(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبنو قراداد

[21.Jun.2018 - 08:31]

21جون  1947 قراداد بنو پښتونستان

.......... نن ورځ نېټه 21م د جون چي د اذاد پښتونستان ورځ هوم ورته ويلي شي،

.. که څه هوم دا يو سياسي چال دى د پښتنو له پکستان سره کينې پښتانه په رښتيا کې لوى احمدشاهي افغانستان رغول غواړي،

... نو کيسه د ننۍ ورځې په تړاو دا ده چي په دغه ورځ پر 21م د جون کال 1947م يا د جون د میاشتې په 3يمه نېټه د برتانیايي په پارليمان کې د 3rth جون پلان لاندې يو بل يا  يو قرارداد وړاندې کړل شو، او پاس کړل شوى وو،

، چي د پکستان په نامه چي کوم رياست را جوړوونکى دى د هغه پلان چمتو کړل شوى دى،

هاغه سيمې او يا د هغوى کامونو ولايتونه لکه د پښتنو سيمه يا ولايت يا صوبه NWFP/صوبه سرحد/خېبر پښتونخوا کې دي ريفرنډم وشي چي دوى له هندوستان سره کېږي او که له پاکستان سره؟

... که څه هوم اپشن لا د دوى په خوښه وو هسې يو دوهکه وه مازې يو جواز جوړول وو، اپشن به ولې د دوى په خوله د دوى لخوا تپل کېدو، خپله خوښه نه وه؟ ، او داسې د هند په ځينو سيمو کې لکه اسام او سلهټ کې هوم داسې د ريفرېنډوم اختيار ورکړل شوى وو، چي ستاسو ډېرى مسلمان ياست تاسو کوم يو رياست کې ګډون غواړى، دلته بيا هغه د دوى دو قومي نظريه نه وه، او هلته باوجود د ددې چي هغوى ډېرى رايه د پکستان سره د (ډون راغلې وه خو د رېډ کلف اېوارډ له مخې او خوښې بيا هوم هغه په هند کې هوم ځاى پر ځاى کړل شول، لکه څنګه چي وو هوم هغسې پاتې شو، له ښه مرغه، ،

.. نو پښتانه چي خبر شو په دا شېطاني پلان نو لومړنۍ کس محمد ايوب خان اڅکزى وو چي محمد اعظم خان اڅکزى يې په دې خبر کړو او په دې تړاو يې کمپاين پېل کړو او د پښتنو له ټولو مشرانو سره دوى اړيکي ونيولې، او په دې کې  باچاخان، خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى، کاکاجي صنوبر حسين مومند، قاضي عطاالله خان، غني خان، ملک مدامين خان مسود، حاجي میرزاعلي خان وزير د پښتونستان تحريک، ، لوى عالم عبدالرحيم پوپلزى د غله ډهېر تحريک، ، د ترنګزو حاجي سېب زوى پاچا ګل د حزب الله تحريک، د پاونده مسود د تيمان تحریک غړي، نواب آف هوتي امير محمد خان هوتي، عطاوالله خان بنوڅى،مولوي رحمت الله مندوخېل، ملک صادق خان کاسى شهید، ملک عبدالعلي کاکړ، د هډې ملا نجم الدین خان د تحريک خلک، د چترال مهتران مهتر عثمان الدين او..... الملک... او داسې نوور ډېر اوس يې له ما نومونده هېر دي خو بيا به يې ور واچوو،...........

.. نو پر نېټه 21 م د جون کال 1947م په بنو کې د کامي ملي مبارز شاغلي عطاالله خان بنوڅي پر کور د هغه په هجره کې د د ټولو په خوښه دا کور دا ځاى وټاکل شو، چي د سوهېلي پښتونخوا او د شمالي پښتونخوا په يوه کچه مرکز جوړوي چي دواړو خواوو ځخه تګ ورته را کېدلي شوې، نو دا ځاى دا کور او بنو وټاکل شو، چي په په دغه ورځ په دغه نېټه به د پښتونخوا وطن د ټولو مشران  د خاورې او کام په استازيتوب دلته يوه لويه کامي ملي جرګه کېږي، او ټول مشران به په کې ګډون کوي، او د برتانیا د دريم جون پلان له مخې د الام شوي ريفرېنډم په خلاف د خپل راتلونکي برخليک پرېکړې به کوي، او کوم چي دوى اپشن ورکړي دى، لومړى له چا يې تپوس کړى دى، موږ خپله پرېکړه په خپله کوو او په خپله خوښه يې کوو، او دا وړانديز نه منو هندوستان که پکستان،؟

