(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد سيلاب رنګين او سندريز شعر

وروسته له دولسو كلونو بې كورۍ څخه د كابل د شاه شهيد په خپل وران شوي كور كې چې بېرته مې په خواريو، خواريو څو د خټو كوټې په كې جوړې كړې وي. ناست وم. د مازديګر په مهال مې د جونګړې دروازه ووهل شوه. كله چې څوك ور ووت زما ګران وراره الله نور سيلاب د مشهور سيلاب صاحب زوى و چې زما د څو نورو دوستانو سره كورته راننوتل او دومره مې په كور كې پاتې شول چې د ماښام لمونځ يې هم د ميرويس الفت په امامت ادا كړ د تلو په وخت الله نور سيلاب يو پاكټ زما په مخكې كېښوده او وې ويل : "زه غواړم چې د خپل پلار امان الله سېلاب ساپي شعرونه چاپ كړم. نو دغه برخه شعرونه مې تاته د سريزې د ليكلو لپاره راوړي دي. ځكه چې سيلاب صاحب تاسو سره د يو عمر ملګري بلكې ورور پاتې شوى دى. باور لرم چې زما هيله به پوره كړئ. او څنګه چې تاسو ته ښه ښكاري هغسې سريزه به پرې وليكئ" ما ورنه مننه وكړه او شعرونه مې ورنه واخيستل او د سريزې د ليكلو وعده مې ورته وركړه. مخكې له مخكې بايد زه د سيلاب صاحب د علمي او ادبي شخصيت په باب او چې ما سره يې څه ارتباط درلود په لنډ ډول يو څو خبرې وكړم سيلاب صاحب زما همزولى شاعر و په يوه وخت كې كابل ته د زياتو زده كړو لپاره له ننګرهاره راغلى وو. كله كله مو په ځېنو ادبي غونډو كې سره كتل او په مشاعرو كې به مو ګډون كاوه. خو دغه ليدل كتل دې حد ته ورسېدل چې يو بل به مو ونه كتل هغه ورځ به په موږ ډېره سخته تېرېدله . سيلاب صاحب د كابل په عربي دارالعلوم كې خپلې زده كړې بشپړې كړې . دلته بايد زه د كابل د عربي دارالعلوم په باب دا خبره وكړم چې يوادبي ماحول و. ځكه چې زموږ زيات ادبي معاصر شخصيتونه له همدغه دارالعلوم څخه فارغ شوي دي. چې زه به د يو څو تنو شاعرانو او اديبانو نومونه واخلم. چې د كابل عربي دارالعلوم څخه فارغ شوي دي. او زموږ دمعاصر ادب او شعر هډوانه يې جوړه كړې ده . د مثال په ډول موسى شفيق چې كوم علمي او ادبي مقام يې درلود. قاضي چمبيلي چې د علم سره د يو ممتاز ادبي شخصيت څښتن و، قاضى هدايت، صداقت، محمد ګلاب ننګرهارى چې د خپل وخت بې مثاله ليكوال او شاعر و، عبدالهادي خليل زى، عزيز الرحمن ممنون، او نور. چې سيلاب صاحب په همدغه ډله كې و. او د شعر او شاعرۍ په برخه كې يې د مرګ تر وخته خپل بيرغ اوچت وساته. او د خلكومنلى شاعر شو. ما به هم كله ناكله څه ګډې وډې د شعر په نامه ويلې يعنې د يو وخت او زمانې شاعران وو. ښاغلى سيلاب صاحب له دې كبله چې عربي دارالعلوم يې بشپړ كړى و. بايد د معمول سره سم چېرته قاضي او يا مفتي شوى واى خو سيلاب صاحب ته دا خبره منظوره نه وه. او لومړى ماموريت يې د الفلاح په مجله كې و چې بيا وروسته د هغه وخت د قبايلو په رياست كې د تبليغاتو په څانګه كې وټاكل شو. څو په 1338 كال كې د راډيو افغانستان د مراقبت د مدير په حيث مقرر شو. چې په دې توګه د زياتو شاعرانو لپاره د ده دفتر يوه