(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محقق ځرګندونی

[11.Dec.2017 - 16:49]

 

د محقق څرګندونی

 لیک: رڼاګل اریوبزی  دکابل پوهنتون استاد 

د محقق څرګندونی خلک دده په ملی او سیاسی هویت شکمن کوی

دروان کال دنومبردمیاشتی په۲۲ـ۲۳ نیټه دایران پلازمینه تهران کی د« محبان اهل بیت» په نامه یوه رسمی غونډه جوړه شوی وه . په دی غونډه کی زموږ هیواد د اجرایه ریاست دوهم مرستیال ښاغلی محقق وینا وکړه چی دهیواد زیاتو رسنیو، ډیرو لیکوالو او ځنی سیاستوالو په سختو ټکو وغندله او هغه یی دملی ګټو ضد وبلله. محقق په خپله وینا کی ویلی وچیزه دعراق، سوریی، افغانستان، پاکستان اودنړی دنورو برخو له ټولو هغو جنګیالیو مننه کوم چی په سوریه کی جنګیږی، په حقیقت کی دا د کفارو او دنړی د استکبار په ضد جنګ دی چی دوی بریالی شول

که دنړیوال اسبکبار نه د محقق صاحب مقصد د امریکا متحده ایالات وی تو پدی به نه وی خبر چی دی شخصآ د همدی نړیوال استکبار په ګوتو جوړ شوی او دهغه په مټو ساتل شوی حکومت غړی، حتی تر وزیر لوړ پوړی چارواکی یانی داجرایه ریاست دوهم مرستیال دی.محقق صاحب دخپل عادت له مخی  پدی کی کومه ستونځه نلری چی په کابل کی د امریکا پلوه حکومت لوړپوړی چارواکی وی او په تهران کی بیا د همدی نړیوال استکبار په ضد د« جهاد» په لومړی کرښه کی ودریږی.کیدای شی چی دا  به دده په فکر یو ډول سیاسی ـ تکتیکی هوښیاری وی خو نه پوهیږی چی دا هوښیاری یی خلک دده په سیاسی او ملی هویت شکمن کوی او او پوښتی چی آیا دی «نړیوال استکبار»ته یو وفادار سړی دی اوکه دهغه په ضد «جهاد» دلومړی کرښی توریالی دی،د افغانستان اسلامی جمهوریت داجرایه ریاست دوهم مرستیال او افغان دی اوکه د قاسم سلیمانی دنظامی ګارد ملا امام او ثناخوان دی؟ داسی پخپل ځان کی متضاد او په دوو برخوویشل شوی شخصیت که وتلی جنګسالار او د قارون په خزانه ناست مالدار هم وی،پخپل ولس کی اعتبار له لاسه ورکوی.محقق  پدی کی وینا دخپلو ایرانی انډیوالانو په شان دا هڅه هم کړیده چی دسوریی جنګ ته هم مذهبی رنګ ورکړی او پدی توګه یوځل بیا مذهبی مقدسات دسیاسی وسیلی کچی ته راټیټ کړی.دوی د مسلمانانو تر منځ دعقیدی مشترکه وجه او اسلامی اخوت نفی کوی او دخپلو سیاسی اغراضو په بنسټ دمسلمانانو تر منځ توپیرونه لټوی،تضادونه او اختلافونه راپاروی او پدی برخه کی دداعش سره هیڅ توپیر نه لری. آیا په رښتیا محقق صاحب پدی ندی خبر چی دسوریی جګړه داسلام او کفر تر منځ جګړه نه ده او دین او مذهب ددی جګړی سر چینه او منشا نده. رښتیا داده چی دا جګړه دسوریی په ټولنه کی داقتصادی،سیاسی او ټولنیزو اختلافو نو او تضادونو پایله ده.

