(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان ژوند او مبارزه

[25.Dec.2017 - 12:19]

د باچاخان ژوند او مبارزه 

لیک:انجینئیر اعجاز ایسپزے

هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل.....هغه سړي د سردرياب باچاخان هېڅ ونۀ وې

د خان عبدالغفار خان ژوند او مبارزه باندې خبرې کول داسې دي لکه چې څوک د سمندر د پاياو معلومولو او سپاري. حق حېران پاتې يم چې د خپلو ګڼو نيمګړتياو پۀ ترڅ کښې به دا سمندر څنګه پۀ لپه کښې ځايوم؟

د باچا خان د غر هومره ژوند د بې شمېره اړخونو نه انتخاب کول يوه ګرانه خبره ده. ما دا تدبير وکړو چې محض د کرونولوژي د تکرار نه به ګام واړوم ځکه چې دا اوس هر چا ته معلومه ده چې باچاخان کله دې نړۍ ته سترګې وغړولې؟ چرته او څومره تعليم ئې ترلاسه کړو؟ کله ئې د اصلاح الافاغنه انجمن ورغوۀ؟ کله ئې د خدائي خدمتګارۍ لوړ انسټیټوشن پۀ پښتنې ټولنه کښې پېل کړو؟ کله ئې د کارنګرس سره د خپلواکۍ مبارزه شريکه کړه؟ څومره جېلونه ئې وګالل او داسې ورپسې نور او نور او نور….

د باچا خان پۀ ژوند، فکر، خدمت، سياست او هلوځلو باندې د يوې سېکړې نه زيات کتابونه ليکلے شوي دي. پۀ پښتنو اتلانو کښې خوشحال بابا او باچا خان داسې شخصيونه دي چې پۀ چا ډېرې ليکنې او څېړنې شوې دي او لا اوس هم دغه سلسله روانه ده. خپلو پرې پۀ وطن کښې ډېر کتابونه ليکلي دي او بېن المللي څېړنکارو پرې هم د تحقيق پرېمانه کار او زيار کړے دے، خو افسوس دا دے چې نوے کهول لا څۀ کوې چې عام پښتون اولس د دې ستر پښتون اتل د ارزښت او مقام نه بې خبره دے. د وخت د کړمې پۀ علت به زۀ د دې اتل د ژوند او جدوجهد پۀ يو څو مهمو اړخونو د خپلې کم عملۍ پۀ ترڅ کښې تاسو سره خپل نظر شريک کړم چې د دغه پېښو شالید )پس منظر) محرکات، اثرات او پائېلې (نتائج) پۀ ګوته کړم او د موجوده څېړونو پۀ رڼا کښې پرې د خپل مات ګډ فکر څرګندونه وکړم.

د باچا خان پۀ شخصيت سازۍ کښې د هغۀ د کورنۍ ډېر لاس دے. کۀ د فخر افغان باچا خان د کورنۍ پس منظر مونږ پۀ نظر کښې ونيسو نو دا يوه داسې نجيبه کورنۍ وه چې پۀ هر يو معلوم دور کښې ئې مشرانو د روايتي خانانو پرو اسټېبلشمنټ کردار نۀ دے لوبولے بلکې اولس پلوه، پښتون پاله او اېنټي اسټېبلشمنټ رويه ئې ساتلې او سر ته رسولې ده. باچا خان پۀ خپل ژوند ليک "زما ژوند او جدوجهد" کښې دا وياړنې پۀ ښه پيرایه کښې بيان کړې دي. د هغۀ پلار بهرام خان چې د اتمانزو پۀ مشر خان مشهور ؤ، پۀ هغه ټولو خويونو باندې ښائسته ؤ چې د يو زړۀ سواندي، مېمله دوسته، صبرناک او صلح جو پښتون مشر خاصه وي. باچا خان ليکي، "د نورو خانانو پۀ شان حاکم پرست نۀ ؤ، د حاکمانو سره ئې تعلق نۀ ساتلو، پوهه او ځيږ پښتون ؤ، پۀ چا ئې زياتے نۀ کولو او نۀ ئې مظلومان د بل چا زور زياتي ته پرېښودل."