دېره وګرځېدله او د ناستې ځاى . هر مازديګر به د ده په دفتر كې ګڼ شمېر شاعران غونډېدل او يو له بله به يې سره خپل نوې ويلي شعرونه لوستل. د ښاغلي سيلاب زياتره شعرونه سندريز او د موسيقۍ په ټنګ ټكور برابر وو. چې لدې كبله د كابل راډيو د هغه وخت هنر مندانو او سندرغاړو به وخت په وخت د سيلاب شعرونه د موسيقۍ په زير او بم كې په خپلو خوږو آوازونو كې ويل. او تر كومه ځايه چې ما ته معلومات دى د پنځه سوو شعرو په شا او خوا كې به ئې د بېلابېلو سندرغاړو په غږونو كې ثبت شوي وي. چې په دغو اشعارو كې زياته برخه د وطن ترانې، موسيقي شعرونه او نور عشقي شعرونه شامل وو. چې تر اوسه د راډيو افغانستان په ارشيف كې خوندي دي. د سيلاب صاحب بعضى شعرونو خونړيوال شهرت تر لاسه كړى دى. د مثال په ډول: ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي پام چې وار دې خطا نشي ما منلي غرغرې دي دا شعر د لومړي ځل لپاره زما په مخ كې د كابل راډيو په پخوانۍ استديو كې چې په باغ عمومي كې وه د هېواد نامتو هنر مند او منلى شوى او پېژندل شوى سندرغاړى استاد اول مير په خواږه اواز كې ثبت شو. چې رباب ورسره استاد محمد عمر د رباب نوميالى استاد غږاوه. كله چې دغه غزل د راډيو په څپو كې خپور شو. نو په اورېدونكو كې يې يو عجيبه زوږ، شور او مستي راوپاروله. دغه غزل ښاغلي سيلاب د 1336 كال د تلي په دريمه نېټه ويلى دى. او چې كله يې د لومړي ځل لپاره ماته ولوسته نو زما هم ډېر خوښ شو او لازم داد مې ورته وركړ. ځكه زما او د سيلاب صاحب تر منځ دا خبره معمول وه كله به چې ما كوم نوى شعر ووايه نو لومړى شاعر به ښاغلى سيلاب و چې ما به ورته خپل شعر لوسته. او كه به هغه شعر ووايه نو اول به يې ماته لوسته. بايد زه دا خبره په ډاګه كړم چې : " ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي" دغه شعر په هېواد كې او له هېواده بهر ډېرو هنرمندانو د موسيقۍ سره ويلى دى. خو په كوم آب و تاب ، سوز او ګوداز كې چې زموږ استاد اول مير ويلى دى. هغسې لا بل هنر مند مور نه دى زېږولى چې د استاد غوندې يې ووايي. خبره د استاد اول مير راغله. د هغه د هنر، هنرمندۍ او استادۍ مقام د هنر دوستو اشخاصو بيخي له ياده وتلې دى او داسې هم فكر نه كوي چې موږ د اول مير استاد غوندې يو هنر مند درلود. دا زموږ د خلكو بد قسمتي ده بلكه څنګه چې ښايي د خپلو ممتازو هنرمندانو قدر نه كوي. زه دا خبره په زغرده كوم كه د استاد اول مير غوندې بل يو هنر مند په نوره نړۍ كې واى نو اوس به يې د هېواد په بېلابېلو ښارونو كې مجسمې او د يادګارونو څلى ولاړ وو. او سبا بېګا به يې په پښو كې د ګلونو ګېډۍ غوړېدلې وې. او ياد به يې كال په كال را تازه كېده. زه د 1352 كال خبره كووم د پېښور پوهنتون په دغه كال د خوشحالخان خټك په ياد يو سيمينار جوړ كړى و. او د افغانستان څو تنه اديبان اوشاعرانو ته يې بلنه وركړې وه چې په دغه غونډه كې ګډون وكړي . په دغه وخت كې سردار محمد داود د افغانستان