(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جرمني ایتلافي حکومت ته کتنه

[29.Mar.2018 - 06:07]

د جرمني نوی ایتلافي حکومت او صدراعظمې ته یوه کتنه

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  د المان د کولن او بریمن پوهنتونو کې د حقوقو پوهنځی پخواني محصل  

سریزه:

په ۲۰۱۷ کال د سپتامبر ۲۴ مه نېټه د المان د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې. د بوندسټاګ یا ولسي جرګې په ټاکنو کې باید ۶۱،۵ میلیونوجرمنانو برخه اخیستلي واې، له دې شميرې نه په ټاکنو کې ۷۶،۲ سلنه المانانو برخه واخیستله. درې میلیونو جرمنانو د لومړۍ ځل لپاره په ټاکنو کې ګدوڼ وکړو. د المان سوسیال دیموکراټ ګوندSPD ۲۰،۵ سلنه، د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو اتحاد ۳۲،۹CDU/CSU سلنه رايې تر لاسه کړي. له دې سره د میرکل ګوند په دې ونه توانید، تر نور ګوندونو د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلې کړي. (سي ډي یو/څي اس یو) د فدرال جرمني رامنځ ته کیدو راهیسې دوواړه ګوندونه متحد ګوندونه دي. د المان پارلماني ټاکنو کې دریم ځاي د المان لپاره بدیل ګوندAfD یو توند لارې، سختدریځه ښی اړخه اسلام او کډوالو ضد ګوند ۱۲،۶ سلنه رایې ترلاسه کړې. دغه ښی اړخۍ پوپولیسټ، استبدادي ګوند په لومړي ځل په دې وتوانیدو، د المان ولسي جرګې ته لاره ومومي.

له هغې ورسته کله چې د نوامبر په شپه کې د مسیحي ديموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو ایتلاف، آزاد دیموکرات ګوند او زرغون ګوندترمنځ د یو ستر ایتلاف را منځ ته کولو په اړه مقدماتي خبرې اترې ناکامي شوې. ځکه نوموړي ګوندونه په سیاسي مهمو موضوګانو سره جوړ رانغلل اوله دې ورسته د یو بل ستر ایتلاف لپاره لاره هواره شوه. که څه هم د ټاکنو په شپه کې د سوسیال دیموکراټ ګوند مشر د یو بل نوي ستر ایتلاف را منځ ته کیدلو شونتیا رد کړي وه او هغه سمدستي دا خبره هم روښانه کړي وه،چې سوسیال دیموکرات ګوند به اپوزسیون ځای ته دورمي. 

کله چې د روان کال د مارچ په دیارلسمه د یو ستر ایتلاف تړون لاسلیک شو. دغو درې واړه ولسي ګوندونه هوډ څرګند کړ، څو د یو ستر نویايتلاف له لارې د المان د راتلونکي سیاست واګې په لاس کې واخلي. د المان په ولسي جرګه کې به ټول اووه ګوندونه په راتلونکې کې سیاست کوي.

د المان تر ولسي جرګې ټاکنو ۱۷۱ ورځې ورسته تیره چهارشنبه د المان ولسي جرګې مېرمن میرکل د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ماڼۍ بیلیوو کې رسماً د المان صدراعظمه ونوموله. دا د المان په تاریخ کې لومړي ځل دی، چې د حکومت جوړولو بهیر او د یو ستر ایتلاف جوړولو تړون خبرې اترې دومره اوږدې شوې. د دې لاملونه ډیر دې، خو تر ټاکنو ورسته په ټولیزه توګه سوسیال د ېموکرات ګوند له دې ډډه کړي وه، چې د میرکل مسیحي دېموکرات ګوند او د هغې له ملګري مسیحي سوسیال ګوند سره بیا ایتلافي حکومت جوړکړي. په پیل کې د مېرمن میرکل ګوند هڅه وکړه، څو د لبیرال دیموکرات او زرغون ګوندونو سره یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. آزاد دیموکرات ګوند د مقدماتي څیړنیزو خبرو اترو سره پریکون وکړ او وویل،چې په دې شرایطو د میرکل سره په حکومت کې ګډون نشي کولي. له دې ورسته د میرکل ګوند مجبور شو، د سوسیال د یموکرات ګوند سره د یو ستر ایتلاف جوړولو خبرې اترې بیا پيل کړې. 