د باچا خان نزدې ملګرے او همنشين سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پۀ خپله کتابچه" فخرافغان او افغانستان" کښې د باچا خان د کورنۍ د دې وصف بيان مخکښې بوځي او ليکي چې ماشوم عبدالغفار خان پۀ داسې لۀ شور او شر ډک چاپېريال کښې لوئېدۀ چې هلته د پېرنګي سره پۀ مخالفت کښې افتخار او سر لوړي وه او د هغۀ پۀ ملګرتيا کښې مال، دولت، جائېداد او منصب. د دې ماشوم پۀ کورنۍ کښې د دې روايت، حکايت پۀ ډېر وياړ تکرارېدۀ چې کله پېرنګيانو پۀ بونېر حمله وکړه او پۀ سورکاوي کښې جګړه روانه وه، نور خانان د پېرنګي ملګري وو مګر د عبدالغفار خان نيکۀ سېف الله خان بابا لۀ هشنغر څخه بونېر ته د غازيانو مرستې ته لاړ. لۀ استعمارګرو سره مبارزې او د خپلې خاورې د ازادۍ احساس د سيمې د خلقو خصوصاً د دې کورنۍ طبيعي سائيکالوژيکي حالت ؤ. باچا خان پۀ خپل سوانح حيات کښې د خپل غر نيکۀ عبېدالله خان بابا هم ذکر کوي چې هغه يو ازاد خياله، پياوړے او منلے مشر ؤ چې د هغه وخت دراني حاکم سلطان محمد طلائي د لاسه پانسي شو. دا حاکم د درانيانو د هغه وروستاړي حاکمانو ځنې يو ؤ چې عياشیو او ناهليت ئې سيکهانو ته لار هواره کړه. باچا خان د خپلې مور لۀ اړخه نيکۀ د محمد دين خان بابا خوندوره قيصه هم پۀ خپل ژوند ليک کښې راوړې ده. هغه ليکي چې "د سيکهانو ډېر ظالمانه حکومت ؤ. زما د مور نيکۀ محمد دين بابا به مونږ ته دا خبره کوله چې يوه ورځ زۀ د شولګرې نه راتلم او پۀ سيند راپورې وتم چې پۀ دې کښې يو سيکهـ ما ته اشارت وکړو چې راوګرځه او ما پۀ شا پورې باسه. محمد دين ورته ووې چې زۀ ناباري یم خو سيکهـ مجبور کړے دے. چې سيکهـ ئې د اوبو پۀ منځ کښې غورځولے دے او دے ترې تلے دے."

د حاکم قام وګړي سره د هغۀ د خودسرۍ او غرور داسې ځواب بل چا نۀ شو کولے. د خود دارۍ، خپلواکۍ، اولسي او پښتنې رويې د مور او پلار د اړخونو نه د باچاخان پۀ ډي اېن اے کښې پرتې وې او دغه درانۀ خاصيتونه د هغۀ پۀ وينه کښې ځغلېدۀ، ځکه خو د پښتنو دا لوے اتل مونږ وروستو د يو مکمل اېنټي اسټېبلشمنټ، غټ اولس پال، ځانګړے پښتون نېشنلسټ او د استعمار دشمن پۀ سپېځلې جامه کښې وينو. پوځ ته پۀ افسرۍ لاړ شي خو چې د يو پېرنګي لۀ لاسه د يو وطني افسر تذليل وويني نو پښتنه وينه کښې ئې غېرت وپارېږي او افسري پۀ لته ووهي. دا د قدرت يو راز ؤ، ځکه چې خداے پاک د دې لوړ دنګ سړي نه د پښتنو لپاره يو لوے کار اخستل غوښتل.