.. ولې خپل اذاد پښتونستان نه!!؟

نو په دې لړ کې پر نېټه 21م جون کال 1947م په بنو کې د شاغلي عطاالله خان په کور کې جرګه را غونډه شوه او بره ياد  شويي مشرانو په کې ګډون کړى درلود ، او ډېره خواښيني يې څرګنده کړې وه، او د برتانیا برېټش انګرېز دا استعماري او شوم پلان يې په سختو ټکو کې وغندلى وو،

... که څه هم هغه زبرځواک وو او دا يې خامخا کول، دا پلان دوى تيار کړى وو، او دا د دريم جون تور پلان دوى خامخا پلي کولى، بس دا ريفرېنډم يې هسې يو قانوني او ائيني جواز جوړولو، نوور دوى ټول شوم پلان چمتو کړى وو،

.. نو دا جرګه دوه ورځې او په څلور پړاوونو يا سېشنونو کې تر سره شوه،

.د لومړي سېشن مشرتوب په لومړي سر کې کاکاجي صنوبر حسين مومند وکړ او د دا بلې برخې مشرتوب باچاخان خان عبدالغفار خان بابا کړى دى، ،

..... او د دوهمې ورځې لومړي پړاو مشرتوب خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي بابا کړى دى او د دوهم او ورستي پړاو مشرتوب نواب امير محمد خان هوتي په غاړه وو،

... او د دې جرګې  د دريځ/سټېج چارې شاغلي قاضي عطاالله خان تر سره کړې دي،

... او داسې د دې جرګې وړانيزونه /قرادادونه شاغلي صنوبر کاکا ليکلي دي  چي شاغلي قاضي عطاالله خان وړاندې/پېښ کړي دي،

.. او داسې مشرانو په کې وېناوې کړې دي، او د هرې سيمې کومېټيانې جوړې کړل شوې دي، او د هرې سيمې ذمه وار ټاکل شوى دى، لکه د جنوبي پښتونستان شاغلى محمد ايوب خان اڅکزى ټاکل شوى وو. داسې د هرې لوې سيمې ذمه وار ټاکل شوى وو

، او  ياده  دي  وي چي شاغلي محمد ايوب خان اڅکزي او شاغلى محمد اعظم خان اڅکزي له کابل ځخه ګډون کړى وو، ولې دوى هلته وو، ولې دوى له مخه لا حلا وطنه وو، خو راغلي وو، 

.. او داسې شاغلي لوى ملي وسلوال مبارز حاجي مرزا علي خان وزير په دې جرګه کې ژغ کړى وو، وړانديز يې کړى وو، چي ما ته د پښتونستان پولې راوټاکى نوور زما کار دى چي ذه يې څنګه درته ګټم،

،، نو پر دې د حاجي سېب او باچاخان تر منځ اختلاف هوم راغلى وو،.... نوور بيا،...........؟ 

.. او داسې له ريفرېنډم ځخه د باېئکاټ پرېکړه شوې وه، خو له بده مرغه د مخ نيوي يې هيڅ داسې څه پلان نه دى درلودلى،؟

.. او په دې لړ کې دا لاندې ورکړل شوې پرېکړه تاسو پخپله وګورۍ او ويې لولى،

... او په دې کې له هغوى د ځينو مشرانو له انځورونو نه مو هوم برخمن کووم.انځورونه يې هوم وګورى، 

... او داسې په دې لړ کې د بریتانیايې د سرکار په مشينرۍ په کومک د کټ پتلي تش په نامه د مسلم ليګ د انګریز پيرنګي د دلالانو چاپلوسانو او ناپوهه خرڅو لاسپوڅو پښتنو په وسله په جولايي کال 1947م کې د پکستان د جوړېدو د اعلان څه موده يا څو شپې مخکې يو د دونمبريا جعلي او ناکام ريفرېنډم په پښتونخوا کې وکړل شو، چي په ښکاره ناکام وو په سل کې  دوه کم پينځوس پرسليزه رايه د پکستان په خواکې دوى وايي کينې هغه هوم يو کس به شپږ او په نهتيا ګلۍ اېبټ اباد کې يو کس سل رايې هوم کارولې دي، چي ښکاره شوې او ثبوت شوې دي چي کارول شوې دي، داسې دوى ريفرېنډم پنځوس نه څه زيات  ښوودلى دى، او پاس کړى يې دى، او پر موږ يې وتپلى، او په دې توګه يې پښتونخوا وطن د مرداړ پکستان برخه وګرځوله، چي د وطن او کام استازو مشرانو ترې باېئکاټ کړى وو، او نه يې منلى دى او نه يې مني او نه به يې کله هوم ومني!! ، هسې خو زور د زورور وي، لاس يې بر وي،، او اوبه يې په پېچومي خېږي،

