(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټاکنو کې دپشتون برخه

[02.Aug.2018 - 13:53]

عام انتخابات کشي د پشتون برخه.

ليک. نذر محمد بړيچي. جنوبي پشتونخوا کوټه.

جولايي ۲۵ کال ۲۰۱۸ په پاکستان کي عام انتخابات وسو د ملک ټولو سياسي ګوندونو سره عام يعني ازاد حثيت باندي خلقو په کشي هم برخه واخستله. په ټوم ملک کشي پرامنه انتخابات وو، خو پشتون وطن د پخوا په شان په غم او وير کشي راګير وو. نورو قامونو خپلي ګټي ووتونه حسابول خو پشتون خپل شهيدان ټپيان او درغلي باندي فرياد او چغي ووهيلي. په پيشور کشي هارون بلور باندي بريد وسو پشتانه په کشي شهيدان کړل سول. په کوټه مشرقي بائي پاس د پشتنو په پولنګ باندي بم دهماکه وسوه. پنجه ديرش بے ګناه پشتانه په کشي شهيدان سول. او په درزنونو ټپيان. د انتخاب دمخه کوټي ته نيژدي مستونګ کشي يوه بمي چاودنه وسوه. چي دغه چاودنه د پاکستان تر ټولو لويه چاودنه وه چي پکشي ۲۷۰ نه زيات بے ګناه انتهائي غريب خلق شهيدان سول. د يوه کوره پنجه لس جنازے هم پورته سولي. داسي کورنه هم پاته دي چي په کشي فاتحي اخستلو والا پاته نه سو. بياهم پنجابي پرامنه او دمبارکي وړ انتخاب ورته وايي. هچ يو پنجابي نه مړ دي نه ټپي که مړ دي هغه پشتون دي يا بلوچ. په جنوبي پشتونخوا کشي په بمي چاودنه کشي ۲۷۰ نه زيات انسانان په حق رسيژي. چوک ئي تر سره پشتنه نه کويئ. پاکستاني ګټر ميډيا دغه شهيدانو خبر ورکول ته هم تيار نه دي بلکه انسانان هم نه بولي ټولي ميډيا په نواز شريف او د هغه په لور مشغوله وه چي نواز شريف او لور لندن سخه پاکستان ته راځي. چو بجے راځي چنګه راځي. ټول ټي وي. او نوره ميډيا لپاره نواز شريف راتګ ده ۲۷۰ شيدانو د خبره نه زيات مهمه ده. ده دے نه زيات ظلم چه ته وائي بيا هم پشتون وائي جمهوريت پاکستان. پارليمنټ. زنده باد. پارليماني جمهوريت آذادي ده کومه اذادي هغه چي د پنجابي په لاس کشي ده.

زه مړ هم سووم ... او پړ هم سووم.

تير انتخاب پشتون بلوچ دواړو قامونه ته درے سوه شهيدان. دوه سوه نه زيات ټپيان. بلکه درے سوه کونډي او په سلګونو يتيمان ور پر برخه کړ. دغه دي پرامنه جمهوري انتخاب. ګټي چوک خوري او قربانياني چوک ورکوئي. انتيخاب خو وسو. چرنګه وسو. چا وکي. چه لپاره دغه  ټولي خبري خپل جوابونه غواړي. دغه تير انتخاب ډير سوالونه او نيوي سيايي پريکړي او پشتون افغان وطن په هکله ډير بدترين خدشات او پټي ارادے هم ځان سره راوړي دي. ځکه پشتون ليډر شپ به راتلونکي پارليمان کشي به نه وه. هره پريکړي يا کارچي کيژي. پشتون به بے برخي وي. ځکه دانتخاب په ماشام د فوج مشر جنرل باجوه وايي چي موژ خپلو دشمنانو ته ماته يا شکست ورکړ. دغه دجنرل خبره په خپله يوه لوي معني لري دغي خبري ته غور کوول په کار دي. اتلسم ترميم او نورو قانوني مسائل به پشتاني ته مشکلات راپيده کړي. عمران خان د پنجاب نازولي راتګ. د پشتانه او په خاصه توګه افغانستان لپاره به ډير خطرناکه لوبه جوړه کي او پنجابي يو ځل بيا هغه پخواني جنريل نيازي غوندي کار ځني واخلي . خو د ځل به ګيم کار. او لوبه به بدله وي. جنريل نيازي خو په ميدان کشي اسلحه تسليم کړه. دغه نيازي به پشتون پنجاب ته د ټول عمر لپاره تسليم کړي. ځکه پنجابي خپل ټول پخواني قصاتونه به ځني اخلي هغه هم په ډير هنر او تدبير باندي. دغه نمونه خبرو ته د پشتون سياسي ليډر شپ ډير ژور فکر او عملي کار کوول په کار دي. اتلسم ترميم ختمول. يو ځل ب يا د صوبو نه اختيار اخستل او مرکز ته ورکول. پشتون کاز يعني پشتون نيشنلزم خلاف د يو نيوے پاکستان په نوم د قامونو قامي تشخص خلاف آهيني ترميميات کوول. په ملک کشي تر سره قامي مسائل او وسائل د مرکز په ولقه کشي ورکول. اذاد افغانستان په خلاف پنجنابي ناورا عزاهم تکميل ته رسول. جهاني کچه باندي د پنجابي وحشت. انتها پسندي په يو نيوي جامعه کشي نړي ته وراندي کوول. دغه نمونه ټول هغه سياسي جديد طرز سياست او د پاکستان په سياست حکمراني معاشي اقتصادي بجټ کشي د فوج برخي ته مستقله برخه او رول ته قانوني تحفظ ورکول ټهيکه مولانا عمران خان او د هغه ډلي ته ورسپارل سوي ده.