باچا خان د پښتنې ټولنې لوے نبض شناس ؤ. هغۀ ته د پښتنو ټول علتونه هم معلوم وو او د هغوي د خاصيتونو نه هم ښۀ خبردار ؤ. د پښتنو ټولنه پۀ اخلاقي، رواجي او ټولنيز رنځونو کښې اخته وه چې ذکر ئې لوے خدائي خدمتګار فضل رحيم ساقي پۀ خپل کتاب "خدائي خدمتګار" کښې کړے دے. باچا خان وړومبے د يو سوشل ريفارمر پۀ توګه د پښتنو خدمت ته بډې ووهلې او د يو سپېځلي سياستدان او غښتلې فريډم فائيټر پۀ حېث ئې پۀ نړۍ کښې ځان ومنلو. د باچا خان پۀ باره کښې د هغۀ يو ستائېونکے وائي چې يو خوا ته پۀ افغانستان کښې د يو څو پۀ استثناء محمدزي بادشاهان سره د شتمنيو د پېرنګي د رعب نه ګړبېدل نو بلې خوا ته يو سرتور محمدزي پۀ پښتونخوا کښې پۀ تش لاس د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کوله او د يو غلي انقلاب تابيا ئې تړله. باچا خان پۀ خپله وائي چې "وروسته لۀ ډېره فکره دې نتيجې ته ورسېدم چې دلته انقلاب پکار دے. انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ يو مرکز راټولېدل او ګډ فعاليت پکار دے. انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے، انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب علم او پوهه غواړي، انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د يوې پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي."

د باچا خان د مبارزې دوه فرېمه پۀ نظر راځي يو انټلکچول فرېم (شعوري چوکاټ) او بل پرېکټيکل فرېم (عملي چوکاټ). زۀ به في الحال دا مقاله د باچا خان د ژوند او مبارزې (شعوري چوکاټ) ته ونغاړم. راځئ چې د انټلچول فرېم دننه د باچا خان هلوځلو ته ځير شو. د دې پۀ اړه باچا خان وائي، "سياسي شعور پۀ قوم کښې لۀ اسمانه نۀ راځي او چې پۀ کومو قومونو کښې د سياسي شعور خلق پېدا شي نو خپل قام پسې وګرځي، هغوي کښې سياسي شعور پېدا کړي." هغه چا ډېر ښۀ وئيلي دي چې قامي موخې‍ څوک پۀ دم درود نۀ شي اخستې، قامي موخې شعوري فکري روزنه، کمټمنټ او ګراونډ ورک غواړي. د دې شعوري بېدارۍ پۀ چوکاټ کښې پۀ پښتنې ټولنه کښې تعليم خورول، د ازادو مدرسو قائمول، د مشاعرو او سټېج ډرامو انتظام کول، د "پښتون" رسالې ويستل، د پښتنو حجرو او کوڅو کښې جرګې مرکې کول، پۀ پښتون جرګه کښې د خپلو ازادو سکولونو فارغ التحصيل ملګري راغونډول، د انقلاب پېغام د پښتنو پرګنو ته رسول او پۀ يو "مرکز عاليه" کښې د رضاکارو شعوري خصمانه او سياسي تربيت کول شامل وو. د باچا خان د مبارزې دوېم پړاو د ګډ فعاليت او کوټلي عمل کار ؤ چې د دغې تربيه شوو پښتنو پۀ همت به سر ته رسېدۀ. ښاغلے صادق ژړک پۀ خپل کتاب "د فخر افغان ځانګړنې" کښې د عبدالاکبر خان اکبر د کتاب "تراخۀ خواږۀ" نه د سعادت خان جلبل د ليکلې مقدمې دا ټکي نقل کوي چې د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې اووۀ اتيا اصلاحي جرګې او ازادې مدرسې پۀ ټوله صوبه کښې چلېدې. دې اصلاحي جرګو او مدرسو پۀ ملک کښې يو انقلاب پېدا کړو.