.. کينې پښتنو او کامپاله پښتنو چي څوک د کام رښتوني  استازي وو هغړى هيڅ کله هوم پکستان نه دى منلى، او نه به يې ومني، خو ها له مجبورۍ تر اوسه ډېر څه شوي او روان دي، او د وخت او د موقعې انتظار دى، او هغه لړۍ لا اوس هوم روانه ده له دواړو خواوو، لکه دا اوس د منځنۍ پښتونخوا /فاټا او پاټا په هکله چي کومې پرېکړې چي هوم داسې په دوهکه دوى په چل ول او په زور تر سره کړې دي او کوي يې ، او داسې د سوهېلي پښتونخوا د ګډون پرېکړه يې هوم د دو نمبر د شاهي جرګې د بې پته غړو پښتونو په وسله او هوم د نيمو د خوښې د غړو په رايه او لاس ليک يې دا پرېکړه هوم د ائين او د ګډون جواز وګرځولو،چي کوم د کام اره مشرانو استازو يې تر نن ورځې مخالفت کړى دى او  کوي يې،

.. او چي بيا پکستان جوړ کړل شو د برېټش تهرډ جون پلان له مخې پر 14م د اګست کال 1947م کې  نو هغه وخت د ملګرو ملتونو(UN) کې چي يې رکنیت /غړيتوب په رسمیت منل کېده نو ورباندې مجلس وشو، او د افغانستان لخوا هلته استازي عبدالرحمن پژواک يې د خپل تاريخي هيواد جغرافیهې او ملت په رښتونېي استازيتوب مخالفت وکړو او ورباندې يې نيوکې  وکړلې د يو اين پر دې جعلي کړنو باندې يې سخت ګوزارونه وکړل، وېل يې دا زموږ په کور کې تاسو بل کور کى جوړوى څکه دا موږ دته کله هوم د منلو وړ نه دى، ايه تاسو کله هوم داسې څه بل کورکى په خپل کور کې هوم منى که يې زموږ په کور کې منى، هيڅ کله هوم نه،؟ نو زياتوب کوى، او داسې تاسو د ډېورند لاېن دوهکه هوم موږ سره کړې وه،، چي هيڅ کله هوم د منلو وړ نه ده، 

... او د دې د بنو د لويې جرګې کوربتوب د شاغلي عطاالله خان بنوڅي په غاړه وو،، وايي اوس هوم هغه ونې شته د کومو تر سيوري چي لاندې دا لويه تاريخي او پرتمینه جرګه ترسره شوې وه،

..... او د دې جرګې د پرېکړو کره اره متن يا ډول يا شکل يا کاپي يا ريکارډ ډېر اړين دى که له چا سره وي باېد رامخته يې کړي، او که نشته ريسرچ دي پر وشي، او که چا هوم څه کار پر کړى وي باېد  را وړاندې يې کړي، دا زموږ يو قانوني او ائيني دستاویز دى، چي زموږ د پښتونستان کيس جوړوي،

.. او کار ورباندې پکار دى،

... داسې که له ما نه څه تېروتنې شوې وي بخشه کوۍ، او سموونه يې ډېره اړينه ده،

... دا ټولې د يو بل نه اورېدلې او ترغوږ شوې اورېدلې شوى خبرې دي،چي سينه په سينه را ونې دي، اورو يې څکه خو مو لږ هڅه وکړه چي مو نن دا دى ستاسو مخې ته مو وليکلې، خو تر ډېره انده هوم داسې خبرې دي هوم،،، خو لږ څه ډېر نوور ريسرچ ورک ورباندې پکار دى،

... او هغه اصلي سورس تر لاسه کول دي، رامو ندل دي،چي ورته ډېره اړتيا ده، او اړينه ده چي اسل کاپۍ را مخې ته شي، او چي کوم دا لاندې ليک شوى متن دى دا هوم سم نه ښکاري، څه له ځانه زياتونه په کې شوې ده، دا د خداى خذمتګارو او پښتون زلمي توري يې هسې په کې اچولي دي، چي که دا  د دغو په کړنه دا جرګه شوې ده، که څه هوم داسې نه ده په رښتيا، مننه،

....ليک... تورزن اوغان،، نېټه! 21م د جون کال20١8م.. نوور بيا،او له پلټنو او حوالو سره،

Via Torzan Awghan

-
بېرته شاته