څه ناڅه دپنځوسو کلو راپد یخوادبعث سوسیا لستی او غیر مذهبی ګوند په سر مشری کی داسد کورنی دسوریی په خلکوداسی حکومت کړی دی چی دهر کوچنی سیاسی انتقاد یا اعتراض په وړاندی یی زور کارولی او هغه یی په نطفه کی له منځه وړی دی.ایرانی اخوندانو په ایران کی دسیاسی ځواک دتر لاسه کولو سره سم د دینی اخوت سره دمینی  له مخی نه بلکی په سیمه کی دستراتیژیکو ګټو له مخی دبعث له نظام سره دملکرتیا او انډیوالی مز ی وغزول.دهمدی رژیم لخوا دقدرت د مطلق انحصارنه کورنی جګړه را پورته شوه او د وحشت کچی ته ورسیده چی پکی دجنګ ټول اړخونه په جنګی او انسانیت ضد جر مونو تورن شوی دی.نو که له یوی خوا داعش دسنیانو او شیعه ګانو مقدس اماکن او تاریخی آثار له منځه وړی،دانسانانو سرونه غوڅوی او ډله ییزی وژنی کوی نو له بلی خوا داسد رژیم وحشی بمباری هم کلی او ښارونه،کورونه ښونڅی، روغتونونه او جوماتونه له خاورو سره خاوری کوی او په زرګونو انسانا ن تر کنډوالو لاندی ژوند له لاسه ورکوی.د جنګی الوتکو،ټانکونو او توپونو تر څنګ د خپل ولس په ضد کیمیاوی وسلی او ذهر جن ګازونه هم استعمالوی. نوځکه دسوریی کورنی جګړه دکفر په ضد داسلام اویا داسلام په صد دکفر جنګ ندی،دا جنګ دزور او زرو په سر او دسیاسی قدرت د تر لاسه کولو لپاره د وحشت په ضد دوحشت جنګ دی چی د سوریی په کورنیو چارو کو یی بهرنیو هیوادونو ته دنظامی لاس وهنی لار هم حلاسه کړه او ایران له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و چی د اسد رژیم په پلوی یی د سپاه انقلا واحدونه هغه هیواته ولیږل او هغه وخت د اسد رژیم په پلوی جنګیدل چی داعش دځمکی پرمخ لا سر نه و راپورته کړی. نو ځکه داسد رژیم سره په یوه سنګر کی دهغه دمخالفانو په ضد دایرانیانو او روسانو جنګ دکفر په ضد داسلام جنګ کیدای نشی.ګمان نه کوم چی محقق به له دی بیخبره وی چی اسد په هره بیه چی وی خپل رژیم ساتی او داسلام پروا نلری،ایرانیان په سیمه کی خپل سیاسی او نظامی نفوذ ځواکمن کوی،امریکایان په منځنی ختیځ کی خپل نفوذ ساتی او روسان یی یوازی امریکایانو ته نه پریږدی.که چیری غواړی نو محقق دی لږ پدی خقیقت ځان پوه کړی چی د متضادو دنیاوی دګټو پدی غوبل کی داسلام او کفر تر منځ سره کرښه نه لیدل کیږی او نه شته.څوک چی دی ډول جګړو ته دینی او مذهبی رنګ ورکوی او هغه داسلام او کفر تر منځ جنک بولی په حقیقت کی دینی مقدساتو ته سپکاوی کوی اوسیاسی وسیله تری جوړوی،خو د اندښنی وړ کار دادی چی دنورو جنګسالارا نو په څیرمحقق هم  له دی هنر سره هیڅ ستونځه نلری او دبی شمیر نیوکو او اعتراضونو سره سره د خپل دریځ دفاع کوی او په یوه مرکه کی پوښتی چیایا دداعش په ضد دامریکا جنګ سم کار دی خو دافغانانو جنګ بد دیمحقق صاحب سیاستولی او جنګسالاری یو له بله یو څه توپیر لری.سیاستوال که نن سبا ډیر ساده هم وی،پدی خبر دی چی دعراق او سوریی په جنګ کی ښکیل نظامی واحدونه که امریکایی دی،ایرانی، روسی او که دکوم بل هیواد دی دخپلو اړوند دولتو په امر هلته لیږل شویدی،خپل هیوادونه یی لوژیستیکی اړتیاوی پوره کوی،دجګړی په ډګرکی دخپلو نظامی قومندانانو په قو مانده عمل کوی او پدی سیمه کی دخپلو دولتونو دګټو له پاره ددغه یاهغه اړخ په پلوی جنګ کوی.خو بیوزله افغانان دی جنګ ته هغه افغانی دولت نه دی لیږلی چی ته یی دکابینی غړی یی.ستا به هیر وی خو موږ به یی دریاد کړو چی په افغانستان کی ستا حکومت ګاونډی ایران سره د په اصطلاح اسلامی وروری ناز اونزاکت ساتی خو دایران له پاره دبل اسلامی ورور،سعودی عربستان، قهر او غوسه نه راپاروی او ددوی تر منځ لانجو نه ځان لری ساتی. زمو بیوزله افغانان دیتیمانو په شان دبیوزلی او بیکاری له لاسه ایرا ن ته مها جر شوی دی،هلته دویزی دنه درلودلو له امله غیر قانونی ژوند ته اړ شوی دی،دبی شمیره ستونځو سره مخامخ شوی دی او په دی بد حالت کی دایران سپاه انقلاب په لاس ورغلی دی.