(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروېش شاهين

[17.Feb.2018 - 16:09]

محمد پروېش شاهين: يوه لنډه پېژندګلو

لېک: ډاکټر محمد علي ديناخېل 

هيله لرم چې د تاريخ، لرغونپوهنې، ژبپوهنې، عمرانياتو د ايزدهکونکو نه علاوه د پښتو ژبې او ادب د ميدان ډېر کم خلق به داسې وي چې د پروېش شاهين د نوم نه به اشنا نۀ وي ۔ د دوه زره يوولسم کال د اپرېل د مياشتې په پينځمه نېټه ما د ګران پروېش شاهين سره وړومبۍ ناسته کړې وه ۔ د دوي نۀ ما د دوي د ژوند او کار او زيار په حقله هم څه معلومات راجمع کړل ۔ په دې ارټيکل کښې زۀ ستاسو سره د پروېش شاهين صاحب په اړه لنډ معلومات شريکول غواړم ۔ د پروېش شاهين د پلار نوم محمود او د نيکه نوم مشال خان دے ۔ دے په دولسم اکتوبر کال ۱۹۴۴ کښې د سوات په مشهور او تاريخي کلي منګلور کښې پېدا شوے دے ۔ د دوي د وېنا تر مخه دوي په تاريخ، اردو او پښتو کښې ماسټري کړې ده ۔ دوي د مزيد خيل څانګې سره تعلق لري ۔ دوي وړومبے وادۀ په کال ۱۹۶۳ کښې کړے دے او دويم وادۀ يې په کال ۲۰۰۱ کښې کړے دے ۔ دويد ووم جماعت نه اخبارونو او رسالو ته ليکل شروع کړي دي ۔ په کال ۱۹۶۲ کښې دے په محکمه تعليم کښې د استاذ په حېث نوکري شروع کړې وه او په کال ۲۰۰۴ کښې د هائير سيکنډري سکول هزارخوانۍ پېښور نه ريټائرډ شوے دے ۔

پروېش شاهين په هره موضوع ليکل کړي دي خو زيات ليکل يې په ژبو، کلتور، تاريخ وغېره کښې کړي دي ۔ دوي په اردو او پښتو دواړو ژبو کښې چاپ کتابونه لري ۔ د بي بي سي اردو ويب سائټ باندې عبدالحۍ کاکړ د پروېش شاهين متعلق ليکلي دي چې دوي صرف په پښتو کښې دويشت (۲۲) چاپ کتابونه لري ۔ خو دا خبره د حقيقت نه ډېره لرې ده ۔ زما د لټون تر مخه په پښتو کښې تر اوسه پورې د شاهين صاحب صرف پينځه کتابونه چاپ دي ۔ ممکنه ده که نور هم چاپ وي خو نۀ خويې شاهين صاحب ماته د نورو چاپ کتابونو څه لسټ اوښودلے شۀ او نۀ ما چرته د کتابونو په دکان يا کتابتون کښې اوليدل ۔ کېدے شي چې باقي کتابونه يې ليکلي وي خو چاپ نۀ وي ۔  په موجوده وخت (۳۰ جنوري کال ۲۰۱۸) کښې د شاهين صاحب د چاپ کتابونو تفصيل دا دے ۔

۱۔ پښتانه او يويشتمه پېړۍ، مينګوره، شاهين سنز نشاط چوک، نومبر 2000

۲۔ د سوات ګلونه، مينګوره، شعېب سنزپبلشرز اېنډ بکسيلرز، 1988

۳۔  ګل ورينې څوکې، مينګوره، شعېب سنزپبلشرز اېنډ بکسيلرز، 1989

۴۔ سوات د سردرو وطن، مينګوره، شعېب سنزپبلشرز اېنډ بکسيلرز،1993

۵۔  د پښتونخوا ګلونه، مينګوره، شعېب سنزپبلشرز اېنډ بکسيلرز، 1988

په پښتو کښې د دې چاپ کتابونو نه علاوه د شاهين صاحب ګڼ شمېر مقالې هم د پښتو په مختلفو رسالو کښې چاپ شوي دي ۔

د پښتو د کتابونو نه علاوه پروېش شاهين صاحب په اردو کښې هم دا لانديني کتابونه ليکلي دي ۔

۱۔  کالام کو ہستان: لوگ اور زبان،   مینگورہ، شعیب سنز پبلشرز، 1989

۲۔  مشرق کا سویٹزر لینڈ وادی سوات، لاہور، مکتبہ جمال، 2007

۳۔ کافرستان کے رسم ورواج، ۲۰۱۴

۴۔ وادی چترال، ۲۰۱۱

۵۔ دیر کوہستان

زما د څېړنې او د لچسپۍ علاقه د سوات پښتو ادبيات دي نو ما صرف د شاهين صاحب د پښتو د کتابونو مطالعه زياته کړې ده ۔ د دوي د اردو کتابونه مې همکتلي دي خو د هغې په حقله به بيا چرته په بل ارټيکل کښې ذکر اوشي ۔که څه هم د شاهين صاحب کتابونه تاريخي تېروتنې يا مبالغې لري خو بيا هم په ادبي رواېت کښې دا يوه ګټه وره برخه ده او شاهين صاحب يو بنياد اېښودے دے بائد چې اوس د هغه تاريخي تېروتنو اصلاح هم اوشي او دغه موضوعاتو باندې د څېړنې د نويو اصولو تر مخه کار هم اوشي ۔

دا ارټيکل به يو داسې شعر پائے ته اورسوم کوم چې شاهين صاحب په خپل لاس زما په ډائرۍ کښې په کال دوه زره يولسم کښې ليکلے وۀ ۔

وخت و حالات وي کله څنګه کله څنګه راشي

پرون پاړو ووم نن خړے سمسرے زوخوړم

-
بېرته شاته