پشتون ليډر شپ ته چه کوول پکار دي.

پشتون افغان تاريخ د شائي چي کله هم چه په قام بده ورځ راغلي ده قام متحد سوئي ده. قامي پاچون ته اولس راپاچيدلي دي. قامي ژغ يئ پورته کړي يعني خپله دهنده ئي تر سره کړي ده. خو که ليډر شپ سم لوري باندي د اقام رهبري کړي ده قام ګټه تر لاسه کړي او که ئي ځان مخته کړي دي بيا تاوان کړي. دي. لکه تير کال پنجابي د فاټا په مسئله پشتون تقسيم کړ پشتون په ناپوهي په خپله د خپلي غلامي واګه د پنجاب په لاس کشي ورکړه. او کله چي قامي يوالي کړي دي لکه کالا باغ ډيم تر ننه پوري چوک کار بلکه ژغ هم نسي کولاهي. نن بيا ورځ راغلي ده. پنجابي پريکړه کړي ده چي دپشتون ليډر شپ به په پارليمان يعني دپاکستان په سياست پريکړو د جهان سره تعلقات کشي به پشتون هچ رول نه وي نه به يئ چوک په حساب کشي روالي دنړي سخه پشتون مکمل توګه اوټ وي. دلته يو وار بيا پشتون ليډر شپ ته موقع سته چي په خپل قام ژغ وکړي قام منظمه کړي، قامي تحريک قامي مسائل سياسي نظرياتي توګه د قام رهبري وکړي د طن سخه ناپوهي سياسي ګمرايئ لري کوولو پشتون خپل تاريخ تهذيب تمدن باندي پوه کوول قامي وسائل لکه قدرتي معدنيات. اوبا. اب و هوا. جغرافيه. تاريخ. باندي پوهي وول او قامي پاچون لپاره قام زهيني توګه تياروول د اقامي ګوندونو قامي دهينده ده. که بيا پنجه کاله ټول وطن ليوانو ته خوشي کوئي بيا پنجه کال پس راځي چهاونې جاسوسي کوئي چي ماته کومه چوکي راکوئي. کومه ملکي به راکړي. خو بيا به قام د نن په شان . نن خو ئي صرف ووټ نه کړ استعمال صبا به ده دغو ځوانانو مهار به د بل په لاس کشي وي لکه طالب په نوم په شان. نيوے فکر او ډله جوړي کړي او قام پرستو ته به ولاړ وي قام به د قام پرستو خلاف پنجابي استعماله وي. تاسو به يئ تماشي کوئي. بلکه قام به قام پرستو ګريوانو ته لاس ورواچويئ. قام به نيست نابود کړي. نن هم وخت سته چي قام راجمع کړي. سياسي ګمراهي پنجابي کرنل ميجر هيلو ته ناسته طمه پريژد ديئ. کني قام به مو داسي ورک کړي چي بيا به هچ چوک د باچا خاني يا سمد خاني نوم وانخلي. دوئم قام پرستو ته ډير شه وخت په لاس راغلي دي چي خپل خپل تنظيمونه منظمه کړي ادارے جوړي کړي. سياسي راويات برقراره ساتلو لپاره د قام په مينځ کشي پاته سي. اسلام اباد په اهير کينډيشنز کشي قامي خپلواکي نه راځي . په قام کشي دننه قام سره پاته کيدل قامي کلتور. د قام په غريبي باندي شرکيدل په اصل کشي قامي سياسي ګوندونو ګټه ده کني. په اليکشن کشي هر چوک خوژے خوژے خبري کوئي، دولت ډير دي. قام پرسته ګوندونه پنجه کارکنانو ته پنجه ورځي ډوډئي نسي ورکولائي بلي خواته موسمي کاروباري سياسي مداريان هر چه ورکوئي . تنخوا ورکوئي. د کور خرچ ورکوئي. په دغه اسني اليکشن کشي هغه ډير کاميابه وو. چا چي په پيسو باندي جنډياني لګولوي. په پيسو باندي اليکشن مهم چلوئي. سياسي کارکن او غريب سړئي به چه کوئي. په سياست کشي د دولت چمک او دهمک يو نيوئ سياسي تجارتي کار باندي پهيل وسو. که قام پرسته ګوندونو خپل تنظيم دولود يايئ کارکن مطمئنه وه نن به په سياست کشي د سرمايه زور نه وي. سياست به په کاروبار نه وه بدل سوي. دکاروبار خو د سياسي ګوندونو غلط سياست نتيجه ده. نن هم د کفارے ادا کولو او په تير ګناو باندي د استغفار دروازے بندي نه ده. پشتون قام پرستو ته په کار دي چي دقامي ګتو لپاره منظمه سي. پارليمنټ په ځائي د خپل قام جرګه اومرکه کشي رول ادا کړي. راوان وختونه به ډير بد وي. نن يئ اثرات شکاره دي. که په قام هر بده ورځ راغله د هغے ذمه واره به قام پرسته ګوندونه وي.