جمهور رئيس كله چې د هغه وخت د اطلاعاتو او كلتو وزير داكتر نوين ورته دغه بلنه حضور ته وړاندې كړې وه نو په خپل قلم يې دسيلاب صاحب او زما نوم په نښه كړى و. او نور يې هدايت وركړى و چې تاسو په خپلو هر څوك مناسب ګڼئ هغسې وكړئ چې بيا ډاكټر نوين راډيو ته ورغئ چې په دغه وخت كې سيلاب صاحب او ما په راډيو كې كار كاوه او دوه تنه نور يې محترم غلام غوث خيبري او غلام محى الدين ايوبي كندهاري چې په هغه وخت كې يې د پكيتيا ورځپاڼه وړانګه چلوله غوره كړل. د پوهنتون د محصلينو دا غوښتنه هم وه چې موږ دې څو تنه هنر مندان هم له ځان سره بوځوچې په دغه هنرمندانو كې استاد اولمير هم شامل و. كله چې پېښورته ورسېدو كيسه ډېره اوږده ده خو زه به يې رالنډه كړم او د استاد هنر او سندرو به يو نكل وكړم. كله چې د موسيقۍ ورا شو او استاد ارمونيې ته كښيناست نو دغه مشهور سروكى يې زمزمه كړ: مستې منګى بر وړى دى زړه مې دلبر وړى دى عالمه لار نيسئ ډېر يې په هنر وړى دى نو دغې سندرې په تالار كې په موجوده خلكو دومره اغېزه وكړه چې نارينه اوښځې ودرېدې. او تر هغه پورې يې ورته لاسونه پړكول چې تر څو سندره خلاصه شوې نه وه او بيا ورته د فرمايشونو كړۍ را روانه شوه چې : ستا د سترګو بلا واخلم يې دوهمه سندره وه ماته او زما ملګروته هغه وخت د استاد اول مير د هنر زور او قوت څرګند شو او په خپل ټول وجود مې د هغه د هنر احساس وكړ. په دغه سيمينار كې يوه مشاعره هم وه چې محترم سيلاب صاحب او ما په كې برخه واخسته . او د هنر مندانو په ډله كې د استاد زاخيل او سپين بادام هم وو. د ښاغلي سيلاب صاحب دې اروا خوشاله وي په اكثرو شعرونو كې يې د بند او زندان خبرې په پوره شاعرانه مهارت راغلې دي. خو د ژوند په وروستي وخت كې په همدغه برخه ليك اخته شو او بيا چا ونه ليد. زه به د ګرانو لوستونكو د معلوماتو لپاره يو كيسه وكړم. ځكه چې زما او سيلاب صاحب تر منځ د كلونو په اوږدو كې ډېرې خوږې خاطرې او نه هېرېدونكي يادونه پېښ شوي دي. يوه ورځ چې د كابل په راډيو كې د مراقبت مدير و او ما په راډيو كې رسميت نه درلود. په پل باغ عمومي كې د ده دفتر په داسې ځاى كې واقع و چې يوه كړكۍ يې د بازار خواته وه او سيخان په كې تېر شوي و. په دې كې زموږ بل دوست ډاكټر شجاعي راغى او يوه د عكاسۍ كامره ورسره وه لومړى يې د ټولو ناستو ملګرو عكسونه واخيستل. بيا ورته سيلاب صاحب وويل: زما به يو يادګاري عكس واخلې او هغه داسې چې زه به د خپل دفتر په كړكۍ كې ولاړ يم لاسونه به مې په سيخانو ايښي وي او ته به د بهر له خوا نه زما عكس واخلې. كله چې زما عكس خلك ګوري نو دابه وايي چې سيلاب يو وخت په زندان كې و. همدغه كار وشو او ډاكټر شجاعي دغه چاره سرته ورسوله. سيلاب صاحب د شعر او شاعرۍ په هر صنف كې خپله سرشاره او ښېرازه طبع ازمايلې ده. چې په پوره بريالي توب ورڅخه وتلى دى. خو په غريزه خوله كې يې خپل شعر د كمال درجې ته رسولى. سيلاب صاحب ته به ما كله كله ويل: سيلاب صاحب دا ته خپل شعرونه څنګه د موسيقۍ او ټنګ ټكور په چوكاټ كې جوړوې؟ سيلاب صاحب راته وويل: حافظه! زما دا پزه (پوزه)گ چې ده دا لكه د قوقنوس مښوكه داسې ده. وايي چې د قوقنوس مارغه په مښوكه كې ډېر سوري دي او له هر سوري څخه بيل، بيل ښكلي غږونه او انګازې راوځي. ځكه ورته د موسيقار لقب وركړ شوى دى. كله چې زه د كوم سندريز شعر د جوړولو په فكر كې شم نو د پوزې څخه مې همداسې آوازونه راوځي او چې كوم غږ راته ښه ښكاره شي په همغه سر او تال شعر جوړوم. يو وخت ما د منګي يو ساده غزل ويلى و چې فكر كوم د شمشاد له هسكې څوكې او يا ستا د چم د ګلونو په مجموعو كې چاپ شوى دى او هغه داسې: چې مازديګر اوبوته ځي وړه غړۍ دار منګى چې دى معلوم اوسي د نجونو په كتار منګى دغه منځى غزل څو بيته لري خو بل بند يې داسې دى: خداى زده چې كومه يوه نجلى به ژړيدلي وي پرې زه چې راتلم ټوټې، ټوټې پروت و په لار منګى خپل دا غزل مې سيلاب صاحب ته ولوست د هغه ډېر خوښ شو. او دستي يې نورو شاعرانو ته وويل: چې د منګي يوه مشاعره به جوړوو. چې دغه مشاعره مو د هغه وخت د هېواد په ورځپاڼه كې خپره كړه او ګڼو شاعرانو په كې برخه واخسته د سيلاب صاحب د منګي د غزل لومړى بيت يا مطلع داسې ده: تا چې راپورته كړو په ناز او افتخار منګى ډېر بختور دى چې وريت شوى په انګار منګى بله د شريكې دنيا كيسه ده: ښاغلى ډاكټر زيار، سيلاب صاحب، محمد جان فنا، خليل زى ممنون او حافظ په خپلو كې سره داسې فيصله وكړه چې راشئ يو ادبي او شعري شريكه دنيا به جوړه كړو. په داسې توګه چې يو شاعر به د يوې غزلې مطلع جوړوي او بيا به يې نورو ملګرو شاعرانو ته وركوي. او په ټاكلي ورځ به يې ورڅخه اخلي. موږ دغه كار وكړ. او د هيواد دورځپاڼې سره مو خبرى وكړى هغوى په ورين تندى خپل چمتووالى وښود او شريكه دنيا به په هفته كى يو ځل د هيواد په اخبار كى خپريدله. چې ګن شمېر شاعرانو په كى برخه واخسته. چې نژدى يو كال دغه شريكه دنيا و دانه وه. او بيا ورانه شوه وايه په لاس كى دې د چا نښه ده دا دمجنون كه دليلا نښه ده دنوي ښار پارك نوى دجوړيدلو په حال كى و. او اوسنى غټى او لوړى ونى په هغه وخت كى په كى نوې كنيول شوې وې. په خيابانونو كى يى ځاى په ځاى ګلان كرل شوي وو موږ ملګري به هر مازدېګر دغه پارك ته وتلو. او په خپلو كى به مو شعرونه سره ويل يوه ورځ چې زه پارك ته ورغلم كه ګورم چې يو ملګرى شاعر هم په كى نشته. نو سترګى په لاره شوم خو څوك معلوم نه شو. له ناكامه جګ شوم او له پاركه مى دوتلو خيال وكړ. كه ګورم چې سيلاب صاحب توره لونګۍ دجګى شملى سره په سر كړى ده. كه رښتيا وايم نو پګړۍ او شمله په سيلاب صاحب ښه ښكاريدله. دلونګۍ سره يى تورى څپلۍ پښو كړى او اتو كړي كالي يې اغوستي دي. دخپلو ملګرو شاعرانو سره د پارك خواته را روان دى. نو له ورايه يې پر ما غږ وكړ حافظه! وايه په لاس كى دې د چانښه ده". ما دستى ورته وويل: دا دمجنون كه د ليلا نښه ده نو سيلاب صاحب له خندانه شين شو او نورو ملګرو