(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې پر خبرو ټينگار

[06.Nov.2017 - 11:13]

د سولې پر خبرو ټينگار له چارې او که له ناچارۍ؟

 لیک:حضرت عمر زاخېلوال 

د افغانستان په اوسنۍ سیاسي محتوا کی، سوله تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډیر تکرار او آشنا مګر

 په ورته وخت کې تر ټولو لږ روڼ او درک شوی ټکى دی. دا ځکه چې لا تر اوسه نه د سولې لپاره معلوم همغږی تعریف شته او نه هم د زیاتو هغو نورو پوښتنو لپاره راڼه ځوابونه لرو چې د سولې د تعریف روښانتیا لپاره اړینې دي.

د سیمې او نړۍ د هېوادونو په دريځونو او خبرو کې هم د سولې په تړاو همدا راز یو ابهام لیدل کیږي. د دریځونو د ناڅرګندوالي یو دلیل دا کیدای شي چې د سولې په اړه ضروري پوښتنې په جدي توګه لا مطرح شوې نه دي.

دبیلګې په توګه:

ایا زموږ له لوری د سولې پر خبرو ټینګار له چارې دی او که له ناچارۍ؟

ایا هیواد کې مو د امن او ثبات لپاره له خبرو پرته بله غوره لار شته؟

دښمن څوک دی او د جگړې لپاره يې انګېزه څه ده؟ دیني ملاحظات، د قدرت لیوالتیا، خپګان، غچ اخیستنه، وېره، فرصت، يوازې ورانی او ترهګري؟ او یا په يوۀ ډول دا ټول په کې نغښتي؟

موږ له کومو وسله والو مخالفینو سره سولې ته تیار یو، او له کومو سره نه یو؟

د سولې په بدل کې مخامخ لوري ته څه ورکولای شو؟ په قدرت کې برخه؟ د عادي ژوندانه لپاره فضا؟ د سیاست فرصت او یا یوازې عمومي بښنه او له محاکمې څخه خونديتوب؟

ایا مخالفې وسلوالې ‌‌‌‌‌‌ډلې په تصمیم نیولو کې خپلواکې دي؟

دا، او دې ته ورته ټولې پوښتنې هغه څه دي چی ځوابونه ېې په افغانستان کې سوله او د سولې هڅې تعریفولای او موخې يې روښانولای شي، مګر د دغو پوښتنو پر ځوابونو نه په افغانستان کې د سیاسي کړیو تر منځ او نه هم په نړیواله کچه حتى د یوې نسبي اجماع نښې ښکاري.

په وروستیو څو کلونو کې خو وضعيت نور هم پیچلی شوی چې پورتنیو پوښتنو ته يې د ځوابونو موندل لا ستونزمن کړي دي.

افغانستان او د امريکا ماموريت

په ۲۰۰۱/۲۰۰۲ میلادي کلونو کې د امریکې په مشرۍ د نړیوال ایتلاف لښکرې د یوۀ نسبتا" تعریف شوي ماموریت سره افغانستان ته راغلې، دښمن مالوم و، موخې او موخو ته د رسیدو ګامونو وضاحت درلود، مګر د وخت په تیریدو سره دا هر څه د ناروڼتيا او پېچلتیا په لور لاړل. ولې داسې وشول؟

د امریکا په مشرۍ نړیوالو پوځونو افغانستان ته د ننوتو ستراتیژي درلوده مګر د وتلو یې نه درلوده.