د المان فدرالي جمهوریت بنسټ ایښودل او پارلماني شورا لنډتاریخ 

په ۱۹۴۸ کال د فبروي په درویشتمه، د مارچ په شپږمه او د جون په دویمه نېټه د لندن د شپږو ځواکونو کانفرانس د پریکړې پر بنسټ د المان په دریوواړو اشغال شویو سیمو کې د ایالتونو لومړي وزیرانو ته دنده وسپارل شوه، څو د لویدیځ المان فدرالي دولت جوړولو ته چمتووالي ونیسې. 

د ۱۹۴۸ کال د جولاي په لومړي نېټه د لویدیځ المان دریواړو سیمو کې پوځې والیان او د ایالتونو حکومتونو مشران د فرانکفورټ ام مین ښار ته وروبلل شول. دوی ته په فرانکفورټ کې د فرانکفورټ په نامه د کاغذي لاسوندونو یو سند ورکړل شو. دا دنده هم ور وسپارل شوه، څو تر ۱۹۴۸ کال د سپتامبر میاشتي لومړي نېټي پوري د مقننه شورا یوه جرګه هم جوړه کړي.

د ۱۹۴۸ کال د جولاي له اتمې څخه تر لسمې نېټې پورې لومړي وزیرانو د المان د کوبلنس په ښار کې د فرانکفورټ سند په بڼسټ د فدرالي المان دولت بنسټ کیښودل شو. په ۱۹۴۸ کال کې د جولای په شپږویشتمه نېټه د متحدینو پوځې حکومتونو او د لویدیځ المان د ایالتونو لومړي وزیرانو له ډیرو صلاح مشورو ورسته په دې سره جوړ راغلل، که څه هم د دوی لومړنۍ جدي اندېښنې د المان د وېشلو په اړه را څرګندې شوې وې. د دې اندېښنو سربیره دوی دې پایلې ته سره ورسیدل، چې په مستقیم ډول د یوې ټاکلشوي مقننه شورا په ځاې یوه پارالماني شورا راوغواړي او ورسره د الماناساسي قانون جوړ کړل شي. له اساسي قانون څخه د فرانکفورټ په سند کې یادونه نه وه شوي. د اساسي قانون مصوده د المان ولس ته وړاندې نشوه، بلکې د ایالتونو ولسي جرګو ته د تصویب لپاره وړاندې شوه .

د ۱۹۴۸ کال د سپتامبر په لومړي نېټه د بن په ښار کې پارلمانی شورا خپل کار پیل وکړ. دې پارلماني شورا ته د لویدیځ المان ایالتي ولسي جرګو څخه ۶۵ غړې واستول شول. ۲۷ غړې د سوسیال دېموکرات ګوند، په همدغه شمېر د مسیحي دېموکرات او مسیحي سوسیال ګوند، پېنځه کسه د لیبرال دېموکرات ګوند، پېنځه نور غړې د برلین او دوه کسه د المان کمونیست ګوند څخه وټاکل شول. 

د پارلماني شورا مشر ښاغلی کونراد ادنوور و ټاکل شو. د ۱۹۴۸ کال د مي میاشت په اتمه نېټه د فدرالي المان اساسي قانون د همدې پارلماني شورا له لوري د ۵۳ غړو موافقو رائیو او ۱۲ غړو مخالفو رائیو تصویب کړ. اساسي قانون څلور ورځې ورسته د متحدینو پوځې والیانو له لوري هم په رسمیت وپیژندل شو. د ۱۹۴۸ کال د مي په درویشتمه نېټه د المان پارلماني شورا له لورې د ۳۳ موافقو رائیو او ۲۹ مخالفو رائیو پر بنسټ د بن ښار د لویديځ المان د پلازمېنې په توګه وټاکل شو.

د المان اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر د فدرالي شورا له لوري ټاکل کیږي. د اساسي قانون د ۵۹ مادې په بنسټ ولسمشر قانوناً پر نړیواله کچ د فدرالي المان استازیتوب کوي. ولسمشر د فدرالي المان په نامه د بهرنیو هیوادونو سره تړونونه لاسلیکوي. د پارلمان منحلیدل هم د ولسمشر له واکونو څخه ګڼل کیږي.د المان اساسي قانون صدراعظم ته هم ستر واکونه ورکړي دي. ولسمشر د المان سیاست واګې ټاکي او مسوولیت يې هم په غاړه اخلي.