د باچا خان پۀ دې ازادو مدرسو کښې داسې نصاب چلېدو چې د بنيادي اسلامي تعليم سره به دنياوي او سيکولر تعليم ورکېدے شو. دا پۀ پښتنه ټولنه کښې د علم او پوهې يو پائلټ پراجېکټ ؤ چې بنسټيزې اغيزې ئې لرلې. دا مدرسې د انګرېزانو او تنګ نظره مليانو پۀ سترګو کښې لکه د ازغو غړېدلې.

باچا خان پۀ خپل ژوند ليک کښې د چترالي ملا يوه دلچسپه قيصه بيانوي. د دې ملا سره ټوپک هم ؤ او کتابونه هم ورسره وو. باچا خان ليکي چې مونږ د مدرسې پۀ کار صلاح مشوره کوله، ملا صاحب پاڅېدۀ او وې وئیل چې زۀ دا تعليم چې عبدالغفار خان شروع کړے دے، نۀ منم او نۀ دا تعليم دے او پۀ دې مدرسو کښې چې کوم کتابونه لوستلے کېږي، نو پۀ هغې کښې دي چې "ایک کتا بھونکتا ہے" یعنې یو سپے غاپي او پۀ بل کتاب کښې ليکلې چې“A big fig”  يعني يو غټ اینځر ـــ دا څۀ دي؟ دا علم دے؟ نو زۀ راغلے يم ددۀ (عبدالغفار خان) سره فېصله کول غواړم چې کۀ پۀ کتاب کښې راسره فېصله کوې او کۀ پۀ ټوپک؟ باچا خان مخکښې ليکي چې ما ورته ووئیل چې تۀ ښۀ پوهېږې چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او دغلته چې تۀ اتمانزو ته ځې نو هلته زما يو تربور دے محمد خان نوم ئې دے، هغۀ ته د ټوپک نوم واخله نو پۀ خپل ځان به پوهه شې. د باچا خان او چترالي ملا د دې مکالمې نه دا خبره څرګندېږي چې د ازادو مدرسو سلېبس د ځنې جاهلو مليانو خوښ نۀ ؤ، ځکه خو قام خرڅه مليان ټول د دې مدرسو پۀ ضد راپارېدلي وو او د انګرېزانو پۀ لمسون ئې پښتنو بچو ته د تعليم ورکولو پۀ لار کښې خنډان پېدا کول. باچا خان د دې افت مخنيوے داسې وکړو چې د ترنګزو حاجي صاحب ئې د دې مدرسو سرپرست وټاکلو نو د مليانو شر غلے شو. وروستو پۀ 1921ز کښې باچا خان د ملګرو سره د اتمانزو ازاد سکول پرانستو چرته چې به پۀ کليزه تقريباتو کښې قامي او اصلاحي ډرامې او مشاعرې کېدلې چې پۀ ټولنه ئې ژورې اغيزې لرلې. د ازاد سکول اتمانزو د کليزې مشاعرې مشهوره طرحه " کۀ دې خيال د ازادۍ د خپل وطن وي" د پښتني قامي شعور لوے اړخ ښائي. دغه کليزې مشاعرې يوه قامي نمانځنه جوړه کړې وه چې پۀ هغې کښې به پۀ زرګونو پښتون اولس ګډون کوۀ. د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه به پۀ سوونو شاعرانو برخه اخسته او درېو وتلو شاعرانو ته به انعامونه او جائېزې ورکولې کېدې. د روښاني نضهت او د خوشحال د غورځنګ نه وروستو دا درېم دور دے چې پښتو ادب او خصوصاً شاعرۍ د يو قامي مرام ترلاسه کولو کښې بنيادي ونډه لرله.

باچاخان د پښتنې ټولنې د ذهني روزنې لپاره يو مکمل کورس تشخيص کړے وو. د هغۀ مشهور قول "پوهه رڼا ده" پۀ  انټلکچول فرېم د هغۀ د باور ښکارندويه ده چې لکه څنګه بل مشال پۀ خپل ورمېږ کښې تيرې راونغاړي او چاپېريال روښانوي.