سربیره پر دې د نړیوالو پوځونو "له ترهگرۍ سره جګړه" له تیروتنو ډکهوه. د اېتلاف ځواکونه په بشپړه توګه د افغانستان له فرهنګي او عقیدوي ځانګړتیاو بې خبر وو، جګړې ته یې د غچ اخیستنې بڼه ورکړه او کاملاً ړانده عملیات یې وکړل، له طالبانو سره د سولې ممکن فرصتونه یا درک نه شول، یا پرې سترګې پټې شوې او یا هم رد شول. سربیره پردی د بهرني ځواکونو له لوری د عامو وګړو په کورونو د شپې لخوا خپلسري عملیات، د ملکي وګړو تنګول او توهینول، په هوایي بمباریو کی ملکي مرگژوبله، د شک، شیطانۍ او یا شخصي مخالفتونو پر بنسټ د زرګونو بیګناه ځوانانو څخه د بګرام او نوروبدنامو ناقانونو زندانونو ‌‌‌‌‌‌ډکول او هلته د هغوى سپکول او ځورونې دبهرنیانو د تیروتنو هغه بېلګې دي چی پایلو یې د وسلوالومخالفینو لیکې غښتلې کړې.

د ۲۰۰۳ کال په پای کې د امريکا له لوري پر عراق یرغل او ورپسې په منځني ختیځ کې پراخ کړکېچ په افغانستان کې د جگړې ابعاد لا ډېر او پېچلي کړل.

لنډه دا، په کوم ډول چې په افغانستان کې د جگړې مدیریت وشو ستونزې يې کمې نه بلکې ډېرې کړې. همدارنګه په افغانستان کې يې تروریزم لا پسې پېچلی او ستونزمن کړ.

سيمه ييزه اجماع

په ۲۰۰۱/۲۰۰۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د امرېکې تر مشرۍ لاندې د نړیوال اېتلاف د پوځي مداخلې په اړه سیمه ییزه اجماع موجوده وه. د طالبانو رژیم نسکورېدل او پر ځای یی یو متمدن منتخب نظام راوستل، د سیمې د نژدې ټولو هیوادونو غوښتنه وه.

مګر د وخت په تېرېدو سره دا سیمه ییزه اجماع ورځ تر بلې کمزورې شوه. په يادو کلونو کې د سیمې هېوادونو (پاکستان، هند، ایران، سعودي عربستان، چین، ترکیه، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه) له امریکا او د امریکا له ملګرو لوېديزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ورته دریځ درلود.

کېدای شي ځینو دغو هېوادونو به بله لار نه درلوده مګر اکثرو يې په بېلابېلو دلایلو طالبان گډ دښمن او ګواښ باله.

د بېلگې په توگه ایران او امرېکا له ډېرو بدو دوه اړخیزو اړېکو سره سره د طالبانو پرځولو په هوډ کې همغږي وو. همدارنګه ایران او سعودي په افغانستان او سیمه کې د متضادو سیالیو سربیره د افغانستان په تړاو همغږي وښوده.

په ۲۰۱۶/۲۰۱۷میلادي کلونو کې هاغه سیمه ییز او نړیواله اجماع او همغږي نوره له منځه تللې ښکاري.

په ۲۰۰۱/۲۰۰۲ میلادي کلونو کې د طالبانو، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنگ، د ختيز ترکستان اسلامي خوځښت او داسې نورو سیمه ییزو وسله والو تحریکونو تر منځ ‌‌‌‌‌‌ډیر توپیر نهؤ. ټول د گډو موخو وروڼه ګڼل کېدل او د یوه واحد ګواښ په سترګه ورته کتل کېده.

په ۲۰۱۷میلادي کال کې دا ټول سازمانونه، چې اوس یې شمېر ویل کېږي تر شلو (٢٠) رسیدلی، هر يو ځانگړی او توپير وړ هویت لري. د داعش رادبره کېدو سره د سیمې ځینو مهمو هیوادونو لپاره اوس د داعش او طالبانو تر منځ انتخاب د غور ټکی ګرځیدلى.

که د سکې بل مخ راواړو، افغانستان د سیمې د هیوادونو د برخورد او سیالیو لپاره هم ښه فرصت برابرولی شي هم بد.

په افغانستان کې سوله پرته له استثناء د ټولو په ګټه ده. لږ تر لږه به له افغانستان څخه دې هیوادونو ته د جگړې د اور بڅرکو خپرېدو ویره نه وي.