د المان فدرالي جمهوریت اساسي قانون د ۱۹۴۹ کال د مي په اتمه نېټه د یوې پارلماني شورا له لوري تصویب شوي دی. د اساسي قانون تعدیل لپاره د ولسي جرګې دوه په دریمه برخه او هم د مشرانو جرګې دوه په دریمه برخې رائیو ته اړتیا شته. د المان حکومت درېګوني ځواکونو څخه جوړ شوي دی. دیموکراسي یا ولسواکې د خلکو حاکمیت په مانا تعبیر کیږي. 

د المان د اساسي قانون درې شپیتمه مادې یا ارټکل پر بنسټ ولسي جرګه د چانسلر یا صدراعظم په اړه پريکړه کوي. ولسمشر یواځې د لومړي دورې ټاکنې لپاره د وړاندیز حق یا رښته لري. همدارنګه صدراعظم د اساسي قانون پر بنست دا رښته لري، خپله کابینه وټاکې او ولسمشر تهرسماً وروپیژني. د اساسی قانون پر بنسټ صدراعظمه د خپل حکومت د سیاست بنستیزه واګې ټاکې او مسوولیت پر غاړه اخلي. دې ته د المان په حقوقي او سیاسي ادبیاتو کې د صدراعظم پرنسیب هم ویل کیږي. صدراعظم خپل مرستیال هم ټاکې، دغه دنده اکثراً د بهرنیو چارو وزیر پر غاړه وي. کله چې حکومت ایتلافي وي بیا معمولاً د صدراعظم مرستیال د حکومت ایتلافي ملګري ګوند څخه ټاکل کیږي. د اساسي قانون یو سلو پېنځه لسمي مادې په بنسټ صدراعظم د دفاعي چارو په حالت کې د المان وسله وال پوځ مشرتوب کوي. د اساسي قانون په بنسټ صدراعظم کولي شي، د باور رايې اخیستلو په مرسته ډاډګیرنه تر لاسه کړي، چې د ولسي جرګې له لورې د هغه سیاست ملاتړ کیږي او که نه. کله چې د ولسي جرګې د غړو اکثریت رایې ترلاسه نه شوه، صدراعظم دا حق لري، څو ولسمشر ته د ولسي جرګې منحلیدو وړاندیز وکړي.

د المان د سترو ایتلافونو تاریخ ته یوه کتنه

په المان کې ستر ایتلافونه تاریخ ته په کتو سره ستر ایتلافونه د هیڅ چا خوښ نه دي. ستر ایتلافونه د یوې ځانګړي موخې لپاره رامنځ ته کیږي. ستر ایتلاف اکثراً د مسیحي دېموکرات او مسیحي سوسیال ګوندو اتحاد او د سوسیال دېموکرات ګوندونو څخه را منځ ته کیږي. خو ستر ایتلاف د نور ګوندنو لپاره په ځانګړي توګه په زړه پورې نه وي. تر اوسه د المان په تاریخ کې د ټول المان په کچه درې ځلې ستر ایتلافونه د دوو اتحادي ملګري ګوندونو د مسیحي دېموکرات او مسیحي سوسیال ګوندوپه مشرۍ را منځ ته شوي دي. 

د المان د دموکراسۍ تیوریسنان په دې اند دي، چې دا ډول ستر ایتلافونه د ټولنې په کونجونو کې پراته واړه ګوندونه پیاوړي کوي. د ۲۰۱۷ کال د سپتامبر ۲۴ نیټې ورستیو ټاکنو پایلې دا تیوري په اثبات ورسوله .

د المان لومړنۍ ستر ایتلافي حکومت

د دویمي نړیوالي جګړې ورسته لومړنۍ ستر ایتلاف د ۱۹۶۶ د دسامبرلومړي نېټه نه تر ۱۹۶۹ کلونو پوري دوام وکړو. د دې ایتلافي حکومت صدراعظم د مسیحي سوسیال دېموکرات ګوند غړی ښاغلي کورټ ګیورګ کیسنګر او د صدراعظم مرستیال د سوسیال دېموکرات ګوند غړی او د بهرنو چارو وزیر ښاغلی ویلي برآنټ وه. دا د المان په تاریخ کې لومړنۍ ستر ایتلافي حکومت وه. دا مهال د المان فدرالي جمهوریت په الماني ټولنه کې سترو بنسټیزه بدلونو ته لاره هواره شوه. د دویمي نړیوالې جګړې ورسته دلومړني نسل غوښتنه دا وه، چې د نازي المان د تیر تاریخ سره پهریښتیني ټوګه سم چلند وشي او په ټولنه کې ټولنیز عدالت ته لاره هواره شي.