ته يې مخ راواړاوه چې د حافظ د طبعى زور مو وليده چې څنګه يې فى البديهه ځواب راكړ. د دوى ترمنځ خو دا خبره وخته تېره شوى وه. او په دغه باب يى خبرى كړې وې چې بيا مو دغه غزل د مشاعرې لپاره غوره كړ. او ګڼو شاعرانو په كى برخه واخسته خو سيلاب صاحب وويل: چې ستا ځوابى مصرع لا پخوا ما ويلى ده. او كه ته غزل جوړوى نو دغه مصرع يى بدله كړه چې ما هم دغسى وكړل. په دغه مجموعه كى دسيلاب صاحب ټول ښكلى شعرونه راټول شوي دي. خو زه يى دغزل يو بيت حق حيران كړم: دا جلوه په كوه طور د محبوبا ده كه په توره شپه شغلى د سره پېزوان دى په دغه رديف كى محترم سيلاب صاحب يو غزل پوره كړى دى چې هر بيت يى د بيت الغزل حيثيت لرى خو دغه بيت يى زما په زړه منګولى ولګولى په دغه ښكلى او شاعرانه بيت كى دحضرت موسى "ع" د كوه طور ټوله كيسه د شعر په پيرايه كى ډيره ښه تمثيل شوى ده. د ښاغلى سيلاب ټول شعرونه، ترانې او نظمونه ښكلى او په شاعرانه تلازماتو برابر دى. خو د غزلو ځنى بيتونه يى لوستونكى او اوريدونكى په شور او مستۍ راولي لكه ديوه غزل دغه بيت: دسيلاب زيرى يار ته يو سه داخبر پرى وكړه رنګين شعرونه ستا دعشق د زمانې جوړوى رښتيا چې سيلاب صاحب په خپله وعده وفا وكړه او دعشق د زمانې ډير ښكلى او رنګين شعرونه يى وويل او كتابونه يى پرى ډك كړل. په دغه مجموعه كى يى د سترګو او شونډو په غزل كى يو ابتكارى او نوى رنګ پروت دى. څومره چې دى سترګى دزړو ښكار كوي شونډى دى موسكا كى ابتكار كوي چې بل ښگكلى بنديى داسى جوړ شوى دى: خير دى كه دى سترګى كوږ نظر لري شونډى دى ستونو كى تكرار كوي ما مخكى وويل: چې د سيلاب صاحب اكثره شعرونه د موسيقۍ په طرز ويل شوى دى. وګورئ ددغه شعر لومړى بيت ته: ناڅاپه خوا لگه شاه ليلا راغله له نازه ډكه په خندا راغله دا غزل په خپل خواږه غږ كى ايوب ويلى دى. چې د سيلاب صاحب دغه ښكلي غزل د ايوب هنر ته جاودانګى وربښلى ده. او په خپلواكى ډير مشهور شوى دى. هم دارنګه هغه لومړۍ ښځه چې په راديو كى يى سندرى وويلى او هنري ښكاروندي يې وكړه هغه ميرمن پروين وه چې د پښتو آهنګونو پيل يى د سيلاب صاحب په دغه غزل كړى دى. سوز دمينى مى قلم را پاروى ولولى مى دم په دم راپاروى بيا په دى وروسته كى ښځينه هنرمندانې يا سندرغاړى راديو ته زياتى راغلى او د سيلاب صاحب ګڼ شعرونه يى په خپلو اوازونو كى ثبت كړل. دغو ښځينه سندرغاړو د سيلاب صاحب شعرونه په خپلو خوږو غږونو كى دموسيقۍ سره ثبت كړي دي. لكه ميرمن پروين ازاده، شهلا، افسانه، رخشانه، استاد مهوش، ناهيد، پښتون قمر، ميرمن ليلا، قمرګل، نغمې او نورى چې اوس هم د راديو په ارشيف كى موجود دى. سيلاب صاحب ماته يوه ورځ وويل: چې ما خپل قلم ته يو شعر ليكلى دى ما ورته وويل: ژر شه د قلم شعر راته ولوله. سيلاب صاحب چې ډېر ښه د كلمه تورو په خپل خواږه غږ يې راته د قلم شعر ولوسته. په دغه مجموعه كې د قلم شعر هم راغلى چې دوه بيته يې داسې دي. قلمه! ښكل به دې كړم نوم د جانان وليكه بيا