هغه هېوادونه چې په خپلو کې سره اختلافونه او دښمنۍ لري لکه پاکستان او هند، سعودي او ایران، ایران او امريکا، امریکا او روسیه، افغانستان د دوه اړخیزو همکاریو د ازمیښت ډګر ګرځولای شي.

تر ټولو مثبته همکاري د سیمې د اقتصادي پراختیا او نژدېوالی په ډګر کې را منځ ته کېدای شي. د داسې هیوادونو تر منځ لکه زمونږ د سیمې هېوادونه چې د اقتصادي زیرمو له پلوه متفاوت دي، په ځانګړي توګه چې ځینې يې د طبیعي زیرمو له پلوه غني دي او نور يې په صنعت او تکنالوژۍ کې لاسبري دي، سیمه ییزه اقتصادي همکاري او نژدیوالی یو د بل د اقتصاد ممد او بشپړونکى ګرځیدای شي.

مګر د داسې مواصفاتو او فرصتونو له موجودیت سره سره زمونږ هېوادونه په نړۍ واله کچه له اقتصادي پلوه یو پر بل تر ټولو کمه تکیه لري.

زمونږ د سیمې د هېوادونو خپلمنځۍ سوداګري زموږ د ټولې سوداګرۍ تر پنځه سلنې کمه ده، په داسې حال کې چې په اروپا کې د سیمې دننه سوداګري اویا سلنه او په اسیايې هېوادونو کې پنځوس سلنې ته رسیږي.

افغانستان کې د لاسوهنو دلايل

په افغانستان کې د سیمې هېوادونو لاسوهنو او منفي سیالیو لپاره کافي بد دلایل هم شته، د پخوانیو تربگنيو نه نیولې تر دې هڅو پورې چې په کابل کې د دوی تر اغېز لاندې فرمایشي حکومت را منځ ته شي، د بدو دلایلو کره نمونې دي.

د سیمې ډېری مهم هېوادونه په افغانستان کې په نیابتي تخریبي سیالیو بوخت دي، یا د کوم بل سیمه ییز هېواد پر وړاندې او یا هم د امرېکې پر ضد.

ویلی شو چې همدا اوس په افغانستان کې د سیمې د اکثرو هېوادونو حضور او سیالۍ د بدو موخو لپاره دي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره رښتینو سیمه ییزو هڅو ته اړتیا شته - هغه هڅې چې لا تر اوسه ډېرې نیمګړې دي او یا هم د سولې لپاره نه دي. سوال دا دی چې داسې هڅې په اغیزمن ډول څوک پیلولی او پر مخ وړلی شي؟

امرېکا د تر ټولو ستر شریک په توګه مهم لوبغاړی کیدای شي، مګر تر اوسه يې نه ده ثابته کړې چې په دې برخه کې اغېزناک آسانتيا برابرونکې هم واوسي. تر اوسه چې امرېکا په افغانستان کې د سولې او همغږۍ په موخه کومې سیمه ییزې ناستې رابللې دي، یوازې په دې توانېدلې چې له ښکېلو هېوادونو د همکارۍ لفظي بیانونونه تر لاسه کړي نه عملي ګامونه.

دا ځکه چې امرېکا په سیمه کې له افغانستان پرته نورې لانجې او سیالۍ هم لري چې له امله يې ځینې مهم هېوادونه د امریکا نیت او مقاصدو ته دشک په سترګه ګوري.

پر افغانستان باندې د روسیي په نوښت وروستۍ سیمه ییزې ناستې هم له ناکامۍ سره مخ شوې، ځکه د نوموړي هېواد په نيت او انګیزه هم شکونه وو. په حقیقت کې هېڅ نړیوال یا سیمه ییز هېواد په یوازې ځان نه شي کولی افغانستان ته په سوله راوستو کې اغېزمن واوسي، مګر دا چې ټول ښکېل نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په يوۀ غږ او صادقانه توګه د باور په فضا کې د پورتنۍ موخې لپاره ګډ کار وکړي.