قام پرسته بائد چه وکړي.

ما مخته ته هم ووهيلي وو. چي قامي يوالي لپاره د قامي پاچون يواځني لار ده چه د قام ستونځي که ختمي نه کړي خامه خاي کمه وي. ملي پاچون کشي د قام بقاه ده. کني تير اوويه کاله مو پارليمان جمهوريت سندري اوريدلي او ليدلي دي قام ته ئي چه ورکړ. تره ګرې. طالب. بے مروتي.  د وطن بربادي نه سوا چه ورکړي دي. د دهشت ګرد نوم مو پر برخه سو. جهاني توګه د دهشت ګرد په نوم مو شناخت پيدا کړ. په ملک کشي بے اعتماده. دهشت ګرد. چرس هيروهين فروشه. قاتل نور چه. ايا په دے جمهوريت کشي امن. ترقي. يا انصاف راته بحثيت قام سته نه. چلور نهم سوو. پشتنو قاتل ته چا سزا ورکړه. نن په کوم حالت کشي دي. پشتو په کوم ځائي ده. يو پشتون په جذبات کشي تيره ورځ يو سپيئ قتل کړ نن. په جيل کشي بند دي ټوله پنجابي ميډيا هغه خلاف چينلز لګيا دي. بلي خواته ستا د قام قاتل ته ديو بهادر بچي خطاب ورکول کيژي. نن دي حثيت د يو سپيئ نه هم کم دي بيا هم وائي چي زه غيرتي قام يم. بچي د ابدالي هم. کي بچي د ابدالي يئ نو بيا کار او عمل هم د ابدالي وکړه. بس چي د قام چحي مري تا تي جذبه نه راځي کله چي د پارليمنټ سخه بائر سوئي بيا وائي. يه جو ماره ماري هے اس کے پيچحے وردي هے.

يه جو دهشت ګردي هے اس کے پيچحے وردي هے

ګرانه دغه خبري قام هله مني چي د قام په مينځ کشي ودريژي او قام سره ملګرے سي بيا د غه نعره خودن هم کوئي او معني هم لري.

د قام يوالي د بري لار ده. خپل قام خپله پارټي.    قامي مسائل حل په قامي ګوند کشي دي. راسي چي خپل قامي ګوند خپل کړو او قام د ځان کړو بيا چيغه پورته کړو. چي

لر او بر يو افغان نه منو د بل اختيار،

له بولانه تر چتراله پشتونخوا ده. پشتونخوا ده

-
بېرته شاته