دویم ستر ایتلاف د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ کلونو پوري دوام وکړو.

دویم ستر ایتلاف د مېرمن میرکل په مشرۍ رامنځ ته شوي دی. د المان په سیاسي ادبیاتو او رسنیو کې د مسیحي سوسیال دېموکرات ګوند رنګ تور، د سوسیال دېموکرات ګوند رنګ سور، ازاد دېموکرات ګوند رنګ زېړ او د زرغون ګوند رنګ زرغون ښوول کیږي. د تور او سور ګوند ایتلاف څخه تل واړه ګوندونه ګټه اخلې. د ۲۰۰۵ کال راهیسې مېرمن میرکل د مسیحي دېموکرات ګوند محافظه کاره مشره د المان صدراعظمه پاتي شوي ده. .

دریم ستر ایتلاف د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ کلونو پوري دوام وکړو

دا ایتلاف د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونو سرهد سوسیال دیموکرات ګوند ترمنځ ایتلاف وو. د همدې ستر ایتلاف په موده کې د المان لپاره بدیل ګوند( اې اف ډي) وتوانیدو، د ټاکنې له لارې د المان ولسي جرګې ته لاره ومومي. په دې ټاکنو کې سوسیال دېموکرات ګوند ډیرې رایې له لاسه وکړي او په ټاکنو که سخته ماته وخوړله. 

د المان اوسنۍ څلورم ستر ایتلافي حکومت 

د المان ایتلافي حکومت صدراعظمه مېرمن انګیلا میرکل د یو نوی لوی ایتلافي حکومت مشري په غاړه واخیسته. دا نوی حکومت د یو ستر ایتلاف د منځلارې ښي اړخه مسیحي دیموکرات ګوند، ښی اړخه سوسیال مسیحي ګوند او کیڼ اړخه سوسیال دیموکراټ ګوند څخه رامنځ ته شوي دی.

کله چې د ایتلاف جوړولو په اړه مقدماتي خبرې اتر ې ناکامي شي، څه پیښیږي ؟ 

د جرمني هیواد به تل یو حکومت ولري. ان په هغه صورت کې هم کله چې ګوندونه یوې موافقه ته سره نه رسیږي. پوښتنه دا ده، تر کوم وخته پوري باید ګوندونه یوې موافقه ته سره ورسیږي.؟ د المان اساسي قانون د نوي حکومت د جوړیدو لپاره کوم ضرب الاجل نه دی ټاکلي. خو داسي لیکي، د ټاکنو څخه دیرش ورځې ورسته باید نوي ولسي جرګه خپل کار پیل کړي. د ۲۰۱۳ کال د ولسي جرګې ټاکنو ورسته دریو میاشتو ته اړتیا وه، څو یو ستر ایتلاف را منځ ته شي. کله چې ایتلاف جوړ نشي، یو بدیل دا هم کیدای شي، څو د لږکیو یو حکومت رامنځ ته شي. د المان اساسي قانون د لږکیو حکومت ته په ښه سترګه نه ګوري، ځکه ولسواکی سیاسي ثبات ته اړتیا لري او د لږکیو حکومت د المان سیاست بې ثباتي ته بیایي.

میرکل په پرله پسې توګه د څلورم ځل لپاره د جرمنيصدراعظمه وټاکل شوه 

د پارلماني ټاکنو ورسته د المان دریو سترو ولسي ګوندونو موافقه وکړه، څو یو ځل بیا د مېرمن میرکل تر مشري لاندې یو ستر ایتلافي حکومت جوړ کړي. په دې ستر ایتلاف کې مسیحي دیموکرات ګوند، سوسیال مسیحي ګوند او سوسیال دیموکراټ ګوند شامل دي. دا ستر ایتلافي حکومت ورسته له هغې رامنځ ته شو، کله چې د سوسیال دیموکراټ ګوند نږدې نیم میلیون غړو ۶۶ سلنې د یو بل ستر ایتلاف په اړه پریکړه ورکړه. 