د ازادو مدرسو نه ورستو باچا خان د "پښتون" پۀ نوم مشهوره رساله پۀ 1928ز کښې پۀ پښتو ژبه کښې جاري کړه. دا رساله به يورپ، امريکې او اسټراليا ته هم تله او هلته به ورته پښتانۀ پۀ طمع ناست وو. دې رسالې د پښتنو پۀ ټولنه کښې د پښتو او پښتون پۀ اړه يو پاڅون راوستۀ او د قامي بېدارۍ باد وچلېدۀ. ښاغلے ژړک پۀ خپل اثر "د فخر افغان ځانګړنې" کښې موقف لري چې "پښتون" رساله د پښتو وړومبۍ مجله ده او تر "پښتون" رسالې وروسته بيا "طلوع افغان" دوېم پښتو اخبار دے چې پۀ کال 1311هـ کښې پۀ پښتو واوښت. ښاغلے ژړک هم پۀ دې اثر کښې د "پښتون" رسالې پۀ اړه د استاد اصف صميم کوټلې خوندوره تبصره داسې بيانوي، "چې 'پښتون' مجله د پښتو صحافت، پښتون صحافت او قامي سياست پۀ اسمان کښې د هغه ځلاند ستوري نوم دے چې پلوشې ئې د يو ستر پښتون او ريښتني انسان د افکارو لۀ لمره خپرې دي. فخرافغان باچا خان "پښتون" د خپلې قامي مبارزې د تودې مورچې پۀ توګه څۀ باندې نيمه صدۍ توده وساتله. "پښتون" چې د پښتون ملي شعور پۀ راويښولو او احساسولو کښې کوم اغېز درلودلے دے، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده ياد او نمانځل کېدونکے وي."

پۀ "پښتون" رساله کښې به باچا خان هم د پښتو پۀ اسان نثر کښې ليک کوۀ. "پښتون" رساله د چابکدستو ليکوالو د فکري غورځنګ سنګر ؤ او پښتنو مېرمنو به پکښې هم پۀ قلمي او اصلي نومونو د خپل پښتني ننګ څرګندونه کول. د کاکا صاحب سيد بشريٰ بېګم چې پۀ 'س ب ب" مشهوره وه، الف جانه خټکه، د ټيېي ر ب او سيده قانته بېګم د قام پرستۍ پۀ کالیو سمبالې د "پښتون" رسالې باقاعده ليکونکې مېرمنې وې.

د باچا خان د تحريک د انټلکچول فرېم بل اثر ناک اړخ هغه انقلابي لړزان دے چې د خدائي خدمتګادۍ او ژبو شاعرانو سينو کښې راپاڅولے ؤ. قامي، حماسي او رزميه نظمونو به د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ جذباتو کښې طوفانونه ويښول او د هغوي پۀ شعور کښې به ئې د قام پرستۍ مشالونه بلول. دا هغه وخت ؤ چې پښتنو شاعرانو د خيالي دنيا د ناوې سر څڼه ستائیل پرېښودل او د ازادۍ د سرې ډولۍ ترانې ئې زمزمه کړې. پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم پۀ خپل کتاب "د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري" کښې د مزاج دغه بدلون ته نغوته کوي او وائي چې "هر کله پۀ قومي خصوصياتو کښې انقلاب راشي نو يو نوے اجتماعي شعور وزېږوي. دغه نوے اجتماعي شعور د قومونو د سوونو کلونو د هغه صلاحيتونو د پس منظر پۀ نتيجه کښې راپېدا کېږي چې پۀ قوم کښې د فطرت لۀ لوري پۀ پېدائشي طور باندې ايښے شوے وي. هر کله چې د پښتنو دغه نوے اجتماعي شعور رابېدار شۀ نو د ژوند ټول قدرونه ئې بدل شول او د استحصالي قوت ناکړدو ته متوجه شول. دوي ته احساس وشو چې پردے قام د دوي پۀ زمکه حکومت څنګه او ولې کوي؟ د دوي مړ احساس راويښ شو او د انګرېزانو خلاف ئې د جنګ مېدان تود کړو."