سپاه انقلاب دافغا نانو له دی بد حالته سوی استفاده کوی،راټولوی یی،نظامی ټولګی تری جوړوی،بیړنی او دلنډی مودی عسکری روزنه ،یوڅو ډالره او دایرانی ویزی وعده ورکوی او دفاطمینو په لښکر کی یی دایرانی نظامیانو په قومانده داجیرو په توګه دجګړی په لومړی او تر ټولو خطرناکه کرښه کی دایران دګټو لپاره جنګوی.ډنورو هیوادو سر تیری په سوریی او عراق کی دخپل دولت په امر دهغوی دسیاسی استراتیژیکی ګټو لپاره جنګیږی خو ایران ته مهاجر شوی افغانان دقاسم سلیمانی په قومانده دایران دپراختیا غوښتونکی سیاست لپاره جنګ ته اړکیږی اوپدی جنګ کی وژل کیږی او په همدی حالت کی دمحقق خوله دجنرال سلیمانی له ثنا او صفته بل څه ته نه وزګاریږی.ددی پرځای چی په ایران کی اوسیدونکو افغانانو سره دایرانی اخوندانو په غیر انسانی چلند څه نیوکه یا اعتراض وکړی هغه ستایی او لمر په ګوتو پټوی او دازادی راډیو سره په یوه مرکه کی دا ادعا هم کوی چیافغانها که دراین جنګ شرکت کرده اند ،به اساس عقیده خود ودر عکس العمل به خشومت وحملات داعش در افغانستان دست به چنین اقدام زده اندوړاندی مو دی ټکی ته ګوته ونیوله چی دسوریی د بعث سوسیالستی رژیم سره دایرانی اخوندانو انډیوالی پخوانی تاریخ لری او په دی هیواد کی یی نظامی لاس وهنه او داسد رژیم دملا تړ لپاره یی دافغانانو لیږنه هغه وخت پیل کړی وه چی اسلامی دولت یا داعش لا د ځمکی پر مخ سر نه و راپورته کړی.دا موهم په ګوته کړه چی دسوریی جنګ داسلام اوکفریانی دعقیدی جنګ نه دی،نو ځکه افغانانو هم پخپله خوښه او دعقیدی له مخی نه بلکی داړتیا او مجبوریت له مخی په دی جنګ کی ګډون کړی دی.رښتیا دادی چی ښاغلی محقق دنورو جنګسالارانو په شان په قارونی خزانه ناست او په عیش او عشرت کی دومره ډوب دی چی دخپل حکومت له سیاسته،دملت او حتی دخپل قوم له حالته هیڅ نه دی خبر.دا چی په سور یی او عراق کی افغانان څنګه جنګ ته اړ کیږی کورنیو او بهرنیو رسنیو بی شمیره خپرونی کړی دی.په دی لړ کی د « نړی آینه » په نامه« دالمان لومړی تلویزیون» مشهوری اونیزی خپرونی خپلی څیړنی دنومبر میاشتی په ۱۹ نیټه خپری کړی.خپرونی په بامیان کی د حمید په نا مه یوه شل کلن ځلمی سره چی د سوریی له جګړی نه راستون شوی دی هم مره که وکړه.حمید په دی جنګ کی دګډون لا ملونه دمحقق دڅرګندونو په خلاف داسی بیان کړل۱۶ کلن وم چی د بیکاری او بیوزلی له امله او د ښه ژوند په هیله ایرا ته ولاړم، ویزه می نه درلوده ،دوه کاله می په پټه غیر قانونی ژوند کاوه ترڅو چی دایرن  د سپاه انقلاب په لاس ورغلم،راته ویی ویل چی یا دی بیر ته افغانستان ته لیږو،یادی په زندان کی اچوو او یابه د ایران په انقلابی ګارد کی اجیر عسکر کیږی.بیا یی داهم راته وویل جی دا زموږ دنده ده چی په سوریه کی دترورستانو په ضد وجنګیږو او دمقدسو اماکنو دفاع وکړو.د بیرته راتګ په وخت کی به په ایران کی د اوسیدو ویزه درکړو. زه لا ځونکی وم او په دی نه پو هیدم چی جنګ څومره سخت دی،دیوه بل ملګری سره می ددی تهدید او تشوق په پایله کی د سور یی په جنګ کی ګډون ته غاړه کښیښوده.موږ دواړه یی په هغه اته شویز نظامی واحد کی شامل کړو چی ایرانیانو له افغانانو جوړ کړی و.په بیړه یی یوه میاشتنی نظامی روزنه راکړه. ددر میاشتنی جګړی په بدل کی یی ۱۰۰ ډالره هم راکړل او په ایران کی داوسیده ویزی وعده یی هم وکړه............موږ په سیمه کی بلد نه وو،دجنګ تجربه مو نه درلوده،تلفات مو ډیر زیات وو،ملګری می ووژل شو او زه په پښه ټپی شوم. انډیوالانو می په ایران کی یوه روغتون ته راوړم. کله چی دجوړ شوم بیایی همدی جګړی ته لیږلم،خو زه په پټه خپل هیواد ته را وتښتیدم،اوس دلته دداعش له ګواښ سره مخامخ یم او له ډاره ښار ته نشم تللی.» 