په داسې فضا کې هر هېواد د خپلو ځانګړو امکاناتو، لیدلوریو، اندېښنو او فرصتونو په چوکاټ کې خپل ځانګړی رول لوبولای شي، نوځکه افغانستان ته د سولې په راتګ کی د هر ښکېل اغیزمن هېواد رول روښانول په کار دي.

 

افغانستان او سولې رښتونې هڅې

دا چې په سیمه کې افغانستان د جنګ د مرکز په توګه هره ورځ له ويجاړيو او وینې بهیدنې سره مخ دی نو د سیمې هیڅ بل هېواد د افغانستان په کچه د سولې او ورته د شرایطو برابرېدو لپاره صادقانه لیوالتیا نه شي درلودلی.

البته د سولې له مهمو شرطونو څخه یو هم دا دی چې افغانستان وکړای شي چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ټولو ګاونډیو او مهمو سیمه ییزو هېوادونو سره له استثناء پرته نژدې دوستانه دوه اړخیزې اړېکې ولري او دا انګېرنه ورکه کړي چې ګواکې د یو ګاونډي یا سیمه ییز هېواد سره د افغانستان نژدې اړیکې بل کوم هېواد ته زیان رسولو په نیت دى. نو ځکه په افغانستان کې د سولې اړوند سیمه ییزې اجماع او همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو له فعالې ونډې، ملگرتيا او ملاتړ سره یوازې افغانستان کولای شي د مرکزي تسهیل کوونکي رول ولوبوي.

چین له پاکستان او افغانستان، دواړو سره د ډېرو نژدې اړېکو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځه د بې باورۍ فضا په کمولو کې اغیزمن رول لوبولای شي. پاکستان د افغانستان او طالبانو تر منځ د خبرو اغیزمنه زمینه برابرولی شي.

روسیه، هند، ایران، ترکیه او سعودي په نورو ډګرونو کې د مخالفتونو سره سره لږ تر لږه سولې لپاره افغانستان د خپل مثبتو همکاریو د ازمیښت ډګر ګرځولی شي، لکه چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵میلادي کاله پورې یې تر یو حده عملآ یو ځل ښودلې ده.

امرېکا او ملګري غربي هېوادونه يې د پورتنۍ سیمه ییزې اجماع د جوړېدو سمبالونکى کیدای شي. البته دا ځل د اغیزمنې سیمه ایزی اجماع لپاره کیدای شي اړین اوسي چې د نړیوال او سیمه يیز تفاهم په چوکاټ کې افغانستان د ځینو سیمه يیزو او نړېوالو مخالفتونو لکه د هند او پاکستان، سعودی او ایران، امریکا او روسیې، او امریکا او ایران تر منځ لانجو کی د بشپړې بیطرفۍ اعلان وکړي.

د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع او ملاتړ اړين دي مګر کافي ندي؛ سربېره پر دې د افغانستان له لوري د سولې خبرې باید د یو رښتینې اوږدمهاله ملي اجندا او د ملي پخلاینې او ثبات د اساس په توګه تعقیب شي نه لنډ مهاله سیاسي انګېرنو ته د ځواب او یا یوازې د جگړې د کمښت یا ودریدو د وسیلې په توګه.

زمونږ د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتيژۍ، لیکلې موخې، غوڼډې او سیمینارونه باید له بسپنه ورکوونکو د مرستې جذبولو څخه زیاتې پر سولې د وسله والو مخالفینو د باور پر ‌‌‌‌‌‌ډیرولو متمرکزې شي.

بالاخره د سولې هڅو د اغیزمنتیا لپاره به بهتره وي چی د سولې پروسه پروژوي، بودیجوي، تشکیلاتي، امتیازي، رسمي اودفتري چوکاټ څخه ووځي او په یو رښتوني نارسمي، نا دولتي، داوطلب، ولسي عنعنوي، ملي نوښت او داعيي چی پکې سولې ته د چوکیو او موقفونو د یو بل وېش په سترګه ونه کتل شي بدله شي.

 
-
بېرته شاته