د خدائي خدمتګارۍ غورځنګ داسې داسې شاعران پېدا کړل چې د قامولۍ، پښتونولۍ او ازادۍ صحيفې ئې وليکلې او پۀ سټېج ئې ووئیلې چې چرته پۀ تاريخ کښې ئې ساري نۀ پېدا کېږي. د تُورې او قلم خاوند خوشحال بابا کۀ مونږ د تاريخ پۀ اوږو وينو چې د شعوري پښتون نېشنلزم بېرغ ئې پورته کړے دے نو فخرِ افغان باچا خان د خپلو خدائي خدمتګارو شاعرانو پۀ هر دل کښي دغه مفکوره نوره هم پياړوې کړې ده، د پښتنو پۀ ذهنونو کښې ئې کرلې ده او پۀ مېدان ئې عملي کړې ده. پۀ دغه کاروان کښې ټول د خپلواکۍ سرخېلان دي، هر يو پۀ خپل ذات کښې نابغه دے. مولانا فضل محمود مخفي چې دا لوے مرام ئې د پښتنو پۀ سينو کښې ولړزوۀ چې:

خدايه داسې وخت به راشي زمونږ جهاز به هم وي

لکه باز به پۀ هوا شي، پۀ ترخو اوبو به سم وي

د دې قافلې نورو اتلانو کښې عبدالخالق خلیق، فضل الرحیم ساقي، عبدالمالک فدا، عبدالحکیم ستي، حبیب الله کاکا، شاد محمد مېږے، حافظ زیارت خان، ناظم سرفراز خان، ولي محمد طوفان، د مرغز ګل احمد، د زېدې عجب خان، فضل احمد غر، سمندر خان سمندر، سید رسول رسا، فضل حق شېدا، غني خان، اجمل خټک او داسې نور بې بها لعلونه ونډه لري چې تذکره ئې یو بشپړ تالیف ته اړتیا لري. البته اجازه غواړم چې د یو څو Epic نظمونو سرونه تاسو سره شریک کړم چې تر اوسه د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ سینو کښې د خپلواکۍ جذبه توده لري. لکه د مخفي صاحب نظم چې د اتمانزو د ازاد سکول ترانه ګرځېدلې وه:

خاونده تۀ ودانه کړې زمونږ د یو والي حجره

یو ځاے پکښې د ځانه کړې د پښتون ډله خوره

د عبدالمالک فدا لیکلې هغه سانده چې د پښتنو د کربلا )بابړې( پۀ لویه غمیزه تر اوسه د پښتون پۀ مړ وجود کښې غوني لشه کوي او د اورېدونکو زړونه ژړوي.

کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه

 مرګیه مۀ راځه درځمه

او یا د ازادۍ دا ترانه:

      د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

     مسکنه د پښتون

پۀ سرو ګلو اباد اوسې ګلشنه د پښتون

        وطنه د پښتون

د حبیب الله کاکا هغه لشې چوکه کوونکے نظم چې د لُور پۀ ژبه د خپل "ټوډي" پلار نه د کرکې او لاس پۀ سرۍ ژمنه پکښې شوې ده. پۀ هغه وخت "ټوډي" به هغه سړي ته وئیلے کېدو چې د پښتون اولس پۀ ضد د واکمنو تالي څټ ؤ، نن دغه کردار ته د اسټېبلشمنټ اېجنټ وئیلے شي. دا پښتنه پېغله خپلې مور ته وائي چې:

پلار مې ټوډي شو زۀ صادقه مسلمانه یمه

 جنګ له ځم روانه یمه

پۀ باچاخان باندې ورک مئین د انقلابي شاعر شاد محمد مېږي هغه نظم د یادولو وړ دے چې پکښې یوه پښتنه پېغله د مور نه د ازادۍ پۀ جنګ کښې د برخې اخستو اجازت غواړي. پۀ داسې نظمونو به د پښتنو زلمو د ننګ د راپارولو هڅې کېدې.