مرور اشنا ته لعل و مرجان وليكه وليكه غم د اشنا ، ټول زيات و كم د اشنا كه زما ليكې ورته څيرې ګريوان وليكه لنډه دا چې سيلاب صاحب خاص لوى خداى د شعر ويلو لپاره پيدا كړى و. خو د دې په څنګ كې يې ډېر خوږ او روان نثر هم ليكه چې زياتې مقالې او تحقيقي مضامين يې د هېواد په مطبوعاتو كې خپاره شوي دي. او همدارنګه يې څو لنډې افسانې هم ليكلي . او ترجمې يې هم كړي دي. چې په زياتو برخو يې د شعر رنګ غلبه كړې ده كه چېرته د سيلاب صاحب ټول اشعار راغونډ شي. نو په يقين سره دا ويلى شم چې يو په زړه پورې كليات به د شعري كيفيت سره ورنه جوړ شي. او زموږ په معاصرو ادبياتو كې به يوه د قدر وړه اضافه وشي چې زموږ ملي ادب به پرې شته من وي. د سيلاب صاحب رنګينه غريزه او سندريزه شاعري د وخت مستبدانو او ظالمانو په مرګ غلى او خپه كړه. كنه خداى زده چې سيلاب صاحب به په خپل رنګين شعر كې خپل وطن او خپلو وطنوالو ته څه ډالۍ كول. سيلاب صاحب بې شمېره د وطن ترانې ويلې دي چې د بېلابېلو هنرمندانو اوازونو كې ثبت شوي او د راډيو ارشيف پرې شته من او غني دى . كه چېرته د سيلاب صاحب ښكلى شاعري نه واى نو اوس به د راډيو په ارشيف كې محسوس كمى موجود و. د سيلاب صاحب خواشينى مرګ او د هغه رنګينه شاعري د دوستانو اديبانو او شاعرانو ترمنځ د خبرو موضوع وه. او داسې فكر و چې دسيلاب صاحب يو څه شعرونه د هېواد له اخبارونو، جرايدو او مجلو څخه چې په سلګونو شعرونه يې چاپ شوي دي. او هغه چې د راډيو په ارشيف كې شته راټول شي. او يوه ښكلې مجموعه ورڅخه جوړه شي. او بيا چاپ او خپره شي. چې دغه كارمو په راډيو افغانستان كې ښاغلي سيد جان بلال ته چې د هنر او ادبياتو مديرو وسپاره. او هغه هم په پوره مينه دغه ستر كار ته ملا وتړله او د راډيو له ارشيف ، اخبارونو، مجلو او جرايدو څخه يې د سيلاب صاحب يو څه شعرونه رانقل كړل. او بيا يې ماته راكړل چې زه پرې يو نظر واچوم. سريزه هم پرې ملال وليكه او په دغه مجموعه يې د اوښكو د سيلاب نوم كېښود. چې ډېر په ځاى نوم دى. او د دوه زره ټوكو په شمېر د طبع او نشر د رياست له خوا چاپ او خپره شوه. چې د لوستونكو او د سيلاب صاحب د شعر د مينه والو د ذوق تنده پرې ماته شوه. د سيلاب صاحب د علم، ادب ، اخلاقو، خوى خصلت، او كړو وړو په باب بايد ډېر څه وويل شي. د سيلاب صاحب په برخه كې زما سره د ليكلو دومره څه شته چې په دغو څو پاڼو كې به ځاى نه شي. زه بايد په لنډه توګه د سيلاب صاحب د علمي، اجتماعي، او ادبي شخصيت په برخه كې دومره عرض كړم. چې سيلاب صاحب ډېر رښتينى مسلمان او په وطن مين سړى و. په خپلو دوستانو يې ډېره مهرباني كوله، په دېره او حجره كې يې لس پنځلس كټه پراته وو او په پراخه ټنډه يې ميلمنو ته هر كلى وايه. په پاى كې دومره ويل غواړم او د لوى خداى له درباره دا سوال كوم. چې د شهيد سيلاب صاحب شهادت دې په خپل لوى در كې قبول كړي. آمين نصر الله "حافظ" شاه شهيد، كابل د 1382 كال د لړم اوله نېټه - بېرته شاته