د ولسي جرګې ټاکنو څخه نږدې نیم کال ورسته د انګیلا میرکل په مشرۍ د سوسیال دېموکراټ ګوند سره د ډیرو اوږدو خبرو اترو ورسته د نوي ستر ایتلاف تړون لاسلیک شو. مېرمن میرکل تیره اوونۍ د څلورم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا د المان صدراعظمه وټاکل شوه. له دې ستر ایتلاف سره د نوموړي ګوندونو تر منځ درې ځلې ایتلافونه شوې دي. دا هم لومړي ځل دی، چې د یو ستر ایتلاف ورسته یو بل ستر ایتلافي حکومت رامنځ ته کیږي. دا ځل په المان کې د ایتلافي حکومت جوړښت په اړه خبرې اترې ځښتي ډیرې اوږدې شوې.

په المان کې حکومت د ښې حکومتوالۍ لپاره په ولسي جرګه کې د اکثریت رائیو ته اړتیا لري. د المان ولسي جرګه ۷۰۹ غړي لرې، د حکومت د تائید لپاره لږ تر لږه ۳۵۵ رائیو ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې د ۷۰۹ استازو څخه ۶۹۴ استازو خپله رایه وکاروله. ولسي جرګې ۶۹۲ استازو څخه ۳۶۴ غړو موافقه رایه ورکړه، د صدراعظمې ټاکلو لپاره ۳۵۵ رائیو ته اړتیا وه. ۳۱۵ استازو میرکل ته مخالفه رایه ورکړه د ستر ایتلاف د ګوندونو ۳۵ استازو میرکل ته مخالفه رایه ورکړي ده. مېرمن میرکل د څلورم ځل لپاره په لږو رائیو د المان صدراعظمه ټاکل شوي ده. په ۲۰۰۵ کال کې او په ۲۰۱۳ کال هم میرکل ته د ولسي جرګې ټولو استازو رایه ورنه کړه.په ۲۰۰۹ کال کې هم میرکل د اړتیا شمېرې څخه د نهو رائیو په ډیروالي سره صدراعظمه وټاکل شوه.

د لومړۍ ځل لپاره د میرکل خاوند ښاغلی پروفیسور یواخیم زاوور د خپلي مېرمني د صدراعظمې د لوړې په مراسمو کې برخه واخیسته. میرکل درې ځلې صدراعظمه وټاکل شوه، د هغي خاوند درې ځلي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه وه کړي. د میرکل مور هم د مارچ په څورلسمه نېټه د مراسمو په لوژ کې ناسته وه.

 

میرکل د پخواني صدراعظم هلموت کهول انجلۍ د جرمني تلپاتي صدراعظمه 

د جرمني په رسنیو کې میرمن میرکل د تلپاتي صدراعظمې په نامه یادیږي. هلموت کهول هم شپاړلس کاله د المان صدراعظم وه. دا درې شپېته کلنه ښځه څوک ده، چې د څلورم ځل لپاره د المان صدراعظمه وټاکل شوه. 

په ۱۹۹۱ کال کې د مېرمن میرکل سیاسي لارښود هلموت کهول د ختیځ المان شپږ دیرکلنه میرکل٬٬ زما انجلۍ٬٬ په نامه یاده کړه او په خپله کابینه کې د ښځو او ځوانانو چارو وزیره وټاکله، میرکل په دې لقب ته تراوسه یادیږي. د ختیځ جرمني سیاستوالۍ ټاکنه د سوسیال مسیحي ګوند یوه ستراتیجکه ټاکنه وه.

انګریزي، امریکايي اخبارونو او رسنیو میرکل “Leader of the free word “ د آزادی نړۍ مشرۍ یاده کړي ده. انګریزی تاریخپوه Timothy Garton د الماني شترن مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي. که چیرې یوداسې مشر شتون ولري، بیا هغه مېرمن میرکل ده.

د اقلیمي بدولون یا چاپیریال ساتنې او د ښوونې او روزنې صدراعظمه 

په ۲۰۰۷ کال کې مېرمن میرکل د خپل چاپیریال ساتني وزیر ځیګمار جبرائیل سره د ځمکې ګرموالي او د اقلیم بدولون ناوړو اغیزو مالومولو لپاره د دنمارک هیواد ګرینلند ته سفر وکړو، د سفر ورسته سمدستي پریکړه وکړه، چې تر ۲۰۲۰ کلونو پوري المان به د شینکوریزوغاز تولید کچه څلویښتو سلنې ته را ټیټه کړي. له دې پریکړي ورسته میرمن میرکل د اقلیم صدراعظمې په نامه یاده شوه.