سر راله غوړ کړه مورې! زۀ بابا ملنګ له ځمه

                   مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

 پتنګان شمعې له ځي زۀ شمـع پتنګ له ځمه

                 مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

د مرغز د ګل احمد مشهور نظم چې د ازاد سکول د کلیزې مشاعرې پۀ طرح ئې وئیلے ؤ،

جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي

رابه وړي غنچې د ګلو نن پرون کښې تلي دي

باز کۀ د غماز پۀ منګول ناست دے هېڅ پروا نشته

مونږ د زړۀ پۀ غوښو باتوران ورته ساتلي دي

دا د اولسي بېدارۍ یوه نۀ ختېدونکې کړۍ ده چې دفترونه پرې لیکلے شي، خو دا څو جوتې بېلګې مې د انقلاب د ګلبڼ نه د یو څو ګلونو پۀ بڼه وړاندې کړې چې د پښتنو نوے کهول د خپلې ماضۍ پۀ درشل ودروم، ځکه چې ژوندي قامونه د خپل تاریخ نه حرارت اخلي.

د قام پرستۍ د پوهې، د سیاسي بېدارۍ او د ازادۍ د شعور پۀ دې بې مثاله خوځښت کښې کلي پۀ کلي د پښتنو پۀ حجرو کښې د جرګو مرکو او کېمپونو ډېر لوے اثر ؤ. د خدائي خدمتګارۍ غږ پۀ پښتنه ټولنه کښې لکه د ګل د وږمې خورېدۀ او پۀ تاریخ کښې د پښتنو دومره لوے Mass Mobilization د باچاخان نه سربېره چا هم نۀ ؤ تر لاسه کړے. د سردریاب مرکزِ عالیه د فکر او اګاهۍ یوه سرچینه او د سیاسي ودې او تربیت یو سنګر ؤ. دا د سردریاب پۀ غاړه شل جریبه شاړه زمکه کښې پۀ ساده ډول جوړ شوے ؤ. دلته غټ او نرے نۀ ؤ، ټول به پۀ زمکه ناست وو. هر یو به یو شان ډوډۍ خوړله او خپله رکېبۍ به ئې پۀ خپله پۀ سیند کښې وینځله. د دې ځاے تربیت د پښتنو بې تربیته او تس نس پرګنه پۀ یو کوټلي او سپېځلي قام کښې بدله کړه، خو افسوس چې د انډین نېشنل کانګرس د مشرانو د درغلۍ، د افغانستان د واکدارانو د بې پرواهۍ او د مذهب پۀ نوم د تېرویستلو د لاسه پښتانۀ د خپل لوے مرام نه بې برخې پاتې شول. نن پښتانۀ د بقاء د جنګ سره مخ دي. نن پښتانۀ د پرون نه زیات هغه قامي شعور او زیار ته اړتیا لري چې باچاخان او د هغۀ بې غرضه ملګرو د پښتنو پۀ ذهنونو او سینو کښې نال کړے ؤ.

کۀ مونږ د باچاخان ژوند او مبارزې نه د خپل ژوند او مبارزې د پاره الهام او معنویت واخلو نو زما یقین دے چې د شعور لیتکے به د عمل لاره روښانوي او د منزل باور به مزل اسانوي. زۀ خوش انده (Optimist) یم چې:

بیا به سپرلے راشي ګل ګل به شي ورشو د وطن

سـړیه! ژونـد دومــره بې لارې بې ګــودره نۀ دے

"زما ژوند او جدوجهد"

د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دے چې حکومتونه انفرادي حرکتونه خاموش کولے او ختمولے شي. هم دا وجه ده چې پۀ انفرادیت کښې وېره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلے نۀ شي ځکه چې وېره پکښې نۀ وي.

-
بېرته شاته