حسیب حکیم په یوه لیکنه کی چی دروهی ویبپاڼی په  ۱/۱۲/۲۰۱۷ نیټه خپره کړیده لیکی چیدیده بان حقوق بشر در ګذارش تازه که بتاریخ یکشنبه اول اکټوبر منتشر شد میګوید کی کو دکان سرباز با ۱۴ سال وسن با لشکر فاطیمون در کنار نیروهای دولتی سوریه دراین کشور میجنګنددی دهمدی سازما ن د راپور له مخی زیاتوی چی د سوریی په جنګ کی د وژل شوو افغانانو شمیر ۲۰۰۰ تنو ته رسبیږی او دقبرونو له کتنی یی مالومه کړی ده چی په دی کی ډیر ۱۴ کلن ځوانکی هم شته دی.

« دنړی آینه» پرګرام کارکوونکی په کابل کی دمره کی لپاره د جانعلی کور ته هم ورغلی وو. دجانعلی ټوله کورنی داکټوبر په میاشت کی د امام زمان په جومات دداعش دترورستی حملی په وخت کی په دی جومات کی وه. ۱۷ کلن زوی یی ووژل شو، دوهم زوی یی په روغتون کی بروت دی،دی هم ټپی شوی دی. جانعلی ژور نا لستاو ته وویل چی دلته په کابل کی تراوسه پوری سنیانو او شیعه ګانو په سوله کی ژوند کړی دی،خو له هغه چی هزاره جنګیالی دسور یی له جکړی بیرته را ستانه دشوی دی،دداعش ترورستی حملو هم هزاره ګان په خانګړی ډول په نښه کړی دی.دا برید هم دغچ اخیستو برید و. جانعلی زیاته کړه چی پدی 

کی د اران ګناه ده .که ایران هزاره ګان د سور یی جنګ ته نه وای لیږلی نو داعش به هم په ځانګړی توګه هزاره ګان نه وای په نښه کړی،که ایران نه وی نو دلته په افغانستان کی د شیعه او سنی تر منځ کومه دښمنی او ستونځه نشته.

د حمید او جانعلی خبری دپیښو دقربا نیانو خبری دی،او دمحقق خبری دغټو غټو جنګسالارانو،د ولس او هیواد سره دجفا کارانو اود  پردیو جنرالانو دثنا خوا نانو سندری دی .دحمید او جانعلی خبری له خوږو زړو راوتلی دحقیقت خبری دی ، مینه او خواخوږی راپاروی او دهیواد دولسونو تر منځ دوستی او وروری ځواکمنه کوی او د محقق کړه وړه کینی او تعصب ته لمن وهی،ملی ګټی زیانمنوی او ورسره سم د خپل ملی او سیاسی هویت په هکله هم شک او تر دید را پیدا کوی.

[email protected]

-
بېرته شاته