په ۲۰۱۵ کال کې میرکل د ښوونې او روزنې سیاست په اړه مهمې پریکړي وکړي. هغه د ښوونې او روزنې صدراعظمې په نامه یاده شوه. میرکل د نورو سیاسي پریکړو له امله د جرمني ملت مور په نامه هم یاده شوي ده. 

مېرمن میرکل د کډوالو صدراعظمه  

په ۲۰۱۵ کال کې مېرمن میرکل د کډوالۍ پالیسي له امله د جرمني توکمپالو او کډوالو ضد ګوند(اې اف ډي) له لور تر سختو نیوکو لاندې راغله. کله چې جرمني خپلې پولې د کډوالو پرمخ پرانیستي. مېرمن میرکل د کډوالو صدراعظمې یاده شوه. جرمني ته د کډوالو د ورتګ مخنیوي د ټاکنیزو هلوځلو مهمه موضوع وه. ډيرو جرمنانو د میرکل د کډوالۍ پالیسۍ باندې سختي نیوکې وکړې، کله چې هغې د جرمني پولې د اټکل یو میلیون کډوالو پرمخ خلاصي کړي. اکٍثره کډوالو سورې او افغانان کډوال وه، دوی د خپلو ښځو او ماشومانو سره د المان پر پوله د پناه غوښتنې لپاره ولاړول.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په بنسټ د نړۍ تر تولو ډیر پناغوښتونکي افغانان دي. په دې ترڅ کې ډیر افغانان جرمني ته کډوال شوي دي.

د اروپا کډوالۍ ستر ناورین په جرمني کې محسوس شو

کله چې اروپا ته د ناقانونه کډوالو بهیر پیل شو، په یوویشتمه کې ستر انساني ناورین رامنځ ته شو. ډیرو اروپايي هیوادنو د کډوالو د منلو اوجذبولو څخه انکار وکړو.

کله چې د سمندر پرغاړه د سوری ماشوم مړی زړبونګي انځور په رسنیو کې خپرو شو. دې انځور د کډوالۍ ناورین د کډوالو د تګ لارې او په سمندرونو کې د ډوبیدو ستونزې نړیوالو ته ښکاره شوې.کله چې د جرمني پولو ته اټکل یو میلیون کډوال ورسیدل، میرمن میرکل کډوالو پڼغاړي ته ورغله او وویل موږ دغه ستونزه کولی شو په ګده تر سره کړو.د یوې بلي غوندې په ترڅ کې یوه افغان کډوال ماشوم د مېرمن میرکل څخه مننه وکړه، د میرکل په سترګو کې اوښکې وې. بل افغان کډوال حسن خاوري د یو جرمني چارواکې لور سره لومړی جنسي تیري وکړو او بیا په بې رحمۍ سره ووژله، دې انجلي له کډوالو سره د بشر دوستۍمرستې کولي.

اسلام د جرمني یوه برخه ګرځیدلي دی 

په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني پخواني ولسمشر کریستین ولف وویل، ٬٬اسلام په جرمني پورې اړه لري٬٬. ولسمشر هغه همهال تر ډیرو سختونیوکو لاندې راغلی او توده بحثونه يي راوپارول. د همدې ولسمشر د استعفا یو لامل همدغه خبره وه. د المان صدارعظمې مېرمین میرکل د( سي ډي هو )ګوند مشرۍ څو ځلې په تکرار سره ویلي دي. اسلام په جرمني پورې اړه لري او اسلام د جرمني یوه برخه ګرځیدلي دی. 

میرمن میرکل ویلي، اټکل څلور نیم میلیونه مسلمانان په جرمني کې میشت دي. له دې امله د اسلام دین د جزمني یوه برخه ګرځیدلي دی. د نوی ایتلافي حکومت د کورنیو چارو وزیر وايې، جرمني کې د اسلام لپاره ځای نشته یا اسلام په جرمني پوري اړه نه لري. دا څرګندونې د میرکل څرګندونو سره تضاد لري.

