام به بې پوښتنې ورتلم

هغه زما د زړګي سر وګڼه

چا چې احساس د محبت راکړی

یو له هغو نه قلندر وګڼه

 

**

مصطفی سالک

-
بېرته شاته