کله چې وسمهال د (سي اس هو) ښی اړخه ګوند مشر او د المان د کورنيو چارو وزیر زیهوفر له خوا د خپل کار په لومړي ورځ د میرکل خبره رد شوه، سمدستي میرکل د خپل ویاند په خوله د خپل وزیر دغه خبره بیرته رد او صلاح کړه، وویل، د جرمني فدرال حکومت مسلمانان ته ځښت ډیر درنښت لري. او اسلام په جرمني پورې اړه لري. ځکه دلته په المان کې څلور نیم میلیونه مسلمانان ژوند کوي، دوی د المان یوه برخه جوړه وي او د دوی اسلام په جرمني پوري اړه لري. څنګه چې په تاریخي توګه مسیحیت او یهودیت په جرمني پوري اړه لري. مېرمن میرکل خپل وزیر او خپل متحد ګوند په دې وپوهولو چې د حکومت اساسي کرښې هغه ټاکي. میرکل د خپل حکومت کړنلارې اعلانولو په لومړي ورځ وویل، جرمني کې، موږ دا ټول یو. مطلب يي د مسلمانانو څخه وه.

د المان اپوزسیون ګوندونو هم په کورنیو چارو وزیر سختي نیوکې وکړي او زیاتوي، زیهوفر وسمهال د( آې اف ډي) ګوند په وړاندې ټاکنیزه کمپاین پیل کړي دی. په اوړي کې د المان بایرن ایالت کې چیرته چې د زیهوفر ګوند برلاسې دی.ټاکنې تر سره کیږي. د زرغون ګوند یو مشر وویل، د کورنيو چارو وزیر خپله د کار لومړنې دنده په دې کې لټوي، چې څنګه زموږ هیواد سره وویشي. د زرغون ګوند مشر زیاته کړه دا یوه طبیعي خبره ده، چې دلته په المان کې استوګڼ مسلمانان په جرمني پوري اړه لري..

د میرکل نوي ایتلافي حکومت مهمې کاري دندې

د کډوالۍ سیاست، د مالیاتو سیاست، د کار بازار او د کارموندولو شرایط، د روغتیايي سیستم سیاست او نور ټولنیز عامه خدماتوpastedGraphic.png رغولو سربیرهمیرکل غواړي په راتلونکي ټاکنو د المان لپاره بدیل ګوند له ولسي جرګېوباسي او د دې ګوند رایه ورکونکې بیرته ځانته راخپل کړي، ځکه د الما ن لپاره بدیل ګوند رايه ورکونکي د میرکل پر سیاستونو اعتراض کونکي خلک دي. میرکل غواړي دغه ګوند به راتلونکي ټاکنو کې مات کړي. میرکل په خپله یوه مرکه کې وویل، موږ به د هغو خلکو ستونزې ورحل کړو، کومو چې د (آې اف ډي) ګوند ته د اعتراض په توګه رایه ورکړي ده. میرکل پر نړیوال کچ ځان د یوې منځلاري او ښې مشري په توګه څرګند کړي دی، د جرمني متحدین د المان نوی ایتلافي حکومت ته سترګې په لاره دي. 

فرانسه او المان د اروپايي ټولنې رهبري کونکي پیاوړي هیوادونه دي. دغه ایتلافي حکومت به د اروپا برخلیک په اړه برخلیک ټاکونکي سیاست ولري.انګیلا مېرکل په خپله مرکه کې ویلي دي، په ۲۰۱۸ کال کې د اروپا په اړه یو بنسټیزه بدلون غوښتونکي ده. په بروکسل کې د اروپا پالیسي جوړونکي مرکز دا تمه لري، څو د المان سیاستوال او ایتلافي حکومت سوسیال دیموکراټان او مسیحي دېموکراتان باید په ګډه د اروپا لپاره مهمي پریکړي وکړي. تر اوسه میرکل د اروپايي سیاست یوه پياوړي لویه سیاستواله پیژندل شوي ده. که په یوه اړخ کې د فرانسې ولسمشر امانوییل ماکرون د اروپايي ټولنې یو مهم مشر دی، خو په بل اړخ کې مېرمن میرکل د اروپايي ټولنې مهمه مشره ده. لنده دا چې په راتلونکې به المان د اروپايي ټولنې برخلیک ټاکي او انګیلا مېرکل به په کې مهم رول لوبوي.

د المان د نوی ايتلافي حکومت سیاستونه به د اروپا، افغان کډوالو او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې ژورې اغیزې ولري.

میرمن میرکل تر اوسه د پېنځم ځل لپاره خپله نوماندې صدراعظمې ته نه ده رد کړي او هغه هوډ لري په راتلونکې ټاکنو کې د المان لپاره بدیل ګوند د ولسي جرګې څخه وشړي.

پای

-
بېرته شاته